نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د دشت لییلی د ټول وژنی سره مرسته
W.Wardak
16.07.2009
لکه څنګه چي تاسی ټول ته معلومات شته د رمز فیلډ په خوښه او د دوستم په امر تر دوه زړه زیات بندیان په کانتینرونو کی ووژل شول، که چي تاسی سره په دی هکله کوم شواهد وی، نو د لاندی ویبسایټ له چلونکو سره یی شریک کړی.
http://afghanistan.phrblog.org/
د یادولو وړ ده چي دغه څیرنه د پی، ایچ،آر یا Physicians for Human Rights، د بشری حقوقو د ډاکترانو په وسیله تر سره کیږی.
په دی هکله په دغه ویب سایت ددغه تحقیق په هکله د اوباما خبری، او ددغه بندیانو په هکله خبری شوی، چي څنکه دری ځله بوش ددغه تحقیق د بندولو امر وکړ.
عبدالله صابر
16.07.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وردګ صاحب
زه خوپه دي هکله کوم شواهد نه لرم خويوه تبصره غوندي پري کوم ،
لومړئ دخوږژبې شاعرفقيرمحمد درويش څوبيتونه
داسر ربه مات شوئ خوټيټ شوئ چيري نه ده
خوتاته يی پنځه وخته محراب کښ ر ا و الم
زماتړ لي لاس وو ستا درنې درنې څپيړي
يو وخت خو به اشنا دا په حساب کښ را والم
الله جل جلاله غيرتي اوغيرت خوښي ، دتعجب اوحيرانتياځای دی چي اوبامه په
شمال کښ په بي رحمانه ډول دوژل شووطالبانوتحقيقاتوامر ورکړ، کنه څه اوبامه
اوڅه بوش دواړه همغه يوخردی خوکته يی بدله ده ، که بوش يی دتحقيقاتومخه
نيوله نواوبامه هم بايد نيولي وئ ځکه يواځي بوش نه بلکي ټوله امريکاپه دي وژنو
ککړه ده اوددوی په امراومستقيم څار داطالبان په شهادت ورسيدل ،خواوس چي
توريالئ اوميړنئ افغانانوپه همدي امريکايانوپه رڼاورځ داسمان ستوري وليدل
نوځکه يی په ځان پرده واچوله اودقربانئ وزګوړئ جنرل دوستم جوړکړاوداخوټولو
ته معلومه چي امريکايان وفا نه لري اوخپل نزدي ملګرئ هم وژني ،اوس ممکنه ده
چي جنرال دوستم ددي پيښې اصلي مسؤل وګڼل شي اوامريکاځان تري خلاص کړي
خودوستم اودامريکا پلويانوبايددشاعر دا وينامخکښ درک کړي وئ چي ،
تابه له ټولوخلکو وروستو وژني
-----------------------------زمادمرګ اجازه مه ورکوه
خيراصلي مطلب اوپوښتنه مي داده چي امريکا څنګه دي ته تياره شوه ترڅودزر
ګونووژل شووطالبانوتحقيقاتوامر ورکړ؟؟؟؟
ددي پوښتنې ځواب ما پيداکړئ اوپه غالب ګمان چي همدا به وي ،
هغه دافغانانوغيرت اوايماني قوت
تفصيل
پاکستاني په کورناستوجنرالانولکه ميرزا اسلم بيک جنرا ل حميدګل په باربار
خپل حکومت ته مشوره اوصلاح ورکوله چي دپښتانوله وژلولاس واخلي ځکه
دپښتانوپه وينه کښ يوعادت دی چي هغه بدله ياانتقام اخستل دی ،پښتانه چاته
خپل مړئ نه پريږدي اوخامخاانتقام اخلي نوکه تاسويوپښتون ووژنئ نومعنی يی
يومړئ يی پوره وړئ شوي اوددي بدله به اخلي ، همدا ډول دناټوځيني جنرالانو
خپل حکومتونوته اخطار ورکړچي ديوطالب وژل ددووطالبانوزيږه ول دي ،دناټو
يوقومندان په وينامونږبه چي څومره خلک ووژل نومخالفان به مو يوپه دوه شول ،
اود شمال تحقيقاتوپه اړه دماپه ياددي چي څومياشتې وړاندي سياسي څيړونکو
امريکاته خپله غلطي ورپه ګوته کړه چي هغه په ډليزه توګه دزرګونوطالبانوشهادت
وو،دغوڅيړونکووويل کله چي امريکاددوستم په لاس طالبان په شهادت وره سول
نو ددغوطالبانوخپل خپلوانوکښ دبدل يا انتقام ماده راپورته شوه اودامريکاسره
په دروند مخالفت کښ پريوتل اودطالبانوليکې يې پياوړې کړي ،ددوی په وينا
که امريکايانوهغه طالبان په شهادت نه وی رسولي ښايی اوس به مقاومت دومره
قوي نه وی ، دغيرتي اوپه دين مينوافغانانودرندو اوځپونکوګذارونومغروراوسو
پرطاقت والا دوښمن دي ته مجبورکړچي لږترلږه په بي رحمانه وژل شووطالبانو
تحقيقاتوامر ورکړي ،که څه مونږ دومره باورورباندي نه لروخوددوښمن له خوايوه
غلطي تسليمول اودپښتون وينه دومره بي ازښته نه پاتي کيدله يو ه ښه خبره ده ٠
بياهم فقيرمحمد درويش
چي شوم مقيم شماله ستاپه غيږ کښ
کند و ز نو م و کړ د ا سيا په غيږ کښ
چي بيا و نه و ا يی در و غ د و يل
څنګه لوګئ شوم د اشناپه غيږ کښ
والسلام
و.افغان
16.07.2009
.
.
وروڼو !
له ليوه څخه دپسونو، او پيشو څخه دغوښې څخه دساتنې اميد کول ليونتوب دی.
لومړۍ خو امريکا ماته په دی پلټنو کې رښتينې نه ښکاريږي، ځکه چی په دغه
ډلييزه وژنه کی نه تنها دا چی امريکا شريکه ده، بلکه دآمرې او څارندويې مقام هم په کی لري.
د دغې درواغجنو پلټنو په مټ امريکا غواړي، چې نړيوالو ته خپل توره څيره سپينه
کړي، دا په داسی حال کی چی په امريکا او ناټو هيوادونو کی دافغانستان دجګړې
په ضد مخالفتونه او آوازونه پورته کیږي، او په افغانستان کی دامريکا او ناټو تر
سورې لاندې ټولټاکنې ترسره کیږي.
دا پلټنې يواځې دامريکادتورې څيرې دسپينولو لپاره دتبليغاتي کمپاينونو يوه
برخه ده.
په درنښت
W.Wardak
22.07.2009
له بینوا داټ کام څخه
وروڼو هیله ده هفه وروڼه چی په شمال کی اوسیږی د دوستم او نورو قوماندانانوظلمونه افشا کړی.
له ډيره وخته دجنګې جنايت كارانوخبري پرژبودي چې با يد محكمه شې ،خوله ناوړمرغي تراوسه داخبره همداسې پاته د ه ، نه داچې ورته سزاورنه كړله شوه محكمي ته راكش نه كړل شو ل بلكې لوړو ځوكيوته له ټاكل كيدوسره نور امتيازات وركړل شول،
چې دي مصلحتي اوپرشخصي ګټوولاړ دپردو ګټو ساتونكې اوسنې واكمن دولت دخلګوپرزخمونو نوري مالګي ودوړه ولې عامه ملي ذهنيت يې دكركې اوناباوري سيندته لاهوكړ.
كه چيرته تيرته لږ فكر ي سترګي ورهسكې كړو نوو به وينو چې ډيرودخپل واك دساتني لپاره ډول ډول نامشروع لاري مشروع بللې پرهيځ يې صرفه نه ده كړې اوهغه كارونه يې سرته رسولې چې په هغه وخت كې په پټه خوله اووروسته په ښكاره غندل شويدي ، زموږ ناوړمرغې همداده چې دانتقام احساس تل راكې پياوړي اوټول عقلي اوذهني سيسم يې تراغيزي لاندي راوستلي ، دانتقام لپاره له هرډول دوښمن سره يو ځاى كيږو ځانونه پرپلورو ترځوخپل ورور له پښو و غورځه وو.
دانتقام او قدرت ترلاسه كولولپاره هر ډول غلامي ، په ملي او اسلامي افغا ني ارزښتو لوبي كول ځان پلورنه باندي ويا ړونه كوو له بده مرغه داناوړه دود دشاشجاع له كرغيړن مهاله رارواج شويد ي چي تراوسه يې دقدرت ليونې پلي كوي،
په دي ورستيو وختونوكې دليلې ددښتي دشهيدانو خبره دنړي يوالو رسنيوله خواراپورته شويده چې بايد پوښتنه يې وشي او جنايتكارانوته يې سزاوركړله شې .
اوباما داكا ر ددو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره كوي ، يو غواړي له خپل مخالف نړيوال تروريست او وينې تويونكې بوش او ډلي نه سياسي انتقام واخلي ،
دوهم نړيوال شړل شوي ذهنيت دراخپلولولپاره چې وښئ امريكا بي لوري او دهر ظالم اوپرانسانيت تيري كونكو سره محاسبه وكړي .
داهم بايد له ياده ونه باسو چې شايد دكرزي او ډلي ته يې يو نيښ وروړل دي چې ورته نوردمنلو نه دى.
