د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان او د كفر او اسلام ويش

W.Wardak
21.06.2009

- شاهدhttp://www.weesa.net/?p=5989

د پاكستان پوځ چې كله په سوات او ملا كنډ كې د ځايي طالبانو پر خلاف عمليات پيل كړل له دې سره جوخت د پاكستان په تيره د سرحد ايالت په پيښور، مردان او نورو برخو كې درانه ځانمرګي بريدونه وشول چې ډيره مرګ ژوبله يې درلوده، د هغه هېواد پوځ په سوات كې د پوځي عملياتو له بشپړيدو سره په وزيرستان كې د بيت الله مسعود پرخلاف د پوځي عملياتو اعلان وكړ، له دې سره د وزيرستان د طالبانو په منځ كې د اختلافونو غږونه اوچت شول، پر يو بل شاهدۍ وويل شوې چې تر ډيره حده يې په افغانستان او پاكستان كې د روانو مرګونو د عاملينو له څيرو څخه پردې پورته كړې. قاري زين الدين او حاجي تركستان بېټني په وزيرستان كې د بيت الله مسعود پر خلاف له پاكستاني پوځ سره د ملګرۍ اعلان وكړ دوى دواړو له رسنيو سره په مركو كې پر يو لړ داسې خبرو اعترافونه وكړل چې د پاكستان د پوځي او سياسي كړيو او استخباراتو له دوه ګوني سياست نه ښه پر ده پورته كوي.

حاجي تركستان بيټني چې د بيت الله مسعود ملګرى او د هغه ښې لاس ګڼل كيدو له جيو ټلويزيون سره په مركه كې وويل چې زه له بيت الله سره پردې مخالف شوم چې هغه د پاكستان په جوماتونو او بازارونو كې د ځانمرګيو بريدونو قومانده وركړه، د حاجي تركستان په وينا يوه مياشت وړاندې د ملا محمد عمر يوه 45 كسيزه شورا راغله له بيت الله مسعود نه يې و غوښتل چې افغانستان ته د جهاد لپاره ولاړ شي خو هغه و نه منله او په پاكستان كې يې بريدونو ته دوام وركړ، چې بيا ملا عمر وويل چې له افغانستان نه وزګار شم نو بيت الله مسعود ته به درس وركوم!

ددې څرګندونو ترڅنګ د پاكستان يو لړ سياسي شخصيتونو هم پر بيت الله مسعود دا تور لګوي چې د امريكا او هند سړى دى، ځكه چې اصلي طالبان هغه څوك دي چې په افغانستان كې جنګيږي! د زين الدين او حاجي تركستاني له خبرو هم په زغرده دا ښكاري چې طالب اصلاً ددې لپاره ؤ چې په افغانستان كې جګړه وكړي.

متاسفانه همدغه ترخه حقايق اوس د طالبانو مشران پخپله افشا كوي، پاكستان نن خپل كرلي ريبي او دا داسې ستونزه ده چې تل يې قرباني عام ولس وركوي، هغه ولس چې نه دداسې توطيو څخه خبروي او نه ورسره تړاو لري.

نن كه د پيښور او مردان په جوماتونو كې د لمونځ كوونكيو په منځ كې ځانمرګي بريدونه تر سره كېږي اصلي پړه يې ددې شومې پروژې د اصلي طراحانو او جوړوونكيو پر غاړه ده.

نه پوهيږو چې د حاجي تركستاني ددې تورونو د سپيناوي لپاره ملا عمر څه ځواب لري چې دى هم په خپل هېواد كې د وينو تويول جهاد بولي او هغه چا ته د درس وركولو خبره كوي چې په پاكستان كې ځانمرګي بريدونه كوي.

دا د اسلام او كفرويش چا كړى بيا دومره نامردانه چې هغه ولس چې په سيمه او نړۍ كې د اسلام د خپراوي، دفاع او پيروي په لار كې تل په لومړى كرښه دريدلى دى د كف راو واجب القتل په نامه تورن دى.

كه پلمه په افغانستان كې بهرني پوځونه وي، دغه شوم سيوري ته چا بلنه وركړه، چا پلمې په لاس وركړې او څوك يې د پاتې كيدو او اوسيدو پلمې اولارې چارې ورته برابروي؟!

كه دې لوبې ته ښه ځير شو متاسفانه د ډيورنډ كرښې دواړو لوريو ته د پراته ولس پر خلاف له يوې ژورې توطيې پرته بل څه نه دي چې د همدې ولس د راويښيدو او د وخت له نزاكت سره د مناسب تصميم له نيولو پرته دوى د ژغورنې بله لار نه لري.

ګرانو وروڼو او خویندو!
پوښتنه داده چي مشر ملا صاحب داسی امر ورکوی لکه کوم پاکستانئ جنرال چي وی، په ریښتیا چي یوی خواته د کرزی مفسده اداره په واک کی ده،چي په راتلونکی کی به شاید هزاره ګانو ته ترخمینی هم ګران و، چي ټولی ولسوالئ په په ولایتو بدلی کړی، خو مشر ملا صاحب که چيری ریښتیا د افغانستان وی او د هفه طالبانو وینه ورته ارزښت ولری، چي د امریکایی بمباردونو او پاکستانی کوردیناتوپه وسیله شهیدان شول،اویا همدغه پاکستانیانوپه پنځه پنځه زړه ډالره خرڅ کړل، بیا خو د اقلآ د مولوی ضعیف یا حکمتیار په شان کتابونه ولیکی،چي که اعتراض نه وی، خپله ګیله خو د پکی ښکاره کړی،خو سره له دی چي د پاکستان قانون انګریزی قانون دی، هر کله د انګلستان او امریکا لپاره آماده خدمت وی،انتقالات له خپله ملکه ورته کوی،.......خو بیا هم هلته جهاد نه دی روا؟؟؟

پکار خو دا وه چي ملا صاحب چي کوم خلک ورلیږلی وو، ورته ویلی وی چي تاسی دلته د منافقینو بیخ وباسئ اومونږ له کفارور سره په افغانستان کی پوهیږو، وروڼو هدف دادی، چي د پښتون وینه نوره خرڅه نه شی، که هفه طالب دی که عام اولس، طالبانو خو هم د همدغه عام اولس بچیان دی، که چيری حزب اسلامی د پاکستان پرته جهاد کولای شی، نو طالبانو ته هم ضرور نه ده چي په ای،ای ،پوری داسی نښتی وی، لکه مور او ماشوم.

کله چي قندور کی طالبان تسلیم شول،نو هفه پاکستانی پوځیان چي د جنګ د عملی ټریننګ لپار افغانستان ته تللی وو، په قندز کی ټول هوایی ډګر ته لاړل، او بیا د الوتکو په واسطه انتقال شول،او نورطالبان یی لیوانو په خوله کی ورکړل، نو ولی طالبان په بیا بیا په داسی ناځوانه او چالاکه پاکسانیانو باور کوی.

د ضرب مومن په نامه یو اخبار وو، چي په هر ځای کی طالبانو ورته د عکس اخیستو اجازه ورکړی وه، چي په حقیقت کی همدا خلکو د طالبانو د ټولو مهمو ځایونو په هکله معلومات ټولول او بیایی په امریکایانو خرڅ کړل.

کله چي د روسانو په خلاف جهاد وو، نو په اتو کلونو کی ۱۵ لکه خلک شهیدان شول، ځکه ډیرو خلکو جهاد کی شرکت وکړ، خو چون پایلویی اولس نا هیلی کړ، او بل دا چي عام اولس داسی فکر کوی،چي دطالبانو کامیاب یعنی د پاکستان کامیابی، او بیا د پاکستان نیک اخلاق خو ټولو ته ښه معلوم دی!!!، نو همدا علت دی، چي په تیرو اتو کالونو کی شاید تر پنځوس زره زیات خلک نه وی شهیدان شوی، چی که دا حالت د روسانو د وقت حالت سره پرتله کړو، د خلکوناهیلی ښيي او په جهاد کی نه شرکت.

که چيری طالبان داسی یو پلان جوړ کړی لکه د عراق څخه چي د امریکایانو د وتلو لپاره جوړ شو، اوبیا یی امریکایانوته وړاندی کړی،نو یا خو به یی ورسره ومنی، چي تر ټولو ښه خبره ده، او که یی و نه منی نو اولس ته به دا پته ولږی، چي دا خلک نه وځی، نو په هفه صورت کی به اولسو ورسره همکار شی، او امریکایان به لکه روسان داسی وتښتی.


و.افغان
21.06.2009

وردګ صاحب:
سلامونه او نیکی هيلي
خداي دی وکړي، چې مشر ملا صاحب داسی څرګندونې نه وي کړي.
دپاکستان حکمرانانو تل بی ګناه خلک له خپلو شومو اهدافو قربان کړي دي.
دی سرسختو منافقينو پسی دبی ګناه کونډو، يتيمانو، او مظلومانو آه ورپسی دی،
او ان شاء الله چی ډیر ژر به غرق شي.
ددوي دپردو شا او مخی ته حکمرانان دخداي ددين دښمنان دي، په قول او عمل دواړه
کی دخداي جل جلاله له دين څخه کرکه څرګندوي، يواځي او يواځې دشیطانت
او ابلیسيت لپاره ددين په نوم ځينې جاهله او ناپوهه غولوي.

ـــــــــــــــــ

څه وخت وړاندی می ديوه ملګري سره ملاقات وشو، هغه می ملګري او استاذ
دواړه دی، دشوروي په ضد جهاد کي يي هم برخه اخيستی ده، عالم او پوه سړی دی،
او اوس هم ددعوت کار په ښه توګه سرته رسوي.
هغه راته وويل، چې دجهاد په وخت کی دپاکستاني حکومت له خوا په اسلام آباد
کی ځمونږ دسياسي ښوونې او
روزنې کورسونه جوړ شوي وو، دمختلفو هيوادونو دشخړو او جګړو په اړه مو
درسونه لرل، دهر درس لپاره به متخصص يا سپيشلسټ کس راتلو.
کله چې دافغانستان دشخړی په اړه درس وو، نو دافغانستان لپاره دجنرال حميد ګل
ځانګړې مستشار او معين راغی، (نوم يي رانه هير شوی)، نو ددرس په جريان کې
يي مونږ ته وويل:
((فوندامنتالیزم زمونږ دښمن دی، او مونږ دهغه دښمنان يو، مونږ نه دفوندامنتالیزم
سره نه مينه شته، او نه ورسره مينه لرو، ((دافغانستان مجاهدين يي يادول)) خو کله
چې داود خان دلته مونږ ته نشنلیان راپيدا کړل، نو مونږ په ساحه کی له بنسټپالانو
پرته بل څوک پیدا نه کړل، چې دداود په وړاندی تری کار واخلو، له بنسټپالانو څخه
زمونږ ددومره ډيرو لويو لاسته راوړنو توقع نه وه، کومی چې دوي مونږ ته راوړی)).

ــــــــــــــــ
يوه هفته دمخه می ديوه پنجابي پروفیسر سياستوال خبری اوریدلی چي ويل يي:
((طالبان په دوه ډوله دي:
1- پاک رښتينې طالبان.
2- امريکايي طالبان.
بيا يي ددوه ډوله طالبانو شرحه پيل کړه.
ويي ويل: پاک رښتيني طالبان هغه دي، چې دامريکايانو او اشغالګرو په ضد جنګيږي، او خپل ملک آزادوي.
او امريکايي طالبان هغه دي، چې دپاکستان دحکومت په ضد جنګيږي.)))
نو وروڼو ! زه خپلځاني ددغه سياستوال خبری تأييدوم، پرته له شکه چې افغان
طالبان چی دښکيلاګرو په ضد جنګيږي، پاک او رښتينې طالبان دي، داعلاء کلمة
الله لپاره جنګيږي.
اما په پاکستان کې چې کوم دي، هغوي هر وړه او لويه دآي اس آي په قومانده کوي،
بلکه په ساده جامو کې دفوځ ملیشه ده، او دپښتنون مسلمان قوم دتباهۍ لپاره
دآي اس آي او سي آي ای يوه برنامه ده، منزل او هدف دټولو يو دی خو سفر جدا جدا.
ــــــــــــــــ
خو دغه سياستوال ته وايم، چې ولی کوښښ کوي، پاکستانې حکومت دنړۍ تر ټولو
حکومتونو پاک، سپيڅلې او دیوې فرښتی صفته دولت په حیث خلکو ته ورپيژني، چې هيڅ
معارضه يي روا نه ده، او که څوک يي معارضه کوي، نو هغه به امريکايي
وي، آيا تاسو هير کړي دي، چی همدی پاکستان په سوونه مجاهدین امريکی ته
وسپارل، او ګوانتنامو يي تری ډکه کړه، آيا له دی څخه انکار کوئ، چې مشرف سپينې ماڼۍ
ته دافغانستان ددقيقي عسکري نقشې سره لاړ، په دیرشو مليونو ډالرو يي طالبان
خرڅ کړل، په پاکستان يي هوايي ميدانونه دامريکايي يرغلګرو په لاس کی ورکړل،
چی له دی وروسته ايله په بيله امريکانو وکولاي شول، چې صحي عسکري ځايونه
په نښه کړي.
دافغانستان ديوه رسمي دیبلومات سفير عبد السلام ضعيف دومره بيعزتي يي وکړه،
چې په حقيقت کې دټولو افغانانو بیعزتي وه، له رسمي قانوني وضعيت سره سره
يي دهغه بی حرمتي وکړه، او امريکايانو ته يي تسليم کړ.
دافغانستان دستر جهاد ناکاميدل دټولی اسلامي نړۍ لپاره دیوي بلی غورځيدنی
پیل وو، چی دا پروژه هم آي اس آي دانګريزانو لپاره په ډير خلوص سره سرته ورسوله.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو که دپاکستان دحکومت په ضد رښتينې حرکت پيدا شي، داسي يو رښتينی
حرکت رامنځته شي، لکه موسوي چې دآخوندانو دحکومت په وړاندی رامنځ ته کړ،
او دپنجابي تورو ادارو څخه دهر مظلوم او رنجيدلې پوښتنه وکړي، نو بايد دداسی
خلکو ملاتړ وشي، او مرسته ورسره وشي، خو تر اوسه داسی څوک په افق نه
ښکاريږي.

په درنښت


..Ahmadzai
21.06.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د بحث مهمې خبرې په ظن ولاړې دي هيڅ يو داسې قطعي أو يقيني دليل پكې وړاندې نه سو چې على الأقل زه پرې قانع سم نور پښتانه خو خير.

هيڅ كله خپل دريځ په ظن باندې مه مبنا كوۍ، دا داسې وي لكه چې تبليغان چې هر څه په خوب أو رؤيا ليدل پورې تړي أو بيا پر هغه يقين تړي چې ما خوب ليدلى أو دا ېې تعبير ده نو حتماً به تحقيق مومي .

تا سې پوهيږۍ چې دلته تاسو د بعضو هغو وروڼو په صداقت أو إخلاص كې دشك أو ريب ګنګوسې خپروۍ چې هغه وروڼه د جهاد أو شريعيت نفاذ لپاره ځانونه قربانه وۍ.
دا خو وهاج صاحب ډير أسانه كار ده چې كمپيوترته كينې أو خپل شكوك أو ظنون خپرولو ته هوا وركړې، دې كار سره له ورايه ښكاري چې ته د دغو خلكو مخالف ېې يا هم ندې خوښيږي،.
هغه خلك خپل مسير أو مصير د وينې په بيه جوړوي قربانۍ وركوۍ تكليفونه ګالي إيركنديشن ته ندي ناس بحثونه كوي بلكې د أور سكورټو ته ېې سينې د ډال په څېر نيولي أو تر أوسه پورې ېې د بيغيرتۍ أواز نده راغلى.

نو پكار ده چې ډير حذر، تدقيق أو تحقيق نه كار واخيستل سي.
په درنښت
أحمدزى


عبدالله صابر
21.06.2009

السلام عليکم
په ولس کښ دطالبانوکلک ملاتړاودافغانستان په دوښمنان ځمکه تنګول ددي
سبب کيږي چي طالبان په هسي پوچواوبي ځايه پروپاګنډ اوتبليغاتوبدنام اود
افغانستان غيرتي اولس پام ځيني غيري ضروري موضوعاتوته واړه وي ،خوزماپه
فکر اولس اوس ډيرځيرک دی اودوښمنانودسيسې پيژني ،داډول تبليغاتوته نه
اهميت ورکوي اونه يی پلټنوته وخت لري ،په اوس وخت ترټولومهم دهيواد اشغال
خلاصون دی ،
پاتي شوبيت الله مسعودوردک صاحب دوهاج صاحب ليکنې په تايد بايد ووايم
چي داسي هم نه ده لکه مونږافغانان چي فکرکوو او ورته خوشحاليږوچي ګني په
پاکستان کښ انقلاب دی اوياپاکستان رښتياهم له ګواښ سره مخ دی ،زماپه فکر
دايوه هسي خوشباوري ده چي يوډول جعلي حالت يی بللئ شو،نړيوالوتحولاتو
پاکستان داډول جعلي پټونوته اړکړئ اوزه فکرنه کوم چي حالات رښتياهم ددوی
له کنترول څخه بهردي ،زه تاسوته دپاکستان حکومت ظالمانه اودروغجن سياست
يومثال درکړم هغه داچي په کرمه ايجنسئ دصدې په سيمه کښ ديوې اوونئ راهسي
دشيعه ګانواوسنيانوترمنځ سخته اودرنده جګړه روانه ده ،دومره سخت جګړه ده
چي ددواړولورو مرمئ په هواکښ سره ټکرخوري خودپاکستان حکومت ورته دسيل
په غونډئ ناست دی اوپه دي خوښيږي چي څومره ډيرپښتانه ووژل شي ،زه فکرکوم
دپاکستان حکومت په غيرمستقيم ډول په قبائلو وسلې خرڅوي اوبيايی په خپل
منځ کښ جنګوي ترڅوهم پيسي لاسته راوړې اوهم پښتانه په يو اوبل نوم وژل شي
خودلته پاکستان داسي ښودل غواړي چي ګني حالات ددوی له کنترول بهردي او
دوی نه شي کولا ی جګړه ودره وي خوپه داسي حال کښ چي ددي سختې جګړې
دره ول دپاکستان حکومت لپاره دپنځلس دقيقووخت غواړي ځکه زه په خپله ددي
شاهد يم چي کله حکومت وغواړي چي جګړه بنده کړي نولومړئ ددواړوطرفونوپه
مورچوخطايی اودخبردرې ډزې وکړې اوکه له خبرداري ډز وروسته بياهم کومې
مورچې څخه دتمانچې ډزهم وشي نوهغه مورچه بيخي له منځه وړل کيږي اوپه دي
دحکومت خبرداري ډزوروسته دواړه طرفونه دجګړې مخکي دره ولوهڅه کوي او
هغه نردی چي دحکومت په نښه لګيدونکي ډزڅخه ځان وژغوري ٠
تاسو وګورئ دلته حکومت دجګړې بنده ول څومره اسان دي خوحکومت دغه جګړه
دلسو ورځو څخه نيولي ترمياشتوهم وغځوي ترڅوپښتانه په خپل منځ کښ ووژل
شي اوددی وسلې بازارپيدا کړي ، نو وردک صاحب دپاکستان په مکارئ اوعاجزئ
مه دوکه کيږه بس دومره کوه چي هغه متل دی کورخپل ساته ګاونډئ غل مه نيسه

والسلام


و.افغان
21.06.2009

ډاکټر صاحب !
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

[quote:6252aade6b]
د بحث مهمې خبرې په ظن ولاړې دي هيڅ يو داسې قطعي أو يقيني دليل پكې وړاندې نه سو چې على الأقل زه پرې قانع سم نور پښتانه خو خير.
هيڅ كله خپل دريځ په ظن باندې مه مبنا كوۍ، دا داسې وي لكه چې تبليغان چې هر څه په خوب أو رؤيا ليدل پورې تړي أو بيا پر هغه يقين تړي چې ما خوب ليدلى أو دا ېې تعبير ده نو حتماً به تحقيق مومي .[/quote:6252aade6b]

مونږ هم ورته يقيني نه دي ويلي، بلکه دپاکستانې طالبانو په اړه قضاوت مو په ډیرو
زيات مؤثقو دلائلو ولاړ دی، نه په آوازو او دميډياګاو په تبليغاتو.
نو فکر مو وي، چې دلته بحث عموما په پاکستاني طالبانو روان دی، او په ځانګړي
ډول، دسوات، ملکنډ ايجنسۍ، باجوړ ایجنسۍ، خیبر ایجنسۍ، او دپيښور طالبان
دي، چې مستقيما دپاکستاني حکومت له خوا توجيهيږي، اما په وزیرستان کې بيا
دواړه رنګ خلک شته دي، چې يوه ډله يي مخلص دي، او بله يي دپاکستاني حکومت
دخبرې سره برابر حرکت کوي، چې پورتنۍ ليکنه تری يو څه پرده پورته کوي، که دغه
خبری دروغ وي، نو تاسو يو ځل مهرباني وکړئ، پاکستانۍ ږغیزو، ټلويزوني، او
نور ډوله رسنۍ وګورئ، چې سياستوال او علما يي په يو يوه دافغانستان دجګړی
دجواز، وجوب، او احترام قائل دي، او هغو ټولو طالبانو چې په افغانستان کې جنګيږي
په ښه نوم یادوي، البته دپاکستان طالبانو ته بيا امريکايي طالبان وايي، چې په حقيقت
کې دمدرسو ددرسونو په وخت دافغانستان طالبان شاګردان او دپاکستان طالبان
يي استاذان وو، دا ولی؟؟؟؟
ددی سبب دادی، چې پاکستانی حکومت طالب غواړي، خو په پاکستان کی نه،
بلکه په افغانستان کی، البته په پاکستان کی يي ټول ولس ته، بلکه ددنيا ټولو خلکو
ته ديوه وحشيترين مخلوق په صفت ورپيژني، ددی په خاطر چې هيڅکله دا طالب او
دا ملا دپنجابي حکومت لپاره په داخل دپاکستان کې خطر جوړ نه شي، او هر کله يي
چې داکسپایر کيدو وخت رارسيږي، نو له منځه يي يوسي.
په دی سربیره دپاکستاني طالبانو دحرکت قيادت او سر و اګی خپله دپاکستاني فوځي
ملیشو په لاس کي دي، او نور ځينې عام مخلص خلک يا ددوکی، اوغولونې په نتيجه
کی ورسره ملګري شوي دي، او هغه هم ددوي سره لګيدلي خلک دي، چې دمختلفو
موخو لپاره ورسره يو ځاي شوي دي.
ځکه خو زه په انګريزي استعمار او دهغوي دګوډاګيو په استعمار لعنت وايم.
او که ددی مجرمانو دجرمونو په وړاندی خاموشه پاتی شم، نو ويريږم چې ددی مجرمی
خاموشۍ پوښتنه به رانه ضرور لوي خداي جل جلاله کوي.

[quote:6252aade6b]
تا سې پوهيږۍ چې دلته تاسو د بعضو هغو وروڼو په صداقت أو إخلاص كې دشك أو ريب ګنګوسې خپروۍ چې هغه وروڼه د جهاد أو شريعيت نفاذ لپاره ځانونه قربانه وۍ.
دا خو وهاج صاحب ډير أسانه كار ده چې كمپيوترته كينې أو خپل شكوك أو ظنون خپرولو ته هوا وركړې، دې كار سره له ورايه ښكاري چې ته د دغو خلكو مخالف ېې يا هم ندې خوښيږي،[/quote:6252aade6b]
دهر رښتينی مجاهد، صادق او مؤمن تأييد او تر شا يي دريدل ځمونږ ديني وجيبه ده،
او محبت يي زمونږ داسلام يو جز دی، خو که چيرته رښتينتوب، صداقت، او ايمان
نه وي، بلکه دځينو تورو ادارو پلانونه وي، نو هيڅکله نه خوښوو چې ديوه مسلمان
يو څاڅکی وينه دی ددغو پلانونو قرباني شي.
دشريعت نفاذ نه کومه خبره دلته شته ده، او نه يي لار پيدا کولاي شي، دا يواځي يوه
لوبه ده او بس، او شرعا په دا رنګه طریقی شريعت نافذول هم له پوښتنې لاندی راځي،
دشريعت نافذول شاته يوه اسلامي قاعده غواړي، بيله اداره او حکومت غواړي، چی
دا دلته هيڅ وجود نه لري.
څومره فکر چی کوم چی په دوي کی مخلص سړی صوفي محمد وو، چې هغه هم دخپل
اخلاص او بيخبرۍ قرباني شو.

[quote:6252aade6b]
هغه خلك خپل مسير أو مصير د وينې په بيه جوړوي قربانۍ وركوۍ تكليفونه ګالي إيركنديشن ته ندي ناس بحثونه كوي بلكې د أور سكورټو ته ېې سينې د ډال په څېر نيولي أو تر أوسه پورې ېې د بيغيرتۍ أواز نده راغلى.
نو پكار ده چې ډير حذر، تدقيق أو تحقيق نه كار واخيستل سي.
په درنښت[/quote:6252aade6b]

دغه خلک که داسلامي مصير او مسير لپاره دوينی په بیه خپله قرباني ورکوي،
تکليفونه ګالي، نو ددوي بلا دی په ټولو منافقينو، غدارانو، او ګوډاګيو وګرځي،
الله دی ژوندي او موفق لري، او ددوي په لاس دی لوي خداي جل جلاله يو اسلامي
حکومت را منځ ته کړي.
البته که څوک دپاکستاني مصير او مسير لپاره دويني په بيه خپله قرباني ورکوي،
او دآي اس آي توری ادرای ته دوام او عمر وربخښي، نو فلا رحمة الله علیه.
پاکستانی سړی داسلام لپاره سر نه ورکوي، خو دپاکستان لپاره يي ورکوي،
دپاکستان لپاره حاضر دی چې ټوله دنيا حتا دحرمينو علما او امامان هم کافر کړي،
خو پاکستانی هيڅکله هم نه کافريږي، ولو که دانګریزانو سياستونه په منطقه کی
پلی کړي، ولو که امريکايانو ته اډي ورکړي، ولو که افغان علما او مجاهدينو
ګوانتنامو ته ولیږي، ولو له شپيتو کالو راهيسی په کی دانګریز قانون چلیږي، ولو
که دخپلو جيبونو دکونډو، رنډو، يتيمانو او مظلومو مسکينانو په وينه تجارت کوي.
خو مونږ افغانان بيا بر عکس يو، او دغه کمزوري مونږ پنجابيانو احساس کړیده، نو
څومره يي چی وسعه کیږي، ګټه تری اوچتوي.
په درنښت


رښتینی
21.06.2009

.

دښاغلی صوفی محمد مولانا په اړه به دومره زیاتونه زه هم وکړم
چی په صوبه سرحد کی یر حکومت چی اکرم خانم درانی یی مشر
وزیرو دملایانو حکومت و دجمعیت علماې دیوه ملا له خولی می
واوریدل چی صوفی جانه ته مو څو ځله وویل چی هسی یوڅه
حکومتی کاروایی به رسره کړو او ا به له بند نه خلاص کړو خو ده
وویل چی نه مابه پرته له کومی کاروایی خلاصوئ او که نه نو دا
بندیخانه راته ښه ده

په هرصورت صوفی صیب دجمعیت په پنځه کلنه دوره کی له تورو
مبو شاته پاه شو خو چی دanp حکومت راغی نو په لنډ وخت کی را
خلاص او دده په سیمه کی دشریع د نفاذ اجازه هم ورکړل شوه او دا
معامله ټوله دعوامی نشنل پارټۍ له حکومت سره وشوه ان چی په
اخر کی د پاکسان ولسمشر زرداری هم لاسلیک کړه

ددپاکسان حکومت یوه ورځ له صوفی محمد سره دشریعت دنفاذ ومنله
او په هغه لاسلیکونه وشول په سبا یی دانکونو شپیلۍ وره سمی کړی او
او دا حملی دومره سخی وی چی دسیمی دبی وزله اوسیدونکو حالات نن
نړیوال ټول وینی اوپه دومره پراخه پیمانه هجرتونه وشول چی یوبشری
ناورین وبلل شو او بیا همدا پاکسانی نیمه فرنګی واکمنان کچکول په
غاړه په هیوادونو سر شول او له نړۍ نه دبسپنی راټولولو په نیت یی ددی
بشری ناورین له پاره بلیغات پیل کړل

هم می ووژنی په خپله هم په ماباندی ژړا کړی

او دانن اوپرون یی بیا دا هم وویل چی مولانا فضل الله سوات سی
فرار هونی می کامیاب هوګیا !!

او په دا ترڅ کی یی یوه بله ډونډوره هم وهله چی جنګیالی دصوفی
مامد له کنترول نه وتلی دی

نودا حالات طبعا سړۍ شکونو ته اړ کوی او صوفی محمد یو سپین ساده
مسلمان دی غالبا چی چی د لوبی له پټو رازونو او له پردی شاته مانورو به
هیڅ خبر نه وی خو الله دی داد فرنګ بچوړی دځمکی له مخ واخلی
ونسئل الله ان يرينا فيهم عجائب قدرته


W.Wardak
21.06.2009

وهاج صاحب دغه د آخر خبره د ډیره ښه پخه خبره کړی،
[b[color=red:5e1fc892a9]] که څوک دپاکستاني مصير او مسير لپاره دويني په بيه خپله قرباني ورکوي،
او دآي اس آي توری ادرای ته دوام او عمر وربخښي، نو فلا رحمة الله علیه.
پاکستانی سړی داسلام لپاره سر نه ورکوي، خو دپاکستان لپاره يي ورکوي،
دپاکستان لپاره حاضر دی چې ټوله دنيا حتا دحرمينو علما او امامان هم کافر کړي،
خو پاکستانی هيڅکله هم نه کافريږي، ولو که دانګریزانو سياستونه په منطقه کی
پلی کړي، ولو که امريکايانو ته اډي ورکړي، ولو که افغان علما او مجاهدينو
ګوانتنامو ته ولیږي، ولو له شپيتو کالو راهيسی په کی دانګریز قانون چلیږي، ولو
که دخپلو جيبونو دکونډو، رنډو، يتيمانو او مظلومو مسکينانو په وينه تجارت کوي.
خو مونږ افغانان بيا بر عکس يو، او دغه کمزوري مونږ پنجابيانو احساس کړیده، نو
څومره يي چی وسعه کیږي، ګټه تری اوچتوي[/b][/color:5e1fc892a9]

