نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دطالبانو په راپرځولو کی دامريکا کوم يو نړيوال يا سيمييز حليف ډيره ګټه وکړه؟؟؟
و.افغان
18.07.2009
درنو او خوږو وروڼو !
سلامونه او نیکې هيلې می ومنئ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو ښاغلو:
غواړم چی دی سکالو کی دهغو حليفانو په ګټو رڼا واچوم، کومو چی دخپلو مفاداتو
په نظر کی نيولو سره امريکا ته لاس ورکړ، او طالب نظام ته يي دپاي ټکی کيښود،
وروڼو!
معلومات مؤثق دي، او زما ديوه درسي کتاب څخه چی (العلاقات العربية الدولية
في مطلع القرن الحادي و العشرين) نوميږي، راژباړل شوي دي، هيله کوم چی تر آخره راسره پاتی شئ.
په عمومي ډول سره دطالبانو په سقوط کی درې عواملو أساسي رول درلود:
[color=white:81e15d8711]لومړنۍ يې نړيوال عامل دی: [/color:81e15d8711]
أمريکا دخپلی سياسي او اقتصادي ګټې په موخې دنړۍ ټول دولتونه دطالب نظام
په ضد راوپارول، او له ځان سره يي ملګري کړل، اروپا، چين، او روسيه يي ملګري
شول، او داسلامي نړۍ ډيرو هيوادونو چا په رښتيا او چا له ویرې ورسره سر وخوراوه.
اوروپا يي ځکه شاته ودريده، چی نږدی ټول اورپايي هيوادونه
دناټو غړيتوب لري، او بايد په داسی حالت کی دخپل ملګري هيواد مرستې ته
په بيړه راودانګي، کوم حالت کی چي تر ترهګریز بريد لاندی نيول کیږي.
له دی پرته امريکا په اوروپا ځينی پيروزينې لري، چی يوه له هغو څخه په دوهمه نړيواله جګړه کی داوروپايانو سره دامريکا مرسته وه، همدارنګه تر اوسه اوروپا امريکا
ته ديوه امنيتي محافظ په سترګه ګوري، څنګه چی اروپا داسلامي نړۍ په خوله
کی پرته ده، نو ويريږي چی دامريکايي تحالف په نه شتون کی کيداي شي داسلامي
ښورښيانو ښکار شي.
راځو روس او چين ته:
[color=yellow:81e15d8711] روس څه ګټه وکړه:[/color:81e15d8711]
روس له پيل څخه دطالبانو دښمن وو، ځکه چی دطالبانو له لاری چيچنيا ته وسله
لیږل کيده، مجاهدين ليږل کيدل، پيسې ليږل کيدی، او ډير چيچنايي مجاهدين په
افغانستان کی تربيه کيدل، او بيا به چيچنيا ته تلل، او هلته به دروسانو لپاره
دروسانو په مرکزي سيمه کی دسر درد ګرځيدل، همدارنګه دطالبانو دحکومت په مرسته
ډير مسلح ازبکان او تاجکان له افغاني پولې څخه تاجکستان او ازبکستان ته
اووښتل، او هلته به يي دروسيې دوستو جمهوريتونو په ضد جګړې کولې.
دروسيي لپاره دا هر څه دتحمل وړ نه وو، روسيې دامريکايانو په لاس دطالبانو
راپرځيدا له ځان لپاره لوي چانس وباله، او دخپلی وسعی په اندازه له امريکا سره په
دی جګړه ودريده.
[color=white:81e15d8711]چين په دی جګړه کی څه ګټې لرلې:[/color:81e15d8711]
محترمو !
