د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پکه دادې لا بله سپکه

و.افغان
12.07.2009

دعبدالله دملاتړ غونډه کې دپيسو وېش او لانجه
په خوست ولايت کې دولسمشرۍ دنوماند عبدالله عبدالله په ملاتړ جوړه شوې غونډه دپيسو پر سر په شخړې پای ته ورسېده .

دغونډې يو شمېر برخوالو بي بي سي ته وويل چې دښاغلي عبدالله دکمپاين دچارواکو له لوري په ځينو کسانو باندې پيسې ووېشل شوې چې پاتې کسانو يې په غبرګون کې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ او دغونډې له تالاره يې له وتلو څخه نټه وکړه .

دغونډې ډيرى برخوالو ميرمنو ويل چې له دوی سره دپيسو ژمنه شوې وه خو اوس ددوی برخه پيسې نورو کسانو اخيستې دي .

د فريد په نوم يوه ګډونوال بي بي سي ته وويل چې کمپاين کوونکي ورته په ټېلېفون د پيسو وركولو ژمنه وركړې وه، خو پوره يې نه كړه.

خو هغو کسانو چې پيسې يې اخيستې ويل چې دا يې دخلکو د راټولولو په بدل کې اخيستې دي .

که څه هم په خوست کې د ښاغلي عبدالله د ټاكنيز کمپاين مشرپه دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو دده دفتر يوه بل چارواکي وويل چې ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې پر خلکو يې وويشي .

دغې غونډې ته دمېرمنو په ګډون ددغه ولايت شاوخوا درې سوه کسان راغلي وو .

دا مهال په افغانستان کې دکانديدانو دملاتړ په غونډو کې دپيسو وېش په يوه دود بدل شوی د ی .

تر دې وړاندې په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ديو شمېر کانديدانو په ملاتړو جوړوشويو غونډو کې پيسې وېشل شوې دي .

کانديدان په دې موخه پيسې وېشي چې له يوې خوا يې غونډې لويې اوله بلې خوا په دې توګه دخلکو رايې خپلې کړې .

له بلې خوا ډېری هغه کسان هم چې دغسې غونډو ته ورځي وايي چې اصلي موخه يې د پيسو تر لاسه کول دي .
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/07/090712_hj_dr_khost_money.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more