نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زه يوه معشوقه لرم، دهغې سره دواده کولو ارزو لرم
و.افغان
19.07.2009
زه ډير ډاريږم، ويريږم چی خپل وطن ته دګرځيدو توان به ونلرم، زما بنديتوب زه ډیر
ترهولې يم.
زه يوه ملګرې لرم، دهغې سره دواده کولو ارزو لرم، نيکه لرم، نيا لرم، ډيره ښه
کورنۍ لرم، ډيره مينه ورسره لرم.
زه ورپسې ډیر خفه يم، هره ورځ يې يادوم، ويريږم چی دبيا لپاره به مو سره ديدن ونه
شي، ويريږم چی هيڅکله به راته داسې فرصت په لاس را نشي، چی هغوي ته دخپل
محبت اظهار بيا وکړم، ويريږم چی هيڅکله به ونه توانيږم چی هغوي په غيږ کی
ونيسم.
زه دخپلو وطنوالو لپاره يو پیغام لرم، هغه وطنوالو ته چی دزړه محبوبان يي دلته
دي، او دمحبوب ياديدو په معنی پوهيږي:
تاسو کولاي شئ، تاسو توان لرئ، چی زمونږ حکومت مجبور کړئ، چی مونږ خپل
وطن ته ستانه کړي.
دی خلکو ته وايم: تاسو څخه اميد کوم، تاسو ته زاري کوم، چی مونږ خپل وطن ته
درستانه کړئ، تر څو مونږ خپل مناسب ځاي ته راوګرځو، نه داسی ځاي کی پاتې
شو، چی خپل وختونه او روحونه په کی ضايع کوو.
تاسو ته ځاري کوم، مونږ خپل وطن ته ستانه کړئ، امريکا او دامريکی ولس ددې
توان لري، چی دا کار وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا دهغه امريکايي بندي خبری دي، چی افغانستان ته راغلي وو، ده غوښتل چی
افغانان په خپل کور کې سره له خپلو ميرمنو، ماشومانو، او سپينګيرو ووژني،
خو له بده مرغه چی دمقاومت دننګياليو جنګيالو بازانو دپنجو ښکار شو، او دهغه
دغه پيغام يې هغه چا ته ورساوه، چی ګمان کيږي امريکايي فوځي يي دزړه ټوټه
وي، امريکايي حکومت له مختلفو ميډياګانو له لارې قهرمانو بازانو ته اخطار
ورکړې، چې دوي په دی کار سره دجګړو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي.
نو آيا دا په رښتيا سرغړونه ده؟
په درنښت
و.افغان
19.07.2009
آخر افغانان يو, په ميلمستيا کی خو درباندې شنه چاي ضرور څکوو.
http://www.youtube.com/watch?v=nofUeNU5XZw
په درنښت
watanmal
20.07.2009
[img:5bfd39f52f]http://larawbar.com/data/image/news/The%20First%20U.S.%20WAR-Prisoner%20in%20the%20south%20of%20Afghanistan.JPG[/img:5bfd39f52f]
ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة ويركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ وى
لومړى د صليبى عسكر سره شوى مركه 28 دقيقى ده ، د ټولى مركى اوريدو لپاره
د لر او بر ويب پاڼى لاندينى لينك باندى كليك وكړۍ
http://larawbar.net/detail.php?id=12381
دوهم د افغانستان اسلامى امارت ته زما مشوره داده چى دغه صليبى عسكر دى
نه وژنى بلكى كوښښ دى وكړى چى د ګونتنامو د جيل څخه كوم بندى پرى
راخلاص كړى ، پدى كار سره به د افغانانو زړونه خوشحاله شى ، او مجاهدين به
كوښښ ډير كړى چى نور صليبى عسكر هم ژوندى وه نيسى او د بنديانو په تبادله كى
يى استعمال كړي ، او كه ووژل شى د صليبيانو مشران وحشى ځناوران دى
د يو عسكر په مرګ د هغوى طبيعت نه خرابيږى خو غربى ميډيا به د مجاهدينو
او مسلمانانو د بدنامۍ لپاره ترينه پوره استفاده وكړى.
همدارنګه دى صليبى عسكر سره دى د اسلامى اوصولو او افغانى عنعناتو مطابق
چلند وكړى شى ، تر څو د مسلمانانو څخه ښه تصور ورسره پيدا شى او
د مسلمانيدو سبب يى وګرځى پيدى كار كى ليك او لوست ښه اثر كوى
نو بندى ته دى د اسلام په اړه د مطالعى لپاره كتابونه وركړى شى او ياداښتونو
لپاره دى كاعذ او قلم وركړى شى.
دريم : نه پوهيږم چى د امارت لخوا د صليبى عسكر نشر كيدونكى ويډيو د كوم
قانون خلاف ورزى ده ، كوم صليبى چى دا خبره كوله د هغه هدف د هغه وحشى كړو
پټول دى كوم چى دوى د مسلمانانو سره په جيلونو كى كوى او كړيدى ،
دونيا وكتل چى صليبى يرغلګرو په ګونتنامو او ابو غريب جيلونو كى
د مسلمانانو بنديانو سره څه وكړل خو په مقابل كى مسلمانانو د دوى د بندى سره
څه رويه كړى ، نه يى ترينه جامى ايستى ، او نه يى په غاړه كى ورته پړى اچولى
او نه يى كومه توره خولۍ ورپه سر كړى نه يى پرى ګندګى شندلى او نه يى
د ويرو لپاره وحشى سپيان ورته نيغ نيغ كړى ، بلكى په عزت يى د تخت د پاسه
په صفا نوو جامو كى كښينولى دى بسكيټ او ډيو شربت ورته پروت دى ،
د خوراك لپاره د چرګ غوښه او پلاو ورته ايښودل شوى ،
په ارامه فضا كى ورسره خبرى شوى .
د قانون نوم اخيستونكو خو د مسلمانانو بنديانو ته د حيواناتو په
حقوقو هم نه دى قائل زه نه پوهيږم چى وحشى صليبيان په كومه خوله
د قانون خبرى كوى؟
په مينه
وطنمل
pattang
20.07.2009
وروره ظلم دهغوی خپل کار دی او الله (ج) او اولسونه يې ويني ٠
که زه د طالبانو پر ځای وی ما پرېښود خو ورته ويل مې چې په جنګي نېت ، اراده
او عسکري جامو کې دلته افغانستان ته مه راځه ! او زمونږ دغه غوښتنه نورو ته
هم ورسوه ! مونږ نه د امريکا دوښمنان يو ، نه کار پرې لرو او نه مو پرې لرلی دی٠
زه ګمان کوم دا به دطالبانو کلکه څپېړ ه ، لوړ اسلامي او کلتوري اخلاق ډېر اغېزه
مند ښکاره کړي٠
عبدالله صابر
20.07.2009
السلام عليکم
زماپه فکرخوددي عسکر نه وژل پکاردي اونه پريښودل ،بلکي په ښه چلند سره بايد
وساتل شي، په داډول طالبان په سياسي اوتبلغياتي ډګرکښ ډيره ګټه کوي اوهم
دامريکاحکومت يوډول فشار لاندي ساتل کيږي ،نوکه طالبان يی پريږدي اويا
ووژني نويوڅوورځې به خبره ګرمه وي بيابه هيڅ نه وي ،دهمدي لپاره طالبان بايد
داعسکرپه خوندي اومطمئن ځای کښ وساتي ترڅوهسي نه دبوزوپه تول کښ يی
له لاس وونه وزي ،
اوبل ښاغلئ وطنمل صاحب ښه راغلي زه فکرنه کوم چي طالبان به يی دوژلوپروګرام
لري ،هوڅو ورځې طالبانوخبردارئ ورکړچي که دملکي خلکوځوره ول بند نه شي
نودوی به داعسکرووژني داځکه چي امريکايان دخلکوپه کورونوچاپې اچولي او
دورک عسکرپه لټون يی خلک ځوره ول چي ښايی له دي خبردارې وروسته داځورنې
کمي شوي وي نور نوطالبان هم ښايی ددي عسکراهميت پيژني اوهيله ده چي په يو
خوندي اومطمئن ځای کښي وي ٠
والسلام
و.افغان
20.07.2009
.
.
درنو وروڼو!
غربي ميډيا په پراخې پيمانې سره دا ويديو خپلو خلکو ته دتلويزونونو په پردو
وښوده، دنړۍ ټول خلک انتظار کوي، چی دغه بندي سره به څه ډول چلند کیږي؟!
طالب جنګيالي دی دغه خبره په کلکه خپل نظر کی ونيسي، او له مخې يي بايد بندي
سره مناسب چلند وکړي.
زه وايم: که طالبان يې پرته له مادي (عيني) مکاسبو هم ژوندۍ پريږدي، نو دا به د
مقاومت لپاره، اسلام لپاره، او ټولو افغانانو لپاره لوي معنوي مکسب وي، دغه ځوان
چی دحالي اعلام مؤقت هيرو يي بللې شو، کولاي شي، چی خپل ولس ته او په فوځ کی
تنکيو ملګرو ته ډير پيغامونه له ځان سره يوسي، او که په اسلام يي مشرفيدل ممکن
وي، نو بايد اسلام هم ورزده کړل شي، او داسلامي لويو، پرتمينو، او سترو اقدارو
څخه خبر شي.
په درنښت
عادل عادل
20.07.2009
سلامونه
زه هم ستاسو سره هم نظره یم، خو دا په ډې مانا نه چې که چیرته یې مردار کړ نو بیا ووایم چې بد یې وکړل.
که یې د اسلام د نجات بښونکي پیغام سره پریږدي یو ځل ښه او که یې مردار کړ نو دوه ځله ښه، فیشفي صدور قوم المسلمین ...
دا به اوس سره سپینوو چې که چیرته ازاد یا ووژل شو نو دروند ورور غیرت صیب به یې په ای-اس-ای نه تپي.
watanmal
21.07.2009
ټولو دوستانو او محترم عبدالله صابر صيب ،پتنګ صيب ، وهاج ساپی صيب او عادل عادل صيب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالله صابر صيب زه هم پدی نظر يم چی د امارت مسوولين به د نيول شوی
صليبی عسکر د وژلو اجازه ورنکړی.
نن می د وحدت په ورځپاڼه کی دا خبر ولوستو:
=============================
د امريکی د ګډو ځواکونو جيرمين مايک مولن ټولو ملټری مشرانو او کمانډارنو
ته يو پټ خط ليږلی دی چی پکښی افغانستان کښی بنديانو سره د مناسب رويي
خپلولو هدايت کړيدی د امريکايی خبری اداری ترمخه د مايک مولن لخوا دغه خط
ددغه راپورونو نه پس رامينځته شويدی چی پکښی ويل شوی وو چی د امريکی
سيوری لاندی جيلونو کښی افغان قيدیان سره بد سلوکی د طالبانو مضبوطولو کښی
مرستيال ثابتيږی او ورسره عسکريت خوښۍ ته وده ترلاسه کيږی.
========================== = =
محترمو دوستانو که مونږ د صليبيانو عام بنديان نه بلکی فوځيان يی مفت پريږدو
نو د صليبيانو په جيلونو کی بندی مسلمانان به په څه ډول د بنديخانی څخه ازاد کړی
شو ؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=white:e1b4dc7423]زه ما په نظر امارت دی کوښښ وکړی چی ددی صليبی عسکر په بدل کی د ګونتنامو
له زندان څخه يا ملا فضل او يا نور الله نوری پری راخلاص کړی ، په اوسنی حالاتو کی
دواړو کسانو ته ډير ضرورت ليدل کيږی.[/color:e1b4dc7423]
[color=darkblue:e1b4dc7423]که مفت پريښودل شول نو هغه خلک چی افغانی وياړونه د ISI په تله کی اچوی او هميشه
په مختلفو شکلونو کوښښ کوی چی افغانی مقاومت بدنام کړی هغوی به د ورکړی شوی
مسوليت په اساس نغاره ډنګوی چی د صليبی عسکر ويړيا پريښودل د ISI په خوله شوی.[/color:e1b4dc7423]
په مينه
وطنمل
Ghairat
22.07.2009
عادل صیب لیکي :
[quote:39c54070d4]که یې د اسلام د نجات بښونکي پیغام سره پریږدي یو ځل ښه او که یې مردار کړ نو دوه ځله ښه، فیشفي صدور قوم المسلمین ... [/quote:39c54070d4]
که زما مني :
د اسلام د نجات بښونکي پیغام سره دې پریږدي، دمخه دې پرې ډیر کار وکړي، ډیر ښه اوکه نشي بیا هم دې هم ورته ووايي چې اسلام وژونکی ، ښالم اووینه تویونکی دین نه دی، د جګړې په ډګر کې ددوښمن وژنه روا اوآن جهاد دی،خو دنیول شوي اوتسلیم شوي کس چې پبښیماني و ښيي اوپخه توبه وباسي د هغه ژوند له ګواخه ژغورلی دی .
که شرایط پرې ږدي چې فلانی او فلانی ملا دې له بند څخه را خوشې کړي، بره مه ده،خو ښه خبره داده چې د امریکا له دولتي او رسمي مقاماتو سره هېڅ معامله ونکړي او د امریکا له خلکو څخه د حکومت دجنګي سیاست پر ضد ملاتړوغواړي او د خلکو په خاطر نومړی بندي هم خوشې کړي ۰ تر هغه دې په بند کې ښه قدر هم وکړي!
