نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولې بايد اشرف غني ته رايه ورکړﺉ؟
ع کريم حليمي
18.06.2009
ولې بايد اشرف غني ته رايه ورکړﺉ؟
APRIL 17TH, 2009
ډاکټر اشرف غني احمدزی یو رښتینی او د غوڅ دریځ لرونکی شخص دی. نوموړی د افغانستان د مشرۍ وړتیا لري او پر هغه او قابليتونو يې باور کولای شئ. اشرف غني غواړي تاسې ته خدمت وکړي او د هېواد راتلونکی روښانه کړي. اشرف غني نه غواړي پر تاسې حاکم واوسي، بلکې غواړي ستاسې د خدمتګار په توګه خپل ملي، اسلامي او انساني وجايب تر سره کړي. تاسې د هغه د هیلو هسته ياست. نوموړی غواړي داسې يو خپلواک، ولسواک او پرمختللی افغانستان جوړ کړي، چې په عموما په ټوله نړۍ او په خصوصا په اسلامي ټولنه کې د لوړ وقار څښتن وي. دا هر څه به که د خدای تعالى خوښه وه ستاسې په مرسته او ملاتړ کوي.
نوموړی له جګړې وروسته د دولت جوړونې په چارو كې ډېره لوړه پوهه لري او له خپلو تجربو څخه په ګټه اخیستنې کولای شي، چې د افغانستان مشري وکړي او ستاسې د هېواد اوسنی بحران له منځه يوسي. په مشرتابه، رهبريت او زعامت کې بې ساري وړتیا لري، چې په دې برخه کې د سیمې په کچه بې سیاله دی. اشرف غني په نړۍ کې د یو مجرب او پوه شخص په توګه پېژندل شوی دی او پراخ ملي او نړيوال ملاتړ لري.
دغه لاندني هغه عمده دلایل دي، چې د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه اشرف غني ته ستاسې د اعتماد د رايې ورکولو په تصميم نيونه کې درسره مرسته کولای شي:
۱: زیارکښي: اشرف غني يو زيارکښ انسان دی، تاسې دغه صفت د نوموړي په شخصیت او فعالیت کې موندلای شئ. اشرف غني له خپلو خلکو سره مینه لري او دهغوی د سرلوړۍ هیله من دی. نوموړی د هغو لومړنیو مسلکي کسانو له ډلې څخه دی، چې خپله پوهه او تجربې یې د خپلو خلکو په خدمت کې وركړي دي. اشرف غني بې له تنخوا اخيستلو د دولت په بېلابېلو پوستونو کار وکړ او کله هم په هېواد کې په اداري فساد کې نه دى شریک شوی او تل یې کوښښ کړی، چې د اغېزمنو قوانینو په وضع کولو سره د اداري فساد د خپرولو مخه ونیسي. اشرف غني د هېواد په کورنیو جنګونو کې دخیل نه و او نه یې لاسونه د خلکو په وینو ککړ دي.
۲: لرليد: اشرف غني ليد خورا لرې پورې غځېږي. د ثبات د ټینګښت او اوسني بحران د پايته رسولو لپاره يې اغېزمن پلان طرح کړی دی. نوموړی غواړي، چې دولت خلکو ته ښه خدمتونه وکړي. د اشرف غني پروګرام د فقر او بېوزلۍ په له منځه وړلو او د اقتصاد په پیاوړتیا کې ښایي ډېره مرسته وکړي.
۳: پرېکنده دریځ: نوموړی د پرېکنده دریځ لرونکی او ثابت رهبر دی. په تصمیمونو کې پوره غور کوي او د هغو په تطبیق کې په اغېزمنه توګه اقدام کوي.
نوموړی د خلکو د اړتیاو په هکله د قیق معلومات لري او دا تجربه هم لري، چې څنګه د خلکو په مرسته د نوي افغانستان پر لور حرکت وکړي.
۴: پر بشري ځواک ټینګار: نوموړی د ټولنې د ټولو طبقو په ځانګړې توګه د ځوانانو او ښځو په اړتیاو او وړتیاو پوهېږي او غواړي، چې هغوی د افغانستان په بیاجوړولو کې فعاله ونډه ولري. اشرف غني د ښوونې او روزنې، روغتیا او ټولنیزو خدمتونو د برابرولو د فقر د له منځه وړلو لپاره شعوري هلې ځلې كوي او د حکومت جوړولو په برخه کې نړيواله تجربه لري.
۵: په نړۍ کې پېژندل شوی رهبر: نوموړی په لویو نړیوالو مؤسسو او د افغانستان په حکومت کې د خپل کار کولوله امله د یو تکړه او رښتیني رهبر په توګه مطرح دی. نړیوال او افغانان ورته درناوی لري.
۶: تجربه: په لویو او پېژندل شویو نړیوالو ادارو کې د اشرف غني دنده ترسره کول او وړتیاوې کېدای شي د افغانانو لپاره اغېزمنې وي. نوموړی له شک پرته د رهبريت او زعامت تجربه او وړتیا لري. د ډېرو هېوادونو سیاستوال د نوموړي له زده کړو او تجربو څخه په دولت جوړولو او دولت کولو کې د سلاکار په توګه ګټه اخلي.
۷: وطن دوستي: دا چې اشرف غني د افغانستان د څلور سوه كلن تاريخ په څيړلو پوره څوارلس كاله كار وكړ. دا چې نوموړي پر خپلو پښـو ددې هېواد لرې پرتو سيمو ته اوږده سفرونه كړي او دا چې نوموړي خپل هوسا نړيوال ژوند او روزګار پرې ايښې او په وړيا توګه دلته په يوه شواروز كې نيږدې ۱۷ ساعتونو پورې په كاربوخت وي. دايې د وطندوستۍ ستر دليل دى.
۸: ناپېیلتوب: اشرف غني هیڅکله د سیاسي ګوندونو او ډلو غړیتوب نه دی لرلی او تل یې غوښتي دي، چې د خلکو په خدمت کې وي. مګر اشرف غني غواړي يو داسې سياسي تفكر رامنځ ته كړي، چې په رښتينې توګه ددې ولس د دردونو درمان پيداكړي.
۹: د نړیوالو نظامونو په اړه پوهه: اشرف غني د دې وړتیا لري چې د نړیوالې ټولنې له مرستې او وړتیاوو څخه د یوې ملي اجنډا د پیل کولو لپاره کار واخلي.
۱۰: کاري مینه: اشرف غني د هېواد د مالیې وزیر په توګه د ورځې ۱۷ ساعته او د اونۍ ۷ ورځې کار له ځنډ پرته کاوه او اوس يې هم كوي.
۱۱: د سولې د ټينګښت وړتيا.
۱۲: پر صنایعو ټینګار.
Posted in د هرکلي مرکز |
ShareThis
ع کريم حليمي
18.06.2009
http://www.facebook.com/ext/share.php?sid=93251223994&h=N_t1E&u=lNw_x&ref=nf
Ghairat
18.06.2009
سلامونه اودرناوی!
مکرم حلیمي صیب او دا خبرې؟
حلیمي صیب خو دچا هم دومره ستاینه نه کوي اونه هم دا لیکنه، دا املا اوانشأ د استاد حلیمي صیب ده، صرف د بل چا د لیکنې کومه کاپي بریښي اود حلیمي صیب د خپلو خبروتسل پرې نه کیږي او نه هم د هغوی د لیکنې د اصل تنده پرې ماتیږي!
هو،د حلیمي صیب خبرې لنډې ګنډې وي، خو له وزن څخه داسې درندې وي چې پورته کول یې د سړي نوم باسي، حال داچې دغه پورته لیکنه زما په اټکل یو ښه ستاینلیک دی، د سوداګرۍ ډیر آرایشي او فرمایشي اعلانات ښکاري ، خو دوه توته وزن په کې نه تر سترګوکیږي!
تردې که حلیمي صیب ويلي وای چې زه اشرف غني پېژنم ، تر کرزي یې بلا هم ښه ده رایه ورکړئ، نو خبره به تر دې اعلاناتو ډیره اغیزمنه اودرنده برېوتې وه۰
رښتینی
18.06.2009
که داځل حلیمی صب راشی نو شاید ستاسوخبره هم تایید تاید کړی
او هغه د خلکو اندیښنه به هم رښتیا شی چی ټول افغان اشرف غنی ته
کمپاین چلوی
خو په داروانو اوو کلونو کی دا مسیحا ...!! په پلازمینه کی تشریف
فرما وه مهمی دندی یی هم پرمخبیولی اودی ولس پوره اووه
کله اشرف خان ته ګز او میدان په لاس ورکړی و دده له پاره کمپاین
چلوونکی دی دده له هغوبریاو! نه څو بیلګی رابیلی کړی ؟؟
په مینه
larghonay laraway
18.06.2009
سلامونه
وروڼو ما مخكې هم ويلي وو چې اشرف غني د امريكا يو لاس دى او كرزى يې بل
او دا نور جلالي، عبدالله، احمدي او نور يې هم د پښو او لاسو ګوتې دي. اشرف غني كه رښتيا هم دې ملت ته ژمن واى نو د افغانستان د همغه وخت اساسي قانون كې راغلي چې وزيران بايد د نورو هيوادونو تابعيت ونه لري خو اشرف غني صيب چې څنګه له پوهنتونه ليرې شو نو بېرته امريكا ته لاړو. په داسې حال كې چې د پوهنتون تر رياست دمخه د ماليې وزير ؤ او ده بايد په همغه وخت كې خپل تابعيت وركړى وى او د افغانستان په تابعيت يې فخر كړى واى. خو له بده مرغه. دا ټوله د امريكې ډرامه ده . كرزى له پخوا نه انتخاب شوى دى او دا نور لكه اشرف غني، عبدالله او پاتې ځينې كانديدانو ته له پخوا نه دندې وركړل شوې دي چې جلالي به په امنيتي چارو كې ارشد وزير وي، اشرف غني به په مالي چارو كې، احدي به د بهرنيو چارو وزير وي، خليل زاد به د ټولو سرپرست وي او كرزى لالا به په ټيټ سر خپله پاچاهي كوي.