دافغانستان دقدرت ليونو له نړيوالواو امريكا سره دهرډول تړو ن له كولوپرته وقدرت ته درسيدو په شرط ټول اختيارات نړيوالواو جنايت كونكوته وركړل چې پرافغانستان بريدوكړي ، هغسې وشول دامريكا ديرغل وروسته په زرهاو پښتانه دطالبانو په نامه په ډله يز ډول ووژل شول، چې يوازي دليلي دښته يې نړيوالوته مالومه ده نوري وژنې تراوسه پټې پاته دي .
موږ په كلكه دليلي دشهيدانو دپوښتي او جنايتكارانو دراكشولوملاتړكو .
له نړيوالو هيله كوو چې په دي لاره كې پياوړي ا ګړندي ګامونه پورته كړي ،
له هيواد والوهيله كوو چې دورسيتوجنايت كارانوپه اړه چې هرډول مالومات لري رسينوته وړاندي كړي .
په ډاډ ويلاي شو چې د ليلې ددښتي دشهيدانو پوښتنه او جنايت كارانوته سزا بۀ ، په افغاني ذهنيت كې له نړيوالو يرغلګروسره لږ نرمي راولي ، چې دشرايطو په منلو سره به دي هيوادته سوله راشې ..
داچې نن سبا يوازي دليلي ددښتي دشهيدانو خبر ي كيږ ي غواړم نن هغه ځه دلته وليكم كوم چې دليلي ددښتي پر ډله يزي وژنه سربيره نور ځايونه هم په زرهاو طالبان شهيدان شويدي ،
دوي ريښتي شهيدان دي ځكه له تسليم كيدو وروسته په نامردانه او وحشيانه ډول دمظلوميت په ډول وژل شويد ،
دخپل هيواداولس په وړاندي دخپل مسوليت دترسره كولوپه اساس له كومو پيښو نه چې ماته مالومات شويدي اويامې ترلاسه كړيدي غواړم له ټولو هيوادوالوسره ګډ كړم .
ځه موده وړاندي دفارياب ولايت دقيصار ولسوالي ته تللي وم ، دنوروكارونوترځنګ مي دتاريخې مالوما تو له راټولوسره له دي سره هم مينه پيداشو ه چې دلته پښتانه ازبك تركمن ا وسيدان اونرقومونه يو ځاى اوسيږي نو دطالبان دراتلواو پرڅيدو اودجنبش په اړه مالومات ترلاسه كړم ، ددوستانو په ملتيامې ځوتنه ازبكان تركمن اوسيدان پيداكړل ،له سيد حسن چې اوس دامنيې سرتيرى وو پوښتنه وكړه چې ستاسو او پښتنوترمنځ دلته اړيكې اوژوند ځنګه دي .
هغه راته وويل :
دلته دنجيب الله دحكومت له تلو وروسته قدرت ټول جنبش ته په لاس ورغلى ، كوم مجاهدن چې په نوروتنظمونوپوري تړلي وو ياوتښتيدل يا له دوستم سريو ځاي شو ل ،
دلته داسې حالت راغلى چې پښتانه ټو ل په زوره له خپلو ځمكو وشړل شول ، ووژ ل شول اوپرناموسونويي تيري وشول په لږشمير له جنبش سره ملګري شول .
خلګ نه پوهيدل، يوازي په غوږ كې داورپوكړ ل شوي وو چې دلته بي له ازبكو بل ځوك دژند حق نه لري داسيمه بايدله پښتنو پاكه شي .
كله چې طالبان راغلل تيرو ظلمونويې سترګې پټي كړي وې ، د انتقام په اوركې سوځيدل هر شئ چې په مخه ورتلو هواراوويې ، ژوندي يې نه پريښود خووروسته بياوضعه سمه شو ه ،
كله چې طالبانو په اول واري سقوط وكړ ډير طالبان پرلاې مړه شول له هر ه كوره نراو ښځئ پرراووتل ، دوهم واري چې طالبان راغلل سم شوي و چې له هغه وروسته دپښتنو او ازبكو خبره سړه شوه ، خلګو سم سوليز ژوند پيل كړ.
موږ ځوتنه اول له طالبانوسره وو ځكه چې سيدان وو ، كله چې طالبانو ماته خوړه ځه موده وړاندي موله دوستم سره چې اړيكې كلكي كړي وي اوتياري نيول كيدو چې طالبانوپرخلاف دامريكا ملاتړ وكړو .
له ميمنې طالبان رامات شول په دولت اوبادكې مو ونيول تقريبا ن 1800كسان ول لاسونه مورووتړل دوستم ته مو مخابره وركړه چې ځه په وكړو دونه ځآي نه لرو هغه وي زه احوال دركوم هغه و چې خپل معاون او قومندان ديوانه يې راوليږل، دقيصا ر او دولت اوبادترمنځ مودوي په غټوكې كينولي وو چې راورسيدل . قومندان ديوانه زموږ قومندان فتح الله ته وويل ځاى ځنګه نه لر ئ . چې دا وساتئ دادخداى ځمكه دځه لپاره ده ، ټول وويشتل بيامو په بيلدوزرباندي غارونه جوړكړل هلته مو پټ كړل .
موږ چې له قومندان فتح الله سره له قيصاره ورغلي اوددي سيمي قومندان دى و په دې كارموډيره خوابده شوه ، قيصار ته راغلو تر چهل ګزي پوري خلګو اوزموږ سړو ډيرطالبان نيولي و، ټول موراوستل كيسارته چې ومو شميرل 2000 ځوكسه شول ، دوي موبنديان كړل دلته قومې مشران هم را غلل له قومندان فتح الله سره ترډيرو مشهورو، ورو سته يې داپريكړه وكړه چې مركز بايد خبرنه شې اوټول طالبان با يد پټ وليږو ، دوستم ورته مخابره وكړه چې ځوكسه دي نيولي د ي ورته ويې وويل چې يوازي لس كسه دي هغه دحجرو طالبان دي ځه په وكړم . دوستم ورته وويل چې هغه نوموږځه كو پسې ولاړشه پيدايې كړه( او روان شان كن )
كله چې خبري تمامي شوي موټرمو ورته ونيول ټول مو بادغيس ته وليږل ، پښتانه كورونه چې دالته اوسيدل هغه كډۀ شول احوال يې وركړ خپلو كوورنوته راغلل .
داميړانه يوازي قومندان فتح الله وكړه چې دپښتنواوازبكانو ترمنځ يې ناباوري لري كړه په ټاكنو كې ټولو پښتنو فتح الله ته رايه ور كړه چې داولسې جرګي وكيل وټاكل شو .
سيدحسن خبري ځونورو كسانوچې له قومندان فتح الله سره ولاړو لكه الله داد تركمن جان محمد ازبك شريف ازبك دوكاندار ، حاجې سيدمحمد چې دوكانداراوځوتنونورو چې دالته و، هم تايد كړي .
اوس نوراشئ وګورئ يواز ي دكندو ز د تسليم شو يو پښتنو پوښتنه كيږي چې په ليست ورته تسليم شويدي ، هغه نور چې پرلار و او نوروځايو كې نيول شوي اوبيا يې وژلي دي ځنګه او ځوك به يې پوښتنه كوي ،؟
هر ځوك چې دپو ښتني او ګرويږ ني چاري اودمالوماتو دراټوله ولو دندي پرغاړه اخلي هيله كيږي چې له ميمني بياترمرغاب پوري چې دپښتنو سيمه پيل كيږي دتسليم شويو طالبانو دوژول كيدو اوډليزو قبرونو مالوما ت راټول او له خلګو پوښتنه وشې .
نوى او كره مالومات دي دسيمي له خلګو راټول كړئ ، دقيصار ولسوالي ته ولاړشئ هلته له خلګو پوښتنه وكړئ چې ددو زروپښتنو شهيدانو په اړه مالومات ترلاسه او داډله ايږ قبر مونده كړي ،
دملي خاين اوسړي وژونكې دوستم اودهغه ديارانو له دي جنايت هم بآيد پرده پورته شې .
هرهغه ځوك چې په افغانستان كې وچارومسايلو اوپيښوته د سمت قوم په عينكو كې ګوري پاى يې تياره او ذلت به يې په برخه وي .
هر افغان او ليكوال او روڼ اندي ايماني او افغاني دنده لرئ چې ددغسې ناوړو پيـــښو دمالوماتو په اړه چې ځومره لرئ رسينواو مسولينوسره ګډ كړئ
ډاکټر څپاند
24.07.2009
دطالبانودجنګياليوترنامه لاندی،دزرګنوتنکيوځوانانوقتل عام،چه دافغانستان په
تاريخ کی ساریی نلری،نه يواځې دسترجنايت کاردوستم انفرادی عمل ندی
بلکه په دی غير انساني او بدرنګه ناورين کی په لسږونو نورو ځناؤرو لکه
قسيم فهيم،عطامحمدنور فعلادبلخ والي اودشوری نظارنور 'جنرالان'اوپه غير
مستقيم ډول عبدالله،حامدکرزی،محقق،سياف،قانوني اوداوسني دولت ګوټي
اکثر عالي رتبه مامورين شامل دي٠
بارک اوباما تلاش لري چه د دCIA احتمالي نقش :roll: پدی اړ وڅيړي٠ :lol: