اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دبایزیدبسطامی یوه په زړه پوري قصه
ابومحمدحنفي
12.07.2009
[color=darkred:0898a8b8e8]دبایزیدبسطامی یوه په زړه پوري قصه[/color:0898a8b8e8]
[color=green:0898a8b8e8]دیهودانوپه یوه غونډه کښيې لوی یهودي عالم وینا کوله ، بایزیدبسطامی رحمة الله علیه هم دغه مجلس ته ورغی اوهلته کشیناست خودبایزید دکیناستلوسره دیهودی عالم ژبه بنده سوه نوره وینا یې نشو کولی ، خلګوشورجوړکړچی ولي عالم څه نه شي ویلای ، یهودی عالم وویل : دخل فینا محمدی ؛یعنی زموږمجلس ته یو محمدی راغلی ، له همدی امله مي ژبه بنده سوه ، خلګوورته وویل : ته هغه محمدی په ګوته کړه جی ویې وژنو یهودي عالم وویل : نه ؛ وروسته هغه عالم وویل : ای وروره هرڅوک چی محمدی وی پورته دی شي ، بایزیدبسطامی پورته شو یهودی عالم وویل چی زه له تاڅخه څوپوښتني کوم ته به ځواب راکوي ؛ بایزیدبسطامی ورته وویل سمه ده ، خو زه هم یوسوال لرم چي ته به یې ځواب راکوي ، یهودی عالم وورته وویل : سمه ده ؛ یهودی عالم خپلي پوښتني له بایزید بسطامي رح څخه داسي پیل کړي .
۱ س - داسی یو راوشیه چی دهغه په ډول دوهم نه وی؟
۱ ج - خدای یودی ثانی [دوهم ] دخدای ج په شان نشته .
۲ س - داسی دوه راوشیه چې داسي دریم نه وي؟
۲ ج - شپه اوورځ ( الیل والنهار ) دي چې دریم نه لري .
۳ س - داسی دري راوشیه چې څلورم نه لري؟
۳ ج - لوح ، قلم ، کرسي دري دي څلورم نه لري .
۴ س - داسي څلورراوشیه چې پنځم نه لري؟
۴ ج - تورات ،انجیل ،زبور، قران ؛ داڅلورپنځم نه لری .
۵ س - داسي پنځه راوشیه چې شپږم نه لری؟
۵ ج - الله تعالی په بندګانوپنځه لمځونه فرض کړي دي نه شپږ .
۶ س - داسی شپږراوشیه چی اوم نه لري ؟
۶ ج - خلق السموات والارض ومابینهمافی ستةایام ؛ یعنی زمکه اواسمان یی په شپږوورځوکی پیداکړی نه په اووورځواوشپوکښې .
۷ س - داسی اوه راوشیه چی اتم نلری؟
۷ ج - الم ترکیف خلق سبع سموات طبقا)خدای تعالی فرمایې چی مااوه اسمانونه پیداکړی دي اته می نه دي پیداکړی.
۸ س - داسی اته راوشیه چی نهم نلری ؟
۸ ج - (يجعل عرش ربك فوقهم يوميذثمانیة)یعنی عرش اته ملکی باروی.
۹ س - داسی نه راوښیه چی لسم نه وی؟
۹ ج - (وکان فی المدینة تسعته رهط یفسدون)یعنی دنوح علیه السلام دقوم کسان نه وو ، نه لس.
۱۰ س - داسی لس راوښیه چي یولسم نه لري؟
۱۰ ج - په حج کښی چی څه غلطی وسي لس روزی فرض کیږی نه یولس اوه هلته اودری بیا بهر (تلک عشرة کاملة)نودالس دی یولس ندی.
۱۱ س - داسی یولس راوښیه چی دولسم نه وی؟
۱ ۱ ج - دیوسف علیه السلام وروڼه یولس و دولسم نه لری .
