نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امریکا پر سپوږمۍ ډزې کوي
عبدالله صابر
25.06.2009
السلام عليکم
تاند – د امریکا فضایي تحقیقاتي اداره ( ناسا ) غواړي چې سپوږمۍ ته یوه ستور بیړۍ واستوي او پکې یو توغندی نصب کړي، څو دا توغندی د سپوږمۍ پر غولي وچووي.
د ناسا د چارواکو په وینا له دې چادونې د دوی هدف دا دی چې دا څرګنده کړي چې د سپوږمۍ په زړه کې اوبه شته که نه شته. ناسا غواړي چې له چاودنې وروسته هغه وریځې وڅیړي چې د چادونې له امله پیداکیږي او په هغو کې د اوبو او یا د اوبو د بخار اثار معلوم کړي.
د ناسا چارواکي وایي چې د دې چاودنې له امله جوړې شوې وریځې به تقریبا پنځه کلیومتره لوړې شي چې ممکن له مځکې ښکاره شي.
تر اوسه چې معلومه شوې ده د سپوږمۍ سطحه لکه وچه بیدیا داسې ده خو داسې ویل کیږي چې هغه سیمې چې د لمر وړانګې یې نه روښانه کوي ښایي ترې لاندې کنګلونه وي.
ناسا به په سپوږمکۍ کې انسانان هم سپوږمۍ ته واستوي، دوی به یو کال دسپوږمۍ شاوخوا څېړنه وکړي ، د سوږمۍ نقشې به واخلي او انځورونه به مځکې ته مخابره کړي.
دا به له نولس سوه نهه نویم میلادي کال راپه دې خوا لومړی ځل وي چې ستوربیړۍ سپوږمۍ ته استول کیږي.
د ستورو پیژندونکي داسې ګومان کوي چې په میلیاردو کلونه د سپوږمۍ پر سطحې بارانونه جذب شوي دي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat