د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څوک مل او څوک غل دی؟

و.افغان
11.06.2009

درنو وروڼو سلامونه او نیکې هيلې
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

نن سبا تاسو ګورئ چې په کوزه پښتونخوا کې په پښتنو مسلمانانو ځمکه سره تبۍ
ګرځيدلې ده، چاودنې کيږي، بمبارۍ کيږي، حملې او جګړې کیږي.
دبمباريو والا خو معلوم دي، چې يا خو دپاکستانو خپلې فوځي الوتکې دي، او يا د
پاکستاني هوايي هډو څخه امريکايۍ الوتکي پورته کیږي، او دپښتنو، کورونه، کلي
او جوماتونه بمباروي.

دا چې کومو ته خودکشې حملې ويل کیږي، پرون په انټرکانټيننټل هوټل وشوه، او نن
په بالا حصار جګړه روانه ده، څو ورځې وړاندې په قصه خوانې کې دڅو ساعتونو
لپاره جګړه روانه وه، او چاودنې هم رامنځ ته شوې.
نو دا حملې او چاودنې څوک کوي؟؟
پاکستانې حکومت طالب ته ګوتې نيسې؟
نو دا طالب څوک دی؟
څو ورځې مخکې محمود خان اڅکزي ديوه پاکستاني ټلويژن له لارې وويل، چې طالب
او فوځ ديوه څه دوه نومونه دي.
عام خلک هم دا چيغي وهي.

څه وخت وړاندې دمومند ايجنسۍ دګنداو څخه راغلو ځينو پښتنو ويل، چې دګنداو
دپوليسو په يوه تاڼه به هره شپه ډزې کيدلې، او دشپې له رارسيدو دمخه به يو مشر
کرنیل تاڼې ته راغې، او پوليسو ته به يي وويل، چې کيداي شي، طالبان دشپې په
تاسو حمله وکړي،که هغوي ډزې پيل کړې، نو تاسو يي له کارتوسو ځان ساتۍ،
خو هغوي رسا رسا مه ولئ، ديوه څه وخت لپاره به ډزې وکړي، بيرته به ځي.
دغه کس وويل، چې طالبان به رښتيا هم دکرنل صاحب دخبرې مطابق دشپې راغلل،
خو پوليس به يي رسا رسا ويشتل، البته پوليسو ته امر وو، چې هغوي رسا رسا ونه
ولي، خو آخر پوليسان نور تنګ شول، يو څه په کې زخميان هم شول.
بله ورځ بيا هغه کرنل راغۍ، او هغه مخکينۍ
خبره يي وکړه، چې طالبان دشپې راځي، خو تاسې به يي نه ولئ.
البته دا ځل ورته دپوليسو مشر په زړه کې اچولې وه، نوکله چې طالبانو دشپې حمله
پیل کړه، دوي هم متبادلې ډزې پیل کړي، او طالبان يي رسا رسا وويشتل، ويي وژل،
سبا يي چې کتل ، نو په مړو کې هغه کرنیل هم پروت وو.

نو اوس تاسو وواياست، چې مل څوک دی او غل څو ک دی؟؟؟؟

په درنښت


ډاکټر څپاند
11.06.2009

[color=white:2869d896d3]محترم وهاج ساپی سلامونه،[/color:2869d896d3]

هر هغه څوک چه پخپله ديوه يابل طرف سره تړاو ونلري او دخپل پاک وجدان
له مخی قضاوت وکړي،دابه ورله ثابته شي چه دسياسي ډلو مشران يواځې
هغه وخت درهبرۍ مقام ته رسي او درهبرۍ موقف يی دوامداره وي چه دلوړو
قدرتونو دحمايت نه برخورداره وي٠

په امريکۍ کی اوباما هله دمشر په صفت ومنل شو چه دقدرت دواقعي منابعو 
يعنی سترو سرمايدارانو اواسرايلو حمايت ئی تر لاسه کړه٠
کارمل،ګلابزوی،اسدالله سروري او نور هله قدرت ته ورسيدل چه رسانو ته
ئی لازم تعهدات ورکړل٠

دغه راز دروسانو په مقابله کی دافغان مقاومت رهبري هله "جهادي رهبرانو" ته
 ورکړه شوه کله چه دی رهبرانو دجهاد دحاميانو يعني CIA او ISI سره تعهدات
او معاملې وکړې٠
طالبان هم ددی قانون نه مثتثنی ندی٠ ISI دوی قدرت ته ورسول،ديوه عادی
ملاعمر نه ئی اميرالمومنين جوړ کړ اوکله چه ISI او CIA پلانونو تغير وکړ
هله ورته دتروريست خطاب وشو٠

دطالبانو،مجاهدينو او خلقي-پرچمي ډلو صفوف،هغه خوران ول او دي چه
دسونګ ياسوخت دموادو پشان ور نه استفاده شوی او کيږي٠

دتاريخ په شهادت،په دويم نړيوال جنګ کی،په يوه جنګي جبهه کي ديوه عاجل
پله دجوړلو ضرورت احساس شو څو جرمني ټانکونه په سرعت خپل هدف
يعني د جګړې ليک ته ورسيږي٠هيڅ چاره نه وه،ټول حک پک ول چه څه وکړي،
په همدی شيبه کی يوه سرتيري غږ وکړ چه "هاي هتلر"او ځان يي کندی ته
ګذار کړ،دده په تعقيب په سګونو سرتيرو ځانونه ودرياب ته ګذار او دانسانانو
له اجسادو نه يو پول جوړ او ټانکونه پری تير شول٠

دميوند په جنګ کي دقهرمانې ملالۍ وينا "که په ميوند کی شهيد نه شوی،
خدايګولاليه بي ننګۍ له دې ساتمه"،ټول هغه روايتونه دی چه دعادي انسانانو
يا صفوفو دصداقت او وفادارۍ ښوونکي دي٠

تاسو کوم صادق رهبر پيژنۍ؟


Ghairat
11.06.2009

[quote:c9bad5bb3f] تاسو کوم صادق رهبر پيژنۍ؟[/quote:c9bad5bb3f]
بالکل ، خبره په پیژندلو کې ده، نه د رهبرانو په صداقت او غیر صداقت کې :
باید ولس یې و پیژني چې څومره کرزی د امریکایانو غلام دی ، نو تر ده زیات طالب مشران د ISI ګوډاګیان دي او د جګړې دواړه خواوې د یوه پلار (امریکا) او ددوه بنو( ISI او CIA) ځامن دي ! خدای دې دواړه له امریکایانو سره غرق ، رسوا او په شرمونو وشرموي !


عادل عادل
13.06.2009

سلامونه

زما په نظر بې غیرته پاکستاني چارواکو فیصله کړې چې د فوځ په لاس د خپل ولس )پښتنو( نه د 4 لکو بې ګناه خلکو په وژلو سره امریکا راضي، پاکستان بچ او ډالر لاس ته راوړي تر څو د امریکایي فوځ پښه د پاکستان څخه لنډه وساتي.

زما په نظر په ټوله کې د هر کلمه ګوی مسلمان وژل، ځوریدل، بې ځایه کیدل او داسې نور د صلیبي یرغلګرو لپاره یوه لويه لاسته راوړنه ده.

پاکستاني چارواکو خو دغه لوبه د اوباما د واک ته رسیدو سره سم ځګه پیل کړه چې اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت څو ځله پاکستان ته غاښونه چیچلي وو.

د بلې خوا به پاکستاني چارواکي تر ډیره زیار وباسي تر څو د پاک فوځ د وحشي کړنو او استخباراتي شبکې په بې هدفه او مبهمو چاودنو سره د پاکستاني ولس او طالبانو تر منځ درځ او شکونه واچوي تر څو په دوهم قدم کې پنجاب ته د طالبانو د حاکمیت خوریدل ډپ کړي .

پاکستاني چارواکو خو دغه لوبه دسب سی پهلې پاکستان تر شعار لاندې د افغانانو پر سر د افغانستان څخه راپیل کړې ده او نن سبا ددوی د انتظار خلاف ددغې خطرناکې لوبې د اور لمبې د همدغې شعار په موازاتو کې ددوی لمنې ته رسیدلي دي چې زما په نظر سب سې پهلې تاریخي او جغرافیايي قرباني به یې پخپله همدا پاکستان وي او ددوی د پلیتو چارواکو او خیرنو پالیسیو په ورکه او نابودئ سره به د اسلام، مسلمانانو او خپلواکه لوی افغانستان په خیر پای مومي. ان شاء الله


شفق
13.06.2009

[quote:c4b51e68b3]دمومند ايجنسۍ دګنداو څخه راغلو ځينو پښتنو ويل، چې دګنداو
[color=white:c4b51e68b3]دپوليسو په يوه تاڼه[/color:c4b51e68b3] به هره شپه ډزې کيدلې،[/quote:c4b51e68b3]

[color=yellow:c4b51e68b3]وهاج صاحب فكر دى وى چې په اجنسيانو كى د پوليسو تاڼى نه وى ، [/color:c4b51e68b3]

امريكايان راته دومره كم عقل نه ښكاري چې په كوم شاخ ناست وي هغه دي په تبر ووهي
امريكايان ددي جنګ له وجه د تباهۍ كندي ته روان دي ، د ځان د خلاصۍ په فكر كې دي
او ډنډورچيان يې نوري سندري وايي :roll: :roll: :roll: :roll:


و.افغان
13.06.2009

[quote:1f2f735b31="شفق"][quote:1f2f735b31]دمومند ايجنسۍ دګنداو څخه راغلو ځينو پښتنو ويل، چې دګنداو
[color=white:1f2f735b31]دپوليسو په يوه تاڼه[/color:1f2f735b31] به هره شپه ډزې کيدلې،[/quote:1f2f735b31]

[color=yellow:1f2f735b31]وهاج صاحب فكر دى وى چې په اجنسيانو كى د پوليسو تاڼى نه وى ، [/color:1f2f735b31]

امريكايان راته دومره كم عقل نه ښكاري چې په كوم شاخ ناست وي هغه دي په تبر ووهي
امريكايان ددي جنګ له وجه د تباهۍ كندي ته روان دي ، د ځان د خلاصۍ په فكر كې دي
او ډنډورچيان يې نوري سندري وايي :roll: :roll: :roll: :roll:[/quote:1f2f735b31]

شفق صاحب: دخبری لب (مغذ) مهم دی، نه دخبرو قشور (پوټکې).
له سمونې مو مننه، رښتيا هم چې په ايجنسیو کې دتهاڼو په نوم څه نشته، البته
دحکومتي ملیشو مرکزونه ښه ډير دي، چې همدغه مطلب دی، یعنې ديوه
خره دوه غوږونه دي.
ددی تور مخو په کړنو چې څومره پرده واچول شي، خو بيا هم ددوي دا تور اعمال تر پردو
لاندې داسې چيغي نارې وهي، چې هيڅ پرده او حاجز يي نشي پوښلې.

مونږ دښکيلاګرو دويستلو لپاره يو صاف په اسلامي اصولو ولاړ مقاومت غواړو.
دغسې صاف مقاومت چې هر څوک کوي، مونږ يي تر شا ودريږو، نه غواړو ترخې
تجربې يو ځل بيا تکرار شي.

هر کافر او منافق ځمونږ دښمن دی، خو که کافر او منافق سره بيا پرتله کړئ، نو منافق تر ښکاره کافر په زر او سل وارې بد تر دی، ځکه خو الله جل جلاله فرمايي:
ان المنافقين في الدرک الأسفل من النار، ولن تجد لهم نصيرا.

په درنښت.


عادل عادل
13.06.2009

سلامونه

وهاج صاحب فكر دى وى چې په اجنسيانو كى اشغالګر هم نشته ، :wink:


ابو جرير
13.06.2009

وهاج صيب فكر دې وي چې كه په اينده كې چا دغسې كيسې درته كولې له دقته پكې كار اخله

نن ورځ داسې زمانه راغلې چې په خپلو سترګو يو شى ونه وينې ديو او بل په خبرو باور مه كوه، تبيين او پلټنه په هره خبره كې پكار ده او بيا په يوه استثنايي پيښه ټول مقاومت ته دشك په سترګه كتل خو ولاكه انصاف وي؟!؟!؟!


Ghairat
13.06.2009

عادل صیب فکر دې وي. چې نږدې نیم لک پاکستانی پوځ ایجنسیو(قبائيلو) نه دی راغوښتی ، هغوی په زور راغلي او قبایل یې اشغال کړي دي، نو دا ټول د پاکستان تور مخی اشغالګر پوځ دی چې د ازاد قبایلو آزادي ختمول غواړي۰


و.افغان
13.06.2009

وروڼو يو ځل بيا سلامونه !
که څومره کوښښ و کړئ، چې ټوقه ترې جوړه کړئ، خو حقيقت حقيقت وي.
زه په غربي ميډيا هيڅ باور نه لرم، نه مې پرې کړي، او نه به يي پرې وکړم.
دلته ډیر وروڼه په پاکستان کې روانو پيښو ته له ډير تنګ او محدود سوري څخه ګوري،
ولې، چې دی خپله هم ددائري په يوه کونج کې موقعيت لري، محدود منبع لري، او دپيښو ددائري په اړه پوره
تفصيلي، متکامل، او سم پوهاوي ته لاسرسی نه لري.

زه کوښښ کوم، چې دهرې منطقې دخپلو خلکو څخه حقيقي معلومات تر لاسه کړم،
او دا داسې خلک وي، چې دالله جل جلاله له ویري څخه دلوي پروردګار په لوي عبادت
متلبس وي، نو هيڅکله ددی ګټه نه ويني، چې دروغ ووايي، او نه دروغو ته اړتيا لري.
وروڼو !
طالب په افغانستان کې دی، طالب په وزيرستان کې دی.
دسوات، خيبر ایجنسۍ، مومندایجنسۍ، باجوړ ایجنسۍ، او ملکنډ ایجنسۍ
عمليات يا آپريشنې ټول هسې ډوګ پوګ دی، دواړو اړخونو ته دفوځ مليشې
دي، دا خبره ځايي خلکو ته تر هر چا ډیره روښانه ده، او په وار وار يي په چغو چغو
اظهار کړه، خو څوک به يي غږ واوري.

په دی عملياتو کې يواځې عام بيګناه پښتانه وژل کیږي، تباه کیږي، کورونه
بازارونه او ښارونه يي تباه کیږي، دقربانۍ دپسانو په څير حلالیږي، او دپنجابي غدار دښمن جیب له ډالرو ډکیږي.
دپښتنو په مذهبي ګوندونو کې داسي دسړي ځوي نه پيدا کیږي، چې راپورته شي،
او دخپل بيګناه قوم دبي ځايه قربانيدو مخه ونيسي، زما موخه دلته جمعيت علماي
اسلام، دقاضي حسين احمد ګوند، او دوي پورې مربوط يا تړلې نورې مؤسسی دي، دوي دپښتنو په کوشتار کې پوره پوره
شريک دي.

څه وخت وړاندی ديخوا ته دپښتونخوا لپاره دحج او اوقافو صوبايي وزير راغلې
وو، نوموړې دجماعت اسلامي او شبکی غړې هم دی، په خټه پښتون دی،
له نږدې يي پيژنم، دهغه دخپلې خولې اقرار دی، هغه وويل، چې زه دمنطقې سره روزانه ټلفوني اړيکي لرم، هغه ددی په خاطر چې
خپلو حاضرينو ته ډاډګيرنه ورکړي، وويل: په سيمه کې دطالب په نامه نه څوک وژل
کیږي، او نه شته دي، او دطالبانو دمړو کومې شميري چې حکومت وړاندي کوي
هيڅ حقيقت نه لري، په حکومت دامريکی فشار دی، او حکومت دا هر څه دامریکې
لپاره کوي، نو تاسو زړه مه غورځوئ.

هو په باجوړ ايجنسۍ کې يواځې يو کس وو، چې په رښتيا طالب وو، هو هغه
افغانې وو، دکنړ وو، ضياء الرحمن نومیږي، هغه دپاکستاني فوځ سره څو کرتی
په رښتيا کلکې ډغرې ووهلې، او ډیر شمير فوځيان يي ورته کوتره کړل.

زه نه پوهیږم، چې دطالب له نوم دومره بده استفاده کیږي، او طالب دهغی مقابل
ته هيڅ غږ نه پورته کوي.

پاکستانې حکومت طالب له یوې خوا دخپلې خورا فعالې، او ګټورې وسلې په څير کاروي، او له بلې خوا
طالب او ملا بدناموي، ټولی نړۍ ته يي وحشيترين مخلوق ورپيژني، دملا، طالب، عالم
او دولس تر منځ لا نورې ډیرې فاصلي ايجادوي.

دا ددی په خاطر چې له اوس څخه ورته ډاډګيرنه حاصله شي، چی ددی اضطراری مرحلې وروسته 100٪ يقينا طالب دپنجابې حکومت
لپاره هيڅ نوعه خطر نشي جوړيدی.
دستونځو څخه دخلاصون يواځينۍ حل لاره دپښتنو اسلامي او ملي حرکتونو
يوځاي کيدل دي، چې باید يو بل ته سره لاسونه ورکړي، او غربي استعمار او پنجابي
استعمار دواړو مخه ونيسي، البته دملي حرکتونو څخه مې موخه هغه لالا ګان نه دي،
چې څو څو کرته يي خپل قوم خرڅ کړی دی.

په درنښت


Ghairat
17.06.2009

کۀ داهم  وګورئ بده نه وي 
http://www.youtube.com/watch?v=MDbGn4jTTGI


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more