[quote:39c54070d4]
دا به اوس سره سپینوو چې که چیرته ازاد یا ووژل شو نو دروند ورور غیرت صیب به یې په ای-اس-ای نه تپي. [/quote:39c54070d4]
وروره که ووژل شو، ګټه یې ISI ته نشته او ضرر یې طالبانو او ټولو پښتنو ته رسیږي چې نړۍ ته پرې د طالب په بڼه وحشي قوم ښودل کیږي، خوکه وبښل شو،هم طالب او هم پښتنوته معنوي او سیاسي ګټه لري اوهم کیدای شي CIA ته
پرې ISI باټې وکړي چې څڼګه مې درته راخلاص کړ او نور امتیازات هم ترې تر لاسه کړي، خو سم (اصولي) کار سم دی اواوږود مهاله ګټه لري، حتی که کوم دوښمن ترې لنډ مهاله ګټه هم واخلی!
وطنمل صیب لیکي :
[quote:39c54070d4]که مفت پريښودل شول نو هغه خلک چی افغانی وياړونه د ISI په تله کی اچوی او هميشه په مختلفو شکلونو کوښښ کوی چی افغانی مقاومت بدنام کړی هغوی به د ورکړی شوی مسوليت په اساس نغاره ډنګوی چی د صليبی عسکر ويړيا پريښودل د ISI په خوله شوی. [/quote:39c54070d4]
په دې کې خوهسې هم شک نشته چې امریکايي مقاماتوبه خپلو پاکستاني بړېڅو ISI ته د نوموړي بندي د خلاصون په موخه د کواندې مداخلې اډر ورکړی وي اوهغوی به په کې خپلې نهايي هڅې روانې کړې وي او امریکایانوته به یې بودې وعدې ورکړې وي ، خو که طالبان پخپله په دې پوهیږي چې ۲ او۲ =۴ کیږي،نو دا که ISI هم ورسره تایید کړي بیا هم ۴ کیږي، مهمه داده چې طالب پخپله نړیوالوته وښيي او ثابته کړي چې دوی هم الف ته کوتک نه وايي، پخپله هم په څه پوهیږي ،مستقل دي او [color=red:39c54070d4] د نوموړي بندي د خوشې کولو پریکړه یې خپله ده ![/color:39c54070d4]
هیښ
26.07.2009
سلامونه او احترامونه
دټولو وطنوالو نظر ته داحترام نه وروسته زما اند دادئ چې ددې قیدي دبرخلیک په هکله باید دافغاني ټولنې داصولو او موازینوپه بنسټ چې اسلامیت او افغانیت دي برابر عمل او فیصله وشي.
که دافغانستان تیرو حوادثو او واقعاتو ته کتنه وکړو زموږ دسیاسي،اجتماعي،اقتصادي او کلتوري مشکلاتواو دهغې نه راپورته شویو بدمرغیو یو عامل د پورتنیو اصولو په ځائ دشخصي،تنظيمي اوګوندي مصلحتونو،معاملو ،روابطو او سوداګریو په اساس تصمیمونه نیول وو چې نه یوازې ستونزې ئې حل کړې نه دی بلکه نورې ئې هم مغلقه او پیچلې دي او دیوه لوئ ناورین دراتګ زمینه ئې برابره کړې ده .
نو ددې دپاره چې تیرې شوې ترخې ،بې ثمره او مضرې تجربې بیا تکرار نه شي دمقاومت دجبهې ټول جریانونه خصوصاُدطالبانو اسلامي تحریک چې دمقاومت په جبهه کې پریکنده رول لري باید داسلامیت او افغانیت داصولو او موازینو په عملی کولو او مراعاتولو کې جدي توجه وکړي او دهرې قضیې په هکله دفیصلې کولو له پاره له ډیر دقت او پاملرنې نه کار واخلي چې فیصله ا و تصمیم ئې داسلامیت او افغانیت سره پوره سمون او تطابق ولري.
افغانان دیوه داسې وحشي دښمن سره چې هیڅ ډول دیني ،انساني ،اخلاقي،مدني او بین المللي اصولو او قوانینو ته پابندي او احترام نه لري په یوه نامتوازنه او تحمیلي جګړه کې راګیر دي او ټوله نړئ دهغو غیر انساني او وحشیانه برخوردونو او اعمالو شاهدان وو او اوس هم دي چې دې دبشر ضد یرغلګرو او اشغالګرو زموږ دمظلومو او باتورو اسیرو وروڼو او خویندو سره چې ددوئ په اسارت کې په بګرام ،کندهار،ګوانتانامو او نورو سلهاوو پټو زندانونو کې څومره وحشيانه،غيرانساني اوجنایت کارانه اعمال تر سره کړل او کوي ئې او په دې لویه نړئ کې داسې څوک پیدا نه شول چې ددې وحشت او جنایت په مقابل کې داعتراض او نیوکې غږ پورته کړي .تر ټولو لویه بدمرغي او دافسوس خبره داده چې دیونیم میلیارد نه زیات اسلامي امت دحق دویلو او دوحشت دغندلو په مقابل کې مرګباره او دشرم نه ډک سکوت اختیار کړ او دخپل دین او عقیدې سره ئې دمنافقت او خیانت لاره ونیوله.
