د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانيزم، څو ترخه حقايق

W.Wardak
04.07.2009

له ویسا ویب سایټ څخه په مننه

سليم صافى

يادښت: سليم صافى د پښتونخواه د ځوانو خو په خبره پوهو ژورناليستانو او ليكوالانو څخه دى. نوموړى له كلونو راهيسې د پاكستان اردو ژبيو ورځپاڼو ته د (جرګه) تر سرليك لاندې كالمونه ليكي، د نوموړي د ليكنو زياتره موضوعات طالبان، القاعده، د پاكستان پوځ، افغان لانجه، د امريكا پاليسي او دې ته ورته تاوده موضوعات وي. د سليم صافي په زياترو ليكنو كې يو ځانګړى جرئت او ريښتينولي ښكاري، دلته يې د مشهورې جنګ ورځپاڼې په وروستيو دوو ګڼو كې پرلپسې خپرې شوې ليكنې ځينې برخې سره لولو:

په تيرو څو د پرلپسې ليكنو كې چې ما د بې دريغه پوځي ځواك د كارونو مخالفت كړى نو له يوې او بلې خوا د طالبانو په ملګرى او ډول ډول نومونو و نومول شوم.

ما هر چاته همدغه ځواب وركاوه چې زه سياستوال، د كوم ګوند مشر او يا پوځي جنرال نه يم چې بهر په كوم هېواد كې پناه واخلم، په همدې خاوره به ژوند كوم او همدلته به مرم، ځكه خو ددې خاورې ساتونكي او اوسيدونكي هم را باندې ګران دي.

زما يوه غوښتنه ده، چې لومړى دغه زړه نازړه توب له منځه يوسئ، مساله سپينه كړئ، د دوست او دښمن توپير وكړئ، پاك او چټل سره بېل كړئ، بيا كه ځواك كاروى او كه خبرې اترې او تفاهم كوئ.

اوس خو د پوځ په مشرتابه كې خبره سپينه نه ده چې القاعده او طالبان دوستان دي كه دښمنان! مولانا فضل الرحمن او قاضي حسين احمد اوس هم وايي چې د سپټمبر ۱۱ مې پيښې امريكا پخپله كړې او القاعده هسې افسانه ده.

يوه ورځ په سوات او وزيرستان كې جګړه د سريلانكا د تامل پړانګانو له جګړې سره پرتله كېږي، بله ورځ له طالبانو سره د تفاهم خبرې كېږي. هغوى ته امتيازات منل كېږي.

دا اوس طالبان دوه ډوله ښودل كېږي يو يې د منلو وړ، بل ډول يې د منلو وړ نه دي. كوم كسان چې د پاكستاني طالبانو مخالف دي هغوى هم دا وايي چې د افغانستان طالبان ښه دي. د چا په اند چې په پاكستان كې ځانمرګي بريدونه ناروا دي، هغوى هم په فلسطين، كشمير او افغانستان كې ځانمرګي بريدونه ستايي، زه كله كله پردې فكر كوم چې الله ته به څه ځواب وايو چې كوم څه د ځان لپاره نه خوښوو هغه د افغانستان او كشمير مسلمانانو ته ولې خوښوو؟

دلته كه طالبان راځي نو مولانا فضل الرحمن هم ترې ويريږي، خو په افغانستان كې د طالبانو حكومت زموږ ږير خرېيلي جنرالان هم غواړي او پياله ماتوونكي كارپوهان هم!

اوس وضعه داسې ده چې د پاكستان ولسمشر آصف زرداري د امريكايانو غلامي د خپل حكومت د دوام او ساتنې يوازينۍ لاره بولي، خو دده استازى د سرحد ايالت والي اويس احمد غني شپه او ورځ قوم ته دا وايي چې امريكا غواړي پاكستان تجزيه كړي.

جماعت اسلامي، جمعيت العلما، تحريك انصاف ګوندونه ټول جهاد له امريكا نه د ژغورنې لاره بولي، خو طالبان چې وسله اخلي او دا شعار وركوي دوى بيا له هغو نه برائت اعلانوي، ذهنيت همدوى وركوي، فتواوې دوى وركوي خو عملاً بيا دا كار نه كوي.

كله چې عبد الله مسعود چيني انجنيران و تښتول نو زموږ حكومت هغه د امريكا ايجنټ وباله او په مقابل كې يې بيت الله مسعود را پورته كړ، لكه كټ مټ اوس يې چې د بيت الله مسعود پر خلاف زين الدين او تركستان بيټنى را اوچت كړل.

د پاكستان د طالبانو د تحريك په رسمي پاڼو يوه لوري ته ليكلي دي (امير بيت الله مسعود)، بل لوري ته يې ليكل شوي (امير المؤمنين ملا محمد عمر) اوس كه بيت الله مسعود د امريكا ايجنټ وي نو ملاعمر هم دى.

زموږ بدمرغي داده چې موږ پر خپلو غطيو اعتراف نه كوو، خو د غلطيو د پايلو د له منځه وړو هيله لرو، زموږ جنرال صاحبان او سياسي او مذهبي مشران فرمايي چې طالبان بې لارې شوي دي، خو طالبان بيا پر دې ټينګار كوي چې دوى پخپله بې لارې شوي دي، دوى وايي چې كه د شوروي اتحاد پر خلاف جهاد روا ؤ د امريكا پر خلاف ولې ناروا دى؟

همدغسې كه د حامد كرزي پر خلاف جهاد فرض دى د امريكا د نږدې ملګري جنرال مشرف يا آصف زرداري پرخلاف ولې فرض نه دى؟

په افغانستان كې د ټوپك په زور د شريعت نفاذ روا ؤ نو په پاكستان كې ولې روا نه دى؟

كه اوس پر دوى تور لګوي چې پاكستاني پوليس مسلمان دي وژل يې ناروا دي، ايا په نيول شوي كشمير كې پوليس اويا د كرزي د حكومت پوليس مسلمانان نه دي ولې د هغوى وژل روا دي د پاكستاني پوليسو وژل ناروا؟ آيا زموږ سياستوال او مشران دې پوښتنو ته ځواب لري؟


و.افغان
04.07.2009

وردګ صاحب ! دتکړه، زړه سواندې، او حقيقت پال ليکوال سليم صافی ښکلې ليکنه
دی را کاپی کړی ده،

خو دا ټولپوښتنه دی څه بی مفهومه غوندی راته ښکاره شوه.
آیا پاکستان کی د اسلام نظام لپاره جهاد او د پاکستانی پولیسو وژل ښه کار دی؟

دمسلمان وژل په هيڅ حالت کی روا نه دي، يواځی په يو څو محدودو حالتونو کی يي
هدرول روا دي، چې اسلام مونږ ته راپه ګوته کړيدی.

دلته دپوليسو وژلو خبره بيخي مطرح نه ده، اګر که بیګناه پولیس دلته او هلته کوتره
کيږي، دپوليسو په وژلو او له منځه وړلو هيڅ نه رامنځته کیږي، ډیر کله آي اس آي
خپله پوليسو ته بمونه ږدي، او له منځه يي وړي، بيا يي په طالبانو وراړوي، او دا
خبره دومره تواتر ته رسيدلې چی دليل يادولو ته يي هيڅ اړتيا نه ليدل کیږي.

خبره دمنافقې، شيطاني، او ابليسې ادارې په اړه ده، چی زمونږ دتباهۍ لپاره يي
شپه او ورځ په ځان يوه کړیده، او دانسانيت ژوند يي په مونږ نه لوريږي، نو ددی
خلکو سره مقابله کول ځمونږ شرعي او قانوني حق دی.

پاکستانی طالب که په رښتيا طالب وي، او دفوځ ملیشه نه وي، نو ددی ادارې
دختمولو لپاره دی آواز پورته کړي، او يو يو مرکز يي دی په نښه کړي، دملي آزادۍ
او دانګریزانو دچرګوړو څخه دپښتنی ځمکی دپاکولو
غږ دی پورته کړي، او دپښتونخوا پښتانه دی هم ورسره لاس يوځاي کړي، ځکه
چی ددغو تورمخو ،نه په مونږ دانسانيت ژوند پیرزو کيږي، او نه دکوزې پښتونخوا
په پښتنو.

پاکستانی طالب چی له یوې خوا داسلامي شريعت دنافذولو چیغي وهي، او له بلی
خوا ګام په ګام دآي اس آي رهنمود عملي کوي، په اسلام آباد کی ورسره ناستی
پاستی کوي، دپښتنو ملي مشران وژني، او داسلام په نوم هغه څه کوي، چي داسلام
دبدنامۍ سبب کیږي، دپاکستاني عمومي آيين ته احترام لري، دآي اس آي له ادارې
سره په يوه دستر خوان کښيني او پاڅيږي، نو څنګه به له دوي څخه داسلامي
حکومت طمعه وشي.
داسلامي نظام منځ ته راوستل يو حقيقي ارضيت غواړي، يو بديل حکومت او
دولت غواړي، اسلامي نظام په دی نه راځي، چی دانجونو او هلکانو لیسی، دنايانو
دوکانونه، دسيډيانو بازارونه او عام ځايونو کی دی بمونه وچول شي.
نن تر هر وخت ډیر زيات ټولې ايجنسۍ، سوات، او ټولې حدودي منطقي په
پاکستاني فوځ داسي ډکي دي، چې هيڅ ساری يي نه ليدل کيږي، داسلامي نظام نافذ کيدل هغه وخت مطرح کيداي شي، چی ددی خلکو په ضد ريښتونې جګړه پيل
شي، تاسو باور وکړئ، چی دوي ټول سره په همدی ايجنسيو کی په يو کسه خوري،
او په يوه جام څکي، او عام خلک وژني.

دهلکانو او ماشومانو دليسو الوزونه، دنايانو ددکانونو له منځه وړل، په عام بازار
کی چادونی کول، دسيډيانو محلونه تباه کول، هغه کچه کارونه دي، چی يقين لرم
طالب يي نه تر سره کوي، طالب ټول عمر دخداي جل
جلاله قرآن ياد کړی او اسلامي تعليمات يي حاصل کړي وي، هغه په داسي ګمراه
کارونو کی نه شي ښکيل کیدی، دا مردار کارونه ټول آي اس آي کوي، او په طالب
يي ورتپي، ددی لپاره چی طالب سبا دپاکستان لپاره هيڅکله خطر جوړ نه شي،
او ددی سره سره دطالب څخه دخپل قوم په تباهۍ کی دداسی فعالی وسلې په توګه
کار واخلي، چې هيڅوک يي مقاومت ونشی کړاي، خو څنګه چي آي اس آي ته يي
رګ رګ معلوم وي، نو په هر لمحه کی چی وغواړي رګونه يي ورته له وينې وچولې
شي.

په درنښت


و.افغان
05.07.2009

http://www.youtube.com/watch?v=3vJCjxsNmug&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=9lKhO1IVtSI

په درنښت


W.Wardak
05.07.2009

صافئ صاحب مننه، د ډیرو پښتنو په زړه پوری شعر یی ویلئ.
زمونږ طالب ته مجاهد وایی....خپل طالب ته ترهګر وایی


په پاکستان کی د جهاد په هلکه د پاکستانی مفتی ځواب

W.Wardak
05.07.2009

http://www.youtube.com/watch?v=XH7WQcBdx18


و.افغان
05.07.2009

په دی لويه ګيره دا مفتي عدو الرحمن نه شرميږي، چی دعامو مسلمانانو په سترګو
کی خاوري شيندي، اوپه ډیری سپينسترګۍ سره دلاډميکال دقانون يادونه کوي،
چی مونږ خو دلاډميکال آيين لرو، قومي ميثاق او دستور لرو، او دآييني ميثاق له
اعتبار په بنا خبری کوي، چی ددغه ميثاق له مخی دلته جهاد جائز نه دی، او دبدلون
لپاره دآييني تګلاری غوښتنه کوي.
خو مونږ چی په افغانستان کی کله دالله دکتاب او دپيغمبر صلی الله علیه وسلم
دسنتو په رڼا کی دبين الأفغاني سولی غوښتنه مطرح کړیده، نو دوي دتکفير او
دجهاد له نوم څخه په استفادی دسولی په لارو کی لغتې وهلي دي.

دوي ټولو دا خبره دليل نيولی ده، چی په افغانستان کی بهرني فوځونه دي، دوي
شياطينو او منافقينو څخه دا څه پټه ده، چی دافغانستان دویشتلو لپاره همدی
دانګریز بچوړي طالبان په دیرش مليونه ډالره خرڅ کړل، خپلی هوايي اډی او ځمکنۍ
لاری يي دامريکايانو او ناټو په خدمت کی په کار واچولی.!!!

په سوونه مجاهدين نر او ښځي يي په ډالرو خرڅی کړو، حتا چی خپلی خورګانې
او مورګانې يي هم په څو زره ډالره خرڅی کړی.
دافغانستان دطالبانو دځواکونو موقعيتونه يي په مفصله نخشه کی په بوش باندی
په سپيڼه ماڼۍ کی خرڅ کړه.

تر اوسه يي لا توبه نه ده ويستلې، دامريکا دخوشالولو لپاره بیګناه عام پښتانه
بربادوي، او داسی ورځ نشته چی ددی انګریز دبچوړو له لاسه دکوم پښتون په
کوم کی دغم ټغر نه وي غوړیدلې.
زه خپلو ټولو وروڼو ته يادونه کوم، چی تنها مفتي عدو الرحمن (نه منیب الرحمن)
داسي شيطاني حرکتونه کوي، بلکه دپاکستان دسياسي ملايانو غوڅ اکثريت
همدارنګه منافق دريځ دی، چی ديوه کيس هوښيار مسلمان په توګه بايد مونږ
مسلمانان پری په مکرر ډول سره ونه غولول شو.
دا منافق مسلک دعدو الرحمن او ددغه بل کجرو تر څنګ دقاضي حسين احمد،
مولانا فضل الرحمن، او دپاکستانو دټولو سياسي مولايانو دی.
لنډه دا چی دوي داسلام له نوم څخه چاقو جوړ کړی، خپله پری کيکونه، مڼی، کيلی
او مالټی پری کوي، او ځمونږ په زړونه، کولمی، او جيګرونه غوڅوي، او که څوک
يي نه مني، نو يو وار دی ددي عدو الرحمن خبرو ته غوږ ونيسي.

ألا لعنت الله علی المنافقين والظالمين.

په درنښت


W.Wardak
12.07.2009

میرویس جلالزی

د زابل ولایت د پوهني ریاست چارواکي وایې چې دغلته دطالبانو د ګواښونو په سبب تر اوسه پوري ۱۵۲ بابه ښونځي د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي.
د دغه ولایت د پوهني ریس عبدالنبي ودان وایې چې له دې امله په زرګونو تنه زدکونکي هم نجوني او هلکان د زدکړې له حاصلولو چې یو فرضي عمل دی محروم پاتي شوي دي.
د زابل ولایت ځايي خلک وایې چې طالبان حتی په رڼا ورځ هم نجوني ښونځیو ته له تګ څخه را ګرځوي .
د زابل د پولیسو مشر جنرال عبدالرحمان سرجنګ هم دغه خبره مني او وایې چې د پولیسو دومره کافي سرتیري ورسره نه شته چې د ښونځیو پر وړاندي د اوسنیو پرتو ننګونو مخه پري ونیسي.
ښاغلي سرجنګ وویل چې د شاجوې او خاک افغان ولسوالۍ هغه سیمې دي چې پکې د نجونو ښونځي تر ډیره بریده تړل شوي دي او نجوني نه شي کولای خپلو زدکړو ته دوام ورکړي
http://www.benawa.com/details.php?id=27565


ډاکټر څپاند
14.07.2009

دطالبانو عدالت؟!!

http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008


pattang
14.07.2009

انډيواله دا ويديو خو يولوی وحشت دی او بل دا چې داسړی خو مړ دی چې حلا له وي يې دی خو هيڅ مقاومت نکوي دا حلا لونکي خو لوی وحشيان دي ٠

پردې ځای کې ډېر سوالونه پيداکيږي دا خلک خو داسي دي لکه داينکاس طائفه
او يوه سيکټه چې خدايان يې خپه نشي هرکال به يې انسانان داسې په
سکنجه وژل او قرباني کول ٠ دا هلکان د کوزې پښتونخوا لحجه لري او داخوهغه خلک ندي چېزه يې لاره پېژنم ٠ زموزپرځای کې يو چا يو سړی مړکه له هغه کونډه او يتيمان پاتې شول ، طالبانو قاتل ګير که او ښځې ته يې وويل که يې پرېږدې خدای
پاک به اجرونه ور کړي دميړه شهادت دې مه خرابه وه ! ښځې ورته وېل نه ددې سړي هم بايد ښځه کونډه او کوچنيان يې يتيمان شي لکه زما او زه يې نه بخښمه ،بيا طالبانو هغې ښځې ته تفانچه په لاس کې ور کړه او ښځې هغه سړی په سر وويشت٠
درست دی په طالبانو کې اطرافي ډېر کم عقله خلک هم وو اوداسې کارونه يې کول
چې د واقعي طالبانو درنګ بدي علت وګرزېدل .
خدای پاک دې پښتنو ته عقل ورکړي . کاشکې د غه ويديو مې نوی ليدلې٠

[quote:62eb92acad="Subat Sabit"]دطالبانو عدالت؟!!

http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008[/quote:62eb92acad]


و.افغان
16.07.2009

[quote:0026c0bd7b="pattang"]انډيواله دا ويديو خو يولوی وحشت دی او بل دا چې داسړی خو مړ دی چې حلا له وي يې دی خو هيڅ مقاومت نکوي دا حلا لونکي خو لوی وحشيان دي ٠

پردې ځای کې ډېر سوالونه پيداکيږي دا خلک خو داسي دي لکه داينکاس طائفه
او يوه سيکټه چې خدايان يې خپه نشي هرکال به يې انسانان داسې په
سکنجه وژل او قرباني کول ٠ دا هلکان د کوزې پښتونخوا لحجه لري او داخوهغه خلک ندي چېزه يې لاره پېژنم ٠ زموزپرځای کې يو چا يو سړی مړکه له هغه کونډه او يتيمان پاتې شول ، طالبانو قاتل ګير که او ښځې ته يې وويل که يې پرېږدې خدای
پاک به اجرونه ور کړي دميړه شهادت دې مه خرابه وه ! ښځې ورته وېل نه ددې سړي هم بايد ښځه کونډه او کوچنيان يې يتيمان شي لکه زما او زه يې نه بخښمه ،بيا طالبانو هغې ښځې ته تفانچه په لاس کې ور کړه او ښځې هغه سړی په سر وويشت٠
درست دی په طالبانو کې اطرافي ډېر کم عقله خلک هم وو اوداسې کارونه يې کول
چې د واقعي طالبانو درنګ بدي علت وګرزېدل .
خدای پاک دې پښتنو ته عقل ورکړي . کاشکې د غه ويديو مې نوی ليدلې٠

[quote:0026c0bd7b="Subat Sabit"]دطالبانو عدالت؟!!

http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008[/quote:0026c0bd7b][/quote:0026c0bd7b]

پتنګ صاحب:
خفه نشئ، په دغه فيصله کی هم په اسلامي شرعه عمل نه دی شوې، لومړۍ خو دا
چی شرعا قصاص دورثې حق دی، مګر دکومې ورثې؟

په دی کی اختلاف دی، حنفيان ، شافعيان، او حنبلیان وايي، چې قصاص دمطلقې
ورثې حق دی، نران وي، او که ښځي وي، خو مالکيان بيا وايي، چې قصاص يواځې
دنرانو وارثانو حق دی.

څنګه چی په افغانستان کی حنفي مذهب دی، نو لومړنۍ مذهب په نظر کی نيسو،
نو قصاص دټولې ورثې حق دی، نر وي او که ښځه.

څنګه چی په پورته صورت دوژل شوې سړي کوچنيان وو، نو هر کوچنۍ يي حق لري
چی دقصاص په اړه مثبت يا منفي نظر ورکړي، البته هغه وخت يي نظر داعتبار وړ
ګرځي، چی کله بلوغ ته ورسیږي، که چيرته ټوله کورنۍ په دی سلا وکړي، چی قاتل
دی قصاص شي، او يو تازه بالغ شوې هلک يي ونه مني، نو قاتل نه قصاص کیږي،
مطلب دا چی
تر هغه وخته صبر، او قاتل بندي ساتل پکار دي، چی واړه لوي شي، بالغ شي، او
خپل نظر ورکړي، دا ددوي شرعي مسلم حق دی.

هو که چيرته اسلامي دولت ته معلومه شي، چی دغه سړی دحرابی دحد مستحق
شوې دی، نو کولاي شي، چی ددغه اتهام له ثبوت څخه وروسته يي داعدام په سزا
ورسوي، ولو که دمقتول په ورثه کی يې ځينې خلک وبخښي.

البته تاسو چی کوم صورت رانقل کړیدی، ددی دوهم حالت سره هم اړخ نه لګوي،
ځکه خو قاضي او طالبانو غلطي کړي، چی له کوچنيانو وارثانو له نظر پرته يې
دښځې په مطالبې هغې ته دقصاص حق ورکړې دی، توفنګچه يي ورکړې، او قاتل
يي وژلې.

په درنښت


pattang
16.07.2009

ساپی سلا مونه داسلام دين زما په عقيده او عقل له ټولو اديانو ښه دين دی او دژوند
په ټولو برخو کې ان په حقوقي ، اقتصادي ٠، تربيه وي لارو کې ډېر ې برابريز ې
منطقي لارې لري دا بې له عقيدې څخه دانصاف په تله ، خو دغه لارې ډېر ځله د اخندي فتواګانو په منځ کې ورکې شي او دشرم وړ شي٠

ساپی صيب خدای پاک انسان ته شرف، حرمت او پرده ورکړې او اشرف المخلوقات يې پيدا کړی ٠ نو دپسه غوندې حلا لول خو ولا که يا پرده وي او يا حرمت دا شرعي قصاص به هلته وو چې يوازې چړې وې بل شی نه وو نو اوس خو ولاکه دچړو وخت وي ٠
څوک چې له چانه غيرې حق ژوند واخلي نو هغه قاتل هم دژوند حق نلري ٠ اوس
سوال دادی چې په ګولۍ يې ولې نه ولې چې تکليف پرې تېر نشي او هغه اشرف
امخلوقات يې دخپل حق په دود وساتل شي ٠
په چاړه حلا لول ??? ساپی صيب درې ورځې ډوډۍ خوند نه راکاوو ٠

،[quote:9eb125a48b="وهاج ساپی"][quote:9eb125a48b="pattang"]انډيواله دا ويديو خو يولوی وحشت دی او بل دا چې داسړی خو مړ دی چې حلا له وي يې دی خو هيڅ مقاومت نکوي دا حلا لونکي خو لوی وحشيان دي ٠

پردې ځای کې ډېر سوالونه پيداکيږي دا خلک خو داسي دي لکه داينکاس طائفه
او يوه سيکټه چې خدايان يې خپه نشي هرکال به يې انسانان داسې په
سکنجه وژل او قرباني کول ٠ دا هلکان د کوزې پښتونخوا لحجه لري او داخوهغه خلک ندي چېزه يې لاره پېژنم ٠ زموزپرځای کې يو چا يو سړی مړکه له هغه کونډه او يتيمان پاتې شول ، طالبانو قاتل ګير که او ښځې ته يې وويل که يې پرېږدې خدای
پاک به اجرونه ور کړي دميړه شهادت دې مه خرابه وه ! ښځې ورته وېل نه ددې سړي هم بايد ښځه کونډه او کوچنيان يې يتيمان شي لکه زما او زه يې نه بخښمه ،بيا طالبانو هغې ښځې ته تفانچه په لاس کې ور کړه او ښځې هغه سړی په سر وويشت٠
درست دی په طالبانو کې اطرافي ډېر کم عقله خلک هم وو اوداسې کارونه يې کول
چې د واقعي طالبانو درنګ بدي علت وګرزېدل .
خدای پاک دې پښتنو ته عقل ورکړي . کاشکې د غه ويديو مې نوی ليدلې٠

[quote:9eb125a48b="Subat Sabit"]دطالبانو عدالت؟!!

http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008[/quote:9eb125a48b][/quote:9eb125a48b]

پتنګ صاحب:
خفه نشئ، په دغه فيصله کی هم په اسلامي شرعه عمل نه دی شوې، لومړۍ خو دا
چی شرعا قصاص دورثې حق دی، مګر دکومې ورثې؟

په دی کی اختلاف دی، حنفيان ، شافعيان، او حنبلیان وايي، چې قصاص دمطلقې
ورثې حق دی، نران وي، او که ښځي وي، خو مالکيان بيا وايي، چې قصاص يواځې
دنرانو وارثانو حق دی.

څنګه چی په افغانستان کی حنفي مذهب دی، نو لومړنۍ مذهب په نظر کی نيسو،
نو قصاص دټولې ورثې حق دی، نر وي او که ښځه.

څنګه چی په پورته صورت دوژل شوې سړي کوچنيان وو، نو هر کوچنۍ يي حق لري
چی دقصاص په اړه مثبت يا منفي نظر ورکړي، البته هغه وخت يي نظر داعتبار وړ
ګرځي، چی کله بلوغ ته ورسیږي، که چيرته ټوله کورنۍ په دی سلا وکړي، چی قاتل
دی قصاص شي، او يو تازه بالغ شوې هلک يي ونه مني، نو قاتل نه قصاص کیږي،
مطلب دا چی
تر هغه وخته صبر، او قاتل بندي ساتل پکار دي، چی واړه لوي شي، بالغ شي، او
خپل نظر ورکړي، دا ددوي شرعي مسلم حق دی.

هو که چيرته اسلامي دولت ته معلومه شي، چی دغه سړی دحرابی دحد مستحق
شوې دی، نو کولاي شي، چی ددغه اتهام له ثبوت څخه وروسته يي داعدام په سزا
ورسوي، ولو که دمقتول په ورثه کی يې ځينې خلک وبخښي.

البته تاسو چی کوم صورت رانقل کړیدی، ددی دوهم حالت سره هم اړخ نه لګوي،
ځکه خو قاضي او طالبانو غلطي کړي، چی له کوچنيانو وارثانو له نظر پرته يې
دښځې په مطالبې هغې ته دقصاص حق ورکړې دی، توفنګچه يي ورکړې، او قاتل
يي وژلې.