[color=#444444:5e1fc892a9][/color:5e1fc892a9]
د طالب مثال داسی دی، لکه یو ساده، پاک،مسلمان کلیوال سړئ چي ښار ته راشی، او د یوه چفتار، پدر آذار ، زن فروش، حرامی سړی سره یی د کوم مجبوریت له مخی معامله شی، چي هفه اوس پاکستان دی، نو دا د یوه مسلمان وجیبه ده، چي که په لږ څه پوهیږی له خپل مخلص ورور سر یی شریک کړی، تر څو د هفه چفتار له مکر او فریب څخه په امن پاتی شی.


..Ahmadzai
22.06.2009

ښاغلى وهاج صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وهاج صاحب كه كولى سې د پاكستان په أوسني حالاتو او حوادثو باندې لږ رڼا واچوې، يا هم دا لاندې سوالونو ته جوابونه وواېې.

1- أيا دغه دپاكستان طالبان به ټول ISI منځ ته راوستي وي او كه نه ؟

2- كه ISI إيجاد كړي وي نو له دې كار څخه به ېې موخه څه وي؟

3- أيا دغه طالبان غلط كارونه كوي أو كه كار أو عمل ېې د شرع په تول
برابر ده؟

4- أيا پاكستاني أنګريزي حكومت سره جهاد روا ده او كه نه؟

5- كه روا وي نو څرنګه او په څه ډول بايد ورسره وسي؟

6- أيا د پاكستان فوځ به وكړاى سي چي طالبان بالكل له منځه يوسي كه دوي وغواړي؟

7- أيا د دې خلكو له منځه وړل به ډير ګران تمام نسي أو ډيرې ويني به توې نسي و أيا پښتانه به دومره وينې تويول قبول كړي؟

8- أيا دغه د طالبانو لمن ورځ په ورځ نه پراخيږي؟

9- أيا طالبان د پاكستان يوالي ته جدي خطر نه پيښوي؟

10- أيا دغه طالبان ولو ظاهرياً ملا عمر ته تابع او وفادار ندي أو يا دوي ملا عمر د أمير المؤمنين په حيث نه مني؟

11- أيا دې كار سره د أفغانانو أو أفغان پښتنو نفوذ د پاكستان پښتنو كې نه زياتيږي؟

12- أيا دا د پاكستان نه د پښتونخوا د بيليدو مقدمات ندي؟

13- أيا دا دلر وبر پښتنو إتحاد او غم شريكي ته مقدمه نده چې وروسته ټول پښتانه وكولى سي چې سره متحد أو د يوې راېې لاندې سره راټول سي ؟

14- أيا د أفغانستان نيزدې تاريخ كې كوم بل داسې رهبر راغلى لكه ملا عمر چې لرو پښتنو كې دومره قبول أو دومره أتباع ولري چې پاكستان د تجزيه كيدو په خطر كې واچوي أو پښتانه د پنجاب له چټلو منګلو خلاص أو ازاد كړي؟

15- أيا د ISI إداره كې به هيڅ داسې كړۍ نه وي چې د أفغانستان طالبانو سره همدردي ولري أو يا هم داسې پښتانه أفسران به پكې نه وي چې دې پښتنو په خير وي؟

16- أيا په مشرف باندې مرګونې إستشهادي حملې د ISI پښتنو أو نورو جنرالانو نه وې پلان أو رهبري كړې چې بيا ونيول سول أو تر ننه ېې بيا چا خبر ترلاسه نه كړ، ددغو جنرالانو موخه څه وه؟

17- أيا دISI إداره يوه إداره ده أو كه پکې پټ جالونه هم سته؟

18- أيا كه ISI أو د پاكستان فوځ د أفغانستان طالبانو سره همكاري كوي ولو د ګډو ګټو لپاره أيا دې كار سره مخالف ېې؟

له ډيرو نورو پښتنو تير سوم ځكه چې ځای به ډېر ونيسي أو وروڼه به خسته سي.
د ځواب په هيله كيداى سي زمونږ معلومات ورسره إضافه سي.

په درنښت
أحمدزى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more