وطن پال او نور ګټور شعرونه
د پښتو عشق
      شمشاد شينواری
      04.02.2004
    
.......................د پښتو عشق
په دنيا کـــــښې هيڅ شی نه دي زما په کــــــــار
	نه د ښويم نه دبدو طــلبګــــــــــــــــــــــار
زه د مينی پـ  ر ســـــــــــره اور باندې کــــــــــــــړيږم
	د پاری په شان مې نه کيږي قرار
دليلی په عشق کښې کم تر مجنون يم
	تر مجنون يم لا په عشق کښې ډير هوښيار
زه د عشق غمو ته ټينګ يم پروانه کړم
	که خزان را باندی راشي که بهار
يابه پوه کړم ټول عالم د عشق په ژبه
	يا به سر کړم د منصور غوندې په دار
هر پتڼ له شمعی ځکه قربيانيږي
	چې په شمع رڼا کيږي تيراه لار
د عاشق په نکامۍ کښې کاميابي ده
	که يار نه وي ورسره وي خيال د يار
يار زما دی زه د يار يم نه بيليږو
	که را وانه چوی مينځ ته ځان اغيار
چې غماز د يار په مخ کښې مخ سپيني کړي
	مخ بی تور کړي لکه لمر د يار رخسار
دا دروغ چې د رښتيا په نامه وايې
	ژربه ومومي سزا غماز بد کار 
زمرياليه! که څه هم غمونه ډير دي
تل په عشق کښې د پښتو وايه اشعار