۱۲ س - داسی دولس راوښیه چی دیارلسم نه وي؟
۱۲ ج - کال دولس میاستی ده دیارلسم نه لری..
۱۳ س - داسی دیارلس راوښیه چي څوارلسم نه وی ؟
۱۳ ج - (رآیت آحدعشرکوکباوالشمس والقمررأیتهم لي سجدين)یوسف علیه السلام خوب ولیدچي يولس ستوری یولمراوسپوږمي راته سجده وکړي داټول دیارلس دی څوارلسم نلري.
۱۴ س - داسی شی راوښیه چه خپله الله تعالی پیداکړی وی بیاخپله الله تعالی دهغه په باره کښی سوال کوی؟
۱۴ ج - ده ورته وویل :چی هغه دموسی علیه السلام لکړه ده چه الله تعالی خپله پیداکړی بیادهغه په مورد کی له موسی علیه السلام څخه تپوس کوی فرمایې چی (وماتلک بیمینک یاموسی) ستاپه ښی لاس کي څه شی دی؟
۱۵ س - بهترینه ورځ کومه ورځ وي ؟
۱۵ ج- دجمعي ورځ .
۱۶ س - بهترینه شپه کومه یوه ده؟
۱۶ ج - لیلة القدر.
۱۷ س - بهترین دسورلی شی څه دی ؟
۱۷ ج - آس .
۱۸ س - بهترینه میاشت کومه ده؟
۱۸ ج - رمضان المبارک.
۱۹ س - ووایه کوم شی الله پیداکړی بیایې دهغه په عظمت اقرارکړی؟
۱۹ ج - ښځه الله تعالی پیداکړي بیایی دهغی مکربیان کړی اقراریې پری کړی چی (ان کیدکن عظیم)دښځي مکرډیرلوی دی دیوښه عقلمندپښې له بیخه نسی ښکلای مګر ښځه یې کاږی له بیخه.
۲۰س - داسي شی راوښیه چي بې روح وي اوساه اخلي؟
۲۰ ج - (والصبح اذاتنفس)ماته الله تعالی وایې چی زما دی په سحرقسم وی یعنی په صبح چي دی ساه اخلی.
۲۱ س - هغه راوښيه چی الله تعالی ورته حکم کړي وی داطاعت اوله هغه سره یې خبری کړی وی؟
۲۱ ج - هغه اوه اسمانونه دی اواوه مځکي دی (ثم استوی الی السماء وهی دخان فقال لها والأرض آتیا طوعا اوکرها قالتا آتین طاََََََََََََََََََََََََََََََ ﺉعین )الله تعالی اوه ځمکي اواسمانونه پیداکړل اودغه څوارلسو ته یې خطاب وکړ ویې فرمایل چی زما مخ ته سجده وکړی ټیټ سی هغوڅوارلسوورته وویل موږستا مخ ته ټیټیږو اوسجده کوو.
۲۲ س - هغه څه شی دی چی الله تعالی خپله پیداکړی بیا بیرته الله تعالی واخستل ؟
۲۲ ج - الله تعالی مسلمانان پیداکړی بیایې په بدل دجنت کښی بیرته اخستی لکه چي الله تعالی فرمایې (ان الله اشتری من المؤمنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة).
۲۳ س - وښیه هغه کوم شی دی چي بې روح وی اوپه کعبه شریفه یې طواف کړی وي اواردګرد ښه په بیت الله شریفه ګرځیدلی وی؟
۲۳ ج - هغه کشتی دنوح علیه السلام ده چی دطوفان اوبوآهسته آهسته راوسته او چاپیره یې په مکه مکرمه طواف وکړ.
۲۴ س - کوم یوقبردی چی سړی یې خبله بارکړواوولاړو؟
۲۴ ج - هغه هغه ماهی دی چي یونس علیه السلام یې تیرکړواوولاړڅلویښت ورځی یې پخپل نس کښي وګرځاوودقبرپه رقم.
۲۵ س - کوم کسان وچی دروغ یې هم اوویل جنت ته به هم داخل شي؟
۲۵ ج - هغه دېوسف علېه السلام وروڼه ووچی(وجاءوعلی قمیصه بدم کذب قال بل سولت لکم انفسکم أمرا)بس ېعقوب علېه السلام داستغفاردعاورته وکړ اوددوې په توبه به الله تعالی دوی جنت ته داخل کړی.
۲۶ س - :ووایه هغه کوم قوم ده چي سره له رښتیا ویلوبه الله تعالی دوی دوزخ ته داخل کړي؟
۲۶ ج - هغه قوم یهودان اوعیسایان دی چی دوی یوبل ته دباطل خطاب کوی اوداخطاب رښتیاهم دي(وقالت الیهود لیست النصاری علی شېء وقالت النصاری لیست الیهود علی شیء وهم یتلون الکتب ).
همداسي یهودي نورسوالونه وکړو اوابویزیدځوابونه ورکړو
دحضرت بایزید بسطامی سوال له یهودی عالم څخه
بایزید بسطامی رح یهودی عالم ته وویل : اوس زه صرف یه پوښتنه درنه کوم اوهغه دادی چي: مع من مفتاح الجنة؟ دجنت کیلی به له کوم چاسره وي یهودی عالم خاموشه سو دمجلس خلګو ورته وویل : ولی دده دسوال ځواب نه ورکوی ،تا دسوالونو جوالونه باندي واچول ده ځوابونه درکړل ته دیوه سوال ځواب نه ورکوی یهودی عالم ورته وویل زه یې ځواب لرم خو بیا به یې تاسو نه اومنی دوی وویل ته ځواب ورکه موږیې منویهودی عالم په ځواب کي ورته وویل چی داکیلی به له محمدرسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سره وی.
دمولوی عبدالعزیز حقمل لیکنه[/color:0898a8b8e8]
..Ahmadzai
12.07.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ما خو دغه بايزيد بسطامي ليا سم والله كه پيژندلى وي.
أيا دى سني ده كه شعية ؟
أيا صوفي مذهبه ده كه بل څه؟
أيا عقيدة يې سمه ده كه نه؟
دى د كوم ځاى كوم وطن أو كوم قوم څخه؟
محترم وهاج صاحب
په عربي منابعو كې ما دې ده په باره كې څه پيدا نكړل.
كه مهرباني وكړې أو د دغه شخص باره كې لږ معلومات راكړې.
أو بله مهمه څيره چې زه ليا د هغه باره كې متردد يم هغه د عبدالقادر جيلاني څيره ده, كه په هغه هم لږ رڼا واچوې, خاصتاً د هغه مورد كې مې هم أساطيرو أو أفسانو ته ورته قيصې أوريدلي.
په درنښت
أحمدزى
watanmal
20.07.2009
محترم ابو اسيد او ګرانو لوستونکو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ابو اسيد صيب دغه قيصه شيخ کشک په ډيره ښه طريقه کړی ، په لاندينی لينک کی يی اوريدی شی
[url]http://www.youtube.com/watch?v=FZRPNgcPccA[/url]
په مينه
وطنمل
و.افغان
20.07.2009
محترمو وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو وروڼو!
هر هغه څوک چی دقرآني نصوصو او پيغمبري صحيحو احادیثو لار پريږدي، نو خامخا
په کندو کپرو سر کیږي.
متأسفانه چی بسطامي ته داسی نقولات منسوب دي، چی ښکاره الحاد او سوچ کفر
دی، که چیرته له
هغه څخه دغه خبرې په اثبات ورسيږي، نو نوموړې تر لوي خطر لاندې دی.
نسأل الله السلامة والعافية.
الله جل جلاله مونږ ټول دقرآن او صحيحو نبوي سنتو په لاره برابر کړي.
په درنښت