نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوې جګړې او نوې مسائل
و.افغان
01.07.2009
درنو وروڼو !
سلامونه او نیکې هیلې:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په وروستيو دريو لسیزو کی دفوځي جګړو په ډګر کی يوه نوي پديده ډيره وځليده،
چی دامنيتي خصوصي شرکتونو په نوم ياديږي.
اوسمهال مالداره ځواکمن هيوادونه دخپلو مصالحو په جګړو کی نه تنها دا چی خپل نظامي فوځونه
کاروي، بلکه تر ډیره حده هم دعسکري خصوصي شرکتونو په مرتزقه ځواکونو اعتماد کوي، او دجګړو په مختلفو ډګرونو کی تری کار اخلي.
سره له دی چی دجنيف معاهدی دجګړی په مهال دولسي وګړو دخوندی ساتنی
لپاره مهمی ګڼل کیږي، البته ډیر جګړه مار دولتونه له دغو معاهدو څخه په يوه
نوم او بل نوم څنګ وهي، چی ډیر دخصوصي شرکتي دځواکونو له لارې خپل
جرائم تر سره کړي او ځانونه يي له مسئوليت څخه هم بچ کړي.
راځۍ چی لږ ددی مرتزقه وو يا أجرتيانو په کړنو لږه رڼا واچوو.
دخصوصي امني شرکتونو ډيری أجرتیانو دهغه چا خبره له سره دنګلې وي، او له رسمي نظامي فوځونو په پرتله ډیره کلکه نيغ په نيغه جګړه کوي، او خپله وظيفه
په ډيره اعلی توګه سر ته رسوي، ددوي لوړه سلنه له پيله مجرمين جنايتکاران وي،
غله وي، قاتلان وي، دزړه رحم نه لري، هغه اخلاقي تربيت چی ديوه حکومت نظامي
فوځي ته ورکول کیږي. هغه نه لري، ددی أجرتيانو مينه او عشق يواځي له هغو ډيرو
پيسو سره وي، چې دوي دهغوي دډیر اخلاصمند عمل په مقابل کی ورکول کیږي.
دوي ډير کلک زړونه لري، په رڼا ورځ ماشومان، ښځي، او بيګناه ولسي وګړي دخپل ماشینګڼو درحم
لاندی راولي، دکورونو دروازی ماتوي، دخلکو مالونه او پيسی لوټوي.
ديوی احصائيي له مخی دخصوصي امنيتي شرکتونو کلنۍ ګټه 180 مليارده ډالرو
ته رسیږي.
دا امنيتي غربي شرکتونه په دقيق ډول دامريکايي استخباراتو سي آي ای، او بريطانيي استخباراتو MI6 تر څارنی لاندی خپلی ورکړل شوی کړنی سرته رسوي.
ډیر کله دحکومتي ځواکونو له خوا دامني خصوصي شرکتونو دأجرتيانو څخه ددی
لپاره کار اخيستل کیږي، چی په ځينو پليتو، اجرامي کارونو پردی واچوي، لکه
دکليو تباه کول، دعامو ولسي وګړو وژل، په بازارونو کی په خلکو باړی چلول، او
نوری غیر قانوني دندی تر سره کول.
يواځی په عراق کی له دوه لکه أجرتيانو څخه په منظم عسکري ډول په جګړو کارول
کیږي، همدارنګه په افغانستان کی په زرګونه أجرتيان دامريکايي عسکرو له خوا
کارول کيږي، چی په ځينو ځايونو کی ورته سوله ساتي ويل کیږي، ددی أفغاني
أجرتيانو منظمی فرقی له هر لوچک، لډر، مادر آزار، پدر آزار، قاتل، مجرم، غل،
قمار باز، زنکه باز، لواطتت کار، او جنايت کار څخه جوړی شوي، په لنډه توګه هر
مردار خور، حرامي دډالرو په وړاندی ددی شرکتونو مأمورين دي.
دوي دحقيقي نظامي فوځونو په ډول ډیره متطوره سپکه او درنه وسله په لاسونو کی
لري، چی حتا دافغانستان ملي اردو او پوليس هم ورته لاسرسی نه لري.
