د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
د شرابو څښلو په جرم
ناصر شریفی
23.06.2009
ېو سړی د شرابو څښلو په جرم کښي قاضي ته ور وړاندی شو۔ قاضې د لس زره روپو رشوت په بدل کې سړی پرېښودو۔ سړے چې کله د عدالت نه وتو، نو قاضي ته یی وويل ، چې يو رسيد ورته جوړ کړي قاضي په حيرانۍ سره ورته وويل چي په رسيد څه كوي؟
سړی ورته وايي، د قيامت په ورځ به ورته وايم چې د شرابو څښلو جرمانه خو ما قاضي ته ورکړي ده او دايې رسيد دي ۔ او كه رسيد راسره نه وي نو زه به بيا تا په كوم جهنم كي لټوم.