د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

أخوكم حضرت باز من بغمان

مسلم جان
17.06.2009

وايي د تير جهاد پرمهال جهادي مشرانو ددې لپاره چې له يو شمير شتمنو عربانو څخه پيسي راوشكوي له ډيرو چلونو كار اخيست ترڅو دهغوى اعتماد په ځان باندې ترلاسه كړي، او دتنظيمي رهبرانو په خپل منځ كې سيالي روانه وه چې څوک به عربانو ته ځان ډير نږدې كړي، خو په ټولو كې استاذ سياف دغه ميدان ګټلى وه، وايي استاذ سياف به چې كله له عربانو سره په لمانځه ودريد نو رفع اليدين به يې كول او كله به چې يوازې افغانان ول بيا به يې نه كول. يو ځل داسې وشول چې په صف كې ورسره يو څنګ ته كوم عرب برابر شو، نو كوم طرف ته چې عرب ولاړ وه هغه لاس يې پورته كاوه او بل لاس يې ځوړند پريښود. تر څو عرب ته ځان وهابي معرفي كړي.

ديو باوري كس دخولې خبره ده وايي كله به چې عربان دسياف زيات ته راتلل نو مخكې له دې چې هغوى راشي سياف په ځمکه په يو پوزکي كيناست بيا به هغوى كوټې ته ورغلل نو چې وبه يې ليدل ډير زيات به متاثره شول چې (والله يا إخوة شيخ المجاهدين يعيش في بيت طيني يجلس وينام على حصير، ما في وسادة، ما في أي شي، صدقوني أنا شفتهم بعيني هذه، هؤلاء الذين هزموا الروس، هؤلاء الذين يرتجف الغرب من سماع أسماءهم، هكذا عيشهم، جيل يشبه جيل الصحابة، جددوا تاريخ عمر بن الخطاب) او ژړل به يې او ديته ورته خبري به يې په تقريرونو كې كولې.

يو كس كيسه كوي چې دسياف سره مې كار بند وه، ساتونكو دننه اجازه نه وه چې څوك دننه ورپريږدي ډير ضروري كار مې وه چې هر څه مې وكړل ورپري يې نه ښودم لاړم او دعربانو سور دسمال په سر وغوړاوه او عرب شيخ په شكل مې ځان جوړ کړ، چې دروازې ته ورسيدم ساتونكو ونه پيژاندم او په ډير احترام يې زما استقبال وكړ، وروسته دسياف ملاقات ته وروغوښتل شوم ګورم چې سياف په هماغسې کوټه كې په يو پوزكي ناست دى ما سره يې روغبړ وكړ او كيناستو مخكې له دې چې زه څه ووايم سياف راته د ځان معرفي شروع كړه چې (أخوكم عبدالرب رسول سياف أمير الاتحاد الإسلامي لأفغانستان) نو ما هم ورته خپل ځان داسې معرفي كړ چې (أخوكم حضرت باز من بغمان) وايي سياف زه له نږدې پيژاندم چې راته ځير شو ويې پيژاندم چې دده يو كليوال يم سخت يې ورټلم او ساتونكو په كشولو او راښكودلو له كوټې وويستم.


و.افغان
17.06.2009

مسلم جانه وروره !
په خیر راغلی، په خداي باور وکړه، چې ډیر دی وخندولم، پخوانې يادونه دی راته تازه کړه،
کيداي شي، زما هماغه ملګرې اوسی، چې دغه قیصه دی مونږ ته څو څو کرته په مجلسونو
کې کټ مټ همدغه شانته کړیوه، حتا هغه نوم دی هم نه دی غلط کړی (أخوکم حضرت باز
من بغمان :) ) او یا به مو ضرور دغه کیسه زما له ملګري اوريدلې وي، نو بیا خو ستا په نقل
آفرين چې څومره کټ مټ دلته لیکلی دی.
په هر حال لمنی لمنی سلامونه

په درنښت


Ghairat
17.06.2009

خدای بښلی حضرت باز د کوز کونړ د سهېل ختیځ دوروستي کلي پلوارۍ ، چې دکونړد سیند په غاړه پروت دی اوسیدونکی اوډیر مشهور ټوکې کونکی و۰ نوموړی تنقیدي ټوکېکولې او ساز سرود به یې هم ورسره مل کاوه، د ارواښاد ګلاجان په څیر شاګردان یې هم روزلي و، خود ګلاجان اواز هم دده آواز ته کټ مټ ورته و۰
ده په پیښور کې دجهاد په وخت ویل زه د کچه ګړۍ په کمپ کې اوسیدم، یوه اونۍ مې هغه اوږود عربي کمیس اغوسته چې یوعرب راته بښلی و، خوپه دریمه ورځ چا سیاف صیب ته ويلي وچې کچه ګړۍ ته یوعرب راغلی او ډیرې روپۍیې دویشلو له پآره راوړي دي،دغه دی چې سیاف کچه ګړۍ ته راورسید ، زه د یو څوګاونډیانو سره په دیره کې ولاړوم، سیاف مې ولید چې د اوړي په سره غرمه کې چټک زما خواته راروان دی، چې راورسید سلام یې واچاوه او ماته یې لاس راوغزاوه اووې ویل :
[color=yellow:514fbb38a2]ا نا اخوکم سیافُ ُ[/color:514fbb38a2] اوما ورته د لاس ورکولو سره سم ځواب ورکړ : [color=white:514fbb38a2]وانا اخوکم حضرت بازُ ُ [/color:514fbb38a2]


مسلم جان
18.06.2009

وهاج جانه سلامونه مې ومنه.
ته چې دې کيسې خندولى يې خداى دې تل همداسې خوشاله او خندان لره.

زه خو دې په ملګرو كې حسابوم، خو هماغه ملګرى به دې ځكه نه يم چې دا كيسه ما په مجلسونو كې ډيره نه ده كړې، خو دا امكان نه ردوم چې له هماغه كس چې تا اوريدلې ما هم اوريدلې وي.

او له مينې ډک سلامونو او نيكو هيلو څخه مو ډيره مننه.
په دعا كې مو هير نه كړې قاري جانه، خاصې دعاوې درنه غواړم.


مسلم جان
18.06.2009

غيرت صيب زما خو تر اوسه دا باور وه چې حضرت باز د پغمان اوسيدونكى وه، خو تا چې دومره ټكي په ټكي راپيژندلى ماته هم په خپله خبره كې شك پيدا شو، خو له څو كسانو اوريدلي چې حضرت باز يو تكړه ټوكمار وه او دپغمان اوسيدونكى وه چې له استاذ سياف سره يې هم كليوالي تړاو درلود.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more