د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

پاچا، وزیر، او تار

و.افغان
06.07.2009

وايي، چی په يوه دولت باندی ډیر بی عقله پاچا حکمراني چلوله، ددی پاچا يو هوښيار
وزیر اعظم وو، چی هر وخت به يي دپاچا په بی عقلۍ پردی اچولی، او دهغه دبی عقله
او سفيهو خبرو لپاره به يي هر وخت پرتاګونه جوړول.
يو وخت وزیر تنګ شو، نو پاچا سلامت ته يي ويل: پاچا صاحب، تاسو کله کله داسی
خبری کوئ، چی زمونږ دهيواد او حکمرانۍ دبدنامۍ سبب ګرځي، او زه نور د
پرتوګونو له جوړولو ستړی شوی يم، نو خوښه دی نه ده، چی يو تار در کی واچوم، کله
چی ستاسو پاچا سلامت څخه خبره کږيږي، نو زه به تار کشوم، او ته به چپتيا غوره
کوي.
پاچا سلامت دهوښيار وزیر اعظم دی خبری ته دزړه کومی هر کلی وکړ، وزیر په کی
تار واچوه، په مجلس کی به يي تار لاس کی نيولی وو، چی داړتيا پر مهال يي راکش
کړي.
يو وخت دی هيواد ته ديوه بل هيواد پاچا سره له خپلو درباريانو راغی، له سلام څخه
وروسته، او له هر څه مخکی دی بی عقل پاچا په داسی پوښتنو پیل وکړ:
پاچا صاحب: ستاسو په وطن کی غوایان شته؟
دی بل پاچا په حيرانتيا ځواب ورکړ: هو شته.
دوهمه پوښتنه يي ورپسی کړه: ستاسو غوايان سوټی کوي.
دبل هيواد پاچا لا پسی حيران شو، او په چيچلو شونډو يي ځواب ورکړ: هو، سوټي
کوي.
دی وخت کی هوښيار وزير پوه شو، چی حالات نور هم خرابيږي، نو ژر يي تار راکش
کړ، او بيا يي دخپل پاچا دخبرو لپاره پرتوګ جوړول پيل کړل:
پاچا صاحب: زمونږ پاچا ډير هوښيار سړی دی، ډير په ادب او کناياتو کی غږيږي،
دهغه له لومړۍ پوښتنې څخه موخه داده، چي ستاسو فوځي ځواک څنګه دی؟
او له دوهمی پوښتنې څخه يي موخه داده، چی ستاسو دهيواد اقتصاد څنګه دی؟
دوزیر په دی خبرو سره دهغه بل هيواد پاچا ډیر متأثر شو، او بی عقل پاچا يي په
سترګو کی ډیر غټ شو.
دی وخت کی بیعقل پاچا خپل هوښيار وزیر اعظم ته مخ راواړوه، او ويي و يل:
کم بخت وزیره:
چی دومره ښې خبرې کوم، نو تار ولې کشوی؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more