نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خنجرعملیات او د طالبانو سکوت؟!
beett
07.07.2009
د خنجرعملیات او د طالبانو سکوت؟!
د میرویس جلالزي لیکنه
په جنوبي هلمند ولایت کې د امریکې د سمندري ځواک له خوا د خنجر په نامه د پیل شویو عملیاتو شپږمه ورځ ده، طالبان بي له مقاومته له یو شمیر سیمو په شا کیږي.
تر اوسه چې کوم اطلاعات د دولتي او بهرنیو سرتیرو له خوا د رسنیو په واک کې ایښودل شوي د ګډو ځواکونو له خوا د دریو ولسوالیو د تصرف خبر ورکوي.
د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي د طالبانو نه مقاومت له تصور څخه لري خبره وه.
پاول میلاک یو بهرنی خبریال دی چې د امریکې له بوسټون ګلوب او واشنګټن ټایمز ورځپاڼي سره د افغانستان له جنوب څخه د خبریال په توګه کار کوي.
نوموړی په تازګۍ د هلمند ولایت ته راغلی او د خنجر عملیات له نژدې څارې.
نوموړی له امریکايي قوماندانانو څخه په نکل وایې چې د خنجر عملیات داسي طراحي شوي وو چې باید یې په ترځ کې هغه شپږ ولسوالۍ چې د طالبانو په ولکه کې وي له لسو څخه تر دولسو ورځو پوري د هغوي له وجود څخه تشې شي او وروسته په شلو نورو ورځو کې دغلته د افغان دولت واکمني تامین او بهرني سرتیري بیرته ترینه په شا شي.
پاول میلاک په یوه مقاله کې چې په واشنګټن ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوي لیکي، د خنجر د عملیاتو له پیل راهیسي د بهرنیو او افغانو ځواکونو پر وړاندي د طالبانو نه مقاومت که څه هم د بهرنیو او افغان سرتیرو مورال غښتلی کړی خو یو شمیر بهرني قوماندان په دې باب اندیښنه لري او فکر کوی چې د سرتیرو پر وړاندي د طالبانو نه مقاومت په اصل کې د څه په معنی دی؟
افغان او بهرنیو ځواکونو تر اوسه د خنجر په نامه د دغه راز سترو عملیاتو د لاس ته راوړنو او تلفاتو په اړه رسنیو ته د لږ معلوماتو په ورکولو اکتفا کړي خو مخکې تر دې چې به ډیر واړه عملیات هم تر سره کیدل افغان او بهرنیو سرتیرو به رسنیو ته ډیر معلومات او ډیر ارقام په واک کې ورکول.
تر اوسه چې د خنجر د عملیاتو په اړه کوم معلومات ورکړل شوي یا خو د افغانستان د دفاع وزارت له لوري رسنیو ته سپارل شوي او یا هم د هغو څومحدودو خبریالانو له خوا چې د خنجر په عملیاتو کې له ښکیلو سرتیرو سره سیمې ته تللي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې که چیرته په ریښتیا هم طالبان په هلمند ولایت کې دومره ناتوانه وي نو آیا هغوي څرنګه په دې قادر شوي ول چې شپږ ولسوالۍ له کلونو کلونو راهیسي په خپله ولکه کې وساتي؟
د بهرنیو او افغان سرتیرو پر وړاندي د خنجر عملیاتو په هډانه کې د طالبانو نه مقاومت هغه ګنګه او مرموزه مسله ده چې ځينو ته خو دا انځور هم ورکوي چې ګواکي په هلمند کې د بهرنیو سرترو او طالبانو ترمینځ بیا یو نوی ګیم ( لوبه) پیل شوي چې دواړه لوري یې په اړه د نورو خلکو خبرول نه غواړي.
beett
07.07.2009
http://www.shahamat.org/
beett
07.07.2009
http://www.aljazeera.net/NR/exeres/2D94FDED-94ED-4CEF-A781-155F545E723D.htm
beett
07.07.2009
فولادي جال
[img:c5198912b8]http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2009/05/20090511095234taliban_afghanistan203.jpg[/img:c5198912b8]
وسله والو طالبانو ويلي چې په هلمند او شاوخوا سيمو کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ځواب کې خپل عمليات پيل کړي دي .
د دغې ډلې يوه تن وياند قاري يوسف احمدي له يوه نامالوم ځايه رسنيو ته ويلي چې د " فولادي جال" په نامه بريدونه يې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو د عملياتو په ځواب کې پيل کړي دي .
طالبان وايي چې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرضد يې د فولادي جال په نامه عمليات پيل کړي دي .
نوموړی وايي دوی غواړي په دغو بريدونو کې د امريکا سمندريزو ځواکونو ته نه هېرېدونکی درس ورکړي .
دی وايي چې دغه بريدونه يې د بهرنيو او افغان ځواکونو د "خنجر" په نامه عملياتو په ځواب کې پيل کړي دي .
احمدي زياته کړې چې د بهرنيو او افغان ځواکونو "خنجر" به زموږ په "فولادي جال" کې راګير شي او پرې به يې نږدو، چې زموږ سيمو ته راننوځي .
نوموړي ويلي چې په دغو عملياتو کې به د چاودنو او مخامخ بريدونو سربېره د ډز و خرپ بريدونه هم شامل وي .
له پښتو بي بي سي نه
و.افغان
07.07.2009
په سلامونو او پاکو هيلو مو لمانځم.
بيټ صاحب:
دا خبرونه او لیکنې خو مونږ په ډیرو ځايونو کی لوستلي شو، نو له تبصرې پرته يي
دلته ايښودل به څه معنا ولري؟
نو که تاسو پری خپله تبصره وکړئ، او نور وروڼه هم پری خپل نظرونه ورکړي، نو
ته وا ښه به نه وي؟
په درنښت
.
beett
07.07.2009
ګرانه وهاجه !
جلالزی صاحب په خپله لیکنه کی شکوک ښکاره کړی و چی طالبان
ولی چوپ دی او داخو نو ګواکی سازشونه روان د ی او خبره داسی
نده طالبانو په خپلو خپرونوکی دا خبرونه په مکرر اوبړنۍ توګه نشر
کړی دی لکه تاسو چی شهامت ولیدله
او هلته مو شاید ددوی دمبصرینو دکوم یوه دتبصری لوستلو تکلیف هم
کړی وی چی هعوی د متحده ایالاتو له جګړئیزو پلانونو پردی پورته کړی
دی مطلب دادی سی دمقاومت په سرولمبوکی لوبیدلوته هم خلک دشک
په سترګو ګوری اودامناسب نه دی
عادل عادل
08.07.2009
سلامونه
افغانستان کې یرغلګر ځواکونه اوس ملعون شوي دي، ان شاء الله چی د شرمیدلي شکست نه پرته به یې بل څه نصیب نشي.
سکوت خو هغه ته وايي چې ولس د یرغلګرو تلفات د سر په سترګو ویني خو خبریال مسکین یې د خبر د نشر واک او جرات نلري.
سکوت خو هغه ته وایي چې د یرغلګرو په بمونو کلي د خاورو سره خاورې کیژي خو قراردادي لاسپوڅي پرې ځانونه ناګاره اچوي.
سکوت خو هغه ته وایي چې د ټولټاکنو په ډرامې سره د یرغلګرو د حضور مهالویش اوږدیژي خو د مصلحت زامن ړانده روڼ اندي او په ازل کې خدای شرمولي پخواني جهادیان ورته کمپاینونه کوي.
سکوت خو هغه ته وایي چې اخلاقي فساد مو د کور د ننه د دسترخوان تر سره پورې راورسید خو مونږ یې په درز او خوند سره دیموکراسي بولو.
سکوت خو هغه ته وایي چې ټول اخلاقي معیارونه مو تر پښو لاندې کړي او یوازې د ډالر ، موټر، بیلډنګ د پیدا کولو لپاره هر ډول ډمګرئ ته رړه ښه کوو.
الله پاک دې زمونږ سترګې رڼې کړي چې خپل عیبونه پخپله ووینو او د اصلاح په تکل کې یې شو.
مختار
08.07.2009
وړونو!
په هلمند کي دغه روانه تازه امريکايي ـ انګرېزي جګړه يوه مطلقه نابرابره جګړه ده چي د مختلفو موخو دپاره شروع شوېده . دم در حاله خو اوه انګرېزان، يو لوی انګرېز ډګروال، دوې درې چورلکي تباه شوي دي، خو بیا هم دا د طالبانو د خوا د ايمان، عقيدې د وطن د عالي ګټو جذبه ده چي جګړه پرمخ بېول کيږي . دا جذبه به هغه وخت ډېره قوي وي چي دوی واقعاٌ همدې جذبې را مخته کړي وي او دوطن د ګټو او خپلواکۍ نه دیپا وکړي، او که ددوی تر شا بيا هم د همدې انګرېز او امريکا، عربي ، پاکستاني يا نورو هيوادو مزدوران ولاړ وي نو هغه وخت به هدف ددې نابرابري جګړې اوږدېدل اصلي هدف وي چي هر ي خواته به غزېدل غواړي .
د بېنوا تازه دمه جلالزی خو په امريکا کي ښه په درز پردې خبره خپل ارږی تازه کوي او چپه و راسته ليکني کوي تر څوکه د کابل په اداره کي کومه لاره پيدا کړي!
په درنښت
عبدالله صابر
08.07.2009
السلام عليکم
بيټ صاحب
ښه موضوع دبحث ته وړاندي کړي ،
جلال زئ صاحب خوچي زه دبينوا يوخبريال په توګه پيژنم نويوخبرته په غوږونواو
ښکرونوجوړه ولوکښ ښه مهارت لري اوله ځانه اضافه ګئ کښ خوپوره شهرت لري
يودوه مثال به يی زه درکړم ،
يوخبريی چيرته ليدلئ ووچي سپګې دانسان بدن ته ګټه لري نوجلا لزي بياپه يوه
منډه ددي خبرسره زياتونې وکړي چي اوس سپږولپاره سعودي عربستان فارم جوړ
کړئ اويوه سپږه په لس رياله خرڅوي ،
بل يی يوانځور ورکړئ ووچي په سعودي عربستان کښ يوه تيږه په هوا کښ ځوړند
ده خلک يی ډيرلري ځايونوڅخه زيارت ته راځي اوداسي ډيردشيعه ګانوغوندي
تبرکات اوخرافات يی پسي تړلي ووچي ښکاره دروغ وواودا ډول کارخوپه سعودي
کښ ممکن نه دی اوداسي نور٠٠٠
نوښاغلئ بيټ صاحب دجلال زي راپورپروپاګنډې نوې طرزاوشکل دی چي په دي
وسيله غواړي افغان ولس دمقاومت په هکله دشکوک اوشبهات ښکارکړي ،بي
له شکه چي امريکايان داډول پروپاګنډو ته ډيرخوشاليږي ، [color=red:e803ec3430]ياپه بل عبارت د
جلالزي راپوردهمدي صليبي خنجرپه نوم عملياتو يوه برخه ده [/color:e803ec3430] ٠
په پای کښ دهلمند په اړه دشهامت څوراپورونه
قاري / يوسف احمدي
دتفصيل سره سم نن (2009-07-08) هم دهلمند-کندهار لویه لاره چې ددې ولايت مرکز (لشګرګاه) اوجنوبي ولسواليو(مارجه ،نادعلي ،ناوه ،ګرمسير،خانشين اوديشو )ته ددښمن دځمکنيواکمالاتو لپاره اساسي لاره بلل کیږي داسلامي امارت دمجاهدينوله خواد"نصرت" دپیل شويوعملياتوپه لړکې يوازي ددښمن دکاروانونوپه وړاندې له تیرې ورځي راهیسې تړل شوې ده .
دکندهار- لشکرګاه ترمينځ پردغه غزيدلي لاري دکريشک ولسوالۍد"نهرسراج "وزيرومانده ، نهرسراج مکتب اوسرکارسيموکې مجاهدينوځای پرځای سنګرونه وهلي اوپه بشپړه توګه يي بنده کړي ده .
دغه ستراتژيکي مهمه لاره په داسي حال کې ددښمن پرمخ تړل شوې چې امريکايي ځواکونودهيوادداشغال دپيل راهيسې ترټولوغټ عمليات ددې ولايت دمرکز( لشکرګاه ) شاوخوا،اوددې ولايت په جنوبي اوهغوشمالي ولسواليوکې چې دهلمنددرودپرغاړه پرتې دي ،دمجاهدينوپه وړاندې پیل کړي .
دترلاسه شوي خبرله مخې تيره ورځ ماسپښين مهال ددښمن ګډوځواکونودلارې دخلاصولوپه موخه پرپرتومجاهدینومخامخ بریدونه پیل کړل چې ددراندوتلفاتوپه ليدلوسره بيرته شاتګ اړايستل شوه .
ديادوني وړده چې ددې ولايت دڅنګلوري دکندهارولايت دشاوليکوټ ولسوالۍکې دکندهار-روزګان لویه لاره هم دمجاهدينوله خواديوې اونۍ راهیسې يعني دکندهاردامنيه قوماندان ( (مطيع الله خان )ترمرګ وروسته چې ددې لاري دساتلوامنيت يي په غاړه وو، ددښمن دکاروانونوپه وړاندې تړل شوې ده .
دهغومخامخ درندوجګړولامله چې نن (2009-07-08) دورځي په اوږدوکې دهملند ولايت دخانشين ،سنګين اوګريشک جګړه ځپلوولسواليوکې دخارجي اشغالګروکفاروسره مخامخ ترسره شوې ، له امله يي ددوی عسکروته درانده تلفات اوښتي دي .
دتفصيل سره سم نن سهارلس بجې دخانشين ولسوالۍد"قلعه نو"په دښته کې د اسلامي امارت دمجاهدينوله خوادامریکايي عسکروپريوه مرکز دسپکو اودرندوسلومخامخ بريدترسره شوی ،په نتيجه کې يي اوه(7) تنه خارجي عسکرمړه اودوه(2) تنه نورژوبل شوي دي .
په جګړه کې ددوی ودانيوته هم سخت زيان اوښتی دی .
ديوه بل خبرله مخې نن سهارشاوخواته بجې دکريشک ولسوالۍد"سپين مسجد"په اړونده سیمه کې دخارجي ځواکونوسره مخامخ ورته جګړه شوې چې دلته هم ددښمن دريو(3)عسکروژوندله لاسه ورکړی اودرې (3)نوريي ژوبل شوي دي .
په سيمه کې مخامخ جګړه چې يوساعت يي دوام درلود، هغه مهال رامینځته شوه چې کله مجاهدينوددوی پرپلي ګزمې وسله وال بريدترسره کړ.
خبرزیاتوي چې ددې ولسوالۍد"شورکي" په سيمه کې داشغالګروانګريزانوپرقرارګاه دتوغندويواوتوپونوبريدشوی چې له امله يي دښمن ته دمالي تلفاتوسربيره درنده مرګ ژوبله اوښتي ده .
ديوه بل خبرله مخې نن سهاردسنګين ولسوالۍد"چاردهې" په سيمه کې هغه مهال دخارجي عسکروسره مخامخ جګړه پيل شوه چې کله مجاهدینوددوی پریوه سنګرمخامخ بريدترسره کړ.
په بریدکې چې شل دقیقې يي دوام درلود،له امله يي څلور(4)تنه خارجي عسکرمړه اويو(1)تن طالب شهيدشو.انالله وانااليه راجعون
(2009-07-07) غرمه مهال دهلمندولايت په مرکزلشکرګاه کې د"بسټ هوټل" ته نژدې دولايت دمقام مخي ته ددې ولايت دوالي ( ګلاب منګل ) پرکورداسلامي امارت دمجاهدینوله خوادرې (3)توغندي وتوغول شول .
