د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

فاجر سړي ددين مرسته وكړه!!

ابو جرير
17.06.2009

السلام عليكم
ګرانو دوستانو!

داسلام ستر پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې:
إن الله ليؤيد هذا الدين بالرجل الفاجر.
الله تعالى كله د يو فاجر سړي په لاس هم ددين كومك كوي.

دمكې مشركانو د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم_ ددعوت دمخنيوي لپاره رنګارنګ دسيسې جوړې كړې، درسول عليه السلام ددعوت په وړاندې يې په اصطلاح مطبوعاتي بنديز ولګاوه، خپلو كسانو ته به يې ويل: (لا تسمعوا لهذا القرآن والغو فيه لعلكم تغلبون) تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او غامغال كوئ، شايد تاسو غلبه ومومئ)، ځكه هغوى پوهيدل كه چيرته دا خلك دپيغمبر عليه السلام خبرې واورې خامخا ورباندې اغيز كوي او ايمان راوړي، لكه نن ورځ چې همدې ته ورته مطبوعاتي او دبيان بنديز دطالبانو په وړاندې لګيدلى دى. نن ورځ هم د اسلام دښمنان په دې پوهيږي که چيرته طالبانو ته دومره فرصت په لاس ورشى چې ملت ته خپل غږ او پيغام په پوره توګه ورسوي نو نو دا ملت به يې خپل كړي وي.

خو دالله تعالى اراده، دبندګانو كوښښونه نه شي بدلولى، الله تعالى غوښتل چې دا دين به غلبه مومي، نو ځكه به كله دمشركانو توطيې او پلانونه سرچپه داسلام په ګټه تماميدل.

دهغه وخت مشركانو به داسې هم كول چې د حج په مراسمو به دمكې مكرمې په دروازو كې ناست ول او چې هر څوك د حج لپاره راتلل ورته به يې ويل ګورئ په مكه کې يو ليونى دى پام چې خبرو ته يې غوږ ونه نيسئ چې بې دينه كوي مو!! دخلكو به په زړونو كې سودا پيدا شوه چې ددغه ليوني كتل خو يو ځل پكار دي، كله به چې درسول الله صلى الله عليه وسلم خبرو ته كيناستل او دهغه مبارك خبرې به واوريدي دستي به مسلمان شو او ايمان به يې راووړ، نو مشركانو هغه دسيسه چې خلك به يې دپيغمبر عليه السلام له ملاقاته منع كول برعكس په دوى تطبيق شوه.

منظور مې داوه چې تاسو به خبر ياست دكابل استخباراتو دالجزيرې دوه تنه ژورناليستان په دې تور نيولي چې ولې يې په كندز كې دطالبانو دپراخ سياسي او عسكري نفوذ مستند راپور دنيا ته نشر كړى دى.

ملي امنيت خو به دا كار په دې هيله كړي وي چې دنياوال په تيره افغان ولس دطالبانو له هيښوونكو برياوو ناخبره پاتې شي، خو دملي امنيت دغه اقدام په حقيقت كې دطالبانو په ګټه تمام شو، داسې چې لومړی به زه دخپل ځان په هكله ووايم، زه له هغه راپور څخه چې الجزيرې په كندز كې له طالبانو سره دمركو پر بنسټ جوړ كړى ناخبره وم، خو كله چې ددغو ژورنالستانو دنيول كيدو خبر مې واوريد اوس په دې لټه كې يم دا راپور پيدا كړم او پخپله يې ووينم، اوس به هرڅوك چې دالجزيرې دخبريالانو له نيولو خبريږي په دې به هم پوهيږي چې طالبان چې د هيواد په شمال كې دومره قوي عسكري شتون لري په جنوب كې يې پوښتنه مه كوه.

او اوس به ډير ژورنالستان کوښښ كوي په كندز او نورو ولايتونو كې دطالبانو واك يا سلطه په خپله وويني او دنيا ته يې وړاندې كړي.

او كه هيڅ نه وي ددغو ژورنالستانو خبر خو هرې ويبپاڼې، راديو او اخبار نشر كړ او هر څوك ترينه خبر شو، بديهي ده چې دنيولو اسباب به يې هم په ګوته كړي وي.

دالجزيرې راپور به دطالبانو لپاره دومره مؤثر نه وه پريوتى لكه ددغو ژونالستانو دنيولو راپور چې ورته مفيد تمام شو، هغه راپور دنيا وال او افغانان دومره نه وه پوهولي لكه دملي امنيت دغه اقدام چې ټولې نړۍ ته دطالبانو قوت، او دكابل اداري پوچ تبليغات افشا او په ډاګه كړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more