نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په پيسو پښتانه ښه امتحان کېږي .
pattang
18.07.2009
[color=brown:959f9dc169]په پيسو پښتانه ښه امتحان کېږي .[/color:959f9dc169]
ښاغلى يون لږ گوزاره كوئ
عتيق الله عقيق احمدزى
16.07.2009 12:17
عتيق الله عقيق احمدزئ ( دننگرهار)
انسان څومره بدرنګه دي انسان څومره ښايسته دي
سړي حيران شي چي كومي خواته لاړ شي، په چا باور وكړي، چاته زړه وروړي او څوك خپل زعيم وټاكي .
يو وخت ؤ چي پښتنو ځوانانو يون ته د يو ستر لارښود په سترګه كتل ځكه چي يون په پېښور كښي په يوه تنګه تروشه كوټه كښي د جرمني د افغان كولتوري ودي ټولني كتابونه چاپول او د همغو كتابونو په پاتي شونو يي د كورنۍ لپاره ډوډۍ ګټله. په هغه وخت كښي به چي افغان ځوانانو له يوې خوا د يون هغې فقر او بد حالت ته كتل او ورسره به يې د ده اوسپنيزپښتون هوډ او باور ليدۀ نو د وخت مهاتماګاندي ورته ښكاريده او په كم عمر او لنډ وخت كښي يي د هيواد په كچه شهرت او محبوبيت وګاټه. حتى د اوسني حكومت په لومړيو كې پښتانه په دي هم وېرېدل چي كه استاد اسماعيل يون له ننگرهاره كابل ته راشي خداى مه كړه چي د شمالي ټلوالې لنډغر فهيم يې ونه وژني ځكه چي ده يو ملي درد او احساس درلود او فهيم او د هغه ټلوالي د ملي احساس وژونكي لنډغران درلودل.
كله چي استاد يون ارګ ته لاره وكړه نو بيا هم پښتانه ځوانان پرې خوشاله او من من غټېدل ځكه هغوى په دي باور درلودل چي يون يو مصمم پښتون دى او په ارګ كښي به هم د خپل ملي احساس پر مټ ډېر كسان د ځان ملګري كړي او په دې ناوړه او بدو حالاتو كښي به پښتنو ته لاس وركړي خو په ډېره خواشيني سره چي استاد د پښتنو ځوانانو د رڼو سترګو د ليدلو خوبونو ټول تعبيرونه غلط ثابت كړل او د همغو لنډغرانو په رنګ كښي رنګ شو چي ده يې پر وړاندې د (مرده باد شعارونه ويلي وو. )
ډېرو دوستانو به ويل چي استاد يون كونړ ته تللي او د كرزي لپاره كمپاين كوي، چا به ويل د ننګرهار په ملي ټلويزيون كښي يي د كرزي لپاره چغې وهلي او چا به ويل په پلاني او بيستاني ځاى كښي. پر استاد اسماعيل يون زما باور دومره پوخ ؤ چي دا ډول تبليغات مې زړه ته نه لويده . ولې كله مي چي د يو ټلويزيون په پرده وليد. چي د استاد طوطاخيل او ښاغلي يوسفي سره يي په ګډ مېز كښي بحث درلود نو ډېر افوس راغئ او خدائ شته چي پري خپه شوم.
د دوى موضوع رياستي او صدارتي يا پارلماني نظام ؤ چي استاد يون او استاد توتاخيل د رياستي نظام پلويان وو او ښاغلى يوسفي د پارلماني يا صدارتي نظام پلوى ؤ.
ولې د درېواړو له دلايلو معلومېدل چي يو هم د زړه له كومي نه رياستي نظام غواړي او نه صدارتي او نه دوى د ډيموكراسۍ باوريان وو بلكښي دوى د خان نوكران وو. دوى د خان په خوښه د بانجان ستايني كولي. استاد يون ځكه رياستي نظام خوښول چي كرزي يي غواړي او يوسفي هم په همدې ترتيب د خپلو ټلوالو لپاره صدارتي نظام خوښول خو توپير په دې كښي ؤ چي يوسفي يوڅه پر منطق او استدلال تكيه كوله او استاد يون د كرزي د خوشالولو لپاره هغه د چا خبره دومره بګړۍ نيولى ؤ چي د هيواد هغه شريف او باشعوره ولس ته يې ښكنځلي وكړې چي پر ده نازيدل او د ده د سر د خير لپاره يي نذرونه نيول. استاد يون په تكرار تكرار دا خبره وكړل چي واليان او ښاروالان انتخابي شي نو د ننګرهار او هرات خلك به پاكستان او ايران په پيسو رانيسي. خو دې ته يې پام نه ؤ چې تر اوسه چې انتخابي نه وو نو واليان څوك دي؟
انوري د هرات د خلكو لپاره كار كاوه او كه د ايران لپاره او د هرات خلكو ټاكلى ؤ يا د پارلمان له خواټاكلى شوى ؤ او كه كرزي په رياستي نظام كې ټاكلى ؤ؟
ګل اغا شيرزى د پاكستان سړ ى نه دى؟
حاجي دين محمد څوك دى؟
استاد يون دا خبره په تكرار تكرار وكړه چي د ننگرهار خلك په پاكستان پلورل شوي دي تر دې چي يوسفي يې اړويست چي په ځواب كښي يې ووايي: ( استاد يون بايد زما سره په دې موافق شي چي د ننګرهار او هرات خلك دومره لوړ سياسي او ملي شعور لري چي هيڅكله به هم خپل ضمير خرڅ نه كړي.) يون له دې خبرې سره ترخه خندا وكړه كيداى شي له ځانه شرميدلى وي چي په څومره بد ځاى كښي راګير دى ځكه كرزي يې په ډالرو خوله ورډكه كړې او د څوكۍ ساتنه هم ده نو مجبور دى چي رياستي نظام ته ښه ووايي كه څه هم د هرات او ننگرهار د خلكو سپكاوى وكړي. خو په ډېره ګډوډ منطق يي بيرته خپلې خبرې ته پرتوګ ورواغوستئ چي د ننګرهار او هرات واليان يادوم ولي د پاكستان او ايران له خوا نه وو اخيستل شوي! خو يون چي د كمپاين په شعارونو كښي ګرم راغلى ؤ دې ته يې فكر نه ؤ چي همغه والي چي دى يې د پاكستان اخيستل شوى بولي د كرزي د كمپاين مشري كوي او همغه والي چي يون يې د ايران اخيستل شوى بولي (اسماعيل خان) د يون د بادار د راز او نياز ملګرى دى او د ده پر سر يې په شينډنډ داسې بده ورځ راوسته چي نه يې پت ورپرېښودو او نه عزت. تاسو ته به هم معلومه وي چې په شينډنډ كې امان الله د اسماعيل خان سره جګړه وكړه او د كرزي ملاتړ يې اعلان كړ نو اسماعيل خان د هغې سيمې د كورنيو سره څه نه كړل.
او كه له استاد يون څخه وپوښتو، دا چي دين محمد د ننگرهار والي ؤ خو ته يې سناخوان وې ځكه چي يو كور خو يې دركړى ؤ نو هلته دې ولې انتقاد نه كاوه . او اوس چې ته كمپاين كوې خو د كرزي د كمپاين مشر خو هم همغه سړى دى چې ته يې په پاكستان خرڅ شوى بولي نو ته يې هم واخيستې.
يون وايي په پارلمان كښي يوه كتله غله دي او په فساد او ارتشا كښي ككړ دي له خلكو سره په پيسو معاملې كوي خو دې ته يې فكر نه دى چي د كرزي سره د فاروق وردګ مافيايي ډلي حتى له واليانو يې هم پيسې اخيستى د اداره امور په وخت كې او په همدې رياستي نظام كښي د هر ولايت ځانګړى نرخ معلوم دي.
يون وايي داسې وكيلان هم پېژنم چي د ټليفون په يو كريډيت كارډ رايه وركوي او داسې هم پېژنم چي په يو مليون هم رايه نه بدلوي او ضمير نه خرڅوي. په دې ځاى كې يون خپله د خپلو خبرو رد كوي ځكه دى وايي پارلماني نظام ځكه خراب دى چې معاملې په كې كېږي او دلته بيا وايي چې ځينې په يو مليون هم نه خرڅېږي . خو چې نه خرڅېږي بيا خو د ملت ګټه ده او كه رايې يې كمې وي نو افشا ګري خو كولى شي.
