د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دډاکتر صيب فاروق اعظم دوهم ليک

pattang
06.06.2009

[color=brown:a1b7809890]وروڼو پښتنو سلام عليکم !
دډاکتر صيب فاروق اعظم دوهم ليک (د نو ي سفرخبرتيا اوپه تېروو کې وړاندې
شوې دحل لاره ) چې ماته بيا رالېږل شو ی دی دادی ستاسو مخ ته يې وړاندې کوم :[/color:a1b7809890]

ښاغلی، سلامونه
ستاسی دصحت او خوښی تر دعاء وروسته.
ما دافغانستان دبحران د سياسی حل دفارمولا د موندلو په منظور امريکا، پوروپ، منځنی ختيځ، پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړل او ځينی هيوادونوته می مکرر وکړل؛ تر ديرش زره کيلومتره می ډير سفر وکړ او په زرو کسان می وليدل. ددغه تلاښ په نتيجه کی ستاسی دوستانو په مرسته ورکه (دافغانستان دبحران دسياسی حل فارمولا) په لاس راغله چی ددې ليک مل يې
درليږم. دا اوس هم خاکه ده، اصلاح ته ضرورت لري او په موردکی ستاسی توجه غواړم.

دکار بله يا اوسنۍ مرحله داده چی دا فارمولا څنګه تطبيق او عملی سی؟ او بل داچی پردغه لار څوک تلای سی؟ زه په دغه اونۍ کی افغانستان او پاکستان ته دخيره ځم. زما دسفر مهالويش ددغه ليک مل دی. که تاسی زما دسفر په مسير او وختکی تشريف درلود نو لطفا تماس راسره ونيسی چی سره ووينو. زه ستاسو عالمانه نظرياتو ته په قدر ګورم. همداراز، که تاسی يوبل څوک پيژنی چی ليدل يې ګټور دی لطفا زما سره دليدلو خبره ورسره وکړی. که چيری تاسی او ما ونسوای ليدای نو لطفا خپل نظريات د ايميل په ذريعه راوليږی. او که ايميل ته دسترسی نه وی بيا تلفون راته وکړی. او که داهم نه کيږی له دعاء می مه هيروی. هغو کسانوته دبرياليتوب دعاء وکړی چی دافغان مظلوم ولس دکړاونو دکمولو لپاره په ښه نيت هلی ځلی کوي. درناوی
فاروق أعظم

DR FAROUQ AZAM’S TRIP TO AFGHANISTAN AND PAKISTAN 13 June 2009 – 19 August 2009
DATE PLACE REMARKS

13 June
London to Karachi

June 14 -15
Karachi

June 16 -24
Quetta

25 – 28 June Kandahar
Helmand

29 June - 31 July
Kabul

Baghlan

Kunduz

Samangan

Mazari Sherif

Saripul

Takhar

Badakhshan

Herat

01 - 3 August
Jalalabad

4 – 12 August
Peshawar

13 -18
Islamabad

19 August 2009
London

بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو وطنوالو ! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
ستاسي د روغتيا، خوښۍ او ګران هيواد ته تر دعاء وروسته، دافغانستان دمسئلی د سياسي حل په منظور زما دهلو ځلو په باب لاندي معلومات وړاندي کوم:
لکه تاسي چی خبر ياست ما له لومړی ورځي پر افغانستان دامريکا حمله غندلی او هغه مي د تروريزم ترعنوان لاندي دامريکا په مشري دغرب يوه استعماري هڅه ګڼلی ده. زما يقين دی لکه پخوا چي انګريزی استعمار او ورپسې روسی ښکيلاک نسو کامياب، داسي به امريکا هم پخپل دغه استثماري هدف کي نه بريالی کيږی. همدااوس دامريکا جمهور رئيس وايي چي موږ په افغانستانن کي نسو کاميابيدای او د ناټو مشر وايې چي جنګ دحل لار نده. سؤال دادی چي که جنګ د حل لار نده او امريکا به حتما وزي نو بيا به څه کيږي او پرځای به يې څه ډول حکومت وي؟ موږ ډير ځله جنګ په ډيرو قربانيو ګټلی دی خو دا ګټه مو بيا خپله نده سمباله کړې؛ او دغه سبب دی چي لږوډير هر 40 کاله پرموږ بيا يو تباه کوونکی جنګ تحميل سويدی. موږ اکثره پدی نه يو توانيدلی چي يو مخلص او ولس ته وفادار قيادت ولرو؛ خپلی ګټی تعريف کړو؛ د ګاونڼيانو ګټی او په سيمه کي د لويو طاقتونو ګټی وپيژنو اوبيا د ګاونډيانو او په سيمه کي د لويو قدرتونو مصالح دخپلو ګټو سره موازی او هم اهنګ کړو؛ يا لږترلږه يې له تصادمه وساتو. زموږ ددغو کمزوريو نتيجه ده چی له يو مصيبته خلاصيږو پر بل اوړو. اوس څنګه کولای سو ددغسي غمجن تاريخ د تکرار مخ ونيسو؟ يو مطمئن سياسي حل او يو باثباته مستقل دولت به کوم وي؟
يوولس مياشتي دمخه ما د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل دموندلو په منظور امريکا، اروپائي هيوادونو او ورپسې افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل. ددغه ورکي دموندلو په تلاښ کی چی چيري چا يو پوه او دوطن په درد دردمن افغان يا ډله راښوولیده ورغلی يم. پدغه سلسله کي مي حامد کرزی، يو شمير وزيران، واليان، د شوری وکيلان، دپوهنتون استادان، ليکوالان، پوهان، قومي سپين ږيري، دجهاد رهبران، غازيان او دحزب اسلامي او طالبانو مشران ليدلی او مفصل مجلسونه مي ورسره کړيدی. هغوی ټولو ته مي همدا سؤال مطرح کړيدی چي که د افغانستان مسئله په جنګ نسې حليدای نو سياسی حل به يې کوم وي؟ هغه به کوم حل وي چي پر لاندي بينادونو ولاړ وي:
1- افغانستان اوس اشغال دی او دا اشغال څرنګه ژرترژره رفع کيدای سي؟
2- په افغانستان کي څه ډول يو حکومت بايد راسي چي اکثريت يې خپل وګڼي او ملاتړ يې وکړي خو کوم کسان او لږکي چي يې خپل نه ګڼي دومره ځان محروم احساس نکړي چي ټوپک پسې راواخلي.
3- موږ په داسي يو سيمه کي پراته يو چي ګاونډيان مو حريص، منافق، د اسلام ترنامه لاندي نامسلمان او نامرد دي. خو دبد ګاونډي سره به هم څوک دګذاري لار مومې. دډپلوماسی اهميت په همدغه کي او مهارت يې همدلته دي. څنګه کيدای سي چي زموږ په هيواد کي دګاونډيانو مضر رقابت او بالوکاله جنګ په همکاري بدل سي؟ او يا لږترلږه په ټکر کي نه وی. که د کوم ګاونډی سره دوستانه اړيکي نسو تينګولای نو کم تر کمه عادي روابط خو ورسره ولرو؟ له شره يې حداقل څنګه ځان ساتلای سو؟
4. موږ پداسي حال کي چي دچا غلامي نه منو، دنړيوال کلی يوه برخه يو. افغانستان بايد د نړيوالي ټولني يو فعال غړی او بزنس پارټـنر وی. هغه به څنګه دولت وي چي وخپل ولس ته مخلص او دهيواد لوړي ګټی تعريف کړي؟ او څنګه کولای سي چي په سيمه کي د ګاونډيو او دنړۍ د لويو طاقتونو مشروع ګټې تشخيص او د افغانستان دګټو سره يې همږغی کړي؟
ددغو څلورو نکاتو پر بناء و افغانستان ته د يو جامع سياسي حل دپيدا کيدو په لټه می تر ديرش زره کيلومتره ډير سفر وکړ، دډيرو افغانانو دروازي ته ودريدم او ټولو ته مي کچکول ونيو. دډيرو هغو کسانو څخه ناهيله ولاړم چي هيله ترې کيده مګر هغو بيا څه راکړل (خصوصا ځوان کول) چي چا په شمير کي نه راوستل.
دا معلوماتونه می راټول او تنظيم کړل او د يو وړانديز خاکه می ورڅخه ترتيب کړه. دا په حقيقت کي زموږ دخلکو نظر دی. طرحه دهيچا موقف 100٪ نه تمثيلوي خو دهرچا څه پکښې سته او په لږ ګذشت او/يا فشار دتوافق سبب کيدای سي.
دادی ستاسو مخ ته د افغانستان دمسئلی د سياسي حل د وړانديز خاکه ايږدم. اوس ستاسو څخه په ډيره درناوي دلاندی نکاتو په مورد کي مرسته غواړم او دځواب مو منتظر يم:
- وړانديز اصلاح کړی څو نهائي شکل واخلی.
- دغه وړانديز څنګه عملی کيدای سي؟ يا عملی لار به يې کومه وي؟
- پردغه لار څوک تلای سي؟ (نومان يې)
====== درناوي =======

Dr. Farouq Azam (دکتور فاروق أعظم)
Tel. Home: +44 (0)20 7689 4216
Mobile: +44 (0)79 4457 3690
Email: farouqazam@hotmail.com

بسم الله الرحمن الرحيم
د افـغـانـسـتان د بـحــران سـياسي حــل
۱۰ فبروري ۲۰۰۹

د افغانستان د اساسي قانون د 64 مادی د حکم پاساس دی د راتلونکو انتخاباتو پر ځای لويه جرګه په لاندي ډول راوبلل سي:

الف. دافغانانو دخپلمنځی خبرو پيل:
1. دباور فضاء رامنځته کول: د دايمی سولی په منظور دخبرو تر پيل دمخه دمتخاصمو ډلو ترمنځ د باور د فضاء رامنځته کيده ضرور دي؛ په نشراتو کي دي يودبل خلاف مضر تبليغات بندول او په عوض کي د پخلاينی خبري کول.
2. دمتخاصمو ډلو ترمنځ دي دتفاهم په منظور بيطرفه او دخير خلک وګرځي.
3. د حسن نيت د ښوولو لپاره د يوشمير بنديانو خوشي کول.
4. يوپربل دتورونو اخيستل او پر سرونو د جايزو لغو کول.
5. د اوربند اعلان. د اوربند څارنه يو ګډ کميسون کوی او دواړه خواوي کميسون ته د دندي داجراء لپاره سړي او لازم امکانات برابروي.

ب . لويه جرګه :
د افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو سره تر تفاهم ورورسته، اسلامي کنفرانس ديوې بين الافغاني جرګګۍ له جوړيدو سره مرسته کوي چي د لويې جرګي دجوړيدو او رابللو لپاره کړنلاره جوړه کړي.
لويه جرګه دافغاني ټولو متخاصمو، مطرح، معتنابه ډلو او پوهو شخصيتونو له منځ څخه داسلامی کنفرانس په مرسته رابلل کيږي. د لوئې جرګې په درشل کي ټول سياسي بنديان خوشي کيږي. اوربند دوام لري او وسله والو مخالفینو ته په سیاسی پروسه کی دځاي ورکولو له لاری جګړه عملا ختميږی.
د سولی ابتکار ته د لاری د هوارېدو په منظور لويه جرګه په اوسني اساسی قانون کي لازم تعديلات راولی او د افغانانو ترمنځ د يو آزاد، آرام او پرمختلونکي افغانستان لپاره په يوه روښانه فضاء کي مستقيم او غير مشروط خبري پـيلوی.
لويه جرګه د خپلمنځی تفاهم په نتيجه کي د هيواد لپاره قيادت تثبيتوي او يو بيطرف شخص دحکومت په جوړولو چي ټولو جنګي خواوو ته قابل قبول وي مکلفوي. ددولت موجوده رئيس خپله چوکۍ او صلاحيتونه د لوئې جرګې په مخکي ودغه منتخب شخص ته سپاري او هغه پخپل وار و اسلام، هيواد او اساسي قانون ته دتعهد او وفادارۍ لوړه کوي.
د لوئي جرګي دغړو لخوا ددولت و نوی مشر ته په اسلامي طريقه تر بيعت ورسته لويه جرګه رخصتيږي او پرخپل ځای د هر ولايت څخه درې تنه نمايندګان پريږدي (ديني عالم، قومي مشر او دعصري علومو تعليم يافته) چي دولسي جرګي وظيفه اجراء کړي. ددولت نوی رئيس خپله کابينه دغه ممثلی ولسي جرګې ته د اعتماد د رائي د اخيستو لپاره معرفی کوي.

ج. حکومت :
. انتقالی حکومت ملی وحدت ته متعهد او د ناپـېـيلی او مسلکی کارپوهانو څخه جوړ دی.
. انتقالی دوره درې کاله ده.
. د انتقالی دوری مشر او د حکومت غړی یی د یوی معینی ډلی غړی ندی او نه کومه ډله تقویه کوی او یايې ځبی بلکه د ټول ملت گټه یی په نظر کی ده او د هغه لپاره کار کوی.
. دافغانستان دولت تعهد کوی چي د نورو هيوادو په داخلی چارو کي مداخله نکوی او اجازه نه ورکوی چي خاوره يې د نورو پر ضد استعمال سي. او کوښښ کوی دسيمی او نړۍ په ثبات او پرمختګ کي لازم مثبت رول ولوبوي.
. د افغانستان گاونډیان ددغه هیواد په داخلی چارو کی د عدم مداخلت تعهد کوي او د م. م. م. د امنیت شوری ددوی دغه تعهد تضمینوی او پرهغه هيواد تعذيرات لګوي چي په راتلونکي کي د افغانستان په چارو کي مداخله کوي.
. افغانستان ديو ازا هيواد په توګه دنړيوالی ټولني يو فعال غړی دی. د ملگرو ملتو مؤسسه انتقالی دولت په رسمیت پیژنی او د هغه ملاتړ کوی.
. انتقالی حکومت د هيواد د استقرار او پرمختګ لپاره پنځکلن انکشافی پلان جوړوي او نړیواله ټولنه تعهد کوی چي افغانستان ته خپلی اقتصادی مرستی جاری ساتی.
. خارجی پوځونه د یوکال په موده کی له افغانستانه وزی. ناټو د افغانستان فوج ته هغه مځکنی اوهوائی حربی وسایل پریږدی چی دداخلی امن لپاره ضرور دی. دناټو دفوجونوځای اسلامی فوج نيسي چي په هغه کي ګاونډيان او هغه هيوادونه شامل ندي چي اوس په افغانستان کي فوج لري.
. په ایران او پاکستان کی ټول مهاجرین د دوو کالو په موده کی د م. م. د مؤسسی په مرسته افغانستان ته ستنيږي او داخلی بيځايه سوي کورنۍ ځای پرځای کيږي.
. انتقالی دولت ټوله غيرمجازه وسله له افغانانو ټولوي او بهرنی مسلح افراد اوګروپونه له افغانستانه رخصتوی. که څوک پاتيږي دنړيوالو تړونونو او ددولت د مقرراتو مطابق د مهاجر په ډول معامله ورسره کيږي.
. افغانستان يو اسلامی هيواد او د اسلامی امت يوه برخه ده. د اسلامی کنفرانس په مرسته د اسلامی نړۍ د معتبرو علماؤ يوه ډله د افغانی علماؤ سره انتقالی حکومت ته په ځينو مهمو اسلامی مسائلو کي مشوره ورکوي لکه دښځو تعليم، دښځو حجاب، دعصري علومو زده کړه او داسي نور.
. انتقالی حکومت د خپلی دوری په دريم کال کی چي خارجي قواوي وتلې، وسلی ټولي سوي او اکثره مهاجر او بيځايه سوي کورنۍ پرځای سوی وي اساسی قانون تدوین او د لوئی جرگی په تصویب یی رسوی.
. انتقالی حکومت په اخیرو شپږو میاشتو کی د اساسی قانون مطابق د اسلامی کنفرانس او ملګروملتو په مرسته ددولت دمشر او شوری لپاره انتخابات کوی او دخپلی دوری په پای کی واک ونوی منتخب مشر ته سپاری.
. د انتقالی دوری رئیس او وزیران په راتلونکی لومړنی دوره کی ددولت د ریاست او یا وزارت دنده نسی ترسره کولای.
===============


