نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ديوۀ غټ سړي کوچني دروغ!
ډاکټر څپاند
19.06.2009
[color=white:c3a0427326]ديوۀ غټ سړي کوچني دروغ![/color:c3a0427326]
17/06/2009
جمهور رئیس اوباما وویل، هر هیواد د خپلو عنعنو پر اساس دیموکراسي عملي کوي
په هغه بیانیې کې چې پرون د امریکا حکومت خپره کړه، د جمهور رئیس براک اوباما له خولې لیکل شوي د امریکا حکومت به د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د هیڅ یوه کاندید ملاتړ او یا مخالفت و نه کړي بلکې دوی به د دې پرځای د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي چې خپل مشران د آزادو انتخاباتو د لاري وټاکي.
په بیانیه کې ویل شوي، هر هیواد د خپل کلتور او عنعنو پر اساس دیموکراسي عملي کوي. ددغه کار د موثره ترسره کیدو دپاره مونږ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوو ترڅو د افغانستان د خلکو د پاره د یو آزاد، شفاف او عادلانه انتخاباتو زمینه برابره سي او په انتخاباتو کې هر کاندید ته په یوه سترګه وکتل سي او ټول کاندیدان به مطبوعاتو ته په مساوي توګه لاس رسی ولري ترڅو خپل انتخاباتي مبارزه پرمخ بوزي. هر کاندید به د خپل کمپاین د غځولو د پاره بیلابیلو سیمو ته په آزاده توګه سفر کوي او ټول کاندیدانو ته به د انتخاباتو په ورځ د صداقت او شفافیت ډاډ ورکړل سي.
په بیانیه کې لیکل شوي، متحده ایالات د افغانستان د خلکو سره تل پاتې او نه ختمیدونکې ملګرتیا لري او دا ملګرتیا یواځي د افغانستان د خلکو سره ده، نه د کوم ځانګړي افغان رهبر سره. د دغې ملګرتیا د لازیاتي پیاوړتیا د پاره به مونږ د افغانستان د راتلونکي جمهور ریْس سره په ګډه هلې ځلې وکړو ترڅو د افغانستان د خلکو د پاره یوه سالمه اداره، عادلانه نظام او ترټولو مهم امنیت او سوکالي راولو او خلکو ته اقتصادي آسانتیاوې برابرې کړو. دافغانستان خلک دهمدغسي راتلونکي مستحق دي او مونږ به د دغه ډول آیندې د راوستلو دپاره د بریالي کاندید او هغو خلکو سره چې خپل کاندید انتخابوي، همکارۍ ته دوام ورکړو.
د سپینې ماڼۍ دغه بیانیه د جمهور رئیس اوباما له خولې لیکي، زه د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکوم چې د خپل هیواد انتخاباتي مبارزه یې په رسمي توګه پیل کړه. د اسد په ٢٩مه نېټه به د افغانستان خلک یو نوی جمهور ریْس چې دغه هیواد رهبري کړي، د آزادو انتخاباتو د لاري وټاکي. دغه راز، دوی به د ولایتي شوراګانو دپاره هم په دغه ورځ استازي وټاکي ترڅو د دوي نماینده ګي وکړي.
دغه زار به په انتخاباتو کې بریالی کاندید د بشپړې اجندا برسېره ډیر نور پراخ پروګرامونه ولري. په نوي حکومت کې باید شفافیت او د مسولیت پېژندنه وي، ترڅو د افغانستان خلک په دې پوه سي چې پيسې یې چیري لګول کېږي. هغه د دولت ضد جنګیالیان چې د خپلو وسلو پر ځمکه ایښولو ته چمتو دي باید په غیږ کي ونیول سي او د سولې د ټړن د مخي باید پخلا سي.
ښاغلی اوباما وايي، افغانستان د خپلو ټولو ګاونډیانو سره باید ګډې هڅې وکړي چې په دغه هیواد او سیمه کې امنیت او سوکالي راسي. د راتلونکو انتخاباتو په لړ کې چې هرڅوک بریالی سي، د آمریکا حکومت به یې ملګری وي.
[color=red:c3a0427326]
ګرانو هيوادوالو،
پدی اوس اکثره خلک پوهيږي چه په ازادواو دموکراتيکو انتخاباتو کی کرزی
دبرياهيڅ چانس نلري٠
خو ايا افغان ملت به وکړای شي دايرانيانوپه شان، ددولت په مقابل کی راپورته
شي؟؟؟؟٠[/color:c3a0427326]
Re: ديوۀ غټ سړي کوچني دروغ!
monir
19.06.2009
[quote:93ba7e3388="Subat Sabit"]
[color=red:93ba7e3388]
ګرانو هيوادوالو،
پدی اوس اکثره خلک پوهيږي چه په ازادواو دموکراتيکو انتخاباتو کی کرزی
دبرياهيڅ چانس نلري٠
خو ايا افغان ملت به وکړای شي دايرانيانوپه شان، ددولت په مقابل کی راپورته
شي؟؟؟؟٠[/color:93ba7e3388][/quote:93ba7e3388]
Subat Sabit صیب دا کوم علم الغیب خلک دي چې وپوهېږي چې راتلونکې ټولټاکنې به څوک وګټي؟
که ځما او ستاسو په خوښه وي که نه نن ورځ په افغانستان کې ګڼ شمېر با نفوذه افراد شته دي چې د خپل پلویان لري او له ښاغلي کرزي څخه یې خپل ملا تړ اعلام کړﺉ دﺉ.
داد ټولټاکنو احتمالي بایلیدونکو خاصیت دﺉ چې د مخه د انتخاباتی مبارزې پر ځای نارې سورې پورته کوي چې اووووو خلکو مه پرېږدﺉ، په انتخاباتو کې تقلب کېږي.
الغیب عندالله !
ابو جرير
19.06.2009
دكرزي حكومت به څه وي او
انتخابات به يي څه وي !
سرمه پسې خوږوئ ستاسو رايه هيڅ هم نه شي كولى او نه ستاسو پريكون او نه پريكون څه ګټه .
دسپينې ماڼۍ خوښه ده چې داځل به كوم ګوډاګی يې په نظر كې نيولى وي.
دانتخاباتو په شفافيت باور كول ليونتوب دى او دانتخاباتو له لارې هيواد داستعمار له منګولو ژغورل ستر ليونتوب دى.
ډاکټر څپاند
20.06.2009
[quote:3a1b514191]Subat Sabit صیب دا کوم علم الغیب خلک دي چې وپوهېږي چې راتلونکې ټولټاکنې به څوک وګټي؟
که ځما او ستاسو په خوښه وي که نه نن ورځ په افغانستان کې ګڼ شمېر با نفوذه افراد شته دي چې د خپل پلویان لري او له ښاغلي کرزي څخه یې خپل ملا تړ اعلام کړﺉ دﺉ.
داد ټولټاکنو احتمالي بایلیدونکو خاصیت دﺉ چې د مخه د انتخاباتی مبارزې پر ځای نارې سورې پورته کوي چې اووووو خلکو مه پرېږدﺉ، په انتخاباتو کې تقلب کېږي.
الغیب عندالله ![/quote:3a1b514191]
منير صيب،((??دکاناډا څخه))
اول دا دعلم غيب نه بلک د عامه افکارو دسنجش کار دی٠
په انټرنت کی هيڅ يوه سايټ هم د کرزي نه دخلکوملاتړ ندی تايد کړی٠
په افغانستان کی دننه،يو کم شمير قاچاقبران،رشتوتخواره او غله دکرزي ملاتړ
کوی اوبس٠
بانفوذه افراد؟ ټول مفسدين او دغلو دارو دسته؟؟
Ghairat
20.06.2009
که له یوکم ټولوکاندیدانو سره د شفافیت دنه خوندیتوب ډار نه وي او د اړونده ګواش دمخنیوي له پآره کوموړاندیز هم نه لري،نو بیا د نورو څه کار اوڅه اندیښنه ده چې ګواکې انتخابات به شفاف نه وي؟
که درایو له هر صندوق څخه داسې قلفیدونکې فولادي پټۍ تاوې شي چې د هر کاندید په نوم یو یو قلف ورته پریوتی شي چې مرکز ته له رسیدو مخکې یې څوک پرانیستلی نشي اوکیلی یې هم یواځې په مرکز کابل کې له اړونده کاندید سره خوندي وي، که هر صندوق له رایګیریووروسته به یوه سپینه تکه پوښ اود کاندیدانو په شخصي ټاپه مهرو لاک هم شي ، نو بیا خو لږتر لږه د تخنیکي درغلیو اولاسوهنومخه نیول کیدایشي !