او كه له يون استاده وپوښتل شي چې دا تاته څنګه معلومه شوه او كه معلومه وي نو د كوم ضمير له مخې يې نه افشا كوي ؟
يون صاحب دا چي د پارلمان له غړو دومره دقيق خبر يې نو د هغو وزيرانو له بيانيو ولې نه يې خبر چي په كراتو مراتو يې وويل چي په كابينه كښي قاچاقبران دي؟ د كرزي په لوړپوړو چارواكو كې قاچاقبران دي. د كابينې په جوړولو كښي لومړى غوراوى د كرزي دى او كه د پارلمان؟
يون صاحب كه خپل وجدان ته وګوري نو په اوسني وخت كښي به پارلمان د ايران او پاكستان دومره ډېرفرمايشونه نه وي منلې لكه كرزي چې منلي او په ملت يې تپلي . په اوسني حكومت كښي ټول وزارتونه د كرزي په خوښه د ايران له خوا په يوه ګوته ګډېږي. كرزي په خپله ونه ويل چي په كابينه كښي نيم د پلاني او نيم د پلاني حكومت جاسوسان دي نو دا چا پارلمان ته ورمعرفي كړل؟
د فارسي ژبي تلويزيون وړانديز هم پارلمان يا د ننگرهار او هرات خلكو وكړ؟ ستا په ګومان كرزي ته به هم پارلمان ويلي وي چي په پښتو خبرې مه كوه. او دا به د ننګرهار خلكو كرزي ته ويلي وي چې پنجشير چې د دريمي درجي ولسوالي ده ولايت يې كړه! د ننگرهار خلكو به په كرزي دا هم منلي وي چي مسعود ته ملي قهرمان او مزاري ته ملي شهيد ووايه! د ننگرهار خلكو به كرزي ته ويلي وي چې په مؤقته اداره او حتي انتخابي كي ننگرهار ته يو وزير هم مه وركوه او كه وركوې يي نو د كابل هغه خلك چي تش په نوم ننگرهاريان وي لكه فاطمي او امين ارسلا! هو رښتيا يون صاحب استاد رباني ته هم د هرات او ننگرهار خلكو ويلي ول چي د پاكستان د جنرال حميدګل څخه هيله وكړه چي مشاور يي شي. زه خو وايم كه صدراعظم واى او د پارلمان رايه يي غوښتي واى نو هيڅكله به يي هم دوستم دومره نه واي نازولاى.
يوسفي څومره منطقي خبره كوله چي كه صدر اعظم ناغيړي وكړي نو د اعتماد رايه به ترې واخيستل شي او رييس جمهور له پنځو كلونو لپاره ټاكل كيږي چي ليرې كول يې ناشونې دي. خو ښاغلي يون څومره بې منطقه خبره وكړه چي كه د پارلمان غړي ناغيړي وكړي نو څوك به يې ليرې كړي. خو په دې نه پوهېږي چي يو كس ښۀ اخيستل كيږي او كه دوه نيم سوه؟
په همدې رياستي نظام كښي دا د كابل څويم ښاروال دي چي يوازې چور او چپاول كوي كه چيرته انتخابي واى نو كيداى شواى چي داسې يې نه واى كړي.
په هر حال دلته د رياستي او پارلماني نظام بحث نه دى خو هر څوك چي د هر چا لپاره كمپاين كوي بايد خپل ضمير اوخپل تېر او راتلونكي وخت په پام كښي ونيسي او د نورو سپكاوى ونه كړي. نور نو يون صاحب ازاد دى چي چاته كمپاين كوي او د چا ملتيا كوي.
پير نه الوزي مريدان يې اوزوي.
رښتینی
18.07.2009
محترم پتنګ صیب او مضمون لیکوال ښاغلی عتیق !
په پیښور کی زموږ ډیرۍ لیکوالان بیخی عجیب خلک و و
په دوی کی ځینی داسی کسان و چی خبری به یی ډیری له سوزه ډکی وی
زړونه به یی دملت په درد دردمن وو !شعر به یی په یوه کړیدلی افغان باندی
له له نثر نه خوږ لګیده او نثر له شعر نه ځکه ددوی شعرونه له درد او سوز
نه ډک وو نو زما او عتیق ورور په څیر ځوانان به یومخ پری مین شوو او
ویل به مو چی دا نو واقعی پښتون او دپښتنو له درده مړ دی
ددوی شعرونه خو هغه زاړه شعرونه اوس هم خواږه دی او له درده ډک دی
خو موږ هغه مهال تیروتلی وو ځکه موږ ددوی درد نه وو پیژندلی هغه درد
اصلا ریښتونی درد نه و او هغه ملی درد هم نه و بلکی دوی په پیښور کی
اصلا په ځانونو ژړل او هغه اوښکی یی ریښتونی نه وی هغه یی یواځی په
خپله غریبی تویولی نو هغه درد او هغه ژړا په ملت نه وه هسی به یی خت
اوپرتوګ ملی ور اغوستی وو نور یی نو په ډالرو پسی ژړل
ځکه نن چی ډالر میسر شول ددوی دردونه ختم شول او حال داده چی دملت
دردونه خو نن ترپرون نه زیات شوی دی او لا زیاتیږی !!