لکه څنګه چی پوهيږئ، دچين په لويديځ کی دسنکيانج سيمه ده، چی ختيځ
ترکستان هم ورته ويل کيږي، په دی سيمه کی له اوو ميليونو زيات مسلمانان اوسيږي، په قوم ايغوريان دي، ايغور دچين دخلکو ۱۰٪ برخه جوړوي، دوي په دين ډير کلک خلک دي، دافغانستان په پخواني جهاد کی يي
هم ونډه اخيستې ده، ډير ټريننګ شوي ځوانان هم لري، چين له دوي څخه ډيره
خطره احساسوي، چين ليدل چی دسنکيانګ دمنطقې اوسيدونکي دطالب نظام
سره ډيره دلچسپي او خواوږي څرګندوي، او په دی ويريده چی داسي نشي، چی دا
اسلامي ګرمايش ځمونږ دی خلکو ته رانقل شي، او بغاوتونه جوړ کړي، څنګه چی
پاکستان له چين سره ډير مهمې پراخي، اقتصادي، او عسکري استراتيژيکي
اړيکي لرلې، نو ډیر کرته دوي چين ته دا ډاډ ورکاوه، چی طالبان به تاسو ته کوم
خطر نه جوړوي، خو چين بيا هم ناآرامه وو، سره له دی چی دسينکيانګ سيمه په
تيلو، سکارو، او نورو معدنونو ډيره غني سيمه ده، خو چينايي حکومت ددغې
سيمي خلک ډير محروم ساتلي دي، او دطالبانو دحکومت پر مهال په دغو خلکو
دچينايي ستم، او ظلم کړۍ لاپسی تنګې شوې.
(((وهاج ساپی: ياديږي می چی دطالبانو دحکومت پر مهال يو وخت بي بي سي
له قاضي حسين أحمد سره مرکه کوله، نو خبريال ترې وپوښتل، چی تاسو هرې خواته
دمسلمانانو دنصرت لپاره چيغي وهۍ، او په فعلي توګه دهغوي نصرت هم کوئ،
داسی حال کی چی ستاسو په ګاونډ چين کی په مسلمانانو ډیره سختي ده، تیرې
پرې کیږي، زياتې ورسره کيږي، تاسو ولې دهغوي
دمرستې لپاره آواز نه پورته کوئ؟؟ ولې دهغوي دآزادولو لپاره جهاد نه کوئ؟
نو قاضي حسين أحمد ځواب ورکړ، چی چين سره مونږ ډیرې دوستانه سياسي، او
اقتصادي اړيکي لرو، دغه اړيکې خرابول ځمونږ په ګټه نه دي)))
نو ددی لپاره چی امريکا بالمقابل له روسيي او چين سره دهغوي دښيګڼې په بدله
کی څه کړي وي، په چيچنيا کی يې په روسي وحشت، او په سنکيانګ او تبت کی
يي په چينې وحشت سترګې پټې کړې.
[color=cyan:81e15d8711]۳-هند څه ګټه وکړه؟؟[/color:81e15d8711]
هند دا ګټه وکړه، چی دکشمير دقضيې په اړه يي له امريکايي او بين المللې فشارونو
څخه ځان خلاص کړ، او هيله ورته پيدا شوه، چی کيداي شي وکولاي دامريکا له دی
تحالف سره دخپل ازلي دښمن پاکستان دراپرځولو لپاره څه کوټلې ګامونه پورته
کړي، خو هند لکه چی تر اوسه له شيطان څخه پيدا پاکستان نه دی پيژندلې.
[color=yellow:81e15d8711]دطالبانو دسقوط دوهم عامل: داخلي عامل: [/color:81e15d8711]
دطالبانو دداخلي انزوايي سياست، بين الأفغاني عزلت، سياسي وچ دریزونه،
دافغاني مواردو کمښت، او دټلوالې وجود، ټول هغه داخلي عوامل دي، چی طالبان
يي ډير ژر له ساحې ختم کړل.
[color=white:81e15d8711]دطالبانو دسقوط دریم عامل: سيمييز عامل:[/color:81e15d8711]
دافغانستان ټولو ګاونډي او ګردچاپير هيوادونو دطالب نظام سره دښمني اعلان
کړه،دپاکستان په شمول ټولو ګاونډيو ترې هر نوعه امدادات بند کړل، او
امريکايي موقف يي ډير په جذبه تأييد کړ، پاکستان پرته له کوم قيد او شرط څخه
خپلی ځمکې دامريکايي فوځي تصرف ته په لاس ورکړې، طاجکستان، او
ازبکستان هم امريکايي حمله تأييد کړه، ازبکستان دامريکا لپاره فوځي
آسانتياوې تهيه کړې، ايران غوښتل چی په افغانستان کی بل داسی نظام راشي،
چی ايران په کی ډیر رول ولري، په دی سره زښت زيات امريکايي او ايراني نزديکت
هم رامنځ ته شو، ایران ويريده چی دسني سرسخته طالب په وجود کی په ختيځ ايران
کی محکوم بلوش او سنيان دايراني حکومت په ضد بغاوتونه او ښورښونه پيل نه
کړي، ايران له امريکا سره ډير استخباراتي معلومات شريک کړل، دوخت وزیر
خارجه يي وويل: که چيرته مونږ نه واي، نو امريکا دافغانستان جګړه نشواي ګټلې.
