نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپلارورځ ...!!
beett
23.06.2009
په دا جون کی کومه ورځ دلویدیځوالو دپلار ورځ هم وای شته
وای هغوی دهغوی پلار او مور چی کړوپ او زاړه شی نو زوړتون
یا اولوډ هاوس ته یی ولیږی هلته نو بیا دوی دخپل زوند شپی
تیروی او اولادونه یی په دا جون کی دپلار په ورځ یادوی او دکال
په پاته نوروټولو ورځو کی ددوی او پلرونو ښه سره رغیدلی وی
خو په اسلامی نړۍ کی بیا خبره په سلو کی څه دپاسه دری سوه ددی
په خلاف ده یعنی دلته هره ورځ دپلار ده او پلرونه دکورونو مشران دی
ددوی احترام اولادونه خپل فرض بولی او په مینه او محبت یی چوپړ ته
هر وخت تیار وی
یوه ورځ می له یوه ملا صیب نه دقرانکریم یو ایت واوریده چی ویل یی
الله جل جلاله وایی الله داسی پریکړه کړی چی له ده پرته دبل چا نمانځنه
مکوئ او له مور پلار سره ښه کوئ
اوس به دلته دی ته تم شو چی لویدیځوال اخلاق او ختیځوال هغه څومره
فرق سره لری زما په دا وړاندی کړل شوی موضوع کی خو یی داسمان او
ځمکی هومره فرق نده ؟؟
ستاسو بیټ
و.افغان
24.06.2009
دبيټ نيکه لمسيه بيټ صاحب:
ډیره ښه او په زړه پوری سکالو مو بحث ته وړاندی کړيده.
لويديځوال اصلا له مدني قوانينو پرته داخلاقو په نوم څه نه لري، مدني قوانين چی هم
دوي ايښي، هغه يواځي ددی لپاره چی په ټولنه کی دمتبادلو تيريو په نتيجه ګډوډي
رامنځ ته نه شي.
ددوي بهرنۍ سياست هم په وحشت، ظلم، تجاوز، او ستم ولاړ سياست دی، دوي په
خپلو سياسي تګلارو کی داخلاقو په نوم هيڅ نه لري، دا چی په بهرني سياست
کی دوي دعدالت او مساوات چيغي وهي، نو دخپلو رنګارنګو هدفونو او
پلانونو لپاره يي يواځي ديوي اعلامي تبليغاتو په توګه کاروي.
که ددوي سياست ولولی، ددوي دپاليسي جوړونکو، ددولتي لوړو څوکيو خاوندانو يا صناع القرار خبري او څرګندونی ولولئ، نو په صراحت سره دوي وايي،
چې زمونږ بهرنی سياست هيڅ مثاليت يا اخلاقو ته ژمن نه دی، بلکه يواځي او
يواځي زمونږ مصالحو ته ژمن دی، زمونږ بهرني سياست په واقعيت او براغماتيت
ولاړ دی.
ځکه خو ددوي خپلو اهدافو ته درسيدو لپاره دهيڅ رنګه ظلم، ستم، او وحشت
څخه دريغ نه راوړي، په لنډ ډول په خپلی سياسي عقيدي پوره پوره عمل کوي.
په درنښت
ع کريم حليمي
24.06.2009
ګران او مکرم استاذ قاري صاحب په سلامونو دي لمانځم ،ښې هیلي
تاسو لیکلي چه:سياسي تګلارو کی داخلاقو په نوم هيڅ نه لري
که چیري داسي وای چه د امریکا حکومت اخلاق تطبیق او تنفیذ کولی ، مابه دلته کال هم نوای تېر کړی ، یوه ورځ مکتب ته ورغلم د زوئ په باره کښی خبره راغله د اخلاقو ، د مکتب مدیر ته می وویل چه : زه خپل زوئ د اخلاقو د زدکړي لپاره نه رالېږم ، اخلاق زما وظیفه چه اولاد ته به ېې ورښوم
هر قوم خپل اخلاق لرې ، که داسی پېښه سوه که زما زوی خلاف قانون حرکت کړي تاسو خپل قانوني
لایحه جرایم تطبیق کړی اوبس
هر حکومت باید قانون تطبیق کړی نه اخلاق ،ولی ؟چه اخلاق په زور نه دی اخلاق د خپلی خوښی کار دی، مثلاّ داچه تاسو دوستانو سره په ادب خبری کوئ ستاسو لوړ اخلاق دی ځوک کوم زور نه درباندي لری ، اما که زه داسی یو کار وکړم چه د چا قانونی حق ضایع کړم ، نو پولیس حق لري
چه مداخله وکړي او جزا راکړي
بد اخلاقي جزا نه لري نو دغه سبب دی چه حکومت او اخلاق تړاو نه سره لري
هو ! پرحکومت لازمه ده چه طبعي يا ابراهيمی قوانین ولیکی او د په پوليسو په زور يي تطبیق کړي
حکومت حق نه لري چه په اخلاقیاتو کښي مداخله وکړي .حکومت بايد قانوني اعمال وکړي نه اخلاقي.
اخلاق کودونه فردي دي ، زه حق لرم چه له چا سره ادب او اخلاق وکړم او له چا سره ونه کړم
بعضی وخت ضرور وي اولازم وي او طبعی ده چه داسي يو حرکت کړو ، چه طرف مقابل و پوهوو
موږ سیاستوال د قانون د لیکوو او تطبق کولو له پاره راغونډ کړي نه د اخلاقو د لیکلو او عملي کولو لپاره ، د اخلاقو ښوونه د مذهبي اشخاصو ، مبلغینو کار دی ، که مذهبي علماء دا وظیفه اجرا نه کړي
خدای ته مسؤل دی ، په مقابل کښی که حکومت د اخلاقو ښونه او عملي کيدل پر غاړه واخلی
نو دغه حکومت ته ظالم ویل کیږی د راپرځولو وړ دی
مبارک موږ ته اخلاق راوړي دي نه قانون ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
" بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ حُسْنَ الأَخْلاَقِ "
عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اِنَّمَا بُعِثْتُ لِاُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ.
او قانون هغه ابراهیمی او طبعي ! قانون چلیږي تر یوم القیامه پوري سترګه په سترګه
د ځمکي پر مخ ټول حکومتونه هم دا طبعی ابراهیمي قانون تطبیق کوي ، حکومت بد اخلاق او با اخلاقه نه نومول کیږي ، که ئې اخلاقو ته لاس ور اوږد کړ ، نو خپل قانوني حیثیت ته ئې تاوان ورساوه
لکه طلابو چه اخلاق د سوټي په زور تطبیق کول ، اکثریت ملت ئې له ځان جلا ګړ ، مسلماني نړئ خو
نادانان وبلل ، پای ئې څه سو
که د امریکا حکومت د اخلاقو تطبیق ته لاس ورواچاوه ، زه به ئې محکمې ته راکش کړم
که مي دعوا ونه ګټل ، نو ترې وځم خو خامخا واقعه دی خدای لري
په درنښت
Ghairat
25.06.2009
سلامونه !
که یوپلار په کندهار کې اوسي او دمیاشتې ۱۰۰۰ ډالره عاید لري او ژوند یې پرې ښه کیږي، ولې نوموړی ۳ ځامن لري چې یو یې په کابل ، بل په مزار شریف کې او دریم یې
په جلال اباد کې ژوند کوي اوهر یو یې دمیاشتې ۳۰۰۰ دالر معاش اخلي ،دوی په کندهار کې یا دغسې یوکار نشي موندلی چې ۳۰۰۰ ډالر معاش پرې تر لاسه کړي، صرف د ۱۰۰۰ ډالروکار هلته موندلی شي اویا دا هم په کندها ر کې په اسانۍ نشي موندلی، نو تاسې څه فکر کوئ کوم ځوی به یې چمتوشي چې په دوامدار ډول له پلار
اومور سره و اوسي ، په داسې حال کې چې هر یو یې دوه درې خپل ماشومان هم لري؟
که چمتو هم شي نو ژوند به له مور او پلار سره په نوموړو شرایطوکې څنګه تیروي ؟ اوکه هر یو به له والدینو لیرې دخپل کار ځای په اړونده ښار کې ژوند ته دوام ورکړي او صرف یواختر بل اختر به کندهار ته ورځي او دهغوی احوال به اخلي ؟
هوکه پیسې یې په کار وي ورسره به مرسته وکړي،خوګډ او په فقر کې اوسیدل به نهدوی اونه یې والدین غوره کړي۰
په لویدیځ کې هم کار او د کار شرایط ،دکار ویش اوامکانات اولادونه له والدینوڅخه بیل ژوند ته اړ باسي او په همدې شرط په منلو د ښه ژوند لرونکي پاتې کیږي !
دوه نسله په یوکور کې سره ګډ اوسیدل د لویدیځ په پرمخ تللیو شرایطوکې د ژوند سازماندهي او دینامیک ، بر یاوې اوآینده ګرد سره له منځه وړي او په ټپه یې دروي!