د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اشرف غني خبره غړکه کړه !

Nadar
29.06.2009

هاچي د ټولو پښتنو ورته د اميد سترګي نيولې وې چي ګوندي اشرف غني احمدزی که د جمهورياست و دندي ته و رسي نو دافغانانو او پښتنو شمله به هسکه او د پښتنو د ذلت او خواری دور به پای ته ورسيږي او د دې خاوري هغه تللی برم به بيرته احيا کړي، خو دغه ملاشينی نيمه لاره لا وهلې نده چي تازه په رسنيو کي يې اعلان وکړ چي ښايي د عبدالله عبدالله په ګټه به د کمپاين نه تيرشي .
دغه ناځوانه و هغه چاته تسلیميږي چي د افغان وژني او د پښتونو سره ددښمنۍ کرادار يې د دې دېرشو کالو په وينو لړلی جناياتو کې توري پاڼې دي . احمدزی که بشردوست هزاره ته تير شوی وای خلکو به يې هرکلی کړی وای خو دغه نامرده د خپل امريکايي پاسپورټ نه تېر نشو خو د افغانانو و جاني دښمن ته تيرشو،
نو د همدې اوسه دې مخ پرته شي .


کريم
29.06.2009

د بېنوا پلورل شوې پاڼي او د خالد هادي د بانډ تر مشری لاندي د بېنوا امريکايي پاڼي تبليغاتي کمپاين بلاخره د اشرف غني پرضد دنده ترلاسه کړه څو د بدنامه او لاسپوڅي کرزي په ګټه غير مستقیم ډنډورې ووهي او پر هغه باندي ډالري کمايي کړي .

خالد هادي لا وړاندي يو کال مخکي د وتلي ليکوال او ملي شخصيت عبدالاحمد محمديار په ضد چي د بېنوا د ټولني او د بېنوا د پاڼي مسؤل وو کودتا وکړه او هغه يې په لغته وواهه، عبد الله احسان يې هم چي وتلی ملي شخصیت وو او دی او ددې پاڼي د ملاتير وو هغه يې هم په ډېره ناځواني سره ددې پاڼي نه تېر کړ او نتيجه دا چي پخپله خالد هادي ځان پر پاڼي واکمن کړي او پر هغه ډالري بزنس را شرو کړ ي .

ددې پورته خبر اصليت او جعليت څرګند نه دی،داخبر بر الا څرګندوي چي د اشرف غني و محبوبيت ته د ضربې رسولړ هدف پرمخ بيايي .

خالد هادي چي د بېنوا د فرهنګي ټولني ويب پاڼه يعني د بېنوا ډات کام پاڼي باندي کال مخکي کودتا وکړه او په ډېره لوچکي او نامردي سره يې هغه و ځانته منصوبه کړه هدف يې دا وو چي ډالري تجارت ورباندي وکړي او په نيويارک کي يې د معينو امريکايي شبکو په خدمت کي راولي. نوموړي اوس دا پاڼه قرار قرار په يوه داسي ټریبیون اړول غواړي چي د معينو خواوو نه ډالري ورباندي را وشکوي او هري خوا ته چي زيات ډالر ورکول کيږي نو د هغوی په ګټه تبليغ وکړي . دا پاڼه يعني بېنوا ډاټ کام پاڼه اوس د سياسي بزنس پاڼه ګرځېدلې ده او خالد هادي پر هغه باندي ډالري راغونډوي .
خالد هادي بايد پوه وي چې :
کوږ بار تر مزله نه رسي!
په درناوي


محمد احمد حمي
29.06.2009

السلام عليكم
نادر صاحب كريم ورور ښه خبره كړيده ، داشرف غني احمدزي صاحب په اړه كره خبرونه بايد دهغه دخپل شخصي ويب پاڼي څخه وكتل شي ، او دهغه دشخصي ويب پاڼي پته په لاندي ډول ده ، ډيره مننه

http://www.ashrafghani.af/

http://ashrafghani.af/pashto/


و.افغان
29.06.2009

درنو وروڼو !
هره پاڼه خپله ځانګړی تګلاره او ټاکلي اهداف لري، که چيرته خپلی تګلاری او اهدافو
ته ژمنه پاتی شي، نو اعتراض کول پری هسی بيځايه کار دی، او که چيرته وايي يو څه
او کوي بل څه، نو په دی وخت کی يي بايد دوه مخيتوب نورو عامو لوستونکو ته
څرګند شي، تر څو پری په ناخبرۍ کی ونه غوليږي.
زه فکر کوم چی دبينوا ویبپاڼه په خپل قول او عمل دواړو کی رښتيني ده، دا لاندی
يي انځوریز قول دی، او نور يي عمل تاسو لوستونکي په همدغه قول وتلئ، فکر
کوم چی عمل يي دقول مطابق دی، او که څنګه؟

[img:7fd3fe2f48]http://www.benawa.com/images/elanoona/for_benawa.jpg[/img:7fd3fe2f48]

په کمپاينونو کی خو ضرور ځينی کاندیدان دځان په ګټه په نورو پسی خولی
پرانيزي، او چی بينوا پر دی تبليغاتو پيسی وانخلي، نو آيا دا به له عقل سره دښمني
نه وي؟؟

په درنښت


کريم
29.06.2009

په ټول افغان کي د همدي ليکنو په خپرېدا سره د بېنوا باڼي د اشرف غني په هکله پورته اړوند خبر او د هغه په ضد څلور بېلابېلي ليکني چي يو په بل پسې خپرې شوي وې ړنګي کړي دي .


محمد علم
02.07.2009

درنو دوستانو سلامونه اوښې پېرزوني مي ومنئ

هغه لکه چي نورناکامه سوئ دئ دخطا پرسرد بې باوری په راکابواوسکینده کولواودنورودرنو وروڼودزیات باور په کولو له اسیته پاته راغلئ دئ
کیدای سی دغه لاندي غزل ئې دپای په توګه ومنئ

په اتحاد اواتفاق کي موژوندون دئ
یوکېده مو نن ضرور ، کنه بېلتون دئ

تباه کیږي ولسونه دقدرت پرسر
نخښي ازلي دي دا عجب ازمون دئ

کندهاردئ که ننګرهار اوکه پکتیا
ازبک ، تاجک که هزاره اویاپښتون دئ

ټوله یودي د افغان په نوم یادیږي
کامیابي موټول پرسوله که مو یون دئ

ولسونه، اسمانونه غواړي سوله
نه خطرسته نه له چاسره پریکون دئ

له سترواوښوپېرزوینوڅخه مویوه نړۍ مننه
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more