د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عبدالباري جهاني : چاته به رایه ورکوو ؟

Helmand.M
14.07.2009

آزموده را آزمودن خطاست

د جمهوریس حامد کرزي د قدرت اته کلني دورې هیواد ته یوازي بدمرغي، د جنایت کارانو او جنګ سالارانو واکداري، اداری فساد او په نتیجه کی په تېره بیا د پښتنو په سیمو کی بې امنیتی او تباهي راوړه.

جمهوریس حامد کرزي ، د خپل لومړي مرستیال په حيث، د جنایت سالار قسیم فهیم په ټاکلو سره، د ټول ملت ارادې او حيثيت ته سپکاوی وکړ. د هغه لپاره یوازي د خلیلی، دوستم او نورو فاسدو همکارانو جنایتونه بس نه وه ، چی لا یې فهیم هم د ځان سره ملګری کړ. کرزی به ملت ، په تېره بیا پښتنو ته څه جواب ورکوی. ځکه چی هغه په دې اته کلنه دوره کی پرته له دې چی د خپلو غوړه مالو دوستانو او د کورنۍ د غړو جېبونه په غیر مشروع پیسو ډک کړي دي ، پخپله یې د افغانستان د پخواني او معاصر تاریخ د تر ټولو بې ارادې، بې ادارې او کمزوري مشر په حيث د ارګ په طلایی قفس کی ژوند غوره کړی دی بل هیڅ نه دي کړی. د ده په اته کلنه دوره کی د هیواد ، په تېره بیا پښتنو، د کلیو او بانډو پر بېګناه خلکو باندی ، تقریبا هره ورځ، بمباری سوي دی، د خپلو پلرونو او نیکونو خاوره ورته سره تبۍ ده او ګټه یې یوازي د ده تر بشپړی حمایې لاندی مخدره موادو د قاچاقبرانو ، چی څو ورځی مخکی یې پنځه تنه، قانون او قضا ته د ټولی بې احترامی په کولو سره ، خوشی کړل، جېبونو ته ځی. کرزي پخپله ټوله اته کلنه دوره کی ، د ګوتو په شمېر، پنځه اهل او پاک کسان نه دي مقرر کړي. په عوض کی یې په زرهاوو فاسد عناصر په کار ګمارلي او د ټولو فاسدو عناصرو تر شا ولاړ دی.

د ده په مقابل کی ډاکټرصاحب اشرف غني، ځان د جمهوری ریاست د مقام دپاره کاندید کړی دی. ډاکټر صاحب اشرف غني دغه ګړی د هیواد د پښتنو تر ټولو پوه او هوښیار عنصر دی. هغه د مالیې د وزارت په تقریبا دوه کلنه دوره کی خپل لیاقت او اهلیت په اثبات ورساوه ، لږ ترلږه یو فاسد او بېکاره مامور یې مقرر نه کړ او د ده د اداری فساد او رشوت خوړلو په باب تر اوسه پوری یوه دښمن او مخالف څه نه دي ویلي. د هغه دوه تنه مرستیالان، که څه هم چی د اداری کار سابقه به نه لری، خو دواړه لږترلږه پاک خلک دی او لاسونه یې د کرزي د همکارانو او دوستانو، فهیم، خلیلی او دوستم په څېر د سل هاوو او زرهاوو بېګناه انسانانو په وینو نه دي لړلي.

پښتنو ځوانانو، لیکوالانو، شاعرانو او منورینو ته زما مشوره دا ده چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی تر شا ودرېږی. زما په عقیده هغه د مبارزې په اوسني میدان کی تر ټولو لایق او مستحق سړی دی او که بریالی سی زه باور لرم چی ځوانان او خلک به پر خپل انتخاب باندی پښېمانه نه سی.هیواد والو، په تېره بیا پښتنو، ته زما توصیه دا ده چی د کرزي د بل ځل انتخابېدلو مخه ونیسی. د هغه بل ځل انتخاب د هیواد ، په تېره بیا پښتنو دپاره ، داسی بدمرغي راولي چی جبران به یې په پنځوس کاله ونه سی. ځوانانو ته زما توصیه دا ده چی که چېری د ډاکټر صاحب اشرف غني ملاتړ کوی نو ژبی او قلمونه مو جاري کړی. مقالې ولیکی، غونډی وکړی، خلکو ته ورسی ، بازارونو ته راووزی او په هره وسیله چی کېږی خپل پیغام د خپل اولس غوږونو ته ورسوی، او ورته ووایاست چی هوښیار اوسي او خپل د لستوڼی مار ته رایه ورنه کړی. د کرزي سره خپل ټول داړه ماران، قاچاقبران، جنګ سالاران، فاسد عناصر، د فهیم او دوستم او نورو ناروا دوستانو په میلیارډو ډالره ملګري دي. د هغه سره خپل والیان، اولسوالان، د پارلمان ډېر زیات وکیلان ، پوځ او پولیس ملګري دی. د هغه لپاره ټول مطبوعات، راډیوګاني، ټلوېزیونونه، مجلې او ورځپاڼی خپروني کوی. د کرزي له ډلي سره مبارزه کول څه اسانه کار نه دی ، خو امید باید له لاسه ورنه کړو او د هغه د بل ځل انتخابېدلو په نتیجه کی ټولو هغو خطرونو ته متوجه اوسو چی خدای ناخواسته هیواد، په تېره بیا پښتون اولس به ورسره مخامخ وی او بیا به یې هیڅ چاره نه کېږی.

وگر بینی که نا بینا و چاهست اگر خاموش بنشینی گناهست

والسلام

ستاسی خدمتګار

عبدالباري جهاني


Ghairat
29.07.2009

ګرانو دوستانو اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د ټاکنو نېټه د ځمري ۲۹-مه ورځ او ډیره رانږدې شوې ده ، په بی شمیره کاندیدانوکې طالبدریځه کاندیدان هم شته، خو چانس لرونکي کاندیدان د یوه لاس د ګوتو په شمیرهم نه دي!
د بیکاټ غورځنګ نشته، د بایکاټ اعلام هم خوله دملا شا ګل غواړي او ملا شاګل نشته ،نو رایې به چاته ورکوو ؟
طبعأ هغه چاته چې رایې موعبث لاړې نشي، یعنې هم ټاکنې وګټو اوهم موداسې څوک ټاکلی وي چې تر بایلونکي مطلوب سړی وي!
خوکه هغه وته چې د ګټلوچانس یې تر نوروټولو زیات دی پامزیرنه وکړو، نو ۳ تنه تر ستر ګوکیږي چې یو کرزی، بل اشرف غني اودریم عبد الله مربع دی ۰
بل هر یوته رایه ورکول د رایې عبثول دي،ځکه چې ماته خوړل یې مخکې له مخکې روښانه دي!
داچې چانس لرونکې دریواړه امریکا پلوه دي، نومونږ اصلأ ښه کاندید نه لرو او مجبور یو چې یواځې د بد، بدتر او بدترین تر منځ یو غوره کړو، آیا همداسې نه ده ؟
ښه کاندید خو بشر دوست دی، خوهغه غریب چانس نه لري او مونږ یې هم کامیابولای نشو!
نواوس دومره په کا ر دي چې د کرزي، عبدالله ضرب عبد الله اواشرف غني تر منځ په ټیک او رسا ډول د بد، بتر اوبدترین درجې وویشو،تر څو له بدترین او بدتر څخه ځانوژغورو او
[color=white:bfb1a2eef2] د بد، بدتر او بد ترین تر منځ صرف بد ته رایه ورکړو![/color:bfb1a2eef2]
زما پر اند که اشرف غني بد دی،چې دی هم د امریکا په پلو یانوکې شمیرل کیږي،نو عبدالله مربع تر هغه بدتر دی، نه یواځې داچې د امریکا لا زیات ګوډاګی دی، بلکې د جنګي جنایاتو د ملتیا پنډ یې هم په اوږو بار دی، خونمنوموړی د واکمن په توګه په پښتنودومره بریدونه او بمبارۍ نشي کولای لکه څومره چې کرزي د خپل شخصي قدرت (= ګوډاکیتوب ) له پاره پښتانه بی کرکې تباه او بمبارد کړل!
[color=red:bfb1a2eef2]په دغه ګوډاګي یوه رایه هم بیځایه ده چې څوک یې ورکوي ![/color:bfb1a2eef2]

[color=blue:bfb1a2eef2]مونږنن دبدترین ګوډاګي کرزي له لاسه دغه بد اشرف غني ته رایه ورکوو اوهغه بري ته رسوو،خو دا ګواښ هم ورته کوو چې :[/color:bfb1a2eef2][color=red:bfb1a2eef2]

ای کوچيیه او د کوچي بچيیه، د پښتنوولسي جغ درباندې ږدو ، په کیله به سم ځې او سمه قلبه به کوې، د پردیو دیکته به
نه منې،که نه یوه پښه دې کږه پورته کړه د ولس د قهر چوکه درپسې ده اودا چوکه په ډانګ، توپ اوراکټ هم بدلیدای شي![/color:bfb1a2eef2]


pattang
29.07.2009

[img:39e7f8bf8b]http://4.bp.blogspot.com/_FQ2NoSRYHxk/SWqqkgpJmnI/AAAAAAAAFIM/fWn9SxHAk0s/s400/wolf+in+sheep+clothing.jpg[/img:39e7f8bf8b]


رښتینی
29.07.2009

[quote:94c665cc42="pattang"][img:94c665cc42]http://4.bp.blogspot.com/_FQ2NoSRYHxk/SWqqkgpJmnI/AAAAAAAAFIM/fWn9SxHAk0s/s400/wolf+in+sheep+clothing.jpg[/img:94c665cc42][/quote:94c665cc42]


momtaz
29.07.2009

[img][URL=http://img41.imageshack.us/my.php?image=wolfinsheepclothing1.jpg][img:9dc9f1bc46]http://img41.imageshack.us/img41/3430/wolfinsheepclothing1.th.jpg[/img:9dc9f1bc46][/URL]
[/img]


larghonay laraway
30.07.2009

ډېر په زړه پورې انځور مو جوړ كړى دى بېخي لكه كرزى اوس خو مېږه ده خو كه ټاكنې تېرې شي نو بيا به همغه ليوه وي او پښتانه به داړي. دا ځل ورسره بيا فهمي او دوستم دى داسې به يې وداړي چې چې چې چې ..


ډاکتر څپاند
06.08.2009

چا ته رايه ورکوئ؟؟

http://www.afelection.com/vote


هيواد دوست
06.08.2009

سپانده
ددی مردارو کارملیانو او پرچميانو ددرواغو او حرامیتوب څخه ډک دګنده ویباسټونو لینکونه په پاک ټول افغان ویبسایت کی مه
تيروه حبیب منګل دې د ۲٪ ووټونو اخیستلو لیاقت نه لري ، هغه ددې مستحق دی
چې خلک يې په چپلو او بوټونو وولې، او په دې مخ یې لاړې ورتو کړي

په مینه


بابړ
06.08.2009

هيواد دوست صيب !
داسي فکر کيږي چي په دې فورم کي دغه لاندي کسان لکه :
Subat Sabi
Sapand Safi
Sangar Watan
Mehman
دا ټول يو شخص دی چي د محمود بريالي د فراګيره پرچمي بانډ لخوا چي حبيب منګل يې را مخته کړی دی هغه ته کمپاين کوي او د افغانانو په مينځ کي نفاق او فتنه هم اچوي ،
خو آيا نن سبا وپروني پرچمي حبيب منګل او دهغه «فراګيره» بدنامه د وحدتيانو ډلي ته لوی شرم ندی چي د دوی په اصطلاح « د امپرياليزم و در رآس آن امپرياليزم جهانخوار امريکا» تر اشغالي او نظامي چتر لاندي زموږ د هيواد جمور رئيس شي ، او د هغوی په ډالرو، د هغوی په عسکرو او دهغوی د ناټو تر جنګي ماشین تر شاد هغوی سيمه ائزه نقشې پلي کړي ؟
آيا دا جالبه نده ؟
خو زموږ ولس به يو ځل بیا داسي بد ونکړي چي پرون د شورويان او نن به بيا د امريکايانو د ګټو د نوکرانو د پاره ځانونه د هغوی  دشر اوفتنو د پاره قربان کړي !


ډاکتر څپاند
07.08.2009

هيواددوست او بابړ ته
کيدی شي تاسي دواړه هم يو کس اوسۍ !
په هر مخ ستاسو دخوشالتيا په خاطر دادی دپاکستان،روس ،انګريز او امريکی
ديوه دښمن سايت ليدنه وکړۍ:

Who will be the next president of Afghanistan?

Hamid Karzai 154 (47.53%)
Dr. Ashraf Ghani Ahmadzai 146 (45.06%)
Abdullah Abdullah 19 (5.86%)
Mirwais Yasini 5 (1.54%)

Total votes: 324

address: hewad.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more