اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په خطايي سره ديوه مسلمان دوژلو ديت څومره دی؟
و.افغان
27.06.2009
په خطايي سره ديوه مسلمان دوژلو ديت څومره دی؟
يوه دوست را څخه دغه پوښتنه دايميل له لارې کړيوه، نو ومی غوښتل چی دلته په
فورم کی ځواب ورکړم، چې نور ملګري تری هم مستفيد شي.
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه.
الله جل جلاله فرمايي:
وما کان لمؤمن أن يقتل مؤمنا الا خطأ، ومن قتل مؤمنا خطأ فتحریر رقبة مؤمنة ودية
مسلمة الی أهله الا أن يصدقوا.
ژباړه: او نه ښايي (يا نه دی روا) هيڅ مؤمن ته دا چی مړ کړي (بل) مؤمن مګر په خطا
سره، او هر څوک چی مړ کړي مؤمن په خطا سره نو (شته پر قاتل) آزادول د غاړی (مريي) مؤمن
او (بل) ديت دی سپارل شوی اهل (وارثانو) دمقتول ته، مګر دا که معاف کړي (دا وارثان دغه قاتل).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښه که چیرته مريي پيدا نه کړي، چې آزاد يي، نو دوه میاشتي پرله پسی روژی به نيسی،
الله جل جلاله فرمايي: فلم يجد فصيام شهرين متتابعین توبة من الله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښه نو ديت څومره دی؟
ديت نبي کريم صلی الله علیه وسلم 100 اوښه ټاکلی دی، دقسامی مشهور حدیث
دی، چې متفق علیه دی، صحیحینو روایت له سهل بن أبي حثمة رضي الله عنه
څخه روايت کړیدی:
فوداه رسول الله صلى الله عليه وسلم من عنده فبعث إليهم مائة ناقة.
نو ديت ورکړ رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان څخه، نو سل اوښه يي ورولیږل.
سنن أبي داود م ت محمد محيي الدين/4 - (ج 2 / ص 592)
4542 - حدثنا يحيى بن حكيم ثنا عبد الرحمن بن عثمان ثنا حسين المعلم عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده قال
: كانت قيمة الدية على عهد رسول الله صلى الله عليه و سلم ثمانمائة دينار أو ثمانية آلاف درهم ودية أهل الكتاب يومئذ النصف من دية المسلمين قال فكان ذلك كذلك حتى استخلف عمر رحمه الله فقام خطيبا فقال [ ألا ] إن الإبل قد غلت قال ففرضها عمر على أهل الذهب ألف دينار وعلى أهل الورق اثني عشر ألفا وعلى أهل البقر مائتي بقرة وعلى أهل الشاء ألفي شاة وعلى أهل الحلل مائتي حلة قال وترك دية أهل الذمة لم يرفعها فيما رفع من الدية .
قال الشيخ الألباني : حسن
ژباړه: دديت قيمت دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کی 800 ذهبي ديناره وو،
او 8000 نقريي درهمه وو، داهل الکتابو ديت دمسلمانانو دديت نيمايي کيده،
کله چي دعمر رضي الله عنه خلیفه شو، نو په خلکو کی خطیب ودرید، او ويي و يل:
تاسو په دی خبر شئ، چې اوښان قيمته شوي دي، نو بيا يي ديت دسرو زرو (طلا) په والاوو 1000
ديناره وټاکه، او دسپين زرو (نقره) په والاوو يي 12000 درهمه وټاکه،
او دغواګانو په والاوو يي 200 غواګانی وټاکه، او دپسونو (ګډانو) په خاوندانو
يي 2000 ګډان وټاکل.
له پورتني حديث څخه او دعمر رضي الله عنه له تعامل څخه له ورايه ښکاري، چې
اصل په ديت کی اوښان دي، بيا هم دا مسئله اختلافي ده، ځينې علما تير ياد شوي
څیزونه ټول اصل بولي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يو ذهبي دينار کی: 4.25 ګرامه سره زر وي.
يو فضي يا نقريي درهم کی: 2.5 ګرامه سپين زر وي.
ديو اوښ قيمت نن سبا په سعودي کی له 2000 ريالو کم نه پيدا کیږي، يعنی
له 40000 زره کلدارو کم اوښ نشته دی، البته چی په شرعي مواصفاتو اوښ
کم نه کم 3000 رياله کیږي، خو په سعودي کی بیا هم له ډیر پخوا راهيسي دديت
قيمت يو لک ريال دی 100000، يعنی دهر اوښ په سر زر رياله دي.
ډیر علما دا وايي، چې دا حساب مخکي صحي وو، البته اوس په دی قيمت اوښ
نه پيدا کیږي، بايد دديت دغه شميره اپډيټ يا تحديث شي، کم نه کم دری لکو ريالو
ته بايد ورسيږي، خو بيا هم تر اوسه دا کار نه دی شوی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که دسرو زرو په حساب يي رانيسی، نو:
1000 ديناره X يود ينار (4.25 ګرام) = 4250 ګرام.
يو ګرام سره زر نن سبا = 30 ډالره کيږي.
نو 4250 ضرب 30 = 127500 يو لک اوه ويشت زره پنځه سوه ډالر کیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او که دسپينو زرو په حساب يي حسابوئ:
دسپين زرو داوسمهال په حساب کی ضرب ورکړئ.
البته حنابلة شوافع او مالکيان دا مذهب لري، چی ديت 12000 نقريي درهمه دی.
او احناف په يوه حديث استدلال کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم 10000
لس زره درهمه ټاکلی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پکار داده چې دافغانستان قضا دخطا ديت لپاره دشرعي نصوصو په رڼا کی يو
ټاکلی عدد يا رقم وټاکی، البته له يو وخت څخه بل وخت ته بايد قابل للتجديد
وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخطايي قتل ديت څوک ورکوي؟؟؟
وروڼو ډیره مهمه مسئله ده، دخطايي قتل دیت خپل قاتل نه ورکوي، بلکه دقاتل
کورنئ، يا عصبه، يا عاقله، ترونه، دترونو ځامن، دترونو لمسي، دقبيلي وګړي،
ټول هغه څوک چې له ده سره په بدۍ کۍ په يوه صف کی ودريږي، او دهغوي حمايت
ورته حاصل وي، بايد هغوي دا ديت ورکړي.
البته په قتل العمد کی بيا ديت يواځي دقاتل له پيسو څخه ورکول کیږي، او په
عاقلې، عصبې، کورنۍ يا قبيلي هيڅ هم شرعا نشته دی.
په دی مسئله ډير شرعي نصوص راغلي دي، چی ان شاء الله وروسته به يي وړاندی
کړم.
په درنښت.
عبدالله صابر
27.06.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب ډيره مهمه موضوع ده ،تاسولازيات معلومات ليکئ خودلته
بياډيرې پوښتنې دي چي بايد حل شي لکه دموټروان له خوا دموټرټکرله امله چي
سورلئ وژل کيږي اوياد ډاکټر اپريشن وروسته مريض مړکيږي داډول نور حالات
چي ايا په قتل خطا کښ راځي اوکنه ؟؟؟
دغه دوه مياشتې روژه خوبه ديوډاکټرلپاره ډيره سخته نه وي ؟؟
دوهم که دوژل شوي وارثانوله خوا ديت معاف کړل شي نوبياهم بايد ديت ورکړل شي
اوروژې ونيول شي اوکه دوارثانوپه معافئ پوري اړه نه لري ؟؟
دريم داچي اياپه قتل خطاکښ ځيني داسي حالات شته چي نه ديت ورباندي واوړې
اونه روژې ؟؟ که وي هغه به کوم ډول حالات وي ؟؟
دما لږغوندي ياد دي چي چيرته مي لوستلي ووچي که دموټروان موټرسرعت ترحده
زيات وي نوبياموټروان په قتل خطا کښ راځي بايد دوه مياشتې روژې ونيسي او
که سرعت يی په خپله اندازه وي نوبيا ورباندي روژې نه اوړي ، ښاغلئ وهاج
صاحب په دي هکله معلومات غواړم ،
والسلام
و.افغان
28.06.2009
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب ډيره مهمه موضوع ده ،تاسولازيات معلومات ليکئ خودلته
بياډيرې پوښتنې دي چي بايد حل شي لکه دموټروان له خوا دموټرټکرله امله چي
سورلئ وژل کيږي[/quote:c1fbad19b6]
محترم صابر صاحب: ديوه بی ګناه انسان او په ځانګړی توګه ديوه بیګناه مسلمان
وينه ډيره قيمتي ده، هغه په هيڅ توګه دچا دخطا او يا بی غورئ له امله هدر نشي
ګڼل کیدی.