ډاکټر څپاند
06.06.2009

[quote:044feb1f82]بسم الله الرحمن الرحيم
د افـغـانـسـتان د بـحــران سـياسي حــل
۱۰ فبروري ۲۰۰۹

د افغانستان د اساسي قانون د 64 مادی د حکم پاساس دی د راتلونکو انتخاباتو پر ځای لويه جرګه په لاندي ډول راوبلل سي:

الف. دافغانانو دخپلمنځی خبرو پيل:
1. دباور فضاء رامنځته کول: د دايمی سولی په منظور دخبرو تر پيل دمخه دمتخاصمو ډلو ترمنځ د باور د فضاء رامنځته کيده ضرور دي؛ په نشراتو کي دي يودبل خلاف مضر تبليغات بندول او په عوض کي د پخلاينی خبري کول.
2. دمتخاصمو ډلو ترمنځ دي دتفاهم په منظور بيطرفه او دخير خلک وګرځي.
3. د حسن نيت د ښوولو لپاره د يوشمير بنديانو خوشي کول.
4. يوپربل دتورونو اخيستل او پر سرونو د جايزو لغو کول.
5. د اوربند اعلان. د اوربند څارنه يو ګډ کميسون کوی او دواړه خواوي کميسون ته د دندي داجراء لپاره سړي او لازم امکانات برابروي[/quote:044feb1f82].
[color=white:044feb1f82]څه شواهد او مدارک لرۍ چه طالب يا امريکه به ا وربند ومني؟[/color:044feb1f82]ب . لويه جرګه :
[quote:044feb1f82]د افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو سره تر تفاهم ورورسته، اسلامي کنفرانس ديوې بين الافغاني جرګګۍ له جوړيدو سره مرسته کوي چي د لويې جرګي دجوړيدو او رابللو لپاره کړنلاره جوړه کړي[/quote:044feb1f82][color=red:044feb1f82].اسلامي کنفرانس پخپله دامريکې دمنافعو
دساتونکۍ اداری په حيث کار او فعاليت کوي،څنګه به دافغان ولس داعتماد
وړ وګرځي؟ [/color:044feb1f82]
[quote:044feb1f82]لويه جرګه دافغاني ټولو متخاصمو، مطرح، معتنابه ډلو او پوهو شخصيتونو له منځ څخه داسلامی کنفرانس په مرسته رابلل کيږي. د لوئې جرګې په درشل کي ټول سياسي بنديان خوشي کيږي. اوربند دوام لري او وسله والو مخالفینو ته په سیاسی پروسه کی دځاي ورکولو له لاری جګړه عملا ختميږی.
د سولی ابتکار ته د لاری د هوارېدو په منظور لويه جرګه په اوسني اساسی قانون کي لازم تعديلات راولی او د افغانانو ترمنځ د يو آزاد، آرام او پرمختلونکي افغانستان لپاره په يوه روښانه فضاء کي مستقيم او غير مشروط خبري پـيلوی.
لويه جرګه د خپلمنځی تفاهم په نتيجه کي د هيواد لپاره قيادت تثبيتوي او يو بيطرف شخص دحکومت په جوړولو چي ټولو جنګي [/quote:044feb1f82]خواوو ته قابل قبول وي مکلفوي.[color=yellow:044feb1f82]متاسفانه داسی يو بيطرف شخص لا ندی زيږیدلی![/color:044feb1f82]
[quote:044feb1f82]ددولت موجوده رئيس خپله چوکۍ او صلاحيتونه د لوئې جرګې په مخکي ودغه منتخب شخص ته سپاري او هغه پخپل وار و اسلام، هيواد او اساسي قانون ته دتعهد او وفادارۍ لوړه کوي.
د لوئي جرګي دغړو لخوا ددولت و نوی مشر ته په اسلامي طريقه تر بيعت ورسته لويه جرګه رخصتيږي او پرخپل ځای د هر ولايت څخه درې تنه نمايندګان پريږدي (ديني عالم، قومي مشر او دعصري علومو تعليم يافته[/quote:044feb1f82])
[color=white:044feb1f82]،نن ورځ هر ګيرورسړی دا دعوی
لري چه ديني عالم دی،ديني عالم څنګه تعريفوی؟[/color:044feb1f82]
[color=red:044feb1f82]دقومي مشران ځای،دبانډونو قومندانانو نيولی،[/color:044feb1f82]

[quote:044feb1f82] چي دولسي جرګي وظيفه اجراء کړي. ددولت نوی رئيس خپله کابينه دغه ممثلی ولسي جرګې ته د اعتماد د رائي د اخيستو لپاره معرفی کوي.

ج. حکومت :
. انتقالی حکومت ملی وحدت ته متعهد او د ناپـېـيلی او مسلکی کارپوهانو څخه [/quote:044feb1f82]جوړ دی.[color=red:044feb1f82] څوک اوڅنګه؟بيا دبن دجرګی په شان؟؟[/color:044feb1f82]
. انتقالی دوره [quote:044feb1f82]درې کاله ده.
. د انتقالی دوری مشر او د حکومت غړی یی د یوی معینی ډلی غړی ندی او نه کومه ډله تقویه کوی او یايې ځبی بلکه د ټول ملت گټه یی په نظر کی ده او د هغه لپاره کار کوی.
. دافغانستان دولت تعهد کوی چي د نورو هيوادو په داخلی چارو کي مداخله نکوی او اجازه نه ورکوی چي خاوره يې د نورو پر ضد استعمال سي. او کوښښ کوی دسيمی او نړۍ په ثبات او پرمختګ کي لازم مثبت رول ولوبوي.
. د افغانستان گاونډیان ددغه هیواد په داخلی چارو کی د عدم مداخلت تعهد کوي او د م. م. م. د امنیت شوری ددوی دغه تعهد تضمینوی او پرهغه هيواد تعذيرات لګوي چي په راتلونکي کي د افغانستان په چارو کي مداخله کوي.
. افغانستان ديو ازا هيواد په توګه دنړيوالی ټولني يو فعال غړی دی. د ملگرو ملتو مؤسسه انتقالی دولت په رسمیت پیژنی او د هغه ملاتړ کوی.
. انتقالی حکومت د هيواد د استقرار او پرمختګ لپاره پنځکلن انکشافی پلان جوړوي [/quote:044feb1f82]
[color=white:044feb1f82]مګر دامو هير کړی چه پلان شوی اقتصاد دکمونستانوپه سيستم کی
مروج وو،ازاد بازار پلان نلري!![/color:044feb1f82]

[quote:044feb1f82] او نړیواله ټولنه تعهد کوی چي افغانستان ته خپلی اقتصادی مرستی جاری ساتی.
. خارجی پوځونه د یوکال په موده کی له افغانستانه وزی. ناټو د افغانستان فوج ته هغه مځکنی اوهوائی حربی وسایل پریږدی چی دداخلی امن لپاره ضرور دی. دناټو دفوجونوځای اسلامی فوج نيسي چي په هغه کي ګاونډيان او هغه هيوادونه شامل ندي چي اوس په افغانستان کي فوج لري. [/quote:044feb1f82][color=yellow:044feb1f82]اسلامي فوج؟کوم اسلامي فوج؟،دمصر؟،سعودي؟،اردن؟،بنګلاديش؟ دا
پوځونه خو ټول د انګريز او امريکې دمنافعو دساتنی لپاره تربيه شوی دی :!: [/[quote:044feb1f82]color]
. په ایران او پاکستان کی ټول مهاجرین د دوو کالو په موده کی د م. م. د مؤسسی په مرسته افغانستان ته ستنيږي او داخلی بيځايه سوي کورنۍ ځای پرځای کيږي.
. انتقالی دولت ټوله غيرمجازه وسله له افغانانو ټولوي او بهرنی مسلح افراد اوګروپونه له افغانستانه رخصتوی. که څوک پاتيږي دنړيوالو تړونونو او ددولت د مقرراتو مطابق د مهاجر په ډول معامله ورسره کيږي.
. افغانستان يو اسلامی هيواد او د اسلامی امت يوه برخه ده. د اسلامی کنفرانس په مرسته د اسلامی نړۍ د معتبرو علماؤ يوه ډله د افغانی علماؤ سره انتقالی حکومت ته په ځينو مهمو اسلامی مسائلو کي مشوره ورکوي لکه دښځو تعليم، دښځو حجاب، دعصري علومو زده کړه او داسي نور.
. انتقالی حکومت د خپلی دوری په دريم کال کی چي خارجي قواوي وتلې، وسلی ټولي سوي او اکثره مهاجر او بيځايه سوي کورنۍ پرځای سوی وي اساسی قانون تدوین او د لوئی جرگی په تصویب یی رسوی.
. انتقالی حکومت په اخیرو شپږو میاشتو کی د اساسی قانون مطابق د اسلامی کنفرانس او ملګروملتو په مرسته ددولت دمشر او شوری لپاره انتخابات کوی او دخپلی دوری په پای کی واک ونوی منتخب مشر ته سپاری.
. د انتقالی دوری رئیس او وزیران په راتلونکی لومړنی دوره کی ددولت د ریاست او یا وزارت دنده نسی ترسره کولای.
===============
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ [/quote:044feb1f82][color=white]

پتنګ صيب سلامونه او احترامات ومنۍ،
داډول طرحي په تيرو دیرشو کلونو کی وار وار رامخ ته کړی شوی،مګر ديوه
قوي حامي او واعظګر دنه لرلو په وجه،دکاغذ له صفحي نه يي حرکت ندی کړی٠
داوړۍ به شړۍ نکړی٠[/color:044feb1f82]


رښتینی
07.06.2009

[quote:b2984c014a]پتنګ صيب سلامونه او احترامات ومنۍ،
داډول طرحي په تيرو دیرشو کلونو کی وار وار رامخ ته کړی شوی،مګر ديوه
قوي حامي او واعظګر دنه لرلو په وجه،دکاغذ له صفحي نه يي حرکت ندی کړی٠
داوړۍ به شړۍ نکړی٠[/quote:b2984c014a]

ښاغلی ثابت قوی حامی او واعظګر! به په همدی خپل ولس
کی لټوو او زه یقین لرم چی محترم ډاکټر صیب دادومره منډی
ترړی په همدی پسی وهی څو په خپل ولس کی مخلص او صالح
خلک بیامومی او ددی کار دپرمخبیولو په یون کی یی له ځانه سره مله
کړی او که له حامی نه ستا دا مطلب نه وی نو پره دی حامیان خو
اوس هم فعال اوښه پاوړی په صحنه کی شتون لری خو وړۍ لا وړۍ
پاتی دی او دشړۍ درک نشته

اوبل وروره دډاکټر صیب طرحه دټول افغان دبحثفورم کومه موضوع نده
چی داسی په ټکی ټکی دی تردید ی زیاتونی پری لیکلی دی تاسو هڅه وکړی
چی اصلاحی زیاتونی او وړاندیزونه وکړئ
او پتنګ صیب هم شاید دهمدی له پاره دا لیکنه دلته راخیستی وی او ډاکټر
صیب په ډاګه ویلی د چی په دی لاره کی دهرچا وړاندیز ته اړتیا لری

په مینه


ډاکټر څپاند
07.06.2009

محترم حامد صيب سلامونه اوښې هيلې،

[quote:e1e86f6780]
ښاغلی ثابت قوی حامی او واعظګر! به په همدی خپل ولس
کی لټوو او زه یقین لرم چی محترم ډاکټر صیب دادومره منډی
ترړی په همدی پسی وهی څو په خپل ولس کی مخلص او صالح
خلک بیامومی او ددی کار دپرمخبیولو په یون کی یی له ځانه سره مله
کړی او که له حامی نه ستا دا مطلب نه وی نو پره دی حامیان خو
اوس هم فعال اوښه پاوړی په صحنه کی شتون لری خو وړۍ لا وړۍ
پاتی دی او دشړۍ درک نشته [/quote:e1e86f6780]
ما يوځل دمخه هم په همدې سايټ کی پوښتلي وه چه دمحترم ډاکتر صيب
فاروق اعظم په هکله معلوماتو ته ضرورت ليدل کيږي٠
زما په اند،دحامي نه دلته مطلب ،لکه څنګه چه تاسو ورته اشاره کړی
 په خپل ولس کی مخلص او صالح خلکو موندل دي،نو مهرباني وکړۍ ديو څوو
داسي اشخاصو نومونه ښکاره کړی چه دمحترم اعظم صيب سره پدی لاره کی
همکاري ولري٠ددی نه بغير،ديوه فرد نظر،دنورو دحمايت دنه لرلو له امله،دکاغذ
پر مخ يو ليک دی او بس٠
واعظ يوه تکړه،ملي،دموکرت ،مسلم او مجرب ساسي کارپوه،تکړه ليکوال
 او ويونکي ته خطاب دی٠دمثال په ډول،حکمتيار تقريبا ټول صفات لري مګر
په ولسواکۍ عقيده نلري٠[quote:e1e86f6780]
اوبل وروره دډاکټر صیب طرحه دټول افغان دبحثفورم کومه موضوع نده
چی داسی په ټکی ټکی دی تردید ی زیاتونی پری لیکلی دی تاسو هڅه وکړی
چی اصلاحی زیاتونی او وړاندیزونه وکړئ [/quote:e1e86f6780]
ياره حامد صيب،کله چه دبحث په فورمونو کی يوه موضوع ورګډه شوه،دتبصری
نه کول ډير ګران بريښی٠بياهم که ما اشتباه کړی وي بښنه غواړم٠
[color=white:e1e86f6780]يوه مسله چه همدا اوس راپياد شوه،هغه د تيرو ديرشو کلونو دمجرمينو مجازات
دی٠که داسی فرض کړو چه دې مجرمينو ته داعدام دسزا ورکولو نه دخوددارۍ
په شرط،ټول مجرمين،يوی خپلواکئ ملي،ولسواکئ او اسلامي محکمې ته
ور پيژندل شي،څو ټولو هغه کسانو چه دخلقي،پرچمي،مجاهد،طالب،دموکرات
اويا هربل نامه لاندئ دخلکو په حقوقو تيری کی وي،محاکمه شي او حق حقدار
ته ورسېږي٠ تر هغې چه محکمې فيصله نه وي کړی،ټول افغانان،بيګناه وشميرل
شي،او ټول په يوه خوله،دخپلو دغه شان هيواد والو دبيځايه مجرم ګڼلو نه
مخنيوی وکړي٠[/color:e1e86f6780]
په درناوی،


ميوندي
08.06.2009

يارانو او دوستانو سلام !
يره ماته خو همدا فاروق اعظم هم لوی مداري ښکاري !

د هغه په دې هلوځلو کي هم د کوم هيواد د جاسوسي شبکو موږی کار کوي څو داسي خېزکي ورباندي ووهي!!

زموږ د وطن په اوسني حالت کي خو د افغانانو تر مينځ د حق او ناحقه د مبارزې اصول اصلاً سته نه . هغوی يې هم په حق کي وهي او هم يې په ناحق کي ! يعني هم يې په اسلام کي وهي او هم يې په افغان کي !
دلته اوس د ګاونډو، د سيمي، د اروپايي هيوادو او د امريکا د اجنټانو او لاسپوڅو تر مينځ سيالي ده. هغوی بس د مختلفو لارو نه تلاښ کوي چي کوم اجنټ به څه خېل خپله دنده ښه اجراء کړي ، ترڅو بيا به يو تازه لاسپوڅی د يو څه مودې لپاره ور باندي کښېنول شي !

دلته ټوله، دطالبانو او پخپله د ملاعمر په ګډون لاسپوڅي دي او د پردو لپاره افغان وژني کوي څو پخپله ځان پر کښېنوي .
وطن، اسلام، انسانيت، افغانيت او اخلاقي نورمونه اصلاً مطرح نه دي !

په باالله که مطرح وي !

پتنګه، وطنمله ، څنګه همداسي ده، که نه ؟

په درنښت


pattang
08.06.2009

انډيواله لکه چې د پنجشير په لور ي په پټو سترګو روان يې !
[color=brown:fa232e347a]نه همداسې نده ![/color:fa232e347a]
افغانان ،که څه هم ټول له مېوند ه څخه نه راځي ،خو داسې هم ندي لکه تاسو
 چې محکوم کړي دي ٠ دفاروق اعظم عملي کار دې تر اوسه ندی ليدلی
نو بداورد وېيل ورته ګناه او غېرې پښتني کار دی .
هو که په کرزي کاکو اونورو لاسپو څيو مذدورانو پسې ددوی د ملي خيانتو
په هکله دلته څه وليکې نو د ملت سره به خپل زړه خوږوي ښکاره کړې٠
ميوندي اغا کوم وړانديز تاسو لرۍ ? عملي يې وړاند ې کړۍ٠

[quote:fa232e347a="ميوندي"]يارانو او دوستانو سلام !
يره ماته خو همدا فاروق اعظم هم لوی مداري ښکاري !

د هغه په دې هلوځلو کي هم د کوم هيواد د جاسوسي شبکو موږی کار کوي څو داسي خېزکي ورباندي ووهي!!

زموږ د وطن په اوسني حالت کي خو د افغانانو تر مينځ د حق او ناحقه د مبارزې اصول اصلاً سته نه . هغوی يې هم په حق کي وهي او هم يې په ناحق کي ! يعني هم يې په اسلام کي وهي او هم يې په افغان کي !
دلته اوس د ګاونډو، د سيمي، د اروپايي هيوادو او د امريکا د اجنټانو او لاسپوڅو تر مينځ سيالي ده. هغوی بس د مختلفو لارو نه تلاښ کوي چي کوم اجنټ به څه خېل خپله دنده ښه اجراء کړي ، ترڅو بيا به يو تازه لاسپوڅی د يو څه مودې لپاره ور باندي کښېنول شي !

دلته ټوله، دطالبانو او پخپله د ملاعمر په ګډون لاسپوڅي دي او د پردو لپاره افغان وژني کوي څو پخپله ځان پر کښېنوي .
وطن، اسلام، انسانيت، افغانيت او اخلاقي نورمونه اصلاً مطرح نه دي !

په باالله که مطرح وي !

پتنګه، وطنمله ، څنګه همداسي ده، که نه ؟

په درنښت[/quote:fa232e347a]


عبد السلام
08.06.2009

////


Ghairat
09.06.2009

میوندي صیب او درنو لوستونکو ته سلام !
[quote:02159a13ba]يره ماته خو همدا فاروق اعظم هم لوی مداري ښکاري ! [/quote:02159a13ba]
دا خو داسې تشخیص دی چې یومشر چاته ویل :
هلکه چیرې وې؟ هلته او دلته!
څه دې وکړل ؟ هغه اودغه !
څوک دې ولیدل ؟ یو او بل!
دغسې له دلیل یا ثبوت پرته [color=white:02159a13ba]یره ماته خو۰۰۰ داسې یا هسې ښکاري [/color:02159a13ba]
د سیاست او سیاسي شخصیتونو په اړه ویل په ښه حالت کې صرف دمیراوس ټوکې ګڼل کیدای شي، اوکه ټوکه نه وي نو بیا د فاروق اعظم غوندې ملي شخص په اړه یې ارزښت سخت منفي دی!
اوبیا دا جمله خو د هغه چا له پاره چې فاروق اعظم له نږې پېژني بالکل د زغم وړ نه ده چې ګواکې:
[quote:02159a13ba]د هغه په دې هلوځلو کي هم د کوم هيواد د جاسوسي شبکو موږی کار کوي څو داسي خېزکي ورباندي ووهي!! [/quote:02159a13ba]
نومیوندي صیب دا به ښه وي چې دا ستاسې یوه ټوکه وبولو، که ډاکتر فاروق اعظم نه پیژنې نو بس په همدې یوه ټوکه مو بسنه وکئ او د هر چا تر پیژندلو پورې دا متل خپل سرمشق وګرځوئ : [color=yellow:02159a13ba]شیخ فریده خوله دې پټه بهتري ده ![/color:02159a13ba]
اوکه یې داسې پېژنئ چې [color=yellow:02159a13ba] ((د کوم هيواد د جاسوسي شبکو(ISI , که کومې بلې؟؟؟؟) [/color:02159a13ba])) استازیتړب یې ثابتولی شئ نو باید بیا دشفتالو په ځای په شف شف ویلو بسنه ونه کړئ او صفا صفا یې معرفي کړئ چې وطنوال یې هم وپېژني اوهیڅوک پرې ونه غولیږي! که دانشئ ٍابتولی د ملي او په وطن زړه سواندو شخصیتونو له نوم سره له احتیاط نه کار واخلئ !


ميوندي
09.06.2009

غيرت صاحب ستاسو د با ادبه کلماتو نه مننه چي په هغه کي مو زما خبره را غبرګه کړه !
هغه څه چي ما وويل زما حق وو ، او دغه بيا ستا حق وو چي ځواب مو کړ ! په غرب کي همدې ته ډيموکراسي وايي !

غيرت صاحب دلته چي اوس اشخاص او افراد پورته او کښته کيږي ستا دي خوا مه بدېږه دا د يوه سره پلورل سوي عناصر دي او د کار اجنډا او مصرف يې هم پردو پر غاړه اخيستی دی . دغه خلک نه برنامه لري، نه کوم ګوند لري او نه دوطن د دردو ريښې را سپړي ، او نه هم د علاج کومه مغزنه نسخه لري . لکه د چا چي په سر کي درد وي او څوک يوازي آسپرين ورته تجويزوي، خو د سر د درد پته نه لګوي چي دا ولي درد کوي . ددوی کمال بس په دې کي دی چي څه ورته وويل شي او يا څه ورکول شي نو د هغه اجرآات په ښه درځ سره تر سره کوي، په زرهاوه کيلومتره هوايي سفرونه کوي، ميلمستاوي خوري او په پای کي يو ګذارش تهيه کړي او بس خلاص !

زموږ خلک و داسي کړو ته په اوبو کي پر لوټي باندي تېرېدا وايي . زموږ په وطن کي ستونزه د طالبي وهابيت کمي نده ، زموږ حنيفي مذهبه عام ولس اصلاً وهابيت نه پېژني ، او که يې بيا د طالبانو په وحشت او بربريت سره پېژندلې ده نو په هغه کي بې ادبي معاف ډګه پکښې وهي .

زموږ دوطن داستونزه امريکايانو د طالبانو او بن لاډن په وسيله د پاکستان د آی ايس آی په ګمارلو سره پخپله جوړه کړې ده او ځان يې په دې وطن کي ځای کړی دی څو ټوله سيمه تر خپل نظارت لاندي را ولي . پاکستان که پرون ددغه ډلي په روزلو سره بزنس کاوه په ميليارډو ډالر يې تر لاسه کول، خو نن بيا د همدې ډلي د ځپلود پاره بزنس کوي او په ميليارډو ډالر تر لاسه کوي . هغوی بيا هم ، هم دلته او هم هلته په پښتون وژنه پسې را اخيستې ده . شمالي ټلوالي هم، ايرانيانو هم، روسانو او هزاره ګانو او ستميانو هم . د افغانستان ستونزه د اسلام پر تهديد باندي نده چي ځيني يې ادعا کوي . په مکه کي هم د امريکا صليبي اډه موجوده ده ، مسلمانانو ته لوی شرم دی چي د اسلام کعبه او د اسلامي امت متبرکه هيواد په صليبي امريکايي اسلام دښمنه عسکرو ساتل کيږي . همدا اوس ۹۰ زره امريکايی عسکر په دې اسلامي هيواد کي مېشته دي ،هلته د اسلام د تهديد خبره نه کيږي خو زموږ په وطن افغانستان کي د ملاعمر طالبان دوطن د اشغال نه ړومبی د اسلام خبره کوي او هغه هم دطالباني اسلام او وايي دا چي اسلام په خطر کي دی !

