د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانوڅخه دولسي ملاتړختمولولپاره دجعلي ملايانوپروګرام

عبدالله صابر
13.07.2009

السلام عليکم

درنولوستونکو
دکراچئ نه خپريدونکي امت ورځپاڼې په يو مهم انکشاف کښ ليکلي چي امريکا
اومتحدينويی يوداسي پروګرام ترلاس لاندي نيولئ چي دهغه له امله به دوی په
لندن کښ جعلي ملايان تربيه کوي اوبيابه يی افغانستان اوپاکستان ته دمذهبي
تاو تريخوالي اوطالبانوڅخه دولسي ملاتړختمولوپه موخه استوي ،يعني دوی
دطالبانوفتوې اوجهادي اهداف ترپوښتنې لاندي نيسي او ولس ته به شکونه ور
اچوي ، دورڅپاڼې په ليکنه دهمدي هدف لپاره دري سوه پاکستاني او سل تنه
افغاني عالمان لندن ته غوښتل شوي دي ، دباوثوق ذريعوپه وينادجنرال پيټروس
عراقي تجربي ته په کتو اودزلمي خليلزاد ښځې په وړنديزدطالبانوڅخه ولسي
ملاتړختمول اومذهبي تاوتريخوالي ته لمن وهلوپه موخه داډول يوتحريک په
کارپيل کړئ دی ، اوددي سلسلي بنيادي مسؤليت دبرتانيې خارجه وزيرډيوډملي
بينډ ته سپارل شوئ اونوموړي ددي لپاره څوځله دپاکستان دورې کړي اوله يولړ
مهموسياسي شخصيتونوسره يی کتلي ٠
نورتفصيل به په لاندي لنک وګورو خوبايد چي مونږټول داډول پلان څخه مخکښ
له مخکښ خبر او اوسيږواوداډول علماسؤيابد عالمانومخه ونيسو٠

http://www.ummatpublication.com/2009/07/12/story2.html


و.افغان
13.07.2009

وعلیکم السلام
صابر صاحب:
يوه پوښتنه لرم.
که چېرته ددنيا ټول مولايان او روحانيان سره راټول شي، او کوښښ وکړي، چی
دجهاد په اړه دقرآن کريم آياتو او نبوي صحيحه حديثونو کي لفظي يا معنوي تحريف
وکړي، نو آيا دوي به دی په دی کار وتوانيږي؟؟
نه هيڅکله نه.
انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون.
صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 3 / ص 1524)
لا تزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق ظاهرين إلى يوم القيامة.

آزادي دفطرت غوښتنه ده، ټول انسانان دخپلو مورګانو له رحمونو آزاد پيدا
کيږي، او ځمونږ مبارک دين اسلام ددغې آزادۍ روحيه لا پسې تقويه کړيده، نو
ددنيا هيڅ يو طاقت دغه دفطرت غوښتنه له منځه نه شي وړاي.
کمونستان په دی کی کامياب نشول، چی دخاص ملکيت انساني غریزه له منځه
يوسي، کومه چی دآزادۍ يو جز دی.

له هر څه مهمه ده، چی په ډول جهاد، جنګ، جګړه، او مقاومت په صحي توګه
داسلام او مسلمانانو دګټې لپاره توظيف کړو، دا خبره ناسمه ده، چی مونږ به
عشوائي جګړې کوو، او نتيجې به خداي ته سپارو، صحي ده چې نتيجې دخداي
جل جلاله په لاس کې دي، خو دا دنړۍ نظام يو خدايي کــَـوْنـِيْ نظام ته خاضع دی،
توکل دادی، لکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم چې فرمايي: اعقلها وتوکل.
اوښ وتړه، او په خداي توکل وکړه.
ديوه کار دتر سره کولو او دکاميابۍ پړاو تر رسولو لپاره بايد سالم تخطيط، دقيق
تنفيذ، او واضح اهداف کيښودل شي، او په کامله توګه پلې شي.
او په بيا په داسې مهمو مسائلو کې چی دمسلمان دقيمتې وينې توييدل ورپورې
تړلې وي، نو پکار ده چی هر ګام په پوره دقت سره واخيستل شي، او له هر رنګې
بيباکۍ څخه ډډه وشي.
او که داسې نه وي، نو لکه پرون چې دروسانو درحم لاندې وو، نن دامريکايانو،
کاناډايانو او جمله اوروپايانو تر رحم لاندې يو، سبا به دچين تر رحم لاندې اوسو،
بله ورځه دبل، او بل سبا دبل، چين ګورئ ورو ورو ځان خوځوي، بهرنۍ تګلاره يي
قدم په قدم دخپلو مصالحو په ګټه پراخيږي، استعماري شکل ته ورنږدې کيدونکې
ده، اوس خو يي داقتصادي استعمار نښې تر سترګو کیږي، خو که چيرته عسکري
استعمار ته اړتيا پيښيږي، نو چين دې حالت ته هم پوره پوره تيارې نيولې دی.

افغانان بايد خپل صف جوړ کړي،
خپل منځ کی سره يو شي، او په يوې روحيې سره ديرغلګر دښمن مقابله وکړي.

په درنښت


رښتینی
13.07.2009

ښاغلی صابر صیب ښی چاری !

باور وکړۍ چی دا لیږنه ډیره خطرناکه موضوع ده او که په دی اړه
تبلیغات یا فرضا حقایق نورهم زیات شی نو باور وکړۍ چی ډیری
ستری غمیزی به وزیږوی او په هرصورت کی به ګټه دښمن پورته کوی
که فرضا داهسی تبلیغات وی او دښمن غواړی تش تبلیغات پرمخ
بوځی نوبیا به هم دملا او طالب تر منځ واټن راولی او که حقیقت وی
نو لکه تاسو چی سل افغانی ملایان یاد کړی موږ به پنځه سوه
فرض کړو خو درښتیا په میدان کی به څوڅو ځله پنځه سوه ملایان
له منځه ولاړ شی او دملا او طالب په نامه به واټن لویدلی وی

به ملاصاحبانو کی ډیر پخوا لا یو بد مرغه مرض شتون لاره او دهغه
دتداوی له پاره چا کار نه و کړی چی هغه دصنف پالنی مرض و یعنی
یعنی دملاصاحبانو په اصطلاح ملا به د ملا بما هو ملا ننګه کوله
او دعلماء حق او علماء سوء توپیر یی له یاده ایستلی و
چی دا یوه ډیره درنه تیروتنه مخکی لا شته وه او اوس هم شتون لری
که ملا صاحبان دا حقیقت اوس هم درک کړی نو دپرنګیانو ستونزی
ضرر نشی ورته رسولی او داد علماء سوء د تیارولو او په امت مسلمه
کی دعلماء سوء شتون خو کومه نوی خبر نده خو اوس زه له دی ستونزی
ځکه ډیر ویریږم چی د حهاد په ډګر کی ډیر کم تجربه یا بیخی ناتجربه
خلک په کار بوخت دی او شاید زموږ مکار دښمن دا نیمګړتیا درک
کړی وی او اوس به نو له عمل نه تبلیغاتو ته ډیر زور ورکړی
چی پایله به یی ډیره بوږنوونکی وی لاسمح الله

په مینه


pattang
13.07.2009

وروڼو ملي ازادي او حنيفي شريعت په مصنوعي او غلطو ملا يانو ځوک نشي
له منځه وړی او نه تغير ورکولی شي ، ځينې خلک خوشې خپل ځانونه شرموي٠


عادل عادل
14.07.2009

سلامونه

محترم صابر وروره

دغه ډول تش په نامه علماء زښت ډیر دي، په ژبني تعصب ککړ و تاجکانو کې یې وګورئ؟ ډاکټر ابراهیمي د بدخشان دئ، په اسلامیاتو کې دکتورا لري، د قران کریم تفسیر یې لیکلئ دئ، خو اعمال یې فاسد دي،د واده په نامه مبهمې او متعددې کیسې لري، ښځه یې هالنډئ ده، بله یې په بدخشان کې ناسته ده، دئ په دوبئ کې پروت دئ، په ډیرو مجالسو کې یې په وار وار ویلي چې نعوذ باالله اسلام یک دین و نظریه فرسوده است؟؟ خو همدغه جناب خواجیین رباني ته نژدې سړئ دئ او د ټلوالې په آخور یې خوري.