دورکول شوي راپورله مخې درې واړي توغندي دوالي دکورپرغولي لګيدلي چې له امله يي دکوريوشمیرکوټی تخريب کړي خوپه بريدکې چاته دسردزيان په اړه لادمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .
دافغانستان په جنوب هلمندولايت كې امريكايي اوبرتانوي قواوي،يواربيا په داسې حال كې دپراخوفوځي عملياتودترسركولوخبري كوي ، چې په دغه جهادپروره ځمكه كې ، له تيرواتوكلونوراهيسې داسې ورځ به نه وي بيګاه شوي اوداسې شپه به نه وي سباشوي ، چې دغواشغالګروقواووته درانه تلفات اوزيانونه نه وي اوښتي اوهرځل چې دوى دپراخوفوق العاده فوځي عملياتوترسره كيداته لاس اچولى ، ځاى پرځاى شنډ ، خنثى اومجاهدينودسرپه كاسه كې اوبه وركړي
پورته خبره يواځې زمونږ خبره اوادعانده ، بلكې په خپله د نيويارک ټايمز اخبار د جولاى پر ٣ مه له لښکرگاه څخه پخپل رپوټ کي ليكلي وو،چې په هلمندولايت كې ورستي فوځي عمليات چې امريكايي اوبرتانوي قواوې هرنوم ورته ږدي ، كوم نه وي اوتازه عمليات ندي ، بلكې له تيروكلونوراهسيې دغسې بې شميره فوځي عمليات ترسره شوي ، خوكومه څرګنده پايله اونتيجه يې نده لرلې ، داخبارپه وينااوس خوځكه دغسې فوځي تحركات اوهڅي كومه نتيجه نلري چې د افغانستان په جنوبي سيمو کي عادي افغانان د امريکايانو اوخارجي قواووپر خلاف عمومي پاڅون ته اړسوي دي. له امريکايانو او خارجيانو څخه د افغانانو همدا خپگان او کرکه د هغو امريکايي عسکرو لپاره حالات او شرايط لا گرانوي چي دمگړى په سيمه کي د طالبانو د ايستلو په مقصد په عملياتو بوخت دي. په وينايې د هلمند ولايت ، په ځينو ولسواليو کي کليوالو او بزگرانوهم د بهرني قواوو پر ضد وسله په خپلو کورونو كې ساتلې اوكلك هوډلري چې له بهرنيوعسكروسره به جنګيږي
هو! دهلمندجګړه ، لدې امله هم سرله اوسه ماته خوړلې اودبرتانوي قواوو، ستون فقرات يې ورلړزولي ، چې دجګړي په ړومبيوشيبوكې هغو،خپل ترټولونوماند، فوځي جنرال له لاسه وركړ
برتانوي رسنيو، په افغانستان دناټودقواوودمرستيال اومشهوربرتانوي جنرال (جيم داتون ) وژل كيدل يواځې په افغانستان كې ، نه بلكې له لويه سره دبرتانيادفوځ لپاره يولړزونكي اوبې جبيري خبربللي، ځكه چې برتانيي له (۱۹۸۲)م كال راهيسې يانې د(فالكلند) له جګړې ورسته داړومبى اوترټولولوړپوړي جنرال وو، چې ترې بې برخې شول
تيره اوونۍ يوشميرغربي سرچينوهغه فلم اوراپورهم خپوركړچې دبرتانياددفاع وزارت ، په برتانياكې دخپلوعسكرودروزلواوله دغې كفرماتونكې سيمې سره دهغوى دبلدتياپه نيت د۲۳ميلونوډالرو په لگښت په يوې صحراكې مصنوعي هلمندجوړكړى ، ترڅومخكې لدې چې برتانوي عسكرحقيقي هلمندته ولاړشي ، اوهلته دطالبانولخوادپولو ، پټېو، دسرك دغاړو ، شيلواودښتونه دكيد نكوممكنه حملو، بريدونو، چاودنواونوروګواښونوپه وړاندې څه ناڅه ځان اشناكړي ، ولې ، ددغه مصنوعي هلمنديوجنرال برتانوي رسنيوته ويلي چې سره لدې چې دغه هلمندحقيقي ندى ، خوبرتانوي عسكردفوځي تعليم پروخت دومره ګبرااوبيم وهلي وي چې ته به وايي دوى همدااوس دسنګين په دښتوكې ګرځي اوطالبان پرې حمله كوي
دافغانستان اسلامي امارت له نظره ، دهلمندورستي فوځي عمليات چې امريكايانواوبرتانويانوله كچې ډيرتبليغات هم ورته وكړل چې دادومره پراخ ، هراړخيزاواوږده دي چې په خبره يې طالبان به اړشي چې له هلمندنه ووزي ، ځكه بې پايلواوهسې وچ تبليغاتي اړخ لري چې اشغالګروقواوو، په دغه ولايت كې له دي نه وړاندی هم هره فوځي حربه اوهڅه چې په وس يې پوره وه ، كارولې ، دخپلوهمدغوموخولپاره يې دهلمنددخلكولوى لوى كلي اوبانډې په بل مخ چپه كړي ، دهوايې بمباريوپه نتيجه كې يې په زرګونوعام وګړي شهيدان اوشكنجه كړي ، خوبيايې هم نه داچې كوم برى نده ترلاسه كړي اومجاهدين يې كومه لويشت له خپلواستقامتونوندى پرشاكړي ، بلكې نورمجاهدين غښتلي ، پياوړي اودادى اوس يې خپله غربي سرچېنې هم مني ، چې په هلمندكې دخارجي عسكرودجناياتواووحشتونوله وجې عادي افغانان اوبزګران هم وسلې په لاس ګرځوي اودبهرنيوپه مقابل كې له خپله ځانه دفاع كوي نوداچی اوس ټول ولس مجاهدین دی نودمجاهدینوایستل یوخیالی ترحه ده چی عملی کول به یې یوازی دتبلیغاتوترکچی محدود وی.داسلامی امارت مجاهدین به دخپل اوږد مهالی پلان له مخی په سړه سینه دمعمول په څیرپه تدریج سره دامریکانویوقوتواونویوعملیاتوته هم دلوی خدای جل جلاله په مرسته شکست ورکوی اودښمن به دتیر په څیرله شرمونکې رسوایې اوماتی سره مخ کوی انشاالله تعالی
اوس داپراشغالګروقواووپورې اړه لري چې دحالاتوحساسيت څومره درك كولاى شي ، اويوواربيادهلمنددمجاهدولس د ديني اوملي پاڅون په وړاندې تركومې اندازې چمتوالى اوزغم لري
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=883:2009-07-08-14-09-56&catid=5:2009-03-12-06-25-17&Itemid=17
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=882:2009-07-08-14-01-14&catid=5:2009-03-12-06-25-17&Itemid=17
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=864:2009-07-07-18-38-59&catid=5:2009-03-12-06-25-17&Itemid=17
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=813:2009-07-06-05-14-39&catid=8:2009-03-12-06-26-32&Itemid=2
momtaz
08.07.2009
عظيمي: طالبان مارجې او نهرسراج ته په شا شوي
بی بی سی
آرش پاکطين
له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خانشين د ولسوالۍ له نيولو وروسته يې د طالبانو ټولې اکمالاتي لارې د هلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي .
چارواکي وايي طالبان د هلمند ولايت د نهر سراج او مارجې ولسواليو ته په شا شوي او د دغه ولايت شمال لورې ته له ځينو سيمو د طالبانو د ايستلو عمليات روان دي .
د دفاع وزارت وايي په دغو عملياتو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې .
افغان چارواکي په هلمند ولايت کې د خنجر په نامه د پيل شويو عملياتو لاسته راوړنې ډيرې گڼي ، خو وايي د دغه ولايت د گرشک او نادعلي ولسواليو په شاوخوا سيمو کې اوس هم له طالبانو سره جگړه روانه ده.
