نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هلمند کې دطالبانو پرضد دخنجر په نوم پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي
momtaz
02.07.2009
[color=blue:8a94a8989b]خانشين ولسوالۍ ونيول شوه [/color:8a94a8989b]
بی بی سی
افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې دطالبانو پرضد پوځي علمياتو په ترڅ کې يې دهلمند ولايت خانشين ولسوالۍ نيولې ده.
دطالبانو پرضد دخنجر په نوم پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي چې پکې زرګونه بهرني او کورني ځواکونه ونډه لري .
که څه هم تر اوسه پورې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو چارواکي دخانشين ولسوالۍ نيول ددې عملياتو په ترڅ کې خپله لويه لاسته راوړنه بولي .
په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې دا د امريکا د سمندري ځواکونو تر ټولو ستر پوځي عمليات دي چې په افغانستان کې ترسره کېږي .
دغه عمليات د هلمند دسيند په شاوخوا سيمو کې پيل شول چې امريکايي ځواکونو پوځي شوبلې او چورلکې په کې هم کارولي دي .
افغان چارواکي وايي چې تر دغو عملياتو وروسته به هم ورغلي ځواکونه هلته تر ډېره پورې پاتي وي .
د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته دخبرو پر مهال وويل چې له عملياتو وروسته به په دغه ولايت کې د بيا رغاونې چارې پيل شي.
د هلمند ولايت تر دې وړاندې د ډېرو پوځي خوځښتونو شاهد و خو داسې ويل کېږي چې دغه نوي عمليات تر نورو ټولو هغو ډېر ستر دي .
په تېر کې تر دغه شان پوځي عملياتو وروسته طالبان بيرته په دغو سيمو واکمن شوي دي .
تر دې مخکې افغان حکومت او نړيوالو ملاتړو يې په وار ، وار ويلي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به په هغو ولسواليو کې پوځي عمليات کوي چې د طالبانو واک په کې چلېږي.
شنونکي وايي چې په هلمند کې روان عمليات ښايي د همدغو عملياتو پيل وي .
بله غاړه د طالبانو په وياندويي قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل دوى د هر ډول پوځي عملياتو لپاره چمتوالى لري او د ځواکونو ډېرول د دوى په مورال اغېز نه شي کولای
Re: په هلمند کې دطالبانو پرضد دخنجر په نوم پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي
pattang
03.07.2009
ممتازه په ډېر وياړ داسې خبرې ليکې خو يو کار که بل شوی وی نو خوند به يې
کړی وو او هغه دادی :
چې کاشکې تا دصليبي اشغالګر د لښکر په سر کې د شورايې نظار ډومانو ته
بازي کولی ، دوستم ، فهيم ، عطا او عبدالله چکې درته وهلی٠
افرين د طالبانو په استازي افرين په طالب ، ريښتيا چې هېواد يې دی٠
نالت په ګوډاګيانو ، دامريکې او غرب په ځيره خورو او صليبي اشغالګرو٠
[quote:f93f5a5251="momtaz"][color=blue:f93f5a5251]خانشين ولسوالۍ ونيول شوه [/color:f93f5a5251]
بی بی سی
افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې دطالبانو پرضد پوځي علمياتو په ترڅ کې يې دهلمند ولايت خانشين ولسوالۍ نيولې ده.
دطالبانو پرضد دخنجر په نوم پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي چې پکې زرګونه بهرني او کورني ځواکونه ونډه لري .
که څه هم تر اوسه پورې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو چارواکي دخانشين ولسوالۍ نيول ددې عملياتو په ترڅ کې خپله لويه لاسته راوړنه بولي .
په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې دا د امريکا د سمندري ځواکونو تر ټولو ستر پوځي عمليات دي چې په افغانستان کې ترسره کېږي .
دغه عمليات د هلمند دسيند په شاوخوا سيمو کې پيل شول چې امريکايي ځواکونو پوځي شوبلې او چورلکې په کې هم کارولي دي .
افغان چارواکي وايي چې تر دغو عملياتو وروسته به هم ورغلي ځواکونه هلته تر ډېره پورې پاتي وي .
د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته دخبرو پر مهال وويل چې له عملياتو وروسته به په دغه ولايت کې د بيا رغاونې چارې پيل شي.
د هلمند ولايت تر دې وړاندې د ډېرو پوځي خوځښتونو شاهد و خو داسې ويل کېږي چې دغه نوي عمليات تر نورو ټولو هغو ډېر ستر دي .
په تېر کې تر دغه شان پوځي عملياتو وروسته طالبان بيرته په دغو سيمو واکمن شوي دي .
تر دې مخکې افغان حکومت او نړيوالو ملاتړو يې په وار ، وار ويلي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به په هغو ولسواليو کې پوځي عمليات کوي چې د طالبانو واک په کې چلېږي.
شنونکي وايي چې په هلمند کې روان عمليات ښايي د همدغو عملياتو پيل وي .
بله غاړه د طالبانو په وياندويي قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل دوى د هر ډول پوځي عملياتو لپاره چمتوالى لري او د ځواکونو ډېرول د دوى په مورال اغېز نه شي کولای[/quote:f93f5a5251]
momtaz
08.07.2009
عظيمي: طالبان مارجې او نهرسراج ته په شا شوي
بی بی سی
آرش پاکطين
له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خانشين د ولسوالۍ له نيولو وروسته يې د طالبانو ټولې اکمالاتي لارې د هلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي .
چارواکي وايي طالبان د هلمند ولايت د نهر سراج او مارجې ولسواليو ته په شا شوي او د دغه ولايت شمال لورې ته له ځينو سيمو د طالبانو د ايستلو عمليات روان دي .
د دفاع وزارت وايي په دغو عملياتو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې .
افغان چارواکي په هلمند ولايت کې د خنجر په نامه د پيل شويو عملياتو لاسته راوړنې ډيرې گڼي ، خو وايي د دغه ولايت د گرشک او نادعلي ولسواليو په شاوخوا سيمو کې اوس هم له طالبانو سره جگړه روانه ده.
چارواکي وايي په جگړې کې نژدې ٣٠ طالبان وژل شوي او لس نور ژوندي نيول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په نيولو يې د طالبانو اکمالاتي لارې دهلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دوى اوس هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې امنيت ټينگ کړي او په همدې موخه د امنيتي ځواکونو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوي دي .
ښاغلى عظيمي وايي په خانشين ولسوالۍ کې به ډېر ژر د بيارغونې پروگرامونه پيل شي :
((د تصفيه شوې سيمې دايمي امنيت بايد ټينګ شي، يوه اداره بايد هلته جوړه شي او بيا رغونه پيل شي، په سيمه کې امنيت لومړی بايد د بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ له لوري ټينګ شي او وروسته بيا بايد پوليس په سيمه کې ځای پرځای شي.))
د ښاغلي عظيمي په وينا طالبان د هلمند ولايت مارجې او نهر سراج ولسواليو ته په شاشوي دي.
د دفاع وزارت وياند زياتوي چې په خنجر عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه له هوايي ځواکونو کار نه دى اخيستل شوى.
د خنجر په نامه د بهرنيو او افغان ځواکونو گډ پوځي عمليات تيره اوونۍ په هلمند ولايت کې پيل شول .
په دغو عملياتو کې نژدې ٥ زره امريکايي او افغان ځواکونه برخه لري، چې له 2001 کال راپدېخوا، په هلمند ولايت کې دا تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي .
pattang
08.07.2009
دا ټوله دصليبي اشغالګرو او د مذدور دولت پرو پاګنده ده، دواړه خواوې (ښځه او
ميړه يې يانې اشغالګر او لاسپوڅي ) ددې قدرت نه لري چې هلته دمذدور دولت
ريښې ټينګې کړي ٠
نالت په صليبي اشغالګرو نالت په مفعول دراپوزي په زوی باندې ٠
ژوندی دې وي اولسي مقاومت او ازادي٠
[quote:425599e5dd="momtaz"]عظيمي: طالبان مارجې او نهرسراج ته په شا شوي
بی بی سی
آرش پاکطين
له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خانشين د ولسوالۍ له نيولو وروسته يې د طالبانو ټولې اکمالاتي لارې د هلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي .
چارواکي وايي طالبان د هلمند ولايت د نهر سراج او مارجې ولسواليو ته په شا شوي او د دغه ولايت شمال لورې ته له ځينو سيمو د طالبانو د ايستلو عمليات روان دي .
د دفاع وزارت وايي په دغو عملياتو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې .
افغان چارواکي په هلمند ولايت کې د خنجر په نامه د پيل شويو عملياتو لاسته راوړنې ډيرې گڼي ، خو وايي د دغه ولايت د گرشک او نادعلي ولسواليو په شاوخوا سيمو کې اوس هم له طالبانو سره جگړه روانه ده.
چارواکي وايي په جگړې کې نژدې ٣٠ طالبان وژل شوي او لس نور ژوندي نيول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په نيولو يې د طالبانو اکمالاتي لارې دهلمند له نورو سيمو سره پرې کړې دي
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دوى اوس هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې امنيت ټينگ کړي او په همدې موخه د امنيتي ځواکونو له لوري کور په کور پلټنې پيل شوي دي .
ښاغلى عظيمي وايي په خانشين ولسوالۍ کې به ډېر ژر د بيارغونې پروگرامونه پيل شي :
((د تصفيه شوې سيمې دايمي امنيت بايد ټينګ شي، يوه اداره بايد هلته جوړه شي او بيا رغونه پيل شي، په سيمه کې امنيت لومړی بايد د بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ له لوري ټينګ شي او وروسته بيا بايد پوليس په سيمه کې ځای پرځای شي.))
د ښاغلي عظيمي په وينا طالبان د هلمند ولايت مارجې او نهر سراج ولسواليو ته په شاشوي دي.
د دفاع وزارت وياند زياتوي چې په خنجر عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي په موخه له هوايي ځواکونو کار نه دى اخيستل شوى.
د خنجر په نامه د بهرنيو او افغان ځواکونو گډ پوځي عمليات تيره اوونۍ په هلمند ولايت کې پيل شول .
په دغو عملياتو کې نژدې ٥ زره امريکايي او افغان ځواکونه برخه لري، چې له 2001 کال راپدېخوا، په هلمند ولايت کې دا تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي .[/quote:425599e5dd]