د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان ملت ګوند وايي له اشرف غني څخه ملاتړ نه کوي!

روان
12.07.2009

افغان ملت ګوند له اشرف غني څخه د ملاتړ په اړه راپورونه رد کړل

http://www.khabarona.com/khabar.php?id=334&CatID=13

تر دې مخکې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د واکمن په مشرۍ ددغه ګوند ځینو غړو پریکړه کړې، چې په راروانو انتخاباتو کې ددغه ګوند په استازیتوب ولسمشرۍ ته کاندید له ډاکټر اشرف غني احمدزي نه ملاتړ وکړي.

خو ددغه ګوند لوی منشي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې ددغه ګوند د عالي شورا ۳۳ غړو، چې د ګوند مشر، مرستیال او لوی منشي هم پکې حاضر وو د غبرګولي په شپږمه نیټه پخپله غونډه کې له ولسمشر کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړې دې.

په اعلامیه کې ویل شویدي، چې د افغان ملت ګوند د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ ګوند دې او ددغو اصولو له مخې اقلیت د اکثریت د پریکړو درناوې کوي. نو پدې اساس د ولسمشر کرزي د ملاتړ پریکړه د ګوند پریکړه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي هغه کسان، چې په اقلیت کې راځي او ددې پریکړې په خلاف عمل کوي نو باید ګوند ته ځواب ووايي.


اختر
12.07.2009

د افغان ملت د ګوند رابران لکه د پرچم او خلق د ډلو غوندي اوس په خپلو کي سره خوري . هغوی هم لکه د دې ډلو ځيني تاريخ وهلي لېډران، هم افغانان هېر وي او هم يې ملت . د افغان ملت دګوند دغه استخاره اي د مشرتابه ډله اوس ډالرو ته مخه اړولې ځانونه يې د لاسپوڅو او ګوډاګيتوب و کچي ته را ټيټ کړی دی .

د احدي معامله ګري ډلي نن وطنپاله افغان ملتيان د توپ و خولې ته سيده کړي او پر هغوی باندي سياسي سوداوي کوي .

واقعيت خو دادی چي معقوله او د حق لاره د اکثريت لاره ده نو هغه خو بايد دواکمن صيب په موضعګيری کي ولټول شي نه د استخاره ای احدي په معامله ګريو کي . نن خو اکثريت د ټول ملت په کچه يعني عادي افغانان د کرزي او د هغه ملي ضد ډلو نه و پوزي ته رارسېدلي دي او دا خبره هر ځای د اکثريت خبره ده ،چي کرزی نور بايد ايسته شي .

و ملت ته ددغي اعلاميې لنډ پيغام ځکه دخواشينۍ وړ دی، چي دا به شايد د افغان ملت د مشرتابه د ۳۳ تنو پرېکړه وي يا به نه وي، خو د ټول ملت يعني د افغان ملت اراده نده پکښې تمثيل شوې ، بناءً هغه ګوند چي عملاً د ملت د ارادې پر خلاف ګام پورته کوي هغه بايد ملت ته ځواب ووايي .

د بلي خوا دغه د اکثريت او اقليت ډنډورې اوس بازار نلري ځکه دلته اوس هر څه پلورل کيږي او ډالري شوي دي، په داسي معامله ګريو باندي نور افغانان او مظلوم ملت نه غوليږي خو متأسفانه بده پاېله يې په خپلو کي دافغانانو وېشل دي
٠٠٠


لرغونى لاروى

larghonay laraway
12.07.2009

ياره نور كار مو خپل دى خو كاشكې مو د افغان ملت پر ځاى د احدي او واكمن ډلګوټې ورته ويلي واى.


اختر
12.07.2009

لرغوني صیب!
افغان ملت ډېر ستر ولسيز ګوند دی !
زه هم خپل اند په لاندي ډول اړوم :
په افغان ملت  ولسي ګوند کي د احدي استخاره ای ډله د اشرف غني د ملي تګلاري نه د مطرحه سیاسي مفاداتو په وجه ملاتړ نکوي !
په درناوي


Helmand.M
14.07.2009

درې نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د چنګاښ ٢٣
د افغان ملت خبري کنفرانس ته د ډاکټر محمد امين واکمن وينا

ډاکټر محمد امین واکمن
14.07.2009 10:04
د افغان ملت ګوند افتخاري رئيس او مؤسس غړي ډاکټر محمد امين واکمن د روان کال د چنګاښ پر ۲۰مه نېټه د کابل ښار په ستاره هوټل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:

افغانستان د تاریخ په یوې حساسې مرحلې کې دی. دا دېرش کاله له افغانانو سره ډول ډول زورزیاتی وشو او اوس هم دوام لري . د بن د موافقې پربنسټ، په هېواد کی د ملي او بین المللي غو ښتنو سره سم د یوه ولسواک نظام سپارښتنه وشوه چی پر عدالت به ولاړ وي. ولسواکۍ ته د رسیدو له پاره انتخابات ضروري دي. موږ پنځه کاله د مخه انتخابات وکړل او په اصطلاح یو ولسواک نظام را منځ ته شو.
خو هېواد له پلان او پروګرام سره سم پرمختګ ونه کړ. د قانون حاکمیت رانغی. حکومت باندې جنگ سالاران او قاچاقبران قابو شول.
د دې حکومت په وخت کې ټول افغانان، په تېره بیا پښتانه تر سخت فشار لاندې دي. همدا اوس د هېواد په ځینو برخو کې محصور او په ځینو کې له خپلو سیمو بې ځایه کړی شوي دي. دغه راز، په ځینو
ولایتونو کې یې ځمکې او جایدادونه غصب شوي او حکومت یې څه پروا نه لري. تر ټولو لویه بدي لا دا ده

چې په افغانستان او پښتونخوا کې پښتنو باندې سخت جنگونه تپل شوی دي.
بین اللمللي مرستې د هېواد د پرمختیا له پاره په لازم ډول ونه کارول شوې.
افغانستان د آزاد بازار په نامه د بهرنیو هېوادونو د استهلاکي شیانو بازار شو. امنیت ورځ تر بلې خراب او مخالفین تقویه شول.
په نتیجه کې، مرکزي حکومت دومره کمزوری شو چې په دې وروستیو کې د هېواد په مرکز کې هم دولتي هدفونو او بهرنیانو باندې برېدونه وشول.
د خارجي عسکرو شمېر په هېواد کې زیات شو. خو څومره چې لازمه وه زمونږ دفاعي او امنیتي قواوې پیاوړې نه شوې.
دا چې د ښاغلي کرزي حکومت اوس ناکام شوی نو په کار دي چې د هېواد په اداره کې بدلون راشي.
د دغه بدلون راوستلو له پاره افغان ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت) یوه برخه د ۱۳۸۸ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.
ډاکټر اشرف غني احمدزی یو پوه او باتجربه شخص دی. دی د هېواد روانو ستونزو ته د هواري لاره پیدا کولی شي.

ډاکټراشرف غني د هېواد د لسو کلونو د پرمختیایي چارو له پاره یو جامع کتاب لیکلی چې ژر به خپور شې. په
دې کتاب کې د هیواد د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي پرمختګ لارې چارې په گوته شوې دي. د ښاغلي غني هغه نظر چې د جنگ سالارانو د سرنوشت په باره کې دې د عاموخلکو رایه وغوښتل شي، یوه معقوله لار ده. که ډاکټر غني واک ته ورسېږي او یوه سالمه کاري ډله جوړه کړي نو هغه بیا دغه وړتیا لري چی په نږدې وخت کې د افغانستان مشکلات حل کړي او هېواد د ترقۍ او سولې په لوري وخوځوي.
پر دې سربېره، د ښاغلي غني پروګرام زمونږ له ګوندي نظریاتو سره ډېر ورته دی.
مونږ په ټول هېواد کې خپلو ګوندي ملګریو ته لارښونه کوو چې په روانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او هېوادوال د هغه ملاتړ ته وروبولي. مونږ په زغرده ویلی شو چې د هغه په پروګرام کې د افغانستان ملي ګټې نغښتې دي.

مننه

ډاکټر محمد امین واکمن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more