نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هلمند كې به څه حال وي؟
..Ahmadzai
10.07.2009
[color=darkred:d155443760]په هلمند كې به څه حال وي؟[/color:d155443760]
http://www.youtube.com/watch?v=-NCQB9CVp94&feature=related
پښتنو وروڼو أو خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په پورتني لينك كې چې كومه ويډيو ده , دا يوه حقيقي أو ريښتينى واقعيت ده , چې أمريكائي وحشي عسكرو د يوه سني عراقي كور كې د هغه په محارمو د جنسي تيري په وخت كې ډكه كړې.
لكه څرنګه چې وينۍ دغه وحشيان د مسلمانۍ خور په پت تيرى كوي أو لكه ځناور هسې غوريږي.
صليبي وحشي يرغلګرو دې ته ورته جنسي تيرى په ډيرو پتمنو پښتنو پيغلو أو ښځو هم كړی أو لا ئی كوي .
د بګرام, قندهار أو نورو زندانونو كې ډيرې پښتنې پرتې دي چې ورته تيرى پرې هره ورځ ترسره كيږي.
د پورتنۍ ويډيو په هر وار ليدو سره ما ته سخته زړا راځي أو زړه مې جوش خوري, أو نور نو نه ژوند أو نه ېې سهوليات خوند راكوي.
ځكه چې دا خو يوه نمومه ده چې مونږ ته په لاس راغلې (مشت نمونه خروار) أو نور څه چې زمونږ له إدراك, خبريدو أو ليدو څخه پټ تير سوي أو تيريږي هغه به لا څومره وحشتناك أو دردونكي وي.
زور بد شى ده, خو چې زور سره اخلاق أو إنسانيت ملګري نه وي بيا نو تور وحشت ترې جوړ سي , لكه دغه غربي وحشي يرغلګر.
أمريكايانو أو نورو غربيانو څخه به څه ګيله وكړو, هغوۍ خو همداسې بې ناموسه وحشي كافران دي.
دوۍ كې ناموس هيڅ أرزښت نلري, دوۍ غيرت أو په ناموس باندې ننګ نلري , دوۍ نه په خپلو ميندو أو نه په خپلو خويندو بند دي, نو زمونږ ناموس ته به څه درناوی وكړي.
ګيله مې له هغو دووسانو څخه كيږي چې ځانونه پښتانه بولي أو ددغو وحشيانو په غلامۍ كې سر تر پښو ډوب دي, د يو څو ډالرو په بدل كې له إيمان وجدان أو ناموس څخه تيريږي أو تير دي, دخپل پښتون ورور ناموس باندې تيرى د سرپه سترګو ويني خو ځان نا خبره ګڼي أو بې پروا أو بې تفاوته پاتې كيږي, دوۍ هيڅ إيمان, وجدان, ضمير, أخلاق أو غيرت نلري, أو ليا لګيا دي د دوسۍ ډوډۍ ترلاسه كوي.
ګيله مې له هغو تعليم يافته ځوانانو, مشرانو أو هغه ليكوالانو أو أديبانو څخه كيږي چې ځانونه د ټولنې وتلي أو بيدار قشربولي, خو دغه په دواړو سترګو ړانده د يرغلګرو دا رنګه وحشت أو بې ناموسۍ هيڅ نه ويني أو يا هم سترګې پرې پټوي, أو لا لګيا دي د دوسۍ خدمت كوي أو ډالر جمع كوي.
دوۍ بايد خلك بيدار أو خبر كړي, أو ددغو ظلمونو أو د پرديو واكۍ په مقابل كې مقاومت رهبري يا هم توجيه كړي.
څومره پتمنو پښتنو خويندو به دا رنګه خپل پت د دغو وحشي ځناورو په لاسونو بايللى وي.
په الجزيره تلويژن كې مې يو هلمندى ليده چې د خپل كلي څخه د تيښتې أو قندهار ته د راتګ علت بيانوي, هغه ويل چې أمريكايان د شپې پر مهال ناوخته نيمه شپه د تلاشۍ په بانه كورونو ته په زور راننوځي أو خلك وژني يائې بې أبه كوي, نو ځكه مو دخپل ناموس په خاطر خپل كلى پريښود أو قندهار ته راغلو.