mehman
20.07.2009
آفرین بر شما اولاد های صدیق وطن! هوش کنید از کاروان شخصیت کشان عقب نمانید و کدام شخصیت افغان که همفکر و همنظر تان نباشد از چنگ تان خطا نخورد. راستی زمانیکه از سیاست مداران، دانشمندان، مورخین، شعرا و ادبا خلاص شدید قاری برکت الله سلیم فراموش تان نشود زیرا میگویند او هم در محافل دولت دست نشانده قرآن میخواند که حتماً دالر گرفته باشد.
larghonay laraway
20.07.2009
ميهنه تشبه دې دې ډېره بې منطقه ده.
د قاري بركت الله سليم هدف ملي نه بلكې يوازې اسلامي دى او هغه غواړي چې يوه غونډه د قران كريم په تلاوت پيل شي. خو د استاد يون هدف د ټولو نزاكتونو په پام كې نيولو سره ملي دى. كه كله هم له خپل هدفه واوړي نو مينه وال يې د نيوكې حق لري.
بله دا چې كه قاري صاحب هم تېروتنه وكړي نو مينه وال يې بايد ورسمه كړي.
پتنګ صيب بحث ته ليكنه وړاندې كړې خو خپل نظر يې پرې نه دى وركړى بايد نظر وركړي.
زما په نظر پښتانه هغه بدبخت قوم دى چې د سر سړي يې ياپه واقعي او يا سياسي مرګونو مري. خداى دې ورته خير كړي. يو يون مو درلود لكه چې دې سلام ته مو هم نور د وعليك پر ځاى رام رام ويل كېږي.
mehman
20.07.2009
[quote:8973d273c8="larghonay laraway"]ميهنه تشبه دې دې ډېره بې منطقه ده.
د قاري بركت الله سليم هدف ملي نه بلكې يوازې اسلامي دى او هغه غواړي چې يوه غونډه د قران كريم په تلاوت پيل شي[/quote:8973d273c8]
جناب larghonay laraway صاحب شنیده باشید که میگویند :
پیش جانانۀ ما کشمش پندانه یکیست
بشكن اي اهل قلم ، خامه بيحاصل خويش
خنجري ساز ازان و بزن اندر دل ِ خويش
تابه كي عرضه كني گوهر ناقابل خويش ؟
كه سخنسازي و هر بازي ِ طفلانه يكيست
پيش جانانه ما ، كشمش وپندانه يكيست
دوست عزیز برای این آقایان شخصیت کُش اصلاً بی تفاوت است که کی چه میکندهمین کافیست که این شخص در یک مورد مشخص نظر دیگر داشته باشد. این آقایان معتقد اندکه تنها هر چه آنها میگویندو میکنند درست است. آنها وطن پرستی، منافع ملی ، اشخاص ملی و امثالهم را به زعم خود تعریف و تعبیر میکنندو کسیکه در تعریف شان برابر نبود وطن فروش، خاین ، نوکر صلیبی ها و غیره وغیره است. خلاصه اینکه ایشان انتقاداز کارکرد اشخاص و تخریب آنها را تفکیک نمی کنند.
با تقدیم حرمت
هیښ
21.07.2009
سلامونه
ښاغلئ مهمان صاحب!
داسې ښکاری چې دوطنپرستئ،ملي ګټو،ملي شخصیتونو او نورو په هکله تاسو یو جامع ،علمي او منل شوئ تعریف لرئ،نو مهرباني وکړه دهغې دتشریح ،روښانتیا، پوهیدلو او پیژندلوپه برخه کې دنورو لوستونکو سره مرسته وکړه ،ترڅو ستا دتعریف په بنسټ د پورتنیو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره دشخصیتونو په هکله خپل اندونه وړاندې کړي او دشخصیت وژنې مخه ونیول شي.
مننه
mehman
22.07.2009
سلام به همه
[quote:fe1545eee5="هیښ"]سلامونه
ښاغلئ مهمان صاحب!
داسې ښکاری چې دوطنپرستئ،ملي ګټو،ملي شخصیتونو او نورو په هکله تاسو یو جامع ،علمي او منل شوئ تعریف لرئ،نو مهرباني وکړه دهغې دتشریح ،روښانتیا، پوهیدلو او پیژندلوپه برخه کې دنورو لوستونکو سره مرسته وکړه ،ترڅو ستا دتعریف په بنسټ د پورتنیو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره دشخصیتونو په هکله خپل اندونه وړاندې کړي او دشخصیت وژنې مخه ونیول شي.
مننه[/quote:fe1545eee5]
دوست عزیز آقای هیښ، حرف بالای آن نیست که کدام شخص چه تعریفی از اصطلاحات مشخص دارد بلکه مطرح بحث من بالای برخورد این حضرات است که با مخالفان نظر شان میکنند. هر کس میتواند برداشت خود را از مفاهیم یاد شده داشته باشدو ازان مدلل دفاع نماید. ولی کسانیکه با برداشت شان موافق نیست نباید مورد حملات شخصی قرار گیرند و آنها را خاین ، وطنفروش، نوکر این و آن و غیره وغیره ... حتی بی ناموس نامیده و تخریب نماید. انسان باید توانمندی آنرا داشته باشدکه حد مخالفت خود را تشخیص نماید.
[color=blue:fe1545eee5]به نظر بنده این شیوۀ برخورد که متأسفانه " مود" هم شده برای جامعۀ ما مرگبار است. تو مرا تخریب کن و من ترا و او دیگران را ! از جامعۀ ما چه جور خواهد شد؟[/color:fe1545eee5]
صرف بدینمنظور که سوال شما بی جواب نمانده باشد اینک برداشت من از تعریف منافع ملی:
منافع ملی آن دسته از منافعی را در بر میگیردكه[color=blue:fe1545eee5] دولتها [/color:fe1545eee5]به عنوان يك مجموعه و به نمايندگی از ملت هايشان در روابط خود با ساير كشورها در پی تحقق آن می باشند.
شخصیت ملی:
با توجه به تنوع گروه های قومی و فرهنگی که در هر جامعه موجود است هيچگاه نمی توان مدل شخصيتی واحدی برای تمام مردم يک کشور قائل شد و به گونۀ مثال گفت که تمام افغانها به همین قسم اند. چرا که مردم از اقوام و زبان ها و فرهنگ هايی گوناگون تشکيل شده اند و هر کدام "خصايص فرهنگ" خودشان را دارند.
با تقدیم حرمت
larghonay laraway
22.07.2009
مهمان صيب سلام
وروره ښه سم دم پښتون يې خو په خپله دفاع دومره شرمېږې او د پاړسيوانانو خبره دومره د كمترۍ احساس كوې چې په پښتو حتى له چا دفاع هم نه شې كولى ځكه ته په خپله هم پوهېږې خو زما همدومره واوره چې :
شيخ په غلطه دى خطا دى سر پرې مه خوږوه
مونږ شخصيت وژونكي نه بلكې شخصيت جوړوونكي يو خو له بده مرغه چې شخصيتونه وفا نه كوي او تر جوړيدو وروسته خرڅېږي
mehman
03.08.2009
سلام به همه
[quote:7a665f833c="larghonay laraway"]مهمان صيب سلام
وروره ښه سم دم پښتون يې خو په خپله دفاع دومره شرمېږې او د پاړسيوانانو خبره دومره د كمترۍ احساس كوې چې په پښتو حتى له چا دفاع هم نه شې كولى ځكه ته په خپله هم پوهېږې خو زما همدومره واوره چې :
شيخ په غلطه دى خطا دى سر پرې مه خوږوه
مونږ شخصيت وژونكي نه بلكې شخصيت جوړوونكي يو خو له بده مرغه چې شخصيتونه وفا نه كوي او تر جوړيدو وروسته خرڅېږي[/quote:7a665f833c]
متهم کردن بدون دلیل و مدرک ، گرچه ممکن است گوینده یا نویسنده را راضی سازد، ولی این کار در حقیقت نشانۀ ضعف منطق گوینده و نویسنده میباشد.
اصولاً این گونه متهم کردن شیوه و ابزاری است که نیروهای [color=blue:7a665f833c]غیر دموکرات[/color:7a665f833c] برای سرکوب و خفه کردن مخالفان و بی اعتبار ساختن آن ها به کار می گیرند و شایستۀ اشخاص دموکرات نیست.
فضای مسموم اتهام وافترا و ترس از بر چسب تهمت، مانعی در برابر آزادی بیان و قلم و شکل گیری اندیشه است . پس لازم است که ازان بپرهیزیم!
با تقدیم حرمت
بابړ
03.08.2009
مهمان صیب !
مهمان صیب شما از سال ۲۰۰۷ در این سایت بحیث مهمان استید، به رسم افغانی ، افغانها که خودرا برای چنان مدت طولانی باز هم خودرا مهمان عنوان کنند، میشرمند، نکند که جناب شما هم در وطن ما خودرا بحیث مهمان فکر میکنید و اصل و نسب تان از کدام کشور دیګر است ؟ چطور !
به هر حال !
اين فرهنګ دجان هم انداختن ها و و کاشتن تخم احساس بی اعتمادی به همدیګر اګر از یکطرف از طرف اسلاف ګورګمشده ها و زنده های نامرد و مزدور تان، بجای مانده است از طرف دیګر این آنها بودند که این خرمن وحدت را در دادند و نفاق و بی باوری امروز را کاشتند و اینک شما هم که هویتت معلوم نیست برای ما موعظه سر داده و کار سیاسی میکنید !
از برکت حقیقت رویداد های سی سال ګذشته آن رهبران نا افغان شما که به حق خائېني ملی بودند دیګر نیستند و اینک آدم های بی هویت چون شما هم که ماندند در هر کاسه خودرامینازند و خودرا با نام مهمان شر پراکنی میکند نمیتواند کار را پيش ببرند . آنها یکبار پشت . . س روان شدند ... ن خودرا از دست دادند حالا تلاش مذبوحانه شان فایده نمیکند !
با وجود این همه خونریزی ها و جنګ در میدان برای تعیین مسیر سرنوشت خود، افغانها بسیار خوب منافع ملی خود را میفهمند و شخصیت های ملی خودرا هم دارند ولی افسوس اینست که دیروز انګلیس ها و بعد هم ان شوروي های شما برای ما سران دولتی صادر ميکردند و آنر به زور سر مردم قبول میساختند و امروز هم اینک امريکا نوبت خودرا می ازماید.
برای آنهايکه شما را پیش انداخته تنها حرف و پر حرفی مانده و بس . ولی واقعیت اینست که حالا خو بدون آن هم آن ګورګمشده های مزدور شوروی و راه پيش انداخته تان ګم شده اند و یقیناً که با همین نعش های متحرک سی آی ای، آخوند های ایران، کا ګی بی و آی ايس آی که در بین مردم ما رها کرده اند و شر و فتنه ميکارند آنهم ګم خواهند شد و حتمن ګم میشوند .
این وطن آينده غیر از طرحهای شما که در لفاظی هاي ظریف و لی زهر آلود تان نهفته و انرا ترويج ميسازيد ، در پيش روی دارد و راه خودرا پيش ميګيرد ٠بخاطر داشته باشید که چه شما بخواهید چی نخواهید در اين کشور فاکټور پشتون ها و منافع ملي انهااست که بر اساس اصل دموکراتیک دولت داری سايرکشور های دموکرات و مندرجات قانون حرف اول و تعین کننده خود را میزند و مسلماً در هر مرحله حرف خودرا با قوت خواهند زد .
ځ بااحترام
mehman
03.08.2009
دوستان عزیز سلام بر شما
[quote:f07ecef82b="بابړ"]مهمان صیب !
مهمان صیب شما از سال ۲۰۰۷ در این سایت بحیث مهمان استید، به رسم افغانی ، افغانها که خودرا برای چنان مدت طولانی باز هم خودرا مهمان عنوان کنند، میشرمند، نکند که جناب شما هم در وطن ما خودرا بحیث مهمان فکر میکنید و اصل و نسب تان از کدام کشور دیګر است ؟ چطور ! [/quote:f07ecef82b]
دوست عزیز شما نام ها را نباید ترجمه کنید زیرا این نامها مانند نام شما هم اکثراً مستعارندو در فارومها بیتفاوت است که این نام مستعار مهمان باشد و یا " بابړ" :)
در جواب بقیۀ افترا و چرندیات تان باید عرض شودکه من از شاملین بحث صرف این تقاضا را نموده ام که فرهنگ شخصیت کشی را ترک کنند که به ضرر کشور ما میباشدو اگر شما جناب به آن موافق نیستید بفرمائید مثل آنهایکه در یک بحث دیگر باز هم به جان موسس پر افتخار افغانستان احمد شاه بابا چسپیده اند به شخصیت کشی ادامه داده و لذت ببرید. من برایتان قول میدهم که درین مورد خاموش خواهم ماند!
با تقدیم حرمت
بابړ
04.08.2009
عرض شود که،
از نام مستعار تا مستعار فرق است در ست مثل اينکه از مهمان تا بابړ !!
شما از روی صفا و احساس مسؤليت اين بحث شخصیت کشی را پیش نه انداخته اید، بلکه از همان به اصطلاح شخصیت کشی رنج میبرید که در راستای طرحهای شما ګام بر ميدارد . ورنه زمانيکه آماتور بچه لطیف پدرامتان که تمرين کار های کلان میکند ، شاه امان الله غازي را توهين ميکرد شما جناب مهمان کجا بوديد ؟ و چرا به او و يا امثال زیاد او که در این عرصه حرفهای زیادی را تا و بالا میکنند چيزي به نام مستعار و یا به نام بابک چیزی نمی نوشتید ؟!
با احترام
ډاکتر څپاند
04.08.2009
مهمان جان!
پيش جانانه ئې من کشمش وپندانه يکيست
برخی از مراجعينی اين سايت همه چيز را سياه يا سفيد ميبينند٠انهاهر کس را
پښتون يا دشمن او،مسلمان يا دشمن او،وطنپرست يا دشمنی وطن،جهادی يا
کمونست،،طالب يا نوکرCIA و٠ ٠ ٠ ٠ ٠امثالهم ميپندارند٠
حيف ضياع وقت با همچ کرک مغزها٠
Helmand.M
04.08.2009
هلمند
دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2008
ليکنې: 8
ځای: هلمند
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اګست 04, 2008 11:58 am عنوان : د پدرام سپکي سپوري
سلام ملګرو
څرنګه چي تاسو ته معلومه ده چي د پدرام سپکو سپورو چي غازي امان الله خان ته يې کړي وې د پښتنو احساسات را و پارول
نو تاسو په دې اړه څه واياست ايا دا مهمه موضوع نده ؟ ايا لاريونونه ښه دي ؟ ايا هغه بايد محاکمه سي ؟ که نور څه راځئ په دې بحث کي راسره ګډون وکړئ
په درنښت
هلمند
_________________
دا يو ډيره ښه موقع ده چي ټول افغان موږ ته دا زمينه برابره کړې ده چي خپل اندونه سره شريک کړو او يو بل سره و ږغوو نو راځئ په بحثونو کي برخه والى خو ادبي ټکي وکاروئ
مننه
Helmand.M
04.08.2009
حامد
ستوري
دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006
ليکنې: 752
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اګست 04, 2008 12:12 pm عنوان :
څه موده مخکی د پکتیا په زرمت ولسوالی کی د ابراهیم کاریز په
نامه په یوه کلی بمباری نه بلکی امریکایان له هیلوکاپترونو نه کوز
شول او په کورونو به ننوتل ماشومان او میرمنی به یی وژلی ا و شاوخوا
څلوښت کسان یی ووژل په سبا یی مظاهره راووتله چی ولی داسی ناروا
کارونه کیږی هغه و چی دملی اردو بړیڅو په مظاهره چیانوباړونه وچلول
او دپرون ورځی په څلویښتو مړیو یی دری نور ور زیات کړل
نو دامان الله خان په اړه لاریونونو ته اړتیا نشته دژوندیو غم وخورئ
مړی دی خدای وبښی
او هلمند صیب خپه هم نشی
په مینه
Helmand.M
04.08.2009
هلمند
دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2008
ليکنې: 8
ځای: هلمند
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اګست 04, 2008 1:02 pm عنوان :
مننه کوم
زه پخپله هم ددې اند پلوى يم لاريونونه ددې پر ځاى چي يوه موضوع حل کړي نوره يې هم سره لړي او زياتوي يې لکه اور ته چي پوکى ورکوې اوس خو يوه بله خبره هم ده هغه دا چي زموږ لاريونونه هم لاريونونه ندي کاشکي د نورو هيوادونو په څير پر امنه لار يون وسي او خپلي غوښتني مطرح سي
دلته خو يوه ډله خلک دې ته تيار ناست دي چي خلک لاريون جوړ کړي اودوى ښه ګډوډى جوړ کړي
نو مننه ستا څخه چي داسي ده نو بيا ولي لار يو نونه کيږي
_________________
دا يو ډيره ښه موقع ده چي ټول افغان موږ ته دا زمينه برابره کړې ده چي خپل اندونه سره شريک کړو او يو بل سره و ږغوو نو راځئ په بحثونو کي برخه والى خو ادبي ټکي وکاروئ
مننه
Sangar Watan
05.08.2009
هلمند صيب سلامونه،
تاسو دپدرام ناپدرام دناوړی وينا په خلاف دلاريون وړانديز کوی٠نظر مو دتايد
وړ دی٠دامسله دبمبارې سره سيخاه اړيکه نلري،او هغه داچه بمباري کونکي زموږ
دجامعي دحاکمه سياستوالو دتايد وړ قوتونه دي،او دوي به هيڅکله دا اجازه
ورنکړي چه دهغوي بادار دې خفه کړی شي،نو ته په چا لاريون کوی،په
طالبانو؟،هغوي خو هسي ور سره شپه اوورځ په اخ او ډب اخته دي٠
له بلې خوا دجنګ او خونريزې پر ضد مجادله جلا او دقوم يا ژبې او تاريخي
شخصيتونو دمحافظت په خاطر مجادله او تلاش جلا موضوعات دي٠موږ نشو
کولاي چه دجنګ په حال کی خپل تاريخي وياړونه په ټپه هير کړو٠
خو په تاسف سره بايد وليکم چه دا نه يواځي پدرام او دهغه شاوخوا سپيان
دي چه موږ داړي،بلکه موږ دخپلو په اسطلاح منورينو په واسطه هم داړل
کيړو٠دارنګه داړل کيدی شي دحماقت او يا منافقت په اساس وي٠احمق ته
بايد تعليم اوتربيه او منافق ته سزا ورکړی شي٠که موږ داحمق يا منافق
نه دفاع کوو،زما په اند،موږ هم دهغو په جرم کي شامل يو٠
Ghairat
05.08.2009
لاریونونه د حادو سیاسي، اجتماعي ، حقوقي اوامنیتي ناوړتیاو په ضد تر سره کیږي ۰
د بیګناه ولسي خلکو وژل د زغم وړنه دي او څشی هم چې د زغم وړ نه وي نوکه سړی یې نور څه پرضدنشي کولای لږتر لږه احتجاجونه او لار يونونه باید پر ضد وکړي !
د پدرام غوندې څردګندونې باید په مطبوعاتوکې ضرور وغندل شي ،د ملي وحدت پر ضد د ستمي ایدیالوژۍ ظواهر باید په کلي توګه وخت په وخت وټکول شي او په دغسې غندنوکې د هغوی د پدرام غوندې کواندویان ورسره له پامه ونه غورځول شي اوتل وغندل شي!
دا دایدیالوژیکي مبارزې ، ملي تبلیغ اوملي روزنې اړینه او دوامداره برخه ده ، نه د یو لاریون کار !
Sangar Watan
10.08.2009
ښاغلي يون صيب،دټول افغان پر لمړي مخ بيا هم دورفشاني کړې ده
[quote:4379a610f5] څو حل لارې يې دا وي:
١- که انتخابات وشي، نو د اوسنيو امکاناتو، شواهدو او محاسبو له مخې د ښاغلي حامدکرزي او د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله له جملې څخه به يو د ټاکنو په اول يا هم په دويم پړاو کې بريالى کېږي.
٢- که ډاکتر عبدالله بريالى شي، نو د زيان اټکل يې همدا اوس موږ کولاى شو، په تېره بيا پښتنو ته، نو په کار دي، چې په هر ترتيب وي مخه يې ونيول شي.[/quote:4379a610f5]