د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ګلبدين حكمتيار سره مرکه

De Islam Shagird
22.06.2009

په پېښور كې د بېنوا وېبپاڼې همكار د اسلامي حزب له مشر انجنير ګلبدين حكمتيار سره يوه ليكنۍ مركه كړې ده، چې له افغان دولت سره د خبرو اترو د څرنګتيا په اړه يې پوښتلى دى. حكمتيار په دې مركه كې له افغان دولت سره د خبرو اترو ټول خبرونه هسې اوازې بللې او ويلي يې دي، چې خبرو ته چمتو دى، خو يو لړ شرايط لري، چې په نه پوره كېدو سره يې خبرې نشي كېداى. حكمتيار دغه راز په افغانستان او سيمه كې د ايران پر دوه مخي رول، د شمالي ټلوالې پر جوړښت او چلوټو او د لر او بر پراته پښتون ولس پر روانه وضع خبرې كړې دي. تاسې دا هرڅه دده په مركه كې لوستلاى شئ.

بېنوا- په دې وروستيو كې د اسلامي حزب او دولت ترمنځ د خبرو اترو اوازې خورا ډيري شوې دي، ستاسي ويندويانو هم دا تأييد كړې او ډاكټر غيرت بهير، قريب الرحمن سعيد او داؤد عابدي هم په دې ساحه كې بوخت دي دا بهير تاسې تر كومه بريده تأييدوئ؟
حكمتيار:موږ د كابل له حكومت سره هيڅ رسمي مذاكرات نه لرو، په دې اړه خواره شوي افواهات حقيقت نه لري، د كابل حكومت او بهرني پالونكي او ساتونكي ئې د خاصو موخو لپاره دا افواهات خوروي، زموږ هيڅ رسمي مقام داسي اظهارات نه دي كړي چي د كابل له حكومت سره مذاكرات لرو، د كابل حكومت دومره واك او اختيار نه لري چي د بحران د حل په اړه څه وكولى شي، څوك چي پر كليو او ښارونو د بمباريو مخه نشي نيولى، بهرني ځواكونه ئې دې مكرري غوښتني ته اعتناء نه كوي چي له خپلو عملياتو ئې خبر كړي، د ملي اردو په گډون ئې ترسره كړي، د ملكيانو له وژلو دي ډډه وشي او ... نو داسي كمزورى او بې واكه حكومت به د لويو لويو او مهمو مسايلو په اړه د څه كولو واك او اختيار ولري؟!! آيا له دوى نه د داسي څه كولو طمعه درلودل ډېره بې ځايه طمعه نه ده؟!!

بېنوا: تاسي څه فكر كوئ چي امريكا به ستاسي اساسي شرايط ومني چي هغه د بهرنيو ځواكونو وتل يا د هغوى لپاره مشخص وخت ټاكل دي؟
حكمتيار: امريكايان به حتماً او إن شاء الله په نږدې راتلونكې كي وځي، له وتلو پرته بله چاره نلري، گمان نه كوو چي هغوى د اوږدې جگړي حوصله او توان ولري، پايلي ئې وزغملى شي او له داسي جگړي نه د ښو نتايجو انتظار ولري. تر كومه ځايه چي په مجاهدينو پوري اړه لري موږ داسي حل نه منو چي د بهرنيو ځواكونو بلاقيد و شرط او بشپړ وتل تضمين نه كړي.
بېنوا : كه تاسې چېرته كابل ته لاړ شئ، آيا په كابل كي به ستاسې حيثيت او مقام د حزب اسلامي د رهبر او راتلونكي حكومت د يوه فعال برخه وال په توگه وي، كه نه د برهان الدين رباني او عبد الرب رسول سياف په څير به په تدريجي بڼه له سياسي صحنې حذف كېږئ؟ يا كه تاسي يوه ورته وضع اټكلوئ نو د كومي اړتيا له مخي خبرو اترو ته زړه ښه كوئ؟ ځكه حزب اسلامي يو سياسي گوند دئ او سياسي گوند بشپړ سياسي مشاركت غو اړي؟
حكمتيار: د اشغالگرانو په شتون كي نه كابل ته د تلو اراده لرم او نه د اشغالگرانو د جهازونو تر وزر لاندي په لاس پوڅي حكومت كي د برخي اخيستو اراده، حتى كه د دې حكومت د جمهوري رياست مقام هم راكړى شي، د داسي جمهوري رياست تر سلو كلونو نه د سنگر يوه شېبه غوره گڼم، د شهادت مرگ ته د ذلت پر ژوند سل ځله ترجيح وركوم.
د چا چي دريځ عادلانه او معقول وي، دوست او دښمن ته څرگند پيغام لري، اهداف ئې سپېڅلي او تگلاه ئې روښانه وي او د ستونزو د حل لپاره واقعي او عملي طرحه لري؛ هغه نه له خبرو او مذاكراتو وېره لري او نه ترې ډډه كوي، موږ تل ويلي او بيا هم وايو چي كه مقابل لورى د واقعيتونو منلو ته چمتو شي، د جگړې په دوام ټينگار پرېږدي، دا ومني چي افغانستان د افغانانو دئ، دا د دوى حق دئ چي په خپل هېواد كي څنگه نظام غواړي او څوك د مشرانو او چارواكو په توگه غوره كوي، نو په دې صورت كي مذاكرات گټور گڼو او ورته چمتو يو، د مذاكراتو موخه د هېواد بشپړه خپلواكي او آزادي او د ټولو بهرنيو ځواكونو فوري وتل دي نه په حكومت كي برخه ترلاسه كول او ستاسو په اصطلاح سياسي مشاركت.

بېنوا- [بيا هم كه ] په سياسي مشاركت كې تاسې د كابل له حكومت نه كوم امتيازات غواړئ ، آيا هغوى به دې ته چمتو شي چي حزب اسلامي په پراخه كچه په حكومت كي ورگډ شي او سياسي واك په لاس كي واخلي؟ يا تاسې به [د ځينو اوازو پر بنسټ] يوازې د بهرنيو چارو او ورته وزارتونو په امتيازاتو قانع شئ؟
حكمتيار: د كابل له بې واكه حكومت سره نه مذاكرات لرو، نه د كوم مؤثر او مثبت كار انتظار ترې لرو او نه له هغه حكومت سره د سياسي مشاركت لار غوره كوو چي واك ئې له پرديو سره وي، په دفتر كي ئې بهرنى مشاورين واكمن وي او په سنگر كي ئې پردى افسران.

بېنوا : كه احياناً تاسې په مذاكراتو كې بريالي شئ؛ ستاسې هغه مجاهدين به كوم دريځ خپلوي چي همدا اوس د بهرنيو ځواكونو او افغان دولت پر وړاندې په وسله واله جگړه بوخت دي؟
حكمتيار: د حزب اسلامي د ټولو مخلصو او مجاهدو غړو دريځ يو دئ؛ هم د مذاكراتو په اړه او هم د مقاومت او جهاد په اړه.

بېنوا- ستاسي ويندويانو دا خبرې اترې تأييد كړې او غيرت بهير او قريب الرحمن سعيد په بهر او پاكستان كې له يو شمېر چارواكو سره كتلي دي؟
حكمتيار- ما خو د استاد سعيد او داكتر بهير داسي كومه وينا نه ده اورېدلې، نه په پاكستان كي داسي مذاكرات ترسره شوي او نه په بل هېواد كي، كه شخصي ملاقاتونه شوي وي دا بايد د رسمي مذاكراتو په توگه تعبير نشي، زه بيا تاسو ته په واضح الفاظو وايم چي د كابل له چارواكو سره هيڅ رسمي مذاكرات او هغه هم د هيئتونو په كچه نه لرو.

بېنوا- پخپله د حامد كرزي دولت د خبرواترو بهير تأييدوي او كرزي په خپله يوه وروستۍ وينا كي وويل چي له مخالفانو سره كه خبري اترې بريالۍ شي دى به يبا د ولسمشرۍ لپاره خپله كانديداتوري اعلان كړي؟ آيا دا په دې مانا نه ده چي كرزى په خپل دغه هدف كې بريالى شوى، ځكه څو ورځې وړاندي يي ځان ولسمشرۍته ونوماوه ؟
حكمتيار- كه ښاغلى كرزى له هغو پخوانيو حزبيانو يا طالبانو سره چي په كابل كي اوسي؛ خپلي ليدني كتني له حزب اسلامي او طالبانو سره د مذاكراتو په معنى تعبيروي، دا د ده مجبوريت دئ، په دې موخه دا خبره كوي چي ولس قانع كړي او د هغو خلكو ملاتړ ترلاسه كړي چي له جگړي ستومانه شوي، د بحران حل غواړي او په دې باور دي چي روان بحران له بين الافغاني تفاهم او مذاكراتو پرته له بلي لاري نشي حل كېدى، دى غواړي دغو خلكو ته وښيي چي له مخالفينو سره په خبرو بوخت دئ، روغه جوړه غواړي او د جگړي د پاى ته رسولو هڅه كوي. د ده يوه بله موخه دا ده چي په حكومت كي شامل مخالفين په داسي اظهاراتو سره وگواښي او له مخالفت نه ئې لاس اخيستو ته اړ كړي. نه پوهېږم تاسو ولي دا ټول حقايق له پامه غورځوئ او د كرزي وينا په غير واقعي بڼي تعبيروئ؟ ما ته ووايئ چي ده له كومو مخالفينو سره خبرې كړې او له چا سره توافق ته رسېدلى؟ حزب اسلامي خو دا كار نه دئ كړى او زه باور لرم چي طالبانو هم دا كار نه دئ كړى، كه له مخالفينو نه د ده مراد مارشال فهيم وي نو بيا ئې خبره رښتيا ده!! او اوس چي ده دوه داسي معاونين ځان ته غوره كړل چي له حزب اسلامي او طالبانو سره جنگېدلي او د دوى انتخاب د جگړي د دوام معنى وركوي، نه د روغې جوړې او له مجاهدينو سره د تفاهم معنى، آيا عجيبه نه ده چي اوس هم څوك داسي دروغجن اظهارات ومني او اعتماد پرې وكړي؟!!

بېنوا: آيا د ډاكټر غيرت بهير خوشي كېدل په همدې معنى نه دي چي د خبرو اترو بهير پر مخ بوځي؟
ځواب: نه! دا خبره حقيقت نه لري، ډاكټر بهير شپږ كاله د امريكايانو په زندانونو كي په پنجشير او بگرام كي او په داسې تورې خونې كي تېر كړل چي طول او عرض ئې د يوه واړه ميز په اندازه وو، شپږ كاله وروسته ئې خپله څېره په هينداري كي وليده، له ده سره حاجي گل رحمن هم نيول شوى وو چي برخليك ئې تراوسه معلوم نه دئ، كورنۍ ئې نه پوهېږي چي هغه ژوندى دئ كه ئې شهيد كړى!! دا هغه څوك دئ چي حامد كرزى ئې هغه مهال له چارآسياب نه پېښور ته رسولى وو چي د شوراى نظار له زندانه د حزبيانو په مرسته ووتو، له كابل نه په زخمي حالت كي چهارآسياب ته راوستل شو او له هغه ځايه د همدې حاجي صاحب په ملتيا پېښور ته ورسول شو!! كرزى شپږ كاله وروسته د حاجي صاحب له نيول كېدو خبر شو، وئې ويل چي كه د ده پر سر له جمهوري رياست نه هم گوښه كړى شم د راخلاصولو هڅه به ئې كوم، خو نه ئې هڅو كومه نتيجه وركړه او نه د جمهوري رياست نه پرې گوښه شو!!
د ډاكټر بهير د خوشي كېدو په اړه زما معلومات دا دي چي د جنوبي ولاياتو څو سوو سپين ږيرو او قومي مشرانو څو ځلي له كرزي نه وغوښتل چي هغه راخوشي كړي، هغه ژمنه كړې خو نتيجه ئې نه ده وركړي، په وروستي ځل كي ئې د مشرانو په وړاندي يوه سلاكار ته مخ اړولى او ورته ويلي دي چي په دې اړه ئې څه كړي؟ هغه ځواب وركړى چي: صيب! موږ د هغه ليدو او ملاقات ته هم نه ورپرېږدي راخوشي كول خو لري پرېږده، ښايي دغي خبري به هغه دې ته اړ كړي وي چي له امريكايانو نه په كلكه وغواړي چي بهير د ده لپاره او د دومره قومي مشرانو د خوشحالولو لپاره آزاد كړي.
زه بيا هم تاسو ته وايم چي موږ نه ډاكټر بهير ته دا دنده سپارلې چي د كابل له چارواكو سره وگوري او نه بل چا ته.

بېنوا- له افغان دولت سره په مذاكراتو كى د كابل مېشتو حزبيانو ونډه څومره برېښي، ځكه هغوى هم د حزب اسلامي يو ښاخ گڼل كېږي او داسې هم ويل كېږي چې له تاسې سره مستقيم روابط لري او له تاسې هدايات اخلي؟
حكمتيار: كابل مېشت حزبيان دوه ډلې دي: يوه ئې هغه چي حزب اسلامي ته وفادار دي، په جهاد باور لري، د هېواد آزادي او خپلواكي غواړي او له بشپړ اسلامي نظام نه پرته په بل څه نه راضي كېږي، د امريكايانو اشغال ته په همغه سترگه گوري چي د شوروي اتحاد اشغال ته يې كتل، او بله ډله ئې هغه د نيمې لارې ملگري دي چي امريكايانو ته تسليم شول او د كابل د امريكايي حكومت ملگرتيا كوي، دوى له حزب اسلامي سره خپل تعلق او تعهد نقض كړى، په هيڅ څه كي د حزب اسلامي او د هغه د دريځونو او تگلارو تمثيل او استازيتوب نه كوي، دوى د گوتو په شمېر دي، څوك چي له حزب نه وتلي، تش لاس وتلي او سپك شوي، حتى د خپلې كورنۍ غړي هم ورسره نه دي تللي.

بېنوا: همدا اوس په كابل كې د اسلامي حزب په ظاهر كې جلا شوي ښاخ پراخ كمپاين پيل كړى او د ولايتي شوراگانو لپاره يې خپل كانديدان ټاكلي او ستاسې د راتگ لپاره هم لاره آواروي، د دوى دغه تحركات د خبرواترو له وروستي بهير سره تړاو نه لري؟
حکمتیار: نه داسې مذاكرات شته، نه د دوى تحركات له داسي ادعايي مذاكراتو سره تړاو لري، او نه موږ چا ته ويلي چي كابل د تلو لپاره لار راته پرانېزي، څوك چي د كابل په ښار كي له يوه ځايه بل ته په خپله خوښه او د بهرنيو ځواكونو له اجازې پرته نشي تلى؛ هغه به موږ ته څنگه د تلو لار پرانيستى شي؟!

بېنوا: كه [په كابل كې ] له ټاكل شوي پلان سره سم، تاسې د خبرو اترو بهير ته گډ شئ، يا سعودي عربستان سياسي پناه دركړي، يا كابل ته راشئ ستاسې د سر ضمانت څوك وركولاى شي، په داسې حال كي چي په افغانستان كي همدا اوس د هيچا سر هم خوندي نه دى؟
حكمتيار- نه د خبرو او مذاكراتو كوم ټاكلى پلان شته، نه له هېواده د وتلو اراده او سعودي عربستان يا بل ملك ته سياسي پناه وړل، او نه له الله تعالى پرته له بل چا د خپل سر او ژوند ضمانت غواړو، موږ له هغي ورځې نه خپل سر په ورغوي كي نيولى او د الله تعالى په لار كي مو د خپل ژوند قرباني كولو هوډ كړى چي څلوېښت كاله مخكي مو د الله تعالى په لار كي د جهاد پرېكړه وكړه، زما كلك هوډ دا دئ چي مرگ ژوند مي په خپل هېواد كي وي، زه د نړۍ په كچه داسي كوم هېواد نه گورم چي يوه مجاهد ته د سياسي پناه وركولو شهامت ولري. ايران ته له پناه وړلو هم شرمنده او نادم يم، له الله تعالى نه بخښنه غواړم، إن شاء الله داسي غلطي به بيا نه تكراروم، په داسي حال كي چي د دې اشتباه نتايج مي هم په خپلو سترگو وليدل، د كابل چارواكي خپل امنيت په نورو ساتي، د كور او دفتر مخي ته ئې انگرېزان پهره كوي، د هغو افغانانو د سر ضمانت نه شي وركولى چي د دوى تر واكمنۍ لاندي ژوند كوي، هره ورځ ئې گڼ شمېر په ړندو بمباريو كي وژل كېږي، له داسي حكومت نه به څنگه د سر او ژوند ضمانت غواړو.

بېنوا- دمګړۍ د حامد كرزي په حكومت كي د حزب اسلامي څو پخواني غړي وزيران او په لسگونو نور واليان، مرستيالان، وكيلان او رئيسان دي؛ ايا دا په حكومت او دولت كې د حزب اسلامي يو غير مستقيم مشاركت نه دى، چې مستقيم هغه ته لاره آواروي؟
حكمتيار: د كرزي په حكومت كي د هغه چا شركت چي يو وخت ئې ځان د حزب اسلامي غړى گڼلو خو اوس له حزب او تگلارو ئې بېل شوى او د كابل په امريكايي حكومت كي ئې كرسۍ قبوله كړې نه په دولت كي د حزب اسلامي د غير مستقيم مشاركت معنى لري او نه د مستقيم مشاركت لپاره د لاري آوارولو معنى!! په حقيقت كي دا كسان په دې موخه په حكومت كي شامل كړى شوي چي حزب اسلامي كمزورى او د حزب په ليكو كي اختلافات راولاړ كړي. خو الحمد لله دښمن نه په دې وتوانېدو چي زيات حزبيان د ځان ملگري كړي او نه ئې په دې سره په حزب كي اختلافات راولاړ كړى شوى. كه تاسو د خلكو د سوابقو له مخي قضاوت كوئ نو زه به درته ووايم چي ډېرو نورو هم يو مهال د حزب كارتونه ترلاسه كړي وو، خو د نيمي لاري ملگري وختل، له نورو ډلو سره يوځاى شول، بېلي بېلي ډلي ئې جوړي كړې، ځيني ئې دومره وښوېېدل چي د بېرته راگرځېدو ټول پلونه ئې ونړول، دا هغه خلك وو چي له حزب سره تعهد ئې د هغه مهال د شرايطو د غوښتنو په حكم وو نه د عقيدې او ايمان په حكم او له تشخيص نه وروسته مخلصانه او صادقانه تعهد.

بېنوا- په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو حضور د مذاكراتو پر وړاندې ستر خنډ دى، ايا د دوى په شته والي كې به تاسې دې ته چمتو شئ چې له دولت سره يو ځاى شئ؟ كه نه نو ستاسې حل لاره څه ده؟ د دوى وتل؟ وخت ټاكل او كه متبادل اسلامي ځواكونه؟
حكمتيار: د بهرنيو ځواكونو حضور هم د جگړي د پيل او دوام عامل دئ او هم د مذاكراتو او روغي جوړي په وړاندي ستر او اساسي خنډ. د دې ځواكونو تر چتر او واكمنۍ لاندي په هيڅ حكومت كي د برخي اخيستو غلطي نه كوو، موږ د بحران د حل لپاره عادلانه او حقيقي طرحه لرو چي اساسي بندونه ئې دا دي: بين الافغاني مذاكرات، د ټولو بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، د وتلو لپاره معقول او عملي مهال وېش ټاكل، يوه موقت او غيرائتلافي حكومت ته د واك انتقال، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د پرديو له مداخلې او لاسوهنو پرته آزاد او عادلانه انتخابات، كه نوري ډلي د ځان د امنيت لپاره د بهرنيو ځواكونو شتون ضروري گڼي نو كېدى شي د داسي اسلامي هېوادونو محدود شمېر ځواكونه د اشغالگرانو ځاى ونيسي چي زموږ گانډيان نه وي او د خاصو ډلو ملا تړ نه كوي. په دې شرط چي دا ځواكونه به له ښارونو بهر په نظامي اډو كي اوسي او تحركات به ئې په بشپړه توگه د موقت حكومت تر نظارت او قومندې لاندي وي. دا زموږ غوښتنه نه ده، بلكي د نورو ډلو غوښتني ته زموږ ځواب دئ.

بېنوا- ستاسې او طالبانو ترمنځ همدا اوس يو څه اختلافات دي؛ تاسې هغوى او هغوى تاسې په رهبرۍ نه منئ، دغه راز د امارت او دولتدارۍ او حكومتواكۍ په برخه كې هم ورته نظرونه نه لرئ، څه فكر كوئ چي تر بري وروسته به په خپلو منځونو كې نه سره نښلئ؟
حكمتيار- كه څه هم موږ او طالبان په ډېرو قضاياوو كي د نظر ورته والى نه لرو؛ خو په يوې مهمې قضيې كي ورته نظر لرو چي هغه د اشغالگرانو په ضد جهاد او د بهرنيو ځواكونو وتل دي، اوس اساسي مسئله همدا ده، موږ كولى شو په دې اړه د نظر يووالى د گډ كار او مشترك دريځ تر پولي وغزوو، موږ دې ته چمتو يو، طالبانو ته مو همدا خبره كړې چي راشئ خپل دريځ او موقف توحيد كړو، په گډه د دښمن مقابله وكړو، د حكومت څرنگوالى او زعامت ئې بايد راتلونكې ته پرېږدو، دا خبره ومنو چي حكومت به سل په سلو كي اسلامي وي او زعيم به ئې د ولس په خوښه ټاكل كېږي. موږ له هيڅ مسلمان سره د تصادم اراده نه لرو، خو دا خبره په صريحو الفاظو ټولو خواوو ته اعلانوو چي خپل ولس به د هيچا د تېري او زور زياتي په وړاندي يوازي پرې نه ږدو، هيچا ته به اجازه ورنه كړو چي د پرديو د مټو او پيسو او وسلو په زور پر افغانانو حكومت وكړي.

بېنوا- كه ا حياناً ستاسې دا شرط ومنل شي چې بهرني ځواكونه دې له ښارونو ووځي، لكه په كابل كې، چى په ظاهري بڼه دغسې يو كار وشو ، او بيا دې په يوه ټاكلي مهالوېش افغانستان پرېږدي، كه پر ټاكلي وخت هغوى ونه وځي، ستاسې غبرگون به څه وي؟ جگړه؟ كه سياسي مخالفت؟ كه جگړه وي آيا تاسې به خپل اوسنى ځواك همدغسې وساتلاى شئ او كه نه د ډي ډي آر او ډاياګ بهير به پر تاسو هم تطيبق كېږي؟
حكمتيار: له ښارونو وتل يو ضمني شرط دئ؛ د ټولو فوځونو د وتلو د مقدمې په توگه، اصلي شرط د ټولو بهرنيو فوځونو وتل او د اشغال پاى ته رسېدل دي، تر څو چي دا شرط نه وي منل شوى جهاد به دوام لري، بهرنيانو او د دوى لاس پوڅي حكومت ته وسله سپارل ستر خيانت او لوى سپكاوى دئ، هيڅ غيرتي افغان دا بې ننگي نه قبلوي چي خپله وسله دښمن ته تسليم كړي!! آيا دا شرمناكه خبره نه ده چي يو افغان خپله وسله دښمن ته تسليموي او بيا د ده امنيت د امريكايي كوبايانو له لوري تأمين كېږي، امريكايان په خپل هېواد كي له ولس نه وسله نه ټولوي خو په افغانستان كي ئې له افغانانو ټولوي!! موږ پر طالبانو هم دا اعتراض لرو چي ولي ئې ولس خلع سلاح كړ؟ ولي ئې له هغه مجاهد نه وسله واخيسته چي له روسانو نه ئې غنيمت كړې وه؟ هغه وسلې څه شوې؟ د چا لاس ته ورغلې؟ كه دا لويه او تاريخي غلطي ئې نه وى كړې نن به امريكايان له لكونو مسلح افغانانو سره مخامخ ول!!

بېنوا : شمالي ټلواله په تېر او اوس دواړو حالاتو كې د اسلامي حزب په مخالفت كي قرار لري، هغوى له حزب اسلامي سره د هر ډول خبرواترو مخالفت كوي او له اسلامي حزب وېره هم لري، ستاسې د يو شمير پخوانيو قوماندانانو لكه استاد فريد او نورو د ترور تور هم پر دوى لگول كېږي، څه فكر كوئ دا ډله به مو پر وړاندې خنډ جوړ نه كړي؟
حكمتيار: دا په پرديو پوري د تړلو ډلگيو مجموعه ده چي د هر بهرني اشغالگر په وړاندي ئې سر ټيټ كړى، هم د روسي افسرانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره وجنگېدل او هم د امريكايانو او انگريزانو تر قومندې لاندې، دوى د خپل هېواد او ولس دښمنان دي، له هري هغې ډلې سره به جنگېږي چي سرلوړى او آزاد افغانستان غواړي، دوى به هرو مرو د هرې هغې طرحې مخالفت كوي چي جگړه پرې پاى ته رسي او صلح او امنيت پرې تأمينېږي، دوى خپله بقا د جگړو په دوام كي لټوي، په هغو استخباراتي شبكو پوري تړلي دي چي د خپل هېواد منطقوي او ستراتيژيكي گټې ئې له هغو جگړو سره غوټه كړې چي بايد په افغانستان كي روانې وي او افغانان پكې ووژل شي، د كابل له حكومت سره مذاكرات په دې دليل هم گټه نه لري چي په دې حكومت كې د شمالي ټلوالې لويه برخه ده، دوى به د هر هغه حركت مخه خنډوي چي موخه ئې د جگړې پاى ته رسول وي.

بېنوا : په افغانستان كې د ايران رول څنگه ارزوئ، ځكه همدا اوس ئې يوه پراخ فرهنگي او پر شيعه مذهب ولاړ نفوذ ته لار آواره كړې ده؟
حکمتیار: ايران په يوې خطرناكې لوبې بوخت دئ، د افغانستان په اړه ئې ډېر پليت او مضر سياست غوره كړى، د روسي فوځونو له وتلو وروسته تر نن پوري په ټولو جگړو كي د ايران لوى او اساسي لاس وو، هغه مهال ئې له مسكو سره لاس يو كړ ترڅو د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي، شمالي ائتلاف د مسكو په هدايت او د تهران په وساطت جوړ شو، روسي وسلې او په مسكو كي چاپ شوې افغانۍ به د مشهد له لاري افغانستان ته انتقالېدې، همدا ايران وو چي له ډاكټر نجيب سره ئې په مشهد كي د مجاهدينو په ضد د گډ دريځ معاهده امضاء كړه، شيعه او ايران پلوه ډلو ته ئې وظيفه وركړه چي په باميان او پنجشير كې د مجاهدينو لارې بندې كړي او په كاروانونو ئې بريدونه وكړي. د افغانستان او عراق په نيولو كي هم ايران د امريكايانو ملگرتيا وكړه، د بن په خائنانه غونډي كي ئې فعاله برخه واخيسته، په مقابل كي ئې امريكايانو د كابل او بغداد په حكومتونو كي دومره برخه وركړه چي كه ووايو امريكايانو عراق او افغانستان د ايران لپاره فتحه كړي نو مبالغه مو نه ده كړې. ايران د سنيانو په خلاف له كمونيستانو، هندوانو، يهودانو او د اسلام له هر دښمن سره ملگرتيا ته چمتو دئ.

بېنوا- د اهل تشيع د شخصيه احوالو د قانون پرسر په دي وروستيو كي په ملي او نړيواله كچه ناندرۍ دي ، تاسې د دولت او نړيوالو ځواكونو د يوه مخالف اړخ او يوه سني مذهب گوند د مشر په توگه څه واياست؟ ايا په ايران كې دغسې حقونه سنيانو ته وركړل شوي لكه دلته چې اهل تشيع ته وركول كېږي؟
حكمتيار: د اسلامي امت په ضد د امريكايانو او د دوى د غربي انډيوالانو ستراتيژي دا ده چي شيعه د سني په ضد وجنگوي، شيعه وو دې خدمت ته ملاتړلې ده، په عراق او افغانستان كي د امريكايانو تر حكم لاندي د سنيانو په ضد جنگېږي، په داسي حال كي چي په ايران كي سنيان له ټولو انساني او اسلامي حقوقو محروم دي، ښايي د نړۍ په هيڅ گوټ او هيڅ نظام كي له اقليتونو سره دومره ظالمانه چلند ونشي چي په ايران كي له سنيانو سره كېږي، تاسو به نه د ايران په فوځ، پوليس او نورو امنيتي ادارو كي يو سني افسر ومومئ او نه په ملكي اداراتو كي د مدير په كچه كوم سني مأمور، په تهران كي سنيانو ته د جومات درلودو اجازه نه وركول كېږي، د ايران په تلويزيون كي د داسي فيلم ښودل منعه دي چي لمونځ د سنيانو په طريقه په كي وښودل شي، څوك چي له شيعه مذهب نه واوړي او سني شي مرتد گڼل كېږي او سزا ئې مرگ ده!! آيا عجيبه نه ده چي د امريكا تر اشغال لاندي افغانستان كي شيعه وو ته دومره امتيازات وركول كېږي چي نه ئې سنيانو اټكل كولى شو او نه ئې شيعه وو تصور!! په يوه هېواد كي دوه قوانين په بل ځاى كي مثال نه لري، آيا په امريكا كي مسلمانانو ته دا حق وركول كېږي چي په شخصي احوالو كي دي ځان ته اسلامي قانون ولري؟! هغه كار چي غربي هېوادونه ئې په خپلو ديموكراتيكو نظامونو كي له كولو ډډه كوي زموږ په هېواد كي ئې د كومي خبيثي موخي لپاره كوي؟!! د عدالت تقاضاء خو دا ده چي له شيعه وو سره بايد همغه معامله وشي چي ايران ئې له سنيانو سره كوي.

بېنوا- په دي وروستيو كي په سياسي ملحوظاتو او سياسي مصلحتونو يو لړ نوي اداري واحدونه رامنځته شوي لكه پنجشير ولايت، دايكندي ولايت او اوس د جاغوري په نامه د يوه نوي ولايت غوښتنه كېږي آيا دا تاسي ته د منلو وړ دي او كه تاسي واك ته ورسېږئ يا له دولت سره يو ځاى كېږئ دغسي مسايل به په پام كې نيسئ؟
ځواب: اشغالگرانو او د دوى لاس پوڅي حكومت ډېر داسي كارونه كړي چي هيڅ مسلمان او وطنپال افغان ته د منلو وړ نه دي، د سياسي پليتو موخو لپاره اداري واحدونه جوړول ئې يوه بسيطه بېلگه ده، تر دې ډېر نور خطرناك كارونه روان دي، امريكايانو ايران ته اجازه وركړې چي په كابل، هرات، مزار او غزني كي د شيعه وو لپاره دومره ښارگوټي جوړ كړي چي د دې ښارونو مخكيني قومي جوړښتونه بدل شي او ډېرى هستوگن ئې شيعه شي، ايران همدا اوس د شيعه وو لپاره په دغو ولاياتو كي علمي او فرهنگي مراكز جوړوي، په لسهاوو ورځپاڼې، مجلې، راډيوگاني او ټلويزيوني شبكي تمويلوي او د ايران او شيعه مذهب په گټه تبليغات كوي.

بېنوا- يو شمير كسان په دي باور دي چي حزب اسلامي په فوځي ډگر كي كمزورى شوى. ځكه په لوگر، غزني، پكتيا، پكتيكا، كونر او كاپيسا كي د طالبانو نفوذ د دوي مخه ډب كړې او له بلې خوا د بهرنيو ځواكونو فوكس هم پر حزب اسلامي دئ، ځكه خو حزب اسلامي د خپل پايښت په خاطر له دولت سره خبرواترو ته زړه ښه كوي؟
حكمتيار-: دا دواړه اټكلونه بې بنسټه او له حقيقته لري دي، حزب پياوړى، مضبوط او د ضرورت او امكان تر حده فعال دئ، طالبانو ئې لار نه ده ډب كړې، كه حزب غوښتلى چي د طالبانو په ضد د دوى له دښمنانو سره لاس يو كړي نو دا كار ئې بايد هغه مهال كړى وى چي تهران او مسكو د ډېرو مرستو وړانديزونه ورته كول، د امريكايانو د بريد پر مهال به ئې دا كار كړى وو، خو حزب د دوى د وړانديزونو په ځواب كي ويل: كه مجبور شو نو تر سلو كلونو د خپل رقيب افغان حكومت منلى شو خو د يوه پردي حكومت د يوې ورځي لپاره نه منو. اوس به ولي دا كار كوي؟!! كه ځيني دا وايي چي ښايي حزب كمزورى شوى، خو ډېر نور بيا په دې باور دي چي حزب تر بل هر وخت زيات مضبوط او پياوړى دئ، په ولس او په ځانگړې توگه په ځوانانو او مجاهدينو كي پراخ نفوذ لري او دا رسوخ او نفوذ ورځ په ورځ زياتېږي، اوس ټولو افغانانو ته د حزب او نورو ډلو حقيقت او اصلي څېره تر ډېره حده روښانه شوي، له حزب اسلامي پرته بله داسي ډله نه مومي چي په پښتنو او غيرپښتنو، شمال او جنوب كي پراخ نفوذ ولري او ملي وحدت تأمين كړى شي او يو قوي مركزي حكومت جوړ كړى شي. د حزب قوت به هغه مهال ټولو ته ښه څرگند شي چي د څرگند فعاليت امكانات ترلاسه كړي.

بېنوا- يو څيز چې ستاسې په مركو او ويناوو كې ما كم يا بيخي نه دى ليدلى هغه په مستقيمه توگه د كرزي غندنه ده او كرزي هم تر اوسه په مستقيمه توگه تاسې او ستاسې گوند نه دى غندلى، راز يې راته ويلاى شئ؟
حكمتيار: موږ له هيچا سره شخصي دښمني نه لرو، جهاد مو د اسلام لپاره او جگړه مو له كفري او اشغالگرو ځواكونو سره ده. موږ له اصلي دښمن سره پر جگړې ټينگار كوو او خپلو مجاهدينو ته وايو چي خپل زور ځواك د اصلي دښمن ځپلو ته توجيه كړئ، په نورو جبهو كي ځان مه مصروفوئ، له پردي پال اردو او پوليس سره هم يوازي هغه مهال ونښلئ چي بله چاره نه وي.
بېنوا- په لر او بر كې پروت ولس دمگړۍ له بدو ناورينونو سره مخ دى ، تر اوسه داسې څوك پيدا نه شو چې دغه بدمرغه قام رهبري كړي، تاسې يې راتلونكې څنگه وينئ؟
حكمتيار: يقيناً چي اسلامي امت په عامه توگه او پښتانه په ځانگړې توگه له سختو ورځو سره مخامخ دي، د دوى په ضد د ټولو كفري ځواكونو گډ جنگ روان دى، منافقين، رافضين او مشركين هم په دې جنگ كي د صليبي ځواكونو تر بيرغ لاندې له دوى سره جنگېږي، مسلمانان په مجموع كې او پښتانه په خاصه توگه له واحد قيادت او مشرتابه نه محروم او يوه صلاح الدين ايوبي ته سترگي په لار دي، كله كله الله تعالى په يوه قوم باندي د همدې لپاره د امتحان سختي ورځي راولي چي د نورو قومونو د قيادت او مشرۍ لپاره ئې وروزي او په صالح قيادت ئې راغونډ كړي. زه دغه حقيقت ته په پام سره د اسلامي امت او پښتون قوم راتلونكې روښانه او ځلانده گورم، إن شاء الله دا توره شپه به حتماً پاى ته رسېږي او روڼ سباوون به راخېژي. د شوروي اتحاد په ضد د جنگ په دوران كي هم پښتنو سختي ورځي وليدلې، شهيدان ئې وركړل، كورونه ئې وران شول او په لكونو كورنۍ ئې هجرت ته اړې شوې، د مهاجرينو درې په څلورو كي پښتانه ول، امريكايانو هم پښتانه په نښه كړي، د پولې يوې او بلې خوا ته پر دوى بمونه وروي او هره ورځ په لسگونو بې وزلي ماشومان، ښځي او بوډاگان په وينو كي رغړوي.

بېنوا- حزب اسلامي د افغانستان د روانې لانجې د حل لپاره په ټوليزه توگه څه طرح لري؟
حكمتيار: موږ د بحران د حل لپاره عادلانه او عملي طرحه لرو چي اساسي بندونه ئې دا دي: بين الافغاني مذاكرات، د ټولو بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، د وتلو لپاره معقول او عملي مهال وېش ټاكل، لومړى له ښارونو او بيا له ټول هېواده په بشپړه توگه وتل، يوه موقت او غيرائتلافي حكومت ته د واك انتقال، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د پرديو له مداخلې او لاسوهنو پرته آزاد او عادلانه انتخابات، ټولي خواوي بايد ژمنه وكړي چي له دې وروسته به اقتدار ته د رسېدو لپاره نه د توطئو او دسيسو لار غوره كوي، نه د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور د جنگ لار، نه د ترور او يو بل د تصفيې او حذفولو لار، بايد تعهد وكړي چي له دې وروسته به مخكنۍ ترخې تجربې نه تكراروي، د اقتدار انتقال بايد تل په سوله ييزه توگه او د ملت رأيې ته د مراجعې له لارې ترسره شي، په دې ترڅ كه به نه يو څاڅكى وينه توئېږي او نه يوه مرمۍ ويشتل كېږي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته


هيواد دوست
24.06.2009

داسلام شاګرده!
دا مرکه دی کوم بل ځای دی لیدلی او که نه ؟
ځکه چی دژیړ ژورنالیزم مخکښی پاڼی څخه دداسی مرکو اخيستل او پری باور کول
هسی فضول کار دی
زه او زما په شان ډیر ددغی پاڼی په رښتينولۍ شکمن دي ، ځکه چی په مکرر ډول
سره په عمدي توګه دروغ خپروي ، په يوی ژيړی او تجارتي پاڼی بدله شويده ، ځکه
خو زړه ونه غوښت چی دغه لیکنه ولولم

په مينه


و.افغان
24.06.2009

[quote:7a93cac475]
حكمتيار- كه څه هم موږ او طالبان په ډېرو قضاياوو كي د نظر ورته والى نه لرو؛ خو په يوې مهمې قضيې كي ورته نظر لرو چي هغه د اشغالگرانو په ضد جهاد او د بهرنيو ځواكونو وتل دي، اوس اساسي مسئله همدا ده، موږ كولى شو په دې اړه د نظر يووالى د گډ كار او مشترك دريځ تر پولي وغزوو، موږ دې ته چمتو يو، طالبانو ته مو همدا خبره كړې چي راشئ خپل دريځ او موقف توحيد كړو، په گډه د دښمن مقابله وكړو، د حكومت څرنگوالى او زعامت ئې بايد راتلونكې ته پرېږدو، دا خبره ومنو چي حكومت به سل په سلو كي اسلامي وي او زعيم به ئې د ولس په خوښه ټاكل كېږي. موږ له هيڅ مسلمان سره د تصادم اراده نه لرو، خو دا خبره په صريحو الفاظو ټولو خواوو ته اعلانوو چي خپل ولس به د هيچا د تېري او زور زياتي په وړاندي يوازي پرې نه ږدو، هيچا ته به اجازه ورنه كړو چي د پرديو د مټو او پيسو او وسلو په زور پر افغانانو حكومت وكړي.
[/quote:7a93cac475]

ښاغلي حکمتيار خو ډیر خبری کړيدي او کوي يي، ډير کارونه يي انجام کړيدي، او
انجاموي يي، البته دهغه له خوا غه پورتنۍ اقتباس شوي خبره، او غوښتنه ډيره پر ځاي
جایزه، او دافغانانو دګټو غوښتنه وه، هغه ښاغلی له پيله دولس په خوښه دمشر
دټاکلو چيغي وهلې، دآزادو انتخاباتو غوښتونکی وو، خو دافغانستان ټولو دښمنانو:
پاکستان، ایران، شوراي نظار، کمونستانو، کي جي بي، او سي آي ای ته دا
غوښتنه دمنلو نه وه.
او پايلی يي ستاسو ټولو په وړاندی دي.

په درنښت


beett
24.06.2009

[code:1:071507dbc1]خو دافغانستان ټولو دښمنانو:
پاکستان، ایران، شوراي نظار، کمونستانو، کي جي بي، او سي آي ای ته دا
غوښتنه دمنلو نه وه[/code:1:071507dbc1]

او وهاج صیب پام دی وی چی ښاغلی حکمتیار دافغانستان له دی
ټولو دښمنانو سره دیارانی مزی نښلولی دی پکستان ایران شوری
نظار اوو له کمونستانو سره یی دپاچاګل وفادار په کودتا ملتیا پیل
کړی وه چی دا ضمنا د کی جی بی ملګرتیا همم بللی شو او له سی ای ای
سره خو یی دهغی د بچوړی ای ایس ای له لاری پخوانی یارانه وه
نو دده په نوموړی غوښتنه کی څومره صداقت لیدل کیږی ؟؟

اودا اوس چی په غرو کی چکری وهی دا یی موکی لاس ته نه ورځی
اویا سمه بیه نه ورپیدا کیږی زه نه پوهیږم داد چار اسیاب زمرۍ !!
ولی خلک نه پیژنی ولابلا بیخی تعجب کوم !!!
ګوره دی ښاغلی یو وخت په سفاکی او ظلم کی دشاعرانو په تشبیهاتو
کی لا ځان ته ځای پیدا کړی و لکه دهیواد دیوه مشهور مزاح شاعر ......
چی وایی :

[color=darkred:071507dbc1]دزړه کابل می په سکر نړوی
جانان دستور دګلبدین منلی [/color:071507dbc1]

مینه


و.افغان
25.06.2009

بيټ صاحب !
خبری مو په ګل بدلی، تاسو سره کوم اختلاف نه لرم، بلکه ستاسو څرګندونو ته می په
خپله مخکینۍ لیکنه کی اشاره هم کړیده، ما نه غوښتل چی په ښاغلی حکمتیار څه
ولیکم، ولی چی هغه هر څوک پيژني، چې څومره ښه دی، او څومره بد دی.
البته دهغه دغه غوښتنه ډيره پر ځاي، پاکه، جایزه، او ګټوره غوښتنه وه.
آیا تاسو په دی خبره له ما سره موافق ياستئ او که نه ؟
حکمتيار په افغانستان کی دنورو ټولو په وړاندی اکثريت درلود، ځکه خو نورو
داهل الحل والعقد په نوم غوښتل چې دبوڅو لاندی اوبه تيري کړي، او له نزيهو
انتخاباتو وتښتي.
آيا داسی نه وه؟

په درنښت


هیښ
26.06.2009

سلامونه

دافغانستان په تیرو دیرشو کلونو کې داسې واقعې او حادثې منځ ته راغلې چې وړاندوینه او اټکل ئې دهیڅ چا په فکر او عقل نه تَلل کیدل او ډیر ځله دوستان په دوښمنانو او دوښمنان په دوستانو بدل شول .داکیسې او نخرې او په ځینو وختونو کې خیانتونه او جنایتونه افغانانو په خپلو سترګو ولیدل او اوس هم دا حالت نور هم دوام لري .

که دافغانستان دمختلفو ډلو او ټپلو په ماضي کړنو او اعمالو باندې قضاوت وکړو نو داواضح ښکاري چې دامریکائې اشغالګرانو او متجاوزینو تر راتګ پورې هیڅ داسې ډله او تحریک نه لیدل کیږی چې داشتباوو ،عیبونو او نواقصو نه به خالي وي ،خو هوښیار هغه دي چې دخپلو اشتباوو نه پند واخلي او دتکرار مخه ئې ونیسي.

ځنې وروڼه چې په وطن باندې دامریکائي وحشي تجاوزکارانو دجنایت سره په تضاد کې دی او دخپل وولس ددې مصیبت باره حالت دختمولو ویر او غم ورسره وي باید په خپلو خبرو او لیکنو یو څه سوچ وکړی چې خبرې او لیکنې ئې د غوښتنو او ادعاوو په لاسته راوستلو کې مثبت رول لري او که منفي ؟
او ایا دوئ په خپل دریځ او موقف سره دمقاومت او مبارزې سنګر قوي کول غواړی او که ضعیفول ؟
په اوسنیو حالاتو کې که دطالبانو اسلامي تحریک دئ او که داسلامي حزب وروڼه دي باید یو دبل په تقویه کولو ،تشویقولو ،متحد کولو او مرسته کولو سره دمشترک دښمن په مقابل کې خپل سنګر کلک او محکم کړي نه یو دبل په تخریبولو او سپکولو سره .

افغان وولس ته چې دخپل تاریخ په دې خطرناکه او سرنوشت سازه دوره کې دیوه لوئ ازمویښت سره مخامخ دئ داشخاصو ،سازمانونو او تحریکونو اوسنئ دریځ مهم دئ چې څوک ئې ترڅنګ ولاړدی او څوک ئې په مقابل کې ددښمنانو سره یوځائ په خیانت او مزدورئ کې قرار لري . دوولس دبرحقه غوښتنې یعنی افغانستان دازادئ او خپلواکئ دلاسته راوړلو دپاره دمبارزې او جهاد کولو افتخار دطالبانو او اسلامي حزب د میړنیو په نصیب دئ او دا افتخار باید په بې ځایه او بې مفهومه تبصرو او لیکنو خیرن نه شي.

هغه اشخاص چې دوطن او خپل وولس سره دزړه داخلاصه مینه ولري او دشخصي او نفسي غوښتنو له زاویې دافغانستان موجوده جریانونه اوتحولات نه ګوري او ملي ارزښتونه اوګټې ورته ترنورو ګټو اولویت ولری ،باید په دې بحراني او جنګي حالت کې دمقاومت دجنګیالیو دلاښه تنظیم او انسجام دپاره معقول او مؤثره نظرونه ورکړي او دهغه توطئو او دسیسو نه ئې خبر کړي چې دافغان وولس ددښمنانو له لوري په کار وړل کیږي.او داسې تبلیغات او بیانات ور نه کړي چې دمقاومت په جبهه کې درزونه او نفرتونه رامنځته کړي او دزغم ،تحمل او یو بل ته داحترام په ځائ د نفاق او کینې تخمونه وشیندي اویو دبل سره دهمکارئ په ځائ دښمنئ شروع کړي .

نن چې افغان وولس دیوه لوئ ظالم،وحشي،قاتل او خونخواره متجاوز دښمن سره مخامخ دئ ترهرڅه زیات اتحاد ،اتفاق او یوه واحد انسجام او نظم ته ضرورت لري ،تر څو ددښمن سره دمبارزې او جهاد په پروسه کې په لږو تلفاتو او تاوانونو سره ډیرې بریاوې او لاسته راوړنې حاصلې کړي ،او ددې دپاره دمغرضانه تبلیغاتو په ځائ دیووالي ،تولیرانس او سیاسي زغم او تحمل دکلتور رواجولو او عملي کولو ته اشد ضرورت دئ .

دهرشخص ،سازمان ،ډلې او تنظیم دریځ چې داشغالګرانو او دهغوئ داجیرانو په ضد دئ دقدر او ستایلو وړدئ ،صرفنظر ددې نه چې داشخص،سازمان ،ډله او تنظیم د کوم قوم ،مذهب ،اډیولوژي ،سمت او ژبې سره تړاو لري .
نن ورځ داشخاصو او ډلو دتًللو معیار د ازادئ غوښتنې ،خپلواکئ غوښتنې او خپل دین او وطن سره دمینې او تعهد په اساس باید ارزیابي شي ،نه د قومي ،ژبني او اډیولوژیکي تړاوونو په بنسټ .
که دافغانستان د تپل شوې ادارې ترکیب ته ژور فکر وشي ،ددیني ټیکه دارانو نه نیولې تر دواتشه کمونستانو پورې او دهر قوم او ژبې خائین او وطن فروشه عناصر ټولوپه کې دغربیانو دوحشت او اشغال دپاره لاسونه سره یو ځائ کړي او دخپل وولس سره دجفا او خیانت په ننګینو اعمالو لګیادي .ددوئ په منځ کې هیڅ دیني ،قومي ،ژبنئ او اډیولوژیکي توپیرونه نه لیدل کیږي او ټول دیوه ولي نعمته په دسترخوان دکجورانو په شان دخپلې مردارې ونډې په لاسته راوړلو مصروف دي .خائینان ،جنایتکاران او وطن خرڅوونکي مشخص قوم ،ژبه ،دین او اډیولوژی نه لري دټولو یو کلتور او فرهنګ دئ چې دپردیو غلامي او مزدوري ده او دوولس اوملي منافعو په سر معامله او سوداګري ده .
دمقاومت په لوري کې هم هغه شخص ،ډله او تنظیم چې د اشغالګرانو د وتلو او دوطن دازادۍ او خپلواکۍ دپاره چې په هره طریقه او وسیله مبارزه کوي دقدر وړدي .افغانستان دټولو افغانانو شریک کوردئ او ددې شریک کور ساتنه ،خدمت او د اشغا لګرانو نه دهغې ازادول دټولو افغانانوکه نارینه دي او که ښځې دي ،که مسلمانان دي او که هندوان دي،که روحانیون دي او که منورین دي دټولو ګډ فرض دئ چې باید ادا ئې کړي او دخپلې تللې ابرو او عزت چې ملي خپلواکي ده دبیا لاسته راوستلو له پاره بې له هرډول شخصي ،مذهبي ،فکري ،تنظیمي ،قومي او اډیولوژیکي تبعیضه باید دمقاومت په جبهه کې سره منظم ،متحد او متفق شي.
دمقاومت دجبهې میړني لکه چې د وطن دازادئ او استقلال په مقدسه جګړه کې خپل درایت ،غیرت او میړانه ټولې دنیا ته وښودله او په خپلو قربانیو او شهادتونو ئې داستعمار دکبر او غرور شیطاني ماڼۍ نړیدو ته نږدې کړې ده داجتماعي او سیاسی ژوند په برخه کې هم باید خپل لیاقت او درایت ته وده او انکشاف ورکړي .دفکري ،سلیقوې او عقیدوي اختلافونو او توپیرونو موجودیت ته په ټولنه کې چې دملی ارزښتونو او ګټو سره په ټکر کې نه وي دالهي حکمت په سترګه وګوري او دبل فکر او نظر لرونکي سره دسالم رقابت ،منطق او پوهې له لارې تعامل وکړي نه دتعرض،تهدید ،سپکوالي او زور له لارې نه .

افغان وولس داسې رشیدو زامنو او شخصیتونو ته لکه حکمتیاراو نور چې دوطن دازادئ او خپلواکئ په ګرم سنګر کې دخپل مظلوم وولس سره په بې باکانه مبارزه لګیادی دقدر په سترګه ګوري او دهغوئ په مردانګئ ،ایثار ،ایماندارئ او شهامت باندې که مستقل اشخاص دی او که دکوم تحریک سره تړاولری افتخار کوي .

مننه


Ghairat
26.06.2009

ښې خبرې تل ښې دي چې هر څوک یې کوي،خو مهمه پوښتنه داده چې آیا د افغان ملت ستونزه حلولی شي که نه۰ نن سبا افغان ملت اوبو لاهوکړی او اوبووړی هر بوټي ته لاس ورغورځوي چې ګوندې ورپورې ځان کلک کړي او له غرقیدو بچ شي،ولې د سست او شګلنبېخه بوټي پورې سړی ځان نشي ټینګولای او له بیخه راوځي!

له دې کبله لومړی باید د رهبرانو خامۍ ته وګورو چې سبا مو د نورو ناورینونوګرداب ته ونه غورځوي:
په سیاسي مسایلوکې د ستونزې د حل کلیت ته کتل په کار دي نه د کلیت په قیمت د حل یوجز ته ۰
که یو سیاستوال چمتو شي چې ملي آزادۍ ته د سر په قیمت هم مبارزه وکړي خو د اسلام سره یې جوړه نه وي او په کمونستي ایدیالوژۍ ککړوي، نو هم به دیکتاتوري اوهم ضد اسلامي نظام رامنځته کوي، آیا افغان ولس یواځې د ملي آزادۍ په نامه په هیواد کې کمونستي دیکتاتوري قبلولای شي ؟؟؟؟؟؟
طبعأ ځواب منفي دی او څوک یې نشي منلای، نو په دغسې حالت کې معقوله داده چې دملي آزادۍ په مبارزه کې هم کمونستانو اوهم طالب او حکمتیار ته دملاتړ اوملي مبارزې حق ورکړل شي خو په یو شرط چې د ملي آزادۍ په غورځنګ کې د هغوی ونډه په مشرتابه کې نا شونې شوې وي !
دوی ته به چانس بیا نه ورکول کیږي چې د هیواد اومظلوم افغان ولس په برخلیک په خپله خوښه لوبې وکړي! ځکه نه د طالب اونه اخوانیانو په ایدیالوژۍ کې د ملت او ملي ولسواکۍ پوهیزي اومفاهیم وزن لري!
خو آزادۍ کلیت هم اسلام ،هم ملي خپلواکي او هم ملي ولسواکي غواړي ، نو که یوجزیې څوک نقضوي لږ تر لږه په رهبرۍ کې باید دګډون حق ونه لري ، ځکه دوی یو بل ناورین ته لار پرانیزي نوهغه څوک چې اسلامي جهاد ته اولویت ورکوي باید ملي اوولسواکه مبارزه په رسمیت ومني او هغه څوک چې ملي مبارزې ته اولویت ورکوي هغه هم باید اسلامي او ولسواکه مبارزه ومني اوهغه څوک چې ملي ولسواکۍ ته اولویت ورکوي هم باید ملي او اسلامي مبارزه په رسمیت ومني ! پوښتنه داده چې حکمتیار صیب او طالبان خو اسلامي جهاد ته اولویت ورکوي ،ولې باید څرګنده شي چې دوی تر کومه ځایه ملي اوتر کومه ځایه ملي ولسواکه مبارزه منلې ده او د مبارزې له کلیت سره خیانت نه کوي ؟
په دې توګه به دوی د بهر د لاسپوڅۍ اوپه داخل کې د دیکتاتورۍ د غوښتنوله
تور ونو څخه وژغورل شي او افغان ولس به د دوی له لاسه په نوروناورینونوله اخته کیدو څخه بچ پاتې شي!



ع کريم حليمي
27.06.2009

ډېر مکرم د اسلام شاګرد صاحب ، او درنو لوستوونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
دا مصاحبه نه ده !! یوه پروپاګنډه ده ، که دا په حقیقت سره د ښاغلي حکمتیار مصاحبه وي
نو طبعآ باید د ښاغلي حکمتیار صاحب د ملګرو په ویب سایټ کښي نشر کړه شوی وای
چون چه د هغوی په سایټ کښي نده نشر شوی ، نو هیڅ د اعتبار وړ نده
دا چه هغوی خپلي خولې منډي نیولي ؟؟؟ نه پوهېږم چه ولي ؟؟؟؟


په ډیره مینه او درنښت


محمد علم
27.06.2009

درنودوستانو سلامونه اونیکي هیلي ومنئ

زما په اند دامصاحبه دښاغلي حکمتیارده ، څوک چي په غیرشعوری توګه دبرخليک ټاکلولپاره استول کېږي نوخود هغه دیوسکیندې په لټه به ئې لومړی سرنه خلاصیږي اوبیاپښې

په درناوي اوبخښنی سره



ع کريم حليمي
27.06.2009

مکرم nabil صاحب ، سلام علیکم

نن سبا هغه مصاحبې د اعتبار او ارزښت وړ دي چه تصویري یا غږیزه بڼ ور سره مل وي ، ګټه به ئې دا وي چه دوه زړه توب او درغلۍ مسئله له منځ څخه وړي ، دا د نړۍ په جال کښي هر لیکنه ، نده سند
بعضي ئې خرچلکي دي

په درناوي اوبخښنی سره



ع کريم حليمي
27.06.2009

http://www.youtube.com/watch?v=PD-OCWcyo2Q&feature=related
دغه د ښاغلي حکمتیار غږیزه وینا ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more