أيا په هلمند كې به دغه بې ناموسه وحشيان أوس مهال د خنجر د عملياتو په ترڅ كې داسې تيرى نه كوي؟ أيا دوۍ به له هغو أمريكايانو څخه چې ويډيو كې مو وليدل توپير لري؟ أو كه د خنحر أمريكايان به ډير پاك زړي با أخلاقه جنګيالي وي أو د چا پر ناموس به تيرى نه كوي؟
أيا له بې ناموسۍ څخه مرګ بهتر نده؟ أيا د پښتنو پر بې پته كولو غيرت نه درته دريږي؟
حيران هغو كسانو ته يم چې ليا لګيا دي د غربيانو صليبيانو أو بې ناموسه دووس لاسپوڅي حكومت په ګټه ډنډورې خپروي, أيا دوۍ څه غيرت أو ننګ نلري؟ أيا دوۍ دخپلو پښتنو وروڼو په پت , ناموس او عزت باندې تيرى نه دردوې, أو كركه ورته نه دريږي؟
پاتې سوه ملي أردو أو پوليس أو دولتي چارواكي چې نيم نه زيات ېې د شمال لنډغر تشكيلوي چې له صليبيانو نه په ورته جناياتو كې كم ندي, أو نورو ته ېې وايم چې تاسې په دې بې ناموسۍ كې شريك يۍ, أو څوك چې پردي راولي خپل كور ته يا د نورو پښتنو كوروته چې دا رنګه تيرى وكړي, هغه مرده ګاو ده, مرده ګاو ده, په خپل ناموس هم بند نه دې .
لعنت د وي په دووسو مرده ګاوانو.
أحمدزى
beett
10.07.2009
دسپیڅلی قلم پلورونکی قلموال
جمعه, 10 July 2009 17:34
دخواځک لیکنه
قلم هغه سپیڅلی اله ده چی له یوه نسل نه بل نسل ته علمونه او تهذیبونه
لیږدوی داقلم ده چی دعلومو،پوهو، ثقافت او هنر کتابونه اوبابونه یی
موږ ته رارسولی او دا نن هم دقلم په توسط په ګرده نړی کی پوهی او علوم
خپریږی اودا سپیڅلي دنده ددی سپیڅلی الی په توسط سره لیکوال اوقلموال پرمخولی سپیڅلی قلم هغه له برکته ډکه اله ده چی لوی څښتن په خپل
مبارک کلام کی په هغه باندی سوګندکړی دی او ددی سپیڅلی قلم په
رګونو کی چلیدونکی وینه هم دقلم په څیر پاکه اوسپیڅلی ده ځکه په هغه
هم لوی څښتن سوګند کړی دی اودرسول الله صلی الله علیه وسلم
په یوه روایت کی راځی چی دعالم دقلم رنګ او دشهید وینه
به دمیزان په تله کی یوډول وزن لری
په لنډو لیکنو کی اوږدی سریزی خوندور کار نده نو زه یی هم رالندوم اوخپل دمطلب ټکی ته راځم هغه داچی له رواج سره سم باید ووایم له بد مرغه موږ پرون او نن داسی لیکوالان لرل او لرو یی چی ددی سپیڅلی قلم ستر رسالت او دروند مسؤلیت یی له شخصی ګټو قربان کړی دی دقلم په مسؤلیت یی سترګی پټی
کړی او دروبل کالداروریالونواو ډالروبرق اوذلق یی سترګی ړندی کړی دی
دواک او قدرت پلاز ته که هرجابر او ظالم ختلی دی دقلم نا اهله مسؤلینو یی
دجاه اومنصب یا خسیسی دنیا له پاره خپل چوپړ نه ده سپمولی او دقلم
سپیڅلتیا یی دهغو وینی څښونکو جبابروپه ناولیو پښو کی سپیلنی کړی ده
لری نه ځو داروان حالت او لنډه ماضی را اخلو که تاسو دځینی شخصی او نورو مجلو یا ورځپاڼو دکلکسون در اخیستلو تکلیف وکړئ او دځینی یارانو تبصری ، شننی او تحلیلونه وګورئ نو وبه وینئ چی هغو څوڅو ځله اړخونه بدل کړی
او رابدل کړی دی دوی که یوه ورځ دهیواد او ولس په ګټه څه لیکلی دی هغه ټول شعاری انګولاوی او نا سپیڅی ناری سوری دی چی دبدمرغه ولس په سترګو
کی دخاورو شیندلو په فاسد او سپک نیت یی له خولو وتلی دی