په درنښت[/quote:9eb125a48b]


..Ahmadzai
16.07.2009

وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دې موضوع كې ډيرې خبرې د څېړلو وړ دي, چې بايد وڅيړل سي أو هسې تېزه د إحساساتو منډه پرې ورا ونخيستل سي.
زما پر نظر:
د سر وهل په مخكيني ټولو إسلامي عصورو كې روا أو مروج كار وو, البته پس له شرعي حكم د قتل څخه, خو دلته پدې واقعة كې يو څو د نيوكو ځايونه سته، چې لاندې دي
أول كه دغه سړى د قتل مستحق هم وو خو د حكم تنفيذول د نابالغو پلاس ماته يوه شرعي ناقصة ښكاري، دلته بايد شرعاً مكلفو خلكو دغه عملية ترسره كړې واى.
دوهم د شرعي فتوا نه ښودل، چې دغه سړي باندې چا أو دڅه وجوهاتو أو څه شرعي دلايلو پر بناء دغه حكم صادر كړ،چې دى يې مستحق القتل أو مستباح الدم وګانه.
درييم كوچنيان چې شرعاً مكلف نه دي، ځكه چې نا پوه دي نو بايد له داسې حالاتو لرې وساتل سي، ځكه چې دوۍ أصلاً د دغه شرعي (كه وي) حكم أو فيصلې صحيح تميز نسي كولی،دا خو لا پريږده چې عملي جامه ورواغونزي، نو راتلونكي کې د نفسي له لحاظه دوۍ د فيصلې د عملي كولو له منظرې ډير متأثره كيږي په ځاى د دې چې د فيصلې په هغو أصلو چې پرې مبنا ده پوه سي أو عمل پرې أوكړي، أو دا به دوۍ وحشت خواته كش كاږي أو مختلفو نفسي أو روحاني أفاتو سره مخ كړي، چې كيداى سي ټولنې ته ډير زيانمن تمام سي.
څلورم نړيوال له دې واقعې څخه د مسلمانانو أو په ځانګړي ډول د پښتنو په ضد د تبليغاتو پروپاګندو لپاره ښه ګټه پورته کولی سي، ځکه چې دلته شرعي نواقص موجود دي.

دغه د سر پريكولو باندې ما ته غير د عبرت نه نور څه سترګو ته ونه دريدل ,
خو كله مې چې دغه كوچنيان په داسې حال كې وليدل نو ډير سخت خپه سوم، ځكه چې د دې عمل په توابعو پوهيږم چې ښې پايلي نلري.

پتنګ صاحب دغه خلك چې دا قتلونه كوي أو بيا يې ويډيوي ثبتوي، نو دا د عبرت لپاره كوي چې بل څوک داسې کار ونه کړي ، له پورتنيو نيوکو پرته ماته أوسني حالاتو کې مناسب ښکاري، كه دا يو شرعي حد وي نو حدود خو بايد عام محضر كې تر سره سي تر څو كومه فايدة چې ترې منظور ده په لاس راسي.
په درنښت


هيواد دوست
16.07.2009

[quote]
پتنګ صاحب دغه خلك چې دا قتلونه كوي أو بيا يې ويډيوي ثبتوي، نو دا د عبرت لپاره كوي چې بل څوک داسې کار ونه کړي ، له پورتنيو نيوکو پرته ماته أوسني حالاتو کې مناسب ښکاري، كه دا يو شرعي حد وي نو حدود خو بايد عام محضر كې تر سره سي تر څو كومه فايدة چې ترې منظور ده په لاس راسي.
په درنښت
[/quote]

آفرين په داسې ښکلي عبرت چې دغه وحشي مخلوق يې دنړۍ دولسونو دګډ کور له
لارې (انټرنټ) هغوي ته ورکوي :
چې اسلام یعنې وحشت ، يا دجهاد په نوم پورې تړلي خلک یعنې وحشي
او حيواني مخلوق
عبرت مانا: ددين لپاره مصلحت ، ووايه چی په دی وحشيتوب کې کوم عبرت نغښتې دی،

په مينه


..Ahmadzai
16.07.2009

السلام عليكم

وروره شاله ډير يې ويرولى يې، أخر نريې دومر ويره أو ترسه هم نر سره نه ښايي.

[quote:e584261ca9]ووايه چی په دی وحشيتوب کې کوم عبرت نغښتې دی

[/quote:e584261ca9]

ما له دغو ماشومانو دفاع نده كړې, خو د عبرت لپاره مې شرعي حدود ښودلي وو چې بايد خلكو ته إعلان وسي أو دعوت سي أو شرعي حد په عام محضر كې إجراء سي، تر څو نورو ته عبرت وګرځي أو له دغه غير شرعي ناوړه كار څخه لاس واخلي كنه همدا به يې أنجام وي.
كه دغه شرعي حد د جنګ په حالت كې په يو داسې جاسوس تطبيق سي چې أمريكايي فوځ ته كواردينيشن وركوي ترڅو د مجاهدينو د ټوليدو ځايونو په نښه كړي أو بيا صليبيان د بم يا راكټ په ويشتلو سره مجاهدين، كوچنيان يي،ښځې يې أو بې ګناه ملكي خلك ټوټې ټو ټې أو غوښې يې پاش پاش والوځوي او د بارودو په سرو لمبو كې وسوځوي، دې نه به لوى وحشت أو خيانت نه وي أو د سر پرې كول به پرې كم وي، بايد په توپ كې والوځول سي، أو يا داسې شكنجه سي چې مرګ په زاريو وغواړي خو ورته زر حاصل نه سي .
أو بايد عموم خلكو ته ښكاره أو برملا سي چې نور وډار سي چې بيا په خوب كې هم دې دا رنګه كړو فكر ونه كړي.
په درنښت


عادل عادل
17.07.2009

سلامونه

زه خو د دې ویدیو په کتلو ونه توانیدم خو یو وخت مې یوه ویدیو کتلې وه چې عراقي ځوان هلکان یوه ځوانه ښځه تر داسې وهلو لاندې نیولې وه چې وار نه پرې کیدی بالاخره یې پتلون شلیژي او هلکان یې د وهلو تر څنګ د پټولو کوښښ کوي اوپه پای کې یو بل ځوان د کانکریټو یوه لویه خښته پورته کوي او پر سر یې ولي او د وینو په بهیدو سره ساه ورکوي.

باور وکړی چې په اونیو او میاشتو یې ځورولم او دادی نن مې هم د یاده نده وتلې، مهم ټکی پکې ماته دا وو چې اخر به دا هم د یو چا خور او لور وه، د یوه چا میرمن به وه دداسې چا چې ددې لپاره به یې د پردې او عفت نه ډک ژوند او مرګ هیله درلوده، حتی دا چې دغې اغلې به هم هیڅکله دداسې سرنوشت انتظار نه درلود.

ډیر وخت پرې فکر من وم، هغه ځوانان ټول په موډ برابر ښاري هلکان بریښیدل، چې ددوی د تنکیو ځوانیو، او عصري لباس نه د ورته وحشت انتظار نه کیدی او نه هم د وهلو ځای ګوښه بڼه درلوده، نتیجه دا راوزي چې زما د ځور او وحشت زدګی اصلي لامل دا و چې دغې ویډیو هیڅ ډول تفصیل د ځانه سره نه درلود، نو ځکه مې د بې شمیره احتمالي حالاتو په تلقین سره د ځان تسلي وکړه او د الله پاک نه مې دا سوال وکړ چې اې الله څوک چې ستا د اطاعت تر څنګ ستا پردې غواړي ته یې پرده پوښ شې، اې الله که وحشي اشغالګرو یرغل نه وای راوړی نن به ولې د نوموړو حق یا ناحقه صحنو او انځورونو شاهدان او وحشت ځپلي کتوونکي وو، اې الله ته په خپل قهر د یرغلګرو ملا ماته کړې او په اسلامی امتونو د خپلواکی او سوکالۍ ژوند پیرزو کړې . آمین

که د تیر جهاد پر مهال ننني په کامرو سمبال موبایلونو وجود درلودای او مونږ او تاسو عامه خلکو د هغې بې تفصیله ننداره کړې وای نو احتمال یې ډیر و چې په روسیه کې مو پناه اخیستې وای.

