د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټول افغان یوتکړه لیکوال ماسټر شو

ډاکتر وطنمل
21.06.2009

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ [color=blue:40e860260a]بسم الله الرحمن الرحیم [/color:40e860260a]۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
[color=yellow:40e860260a]په ډیره خوښۍ سره موخبر اخیستی چې د ټول افغان د علمي ادبي اوکلتوري جرګې یو پیاوړي غړی ښاغلی وهاج ساپی صاحب په بري سره د ماسټرۍ له ازموینوڅخه تیر شوی اود ماسټرۍ لقب یې خپل ‍ ‍کړ. نوموړی اوس د
د کتورا په پروګرام کار کوي !
مونږ دد غه بری له امله ده ته، ځانونو اود ټول افغان ټولو غړوته مبارکی وايو، بختور اودویاړ اړیزی یې بولو، الله سبحانه وتعالی دې ده ته دغه علمي درجه له برکاتو ، فضیلتونو او توفیقونو څخه ډکه کړي چې خپل مظلوم افغان ولس ته د سترو خدمتونو مصدر وګرځي!
الله تعالی دې ټول پښتانه د علم ومعرفت ، تخنیک او سیاست مخکښ مقام ته ورسوي!
آمین ٍثم امین![/color:40e860260a]

[color=blue:40e860260a]د ټول افغان د اداري پلاوي له خوا
وطنمل[/color:40e860260a]
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
[color=red:40e860260a]له تصحیح وروسته پاسنی متن یوځل بیا ولولئ ![/color:40e860260a]


larghonay laraway
21.06.2009

ياره ښادي دې مبارك شه
يوه دې دا ده سل اويا دې نورې شينه
زه هم په خپل وار ښاغلي وهاج ساپي صيب ته مباركي وايم او خداى دې نورې برياوې هم ورپه برخه كړي. زده كړې ډېر خلك كوي، ډګرۍ او رتبې هم ډېر كسان اخلي خو دا چې د وهاج ساپي صيب په څېر خلك يې واخلي نو د ټول مسلمه امت ګټه ده ځكه چې وهاج صيب د نيټ په پراخه نړۍ كې خپلې علمي مشورې ،وړانديزونه او انتقادونه د ټول مسلمه امت په ګټه دي په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره ځكه افغانان د نور فقر تر څنګ د علم په برخه كې هم فقيران دي او خداى دې د وهاج او حليمي صيب په څېر ډېر پوهان راپه برخه كړي چې له دې فقره خلاص شو.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


عادل عادل
21.06.2009

سلامونه

محترم وهاج صیب او د بحث په فورمونو کې دده ټولو ارادتمندو وروڼو ته ددغې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم، الله پاک مو په حاصل کړي علم باندې عامل اود مزیدې تقوی په جامه کې د خپل ولس او ټول مسلمه امت لپاره د خدمت مصدر وګرزوه. آمین

الله پاک دې مونږ ټولو ته هم د علم د کسب کولو او نورو ته د رسولو توفیق او موقع راپه برخه کړي. آمین

په درنښت



ع کريم حليمي
21.06.2009

ډیر ګران او زړه ته راتېر استاد ، شیخ الحدیث ،قاري وهاج ساپي صاحب
اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته
که څه هم زما او زما د ميرمني له طرفه مبارکي در کړه سوېوه ، دوهم ځل یې هم ضرور ګنم
نقل دی چه یو يوخت یو صحابي بازار ته ولاړ ، او ږغ يې و کړې چه مسجد نبوي کښي د مبارک ارث او ميراثت تقسمیږي ، د بازار ټول دوکانداران په ځغاسته مسجد نبوي ته ولاړه او هلته ئي څه د تقسیم
ونه ليدل ، بيرته خالي لاس بازار ته راغله ، د کوم صحابي له خولې چه ئي اورېدلي وه هغه ته يې وویل
موږ خو په مسجد کښی څه ونه لیدل د تقسیم ؟ نو څه مو ولیدل ؟ هو ! څو نفرو لمونځ کاوه ، یو څو
نفرو د قرآن تلاوت کاوه ، او څو نفرو د حلال او حرام جر او بحث کاوه ، بل څه مو ونه لیدل !

نو اصحابي ور ته وویل چه د مبارک نه خو مال په میراثت ندی راپاته چه راپاته دی هغه هم دا علم دی
(پوهه په حلال او حرام )
نو ددغه میراثت د راټولېدو دي بیا مبارک شه ، زما خوشالی پديکي ده چه وارث الأنبياء می دوست دې ، پرموږ مبارک سې مبارک او مکرم استاده !!

په درنښت


..Ahmadzai
21.06.2009

ټولو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

زه هم په خپل وار ښاغلي وهاج صاحب ته د زړه له كومې مباركي وايم.
او د خداى تعالى له دربار څخه ورته د مزيدو برياوو غوښتونكې يم، خداى تعالى د وكړي چې دغه ديني علم يي د إسلام په ګټه أو مسلمانانو ته د رڼا مصدر أو مشعل وګرځي، يا لكه څرنګه ېې چې نوم ده سراجاً وهاجاً وګرځي.
بيا هم مبارك د وي الماجستير.
عقبال الدكتورا.

په درنښت

أحمدزى


محمد احمد حمي
23.06.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته وغفرانه
رښتيا هم ډيره دخوښۍ خبره ده ، ښاغلى محترم ورور وهاج صاحب ته خصوصا او ټولو نورو ملګرو وروڼو ته عمومًا دده محترم ددې علمي درجې دترلاسه كولو په اړوند دزړه له تله څخه مباركي وايم ، او دلوى الله جل جلاله له ستر درباره څخه ورته دخدمت توفيق غواړم ، الله جل جلاله دي يې په علم ، عمل ، عمر او صحت كي ډير بركت واچوي ، آمين .

ښاغليو دا مو ونه ويل چي محترم وهاج صاحب له كوم پوهنتون ( جامعې \ يونيورسټي ) څخه دماسټرۍ وياړ ترلاسه كړ ، او هم يې په كمه شعبه كي تر لاسه كړ ؟؟؟

سوچه مينه او مننه


beett
23.06.2009

په خپل وار دبیټ سلامونه هم ومنئ

او ښاغلی وهاج ته مبارکی وړاندی کوم او دملګرو پر دعا می امین


و.افغان
24.06.2009

ټولو درنو او پتمندو وروڼو, هر يو مكرم مولانا حليمي صاحب, دروند ډاکټر وطنمل
صاحب، محترم لرغونی صاحب، ګران عادل عادل صاحب، عزتمند ډاکټر احمدزی
صاحب، معزز حمید صاحب، او پياوړي بيټ صاحب، ته سلامونه او نیکی هيلي:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
له ټولو درنو ورونو څخه يوه نړۍ مننه کوم، چی په خپلو خوږو او قيمتي تورو يي دزده
کړي او پوهی دحاصلولو لپاره زما حوصله نوره هم اوچته کړه.
لوي الله جل جلاله دی ځمونږ له ټولو څخه ددين، وطن، ملت، او عامه امت مسلمه لپاره دخدمت کار واخلي.
او دحميد صاحب دلیکنی په ځواب کی وایم، چې ما دغه درجه دپوهنتون له مرحلی
وروسته ديو کال درس، او دری کاله ديوه لوي حديثي کتاب ديوه جزء دخدمت په مقابل کی دنبوي احاديثو له څانګی واخيسته، چی په دوه مجلده (1004 صفحو )کی راغله، کوم چی به ان شاء الله ډير ژر له نورو اجزاوو سره يو ځاي ديوه کتاب په بڼه دچاپ رڼا وويني.

په درنښت


كابل جان
24.06.2009

محترمو وروڼو پس دسلام نه
زه هم يو ځل بيا د زړه له كومې ښاغلي وهاج صاحب ته مباركي وايم.
او د الله تعالى نه ورته د مزيدو برياوو غوښتونكې يم، الله تعالى د وكړي چې دغه ديني علم يي د إسلام په ګټه أو مسلمانانو ته د رڼا مصدر وګرځي.


مسلم جان
27.06.2009

سلام وتحية إلى جميع قراء هذه الصفحة.
مبروك وألف مبروك!!

أقدم إلى أخينا وهاج سابي (شيخ تول أفغان) حمل بعير من التهاني وذلك لحصوله على درجة الماجستير في الحديث النبوي الشريف، ونحن إذ نهنئه نسأل الله عز وجل أن يرزقه العمل بما علمه، وأن يجعل ما علمه في صلاح الأمة الإسلامية، إنه سميع مجيب.

إن عباراتي قاصرة، وكلماتي عاثرة، ولا أجيد التعبير عما أريد أن أقوله، راجيًا أخانا وهاج أن لا يجد في قلبه علي شيئا لعجزي عن أن أعبر ما في قلبي من الفرح والسرور.

[color=blue:e36a75a2d7]ماسره دومره وخت نه وه چې پښتو يې وليكم ځکه دپښتو ليكل دسړي نه دومره زور غواړي چې دچا خبره نوم دې پرې ووځي، كه څوك ورباندې نه پوهيږي هيله ده وهاج صيب يې ترجمه كړي ورته، او كه كومه نحوي، صرفي، بلاغي تيروتنه وي له بښنې سره يې راپه ګوته کړي.[/color:e36a75a2d7]

________________
نوری لیکنی لاندينې لینک ته ولیږدول شوی:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4731
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more