زه بيا هم وايم چې نه د دې هيواد مخالف يم، نه د كوم ډيموكراټيك بهير مخالف يم او نه هم د راروانو انتخاباتو خو باور وكړئ چې په دې انتخاباتو كې د خلكو رايې هيڅ اهميت نه لري. يو وخت مې د يوسني ملا تقرير اوريدو چې شيعه ګان يې مخاطب كړي وونو ويل يې اى شيعه گانو تاسو په محرم كې خپل كميسونه ويستلي وي او ځانونه وهئ خو په خداى چې كه زه پوهيدى چې دا كار ثواب لري نو ما به پرتوګ هم ويستلى واى.
كله چې د چا وينه رنگ نه راوړي بايد تويې يې نه كړي همدا راز كه د كوم ملت رايه د هغه برخليك نه شي بدلولى نو بايد ځانونه ستړي نه كړي او خپلې ګوتې د امريكې په ناولي رنګ چټلې نه كړي.
په همدې هيله
و.افغان
18.06.2009
درنو وروڼو سلامونه او نيکې هيلې:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دښکيلاګرو په وړاندي له مقاومت پرته بله لار مونږ نه لرو، او که چيرته څوک دکومي
بلي لار تجويز وړاندي کوي، نو يا خو په عقل کمزوري دي، او يا داشغالګرو تاليڅټ دي.
که چيرته اشرف غني رښتيا هم دافغانانو درد په زړه کي لري، او په خپلو خبرو کي
رښتيني و ي.
نو ورته پکار ده،
چي داشغالګرو دويستلو لپاره، دعام
ولس په مټ خپل کمپاين په يوه انقلابي سولييز، او سياسي مقاومت واړوي، او
دروان وسلوال مقاومت خلا دی له دي لاري ډکه کړي.
هو که بيا هم دی خپل کمپاين او کانديدا ته دوام ورکوي، نو اوسمهال خو داشرف غني تله په نورو ډیره درنه ښکاري، نو دغه دکاميابيدو په صورت کی به دهغه او
دکرزي هغه وخت توپیر رامنځ ته کيداي شي، چې دی خپل زړورتوب ښکاره کړي،
زړه ورتوب به يي دا وي، چې دمنتخب کيدو وروسته فورا دافغان ځوريدلې ولس مطالب
په غوڅه توګه ټولې نړۍ ته دټولو ميډياوو له لارې واوروي، چې افغان ولس په دی
پاکه خاوره هيڅکله اشغالګر نشي منلې، او اشغالګر له هر څه مخکې خپل ځانونه
فورا بلا قيد او شرط وتلو ته چمتو کړي، او ددی مطالبو دنه متحقق کيدو په صورت
کی به نوموړی فورا سره له ټولی کابيني له خپلو چوکيو څخه تيريږي، او له ولس
سره يو ځاي به په يوه انقلابي، سياسي، او سولییز مقاومت لاس پوری کوي.
[color=white:d95845eebb]
که چیرته ښاغلی اشرف غني احمدزی دا کار ونه کړي، نو دهغه او دکرزي به
هيڅ توپیر سره نه وي.
[/color:d95845eebb]،
[color=white:d95845eebb]
او دښاغلې لاروي دا خبره به بيخي پر ځاي وي چې وايي:
وروڼو ما مخكې هم ويلي وو چې اشرف غني د امريكا يو لاس دى او كرزى يې بل
او دا نور جلالي، عبدالله، احمدي او نور يې هم د پښو او لاسو ګوتې دي. اشرف غني كه رښتيا هم دې ملت ته ژمن واى نو د افغانستان د همغه وخت اساسي قانون كې راغلي چې وزيران بايد د نورو هيوادونو تابعيت ونه لري خو اشرف غني صيب چې څنګه له پوهنتونه ليرې شو نو بېرته امريكا ته لاړو. په داسې حال كې چې د پوهنتون تر رياست دمخه د ماليې وزير ؤ او ده بايد په همغه وخت كې خپل تابعيت وركړى وى او د افغانستان په تابعيت يې فخر كړى واى. خو له بده مرغه. دا ټوله د امريكې ډرامه ده . كرزى له پخوا نه انتخاب شوى دى او دا نور لكه اشرف غني، عبدالله او پاتې ځينې كانديدانو ته له پخوا نه دندې وركړل شوې دي چې جلالي به په امنيتي چارو كې ارشد وزير وي، اشرف غني به په مالي چارو كې، احدي به د بهرنيو چارو وزير وي، خليل زاد به د ټولو سرپرست وي او كرزى لالا به په ټيټ سر خپله پاچاهي كوي.
[/color:d95845eebb]
نو ګورو چی غني صاحب څه له ځان سره راوړي، څه لږ دی ورته وکتل شي، اوبه خو
هسی هم له ورخه تيری دي، او شرمونه هم له شرمونو شرميدلي دي،البته دکرزي بيا
منځ ته راتلل دډیر شرم او عار خبره ده.
په درنښت.
ډاکټر څپاند
19.06.2009
درنو هيوادوالو
ستاسوټولې خبرې خوږې او دمرواريدو دانې دي٠کشکې هر افغان ستاسو
پشان دملي اندونو څښتنان وی٠
مګر دالاندنۍ نظريه،زما په اند يو زوړ انګريزی چال دی٠
[quote:abe9abea6d]. . . او دا نور لكه اشرف غني، عبدالله او پاتې ځينې كانديدانو ته له پخوا نه دندې وركړل شوې دي چې جلالي به په امنيتي چارو كې ارشد وزير وي، اشرف غني به په مالي چارو كې، احدي به د بهرنيو چارو وزير وي، خليل زاد به د ټولو سرپرست وي او كرزى لالا به په ټيټ سر خپله پاچاهي كوي. [/quote:abe9abea6d]
دد تبليغاتو تر شاه هغه کسان ولاړ دي چه غواړي کرزی په ډيره سادګۍ سره
دوباره "انتخاب"شي٠
لږ به تاريخ ته نظر وکړو :کله چه نادرخان پاچاهي نيوله،په ټول ملک کی اوازه
وه چه نادرخان دامان الله خان په خاطر قيام کړی او پاچائی به دوباره هغه ته
وسپاري٠
کله چه طالبانو،په کابل کی دشر اوفساد حکومت نسکورېدو ته نږدی کړی وو،
هېواد دننه او دباندې اوازه وه چه طالبان به حکومت دکاروړ او پوهو وګړو ته
سپاري٠حتی کله چه کرزی په لمړي ځل دکابل داداري ريس ټاکل کيده،نومړی
د اعليحضرت ظاهر شاه ،پر نامه سياسي تجارت وکړ٠
اوس انګريز،خلکو ته داسی انګيرنه ورکوی چه دکرزي په بيا انتخاب سره
به ټول سياسيون په ګډه سره دحکومت چاری پر مخ بوزي٠
زما پدی خبره هيڅ باور نشته او بله ډرامه راته بريښي٠
دميډيا استخبارات!
څو ورځی دمخه دالجزیري خبري سرويس په کندز کی دطالبانو دفعاليت په
هکله مستند تلويزيونی خبر تير کړ٠تر دی روسته،ددی خبر دجوړولو افغاني
ژورنالستان چه الجزيري ته کار کوی د کابل داداری داستخباراتو لخوا بنديان
شوه٠په همدي وخت کی دکندز په طالبانو حمله وشوه او مرګ ژوبله یي ورواړوله
يو برجسته قومندان ئی هم ووژل شو٠
تاسو څه فکر کوی چه الجزيره دچا په خدمت کی ده؟؟
larghonay laraway
20.06.2009
ثابت صيب كاشكې دې خپله خبره ښه ثابته ليكلې واى تا خو هر څه په شف شف كې ليكلي زه خو ستا په ليكنه هيڅ پوه نه شوم چې انتقاد دې څه دى او وړانديز دې څه دى؟
Ghairat
20.06.2009
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ [color=blue:f0c69f3115]زمونږد اتل او قهرمان ملت لار [/color:f0c69f3115]۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
[color=white:f0c69f3115]درنو ګډونوالو السلام علیکم ![/color:f0c69f3115]
اشرف غني به د غنیانو اشرف وي،خو د افغانانو ، په تیره بیا د پښتنواشرف نه دی، ځکه چې د افغانانو ټولګړی شرف ملي شرف او ـ ناموس دی، اوملي شرف اوملي ناموس د ملي آزادۍ او خپلواکۍ پّه ساتنه او ګټنه کې نغښتی دی ! نو څوک چې د ملي خپلواکۍ خیال یې هم په سر کې نه ګرځي او د اشرف غني غوندې یو ټکی هم دملي خپلواکۍ د بیرته په لاس راوړلو له پآره نه وايي او د بهرنیوځواکونو دویستلو پلان هیوادوالو ته نشي وړاندې کولی، هغه دملت د رایو د غوښتلو هډو حق نه لري!
تر اوسه پورې یوکاندید هم (له کرزي نه تر غِني پورې ) یو هم دا کار نه دی کړی اونه د ملي رسالت احساس لري، بلکې دوی له یوه سره ټول د ګوډاګیتوب د ریفورم او اصلاح په هڅوکې سره سیالي کوي ۰
نو ملت پر ټولونفرین وايي اوتر څو پورې چې د ولسمشرۍ کاندید د بهرنیانود ویستلو پلان او د بري پّه صورت کې د ملي وحدت په حکومت کې [color=red:f0c69f3115]طالبانوته د ISI له حمایې پرته[/color:f0c69f3115] د پوره ونډې ورکولو اعلام ونه کړي، هغه حکومت ګوډاګی دی او کاندید ته یې رایه ورکول خیانت !
هیواد اوس داسې یوملي کاندید ته اړتیا لري چې هم د CIA او هم ISI د ګوډاګیانو لاس له ملي واکمنۍ څخه لیرې ساتي ، اوتر څو چې دغسې یوملي زعیم د کاندید پّه توګه نه لرو تر هغه به د ګوډاګیانو په وړاندې لږتر لږه د انتخاباتو له[color=yellow:f0c69f3115] ډرررررآمې [/color:f0c69f3115]سره [color=blue:f0c69f3115]پریکوڼ کوو![/color:f0c69f3115]
و.افغان
20.06.2009
ښاغلې غیرت صاحب:
که څه هم دلنډو ګنډو لیکنو لیکل منع دي :)، خو خير! اجازه راکړئ چې ووایم، چې ډیره په زړه پوری لیکنه او زما دزړه خبری دی کړي.
کور مو ودان.
په درنښت
[quote:c396ed0302="Ghairat"]درنو ګډونوالو السلام علیکم !
اشرف غني به د غنیانو اشرف وي،خو د افغانانو ، په تیره بیا د پښتنواشرف نه دی، ځکه چې د افغانانو ټولګړی شرف ملي شرف او ـ ناموس دی، اوملي شرف اوملي ناموس د ملي آزادۍ او خپلواکۍ پّه ساتنه او ګټنه کې نغښتی دی ! نو څوک چې د ملي خپلواکۍ خیال یې هم په سر کې نه ګرځي او د اشرف غني غوندې یو ټکی هم دملي خپلواکۍ د بیرته په لاس راوړلو له پآره نه وايي او د بهرنیوځواکونو دویستلو پلان هیوادوالو ته نشي وړاندې کولی، هغه دملت د رایو د غوښتلو هډو حق نه لري!
تر اوسه پورې یوکاندید هم (له کرزي نه تر غِني پورې ) یو هم دا کار نه دی کړی اونه د ملي رسالت احساس لري، بلکې دوی له یوه سره ټول د ګوډاګیتوب د اصلاح او ریفورم په هڅوکې سره سیالي کوي ۰
نو ملت پر ټولونفرین وايي اوتر څو پورې چې د ولسمشرۍ کاندید د بهرنیانود ویستلو پلان او د بري پّه صورت کې د ملي وحدت په حکومت کې [color=red:c396ed0302]طالبانوته د ISI له حمایې پرته[/color:c396ed0302] د پوره ونډې ورکولو اعلام ونه کړي، هغه حکومت ګوډاګی دی او کاندید ته یې رایه ورکول خیانت !
هیواد اوس داسې یوملي کاندید ته اړتیا لري چې هم د CIA او هم ISI د ګوډاګیانو لاس له ملي واکمنۍ څخه لیرې ساتي ، اوتر څو چې دغسې یوملي زعیم د کاندید پّه توګه نه لرو تر هغه به د ګوډاګیانو په وړاندې لږتر لږه د انتخاباتو له[color=yellow:c396ed0302] ډرررررآمې [/color:c396ed0302]سره [color=blue:c396ed0302]پریکوڼ کوو![/color:c396ed0302][/quote:c396ed0302]
رښتینی
20.06.2009
غیر لیکی :
[code:1:dd64df2ec1]بلکې دوی له یوه سره ټول د ګوډاګیتوب د ریفورم او اصلاح په هڅوکې سره سیالي کوي ۰ نو ملت پر ټولونفرین وايي[/code:1:dd64df2ec1]
ستاسو لومړۍ خبره بیخی په ځای ده او ددوی په دی بدمرغه سیالۍ کی
اصلا دواک لیلی ناسته ده او په دی سیالی کی بریالی به دواک لیلی خپلوی
پاته شو ملت !!!
های های غیرت صیب دملت په نفرین او افرین کی کوم خیر شته ...؟؟
نه نه ! هیڅ خیر نشته نو دملت په نفرین او افرین یی کرزیان او غنیان
څه بند او خلاص دی !!!
دا ملت څو کاله په دوستم وامثاله نفرینونه وپاشل خو چی پټ افرینر یا
افرین ویونکی لری نو ددوی دمنفورو بریتونو یوه ویښته ته یی هم زیان
ونه رساوه
خیر نفرین زموږ مسؤلیت ده که کار کوی او یایی نه کوی هغه خو هسی
له واکوتلی خبر ده خو یوه ځای ته زه لیږ خپه یم او هغه دا چی ځینی
نفرین ویوونکی ریښتونی نه راته ښکاری هغوی له کاڼی ویشتلو
وروسته لاسونه شاته نیسی ځکه ځینی سنجیده کړۍ !! د غنیانو
غنی دسترخوان ته په تمه ښکاری او دهغه په انتخاباتی کمپاین
یا ډرررررامه کی سرګرم لیدل کیږی !!!
په مینه
Ghairat
20.06.2009
ٍثبات خان لیکي :
[quote:8f2346280b]څو ورځی دمخه دالجزیري خبري سرويس په کندز کی دطالبانو دفعاليت په
هکله مستند تلويزيونی خبر تير کړ٠تر دی روسته،ددی خبر دجوړولو افغاني
ژورنالستان چه الجزيري ته کار کوی د کابل داداری داستخباراتو لخوا بنديان
شوه٠په همدي وخت کی دکندز په طالبانو حمله وشوه او مرګ ژوبله یي ورواړوله
يو برجسته قومندان ئی هم ووژل شو٠
[color=red:8f2346280b]تاسو څه فکر کوی چه الجزيره دچا په خدمت کی ده؟؟[/color:8f2346280b][/quote:8f2346280b]
له مستندتلویزیوني راپور له خپرونې څخه وروسته پرطالبانود اجیرو پولیسو له برید
څخه دانه استنباطیږي چې ګواکې د الجزیره تلویزیون دې له طالبانو سره خیانت کوي ۰
که خپرول یې خیانت وای،نو د طالبانو له خوا له الجزیرې سره ددغه ویدیو ډکول څه معنی او د څه له پاره شوي وو؟ نوپه الجزیره شک څرګندول به دلته تش شکاکیت وي، خو چندان پر ځای نه بریښي !
ډاکټر څپاند
21.06.2009
محترم غيرت صيب سلامونه،
ستاسو په اند CNN,BBC,Aljazeera اوداسي نور هسې دخدای په جات
زيار ګالي،شپه ،ورځ لګيا دي خبرونه راټولوي،خپرونې کوي ،کله ناکله
دخپلو کارکونکودژوند په بيه؟؟
ع کريم حليمي
21.06.2009
درنو مکرمو وړونو، دانشمند غيرت صاحب ، استاد قاري صاحب ، منلی حامد صاحب ، ښاغلی Subat Sabit صاحب ، خوږ larghonay laraway صاحب
السلام عليکم و رحمة و برکاته
دانشمند غيرت صاحب ډير ښه خوږاو رنګينه تعبير کړی ، او بيا ليکي چه
(تردې که حلیمي صیب ويلي وای چې زه اشرف غني پېژنم ، تر کرزي یې .................)
زه ، ډاکتراشرف غني تنها د فيس بوک له لاري پېژنم ،زما دفيس بوک ملګرئ اوبس
چون چه ډاکتر صاحب ليکلي وه چه کاپي ئې ملګرو ته لېږلی سۍ ، نو مي ستاسو مخ ته کښېښول ، ما د خپل فيس بوک له لاری ، ډاکتر صاحب غني ته خبر ورکړ چه دټول افغان مکرم
لووستونکي غواړي چه ستاسو په خارجي پالسي پوسی ، ستاسو مشیت او اراده څرنګه ده؟
خو متاسفانه چه جواب يې تر اوس ګړيه ندی راکړئ
خو دومره به تاسو ته ووايم چه زما رايه د هغه چا ده چه د ملت سره د ملي منافعو د ساتلو میثاق وکړي، يوازي رغوني او پلچکان ماته مهم ندي، او کانديد مي هغه څوک چه «د علم او عمل کمال ولري» رئیس جمهور د علم او عمل د مجموعې نوم دی ، څوک چه د دغي وظيفې دعوې کوی ،
خلګ باید په دغه حقیقت پوه سي چه دې په دواړو شیانو کښی د پوره کمال خاوند دی
ََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََََ
ګران او محترم استاد قاري صاحب !
لمړئ تاسو ته مبارکي وايم چه تاسو په اعلی درجه ، د ډاکترۍ داخله واخسته
دفخر او افتخار خبره ده چه ستاسو نوم مي دکامیابو د لست په سر سر کښي ولیدلی
زما د مېرمني (سعدیه) له طرفه هم مبارکي ومنه
په هغه ورځ مي غوښته چه مبارکي درکړم ، تخنيکي مشکل مي درلود، معضرت غواړم
درنښت
اشرف غنی ته به ولی رایه .........
Sahak
21.06.2009
ګرانو ملګرو زما دمینی ډک سلامونه ومنی او هیله مند یم چی زما لیکنه پر چا بد اثر ونه کړی.
ګرانو ملګرو لکه څنګه چی په کاندیدانو کی معلومیږی اشرف غنی مناسب شخصیت دی. دا ځکه چه دی دډیرو عالی زده کړو څخه برخه مند دی او له ډیرو کاندیدانو څخه اوچت فکر او طرحی لری او بله دا چی دکرزی په شان معامله ګر نه دی. تاسو د هغه سیاسی معاملی په هکله چی کرزی صیب هزاره ګانو سره کړه ده سوچ کړی دی؟
او د دی عواقب مو سنجولی دی؟ د کرزی دا شومی معاملی د افغانستان او پښتنو لپاره څومره خطرناکه دی په دی باب د هم کله فکر کړی دی؟
زموږ لپاره هغه شخصیت پکار دی چی خدمت وکړی ،يښتون وی او دپښتو او د افغان هویت لپاره کار وکړی دا چی د کوم حزب پوری تړاو ولری او د کوم لایت وی ماته بی تفاوته ده . دا ځکه چی پنجشیری نه یم د مارشال د باډی ګارد اکا د زوم له نامه استفاده وکړم او ظلم وکړم
Lotfollah
30.06.2009
د ویسا له ورځپانې نه:
خيال پلو
هغه بله ورځ مې په نيوزويك مجله كې د ډاكتر اشرف غني احمدزي مركه لوستله، په زړه پورې وه، ډيره په زړه پورې، ښايي هغه خلكو ته چې له هېواده بهر دي لا هم په زړه پورې وي.
ما چې داحمدزي صيب د مركې دغه برخه لوستله چې:
غواړم د 25 مليونرو كورنيو انحصار مات كړم…دوه زره نوي ميليونران ايجاد كړم، يو مليون كارونه به پيدا كوم، يو مليون كورونه جوړوم او… يو ځل مې د تلويزيوني چينلونو هغه مشهور (مليونر) پروګرام سترګو ته و دريد، بيا مې د عزيزي، كابل او ميوند بانكونو د (مليونر شويد) اعلانونه په غوږو مو كې و كړنګيدل، چې په دې تمه يې افغانان لوټ كړل اوپه دوبۍ كې يې اپارتمانونه پرې را نيولي دي. او بيا يې د نن له هنګامو نه 35 كاله پخوا زمانې ته يوړم، هغه مهال چې داود خان واك ته رسيدلى ؤ، زه نوى زلمى شوى وم، په سروبي كې مو كور ؤ سروبى د وطن په څير د لوى شريك كور يو داسې شريك چاپيريال ؤ چې هر سهار او مازيګر به همزولي پكې را ټول شول.
څوك د وردګو، څوك د كونړ، څوك د پروان او څوك د هېواد د يوه بل ګوټ، ټول دلته د واليبال، فوټبال او ګپ شپ ګډياران وو، په دې ډله كې يو د ګوګامنډې علي احمد هم ؤ، علي احمد يو مټور نيم لوستى ځوان ؤ، تر موږ به درې څلور كاله مشر ؤ، دى او د لواړګي او رنګ زموږ د مجلس تودولو ياران وو، او رنګ چې اپريدى ؤ پيښور ته به تلو راتلو، موږ ته به يې د بدرمنير او آصف خان د پښتو فلمونو كيسې كولې موږ به داسې په خوند اوريدې لكه چې كټ مټ فلم ګورو.
علي احمد به بيا دغه خبره ډيره كوله چې زه په 15 دقيقو كې افغانستان له امريكا اوشوروي نه وړاندې كوم!
ښه څنګه؟
د علي احمد پيل به د جګدلك د ياقوتو له كان نه ؤ، د جګدلك ياقوت را باسم، پر نړيوالو يې ګران پلورم، له جګدلك تر سروبي په سپيرو غرونو كې ښكلي كورونه، ماڼۍ او شنه پاركونه جوړوم… د بكوا دښتې اوبوم، د كونړ پرسيند بند تړم، پلانى دښته اوبوم، دلته كار خانه… هلته فارم دغلته ماركيټ جوړم… چې علي محمد به تر لسو دقيقو پورې د جوړولو لاپې كتار كړې موږ به په تصور كې دده جوړ كړي افغانستان ته كتل په ريښتيا تر امريكا او شوروي ډير آباد ؤ، نه به چيرته سپيره او شاړه دښته پاتې وه اونه خړ غرونه او كاڼي، هر لوري ته به ودان ښارونه، سركونه، ډك بازارونه او سمسور باغونه وو… خو چې بيرته به د واقعيتونو نړۍ ته را وګرځيدو ټول به د سروبي د ژمنۍ سينما تر ريګ لاندې په هغه سمنتي لاره كې ناست وو او علي احمد ته به مو به په كړس كړس خندل.
نو كه په تشو خبرو جوړيداى موږ به 35 كاله ستومانه انتظار نه ؤ كړى احمدزى صيب، د ګوګامنډې علي احمد به وطن جوړ كړى ؤ، په خبرو او لاپو څه جوړيدل ممكن نه دي، دا يوه جذبه او احساس غواړي، داسې احساس چې وطن څوك خپل كور و بولي، د كارو بار او ګټې، تمې او سياست ډګر نه څوك چې وطن خپل كور و بولي او پكې و اوسي د جوړولو غم به يې هم ورسره وي، داسې نشي كيداى چې ژوند په اروپا، امريكا او خليجي هېودونو كې كوي، او د واكدارۍ خوبونه پر افغانستان ګوري.
http://www.weesa.net/?p=6885
http://www.newsweek.com/id/202868
pattang
30.06.2009
احمقزی او خرزی ديوه بادار (CIA) دوه تور خره دي ، يواځې کتې يې بدلي دي٠
لانت پردې ناپوهو جاهلانو٠
ژوندی دې وي اولسي پاڅون داشغالګرو او ګوډاګيانو په مخ ٠
monir
01.07.2009
اقتباس
[quote:218cbec930]احمقزی او خرزی ديوه بادار (CIA) دوه تور خره دي ، يواځې کتې يې بدلي دي٠
لانت پردې ناپوهو جاهلانو٠ [/quote:218cbec930]
پتنګ جانه ځوانه دا ته څنګه بې موره، بې پلاره او بې ادبه سړﺉ یې چې پرته د سپکو سپورو نور څه دې زده ندي.
ډاکټر څپاند
01.07.2009
Monir خان(وردک??)داسې فرمايلي:
[quote:ed8ffc5b19]پتنګ جانه ځوانه دا ته څنګه بې موره، بې پلاره او بې ادبه سړﺉ یې چې پرته د سپکو سپورو نور څه دې زده ندي.[/quote:ed8ffc5b19]
زما يو پخوانی متل راياد شو چه وې: يو هندو بل هندو ته وائی چه ستا ٠ ٠ ٠ ٠
z.shaheen
02.07.2009
[quote:fa3735a1cb="Subat Sabit"]
زما يو پخوانی متل راياد شو چه وې: يو هندو بل هندو ته وائی چه ستا ٠ ٠ ٠ ٠[/quote:fa3735a1cb]
پتنگ بچیم هم به میخ میزنی هم به نعل :D نام دیگر باتورت را خو افشا کردی ، دیده شود که Subat Sabit را چه وقت افشا خواهی کرد. آخر نامت زنبورک شاه خواهد شد :lol: :lol: :lol:
pattang
08.07.2009
انډيواله کور دې ودان چې دا صفت دې راکه ، زه له ملا ئکو څخه پيداشوی يم ,
داسې ظالمان ، جنايتکاره مذدوران ، اولس غولونکي پردي مذدوران او غله
قاتلان زما نه خوښېږي ٠ ددوی يادول دوخت ضايع ده خوددوی محاکمه په الفاظو
او عمل د هر با وجدانه افغان او نړۍ وال وظيفه ده، څکه داسې پرازيت ديوې
توليدي ټولني مادياتو او معنو ياتو ته لوی ضرر او بهران وړاندې کوي ٠
سترګې دې دبازګي شه او سپوږمې دې دسپين خرص٠
[quote:b97be8878f="monir"]اقتباس
[quote:b97be8878f]احمقزی او خرزی ديوه بادار (CIA) دوه تور خره دي ، يواځې کتې يې بدلي دي٠
لانت پردې ناپوهو جاهلانو٠ [/quote:b97be8878f]
پتنګ جانه ځوانه دا ته څنګه بې موره، بې پلاره او بې ادبه سړﺉ یې چې پرته د سپکو سپورو نور څه دې زده ندي.[/quote:b97be8878f]
ع کريم حليمي
16.08.2009
هموطنان عزیز
مناظره تلویزیونی داکتر اشرف غنی احمدزی، داکتر عبدالله عبدالله، و حامد کرزی قطعی شد
به گزارش شبکه اطلاع رسانی افغانستان به نقل از منابع مطلع در کابل، براساس هماهنگی های صورت گرفته بین ستادهای تبلیغاتی سه کاندید مطرح انتخابات 29 اسد، روز یکشنبه 25 اسد مطابق به ۱۶ اگست، داکتر اشرف غنی احمد زی حامد کرزی و داکتر عبدالله عبدالله در مناظره تلویزیونی شرکت میکنند.
اوقات نشر در شهر های دیگر
سدنی: ساعت ۱۱ شب
مسکو: ساعت ۵ بعد از ظهر
کیف: ساعت ۴ بعد از ظهر
لندن: ساعت ۲ بعد از ظهر
نیویارک: ساعت ۹ صبح
لاس انجلس: ساعت ۶ صبح
ډاکتر څپاند
16.08.2009
رادیو آزادی آگاهی می دهد که حامد کرزی رییس جمهور و کاندید در انتخابات ریاست جمهوری افغانستان که چند روز بیش به آن باقی نمانده، موافقه کرده است تا در یک مناظرهء تاریخی با دو کاندید دیگر در این انتخابات که به همکاری مشترک رادیو آزادی و تلویزیون ملی به تاریخ 25 اسد بر گزار می شود، اشتراک کند.
جریان این مناظرهء تاریخی بطور زنده از طریق رادیو آزادی، تلویزیون ملی و سایر رسانه های ملی و بین المللی پخش می شود.
زمان پخش این مناظره را به یاد داشته باشید:
تاریخ یکشنبه 25 اسد مطابق 16 اگست ، ساعت 5:30 عصر به وقت کابل
--------------------------------------------------------------------------------