نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دطالبانو په اړه پاکستانې دوه مخې سياست او دطالبانو غبرګون
و.افغان
10.07.2009
دطالبانو په اړه پاکستانې دوه مخې سياست او دطالبانو غبرګون
.
.
درنو وروڼو !
سلامونه او نیکې هيلې:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده، پاکستانۍجاسوسې او فوځي ادارې په
افغانستان باندې له امريکايي يرغل سره سم دطالبانو په وړاندی دوه مخې منافق سياست غوره کړ.
له يوی خوا څخه طالب نیسي، بې عزته کوي يي، سپکوي يي، او بيا يي دالقاعدی
او طالبانو په ليکو کی ديوه اهم شخص په توګه دمعرفي کولو وروسته دڅو زرو
ډالرو په بيه په امريکايانو خرڅوي، همدرانګه په کورونو يي بمبارۍ کوي، ښځې
ماشومان، او سپينګيري يي وژني، همدرانګه منافق پنجابې حکومت طالب
ټولې نړۍ ته ديوه وحشيترين مخلوق په توګه ورپيژني، چی نه اخلاق پيژني، نه
غيرت پيژني، او نه دخبرو کلتور پيژني، بلکه ديوه داسي موجود په توګه يي معرفي
کوي، چی په شتون کي يي دهیچا لپاره دامن دژوند امکان نشته.
خو له بل پلوه بيا دهمدې منافقې ادارې سياسي ملايان دافغانستان طالبان
مجاهدين بولي، داستشهادي حملو فتواوی ورکوي، حتا چی په بازارونو کی
دبمونو الوزولو فتواوی ورکوي، تر دی چی ځينې يي دافغان دولت دټولو کارکنانو
په شمول عامو خلکو ته هم کافر وايي، خو بيا په مقابل کی دپاکستان طالبان امريکايي طالبان بولي، ځکه چی دپاکستاني موجوده آيين په خلاف راپورته شوي دي.
همدرانګه دمنافق پنجابې حکومت دجاسوسي او فوځي اداري ځينې
تبعه دطالبانو سره لار لري، دوسلې کومک ورسره کوي، کله کله دامريکايي بمبار
په وخت طالب جنګياليو ته خبر هم ورکوي، د حکومت دنظارت دمليشو ځواکمند
تنظيم لشکر طيبه (بلکه خبيثه) له لارې ډيرو افغانانو ته په کشمير او نور عسکري کميپونو کی ټريننګ ورکوي.
نو ددی متضادو حرکتونو په وړاندی ستاسو تحليل څه دی؟
ځينی مبصرين خو دا وايي، چې په آي اس آي او فوځ کی ځينی اسلامي څيرې شته
چی دخپل قيادت داوامرو او استراتيجۍ په خلاف داسلامي مسؤوليت له مخی
طالبانو ته خپل لاسونه ورغځوي، او کومک ورسره کوي.
تاسو لوستونکي په دی اړه څه نظر لرئ؟
په ډير درنښت
beett
10.07.2009
محترم وهاج سلام !
په کویټ باندی دصدام دبرید په مهال سعودی علماو
امریکا اوناټوته فتوی ورکړه چی پری راځئ او هغه و
چی څه وشول هغه تیرشول تفصیلات زموږپه وړاندی پراته دی
اوس دلته د ای ایس ای مرموز لاسونه هغه کیسه ده چی زموږ
روڼ اندو ډیر شخوندپر وهلی دی او څوک چی د طالب دمقاومت دعندنی
له پاره یوه بهانه هم نشی پیدا کولی نو دا خبره خو هرڅوک کولی شی
سی طالب دای ایس ای په منګولو کی ګیر ده خو زما ناقص فکر داسی
قیاس کوی چی شیخ ابن باز که د ناټو قواوو ته دصدام هغه چی نن یی دوی
بیا شهید بولی ؛ په مقابل کی فتوی ورکوله نو موږ کولی شو دناټو اوصلیب
دلښکریانو په وړاندی طالب ته فتوی ورکړو چی ددی مرداری ای ایس ای
مرموز لاس منل داشد ضرورت په خاطر درته روادی
او هغه هم په داسی حال کی چی دطالب له غورځنګ نه نشآت اخیستونکی پا
کستانی طالب غورځنګ دای ایس ای له پاره یوه داسی ستونزه ایجاد کړی ده
چی کله کله یی څپی داسلام اباد څو کیلومیتری ته ورسیږی نو هغه دملاصاحب
پخوانی خبره دلته ښه لګیږی چی دوی به خپل کار کوی موږ خپل کارکوو
او دملایی او فتوی په درنو خبرو کی
ګړیدل له بیټ ناپوهه سره نه ښایی
نو د معافی جولۍ به می تشه نه پریږدی
..Ahmadzai
11.07.2009
وهاج صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وهاج صاحب
محترمه د خداى فضل ده أفغانان أوس ډير هوښيار سوي , أو ISI هم ډير مشهور سوى, زمونږ ستونزه أوس د صليبي يرغلګرو موجوديت ده, أو هغو سره مقاومت ده.