چارواکي وايي په جگړې کې نژدې ٣٠ طالبان وژل شوي او لس نور ژوندي نيول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په نيولو يې د طالبانو اکمالاتي لارې دهلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دوى اوس هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې امنيت ټينگ کړي او په همدې موخه د امنيتي ځواکونو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوي دي .
ښاغلى عظيمي وايي په خانشين ولسوالۍ کې به ډېر ژر د بيارغونې پروگرامونه پيل شي :
((د تصفيه شوې سيمې دايمي امنيت بايد ټينګ شي، يوه اداره بايد هلته جوړه شي او بيا رغونه پيل شي، په سيمه کې امنيت لومړی بايد د بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ له لوري ټينګ شي او وروسته بيا بايد پوليس په سيمه کې ځای پرځای شي.))
د ښاغلي عظيمي په وينا طالبان د هلمند ولايت مارجې او نهر سراج ولسواليو ته په شاشوي دي.
د دفاع وزارت وياند زياتوي چې په خنجر عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه له هوايي ځواکونو کار نه دى اخيستل شوى.
د خنجر په نامه د بهرنيو او افغان ځواکونو گډ پوځي عمليات تيره اوونۍ په هلمند ولايت کې پيل شول .
په دغو عملياتو کې نژدې ٥ زره امريکايي او افغان ځواکونه برخه لري، چې له 2001 کال راپدېخوا، په هلمند ولايت کې دا تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي .
pattang
08.07.2009
داپرو پاګنده په درد نخوري صليبي اشغالګر او لاسپوڅي به هيڅ وخت دا قدرت
ونلري چې اشغال شوې مځکې وساتي٠
دمذدور دولت يوه خبره هم اعتبار نلري ، څکه چې دوی ځانونه خرڅ کړي دي ٠
نالت په اشغالګرو او لاسپوڅيو ٠
[quote:3dc5919e7a="momtaz"]عظيمي: طالبان مارجې او نهرسراج ته په شا شوي
بی بی سی
آرش پاکطين
له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خانشين د ولسوالۍ له نيولو وروسته يې د طالبانو ټولې اکمالاتي لارې د هلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي .
چارواکي وايي طالبان د هلمند ولايت د نهر سراج او مارجې ولسواليو ته په شا شوي او د دغه ولايت شمال لورې ته له ځينو سيمو د طالبانو د ايستلو عمليات روان دي .
د دفاع وزارت وايي په دغو عملياتو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې .
افغان چارواکي په هلمند ولايت کې د خنجر په نامه د پيل شويو عملياتو لاسته راوړنې ډيرې گڼي ، خو وايي د دغه ولايت د گرشک او نادعلي ولسواليو په شاوخوا سيمو کې اوس هم له طالبانو سره جگړه روانه ده.
چارواکي وايي په جگړې کې نژدې ٣٠ طالبان وژل شوي او لس نور ژوندي نيول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په نيولو يې د طالبانو اکمالاتي لارې دهلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دوى اوس هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې امنيت ټينگ کړي او په همدې موخه د امنيتي ځواکونو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوي دي .
ښاغلى عظيمي وايي په خانشين ولسوالۍ کې به ډېر ژر د بيارغونې پروگرامونه پيل شي :
((د تصفيه شوې سيمې دايمي امنيت بايد ټينګ شي، يوه اداره بايد هلته جوړه شي او بيا رغونه پيل شي، په سيمه کې امنيت لومړی بايد د بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ له لوري ټينګ شي او وروسته بيا بايد پوليس په سيمه کې ځای پرځای شي.))
د ښاغلي عظيمي په وينا طالبان د هلمند ولايت مارجې او نهر سراج ولسواليو ته په شاشوي دي.
د دفاع وزارت وياند زياتوي چې په خنجر عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه له هوايي ځواکونو کار نه دى اخيستل شوى.