خو البته له رسمي اړخه دعامو ولسي وګړو په قتار کی راځي، خو په حقيقت کی
هغوي دهيڅډول وظيفې دسرته رسولو څخه مخ نه اړوي، او په ښه درنو جګړو کی
هم برخه اخلي، البته دعامو ولسي وګړو تر منځ هم ډیر بدنامه دي.
څو ورځی وړاندی يي په قندهار کی ديوه بندی دغیر قانونی خلاصولو لپاره په
مجهزو پولیسو تیری وکړ، او دکندهار دپولیسو دمشر په شمول يي يو شمیر
افسران ووژل.
دا کومه وړه خبره نه ده، او نه د عادي خلکو له لاسه داسی يی جرم ترسره کيداي شي،
خو امريکايي ځواکونه په ډيری سپينسترګۍ سره خپل لاسونه پر هغوي پاکوي،
او ټوله پړه په أجرتيانو وراچوي، او خپل ځانونه دسپينو بازانو په څیر خلکو ته
معرفي کوي:
نو اوس پوښتنه داده، چې ددی خصوصي شرکتونو دأجرتيانو دجرمونو مسئوليت
دچا په غاړه دی، او که دوي دقانون له پاسه کوم بل يو مخلوق دی، چی هيڅوک يي
مسئوليت په غاړه نه اخلي، او خپله دومره آزادي لري چې هر رنګه جنايت ترسره
کولاي شي؟؟؟
ستاسو دشننو او اندونو په انتظار
په درنښت
ډاکټر څپاند
01.07.2009
[quote:67d8152db0]هله خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟ [/quote:67d8152db0]
ستاسوداشعار کافرانوته پدې دنياکې ددولتمندکيدومعادل دی٠
دداسې جناياتودمخنيولويواځنۍ لاره دکفاروويش دامپرياليزم اوسوسياليزم په مخالفو قطبېنوول چه د مسلمانانواوامپرياليزم داتحاد په وجه له منځه ولاړ٠
و.افغان
01.07.2009
[quote:9e216fc97b="Subat Sabit"][quote:9e216fc97b]هله خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟ [/quote:9e216fc97b]
ستاسوداشعار کافرانوته پدې دنياکې ددولتمندکيدومعادل دی٠
دداسې جناياتودمخنيولويواځنۍ لاره دکفاروويش دامپرياليزم اوسوسياليزم په مخالفو قطبېنوول چه د مسلمانانواوامپرياليزم داتحاد په وجه له منځه ولاړ٠[/quote:9e216fc97b]
ثبات صاحب: تاسو زما په دغه خبره پوه شوي نه ياست، ځمونږ لويه ستونځه افراط
او تفريط دی، مسلمان کولاي شي چی ددنيوي او أخروي امورو تر منځ داسی توازن
يا أنډول وساتي، چی هم خپل ديني وجايب پرځاي کړي، او هم دپتمندی دنيوي
زندګۍ خاوند شي، بلکه دنيوي وجايب هم ددیني اوامرو يوه برخه ده.
دا اوس چی مونږ دمسلمانانو په اړه دغربي نړۍ جنايتونه په ګوته کوو، ددی دا معنا
نه ده چی شوروي سپین باز وو، شوروي دخپل ځواک او حکم په مهال دجمهورياتو،
قفقاز، او منځنۍ اسيا په هيوادونو سل ميلیونه 100 مسلمانان تر تيغه تير کړي.
خو پکار دا وه چی مونږ هيڅکله غربي امپريالیزم ديوه دوست په توګه نه وی پيژندلی،
او نه مو ددغه امپرياليزم په سمييزو ګوډاګيانو (آي اس آي) باندی دسوسيالیزم
دختمولو لپاره دصداقت تکيه کړی وی.
دکفارو دویش مسئله خورا ډیره مهمه ده، البته دمسلمانانو اتحاد تر هغی ډیر مهم دی،
خو کله چی دشوروي ګوډاګيو (خلق او پرچم) دوطن ملي خلک، پاک علما، او بیګناه
ولس تر تيغه تيروو، نو دهغه ناسور له بيخه ويستلو پرته نور څه علاج کيدی شو.
مرګ دی وي په خلق +پرچم+ او دملي آزادۍ په نورو داخلي او خارجي دښمنانو.
په درنښت
Helmand.M
01.07.2009
2009-06-30
دکندهار د پيښی ريښې او بی عبرته درسونه
د روان ٢٠٠٩ کال دجون د ٢٨ نيټې په ماښام هيوادوالو د رسنيو دلاری يو ډير زړه بوګنونکۍ خبر وارويدې . دسپيشل فورس پنامه دامريکايی ځواکونو افغانی اجيرو ساتندويانو دخپل يوه ملګری دخلاصون پخاطر چی دموټر دغلا په تور نيول شوې وو ٫ دکندهار ولايت څارنوالی محاصره کړه . څارنوال د امنيی قوماندانۍ ته دپيښې په اړه تليفون وکړ . دامنيی قوماندان جنرال مطيع الله قاطع دخپل جنايی امر او څوتنو سرتيرو سره ډير ژر هلته ځان ورساوه . ددوی تر منځ خبری تيری بيری اوپه پاپله کی پلورل شوو اجيرانو هغوی دامريکا لخوا د ورکړل شوو پرمختللو عصری ماشيندارو ترضربی لاندی راوستل او دلوړو کسانو په ګډون شپږتنه پوليس د وينو په مرګونې رود کی لاهو او لدی نه وروسته اجير قاتلان خپلی قرارګاه دامريکايی بادارانو مرکز ته ستانه شول .
په هيواد کی دمرګ ژوبلې غملړلې پيښی نوی خبره نده او نژدی هره ورځ يی خبر دهيوادوالو اونړيوالو ترغوږونو پوری رسيږی . خو دغه پيښه دهيواد په ديرش کلنی غميزی کی دهغو ترخو واقعيتونو تکرار دی چی د شوروی کرملين پلاس پردی هيواد وتپل شوه . دا پيښه ښيی چی امريکايی پوځونه هم دافغانانو دپاره دشوروی يرغل نه راپاتو شوو زخمونو ته نه يوازی داچی ملهم نلری بلکه دمالګو بوجې يی ورته په شاپوری تړلې دی . خارجی قوتونه که دکرملين نه دخيالې سوسيالستی جنت په وعدو سره د زيار ايستونکی اوولس مخ ته حلوا نيسی اويا له واشنګټن نه د دموکرتيکې انارشۍ سينګار کړی ناوی رابدرګه کړی ٫ د دواړو موخه يوه اوهغه داولسونو غولول ٫ يو په بله ټکول ٫ ددوی ترمنځ دنفاق اورته لمن وهل او په يای کی خپلو موخو ته درسيدو په هيله په دوی کی خپل منځی دښمنی او ترپګنۍ راپارول دی .
راشې پدغه اړه تر سوسياليستی شعار لاندی دکرملين لخوا راليږل شوی سور لښکر او د دموکراسې دپيغام سره د واشنګټن نه را الوتې په اصطلاح دسولې کوتری سره پرتله کړو :
روسانو خپلو موخوته درسيدو پخاطر په افغانی اردو کی چی دوطنپالنې مينه يی په رګ رګ کی پيچکاری شوی وه ٫ ايديالوژيکی کارپيل کړ . اردو که څه هم دافغانی غوره دودونو او اسلامی معتقداتو په پام کی نيولو سره يی داقتصادی سوسياليستی سيستم سره مخالفت نه ښوده ٫ خوداچی داکار شورويانو په منځنی اسيا کی دخپلو جمهوريتونو په شان په پام کی نيولۍ وو نو داډول ايديالوژيکی کاريی په اردو کی دمقاومت سره مخامخ شو . کله چی کرملين ددغه ترډيره حده يوموټی اردو په وجود کی خپل دبرياليتوب لاره په کږليچو کی وليدل نويی دهغه وناتوانه کولو ته ملا وتړل او دملکی وګړو ترمنځ يی مذهبی ٫ قومی ٫ ژبنی ٫ سيمه ايزو اونورو تربګينيو ته په لمن وهلو سره هغوی يو د بل په وړاندی راوپارول . ددغه سرکښ اردو دبی اهميته کولوپخاطر دوی ديوه بل الترناتيف په فکر کی شول . پدی موخه يی په خاد کی جنګی ليواګانی منځته راوستلې ٫ جمهوری ګارډ يی پراخ او په بيساری ډول مجهز کړ او قومی مليشه ای کنډکونه يی جوړ او تر غاښونو په سپکو او درنو وسلو
بارکړل .
ددی سره سم شورويانو داخبره هم له ياده نه وه ايستلې چی که پرټول افغانستان باندی لاسبرۍ ورته ناممکن شو ٫ نو بايد په شمالی او جنوبی برخو داهيواد تجزيه او شمالې برخی چی ډيرۍ اوسيدونکی يی غيرپښتنی قومونه دی ٫ دهمدغه قومی تړاوونو له مخی د خپلو اړوندو جمهوريتونو سره وتړی . لدی امله يی ددغو سيمود قومي مليشود داسی ډلو وپياوړی کولو ته ډير پام اړاوه لکه ګليم جم اونور . سلطانعلی کشتمند چی ددی موخی دپاره تر ټولو غوره اومناسب سړۍ وو ٫ دتجزيی دسازماندهی چاری يی ورته وسپارلې او دصدارت په مقام کی يی ترخپل قانونی صلاحيت نه زيات واک او اختيار پلاس ورکړ .
دشورويانو تر وتلو وروسته ډاکتر نجيب الله چی د اول لاس سړی په توګه دهغوی په موخو پوره خبر او دکشتمند ددی ډول هلو ځلو سره همږغۍ نه وو ٫ دده دمخنيوۍ په خاطر يی دواک لاسونه ور لنډ کړه . خو دنجيب الله د نه بخښلو وړ تيروتنه بيا پدی کی وه چی هغه دافغانستان اردو يو خلقی اردو ګاڼه او دخپل شخصی واک دساتونکی په توګه يی باور ورباندی کولای نشو ٫ نويی د ګليم جم مليشی ٫ ګارد او دخاد ټولګۍ ددی اردو په مقابل کی لانورهم پياوړی او دملی اردو دجنګی وړتيا وټيټولو ته يی ملا وتړل .
ددغي ليکنې اصلی موخه می دنوموړو اجيرو مليشو دکړو وړو يادول دی څو ددغی لاری په ځينو چارو کی دکرملين او وشنګټن د موخو ورته والۍ سره پرتله کړای شو . البته په ټولو چارو کی به ددوی دبشپړ ورته والې خبره سمه نه وی او دخپلو ځانګړتياوو سره به توپيرونه ولری .
دنجيب الله په مليشو کی دافغانی ټولنې ټول ناوړه مشهور فی الفسادغړی لکه غله ٫ قماربازان ٫ زناکاران ٫ لواطت ګران ٫ داړه ماران ٫ حرفوی قاتلان او دلومپن قشر نور استازی راټول کړل شوی او په هر ډول وسلو سمبال شوی وو . داکتر نجيب الله چی ددغو ډلو دلاری ځانته د واک ساتلو په فکر کی و نو يی ددوی پلاس د قومی٫ ژبنې ٫ مذهبی اونورو تربګنيو وچاغولو ته هيڅ پام نه راګرځاوه . اجيری مليشی که دهرقوم يا مذهب نه وی ٫ په ټوليز ډول پلورل شوی ډلې دی او دهمدغه معيار پربنسټ دهيچاسره دتلپاتی وفادارۍ وړتيا نلری . دغو مليشو به ډيروختونه دوطنپالنې په بڼه کی دملی روزل شوی اردو اوڅارندويانو ( روزل شوو پوليسو ) سره په نښتو کی دکندهار وروستۍ پيښی ته ورته خونړې پيښی رامنځته کولې . کله چی يی د واک پرګدۍ دډاکتر نجيب الله پښه ګوډه وليدل نو دغه لومپني ډلی يو دم له ټولو نه وړاندی دده په مقابل کی را وپاڅيدلې ٫ هغه يی رانسکور کړ څو په پای کی په ډير ناوړه شکل دمرګ کندی ته ولويد . داهغه څه دی چی بايد ورنه دعبرت پاخه درسونه اخيستل شوی وای . خوله بده مرغه نه افغانی چارواکو اونه هم د وسلو اوپيسو په نشو مستو خارجی ځواکونو لدی نه پند واخيست .
امريکايانو هم دافغان پخوانی مسلکی روزل شوی اردو په پاته شونو کی د روسانو پشان دخپلو موخو ترسره کول ګران ګڼل ٫ نويی هغوی په يوه يابل نامه دملې اردو نه ليری او پرځای يی دبيسوادو لومپنو وسله والو ډلو استازی ځای پرځای کړل . لدی نه پرته يی دخصوصی امنيتی شرکتو ترنامه لاندی مسلکی داړه ماران سره راټول او په پرمختللو وسلو سمبال کړه . لکه څنګه چی دشوروی دوخت دمليشو سره داشغالګر سره اردو ملاتړ وو نو يی دهيچا هيڅ ډول پرنسيپ او وسله وال دسپلين ته غاړه نه ايښوده اوچی کله يی زړه غوښته دهرچا په وړاندی يی پر ماشې ګوته کښيکښل . همدارنګه دامريکا او ناټو تر وزر لاندی راټول شوی توپکيان هم چی دهغوی لخوا خپل هراړخيز ملاتړ وينی د دولتې قواوو هيڅ پروانلری او له بده مرغه دا د وړاند وينی وړده چی دکندهار دغه پيښه به اخيرنۍ نه وی او هره ورځ دداسی پيښو انتظار ايستلای شو .
په هرحال دپيښی لاملان خو داګړۍ ګويا دقانون منګلو ته سپارل شويدی چی دخپلو کړونو سره برابر انصاف تر لاسه کړی . مګر ترهغه ځايه چی دغه کسان دزورواکی مافيا کړۍ جوړوی نو دقانون جال ددوی دپاره ډير سست ښکاری او باور نه راځی چی دسر ديوه ويښته دجداکولو توان به يی هم دقانون ددغو کمزورو منګلو سره پيداشی . پای
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
..Ahmadzai
01.07.2009
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نن سبا خو افغانستان كې ډيرې أمنيتي كمپنۍ فعاليت لري څه ېې خارجي ېو څه ېې داخلي دي خو تر ټولو څخه دوه ډيرې مهمې أو خطرناك بيرونۍ كمپنۍ Black water أو titan دي، چې هم أفغانستان أو هم په عراق كې خپل أجرتي تور فعاليت پر مخ بيايي أو هيڅ قانون أو أخلاقي نورمونو ته ژمن نه دي.
هغو وروڼو څخه چې د دغو دوو کمپنيو مورد كې پوره معلومات لري هيله كوم چې مونږ سره دغه معلومات شريك كړي.
په درنښت
أحمدزى
عبدالله صابر
01.07.2009
السلام عليکم
[quote:a860db77ea] څو ورځی وړاندی يي په قندهار کی ديوه بندی دغیر قانونی خلاصولو لپاره په
مجهزو پولیسو تیری وکړ، او دکندهار دپولیسو دمشر په شمول يي يو شمیر
افسران ووژل. [/quote:a860db77ea]
خومطيع الله قاطع دسميع الله تړون لاندي شعرته پام نه ووکړئ ځکه خويی انجام
همداسي شو، صليبي ګوډاګيان بايد تري عبرت واخلي اوپه دي پوهه شي چي ددوی
هم له داډول برخليک سره مخ کيدئ شي ٠
[color=red:a860db77ea]پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي - -- لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه -- - زما دمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلکو روسته وژني - -- دچادمرګ اجازه مه ورکوه [/color:a860db77ea]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4651
عبدالله صابر
01.07.2009
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=695:2009-06-30-08-32-46&catid=7:2009-03-12-06-25-58&Itemid=4
و.افغان
01.07.2009
يو ځل بيا سلامونه !
زه خو دیته حيران يم، چې وزیر داخله حنيف اتمر په پوره اطمئنان سره بي بي سي ته
دخپلو خبرو په لړ کی ددی بريد او جنايت پړه له امريکايي ځواکونو لری کړه، او پر
افغان اجرتي مرتزقه بريد کوونکو يي ورواچوله، سره له دی چی دا مرتزقه په امريکايي درنو او سپکو وسلو سمبال راغلي وو، او دوظيفي له ادا کولو وروسته
سالم غانم خپلو قرارګاوو ته ستانه شول.
وه اتمر صاحب: عجيبه خبره کوی، که غلطه خبره هم کوی نو قانون ته خو يي برابروه،
آخر وزیر داخله يي، لومړۍ خو دا چی داسی ښکاري چې په دی بريد کی دامريکايي
ځواکونو خاص الخاص عسکرو دزمري ونډه لرله، په دی دليل چی افغانستان کی
رسما او فعلا ښه جګړه روانه ده، دهيواد په سویلی ولايتونو کی او په ځانګړی توګه
کندهار او هلمند شپه او ورځ دجګړو داور لمبی آسمان ته جيګيږي، ځکه خو بايد
افغان پوليس او ملي اردو په دغو ځايونو 24 ساعته تيارسئ ولاړ وي.
نو دلته دوه احتماله ده:
يا خو بريد کوونکی امريکايي خاص الخاص ځواکونه دي، په هر قسم وسلو، سپکو
او درنو مهماتو سنبال دي، او ښه روزل شوي هم دي، ځکه يي ستا ملي پوليس او
ملي اردو دخپلو ناتاري ډزو لاندی راوسته، او هغوي ته يي ديوه فير کولو وخت هم
ورنه کړل، لوړ پوړی أفسران يي ورته ووژل، او بريد کوونکي روغ رمټ خپلو قرارګاه ګانو ته ستانه شول.
او يا خو دا چی دملي اردو او ملي پوليسو په اړه ستاسو ستاينیهيڅ حقيقت نه
لري، ددی پر ځاي چې په ملي اردو او ملي پوليسو کی دندی تر سره کړي، پکار
ده چی دسړکونو په غاړه ګاډۍ ودروي، او شلغم خرڅ کړي، ځکه چی دوي دومره
ونشو کولاي ديو څو أجرتي لوچکانو په وړاندی مقاومت وکړي، او کم نه کم له هغوي
څخه يو څو لاندی کړي.
په درنښت
pattang
01.07.2009
قدر مند ساپی صيب سلامونه!
ته د kgb اود خاد دې پخواني غړي او د cia له کرزي څخه څه توقع لرې ؟
دوی هغه خبرې تا ئيدوي کوم يې چې باداران په خارج کې ليکي ٠
داتمر اود غربي مېديا خبرې يو شی دي او يو شی به وي
٠ داسې لکه اتمر يې چې وايې ، ما په شپيګل ان لاين پاڼه کې په جرمني ژبه
هم ولوستل٠
خدای پاک دې يوه او بل ته دګو ر چينجي کړي٠
لانت پر دې دووسانو او صليبي اشغالګرو٠
[quote:3f7cb87ae5="وهاج ساپی"]يو ځل بيا سلامونه !
زه خو دیته حيران يم، چې وزیر داخله حنيف اتمر په پوره اطمئنان سره بي بي سي ته
دخپلو خبرو په لړ کی ددی بريد او جنايت پړه له امريکايي ځواکونو لری کړه، او پر
افغان اجرتي مرتزقه بريد کوونکو يي ورواچوله، سره له دی چی دا مرتزقه په امريکايي درنو او سپکو وسلو سمبال راغلي وو، او دوظيفي له ادا کولو وروسته
سالم غانم خپلو قرارګاوو ته ستانه شول.
وه اتمر صاحب: عجيبه خبره کوی، که غلطه خبره هم کوی نو قانون ته خو يي برابروه،
آخر وزیر داخله يي، لومړۍ خو دا چی داسی ښکاري چې په دی بريد کی دامريکايي
ځواکونو خاص الخاص عسکرو دزمري ونډه لرله، په دی دليل چی افغانستان کی
رسما او فعلا ښه جګړه روانه ده، دهيواد په سویلی ولايتونو کی او په ځانګړی توګه
کندهار او هلمند شپه او ورځ دجګړو داور لمبی آسمان ته جيګيږي، ځکه خو بايد
افغان پوليس او ملي اردو په دغو ځايونو 24 ساعته تيارسئ ولاړ وي.
نو دلته دوه احتماله ده:
يا خو بريد کوونکی امريکايي خاص الخاص ځواکونه دي، په هر قسم وسلو، سپکو
او درنو مهماتو سنبال دي، او ښه روزل شوي هم دي، ځکه يي ستا ملي پوليس او
ملي اردو دخپلو ناتاري ډزو لاندی راوسته، او هغوي ته يي ديوه فير کولو وخت هم
ورنه کړل، لوړ پوړی أفسران يي ورته ووژل، او بريد کوونکي روغ رمټ خپلو قرارګاه ګانو ته ستانه شول.
او يا خو دا چی دملي اردو او ملي پوليسو په اړه ستاسو ستاينیهيڅ حقيقت نه
لري، ددی پر ځاي چې په ملي اردو او ملي پوليسو کی دندی تر سره کړي، پکار
ده چی دسړکونو په غاړه ګاډۍ ودروي، او شلغم خرڅ کړي، ځکه چی دوي دومره
ونشو کولاي ديو څو أجرتي لوچکانو په وړاندی مقاومت وکړي، او کم نه کم له هغوي
څخه يو څو لاندی کړي.
په درنښت[/quote:3f7cb87ae5]
عبدالله صابر
02.07.2009
السلام عليکم
وبخښئ
دمطيع الله قاطع وژنې په هکله دشهامت ويبپاڼې ناسم لنک ورکړل شوئ وو او سم لنک يی دالاندي دی ٠
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=718:2009-07-02-06-53-50&catid=7:2009-03-12-06-25-58&Itemid=4
ډاکټر څپاند
03.07.2009
[quote:a460f634e5]ثبات صاحب: تاسو زما په دغه خبره پوه شوي نه ياست، ځمونږ لويه ستونځه افراط
او تفريط دی، مسلمان کولاي شي چی ددنيوي او أخروي امورو تر منځ داسی توازن
يا أنډول وساتي، چی هم خپل ديني وجايب پرځاي کړي، او هم دپتمندی دنيوي
زندګۍ خاوند شي، بلکه دنيوي وجايب هم ددیني اوامرو يوه برخه ده[/quote:a460f634e5].
محترم وهاج ساپی،[color=yellow:a460f634e5]
ستاسو شعار دهغو والدینو دمجبورې وينا ته ورته دی چه وائی "هلکه که داسی
دی وکړه بيا به له بازاره در له پتاسې رواړم"٠نن ورځ نړېوال داسې انګيري
چه د ښه عمل اجرا کول بايد دهر انسان وجداني اوذاتي صفت وکرزول شي،او دبشريت وجدان داسی وروزل شي چه دخپل نفس سره مجادله تر هرڅه ورته علويت ولري نه دا چه هغه ديوه رشوت په مقابل کی اداره کړي٠[/color:a460f634e5]
[quote:a460f634e5]دا اوس چی مونږ دمسلمانانو په اړه دغربي نړۍ جنايتونه په ګوته کوو، ددی دا معنا
نه ده چی شوروي سپین باز وو، شوروي دخپل ځواک او حکم په مهال دجمهورياتو،
قفقاز، او منځنۍ اسيا په هيوادونو سل ميلیونه 100 مسلمانان تر تيغه تير کړي. [/quote:a460f634e5]
[color=white:a460f634e5]
پدي کی هيڅ شک نشته چه روسانو دمنځنۍ اسيا پرمسلمانانو خورا زيات
ظلمونه ، قتل ،او جنايات کړي ،مګر د100 ميلونه مسلمانانو له تيغه تيرولو
ادعامبالغه څه چه لااغراق دی٠پياد ساته،هر څه چه دلته ليکو،دتاريخ پاڼې دي٠[/color:a460f634e5]
[quote:a460f634e5]دکفارو دویش مسئله خورا ډیره مهمه ده، البته دمسلمانانو اتحاد تر هغی ډیر مهم دی، [/quote:a460f634e5]
[color=red:a460f634e5]ګور وهاج صيب،يوی خوا دمسلمانانواتحاد غواړې،بله خو اهل تشيع داسلام
ستر دښمن بولې،ولئ؟؟[/color:a460f634e5]
[quote:a460f634e5]مرګ دی وي په خلق +پرچم+ او دملي آزادۍ په نورو داخلي او خارجي دښمنانو. [/quote:a460f634e5]
رازه چه داشعار لږ در جوړکړم،که نه نود هغو هيواد والو روح، چه ګوندي ول يا
غير ګندي،او دروسي قواوو دخروج نه روسته،په ډيره ميړانه دISI او دهغو دنوکرانو په مقابل کی ئی دافغانستان دعرضي تماميت نه دفاع کوله
او په دی لاره کی ئی دشهات جامونه څکلي، رانه خفه شي٠
[color=red:a460f634e5]
مرګ پر هر هغه چا چه په اګاهانه ډول ئی افغان ملت او افغانستا ن ته خيانت
کړی وي٠[/color:a460f634e5]په درناوی٠