دبی ګناه مسلمان دويني توييدنه دځانوژنی وما شابهه حالت ، آسماني آفت او له عادی مرګ څخه پرته حالتونو کی بايد بی جبیری پاتی نه شي.
له ډرايور که چیرته بيغوری يا بيباکي کيږي، نو بايد دهغه دلاسه دوژل شويو
سورليو ورثی ديت ورکړي، بيغوري يا بيباکي ډیر مثالونه لري، لکه تیز تلل،
دستړتيا په حالت کی ګاړی چلول، په بی خوبه ځان ګاړی چلول، ګاړی له بشپړ
سمبالښت څخه پرته چلول، که چيرته دګاړي چلوونکی خپله هم دمرګ ښکار شي،
نو دهغه له عصبی يا قبيلي څخه دی ديت واخيستل شي.
البته کله کله دډرايور له لاسه دوژل شوي انسان پړه ټوله په ډرايور نه شي غورځيدی،
بلکه وژل شوی هم څه نا څه مسئول ګڼل کیږي، نو په دی حالت کی بايد قضا او
دقضا اړوند ځانګړی اداري دغه فيصدي معلومه کړي، چې څومره څومره سلنه
تاوان په يو او بل واچول شي، کله کله له پلټنو وروسته ډرايور بيخي بی ګناه
ثابتيدی شي، چې په دی وخت کی ډرايور هيڅ مسئول نه ګڼل کیږي، نور کله بيا پړه
په نورو اطرافو اچول کیږي، لکه مثلا دطيارو جوړوونکی شرکت وغيره، په دی
کار سره دمصدوم شويو خلکو زړونو ته کرارۍ حاصلیږي، دبيغوره خلکو
دبيغورۍ مخه نيول کیږي، آينده کی به دداسی ستونځو پيښيدل کم شي.
ډرايوران وأمثالهم به کوښښ کوي، چې دخلکو دزندګۍ قيمت وپيژني، دهغوي د خوږو ژوندونو سره بيباکي ونه کړي، او دکابل او تورخم دډرايورانو په شان سورليو
ته ونه وايي، چې ولی ويریږئ، که مرګ راځي، نو لومړۍ به زه مرم.
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]
اوياد ډاکټر اپريشن وروسته مريض مړکيږي داډول نور حالات
چي ايا په قتل خطا کښ راځي اوکنه ؟؟؟
[/quote:c1fbad19b6]
ډاکټر له ډرايور سره ډیر فرق لري، ډاکټر کوښښ کوي چې مريض له مرګ څخه
وژغوري، په خپلی علمي تداوۍ سره مریض دمرضونو له پنجو څخه خلاص کړي، نو که چيرته
بيا هم مريض له منځه لاړ شي، نو په ډاکټر هيڅ هم نشته، خو که چيرته يو څوک په
نوم ډاکټر وي، او دداسی مرض په علاج يي پيل کړي وي، چې دده تخصص نه وي
يا پری نه پوهيږي، نو په دی حالت کی دی مجرم ګڼل کیږي، که له شبه العمد حالت
څخه بچ شي، نو له قتل الخطأ څخه په هيڅ صورت نه شي خلاصيدی.
همدارنګه ډاکټر ته پکار دي، چې ډير حساس وي، بي غوري او بيباکي ونه کړي،
که چيرته يو تکړه ډاکټر يوه مريض ته ددوايۍ دستن پر ځاي دزهرو ستن
ووهي، او مريض ساه ورکړي، ډاکټر پوره پوره ذمه وار دی، او ديت به ورکوي.
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]
دغه دوه مياشتې روژه خوبه ديوډاکټرلپاره ډيره سخته نه وي ؟؟
[/quote:c1fbad19b6]
ډاکټر ته ولی سخته ده، که چيرته نوموړی څه خاص مريضي حالت ونه لري، نو
ضرور به روژی نيسي، روژه نيول کفاره ده، دالله جل جلاله لپاره نيول کیږي،
ځکه چې ديوه بیګناه مسلمان وينه يي توي کړی دی، ولو که په خطا سره يي
تويه کړي وي، دغه کفاره ديت پوری اړه نه لري، البته دومره اړه ورپوری لرلی شي
چې که په شرعي ديت کی کمی زياتی راغلی وي، نو دهغی تکميل وکړي، البته په
اصل کی يو توبه ده:
الله جل جلاله فرمايي:
فصيام شهرين متتابعين توبة من الله.
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]
دوهم که دوژل شوي وارثانوله خوا ديت معاف کړل شي نوبياهم بايد ديت ورکړل شي
اوروژې ونيول شي اوکه دوارثانوپه معافئ پوري اړه نه لري ؟؟
[/quote:c1fbad19b6]
ددی پوښتنی ځواب پورته وشو.
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]
دريم داچي اياپه قتل خطاکښ ځيني داسي حالات شته چي نه ديت ورباندي واوړې
اونه روژې ؟؟ که وي هغه به کوم ډول حالات وي ؟؟ [/quote:c1fbad19b6]
که داسی کوم حالت وي، نو ذهني طور سره به قتل خطا شميرل کیږي، البته هغه
قتل خطا نه وي، دمثال په توګه: څه وخت وړاندی دمديني او تبوک په لاری ديوه
سعودي شباب ګاړی په ډير سرعت سره له يوه سړک څخه غير قانوني بل سړک ته
واووښت او په يوه لوي ګاړي کی ونښت، دغه لوي ګاړی په خپل عادي سرعت
په خپل خط سهي روان وو، حکومت دلوي ګاړی مصرۍ ډرايور ونيو، او بيرته
يي پرته له کوم مالي تاوان خوشی کړ.
داسی که فکر ورته وکړئ، نو نور داسی مثالونه به ومومۍ، قتل خطا هيڅکله
بی ديته نه پاتی کیږي، حتا چی دمور دګيډي ماشوم په وژنه کی هم ټاکلی ديت
دی، که چيرته په خطايي سره مور په خپل تی خور ماشوم دشپي ورواوړی، نو په
هغی هم ديت دی، خو دعام قتل خطا ديت سره فرق لري.
[quote:c1fbad19b6="عبدالله صابر"]
دما لږغوندي ياد دي چي چيرته مي لوستلي ووچي که دموټروان موټرسرعت ترحده
زيات وي نوبياموټروان په قتل خطا کښ راځي بايد دوه مياشتې روژې ونيسي او
که سرعت يی په خپله اندازه وي نوبيا ورباندي روژې نه اوړي ، ښاغلئ وهاج
صاحب په دي هکله معلومات غواړم ،
والسلام[/quote:c1fbad19b6]
محترم صابر صاحب: دا کار قضا او دقضا اړوند ارګانونو پوری اړه لري،هغه بايد
معلوم کړي چې په ډرايور څومره سلنه پړه واچول شي، او څومره نه، نو که چيرته
قاتل ثابت شي، نو هغه دقتل خطأ شرعي احکام پری تطبيقيږي.
په درنښت
عبدالله صابر
01.07.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
دوهم که دوژل شوي وارثانوله خوا ديت معاف کړل شي نوبياهم بايد ديت ورکړل شي
اوروژې ونيول شي اوکه دوارثانوپه معافئ پوري اړه نه لري ؟؟
[code:1:ac248fc695]ددی پوښتنی ځواب پورته وشو[/code:1:ac248fc695].
هغه څنګه زه خوپوه نه شوم
اوپه پای کښ ښاغلئ وهاج صاحب په دالاندي ډول حالاتوکښ يوڅوک په قتل خطا
کښ راځي اوکنه ؟؟ يعني ديت اوکفاره ورباندي اوړي اوکنه ؟؟؟
ښکاري په ښکارډز وکړ، يوناڅاپه دډزمخي ته سړئ راغلواوسړئ ولګيد مړشو،
يا موټر روان وو ماشوم سرک ته رامنډه کړه اوماشوم موټروواهه اومړشو ،اويا
دوه دري کسان کوهي يا څاه ته سړئ ښکته کوي په دي وخت کښ دکوهي ارټ د
کسانو له لاسه خطا شو اوسړئ کوهي ته وغورځيد اومړشونوپوښتنه داده چي په
اياپه داډول حالاتوکښ کفاره اوديت لازميږي ؟؟؟
په دي هکله معلومات غواړم ٠
ا
عبدالله صابر
16.07.2009
السلام عليکم
ښاعلئ وهاج صاحب
موضوع دراوسپړله اوبيادهمداسي ګونګه ولي پريښوه ؟؟؟
نه پوهيږم زماپوښتنې ولي تراوسه نه ځواب شوي ، ماويل چي زه لږه موده وروسته
په سفرځم اوبياښايی دڅومياشتولپاره انټرنټ اوکمپيوټرته لاس رسئ ونه لرم
له همدي امله مي ددي پوښتنوځواب ته لږه بيړه ده ٠مننه
هورښتيا داښاغلئ حامداوحليمي صاحبان ولي غلي دي ؟؟
والسلام
و.افغان
16.07.2009
[quote:d222411e57="عبدالله صابر"]السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
دوهم که دوژل شوي وارثانوله خوا ديت معاف کړل شي نوبياهم بايد ديت ورکړل شي
اوروژې ونيول شي اوکه دوارثانوپه معافئ پوري اړه نه لري ؟؟
ا[/quote:d222411e57]
چې ديت معاف شو، نو له ديت څخه خلاص شو، البته روژه نيول کفاره ده، او دخداي
جل جلاله حق دی، هغه نه ساقطيږي.
[quote:d222411e57="عبدالله صابر"]
اوپه پای کښ ښاغلئ وهاج صاحب په دالاندي ډول حالاتوکښ يوڅوک په قتل خطا
کښ راځي اوکنه ؟؟ يعني ديت اوکفاره ورباندي اوړي اوکنه ؟؟؟ :
ښکاري په ښکارډز وکړ، يوناڅاپه دډزمخي ته سړئ راغلواوسړئ ولګيد مړشو،
ا[/quote:d222411e57]
هم کفاره لازميږي، او هم ديت.
كفاره دووه وجهو له مخې لازمیږي:
لومړۍ وجه: په قتل خطا کی له قاتل څخه ضرور څه نا څه بيباکي يا بې پروايي شوي وي.
دويمه وجه: دوژل شوي نفس حرمت ددی مستحق دی، چی په قاتل يي کفاره لازمه شي.
[quote:d222411e57="عبدالله صابر"]
يا موټر روان وو ماشوم سرک ته رامنډه کړه اوماشوم موټروواهه اومړشو ،
ا[/quote:d222411e57]
هم ديت لازميږي، هم کفاره.
[quote:d222411e57="عبدالله صابر"]
اويا دوه دري کسان کوهي يا څاه ته سړئ ښکته کوي په دي وخت کښ دکوهي ارټ د
کسانو له لاسه خطا شو اوسړئ کوهي ته وغورځيد اومړشونوپوښتنه داده چي په
اياپه داډول حالاتوکښ کفاره اوديت لازميږي ؟؟؟
په دي هکله معلومات غواړم ٠
ا[/quote:d222411e57]
هو، هم ديت لازميږي، هم کفاره، ديت به په شريکه پرې کوي، البته کفاره په هر يوه
پوره لازمیږي.
دليل ددی ټولو احکامو دا قرآني واضح آیت دی:
{ وما كان لمؤمن أن يقتل مؤمنا إلا خطأ ومن قتل مؤمنا خطأ فتحرير رقبة مؤمنة ودية مسلمة إلى أهله إلا أن يصدقوا فإن كان من قوم عدو لكم وهو مؤمن فتحرير رقبة مؤمنة وإن كان من قوم بينكم وبينهم ميثاق فدية مسلمة إلى أهله وتحرير رقبة مؤمنة فمن لم يجد فصيام شهرين متتابعين توبة من الله وكان الله عليما حكيما ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه وأعد له عذابا عظيما }
والحمد لله رب العالمين, وصلاته وسلامه على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه.
په درنښت
عبدالله صابر
17.07.2009
السلام عليکم
قدرمن وروروهاج صاحب
له ځوابونوديو جهان مننه
والسلام