زما نیا او د اسلام ټول مړي دې الله وبښي، یوه ورځ یې په پیښور کې پښتو ډرامه کتلې وه چې د پښتنو پټې تربګنۍ او دښمنی پکې انځور شوې وې چې په لړ کې یې یو ښایسته ځوان د کورنیو دسیسو ښکار ګرزي او وژل کیژي. زما نیا د هغه ځوان په ویر کې په شپو شپو ژړل او د هغه قاتل او د قاتل کورنی ته یې په سرتورو ښیراوې کولې چې زما لپاره د ډرامې په زړه پورې ادامه وه ..........

د پښتو ساده متلونو کې ژورې ماناوې پرتې دي لکه چې وایي:

۱- غوږ دې سپي یوړو ! ته په سپي پسې دانګې که خپل غوږ ګورې?
2- چې بد ګرځي، بد به پرزي

په هر حال خوښ یم چې د بحث د ویډیو په کتلو بریالی نشوم


Lotfollah
17.07.2009

[quote:d848f14aff="jalal ahmadzai"]
كه دغه شرعي حد د جنګ په حالت كې په يو داسې جاسوس تطبيق سي چې أمريكايي فوځ ته كواردينيشن وركوي ترڅو د مجاهدينو د ټوليدو ځايونو په نښه كړي أو بيا صليبيان د بم يا راكټ په ويشتلو سره مجاهدين، كوچنيان يي،ښځې يې أو بې ګناه ملكي خلك ټوټې ټو ټې أو غوښې يې پاش پاش والوځوي او د بارودو په سرو لمبو كې وسوځوي، دې نه به لوى وحشت أو خيانت نه وي أو د سر پرې كول به پرې كم وي، بايد په توپ كې والوځول سي، أو يا داسې شكنجه سي چې مرګ په زاريو وغواړي خو ورته زر حاصل نه سي .
[color=blue:d848f14aff] أو بايد عموم خلكو ته ښكاره أو برملا سي چې نور وډار سي چې بيا په خوب كې هم دې دا رنګه كړو فكر ونه كړي.[/color:d848f14aff]
په درنښت[/quote:d848f14aff]
داهم شوه ستا اخستنه له اسلام څخه !
وروره پټکې دې کوه خو د اسلام نوم مه اخله! د دې پر ځای چې عام خلک وډار او وحشت خپور کړې ولې خلکو ته د قناعت ورکولو هڅه نه کوې ؟ که خلک ستا په خبرو قناعت وکړي هدف دې تر لاسه کېږي او که خلک قناعت نه کوي په دې معنی ده چې خبرې دې عامو خلکو ته د منلو وړ ندي، نو په داسې حال کې بیا د عامو خلکو ډارول خو شرعاً هم روا به نه وي.


هيواد دوست
17.07.2009

[quote:60b08145ee="jalal ahmadzai"]السلام عليكم

وروره شاله ډير يې ويرولى يې، أخر نريې دومر ويره أو ترسه هم نر سره نه ښايي.

[quote:60b08145ee]ووايه چی په دی وحشيتوب کې کوم عبرت نغښتې دی

[/quote:60b08145ee]

ما له دغو ماشومانو دفاع نده كړې, خو د عبرت لپاره مې شرعي حدود ښودلي وو چې بايد خلكو ته إعلان وسي أو دعوت سي أو شرعي حد په عام محضر كې إجراء سي، تر څو نورو ته عبرت وګرځي أو له دغه غير شرعي ناوړه كار څخه لاس واخلي كنه همدا به يې أنجام وي.
كه دغه شرعي حد د جنګ په حالت كې په يو داسې جاسوس تطبيق سي چې أمريكايي فوځ ته كواردينيشن وركوي ترڅو د مجاهدينو د ټوليدو ځايونو په نښه كړي أو بيا صليبيان د بم يا راكټ په ويشتلو سره مجاهدين، كوچنيان يي،ښځې يې أو بې ګناه ملكي خلك ټوټې ټو ټې أو غوښې يې پاش پاش والوځوي او د بارودو په سرو لمبو كې وسوځوي، دې نه به لوى وحشت أو خيانت نه وي أو د سر پرې كول به پرې كم وي، بايد په توپ كې والوځول سي، أو يا داسې شكنجه سي چې مرګ په زاريو وغواړي خو ورته زر حاصل نه سي .
أو بايد عموم خلكو ته ښكاره أو برملا سي چې نور وډار سي چې بيا په خوب كې هم دې دا رنګه كړو فكر ونه كړي.
په درنښت[/quote:60b08145ee]

نر ځوانه !
نور څه به نه وايم ، خو خداي خو دی يو وار پری ورپيښ کړه چی درته جوته سی چی دی
وحشي [color=white:60b08145ee]خلکو[/color:60b08145ee] به څومره بيګناه خلک دجاسوسۍ په نوم حلال کړي وي
______________________

[color=white:60b08145ee]هيواد دوست صاحبه !
دغه خلکو چې دغه ناروا کړنه ترسره کړې، دوی نه دپښتون قوم استازيتوب کوي،
او نه داسلامي مبارک دين دعالمانو او طالبانو، نو ښه به دا وه، چی دقوم په ځاي
دی کومه بله کلمه کارولي واي.

وهاج ساپی[/color:60b08145ee]


..Ahmadzai
17.07.2009

[quote:b312fd32c7]خو خداي خو دی يو وار پری ورپيښ کړه چی درته جوته سی چی دی
[/quote:b312fd32c7]

ياره د خپل سر خير د غواړه.
وحشيان ستا باداران دي.


و.افغان
17.07.2009

درنو وروڼو !
هيله کوم چی سره احساساتي نشئ، او په سړه سينه دغه ستونځه وڅيړئ.
محترم ډاکټر احمدزی صاحب ډيره ښه خبر کړې چی:

[color=white:7d7f5ed9bc]دې موضوع كې ډيرې خبرې د څېړلو وړ دي, چې بايد وڅيړل سي أو هسې تېزه د إحساساتو منډه پرې ورا ونخيستل سي. [/color:7d7f5ed9bc]

همدارنګه دښاغلي عبد الله صابر او نادر خبره هم دپامځيرنې وړ ده چي وايي:

[color=cyan:7d7f5ed9bc]لومړئ خودښاغلي نادرخبره داډول ويډيوګا
نې دتبليغاتي کمپاين يوه برخه هم کيدی شي [/color:7d7f5ed9bc]

په هر صورت ويديو دحقيقي پېښې په صورت کی دکلکې اندېښنې وړ ده، او اوس
طالب جنګيالې ښه په پراخ ډول انټرنټ ته لاسرسې لري، نو کولاي شي، چې
له دې کار څخه بيزاري اعلان کړي، او يوه تبليغاتي لوبه يي وبولي، او يايې پړه
په غاړه واخلي، او اسباب او مبررات ددې حادثې خلکو ته بيان کړي.

