اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يوه نوي بحث ته بلنه
شبيراحمد
04.07.2009
ټولوټول افغان والوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په ټول افغان کي مي دهرشي په اړه بحث لوستی دی خومتأسفانه چې تصوفوته يې هيڅ ځای اووخت ندی ورکړی په کارخوداوه چې دې موضوع ته يې ترټولولومړيتوب ورکړی وای ځکه چې نن سباډېرداسي کسان شته چې دتصوفوله نامه غلطي استفادې کوي په دې سپېڅلي لاره کي له خپله ځانه زياتوني کوي لنډمثال يې زمونږپه ګاونډي هيوادپاکستان کي دپنجابيوپيرانودي چې په اړه به يې تاسوترمازياتي کيسې اورېدلي وي دلته يې له يادوني څخه له دې امله تېرېږم چې وخت اوځای راسره يارانه نه کوي .
دغوپيرانوزمونږهيوادته هم لاسونه راغزولي دي اودخپلوموردانوپه پيداکولوبوخت دي بلکه پيداکړي يې دي ، زمونږپه کلي کي يوڅوکسان چې له الفه ورزيات په هيڅ نه پوهېږي ديادوشووپيرانوموردان دي دغه موردان چې کله ستړي مشي سره کوي نوهغه دکليوالوپه اصطلاح له خنديه به دي بډوګي ورته وخوږېږي ، اول په غېږوکي ښه ټينګ سره ونيسي اوبيادمخونوپه ښکلولوپيل وکړي اودحَقَّ حَقَّ ناري وهي نه پوهېږم چې دايې لاکومه طريقه ده څوک يې بنسټ اېښودونکي دي اوڅوک يې پرمخ بيايي .
دحيراني خبره خوداده چې له خپل پيرسره يې مينه دومره اوج ته رسېدلي ده چې زمونږله کي ترکابله پياده ورځي اوهلته چې کله ورورسېدل نوپه حقه حقه نارواونڅاپيل وکړي .
زمونږخلک خويوازي له نقشبنديې طريقې سره ښه بلددي چې په هيوادکي يې دکابل دقلعه جوادحضرت صاحبان مشران پيران ودوئ ترننه يوداسي کارنه دی ترسره کړی چې له شريعت ياکلتورسره دي ټکروخوري دوطن او ولس خواخوږي اوخيرخواهان واودي يې .
ددوئ په شمول خوراډېرپيران ،موردان ،اومخلصين يې ظالم سره استعماراودهغوئ مزدورانوله تېغه تېرکړل اودځينوخويې لاتراوسه پته هم نه لکېږي چې چېرته اوڅنګه به وي .
زمامقصددانه دی چې نوري درې طريقې چشتيه،سرورديه،اوقادريه،نه منم بلکه درېواړه په خپل ځای منم اودرناوی ورته لرم خوپه دې کي زيادت کول ياددې سلک له اوصولوتېری کول هيڅکله اوهيڅ ضميرنشي منلای .
اوس نوهغووروڼوته چې په تصوفوکي معلومات لري اوغواړي خپل بې خبره اولس له بې لاريواوپه شريعت کي له زيادت اونقصان څخه راوګرځوي بلنه ورکوم چې راځئ دغه کارته عملي بڼه ورکړوخپل اولس اوپورتنيوطريقوته داسي چوپړووهوچې هربې لاري اودشخصي کټومجنونانوته له حيراني پرته بل هيڅ شی ور پاتي نشي .
اوداثابته کړوچې مونږپه رښتياهم له اسلام اوله سپېڅلواسلامي طريقوسره مينه لرواوهره موضوع يې له هرپلوه په بې ساري توګه تربحث لاندي نيولی شو .
راځئ مټي بډوهئ اوپه دې سکالوکي راسره ګډون وکړئ
ترڅوموسپېڅلي هيوادوال داسلام دسپېڅلواوخالصوطريقوپه پساله وپسولل شي .
په همدې هيله
ستاسوګډون ته سترګي په لار
و.افغان
05.07.2009
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
وروره په خير راغلی له ښکلې نوې سکالو سره !
کوم غم به ژاړو، مونږ په ډيرو ستونځو اخته يو، بلکه ډیرې ستونځې په مونږ اخته دي،
دتصوف دعقيدوي اړخ دڅيړلو لپاره به خامخا اړ کيږو چی له اصولو يي وڅيړو، ښه
او بد په کی جلا او واضح کړو.
البته تاسو په موضوع کی داوسني تصوف سياسي استعمال ته هم په خپله ليکنه کی
اشاره کړيده.
نو وروره واوره!
زمونږ ډير متصوفين دپاکستاني پيرانو مريدان دي، دضرب مؤمن دپيرانو مريدان
دي، ددغو پيرانو ځيني افغاني مريدان په افغانستان کی په لوړو چوکيو ناست ول،
او ددربار له مهمو غړو څخه ګڼل کيدل، چې په عربي ژبه يي صناع القرار يعنی
پاليسي جوړونکي بللی شو.
مشر ملا صاحب ډیر مخلص سړی وو او دی، خو دهغه شاوخوا داسي ويل کيدل چی
دضرب مؤمن دپيرانو مريدانو ګردچاپير ول، او دمشر ملا صاحب په قراراتو او
پاليسيو کی يي دپام وړ تأثیر لرلو، دوي هغه وظيفه چی دخپلو پيرانو يعنی دضرب
مؤمن والا له خوا ورکول کيده، په ډیر اخلاص او محبت سره سر ته رسوله، له قندهار
څخه کابل ته دملا وکيل احمد متوکل شړل (دځينو په اند) هم ددغو پيرانو او
مريدانو دهڅاندو نه ستړي کيدونکو منډو ترړو نتيجه بلل کیږي.
والعلم عند الله.
په درنښت