د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پنجاب ته پښتونخوا پريښودل دځانوژنی معنا لري

و.افغان
05.07.2009

پنجاب ته له پښتنی ځمکی تيریدل دپښتانه دځانوژنې، او ددين، دنيا، او وطن
دتباهۍ معنا ورکوي:
ددی لپاره چی ددی خبرو حقانيت په اثبات ورسيږي، نو دسيمي دتيرو لنډو څو
لسيزو تاريخ او پيښو ته مو پام راړوم:

دين ته ولي زيان لري؟
ځواب يي ښکاره دی، له کومی ورځی چی داسلام په نوم نړۍ ته پاکستان نومی
هيواد راغلی دی، نو دغه هيواد يوه ورځ هم اسلام خپل قانون نه دی ګرځولی، او نه
يي اسلامي احکامو ته تحاکم غوره کړی دی، بلکه برعکس له شپيتو کالو راهيسی
په کی دمسلمانانو او اسلامي دولتونو دلوي دښمن په لاس ليکل شوی قانون
چليږي، او له قرآن او سنت څخه يي ډير احترام کیږي.

ددين ختميدل او کمزوري کيدل دمسلمانانو کمزورتيا او ختميدو پوری اړه لري،
انګریزان چی سيمې ته راغلي وو، نو هغوي داسلام دبري او ځواک لپاره نه وو راغلي، بلکه داسلام، جهاد، او اسلامي هيوادونو دطبيعي زيرمو او منابعو دلوټلو
لپاره سيمې ته راغلي ول.

خو کله چی هغوي دولسونو دمقاومتونو په نتيجه کی دخپل ټغر غونډولو ته
اړ شو، نو يو داسی هيواد يي رامنځ ته کړل، چی دهغه هيواد له لاری يي دشپيتو
کالو په اوږدو کی يي په سيمه کی خپل وجود ثابت او ډير مؤثر ښکاره کړل.

په سيمه کی پښتانه هغه
خلک وو، چې انګریزان يي مات کړي وو، او له خپلو ځمکو يي په زوره ويستلي وو،
ځکه خو انګریز هغوي په څو برخو وويشل، چی دا ویشنه په حقيقت کی داسلامي
ځواک ویشنه او ټوټه کيدل وو.

اسلام چی پر تعاون او همکارۍ ولاړ دین دی (وتعاونوا علی البر والتقوی) نو انګریزانو او دهغوي بچوړو دسيميیزو قومونو تر منځ دتفرقی او کرکی تخم
وشيندل، او ورونه يي سره واچول.

دانګریز او پنجاب په لاس دافغان جهاد ناکاميدل داسلام پر ضد يوه لويه دسيسه او
دپنجابي حکمرانانو جفاکاري بللی شو، چی ضرر يي نه تنها افغانانو ته ورسيد،
بلکه دنړۍ ټولو اسلامي هيوادونو او مسلمانانو ته ورسيد.

تر څو چی دپښتنو په ځمکه دانګریز دبچوړو خونکارې جامی خښې وي، نو تر هغی
دلته دواقعي، رښتيني، الاهي اسلام منځ ته راوستل ناممکن دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دپښتونخوا پريښودل دځان وژنی په معنا:
الله جل جلاله چی کله په قرآن کريم دقريشو په قوم احسان کوي، نو فرمايي:
الذي أطعمهم من جوع وآمنهم من خوف.
دخيټې مړښت، او دسر آمن دوه هغه لويی مهمی مسئلی دي، چی الله جل جلاله يي
دلويو نعمتونو په توګه قريشو ته وريادوي، که خيټه وږې وي، يا سر بی امنه وي،
نو نه اسلامي دعوت مخ په وړاندی تللی شي، نه دالله جل جلاله لپاره انساني حضور
برابريدی شي، او نه دانسان مال، پت، عزت، او ناموس خوندي پاتی کيداي شي،

اسلامي دين دپنځو څيزونو دحفاظت لپاره راغلی دی، چی په اسلامي فقهه کی
کليات خمسة بلل کيږي, داسلام دمبارك دين لوي اهداف او موخي ددى كلياتو
ساتنه ده:
چی هغه کليات:
ددين، عقل، مال، ناموس، او ژوند دساتلو څخه عبارت دي، ځينی فقها نسب هم
زياتوي، خو نسب دناموس لاندی داخليږي.

دپښتونخوا دځمکی غصبيدنه داسی وخت ترسره کيږي، چی په افغانستان کی
حکمران ډير کمزوری وو، او په وچ زور تری دا ځمکه وشکول شوه، خو کله چی
يو تکړه، قهرمان، او ځواکمن حکمران راځي، په دښمن دافغانستان استقلال مني
او دخپلی ځمکی اعاده غواړي، په دغه لړ کی چی څومره حکومتونه راغلي دي،
نو که دپښتونخوا لاندی کول يي تر وسعی پوره نه وه، خو دايي کولاي شو، چی
تحت السلطة افغانستان امنيت ښه کلک وساتي، او دخلکو پنځه ګونو يا شپږ
ګونو کلياتو حفاظت وکړي، چی داسلام پرتمين لوړ، او ستر مقاصد شميرل کیږي.
خو دوخت په تيريدو سره په افغانستان کی په
ډرامتيک ډول حالات بدليږي، او دافغانستان پاکه خاوره اشغاليږي، امن په بی
امنۍ بدليږي، جهاد پيل کیږي، او دپښتونخوا دغاصبينو له خوا دافغانستان
دمسلمان ولس په ضد دجهاد په جريان کی پليت او مردار پلانونه برابريږي، چی
دروسانو دناکاميدا په صورت کی ديوه اسلامي افغاني واحد حکومت راوستلو مخه
ډب کړي، دا کار بريطانويانو، امريکايانو، او پنجابو په ګډه سرته ورساوه، او په
کی کامياب هم شول، ددغه کرغيړنو پلانونو دعملي کيدو لپاره دکوزی پښتونخوا
له ځمکی او ځينو خرڅ شوو ايجنټانو څخه استفاده وشوه، او داستفادی جريان لا
دوام مومي، چی په نتيجه کی افغانان در په در او خاوري په سر شو، په ګيډه وږي
شو، په تن لغړ شو، دسر امن ترې والوت، دين ته يي صدمه ورسيده، له تعليم څخه
محروم پاتی شو، رنګارنګ بی ابيو سره مخ شو.

نو که چیرته دغه پښتنه ځمکه دانګریزو دبچوړو لاندی نه وه، نو آیا دوي کولاي شو
چی خپل شوم پلانونه داسی په آسانه پلان، تطبيق، او دومره ژر يي دهغوي لپاره
مثبتی پايلی هم وويني؟؟؟؟
نه هيڅکله نه.
دا دبرو پښتنو په اړه،
او دکوزو مسلمانو پښتنو په اړه خو به دومره کافي دي، چی روزمره خبرونه
استحضار کړو، چی دوي هم دانګریزانو او پنجابو دشومو پلانونو ښکار کيږي،
او پنځه ګوني کليات يي له خطر سره مخ کیږي.
لکه څنګه چی يي مخکی مونږ ښکار شوي وو، او جاني ښکاري مو لا تر اوسه هم
په غوښو او وينو موړ شوی نه دی.
دلته هغه عربي متل را په ياديږي چی وايي:
ِانما اکلت یوم اکل الثور الأبيض.
ژباړه: په تاکید سره زه په حقيقت کی په هغه ورځ وخوړل شوم، په کومه ورځ چی
سپين غوايي وخوړل شو.

په درنښت


..Ahmadzai
06.07.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

زه به دومره درزيات كړم چې علامة إقبال يو مشهور پنجابي شاعر أو فيلسوف د أفغانانو ډيرې ستاينې أو صفتونه كړي أو د هغوي ميړانه أو غيرت زور أو شوكت ته ېې ډيرې إشارې كړي، ده د أسيا أمن أو نا أمني د أفغانانو أمن أو ناأمني پورې تړلي، أو په منطقه كې د إسلام ساتونكي أفغانان ګڼلي.
له أفغان څخه د إقبال مطلب رښتيني أفغانان يعني پښتانه دي.

له بلې خوا ده تل پنجاپيان رټلي أو هغوي ېې بې غيرته خائن أو سپك ذليل منافق بللي.
يو ځای كې وايې چې أنګريزانو له پنجاب څخه دوه شيان وړي چې د دغو دوه شيانو تمه بايد هيڅكله له پنجابيانو څخه ونسي هغه دوه شيان [color=darkred:9f8b605c14]توره أو قران ده.[/color:9f8b605c14]
نو بايد مونږ هيڅكله د غيرت شهامت او ميړانې أو يا د إسلام أو د دين لوړوالي أو عزت تمه له پنجابيانو څخه ونه کړو، ځكه چې فاقد الشيء لا يعطيه.

علامه إقبال پنجابيانو كې يو پوه بيدار أو ديندار پنجابى وو چې پرته له تعصب څخه د حق طرفدار وو.

په درنښت
أحمدزى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more