نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حاجی بشیر نورزئ ولی ونیول شو؟
W.Wardak
02.07.2009
http://www.liveleak.com/view?i=88a_1246302748
وروڼو که دا ویډیو وګور نو سړی ته داسی فکر پیدا شی، چي حاجی صاحب نورزی کولای شوی، د میلیونونو ډالرو په درلودلو سره پښتنو ته ډیر څه کولای شوی، ده کولای شوی، د غرب زون ټولو پښتنو ته په سلهاوو ښونځی، روغتونونه یا خو هر ولایت(کندهار،هلمند،ازګان..) ته یو یو پوهنتون جوړ کړی ، خو برعکس د پښتنو مشران د پښتنو سره داسی څه نه کوی چي راتلونکئ یی ښه شی، زمونږ د غربت، بی سوادئ څخه تجاران، قوماندان، ای،اس،ای، ملان ټول په بیل بیل ډول ګټه اخلی، او پای کی خوار پښتانه تباه کیږی، پشتانه باید تعهد وکړی، چي هر چا مقابل کی د ښه احتیاط نه کار واخلی،که هفه د اسلام، کمونیزم، عیسویت...په هر جامه کی چي وی،
د ډیرو مجاهدینو څخه به مو آوریدلی وی، چي کله د جهاد وقت کی دوی اسلام آباد کی ټریننګ کیدل نو، د دوی اکثره درسونه په دی هکله وو، چي څنکه ښونځی وسوځوی، څنکه سرکونه ویجاړ کړی، څنګه غریب مامورین مړه کړی، .....خو وروسته له ډیرو کلونو چی همدغه مجاهدینو ته د پاکستان اصلی څیره معلومه شوه، دوی خپله پښیمان ښکاره کړه، خو پښتانه باید تر کله هر ځل بازی خوری، او له کلونو وروسته پښیمانی ښکاره کوی؟
په دی هیله چي له افغانستان څخه هم امریکایان ووځی لکه نن چي له عراق څخه وځی، خو خدای د داسی حکومت بیا نه راولی، په طیارو مو ترپالونه کش وی، ټوله نړئ را څخه مروره وی، ...............شاید یو ښه حکومت هفه وی، چي ۴۰٪ طالبان، او ۲۰٪ مجاهدین، ۲۰٪ تکنوکراتان...او پاتی شل فیصده نور قومی لږکی وی.
Ghairat
02.07.2009
وردک صیب په دې کې څه وايې ؟
[color=yellow:fdf777fddc]۵۰ ٪ دیکتاتوران او ۵۰ ٪ ضد دیکتاتوران [/color:fdf777fddc][color=red:fdf777fddc]یعنې :[/color:fdf777fddc]
دیکتاتوري ځواکونه :
۳۰ ٪ طـــــالــــــــــبان، ۱۰ ٪ مــــــــــــجاهــــــــــدین او ۱۰ ٪ کـــــــــمونستان
ضد دیکتاتوري ځواکونه :
۳۰ ٪ ملتپال دموکراتان، ۱۰ ٪ تکنو کراتان ۱۰ ٪ محظ دموکراتان [/color]
W.Wardak
02.07.2009
غیرت صاحب د طالبانو فیصدی همغه څلویښت ښه ده،ځکه چي دا نور غله(پکول داره روسان) هم تری وډار شی، او هم حیا تری وکړی، او کمونستان خو اصلا د بښنی وړ نه دی، ځکه سره له دی چي کمونیزم یوه پوچه مفکوره ده، خو دوی هسی کوڅه ډب خلک وو، د کمونیزم د هفه پوچی مفکوره بلا د هم ورواوړی، ځکه کمونیزم نورو ملکونو کښی هم وو، خو دومره ظلم یی په خلکو ونه کړ.
او بل دا چي مونږ ولیدل، چي کله خالص د یوه ډلی حکومت وی، که هفه د کمونست ویو که د مجاهد، یا طالب ښه پایله نه لری.
همدا سلاټه یی ښه ده :lol: