نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زما تړي لاس وو ستا درنې، درنې څپېړې
M Tahir
12.07.2009
امريکايي يرغلګرو ځواکونو د پکتيکا ولايت يو ديني عالم مولانا سراج اخوند زاده پۀ سپيو و داړۀ!
د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالي د سېګانې د کلي يو ديني عالم ملا سراج اخوند زاه له طالبان سره د تړاو پۀ تور امريکايي يرغلګرو ځواکونو له خپل کور څخه ونيولو او پۀ داسې حال کې پۀ شهادت ورسول شو چې ټول وجود يې پۀ سپيو داړل شوی وو . نوموړی د شپې پۀ تيارۀ کې خاورو ته وسپارل شو.
پۀ مينه ........... ستاسو طائر
و.افغان
12.07.2009
.
محمد طائر صاحب:
په سلامونو مو لمانځم: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دروند طائر صاحب: الله جل جلاله دی دمولانا صاحب شهادت په خپل دربار کی قبول
او منظور کړي، او دده په قتل کی ټول ګډونوال دی په خپل قهر او قدرت سره دجهنم
دتورو تمبو سکاره او خاشاک کړي. آمين.
ګرانه وروره! دا هر څه چی کیږي، سبب يي دافغانانو بې اتفاقي ده، او دهغوي تر منځ
دواک په سر دعادل او منصف ویش نه شتون دی.
ښکيلاګر هر آزاد افغان ته ددښمن په سترګه ګوري، ضرور نه ده چی هغه افغان دی
دطالب په صف کی وي، يا دحکمتيار په صف کی، او يا په بل سنګر کی، هر وخت يي چي له منځه وړل دځان په ګټه وبولي، نو له منځه يي وړي.
ښکيلاګر خو په ظاهره يواځې القاعده او طالب دښمن بولي، خو په حقيقت کی هر افغان
دهغوي دښمن دی، دهغوي زړه نه په طالب خوږيږي، نه په ملي اردو، او نه په ملي
پوليس، او نه داسلامي ثقافت په غير مسلح داعيانو.
او دا خلک چی څومره سره منځ کی يو بل خلطه کوي، نو دوي يي سيلونه کوي، او
لاسونه ورته پړقوي، هاي کاش چی دمقاومت کوونکو ټول ګذارونه لکه دکنړ
دمجاهدينو په څير يواځې ښکيلاګرو ته متوجه شي، نه افغانانو ته،بيا به ددی
يرغلګرو چيغې واورئ، چې تر کوم ځايه پورې رسيږي.
دافغانۍ غمیزي يواځينۍ حل لار ه بين الأفغاني اتفاق ، او دقدرت عادل ویش دی، په
افغانستان کی ديوې ځانګړې ډلې ټپلې او قام په ګټه په زور او استبداد حکومت
پايښت نشي موندلې، او نه امن منځ ته راوستلاي شي.
دښکيلاګرو په نه شتون کی سالم، نزيه، او پاک انتخابات کولاي شي، چی بين
الأفغاني اتفاق او دقدرت عادل ویش رامنځ ته کړي، ځکه خو پکار ده چی په افغانستان
دښکيلاګرو په وړاندی دمقاومت مختلفې ډلې ټپلې دغه خبره دخپلې سياسي
استراتيجۍ ديوه معلن هدف په توګه ټول ولس ته وار په وار ښکاره او اعلان کړي.
په درنښت
عبدالله صابر
13.07.2009
السلام عليکم
ښاغلئ محمد طائر صاحب
الله تعالی دمولناسراج شهادت قبول اومنظورکړي او وارثانوته يی دزړه صبر ورکړي
اودنوموړي شهيده وونکي دخدای په خپل عذاب اخته کړي ،
رښتيا ويلي چي موت العالم ، موت العالم يعني دعالم مرګ دعالم (خلکو) مرګ
دی ، دعالمانو شهيدانول خودکفري طاقتونوترټولولوی ارمان دی ،روسانوهم
زمونږ په زرګونوجيد ديني عالمان په شهادت وره سول او امريکايان هم همدا فار
موله مخکښ بيايی ،داځکه چي حق پرست عالم دټولنې سترګې اوغوږونه دي
که يوټولنه کښ عالم نه وي نوهغه ړنده اوکاڼه ټولنه بلل کيږي اوداسلام دوښمنان
يی ډير په اسانئ سره اشغالولئ شي همدا سبب دی چي دکفري ځواکونوترټولو لوی
دوښمن ديني عالم بلل کيږي ، بل پلوڅومره چي يوحق پرست عالم دټولنې لپاره مهم
ګڼل کيږي داډول يوبد ياعالم سؤهم يوې ټولنې لپاره زهرقاتل دی اوبايد چي ټولنه
له عالم سؤ څخه وژغورل شي ،په همدي بناداسلام دوښمنانوله خوامسلمانانوته
دسؤ عالمانوصادره ولوپروګرام ترکار لاندي نيولئ اوپه دي وسيله دټولنې فاسده
ولو هڅې کوي خوخدای ددوی په خپل مقصدونوکښ ناکام ولري ، امين
والسلام