دانن موږ دمختلفو صدارتی کاندیدانو! په چوپړ کی وینو چی زموږ ډیر تکړه لیکوالان دیوه اوبل کاندیدپه ګټه په کمپاینونو بوخت دی دهغوی سوانح لیکی دهغوی پروګرامونه تتیبوی او.....خو که څوک په پټه هغه ته ووایی چی ته او خدای داته چی څه لیکی دادی دضمیر پریکړه ده او که د ډالرو شرنګ دی په ضمیر
خاوری اړولی دی نو دا خوارکی به تالی تائیدوی ځکه خبره صفاده
چی دتوری غوا هم پۍ سپینی وی
داښاغلی دطالبانوپه اړه په دی رواجی تورو غاړه سپکه وبولی چی طالبان د ای ایس ای په دام کی کیوتلی دی !!او په خپله په دی درانه حقیقت سترګی
پټوی چی د ای ایس ای روزونکی سی ای ای له څومره فوځونو اوځواکونو سره
په هیواد کی شتون لری دانن دصدارت په غوبل کی الویزانده کسان څومره
د سی ای ای له دامه وتلی کسان دی اود یونیکال او پی ارټی له مزدورانو
هیواد نده ډک داستاسو دقلم چلونی اجرت له کومی منبع نه درکول کیږی ؟؟
او له دی کمپاینونو به تیر شو دهیواد په مختلفو سیمو کی اودا اوس په هلمند کی چی دصلیب لنډغرو کوم ناتار جوړ کړی دی او هره ورځ ددی سپیرو افغانانو وینی بهیږی او کورونه یی نړیږ ی دا بی ضمیره لیکوالان او داپه ډالرو مین سوداګر لګیادی خپل قلمونه دصلیب په چوپړ کی کاروی او دهغوی په پرمختګونو
تبصری او تحلیلونه لیکی خو دا ښاغلی دی پوهه شی چی د
لوی څښتن نیونه اوپوښتنی ډیری سختی دی تاسو ته لوی څښتن دعلم او دقلم درسالت نعمت در بښلی دی او تاسو ددی ناتوانه ولس زامن یی دا ډالری دوری ډیری ژر تیریږی بیا به یو وخت خپلو ضمیرونو ته شرمنده یی خپل ولس به لعنتونه در باندی وایی او د الله جل جلاله دحساب او کتاب خبری خو
به موپه مخکی پرتی وی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له شهامت نه په مننه
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=932:2009-07-10-17-35-59&catid=7:2009-03-12-06-25-58&Itemid=4
..Ahmadzai
11.07.2009
http://www.aljazeera.net/Channel/KServices/SupportPages/ShowMedia/showMedia.aspx?fileURL=/mritems/streams/2009/7/8/1_926395_1_12.flv
و.افغان
12.07.2009
.
درنو وروڼو! سلامونه
دافغانستان په هر ولايت، ولسوالۍ، او کلې کی افغان وژل يو لوي جنايت او ستر جرم
دی، هغه افغان که دطالب په نوم وژل کیږي، که دالقاعده، په نوم وژل، که دملا په نوم
وژل کیږي، که دعام ولسي وګړي په نوم وژل کیږي، او که په بل هر نوم وژل کیږي.
لوبه ټوله دافغان دتباهۍ لپاره په کار اچول شوې ده، او افسوس چی افغان دافغان په
لاس وژل کیږي.
دا دمردارې ځامن په لويه پايه کی یو بل سره دپاکستانو خبره ميلاو دي، جوړ دي،
يواځې دا لوبه يي دافغان ولس دتباهۍ لپاره په کار اچولې ده، ځکه چی افغان ولس
مسلمان دی، غيرتي دی، په خپله خاوره دپرديو ګنده پلونه نه شي زغملې،
او تر څو چی دغه ولس ژوندې وي، نو يو يرغلګر هم په سيمه کی خپل اهداف لاس
ته نه شي راوړلاي.
په درنښت
Helmand.M
13.07.2009
Monday, 07.13.2009, 07:14am (GMT)
http://taand.com/images/articles/2009_07/13015/u2_11.jpg
تاند(دوشنبه/جولای۱۳) بریتانیايي ځواکونه وايي په هلمند ولایت کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یوه کلي ته له ننوتو وروسته خلکو ورته خواست وکړ چې د خدای په لحاظ افغان پولیس بیا مه راولئ .
