د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو مرګوني بمونو بهرني پوځيان حيران کړي

عبدالله صابر
17.07.2009

السلام عليکم
سرچينه اصلاح انلاين http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=2344&catid=3&Itemid=2344

کابل، (اصلاح انلاين او اژانسونه) – د طالبانو د بم جوړولو مهارت چې له ساده شيانو څخه سملاسي ډېر مرګوني بمونه تيارولی شي بهرني پوځيان هېښ کړي دي.

په روانه جولای مياشت کې له کله چې اشغالګرو ځواکونو خپل تر ټولو ستر عمليات په هلمند کې پيل کړي، په لنډه موده کې يې تر ټولو زيات تلفات ورکړي‌ دي چې ډېری يې د لارې د غاړې د بمونو لامله وو.‌

د برتانيې د پوځ يو ضابط سېن پاول چې په افغانستان کې له خپلو سرتېرو سره د بمونو د خنثی کولو په يونټ کې کار کوي ټايمز ورځپاڼې ته وويل: زه له طالبانو څخه کرکه لرم،خو د دوی مهارتونو ته احترام لرم.طالبان له ډېرو ساده موادو څخه، لکه کيمياوي سره، بېترۍ، لرګی، د ارې له غاښونو او ميسي تارونو او څو نورو شيانو څخه داسې زورور بم جوړوي چې د بهرنيو پوځونو ډېر قوي ټانکونه پرې ويجاړولی شي.

دوی د فشار بمونو له هغه تخنيک څخه کار اخلي چې برقي تارونه يې د درنو ګاډو د تېرېدلو پر مهال شارټيږي او چاودنه را منځته کېږي.‌

که څه هم چاوديدونکي مواد او ترکيب ښايي ډېر ساده وي، خو د امريکا په مشرۍ په جګړه کې د بوختو پوځيانو په ضد په کافي توګه وژونکي تمامېږي.

د برتانيې د پوځ د بم خنثی کولو کارپوه پاول وايي چې د طالبانو بمونه حتی د ايرلنډ د ياغي پوځ تر بمونو هم زيات وژونکي دي، چې يو وخت يې برتانوي پوځ پر ضد جګړه کوله.‌

په تېرو ۱۵ ورځو کې په افغانستان کې ۴۶ بهرني پوځيان وژل شوي‌ دي چې ډېری يې د همدې بمونو په چاودنه کې له منځه تللي. يوازې برتانيې تر ۱۵ زيات سرتېري په دغو بريدونو کې له لاسه ورکړي دي.

ټايمز زياتوي چې هغه نيمګړتيا چې طالبان يې د بمونو په پرزو او تکنالوژۍ کې لري، دوی هغه د بم جوړونې په ښه مهارت او ځای په ځای کولو سره پوره کوي.

شنونکي باور لري چې د طالبانو د اشغال ضد جګړې تکتيکونه په تېرو څو کلونو کې تل په بدلېدو دي، چې پيل يې د خرپ او ترپ په بريدونو وو، بيا تر مخامخ يا جبهه يي جګړې تېر شول او اوس زياتره د سړک د غاړي بمونو له تکتيک څخه کار اخلي چې د دوی خپل تلفات پکې ډېر لږ، او د مقابل لورې لپاره زياته مرګ ژوبله اړولی شي.

اوداهم ديرغلګروهديره په عکسونوکښ
http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=2334&catid=56&Itemid=2334

بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خفه
دلته ډکه له زمروزمروهره دره
مونږ کښ رواج دی دپردوخلکومرګونه
بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خف
دلته ډکه له زمروزمروهره دره
دلته راتګ خورا اسان دی
بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خفه
دلته ډکه له زمرو زمرو هره دره
دبياوتلويی نومه غواړئ حالونه
بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خفه
دلته ډکه له زمروزمروهره دره
دلته که ومرئ په مونږ نه ياست
بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خفه
دلته ډکه له زمروزموهره دره
ملامت هغه دی چي تاسوراولي نه
بهرنيوميلمنوميلمنونه شئ خفه
دلته ډکه له زمروزمرهره دره
مونږرواج دی دپردوخلکومرګونه
بهرنيو٠٠٠٠


والسلام


احمدبلال
03.09.2009

طالبان به یی ولی نه حیرانوی، ځکه ددوی ژوند او دی ددی متلونو سره لؤیږی.

ځکه
پښتون له غیرته ځان اور ته اچوی.
پښتون ندی چی د نوک ځواب په سوک ورنکړی.
پښتون کور کښی زیږیږی او سنګر کښی مری.

طالبان چی د سړک په غاړه یا په بل ځای کښی عملیات کوی، دی کښی ددی یو بل تکنیک دا دی چی دوی په دیګ بخار اوپه بوشکه کښی بارود یا نور څه چاودونګی مواد اچوی، چی ددی چاودنه ډیره خطرناکه وی، دا تکنیک طالبانو په جلال اباد او په لغمان کښی په کامیابی سره سر ته رسولی.


shokoor
05.09.2009

که د طالبانو مرګوني بمونو بهرني پوځيان حيران کړي دي که نه، دا دسکې یو مخ دﺉ. د سکې بل مخ دا دﺉ چې دغو مرګوني بریدونو د یو نیم بهرنیو تر څنګ خپله افغانان او په خاصه توګه پښتانه تباه کړل . د هر بهرني وژنې تر څنګ لږ تر لږه ۱۰۰ تنه پښتانه وژل کېږي.
قهرمانانو تاسې یو وار د تیرو اتو کلنو ځانوژنو لاسته راوړنې وشمېړﺉ چې څه یم تر لاسه کړي دي؟ دیوې نیمې ولسوالیو واک مو هم له لاسه ورکړ! ده ته د لیونیو مقاومت وایي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more