په دی ترځ کی داصلاحيينو په نوم هم يو ځواک رامنځ ته شو، چی مشري يي خاتمي
کوله، او غوښتل يي چی امريکا ته نور هم ونږدی شي.
ترکمنستان يو بی طرفه موقف اختيار کړ، اګر که دترکمنستان دريځ ډير کرته دترکيا
له دريځ څخه متأثر وي، او ترکيا دلويديځ تحالف يوه غړې شميرل کیږي.
دافغانستان دګاوندي هيوادونو او په ځانګړي توګه دپاکستان په مرستو امريکا
وکولاي شو، چی دطالب نظام ته دپاي ټکې کیږدي، او کومو دولتونو چی طالب
په رسميت پيژندلې وو، فورا يي خپل پيژندل بيرته واخيستل.
[color=white:81e15d8711]پاکستان له امريکايي تحالف څخه څه ګټه پورته کړه:[/color:81e15d8711]
دطالبانو په راپرځولو کی دامريکايي ټولو حليفانو په پرتله پاکستان ډيره ګټه وکړه،
پاکستان دامريکايي تحالف سره دیو ځاي کيدو درې کاله وروسته 2.7 مليارده
ډالره بچت کړل، پاکستان باندی دغربي نړۍ ډير قرضونه وو، ددی تحالف په برکت
ځينو دولتونو دخپلو قرضونو دبيا اخيستنې لپاره پاکستان ته نوې اوږد مهاله
مهالويش (اعادة جدولة) وټاکه، چی 12.5 مليارده ډالرو ته رسيده، په لاندی ډول:
۱-جاپان: 5 مليارد ډالر.
۲- امريکا: 3.1 مليارد ډالر.
3-کاناډا- 3.1 مليارد ډالر.
۴- جرمني 1.1 ملياردډالر.
۵- سويلي کوريا 750لکه ډالر.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دپاکستان ټول بهرني قرضونه 38 مليارد ډالرو ته رسیږي، له هغو څخه 12.5
مليارد ډالره هغه دي چی دی clubdeparis اقتصادي ټولنې غني غړو ورپورې وو،
په 2001 م کی
پاکستان 1.1 مليارده ډالر بچت کړل، او ويي ويل: چی دا پیسی به دعامی اجتماعي
اقتصادي پراختيا په موخه مصرف شي، دکارونو نوي فرصتونه به پيدا شي، او
دفقر په ضد او اقتصادي پراختيا لپاره به پری پروګرامونه تيار کړي.
ځينې قرض ورکوونکو دولتونو ددی تياري هم وښوده چی دوي کولاي شي، خپل
قرضونه په کامله توګه پاکستان ته وبخښي، او يا يي په بخششونو واوړي، ددی
لپاره چی په عامو ټولنیزو او ټولګټو پروژو مصرف شي.
بريطانيا، کاناډا، او جرمني وويل: چی دوي به 500 مليون ډالره قرض په بخششونو
واړوي، چی دعام ولس په ټولګټو پروژو کی خرچه شي.
د clubdeparis (نادي باريس) اقتصادي ټولنې چی دنړۍ 19 غني هيوادونه په
کی غړيتوب لري، پاکستان ته ډيرې نورې داسې بخششونه او آسانتياوې هم په لاس ورکړې، چې له پاکستان څخه مخکی دبل دولت نه وې په برخه شوې.
ددغې ټولنې غړو فيصله وکړه چی پاکستان به په پیل مرحله کی يواځې 30٪ قرض
تأديه کوي، داسی حال کی چی مخکې ترې 70٪ قرض تأديه کول په ټاکلې وخت
کې غوښتل شوې وو، له پاکستان څخه وغوښتل شو، چی ۳۰٪ قرض دی چی 12.5
مليارده ډالره کیږي، په 23 کلونو کی تأديه کړي، چی دا مدت قابل دتمديده هم ده،
او پاتې 70٪ قرض دی په ۳۸ کلونو کی تأديه کړي، چی دغه ۳۸ کاله موده دنورو پنځلس ۱۵ کلونو اوږدولو قابله هم ده.
همدارنګه په پاکستان باندی سود له 2.2٪ څخه 0.5 ته راښکته شو، چی ډير لوي
توپير شميرل کیږي.
همدارنګه پاکستان ته حق ورکړل شو، چی په راروانو دريو کلونو کی ۹ نهه مليارده
نوره قرضه تر لاسه کړي، همدارنګه کولاي شي، چی له نړيوال نقدي صندوق څخه
1.3 مليارده ډالره، او 3 مليارده ډالره له نړيوال بنک او آسيايي بنک څخه تر لاسه
کړي، داسی پاکستان کولاي شي، چی دقرضونو په بيا جدول کولو درې ۳ مليارده
ډالر ګټه وکړي (درې زره مليونه).
همدارنګه له دی پرته آسيايي بنک پاکستان ته دزراعت دښه والي په موخه د 350
مليونو ډالرو دقرضې لپاره شنه اشاره بله کړه.
همدارنګه اوروپايي اتحاد فيصله وکړه، چی دپاکستاني اوبدل شويو صادراتو
حصه به لوړوي، او له 2002 م کال راهيسي به ورته ډير ګمرک هم معاف کیږي.
دا امتيازات او ګټې پاکستاني حکومت ته داسی وخت په لاس ورځي، چی
پاکستاني اقتصاد دډير قوي رکود او تباهۍ سره مخامخ وو، او مجبور وو، چی
هر کال دخپل قومي ناتج څخه 4.5٪ دبهرني قرضونو په خدمت کی مصرف کړي،
او له خپلو صادراتو او خدماتو څخه 23.6 ٪ حصه دبهرني قرضونو په بيرته ورکولو
کی مصرف کړي، لنډه داچی په دا رقم سره قرضونو دپاکستاني حکومت ډیر زيات
عايدات هضمول، چی دغه عايدات په حقیقت ناچیز هم وو، او دغه حال په حکومتي
خرچې، اجتماعي اړخونو، ښوونې، صحت، او نورو پروژو باندی ډیر بد اثر
غورځاوه، خبره لا پسی نوره هم خرابه چی په پاکستاني حکومت باندی دعسکري
کودتاه سره (1999) کومکونه بند شوي وو، بل دا چی پاکستان په 1998 کی
ايټمي چاودنې کړې وو، په هغی سبب پری هم ډیر بندیزونه لګيدلي وو، چی
دامريکايي تحالف په برکت تری هغه بندیزونه هم لري.
[color=white:81e15d8711]لنډه دا چی دپاکستان غوا هر وخت لنګه وي، او کله يي چی پې (شيدې) وچيږي، نو
يو لار ورته ورته ګوري، ددريو لسیزو راپه دیخوا خو يي لنګه غوا افغانستان دی،
دهندلپاره يي هم مونږ دځان لپاره پوستکې کړو، دايټم بم لپاره هم، دوسلو لپاره هم،
دغوري، شاهين، او موټروې لپاره هم.
دوي اوس يو وار بيا هم غواړي، چی دطالبانو په سر له امريکې سره معاملې وکړې،
او طالبان چی يو ځل بيا غښتلي شوي دي، امريکي ته ديوه لوي طاقت په حيث
معرفي کوي، خو بيا ورته وايي، چی کلي يا چابي يي له ما سره ده، ما خوشاله ساته،
طالب درته ډیر په منډه راضي کوم، ستاسو پام دکرنيل امام امير سلطان (ډګروال امير شيطان) دې خبرو ته را اړوم:[/color:81e15d8711]
[quote:81e15d8711]كله چې د امريكايانو تر زيات فشارلاندې د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف طالبانو ته شا كړه، امام ډېر په غصه شو او جنرال مشرف ته يې په اسلام اباد كې وويل: "ته نه شې كولاى دا خلك مات كړې، دوى ښه روزنه لري، دوى زياتې وسلې او مهمات لري، څومره چې ترې وژنې هغومره ور زياتېږي، جنرال مشرف لويه تېروتنه وكړه او له دې كبله موږ په تاوان كې شو".
په ۲۰۰۱م كال هغه وخت چې امريكايي بمبارۍ په افغانستان كې و درېدلې كرنيل امام له افغانستانه و ووت. امام وايي:
"زه هر وخت كولاى شم افغانستان ته بيا لاړ شم، امريكايان زما مخه نه شي نيولاى، خو د دې ضرورت نه شته. زه هلته زيات ملګري لرم، كله- كله دوى ماته ټليفون كوي، دوى كله چې زما غږ اوري نو زيات خوشحاله كېږي، زه اوس خوښ يم چې امريكايان هلته بند وينم. طالبان جګړه نه شي ګټلاى خو امريكايان به لكه روسانو غوندې لاس پر سر شي".
خو كرنيل امام امريكايانو ته د خلاصون ژمنه هم كوي او وايي: "موږ كولاى شو امريكايانو ته د خلاصون لاره ور وښيو، خو دوى بايد خپلې ستراتيژۍ ته بدلون وركړي".
امام وايي چې له ملا عمر سره بايد خبرې اترې وشي او زياتوي چې منځلاري طالبان نه شته:
"تاسې بايد پوه شئ چې دوهم نمبر طالبان نه شته، كه تاسو په دوبۍ او يا سعودي كې له چا سره سوله وكړئ او بيا هغه افغانستان ته راشي ډېر ژر به خپل ژوند له لاسه وركړي. په افغانستان كې يواځې يو سړى تصميم نيولاى شي او هغه ملا عمر دى. هغه يو ډېر معقول سړى دى، هغه خبرو ته غوږ نيسي".
كرنيل امام وايي چې ملا عمر په پاكستان كې مېشت نه دى، هغه د ارزګان په غرونو كې دى، كه زه له هغه سره خبرې وكړم هغه ماته غوږ نيسي، خو زه ولې هغه له داسې يوۀ خطر سره مخامخ كړم.
امام په سوات كې په جګړو خپه دى او زياتوي: "دا خلك چې په پاكستان كې جګړه كوي دوى طالبان نه دي، دوى قبايلي خلك دي. ملا عمر له دوى څخه په وار- وار غوښتي دي چې دوى بايد د پاكستان پر ضد جګړه ودروي".
په پاى كې كرنيل امام وايي: "زه تاسو ته خبردارى دركوم، كه زما هېواد را پورته شو، نو دا بيا افغانستان نه دى او نه هم عراق، دلته به خورا زياتې وژنې وشي".
نو موړی مرکه دانترنیت داردو ژبي د منا بع په مټ تهیه شوی ده دمحترمو لوستونکو لپاره وړاندی کوم .[/quote:81e15d8711]
http://www.tolafghan.com/posts/14171
په درنښت
W.Wardak
18.07.2009
وهاجه وروره زور خو دغه خبره پښتنو ته ورکوی، چي له یوی خوا چي ټول پښتانه طالبانو ته زارئ کوی، چي د ای،اس،ای په خوله مه کوی، خو دوی نه منع کیږی، که نه څنګه امکان لری کوټه کی ددوی ټوله شورا له ای، اس،ای پټه شی.
او بل طرف ته نن ورځو کی د پاکستان پوځ او استخبارات امریکا ته داسی اشاری کوی، چي یوه څه په هند فشار رواړه او یو څه ډالر راکړی، چي طالبان بیا ترباندی خرڅ کړم.
وینه د پښتون توييږی او د جنت، دورخ، خرڅولو، اخیستلو ټیکه یی له پاکستانیانو سره ده، او زه خو اوس په دی اند یم، چي په غیر مستقیمه توګه طالبان او امریکایان دواړه یو د بل له موجودیت سره مرسته کوی، که داسی نه وی، که چيری یوه میاشت په پاکستان باندی د امریکا له طرفه سخت بندیزونه ولږی، نو دا خو بیا د یو سل اویا میلیونو ملک دی، د مشکلاتو له کبله به ډیر زړ ای،اس ،ای توبه وباسی.
بل طرف ته، ټول لوی جګړه مار قوماندانان تر سل دوه سوه شاید زیات نه وی، کله فهیم، خلیلی، دوستم....او تر هفو یو څه ټیت رتبه قوماندانان، کولای شی دوی ټول په یوه شپه بندیان کړی، خو خبره دا چي په اصل کی د ددغی لوبی چلونکی ټول سره یو دی، هسی پښتانه ځوانان خپلو جذباتو ښکار شوی.
کرنیل امام حکمتیار طاحب ته خپل شوخ شاګر د وایی، سره له دی چي ډیر پښتانه ورته احترام لری، خو کرنیل امام یی داسی یادوی، لکه دده عسکر چي وی.
ملا صاحب عمر ته به شوخ چړی وایی!
سره له چي زړه دواړو ته احترام لرم، خو افسوس چي له یوه مونږ هر ځل دپاکستان له لاسه بی عزته کیږو، نه مو مشران پند اخلی نه کشران.
pattang
18.07.2009
نورې خبرې په هرصورت يا به وي ا و يا به نوي خو دغه کرنيل دروغ وايې
خبرې يې د منلو وړ ندي ، امکان لري نېشه يې کړې وي ، ډېرې خبرې يې عقل
نه مني ٠
[quote:f1f7db7566="W.Wardak"]وهاجه وروره زور خو دغه خبره پښتنو ته ورکوی، چي له یوی خوا چي ټول پښتانه طالبانو ته زارئ کوی، چي د ای،اس،ای په خوله مه کوی، خو دوی نه منع کیږی، که نه څنګه امکان لری کوټه کی ددوی ټوله شورا له ای، اس،ای پټه شی.
او بل طرف ته نن ورځو کی د پاکستان پوځ او استخبارات امریکا ته داسی اشاری کوی، چي یوه څه په هند فشار رواړه او یو څه ډالر راکړی، چي طالبان بیا ترباندی خرڅ کړم.
وینه د پښتون توييږی او د جنت، دورخ، خرڅولو، اخیستلو ټیکه یی له پاکستانیانو سره ده، او زه خو اوس په دی اند یم، چي په غیر مستقیمه توګه طالبان او امریکایان دواړه یو د بل له موجودیت سره مرسته کوی، که داسی نه وی، که چيری یوه میاشت په پاکستان باندی د امریکا له طرفه سخت بندیزونه ولږی، نو دا خو بیا د یو سل اویا میلیونو ملک دی، د مشکلاتو له کبله به ډیر زړ ای،اس ،ای توبه وباسی.
بل طرف ته، ټول لوی جګړه مار قوماندانان تر سل دوه سوه شاید زیات نه وی، کله فهیم، خلیلی، دوستم....او تر هفو یو څه ټیت رتبه قوماندانان، کولای شی دوی ټول په یوه شپه بندیان کړی، خو خبره دا چي په اصل کی د ددغی لوبی چلونکی ټول سره یو دی، هسی پښتانه ځوانان خپلو جذباتو ښکار شوی.
کرنیل امام حکمتیار طاحب ته خپل شوخ شاګر د وایی، سره له دی چي ډیر پښتانه ورته احترام لری، خو کرنیل امام یی داسی یادوی، لکه دده عسکر چي وی.
ملا صاحب عمر ته به شوخ چړی وایی!
سره له چي زړه دواړو ته احترام لرم، خو افسوس چي له یوه مونږ هر ځل دپاکستان له لاسه بی عزته کیږو، نه مو مشران پند اخلی نه کشران.[/quote:f1f7db7566]
رښتینی
18.07.2009
پتنګ صیب ستاسو خبر بیخی کره او زه یی تاییدوم دا
داجنرال زه پیژنم دا دکنداریانو په اصطلاح هسی بادو
سړۍ دی ماته پته ده دی دهیواد په جنوب کی یوڅو جنګی
قومندانان پیژنی اوس نو دټول افغانستان داستازی دعوه کړی
دوی هسی دروغ وایی
پاکستانی جنرالان به تاسو ته مالوم وی دوی چی تقاعد شی بیا هڅی
کوی په يوه ډول ځان مطرح کړی هس خو هم دپاکستان سیاست ددوی
په لاس کی دی نو هوښیار او ناهوښیار یی ټول کوشش کوی سیاسی
دریځونه پیدا کړی
دده ډیر پخوانی رول لاماته مالوم ده لنډه دا چی دی خوشی باټی ولی
او امریکایی رسنۍ هم په داسی کسانو پسی ګرځی چی له هغو نه داسی
دروغ ترلاسه کړی څو خپلو دروغژنو سیاستونو ته تاییدی توکی ترلاسه
کړی دی چی وایی ملا عمر دروزګان په غرونو کی دی نو بیا خو دی
کولی شی د امریکا سی ای ای ته کره مالومات ورکړی او ایا دی به یی نو
ته وا سپموی ؟؟
عبدالله صابر
19.07.2009
السلام عليکم
دښاغلي پتنګ اوحامد صاحب خبروپه تائيد بايد ووايم چي پخوامويونقل اوريدو
چي مؤمن خان په نوم يوعاشق دخپلې معشوقې لپاره چيرته ښاماروژلئ وونوبيابه
هرڅوک راتله اوپه مړښامارکښ به يی توره سره کړه اوبريتونه به يی تاؤول چي
ښامارده وژلئ ٠
اوس چي په ګران هيوادافغانستان کښ د امريکايی ښامار وروستئ سلګئ دي نو
پاکستاني جنرالان هم غواړي په مړښامارکښ خپله توره سره کړي اودافغانانو
وياړونه غلاکړي ،بل پلوپه داډول ويناؤوسره دوی ډيري سياسي ګټې ترلاسه کوي
اوامريکاته ښيی چي ګني دوی موله طالبانوخلاصولئ شي ،اودامريکاخرتوب
اوجهالت هم تراندازې دومره پورته دی چي پاکستان يی لکه يوماشوم غولوي او
په دي وروستيوکښ امريکا رښتيادهنداوپاکستان ترمنځ دپاکستان غاړه وهي
اوويل کيږي چي هيلري کلنټن اوس په هند کښ دی اوڅه معامله کول غواړي ٠
و.افغان
19.07.2009
درنو ښاغلو !
سلامونه ،
مسلم دوست صاحب دی خداي ژوندې لري، هغه دا خلک ډير ښه پيژندلي دي، دهغه
له خولې نقل دی، چی په ګوانتنامو کی دتحقیق پر مهال ترې پوښتنه وشوه، چی د
کرنل امام نوم څه دی؟
مسلم دوست وايي، په ځواب کی می ورته وويل: شيطان.
وايي، چی هغه محقق ډير وخندل، بيا يي زياته کړه، چی خير، ستا په علم کی دهغه
دنوم اضافه مونږه وکړو، نوم يې امير سلطان دی.
په درنښت
عادل عادل
19.07.2009
سلامونه
کرنیل امام هر وخت داسې باټې وهي، دغه مردارخور د زوړ غوایي په څیر پخوانۍ کونجاړې په خوب ویني.
هو یوه خبر ده چې زمونږ د ملک اوسنیو او پخوانیو جنرالانو او ډګروالانو ته مې ډیره غوصه راځي، د پاکستان هر دووس پنجابي چوهدري یا ګجرات جټ جنرال او حتی د فوځ عادي افسر د نړۍ او سیمې په سیاست او لوبه پوره پوه دي، هر یو یې د حکومت کولو استعداد لري، خو زمونږ جنرالانو ایله خیټې پړسولې دي او زمونږ د ټولنې بې عقلترینه طبقه جوړوي.
یو افغاني جنرال به څوک پیدا کړي چې د یوې ډلې خلکو په مخکې نیم ساعت هراړخیزې خبرې وکړي؟؟