عبد الله صابر صاحب وايي:
[quote:7d7f5ed9bc]په اوس
وخت کښ طالبان منظم ارتباطي تشکيل نه لري اونه هم ممکن دی ،نوځکه کله کله
دطالبانوپه نوم ځيني خپل سرئ ترسره کيږي چي حالاتوته په کتويی مخه نه شي
نيول کيدئ ،ماهمدا ويل چي داډول کارونه يواځي دپيښې عاملينوپوري
اړه لري نه عموماطالبان ،اود جګړې حلوه مطلب دادی چي اوس جګړه ده ، طالبان
جګړه وکړي اوکه دخپل سريومخه ونيسي يعني يابه دصليبي قواووخلاف جنګ
پرمخ وړي اويادځيني خپل سريومخه نيول چي دادواړه کار يووخت کښ ممکن نه
دي کله چي په هيوادکښ جګړه پای ته ورسيده اومنظم کنترول سيستم منځ ته راغئ
بيانوداډول خپل سرئ څوک نه شي کولائ ، اودامريکامقايسه معنی داده چي
امريکا منظم کنترول سيستم لري بياهم دخپل سريومخه نه شي نيولئ نوطالبان
به څنګه وکړئ شي چي په جګړه کښ دجرمونومخه ونيسي ؟؟؟ [/quote:7d7f5ed9bc]

محترم عبد الله صابر صاحب: دمقاومت په صف کې دهرې وړې او لويې مسؤوليت
دمقاومت دټولو کوچنيو او لويو رهبرانو په غاړه دی، دوي په دی معذور نشي ګڼل
کیداي، چی دښکيلاګرو په ضد جنګيږي، نو دی غلطيو څخه به سترګې پټوي.

دصحيح البخاري اوالسنن الکبری للبيهقي حدیث دی چی نبي کريم صلی الله علیه وسلم چی کله دمکې
مکرمې فتحې ته روان وو، نو دانصارو بيرغ يي جلیل القدر صحابي سعد بن عبادة
ته ورکړ، کله چی دوی مکې ته نږدې شول، ابو سفيان رضي الله عنه چی هغه وخت
مشرک وو، او پناه يي غوښتله، نو پناه ورکړل شوه، کله چی سعد بن عبادة وليده،
نو سعد ورته وويل: اليوم يوم الملحمة اليوم تستحل الكعبة.
ژباړه نن دغوښو شيندلو ورځ ده، نن ورځ به دکعبې حرمت هم حلاليږي.
ابو سفيان دا خبره دنبي کريم صلی الله علیه وسلم غوږونو ته ورسوله، نو نبي کريم
صلی الله علیه وسلم فورا وويل:
كذب سعد ولكن هذا يوم يعظم الله فيه الكعبة يوم تكسى فيه الكعبة
ژباړه: سعد دروغ وويل، بلکه دا هغه ورځ چی الله جل جلاله به دمکې حرمت او
عظمت نور هم لويوي، داسې ورځ ده چی کعبه به په کې پوښل کیږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې بيرغ له سعد څخه واخيستل شي، او
بل جلیل القدر صحابي الزبير بن العوام ته يي ورکړ.
(صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 4 / ص 1559)
.السنن الكبرى البيهقي م ت محمد عبد القادر/10 - (ج 9 / ص 120)

نو محترمو وروڼو! کم نه کم بايد له تیرې جګړې څخه عبرت واخلو، او دداسې
خطاګانو پيښيدو ته اجازه ورنکړو، چی سبا يې بيه نشو پری کولاي، ځکه چی
(للخطايا ثمن).

دښاغلي ډاکټر احمدزي صاحب دا خبره هم دپوره اعتبار وړ ده چی وايي، دداسي
جرمونو سزا لکه امريکايانو ته جاسوسي بايد برملا وي، چی عبرت ترې واخيستل
شي، الله جل جلاله دزنا کارانو دحد جاري کولو په باره کی فرمايي:
ولیشهد عذابهما طائفة من المؤمنين.
ژباړه: او ودی ګوري دزناکوونکي او زناکوونکې عذاب يوه ډله له مسلمانانو څخه.

ددی لپاره چی دنورو خلکو لپاره عبرت وګرځي، په دی مانا چی پردي ناموس يا
عزت ته په سپکه کتل ددی موجب دي، چی جاني هم بی پته بیعزته شي.
همدرانګه الله جل جلاله فرمايي:
فشرد بهم من خلفهم لعلهم يذکرون.

خو خبره داده، چی شرعي حد کله واجبيږي، څنګه واجبيږي، او څوک به يي څنګه،
جاري کوي؟؟؟
په پورتني ويديو کی دا يو شرط هم نه تر سترګو کیږي، خو پری سربيره ويديو
انترنت کی خپره شوی ده، دشرعي حدودو دتطبيقيدو څخه خلک خبرول او دهغې
ليدل په سيميزه کچه کيداي شي څه ګټه ولري،
البته په نړيواله کچه هيڅ ګټه نه لري، بلکه له ګټې څخه يي ضررونه ډیر زيات دی،
ځکه خو الله جل جلاله فرمايي:
وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين.
داسی يي نه دي ويلي، چی دنړۍ ټول خلک دی ددحد دواقع کيدو ننداره وکړي، په
دی چی سيمييز خلک په واقعه ښه پوه وي، خبر وي، چی څه شوي دي، البته دنړۍ
خلکو لپاره دداسې حدودو دتطبيقولو او هغوي ته دښکاره کولو په اړه هغوي ته
داسی دليلونه وړاندی کول ډير سخت دي، چی هغوي يي درک کړاي شي.

ځکه خو کله چی په سعودي کی شرعي حدونه تطبيقيږي، نو اعلان نه کیږي، بلکه
خلک يو له بل څخه خبريږي، او يوه ډله هلته حاضريږي، دهيچا لپاره مجال نشته،
چی ويديو ثبته کړي، او که څوک ددی کار کوښښ وکړي، نو ښه کلک مجازات کيږي.