خو سره ددې وحشیانه اعمالو دحق دلارې دمبارزینو او مجاهدینو په راسخ ایمان او پاخه عزم کې کومه ویره او ضعف پیدا نه شو او ددښمن سره دمقابلې او مبارزې سنګر ئې په خپلو شاهکارونو او کارنامو سره داسې ګرم وساته چې ټول شیطاني قدرتونه ورته حیران اودکبر او غرور کاسه ئې نسکوره شوه.
دطالبانو داسلامي تحریک شازلمیانو چې دمسلحانه جګړې په ډګر کې خپل غیرت ،همت ،ایمانداري ،فداکاري او خپلې عقیدې ،وطن او وولس ته وفاداري او تعهدپه ډیره میړانه په اثبات ورساوه ،نو په کارداده چې دافغانستان د سیاست ،اقتصاد،کلتور اونورو ټولنیزومسائیلومنجمله ددې اسیر په برخه کې هم خپل غیرت ،حوصله،درایت او اهلیت داسلامیت او افغانیت داصولو نه په پیروئ سره وښیي او داسې معامله او فیصله وکړي چې داسلام او افغانیت ددستورونو سره په ټګر کې نه وي او په خپله فیصله سره نړیوالو ته وښئي چې طالبان برعکس ددښمنانو دزهر ناکه تبلیغاتو، دانسانانودحقوقو ،کرامت او برخلیک په هکله که څه هم ددښمن د ډلې نه وي لوړ ارزښت او اهمیت قائیل دي او دبشردژوند، حقوقو اوکرامت ساتنه ،پالنه او مراعاتول خپل اسلامی او افغاني اصالت او رسالت بولي او د هغې عملي کول او پیاده کول ئې خپل دینی او ملي فرض او مسئولیت دئ .
مننه
باتور
28.07.2009
طالبان د دې سرتېري وطن ته نه دي ورغلي، د ده د معشوقې او نورو وطنوالو په
ښه او بد يې تېری نه دی کړی . . له خپلي خاوري او ناموس نه د دفاع په لار کې دا
اجير سرتېری نيولی .
مردارېدل به يې ښه وي، چي نورو مزدورو اجيرانو ته پند سي چي له خپلو معشوقو
سره پاته سي او له اجيري نه لاس واخلي .
غربي مېډيا دي د دې مزدور د ويډيو تر څنګ د ړندو بمباريو د مړيو او ځپيانو يو
څو وېډيوي خپلو خلګو ته ورښکاره کړي .
په درنښت
pattang
28.07.2009
غيرت صيب او هيښ ورور ډېرې ښې خبرې ليکلې دي په قلم مو برکت
که بل بد کوي ته ښه ورسره وکړه
هره ونه چې ازغی لري سنګسار شي
باتوره وروره ! ښه شوه چې راپيدا شوې خوشاله شوم .
دغه عسکر کوم جرم ندی کړی خو دجرم په قصد دامريکا دظالم دولت په امر
افغانستان ته غيرې قانوني راغلی او دا بدبخته به کور او عيال هم لري٠
دی مه وژنه دده په بخښلو نور ظالمان سياسي وژل کيږي که چېرې دغه عسکر
دامريکا د اولس ددرناوي په لحاظ وبخښل شي ٠
دامريکې ددولت سره بايد هيڅ خبرې ونشي .
که داکار داسې وشي نو cai ، اوباما او نور به يې خپلو ځانونو ته لاړې توکي
او اولس به يې طالبانوته په زړه کې ډېر نرميت پيدا کړي ٠
باتور
28.07.2009
پتنګه محترمه !
د امريکې له ولس نه د خواخوږي تمه مه لره، ٧٥ ٪ خلګ يې د سپتمبر د ډرامې
په حساب خبر دي، لېکن د خپل ژوند او کاروبار د پرمختګ لپاره د بوش او د اوباما د سياست پلوي کوي . .
زموږ له خلګو او خاوري سره يوه خاشه هم خواخوږي نه لري، که يې سرتېری مړ
په لاس ورکو او که ژوندی ، د دوی لپاره بې اهميته ده !
په درنښت