د رباني زوی د میاشتې یوه یوه اروپايئ صیغه کوي، مولانا صیب چیرته وې؟ درک دې نه لګي؟ مولانا: وله یک دختر اروپايي ره دعوت به اسلام دادوم، و نکاحش کدوم؟ دا ددغه جناب میاشتنئ معمول دئ.

د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د محصلینو یا فارغانو نه پوښتنه وکړئ چې هلته په لس هاوو داسې محصلین شته چې د ټلوالې سړي دي، اسلامي زده کړې کوي خو اسلامي ضد څرګندونې کوي او د اسلام اصول تر سوال لاندې وړي.

د جمعیت اصلاح د تنظیم په مشرتابه شوری کې هم دغې ډول خلکو ځالې کړې دي، د دکتورا خاوندان دي؟ خدای دې ددغه تنظیم پاکو او بااحساسه غړو ته خیر پیښوي .

وهاج صیب نه یې وپوښتئ د مدینې منورې په جامعه کې به هم ضرور دغه کله خام مکروبونه موجود وي

مجددي، رباني او لوی منافق عبدالرب رسول سیاف ددغې لړئ ورستې او پیژندل شوې مهرې دي.


و.افغان
14.07.2009

[quote:d6bebeb109="عادل عادل"]سلامونه

محترم صابر وروره

دغه ډول تش په نامه علماء زښت ډیر دي، په ژبني تعصب ککړ و تاجکانو کې یې وګورئ؟ ډاکټر ابراهیمي د بدخشان دئ، په اسلامیاتو کې دکتورا لري، د قران کریم تفسیر یې لیکلئ دئ، خو اعمال یې فاسد دي،د واده په نامه مبهمې او متعددې کیسې لري، ښځه یې هالنډئ ده، بله یې په بدخشان کې ناسته ده، دئ په دوبئ کې پروت دئ، په ډیرو مجالسو کې یې په وار وار ویلي چې نعوذ باالله اسلام یک دین و نظریه فرسوده است؟؟ خو همدغه جناب خواجیین رباني ته نژدې سړئ دئ او د ټلوالې په آخور یې خوري.

د رباني زوی د میاشتې یوه یوه اروپايئ صیغه کوي، مولانا صیب چیرته وې؟ درک دې نه لګي؟ مولانا: وله یک دختر اروپايي ره دعوت به اسلام دادوم، و نکاحش کدوم؟ دا ددغه جناب میاشتنئ معمول دئ.

د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د محصلینو یا فارغانو نه پوښتنه وکړئ چې هلته په لس هاوو داسې محصلین شته چې د ټلوالې سړي دي، اسلامي زده کړې کوي خو اسلامي ضد څرګندونې کوي او د اسلام اصول تر سوال لاندې وړي.

د جمعیت اصلاح د تنظیم په مشرتابه شوری کې هم دغې ډول خلکو ځالې کړې دي، د دکتورا خاوندان دي؟ خدای دې ددغه تنظیم پاکو او بااحساسه غړو ته خیر پیښوي .

وهاج صیب نه یې وپوښتئ د مدینې منورې په جامعه کې به هم ضرور دغه کله خام مکروبونه موجود وي

مجددي، رباني او لوی منافق عبدالرب رسول سیاف ددغې لړئ ورستې او پیژندل شوې مهرې دي.[/quote:d6bebeb109]

ستاسو دموثقې او واقعې لیکنې په هکله دتأييد له ټکو پرته بل څه نه لرم.
ما دجمعيت ځينو خلکو سره هم دغه مسئله او نورې مسئلې مطرح کړي دي، خو
تاسو ته به معلومه وي، چې اخوانيان هر وخت يواځې په جمع کولو او ډیرولو
(حاطب ليل) بوخت وي، سالمې تربيې او تصفيې ته اهميت نه ورکوي، سره له دې
چې مخلص خلک په کې قربانيانې هم زښتې زياتې ورکړي، خو نتايج بيا ډير خراب
راووځي، دا هر څه دلوستونکو مخې ته پراته دي، او په تيرو لنډو لسیزو کې پيښ
شوي وقائع ځما دخبرو تأييد کوي.

دا کوم خلک چې تاسو ورته اشاره کړی ده، نو ددوي ډير عدد خلک په اسلامياتو کې
تخصصونه لري، خو دایران په نوم ځان وژني، که مور او پلار ته يي ښکنځلې وکړې،
نو دومره غوسه به نه شي، څومره چی دايران په سپکاوۍ غوسه کيږي.
نسأل الله السلامة والعافية

په درنښت


هيواد دوست
14.07.2009

[quote="عادل عادل"]سلامونه

محترم صابر وروره

دغه ډول تش په نامه علماء زښت ډیر دي، په ژبني تعصب ککړ و تاجکانو کې یې وګورئ؟ ډاکټر ابراهیمي د بدخشان دئ، په اسلامیاتو کې دکتورا لري، د قران کریم تفسیر یې لیکلئ دئ، خو اعمال یې فاسد دي،د واده په نامه مبهمې او متعددې کیسې لري، ښځه یې هالنډئ ده، بله یې په بدخشان کې ناسته ده، دئ په دوبئ کې پروت دئ، په ډیرو مجالسو کې یې په وار وار ویلي چې نعوذ باالله اسلام یک دین و نظریه فرسوده است؟؟ خو همدغه جناب خواجیین رباني ته نژدې سړئ دئ او د ټلوالې په آخور یې خوري.

د رباني زوی د میاشتې یوه یوه اروپايئ صیغه کوي، مولانا صیب چیرته وې؟ درک دې نه لګي؟ مولانا: وله یک دختر اروپايي ره دعوت به اسلام دادوم، و نکاحش کدوم؟ دا ددغه جناب میاشتنئ معمول دئ.

د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د محصلینو یا فارغانو نه پوښتنه وکړئ چې هلته په لس هاوو داسې محصلین شته چې د ټلوالې سړي دي، اسلامي زده کړې کوي خو اسلامي ضد څرګندونې کوي او د اسلام اصول تر سوال لاندې وړي.

.[/quote]

عادله وروره

درباني خو کفر او اسلام نه دی معلوم ، رباني نژدي دعالي شورا کسانو ته يي دده
دکفر او اسلام پته نه لګيده ، شهيد حمزه صیب چی دده دشورا له غړو څخه وو ،
يوه ورځ وويل ، زه تر اوسه درباني عقيده نه پيژنم چی کمونست دی، یهودي دی،
مسلمان دی، او که کوم بل خردجال دی ، ځمونږ خبرې په شورا کی واوري ، خو دې
دخپل زړه راز نه ښکاره کوي ، او نه مونږ ته څرګنديږي چی دی څه زړه کی لري

داسلام اباد پوهنتون يو اسلامي پوهنتون نه بلکه يو سيکولريست پوهنتون دی،
هلته داسلامي تربيي هيڅ پته نه لګيږي ، زه ورغلی یم داسلامياتو دشعبو شاګردانو
په خپلو کوټو کی دښځو عکسونه لګولې وي ، ګنده فلمونه سره ګوري ، دټلوالې
والا خو په کی زښت زيات دي ، دفاسق نعمت الله شهراني زوي وحيد الله شهراني
او دهغه نورو ملګرو به دايراني سفارت او ټلوالې څخه پيسې اخيستلې او دفارسې
تعصب او خراسان ايران لپاره به يي شپه او ورځ دمحصلينو تر منځ تبليغات کول ،
خو ځينې مسلمان تاجک وروڼه هم وو ، چې دده په کارونو به يي لعنت وایه.

کرزي چې څه لنډغران ليدلي، نو خپله کابينه کی يي ځاي ورکړې دی، هم يي پلار
وزیر کړ، او هم زوي ، وحيد الله شهراني څه وخت وړاندی دوزارت ماليي معين وو،
او اوس دتجارت وزیر دی، سره له دی چي يو ډير پست، ناپوهه، او حاقد انسان دی

په مينه


W.Wardak
14.07.2009

وروڼو دا د پاکستان اخبارونه چندان د اعتبار وړ نه دی، اول دا یوه غلطه خبره ده، چي دری سوه ملان ددی لپاره چي د طالبانو په ضد کار وکړی، انګلستان ته لاړ شی، یو عالم چي شل کاله زدکړی کړی، وی هفه د خپل وجدان د را ټیټولو لپاره یوه ضعیف ایمان ته اړه لری، دا چي عالمان د دواړ نړیو په ژوند ښه پوه دی، ددوی لپاره دا مهاله ده چي خپل وجدان خرڅ کړی.

البته ځینی علما له دغه ډلی مستسنا دی، لکه ملا ربانی، ملا فهیم، ملا حضرت صاحب.
خو په یو ځل دری سوه ملان خرڅیدل د نه منلو وړ ده.

بل دا چي د طالبانو نیک کارونه هم ټولو ته ښکاره ده، چي شاید په نیکو کارو یی، بوش هم په زړه کی اعترف وکړی، لکه امنیت ،عدالت، حکومتی یوالئ، د مشر اطاعت....

او کوم کارونه یی چي ډیر نړیوالو ته د منلو وړ نه دی،
- کار اهل کار ته نه سپارل ( د بریښنا وزیر ملا، مخابراتو وزیر ملا، عامی روغتیا وزیر ملا.....)
- خلکو د کار زمینه نه مساعدول، چي ددوی خپله ټمبلی ده خو بیا وایی چي الله دا حالت راوستئ، چی به دی صورت کی امنیت داسی معنی لری، لکه یو بندی په زندان کی، زندانی نه څّه کار لری، نه څوک غلا تری کوی..
- ساینسی تعلیم ته نه توجه
- د ښځو د تعلیم مخالفت
- په لوی منافق دومره باور چي که یی خرڅ کړی، وټکوی، بی عزته یی کړی، خو بیا به یی هم بد و نه وایی (تاسی تر اوسه طالبان لیدلی،چي د ای،اس ،ای همکاری یی په ۲۰۰۱ کال له امریکا سره غندلی وی)
-د پاکستان د يوځ او استخباراتو څخه د نیکئ هیله د ابلیس څخه د نیکئ هیله ده
- په یو سانتی ګیره د خلکو بی عزته کول، وهل،....( دا له ځان سره فکر نه کوی چی ګیره د ثواب لپاره ده، او د جبر ایمان نه قبلیږی نو ګیره به څه سواب ولری)
- د غیر انتخاب شوی امیر ټاکل چي هر څه وایی خلک به یی منی، خلکو ته د ټاکلو حق نه ورکوی.
- د نړئ د اوه عجایبو څخه یو هم د بوتا بوت وو، دا څوارلس کاله چا سجده نه وه ورته کړی، مصر کی هم د فرعونیان ډیری مجسمی دی، دوی هر کال په دی توګه په ملیونو هاوو ډالر لاسته رواړی، په زرهاوو خلک ورسره په کار دی، خو ددی په خاطر چي نړی دوی په رسمیت نه پیژندل، خپل د زړه بړاس یی، له بوتانو وویست، لکه یو ماشوم چي کله یو څه غواړی او هفه نه تر لاسه کوی، بیا کوشش کوی یو څه مات کړی، تر څو نورو ته خپل ضد ښکاره کړی.

د دغه ټولو خبرو په پام کی نیولو سره ، دری سوه عالمانو ته ضرورت نه شته، افغان اولس په هرڅه ښه پوهیږی،
نن بد بختی دا ده، چي د کرزی حکومت په فساد ککړ حکومت دی، که چیری کرزی مفسیدین ورک کړی، وی، افغان اولس به هیڅکه داسی چا بیا وقت ورنکری چي افغانستان بیرته په شا بوزی،

که طالبانو دومره سیاستی شعور درلودی لکه د ایران ملان نو بیا به په هر صورت کی د افغانستان په فایده وو.
طالبانو یواځی په هفه صوت کی ښه دی چي update شی، که نه اوس جی dual-core processor او windows vista وی خلک windows 95 نه کاروی!! :D :D :D


عادل عادل
14.07.2009

سلامونه

زماسره د شهراني په اړه سوال و چې دا څرنګه پرې هر څوک د رحمت باران دئ؟

باالاخره مې خپل سوال ته ځواب وموند

هغه دا چې شهراني د اهلیت هیڅ څیز نلري، د ځلیدلو او پورته تللو یوازینئ وسیله یې یوه ښایسته لور ده. هم ثواب ) د دیموکراسئ په دین کې( او هم خرما )ډالر او چوګئ(


عبدالله صابر
14.07.2009

السلام عليکم
ښاغلئ حامد صاحب اونوودوستانو
ستاسي نظرونه هم معقول اوپرځای دي خوداد اسلام دوښمنانونيتونواوارادوته مو
هم بايد پام وي چي دوی دمسلمانانوخپل منځي اختلافاتوته څومره پلانونه او
دسيسې جوړه وي ،زه دايوډيرخطرناک پلان ګڼم چي مسلمانان به بياهم يوبل په
حق اوناحق ګڼلو وژني ، په مسلمانانوکښ نفاق اوتربګني اچول دکفارو غټه وسله
ده دوی يواځي په همدي وسله په مسلمانانوبرلاسي پيداکوي نوځکه ماويل چي دا
ډول پلانونوته بايد مسلمانان متوجه وي ٠

والسلام


هیښ
19.07.2009

سلامونه

یو شخص،ډله ،تحریک،سازمان ،تنظیم او ګوند چې دوولس دمنځ نه راپورته شوئ وي او دوولس په خوئ او بوئ بلد وی ،دوولس دغوښتنو ،حاجتونو،هیلو او ارمانونو سره اشناوي او په خپل بیان او کړو وړو کې دوولس دغوښتنو او
ارزښتونو سره په تقابل او تضادکې نه وی، همیشه دوولس دملاتړ نه برخورداره وي او دوولس د نه ملاتړ تشویش باید هیڅکله ورسره پیدا نه شي .
دوولس دنه ملاتړ تشویشونه او نګرانۍ دهغه اشخاصو او ډلو سره مطرح کیږي چې هدفونه او غوښتنې ئې دوولس دارزوګانو سره تطابق ونه لری او په شخصي ،ګوندي او نورو شیطاني غرضونو او هوسونو ککړ وي او ټول حرکتونه او فعالیتونه ئې دوولس سره په منافقت او جفا ولاړوي.تکیه او توکل ئې په پردیو قدرتونو او سازمانونو وي او دخپل وولس دملاتړ په اهمیت شکمن او بې باوره وي .

دجعلي ،اجیرو،درباري ،فرمایشي او نمایشي ملایانو،حضرتانو،پیرانو،شیخ الحدیثانو او دیني عالمانووجود او حضور او دهغوئ ضد اسلامي او افغاني موقف دافغانستان په ټولنه کې څه نوې او پټه خبره نه ده او داسلام دمقدس دین دراتګ نه نیولې تر اوسه پورې دا په ظاهره ملایانو او په باطن کې اجیرانو خپل چتل رول دداخلي مستبدینو داستبداد دتحکیم
او تداوم اود خارجي یر غلګرو سره د همکارئ او مزدورئ دپاره او دخپل وولس سره دجفا او خیانت تر پولې ادا کړئ دئ .
زموږ د وطن او ټولنې دلویو سیاسي ،ټولنیزو او اقتصادي ستونزو او نا خوالو او دموجوده غمیزې او تراژیدي دراتلو یو عمده مسؤلیت دهمدې اجیرو او ددین دسوداګرو په اوږو پروت دئ .په افغاني ټولنه کې دسواد او معلوماتود کچې دومره ټیټوالئ ، دوولس دعظیمې کتلې لویه برخه ددې نعمت نه محروم پاته کیدل ،دذهنونو او فکرونو انجماد او دجهالت په ورستو زولنو کې قید یدل او دتحرک او تطور مخه ئې نیول دهمدې جعلی اومعامله ګرو ملایانو او دوخت دستمګرانو دظالمانه او خائینانه توطئواو دسیسو سوغات دئ .

خو له نیکه مرغه ددې خائینو او منافقو تش په نامه ملایانو تر څنګ داسې  سپیڅلي علما او طلبه هم دوولس نه راوزیږیدل چې ددې بازاري او درباري ملایانودمکر او شیطانت اصلي څیره ئې وولس او اسلامی امت ته بر بنډه کړه ، ددین اصلي ماهیت ئې چې دوولسونو نجات دهر ډول فساد ،استعمار اواستثمار څخه دئ روښانه کړاو دیوې عادلانه ،انساني او نیکمرغه ټولنې تشکیل ئې چې دهر وولس ارمان دئ د خپلو مبارزو دپاره هدف وټاکه اوددې هدف دلاسته راوستلو له پاره ئې خپل ځانونه قربانئ او شهادتونو ته تیار کړل .
داسلام دین چې پیړئ ،پیړئ دهمدې درباري ملایانو ،حضرتانو او پیرانو له لوري انحصارشوئ واو دحاکمه ظالم او ستمګرو سلاطینو او زمامدارانودشیطاني قدرت دتثبیت دپاره ور ځنې سؤاستفاده کیدله اودیوې وسیلې په توګه ئې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوله،نن ورځ دمظلومو او مستضعفو وولسونو او پرګنو دپاره دهمدې مبارز روحانیت دبرکته دمتجاوزینو او مستکبرینو دوحشیانه ظلمونو نه دخلاصون او نجات لاره وګرزیده .

دغربي استعمار ګرانو او متجاوزینو لوئ مشکل په اسلامي نړئ کې عموماُاو په افغانستان کې خاصتاُ دمبارز روحانیت دنهضت منځ ته راتلل دي او ټول تلاش او کوښښ ئې دادئ چې دمبارز روحانیت دتحریک د ودې ،نشر،غوړیدو او تقویه کیدو مخه دهر ډول جنایت په کولو سره ونیسي، ځکه چې ددوئ دبادارئ او سلطه جوئئ په مقابل کې په ډیره میړانه او نه پخلاکیدونکي توګه دریدلي دي او داسلام ددین پیغام چې دازادئ او خپلواکئ سره ژوند کول او دظالمانو سره دمبارزې حکم دئ ،بې له سازش او معاملې تعقیبوي اوټولې نړئ ته ئې رسوي.

اوس نو که دطالبانو اسلامي تحریک او یا نور سازمانونو او ګوندونو ته د خپل وولس ملاتړ ارزښت او اهمیت لري او دوولس دملاتړ په اساس خپل هدف ته ځان رسول غواړی نو په کار داده چې خپله ستراتیژي او کړنلاره داسې تنظیم کړي چې دوولس غوښتنې او ضرورتونه په کې انعکاس پیدا کړي او دوولس په خوښه ،مشوره او سلا خپلې مبارزې ته په سیاسي ،اقتصادي ،اجتماعی او کلتوری برخو کې دوام ورکړي .خپل تصمیمونه ،اقدامات او اجراات داسې سرته ورسوي چې وولس ورڅخه راضی او ورسره موافق وي .دوولس د ملاتړمعیار یوازې دوولس د رضایت او توافق په درجه پورې اړه لري ،څومره چې وولس دیوه شخص ،سازمان ،ګوند او تحریک دعمل نه خوښ وي په همغه اندازه ورڅخه ملاتړ کوي او څومره چې ورڅخه متنفره او بیزاره وي په همغه اندازه ئې ملاتړ ورڅخه دنشت لورته تقرب کوي.
دهغه سازمانو سره چې دخپل وولس ملاتړ وي ،بیانو ددښمنانو ټولې دسیسې او نیرنګونه هیڅ اثر نه لري او ژر یا وروسته به توطئه ګران دخپلو ناکامیو شاهدان وي .

دطالبانو اسلامي تحریک چې دوولس دبطن څخه زیږیدلئ دئ او دمبارزې اصل ئې دوولس دبرحقه غوښتنې سره چې دافغانستان دکاملې ازادئ او خپلواکئ لاسته راوړل او دوحشي یرغلګرو او اشغالګرو شړل دي پوره تطابق لري نو له دې کبله دوولس دهر اړخیزه ملاتړڅخه برخورداره دي او دا ملاتړ دڅو خاینو ،بې ایمانه ،مزدورو او ابن الوقته تش په نامه ملایانو او پیرانو په غلامئ او سفاکئ سره هیڅکله له منځه نه ځی .
خو که خدائ ناخواسته دوولس غوښتنې او نظر په تصمیم نیولو کې له پامه وغورځول شي نود وولسي ملاتړ دختمیدو خطر زیاتیږي چې دتحریک مشران او غړي باید په ډیره زیرکتیا او هوښیارئ ددې خطردبروز مخه ونیسي او په خپلو کړو وړوکې دوولسي ملاتړ دې اصلي ،اساسي او حیاتي اصل ته په پوره پاملرنه سره خپل سیاسی،اجتماعي ،اقتصادي ،فرهنګي او نظامي تګلارې داسې عیارې او طرح کړي چې وولس په کې پریکنده رول او ونډه ولري.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more