له دی پرته هغه څوک چی دشريعت له مخی دقتل مستحق کیږي، نو شريعت يي
يواځې په انساني ډول دهغه له بدن څخه دروح اخيستلو حق راکوي، تمثيل په
اسلام کی ناروا دی، تعذيب په اسلام کی ناروا دی، چی له مرګ څخه مخکی
شکنجه شي، يا په چړو ووهل شي، يا ترې پوزه پرې شي، او يا داسی نور،
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
واذا قتلتم فأحسنوا القتلة.
کله چې څه وژنۍ هم، نو په ښې طريقې يي ووژنئ.
وروڼو! دا حديث بايد جدي په نظر کی ونيول شي، له ډیره وخته راهيسي قصاص
په توره جاري کيده، او تر اوسه په ځينو اسلامي دولتونو کی دتوري په وهلو جاري
کیږي، که مونږ چیرته په دی حديث عمل کول غواړو، نو بايد دطبي لحاظ څخه
معلومه شي، چی کومه انسان ته آسانه تماميږي، په توره وهل، يا په ټوپک ويشتل،
له دی وروسته په هغی لاری حد جاري شي، چی دنبي کريم صلی الله علیه وسلم
حديث ورباندی دلالت کوي، خو دا چی انسان را ونيول شي، دپسه غوندی راڅملول
شي، له څو رګونو پريکولو سره دهغه څخه ساه هم وتلي وي، خو سره ددی قصاب
همغسې پری خپله چاره راکش کوي، بيا په ډير کوښښ سره دهغه هډوکې هم ورمات
کړي، سر ترې پری کړي، بيا يي په دوه لاسونو جيګ کړي، او دکمرې مخې ته يي
ونيسي، نو دا لوي وحشت دی، او چی ديته مثله ونه ويل شي، نو مثله به نور څه
وي؟؟؟!
وروڼو!
نبي کريم صلی الله علیه وسلم حتا دپسه په باره کې شديده نهيه کړيده، چی له ساه
وتلو مخکې باید دهغه دمرۍ يا څټ هډوکۍ مات نه شي، او نه يي سر پرې شي،
ځينې علما دهمدغه حديث له مخې په دی اند دي، چې که قصاب داسې کار وکړي،
نو حيوان مرداريږي، قرباني يي نه کیږي، هديه يي نه صحي کيږي.
وروڼو!
دا دی په خاطر چی اسلام په حيوان هم ترحم کوي، کله چی په حيوان کې ساه وي، او
دهغه هډوکې ماتيږي، نو هغه ته ډير درد رسيږي، ځکه اسلام له دی څخه شديده
منع راوړې.
حتا تر دی چی يو حديث شريف کی راغلي دي، چی له ژوندی حيوان څخه غوښه
غوڅول داسې دي، لکه دمردارې څخه غوښه غوڅوې.
دا ټول احکام په حيوان باندی درفق لپاره راغلي دي،
ځکه خو نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
وليحد أحدکم شفرته، وليرح ذبيحته.
ژباړه: کله چی تاسو حيوان حلالوئ، نو خپله چړه ښه تيره کړئ، او خپلې ذبيحې ته يا
قرباني شوي حيوان ته راحت ورکړئ.

هو که چيرته قاتل يو څوک په کومه وحشي طريقه وژلي وي، نو اسلام اجازه ورکوي،
چی په هماغه طريقه ووژل شي، په دی دعلماوو اختلاف هم دی، البته بهتره ده، چی
انسان صبر وکړي، او يواځې دجاني دورح په ويستلو راضي شي.
الله جل جلاله فرمايي:
وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به، ولئن صبرتم لهو خير للصابرين.
ژباړه: که چیرته تاسو سزا ورکوئ، نو ورکړئ هغسې سزا څنګه چی تاسو درکړل
شوې ده، او که چيرته صبر وکړئ، نو دا صبر دصابرينو لپاره ډیر ښه دی.

په درنښت


..Ahmadzai
18.07.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وهاج صاحب
په قلم دې بركت سه

په زړه پورې منلې خبرې دې وكړې.

ښاد أو أباد أوسې

په درنښت
أحمدزى


..Ahmadzai
19.07.2009

السلام عليكم

محترم عادل عادل ليكلي
[quote:ed9eb6a2aa] زما د ځور او وحشت زدګی اصلي لامل دا و چې دغې ویډیو هیڅ ډول تفصیل د ځانه سره نه درلود، نو ځکه مې د بې شمیره احتمالي حالاتو په تلقین سره د ځان تسلي وکړه [/quote:ed9eb6a2aa]

وروره هغه ويديو د عراق په شمال كې د الموصل ښار ته نيژدې د بعشيقة په ښار كې ډكه سوې .
قصة داسې وه :
د سنجار علاقة كې يوه داسې ډله عرب اوسيږي چې اليزيدية ورته وايي يعني په دين أو مذهب دوۍ يزيديان دي, نه مسلمانان أو نه مسيحيان أو نه هم يهود دي, د ټولو أسماني أديانو په خلاف دوۍ د شيطان عبادت كوي أو مشر شيطان إبليس ته ملك طاوس وايي أو ډير تقدس يې كوي.
دغه مقتوله جينۍ دعاء أسود نوميږي چې د 17 كالو عمر لري, أو قاتلين يې د دې خپل أو خپلوان يزيديان دي, پكې يې ورور د تره زوى أو نور دي.
تهمت زنا أو د يزيدية نه إرتداد إسلام ته.
قاضي د طائفې مشر.
دغې جينۍ د يو مسلمان عرب هلك(مهند) سره څه ګپ شپ پيداء سوى وو, چې د واده لپاره د هلك پلارګنۍ د إسلام راوړلو شرط پري يښى وو أو دې منلى وو أو إسلام يې راوړى وو, څرنګه چې نور د يزيديانو ترمنځ زوند ناتشوني وو نو دا هم د يوه لوى شيخ كره دپنا أخيستلو لپاره وتښتيده, خپلوانو يې خاصتاً تره يې په دسيسې او چل ول سره هغه شيخ قانع كړ چې د دې زوند ته خطره نسته أو ضمانت يې وركړ چې دا به معاف كوي أو د واده تدابير به يې نيسي, كله يې چې جينۍ راوسته, نو كشرانو ته يې تسليم كړ ه چې رجم سي , أو هغوۍ هم هغه وكړ چې تا وليدل.
(د مرګ څخه وروسته د طبي عدلي راپور له مخې جينۍ باكره وه يعني روغه پېغله وه) د زنا شبهه أو تهمت بې ځايه وو نو د دې د قتل يواځنى عامل د إسلام منل أو يزيديه نه أوښتل وو.
په إنتقام كې ېې د عراق مجاهدينو د القاعدې ډلې په أولو وروځو كې د دې هغه ورور أو تره زوى چې د دې وزلو كې يې مستقيمه ونډه لرله أود شلو نه زيات نورو يزيديانوسره د خپلو كړو په سزا ورسول, وروسته د پنځو إستشهادي عمليو په ترڅ كې 500 نور يزيديان هم د مرګ كومې ته وروليږل سول أو په لسګونو زرو يزيدي كورنۍ دخپلو كلو پريښيدو ته مجبور سول .
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more