امریکايي او بریتانیايي پوځیانو او د افغان ملي اردوکم شمېرځواکونوپه هلمند ولایت کې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره ، چې د وسله والوطالبانو ترکنټرول لاندې دي،کابو لس ورځې مخکې پراخ عملیات پیل کړل څوهلته د افغانستان حکومتي ادارې فعالې شي .
خونړیوال ځواکونه وايي هرڅومره چې دوی پرمختګ کوي دا حقیقت ورته څرګندېږي چې کلیوالواصلاً د افغان پولیسو له لاسه طالبانو ته پناه وړې وه .کلیوال وايي چې افغان پولیس ظالمان او په فساد ککړ ول نو دوی د ژغورونکو په توګه د طالبانو هرکلی وکړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې په پانکلا کې چې بریتانیايي ځواکونو له طالبانو نیولې ده ،یوه سپین ږیري محمدګل وویل : ((پولیسو به په موټرسایکلو سپاره خلک درول، وهل او پیسې به یې ترې اخیستلې .))
دې کلی ته بریتانیايي ځواکونه درې ورځې مخکې په هیلي کاپټر کې ورسېدل او اوس یې له طالبانو څخه ساتي .
محمد ګل دوو کلاوو ته ګوته ونیوله او ویې ویل چې د دغووکلاوو ترلسوکالو کشرهلکان د پولیسو له لوري د بچه بازۍ لپاره په زوره بېولل شول.))
ده وویل : (( کم عمره هلکان له کورونو نه شوای راوتلای .که به راووتل پولیسو به تښتول اویا به یې جنسي تېری پرې کاوه .لاړشئ د پولیسو هره پوسته وګورئ تاسو به هلکان پکې ووینئ چې جنسي تېري ورباندې کېږي .))
رویټرز خبري اژانس وايي چې د کورنیوچارو وزارت ورته وویل دوی به مخکې تردې چې په دې اړه څه ووايي ، لومړی په سیمه کې د پولیسوله قومندانانو سره خبرې وکړي .
یوه بل سپین ږیري بزګرمحمد رسول چې په خوله کې یې یوغاښ نه وو اود انارو په باغ کې یې غواوې څرولې، وویل : ((کله چې لس میاشتې پخوا طالبان کلي ته راغلل اوپولیس یې وشړل، خلک هوسا او ارام شول .))
د محمد رسول خپل زوی پنځه کاله پخوا د طالبانو له لوري پر سړک د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی خو دی وايي خلکوځکه د طالبانو هرکلی کاوه چې هغوی له خلکو سره بد چلند نه کاوه .
ده وویل : کله چې طالبان راغلل موږ خوشاله شووځکه چې هغوی څوک نه ځورول .
محمدرسول وايي د طالبانو ترراتګ وړاندې پولیس د ده کور ته ورغلل، د ده مخ ته یې توپک ونیوه ، کور یې ورتلاشي کړ اوپیسې یې ترې وغوښتې .
رسول وايي : (( که انګرېزان بیا هماغه خلک(پولیس) راولي ،موږدلته ژوند نه شو کولی.که دوی راغلل ،یقیناً دوی به زموږ هست ونېست ته اور ورته کړي.))
په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو وروسته په ټول افغانستان ،په تېره بیا په جنوبي ولایتونو کې پخواني فاسد جګړه مار چې خلک یې پوزې ته رسولي ول او د هغوی د ظلمونو اوفجایعو له لاسه ولس د نجات د فرشتو په توګه د طالبانو هرکلی وکړ، بېرته واکمن شول .
د نړیوالوځواکونو د فشار په نتیجه کې کرزی مجبور شو چې د هلمند او اروزګان بدنامه والیان سناتوران کړي خو د هغوی ترلاس لاندې فاسدو عناصرو ته د پولیسو جامه ورواغوستل شوه چې خپلو جنایتونو ته په رسمي چوکاټ کې دوام ورکړي .
که څه هم د نړیوالې ټولنې د فشار په خاطر کرزی مجبور شو چې د کورنیو چارو وزارت محمد حنیف اتمر ته وسپاري چې د ده د کابینې ترټولو بریالی وزیر ګڼل کېږي خوهغه هم تراوسه پورې د پولیسو له لیکو د جانیانواوفاسدو کسانو په تصفیه کولو نه دی بریالی شوی .