كه IsI د طالبانو سره كومك كوي دا خو ډير ښه كار ده, د جهاد دوران كې مونږ سره ټولو غربيانو كومك كاوو أو أوس ورسره په جنګ يو, أو كله چې غربيانو څخه فارغه سو بيا به دغو مردارخورو سره هم حساب وكړو.
د اى إس اى ټګي طالبانو ته هم معلومه ده, بې خبره نه دي.
اى إس أى دې أفغانستان كې ګوتې وهي, أو طالبان به پاكستان ګوتې وهل څه چې قيامونه رامنځته كوي.
ISI ډير جالونه أو ډيرې وړې شبكې هم لري, چې بعضې حالاتو كې بالكل أزادانه چليږي, أو د دولت سياست سره بالكل مغايره وي أو مركزي إداره يې نسي په ګوته كولى, يعني په مخفي ډول كار كوي, چې د دوۍ فايلو كې نه درج كيږي, لكه د القاعدې ويدې خلايا.
داسې حالات د ځينې عربي دولتي إدارو كې هم سته,البته د أفغانستان باره كې.
أو غربيانو څو ځله داسې إظهارات كړي أو أن دمشتركو پلټنو غوښتنه يي هم كړي،ځكه چې د أى إس أى إدارې د هغوۍ كشفولو كې د عاجزۍ إظهار كړی أو كه أى إس أى په رسمي توګه طالبانو سره همكاري كوي نو هغه د مشتركو نيزدې ګټو په خاطربه وي أو د دواړو طرفو مجبوري به وي.
ISI په أفغانستان كې خپل ډير لاسپوڅي هم لري چې د كرزي لا لا تر څنګ ناست دي, أو دولتي مهمې دندې لري, أو هم نور لنډغر چې نه طالب أو نه دولت سره تړاو لري أو په تخريبي كارو كې بوخت دي, كله ځانونه طالبانو ته أو كله حكومت ته منسوبوي.
خو يقينا چې مشر ملا نه د ISI جال كې راځي او نه يې ملګرو كې.
پاكستان ډير كوشش وكړ چې د مقاومت ميدان كې داسې څېرې وځلوي أو شهرت أو قوت وركړي چې د دوۍ تابع أو د مشر ملا سيال واوسي, خو په دغه پروسه كې ناكامه بريښي, خو د څو وړو قومندانانو سره پټې أړيكې نيول ممكنې بريښي.
دا زما شخصي نظر وو چې د تيروتنې إحتمال لري.
أحمدزى
محمد احمد حمي
11.07.2009
په دې موضوع كي لومړى وهاج صاحب ته يوه خبره كوم چي:
دا چي بعضي خلګ وايى په آى ايس آى اسلامې څيرې هم شته چي له دې امله دمجاهدينو سره كومك كوي.........
محترمه دا احتمال له دوه زره 2000 څخه مخكي 5 فيصده وو ، او له دوه زره څخه وروسته بيخي په صفر بدل شوى، چي هيڅ بيلګه يې نه ليدل كيږي، كه څه هم دوى دخپلو كړنو اسلامي وجوهات يادوي، خو موږ ته يې شخصي ګټي ډير له ورايه بريښي.
جلال احمدزى صاحب دا چي تا ليكلي :
(( خو يقينا چې مشر ملا نه د ISI جال كې راځي او نه يې ملګرو كې.))
په دې اړه زه هم څه نه شم ويلاى خو نن ورځ په اردو بي بي سي كي دا خبر خپور شوى چي په ظاهره دير حيرانوونكى دى، په لاندي صفحه كى تفصيل وګوره:
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/07/090710_isi_taliban_links.shtml
زه يې دلته درته خلاصه په دوو ټكو ليكم:
دپاكستان دفوج ترجمان مينجر جنرل اطهر عباس ويلي:
(( پاكستاني شكبه دطالبانو سره روابط لري او حتى له لوى ملا صاحب سره هم ، او دوى دخپلي ګټي په بدل كي چي دهندوستان په اړه ده ، دا كولاى سي چي طالبان په افغانستان دصلحي ميز ته كښېنوى او جنګ ته بالكل خاتمه وركړي ))
، دوهاج صاحب څخه هم هيله لرم چي دبي بي سي دا خبر جدي ونيسي او اړينه تبصره دلته راته وړاندي كړي.
W.Wardak
11.07.2009
کله چي یو څوک ددی ظمانت ورکوی چي زه په فلانئ د سولی میز ته کینوم، یا به کلک انډیوال وی یا پوخ مشر، چي امر ته به یی غاړه ږدی.
که چیری کلک اڼدیوال وی، نو د داسی چا سره انډیوالی چي یوه خوا ته یی دیرش کاله زمونږکور کی اور بل کړئ او بل طرف ته، د پښتونستان جنجال، آیا له داسی چا سره انډیوالی ښی پایلی لری؟
که بیا هم څوک د پاکستان په ملګرئ باور لری، له بنګالیانو پوښتنه وکړی، چي دوه نیم لکه یی یواځی ښځی بی عزته شوی، په لکه هاو یی مړه شول.
ګله چي پاکستانیانو ایمل کانسی امریکا ته وسپارو، نو یوه امریکایی ستاتور ویلی وو، دومره لوی انعام ضرور نه وو چی پاکستانیانو ته یی ورکړ، ځکه چي دوی په رز ډالره خپله مور هم خرڅوی.
که نور نه وی، د مولوی صاحب ضعیف نه پوښتنه وکړی.
د اظهر عباس له خبرو داسی معلومیږی چي اوسنئ جهاد د خدای لپاره نه بلکی د ای،اس، ای په امر چلیږی، چي که چيری امریکا د هند په سر معامله ورسره وکړی، نو بیا به وایی، چي جهاد نور روا نه دی.!
Lotfollah
11.07.2009
http://www.youtube.com/watch?v=5s798P7CK7c&eurl=http%3A%2F%2Fwww.weesa.net%2F%3Fp%3D7708&feature=player_embedded
عبدالله صابر
12.07.2009
السلام عليکم
[quote:f3bf5dbd4b]جلال احمدزى صاحب دا چي تا ليكلي :
(( خو يقينا چې مشر ملا نه د ISI جال كې راځي او نه يې ملګرو كې.))
په دې اړه زه هم څه نه شم ويلاى خو نن ورځ په اردو بي بي سي كي دا خبر خپور شوى چي په ظاهره دير حيرانوونكى دى، په لاندي صفحه كى تفصيل وګوره:
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/07/090710_isi_taliban_links.shtml
زه يې دلته درته خلاصه په دوو ټكو ليكم:
دپاكستان دفوج ترجمان مينجر جنرل اطهر عباس ويلي:
(( پاكستاني شكبه دطالبانو سره روابط لري او حتى له لوى ملا صاحب سره هم ، او دوى دخپلي ګټي په بدل كي چي دهندوستان په اړه ده ، دا كولاى سي چي طالبان په افغانستان دصلحي ميز ته كښېنوى او جنګ ته بالكل خاتمه وركړي )) [/quote:f3bf5dbd4b]
ښاغلئ محمد احمد صاحب
لومړئ خوبايد ووايم چي اطهرعباس پورته دروغجنې اوله ځانه جوړه شوي خبرې
له يوساعت نه په لږ وخت کښ په کلکه ردکړي اوپه ډاګه يی وويل چي نوموړي کله
هم دادده په وينا دامنګړت ياله ځانه جوړه شوي خبره نه ده کړي اودايی سوچه درواغ
وبلل تفصيل يی لاند ي په همدي اردو څانګه کښ وګورئ ،
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/07/090711_ispr_denial_na.shtml
دوهم که چيرته رښتياهم اطهرعباس داخبره کړي هم وي نودحيرانتياځای خوځکه
نه دی چي څه اطهرعباس اوڅه جنرال کرسټال دواړه دطالبانوخلاف يوې مورچې
دوه څيرې دي ،که اطهرعباس داخبره کړي وي نودخپلوبادارانوپه اشاره مشوره
به يی طالبانوته په تبليغاتي ډګردماتي لپاره دصليبي يارانوملګرتياپه معنی وي
تاسوپوهيږئ دصليبيانوخنجردفولادي جال له خوامات شوئ تبليغات او پروپاګنډ
دجګړې يوه برخه وي دوی تل هڅه کوي افغان غيرتي اولس چي دطالبانوترشاډير
کلک ولاړدی په داډول ګمراکوونکودرواغجنوتبليغاتوسره دشکونواونااميدئ
ښکارکړي ، که تاسوپه يادوي تيرکال دکرزي ګوډاګئ ادارې دخپلوبادارانوپه
مشوره اواشاره دپروپاګنډې په شکل ناټوباندي تور ولګوه چي طالبانوسره مرسته
کوي اوهغوته وسلې غورځوي اوبياناټوعجيبه پروپاګنډي ځواب ورکوي چي
ګني دوی سهوا اوغلطئ کښ طالبانوته وسلې غورځولي ، داپروپاګنډه دوی ددي
لپاره خپره وي چي ولس له طالبانوبيل کړي او ولس په طالبانوشکمن کړي خوزما
فکر اولس طالبان دي اوطالبان اولس بيلول يی ممکن نه دي ، خوکله چي ددوی دا
پروپاګنډه له عقل نه لري وه اوهيڅ سليم عقل يی منلوته تيارنه و و نودپاکستان
فوځ وياند اطهر عباس پسي ياخوسوچه دورغ وتړل اويايی په ارادي ډول اطهر
عباس دي ته تيارکړچي په دي پروپاګنډې کښ ورسره مرسته وکړي خوزه يقين لرم
چي دا همغه داوبو وړي په شان خلي اوبوټوته لاس اچول دي اواخري انجام به بيا هم
ددوی ماتي اوګران هيواد ازادي وي ،ان شاالله
والسلام