د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په كابل كې د پوهنې وزارت ښوونځي بند كړي دي!

larghonay laraway
10.06.2009

:roll:
[color=orange:456769e8ec][size=18:456769e8ec]په كابل كې د پوهنې وزارت ښوونځي بند كړي دي![/size:456769e8ec][/color:456769e8ec]
څو كاله وړاندې د همدې ټول افغان په بحث فورم كې په افغانستان او په ځانګړي توګه كابل كې د پښتو ښوونځيو خبره رامنځته شوه چې ورپسې ځينو پښتنو روڼ اندو تعقيب كړه او په پوره او كره دلايلو يې د پوهنې وزارت، ولسمشر او نورو ته قناعت وركړ، وركشاپونه يې جوړ كړل، غونډې يې جوړې كړې. حتى د كابل ولايت اړوندو ولسواليو احصيايې يې راټولې كړې او د ځينو سيمو د پښتنو مشرانو غوښتنليكونه يې راټول كړل اوپه ټولو اسماني او وضعي، ملي او نړيوالو قوانينو يې ثابته كړه چې پښتون معصوم ماشوم په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې حق لري خو ډاكټر فاروق وردګ د شمالي ټلوالې د لنډغرو خوشالولو لپاره دا حق بېرته ترې واخيست او زيات شمېر ښوونځي يې بېرته پاړسي كړل.
پښتانه بايد ترې پوښتنه وكړي چې په كوم قانون او ولې؟
په دې اړه ستاسو نظرونه حتمي دي!


Helmand.M
10.06.2009

ليکنه : ژړاند

خپرونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٨ / ٣ / ١٣٨٨ | 2009-06-08

كندوز كښي پښتانه سيتميان د پښتو په مرۍ غلي دي


له ډيره وخته د هيواد په كچه د ماشومانو او زده كوونكو لپاره په مورنۍ ژبه د زده كړې لپاره هڅه پيل شوى ده، په كندوز كې هم يو شمير زده كوونكي غواړي چې په خپله مورنۍ ژبه زده كړې وكړي، خو يو شمير پښتانه سيتميان غواړي چې په كندوز كې پښتو او پښتانه د تيرو څو لسيزو په څير په مورنۍ ژبه له زده كړو محروم كړي، تر اوسه په كندوز كې يو ه ليسه نشته چې په پښتو ژبه په كې هغو زده كوونكو ته چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده زده كړې وركړل شي، څه موده وړاندې د زاخيلو په نامه ليسه چې له بنسټه يې نصاب په پښتو ژبه و د تاجك سيتمي برهان الدين رباني د واكمنۍ پر مهال يې نصاب دري شو، دغه پښتون دښمنه پخواني جمهور ريس د چاردرې ولسوالۍ ليسه چې د (( ټولنې )) په نامه وه د جمعيت په نامه واړوله، دا په داسې حال كې و چې جمهور ريس حامد كرزى د واك په ګډۍ ناست و، رباني دغه ليسه درې كاله وړاندې هغه وخت د جمعيت په نامه ونوموله چې هغه د چاردرې ولسوالۍ ته له پخوانيو جنګ سالارانو سره د ليدنې په موخه دغې سيمې ته تللې و، اوس مهال تش په نامه څو ښوونځي په پښتو دي مګر هغه ښوونځي چې د پښتو نصاب په كې تدريس كيږي، د معارف د رياست له خوا ورته كتابونه او نور اړوند توكي نه وركول كيږي او نورو ليسو په پرتله ورسره د ميرى سلوك كيږي.

د زاخيلو ليسه چې د هغې نصاب هم د رباني د واكمنۍ پر مهال دري شوى و، سږكال د تعليمي كال په پيل كې د يو مدير له خوا بيرته پښتو ته واړول شوه، خو دغه مدير ته هم د سيتميانو له خوا دسيسه جوړه شوه او هغه يې په جرم تورن كړ چې اوس مهال په زندان كې شپې تيروي، اوس د زاخيلو د ليسې مديريت يو پښتون ستمي ته ورسپارل شوى چې يو ورور يې د اطلاعات او فرهنګ ريس دى، د اطلاعات او فرهنګ ريس هم د څو كالو په موده كې هيڅ د پام وړ كارونه نه دي تر سره كړي خو ددى ځاى پښتانه دا غنيمت ګڼي چې يو پښتون ته د رياست چوكۍ وركول كيږي او تل يې په دې خاطر طرفدارى كوي چې دغه يوپښتون چې واك ور رسيدلى له دغه مقامه لرې نه شي.

خو ددى ټولو با وجود ددى پر ځاى چې سيتميان د پښتنو پر ضد راپاڅيږي هغوي په پښتنو كې داسې چنګكونه اچولي چې خپله پښتانه اوس د هغوي كارونه پر مخ وړي، او سيتميان ورته دخير پر غونډۍ ناست دي.
د زاخيلو د ليسې د بيرته دري كولو سره يو شمير زده كوونكي چې د خپلې ژبي او د خپل ملت له هغو بچو سره خواږي لري چې پر نورو ژبو زده كړې ورته ستونزمنې دي طرفدارې كوي او نه پريږدي چې دغه ليسه بيرته په دري واوړي، اوس يو شمير نور پښتانه ځوانان چې د پيداګوژي په پښتو څانګه كې زده كړې كوي كوشش كوي چې د زاخيلو ليسه په خپله اصلي بڼه چې نصاب يې په پښتو و پاتي شي، خو ددغې ليسې مدير چې په خټه پښتون سيتمى دى، يوځل بيا ددغې ليسې نصاب په دري اړول غواړي.

زما هيله د معارف د وزارت له چارواكو داده چې كه دغې ستونزې ته پاملرنه ونشي او د زاخيلو ليسه بيرته په دري واړول شي نو د كندوز ټول پښتانه به داسې فكر وكړي چې د دولت په ګډون سيتميانو د پښتنو په وركولو پسې مټې را بډوهلي دي، كه د معارف وزارت دغه خبره بابيزه وګڼي نو را ټول شوي پښتانه ځوانان به هرڅه چې يې له وسه كيده دريغ به ونه كړي او خپلې ژبې د ساتنې او د حق د غوښتلو چارې پر مخ وړي.


pattang
10.06.2009

انډيواله په غو ښتنو او زاريو نه کيږي يامرګ يا مراد ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more