د خنجر په نامه د بهرنيو او افغان ځواکونو گډ پوځي عمليات تيره اوونۍ په هلمند ولايت کې پيل شول .
په دغو عملياتو کې نژدې ٥ زره امريکايي او افغان ځواکونه برخه لري، چې له 2001 کال راپدېخوا، په هلمند ولايت کې دا تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي .[/quote:3dc5919e7a]
beett
08.07.2009
صابرصیب اونوروټولو ملګرو ته سلامونه !
هو ولا دجلالزی هغه دسپږو خبر زما هو راپه یاد شوه
شته داسی یاران چی له حنجروالوسره مله دی الله دی هدایت ورته وکړی
وای له ویتنام وروسته داد امریکا ستر عملیات دی ددوی رحم او کرم خو مو په دا ډیرو کلونوکی ولید نو اوس داجلال خیل په دی نه پوهیږی چی دی ظالمانو به
دهلمند په مظلومو اوسیدونکو څه غوبل جوړکړی وی او څو مره قصابی
یی جوړی کړی خو دا ظالمان یی په ننګه لیکنی کوی !!!
او هغه شپږسوه دکرزی لنډغر خو هسی چوپړیان دی
..Ahmadzai
09.07.2009
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:adce3f3083]هو ولا دجلالزی [/quote:adce3f3083]
محترمه د لفظ الجلاله ( الله) إحترام به كوو, (ولا) څه معنا لري, د (الله) لفظ ليكل خو به دومره ستړېكونكې نه وي چې إختصار سي.
[quote:adce3f3083]شته داسی یاران چی له حنجروالوسره مله دی[/quote:adce3f3083]
كاروان پرمخ ځي سپي دې غاپي, تيرو ناخواليو او جنګي حالاتو أفغانانو كې ډير داسې بې وجدان, بې إحساس, بې دينه أو بيغرته وځيږول ,چې هيڅ د خپل ټبر, قام أو مسلمانو وروڼو أو خويندو په درد نه درديږي, د دنيايي ګټو په خاطر له هر څه تيريږي,
په درنښت
أحمدزى
beett
09.07.2009
احمدۍ صاحب مننه
خوکه دا هسی د تکیه کلام په توګه یوه تاکیدی جمله وبولو
لکه عام پښتانه یی چی په خبرو کی هم داسی کاروی بیا به ته وا
کوم مشکل وی یعنی قسم مراد نشی ؟
..Ahmadzai
09.07.2009
بيټه وروره
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
سيۍ ده چې تا به لفظ الجلاله دتكية كلام په حيث كارولى يي, قسم به دې مطلب نه وي, عرب هم ډير داسې وايي والله ما أدري, مطلب ېې والله خبر نه يم, نو هغه غليظ قسم ېې مطلب نه وي, خو زما په نظر به دا جواز نه لري.
بيا هم مطلب همغه لفظ الجلاله(الله) ده, كه تكية كلام وي أو كه قسم نو بايد په سمه توګه وليكل سي.
هيله من چې خفه نسې.
مننه
أحمدزى
كابل جان
09.07.2009
http://www.youtube.com/watch?v=yKCId9EACz8&feature=related
و.افغان
10.07.2009
وروڼو سلامونه او نيکې هيلې:
دصليبي لښکر دماتيدو ورځ ان شاء الله ډیره نږدې ده، ددوي او ددوي دډنډورچيانو
دا اعلامي پروپاګنډی هيڅ په درد نخوري، په هلمند کی اوسمهال ددوي په وړاندې
ځواکمن مقاومت روان دی، او ښه درانه تلفات ويني.
خو افسوس په دی چی هغه دچا خبره: زندانونه او سختی څوک تیرې کړي، او کیلې
او مالټې څوک خوري.
اوسمهال له هر څه زيات دافغانانو دوحدت په اړه واضحی منصفی او عادلی
استراتيجۍ ته اړتيا ليدل کیږي، دافغان مقاومت دثمری تر ټولو لوی مستحق خپله
افغان ملت دی او بس.
دواحد افغان ملت دليدو په هيله
په درنښت