تر څو چي زموږ په وطن کي د امريکا د اشغالګرانه شتون د قانونيت او يا نه قانونيت د پاره د فاروق اعظم غوندي اشخاصو لخوا سازشکرانه هلي ځلي کيږي او زموږ د وطن اصلي خبره چي امريکايي اشغال او عام وژنه ده و حاشيې ته لويږي، ددې وطن ستونزي لا نور هم پراخيږي او سيمه ائزه حساسيتونه را پاروي . دغه کار د افغانستان و موجوديت ته لويه خطره پېښوي .

غيرت صاحب زموږ قضاوت بايد پر ملي ښېګڼو او د هغه پراوږدمهاله د حل لارو باندي بنا وي نه دا چي د اشخاصو او افرادو سره د شخصي سمپاتي او شناخت پر بنا متمرکزي وي . داسي څه په دې اتو کالو کي لويه بدنامي او تاريخي رسوايي رامينځته کړه چي کرزی او کرزيان يې په تاريخ کي په شرمو و شرمول .

تاسو يو لحظه سوچ وکړی چي دغه طالبانو د اوله سره بيا تر اوسه څه هم ونکړل، په لوی لاس يې داوطن د صليبي ځواکو په لاس کي واچاوه او اوس هم د هغوی د پايښت د پاره خلک حلالوي، ښوونځۍ سوځوي، معلمان، ډاکټران، او د يوه سره پښتانه وژني ، پر دې خبره جدي سوچ په کار دی، نن چي هم دلته او هم په سوات، شمالي وزيرستان خلاصه په بره پښتونخواکي پښتون په پښتون وهل کيږي نو دغه کار ته څوک زمينه برابروي ؟! او ددې پای د چا په ګټه دی، نن دوه ميليونه پښتانه د سوات نه کډوال شوه او يو ميليون پښتانه هم د جګړې اسيران دي ددې مسؤل څوک دی او هدف څه دی؟؟

غيرت صاحب زموږ دوطن ستونزي سطحي نه دي او په اشخاصو نه رغيږي، داستونزي په پاليسۍ رغيږي، د اشغال په ختمېدا رغيږي، د لاسپوڅو په شړا رغيږي، په ملي تفاهم رغيږي ، په حسن نيت رغيږي او د ګاونډو هيوادو سره په مصلحت او دهغوی په نه دخالت رغيږي ، کنه نو فاروق اعظم صاحب چي را ولاړيږي او غوري کوي چي يره: کډي ولاړې زوی مې را مولا کړه، داسي څه به هيڅکله هم و نشي !
دلته خبره ډېره ژوره ده !
په درناوي


هیښ
09.06.2009

سلامونه

مخکې له دینه چې دښاغلي ډاکتر فاروق اعظم په طرحه خپل نظر وړاندې کړم باید ووایم چه هره خبره ،لیکنه ،بیانیه ،جلسه ،حرکت او جدوجهد چې دهر چا او هر ې ډلې له لوري په افغانستان کې دموجوده مصیبت دختمولو له پاره په اخلاص تر سره کیږي دقدر وړ دي ،خدائ پاک ددنیا او اخرت خیرونه او اجرونه ورته ورکړي.

دیوې طرحې او پلان جوړول دومره مشکله خبره نه ده او داکار په نن زمانه کې د ډیرو په وس او قدرت پوره دئ چې سرته ئې ورسوي ،مګر ستوزمنه خبره دنقشې او طرحې پیاده کول او عملي کول دي او دیوې سیاسی ،اجتماعی معضلې اړوندو لوریو ته دهغې منل دي .

ډاکتر صاحب لکه چې دده داظهاراتو نه ښکاري ډیرې منډې کړي دي او دزیاتو کسانو دروازې ئې ټکولې دي ،خو بې ځایه او بې ادرسه مڼدې هیڅ په درد نه خوري ،هسې دځان ستړي کول او دوخت ضایع کول دي .

دیوه سیاسي ،ټولنیز،اقتصادي او فرهنګي پرابلم دحل دپاره دیوې طرحې دجوړولو له پاره لمړئ باید دپرابلم اصلی لوري ،عوامل ،علتونه او انګیزې دقیقاً مطالعه شي ،بیا دهغې دحل دپاره دطرحې تابیا ونیول شي .

دافغانستان په تراژیدي کې دوه عمده او اصلي لوري دي چې په معضله کې یو دبل په مقابل کې واقع دي ،یوې خواته دافغانستان مظلوم وولس دئ چې دخپلې ازادئ ،خپلواکئ ،مځکنئ بشپړتیا،ملي ارزښتونو ،ملي فرهنګ او دخپل حق خودارادیت نه ددفاع او حراست دپاره په تش لاس دخپلې ځاني او مادي زیاتو قربانیو په ورکولو سره مبارزه او مقاومت کوي او بل لوري ته یو مغرور،متکبر،وحشي ،متجاوز،په ټولو عصري مهلکو ذروي ،کمیاوي او بیولوژیکي وسلوسمبال غربي نوي استعمارګران دي چې دټولو منل شویو انساني ،اخلاقي ،بین المللي او حقوقي موازینو او اصولو خلاف دیوه تاریخي ،سرلوړي او باوقاره ملت دمستعمره کولو او غلام کولو دپاره په یوه نامتوازنه او غیر مؤجه تجاوزي جګړه لګیادي .
په د اساس که کومه دحل لاره لټول کیږي او یا تماس نیول کیږي نو دمعضلې اصلی لوري همدا دوې خواوې دي چې باید دهرې طرحې دعملی کولو او پلی کولو دپاره باید په نظرکې ونیول شي او داسې زمینه برابره شي چې دادواړه لوري دطرحې دمنلو دپاره غاړه کیږدي .
نور ټول ادرسونه دتنظیمي جنایت کارانو او دلاسپوڅې ادارې داجیرانو نه نیولې تر پنجابي او عربي لوپرانو پورې نه دلیدو وړدی او نه دمسئلې دحل توان او واک لري .

داخبره نن ټولو ته معلومه ده چې دافغانستان مصیبت دغربیانو له لوري دسپتمبر دیوولسمې دپیښې په بانه شروع شو او دبون دمنحوسې پریکړې په اساس ئې خپل تجاوز ته لاره هواره کړه او څوتنه رټل شوي او تر تعقیب لاندې جنګي جنایت کاران ،ملي خائینان او وطنفروشان ئې دداخل او خارج نه راټول کړل تر څو نړئ ته ئې دافغانستان دخلکو دنمایندګانو په نامه ور وپیژني او خپل تجاوز او اشغال ته اصولي شکل ورکړي .غربیانو دافغانستان دخلکو په قوي ایمان او دازادئ غوښتنې په کلکه اراده هیڅ باور نه درلو د او ددې خوار وولس په وجود کې ئې ددوامداره جګړو له امله ددې توان نه لید چې ددوئ دکبر او غرور جنګي ماشین په مقابل کې به دومره مقاومت وکړي ،خو وخت او حالاتو دا په اثبات ورسوله چې دغربیانو وحشیانه او غیر انساني اعمال ،ترور ،قتل عام ،پیسې ،پریمانه سلاوې او نور تخنیکې برتریتونه دخلکو دازادئ غوښتنې اراده نه شي بدلولائ او په جنګي جنایتونو سره دوولسونو ایمان په استقلال او ازادئ باندې نه ضعیفولائ شي او نه ئې له منځه وړلائ شي .
اوس خو تقریباُاته کاله کیږي چې دغربیانو وحشت او اشغال روان دئ که سل کاله نورهم داوحشت ته دوام ورکړي افغان وولس به نورې فداکارئ او قربانئ ورکړي مګر ددوئ تر سیوري لاندې ژوند کولو ته به حاضرنه شي او بې له خپلواکئ نه به په هیڅ معامله دافغانانو قناعت حاصل نه شي.
په دې اساس که کوم شخص ،سازمان او ټولنه دافغانستان دکشالې دحل طرح جوړوي نو دافغانانو دا مشروع غوښتنه باید په پام کې ونیسي او د غربیانوماغزه په دبرحقه غوښتنه باید خلاص کړي .غربیانو ته دافغانانو ددې موقف دروښانولو دپاره نه پاکستان ته دتګ حاجت شته او نه کابل ته ،ځکه هم په پاکستان کې او هم په کابل کې داسې څوک نشته چې دافغانستان دمسئلې دحل صلاحیت او قدرت ولری او په دې دواړو ځایونو کې هغسې کسان دي چې فقط دغربي استعمارګرانو امر عملي کوي او دیوه خپلواک عمل او اقدام واک ورسره نشته دئ ،نو ددوئ سره تماس نیول او خبرې کول هیځ ګټه نه لري .
په افغانستان کې دا ناورین دغرب له لوري منځ ته راغلئ دئ او دحل کونجۍ ئې هم ددوئ سره ده ،له دې کبله ټول کوښښ او فشار باید په غربیانو وارد شي ،تر څو حقیقت درک کړی او دخپل جنایت نه لاس واخلي .

زه نه پوهیږم چې دډاکتر صاحب هلې،ځلې شخصي دي او یا دکومې ډلې او سازمان دلوري نه ماموریت ورته ورکړشوئ دئ.بل داچې ایا ډاکتر صاحب دمعضلې دکوم لوري سره تړاو لري او که دیوه منځګړي او پخلاکوونکي رول غواړی ادا کړي .
که شخصي وي بیا نو کومه مثبته او اغیزمنه پایله نه لري او هغه دپښتو متل چې دیوه لاسه ټک نه خیږی ،ځکه په انفرادي شکل خو موږ ټول لګیایو ،خولې موخلاصې کړي دي او هلته او دلته قلمونه کاروو ،مګر کوم دپام وړ اقدام مو نه دئ کړئ ،هسې دخپل زړه هوا وباسو ،نو دډاکتر صاحب به هم دا حال وي او د هیڅ درد دپاره به درمان نه شي.
که دکومې ټولنې او سازمان له لوري وي بیا هم باید واضح شي چې ادرس او پته ئې چیرته ده ،ترڅو ټول افغانان چې دوطن سره مینه لري او په وجدانونوئې دغربي استعمار او استحمار ګرد نه دئ خورشوئ خپل وړاندیزونه ،انتقادونه ،نظرونه او ممکنه مرستې ورسره شریکې کړي.
که دمنځګړیتوب وظیفه ئې په غاړه اخستي وي نو دا باید روښانه کړي چې دا دمنځګړیتوب دنده د کوم بین المللی سازمان او یاکوم دریم هیواد له لوري ورته ورکړل شوې ده او که دبل چا له لوري؟
اوکه ځان دمقاومت دجبهې بولی بیانو دهغه معلوم الحاله څیرو او بانډونو سره چې عملاُ دخپل وولس په مقابل کې په وحشت او جنایت لګیادي او خپل ملي نوامیس او ارزښتونه ئې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دهدفونو قرباني کړي دي دکوم اصل په اساس تماس او خبرې کوي؟ایا دا دمقاومت دجبهې غوښتنه ده او که دده خپل شخصي ابتکار دئ؟
زما دپاره دپورته ټولو واریانتونو نه وروستئ مهم دئ ،مانا داچې
که ښاغلئ ډاکتر فاروق اعظم د افغانستان دمقاومت حقانیت ته قائیل او وفاداره وي ،نو زما په نظر دمقاومت جبهه دخپلې نظامي مبارزې تر څنګ دسیاسی مبارزې دکمبود نه ډیر رنځ وړی او دا کمبود او خالیګاه باید د ډاکتر صاحب په شان خلک چې دغربی استعمار مخالف اود افغان وولس برخلیک پخپله دوولس په لاس ټاکل غواړی او په غرب کې اوسیږي له منځه یوسي او دغربیانو دبرحاله قوانینو په چوکات کې سیاسی مبارزه او دافغان وولس دمظلومیت غږ وباسی اودا مبارزه فعاله ،رهبری او عملي کړي.

داچې ډاکترصاحب په لندن کې اوسیږي ،زما په نظر دډیرو منډو او سفرونو په ځائ کولائ شي دیوې ټولنې دتشکیل غم وخوري او په اروپا او امریکا کې ټول هغه افغانان چې دوولس په درد دردمند دي سره راټول ،منظم او متحد کړي او دخپل وولس دفلاکتباره وضعې تصویر داروپا او امریکا ټولنو ته په تظاهراتو ،میټینګونو،اعلامیو ،مطبوعاتي کنفرانسونو ،مستندو فلمونو اونندارتونونوسره وښئي او ددې ټولنو خلکو ته ددوئ دحکومتونو جنایتونه بیان کړي او هغه درواغجن او غیر واقعي تبلیغات چې دوئ ئې خپلو خلکوته کوي رسوا کړي ،ترڅو دا وولسونه په دې پوه شي چې ددوئ زامن او لوڼې په افغانستان کې ددې دپاره نه مړه کیږي لکه دا جنایت کاره حکومتونه ئې چې ادعا کوي یعنی دتروریزم سره مبارزه ،دبشر دحقوقو نه دفاع ،په افغانستان کې ددیموکراتیک نظام جوړونه او دقانون حاکمیت بلکه دبشر ابتدايی ترین حقوق ددې جانیانو په راتګ سره نه مراعات کیږي ،دجنګي جنایت کارانو ،دوولس دقاتلانو ،غلو ،جنسي تجاوزګرانو او انسانیت ضد عناصرو سره څنګ په څنګ دافغان وولس دترورولو او عامه وژنو پالیسي ئې په مخ کې اچولې ده او داسې اعمال کوي چې دانسانیت په تاریخ کې بې مثاله دي .

همدارنګه که یو منظم سازمان تشکیل کړائ شي نو دغربي جنایت کاره حکومتونو غوږو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول دا واضح کړل شی چې د افغاني ټولنې تفاله(تنظیمي جنګی جنایت کاران ،وطنفروشه کمونستان او دغرب په دسترخوان لوئ شوي نام نهاده تکنوکراتان ) او دمذهبي ،قومي او ژبني اقلیتونونمک حرامه او تش په نامه مشرانو سره یوځائ دافغانستان دغوڅ اکثریت په مقابل کې ددښمنئ او جنګي جنایت پالیسي ددوئ دوولسونو دګټو سره سمون نه لري او دا پالیسي بې له ناکامئ ،شرمندګئ ،مادي ،ځاني او مالي تلفاتو بله لاسته راوړنه ددوئ دپاره نه راوړي .

که ډاکتر صاحب او په اروپا او امریکا کې میشت افغانان دهغه طرحو په ځائ چې عملي جنبه نه لری او انفرادي رنګ لري دیوه سیاسی تشکل درامنځته کولو له پاره چې دافغانستان دمظلوم وولس دحقه غوښتنو یعنی خپلواکئ ،ازادئ او وولسي اقتدار دبرقرارولوهدف ولري عملي او مؤثر ګامونه پورته کړي زما په نظر ګټه او اغیزمنتوب به ئې ډیر وي .

مننه


pattang
09.06.2009

ميوندي صيب !
خبرې دې له غير ت صيب سره دي خو دا چې د هېواد په اړه دي ،
ځان در ګډول خپل مسئوليت بولم :
اوږدې پړپړې په پستو خوږو خبرو پټه مانا او څه ښکاره کول د بېکارو خلکو
کاردی که د غه څوک شاعر او اديب نوي٠
- په فاروق اعظم داجنټ ټاپه وهل دصليبي شکيلاک دا شغال او دنالتي کرزي
ددولت اوږدول دي :
داڅکه چې هريو وطنپال به نو اجنټ بلل کيږي خو دواقعي اجنټانو بې
کاروحکمراني به اوږدېږي ٠
وروره !
فاروق اعظم مسکين سړی دی کومه دارايې نلري دهغه دټول تګ ،راتګ اود
لګښت پېسې له 6000 € زياتې نه کيږي ٠ ( لنده ،کابل ، يا اسلام اباد تګ او
راتګ 800 €). دډاکتر صيب دغه پېسې په لندن کې افغانان ور کوي ٠
که پر ما هم څوک غږ وکړي او زه باور پرې ولرم چې کار يې دپښتنو په ګټه ده زه
به يې دوه چنده ورکړم نو ايا زه هم اوس اجنټ يم ? او که څرنګه ?
فاروق اعظم هم سيا ست کوي !، هغه دډېرو افغانانو ملا تړ ته ضرورت لري او په
شروع يې درواني له نظره، اولس ، خلک را بيداريږي، موضع اوقضيه منځ ته اچوي
اوخو څښت منځ ته راځي٠
وروره که ستا د فاروق اعظم له نوم څخه بد نه راځي نو دهغه په ټول پلان کې ملي
تفاهم پروت دی او ټول پروڅيس يې د ملي تفاهم په بڼه ولاړدی ٠
څينې خلک له قضيې نه ديلېمه ( Dilemma دمقصد او هدف ژرنده ) جوړوي
،تاوېږي ر اتاويږي بيا هغه ټکي ته راځي له کوم ځايه ځخه يې چې شروع کړې وي ٠
ميوندي صيب زه حق نلرم چې ټاپه درباندې ولګوم خو داسې خبرې لکه چې وايې
پلانی ISI دی پلانی اجنټ دی ، دامسئله داسې نه حل کيږي ، ډېره مشکله ده
اونور.... يوازې د جنګي جنايتکارانو ،د پښتنو ددوښمنانو ، داصليبي اشغالګرو
عمر زياتوي، اولس ورته تسليمه وي او ناموس پرې خرڅوي ٠
دلته يو تړلی روان پروڅيس او پراڅېدوره په پښوروانه ده :
د تېرور او طا لب اتريبوت :=> دالراو چوکۍ داشغالګرو له خوا! .
افغان و ږنه او بې ناموسي دورځې موډ ګرزېدلې دي ٠
نو چاره څه ? څه بايد وکړو ??????? ايا ددې بې ناموسانو په ضد را پورته
کېددل د هر باناموسه افغان وظيفه نده?? ٠
ايا ستا سود فکر ي اوږدې خبرې لکۍ لنډه نکړو ?? او که زوم ، زوم به کوودالر
به وهو ځيني وخت به ليکنې او خبرې هم کوو!! ٠
داخو ولا که پښتو او غيرت وي٠
[quote:7af6493edb]
[color=brown:7af6493edb]غيرت صاحب زموږ دوطن ستونزي سطحي نه دي او په اشخاصو نه رغيږي، داستونزي په پاليسۍ رغيږي، د اشغال په ختمېدا رغيږي، د لاسپوڅو په شړا رغيږي، په ملي تفاهم رغيږي ، په حسن نيت رغيږي او د ګاونډو هيوادو سره په مصلحت او دهغوی په نه دخالت رغيږي ، کنه نو فاروق اعظم صاحب چي را ولاړيږي او غوري کوي چي يره: کډي ولاړې زوی مې را مولا کړه، داسي څه به هيڅکله هم و نشي !
دلته خبره ډېره ژوره ده ![/color:7af6493edb][/quote:7af6493edb]


ډاکتر وطنمل
09.06.2009

دروند میوندي صیب تاسو سم وایاست چې :
[quote:f3de05d081]زموږ دوطن ستونزي سطحي نه دي او په اشخاصو نه رغيږي، داستونزي په پاليسۍ رغيږي، د اشغال په ختمېدا رغيږي، د لاسپوڅو په شړا رغيږي، په ملي تفاهم رغيږي ، په حسن نيت رغيږي او د ګاونډو هيوادو سره په مصلحت او دهغوی په نه دخالت رغيږي ، کنه نو فاروق اعظم صاحب چي را ولاړيږي او غوري کوي چي يره: کډي ولاړې زوی مې را مولا کړه، داسي څه به هيڅکله هم و نشي !
دلته خبره ډېره ژوره ده ![/quote:f3de05d081]
خو ومونه ویل چې دا اشغال په څوک ختموي؟ لاسپوڅي به څوک شړي؟ دولت د چا له خوا ملي تفاهم ته ،حسن نیت ښودلو ته اوګاونډي هیوادونه به څوک نه لاسوهنې ته اړیاسي ؟
دا کار خونه لاسپوڅی دولت کولی شي اونه یې اشغالګر د خپل ځان پر ضد کوي، اود ملت لار خو هماغه ده چې تر ډیره ډیره ډاکتر اعظم ښودلې ده ،که څنګه ؟؟؟!


ميوندي
09.06.2009

محترم وطنمل صاحب ستاسو پوښتنه پرځای او منطقي ده خو،پر موږ باندي دا دېرش کاله هغسي غوبل وشو چي پر هيڅ بل هيواد او ولس نه دي تېر شوي . زموږ پرمؤمنو او عاجزو خلکو داسي رنګانګه مسلمانان نازل شوه چي قيضه يې د يوه سره د پردو په لاس کي وه او د يوه سره د پردو لپاره جنګېدل. زموږ په وطن کي چي ددې اتو کالو په دغه لويه فساد پيشه اداره کي هغه څه وشول او لا کيږي، افغانان ورباندي شرميږي .
زمو د زياتو بدبختيو او ستونزو سره سره لويه او ډيره جدي ستونزه چي نن سبا افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي هغه د نه اعتماد ستونزه ده. زموږ هيواد او زموږ ولس څو ځله په مختلفو نومو پر چپه او راسته لارو پر پردو خرڅ شو، ورځ مو توره شوه، او دغه حالت ته را ورسېدلو. اوس خو متأسفانه داسي يوه وضعه حاکمه ده چي ولس په کلی توګه اعتماد دلاسه ورکړی دی . په هيچا اعتماد نه کوي !
البته دا ډير بدبينانه نظر دی، خو دغه شاني نظر حالاتو جبراً تحميل کړی دی . دا ستونزه به زمان هغه وخت حلوي چي ددې بحرانه څخه يو خودجوشه ملي حرکت سر راپورته کړي . کېدای سي په دې حرکت کي هر څوک ان پروني خلک خپل ځان بيا تثبيت کړي .
په درناوي



ع کريم حليمي
10.06.2009

 [quote:b9b29192de]خو ومونه ویل چې دا اشغال په څوک ختموي؟ لاسپوڅي به څوک شړي؟ دولت د چا له خوا ملي تفاهم ته ،حسن نیت ښودلو ته اوګاونډي هیوادونه به څوک نه لاسوهنې ته اړیاسي ؟
دا کار خونه لاسپوڅی دولت کولی شي اونه یې اشغالګر د خپل ځان پر ضد کوي، اود ملت لار خو هماغه ده چې تر ډیره ډیره ډاکتر اعظم ښودلې ده ،که څنګه ؟؟؟![/quote:b9b29192de]

بلې ! مکرم او محترم ،فاضل ډاکتر وطنمل صاحب تر سلام او دعا ورسته 
حقيقت دي چه د افغان حکومت او خارجي قواوي ملي تفاهم او حسن نيت 
او ملي پخلاکېدل نسي راوستلی 
يوازي او يوازي ملت کولی سي چه دملي تفاهم پيغام منځ ته راوړي 
ملت ته دامسؤليت ور د غاړي دی چه ملي شخصيتونه جوړ کړي 
او دا جوړ کړی شخص خپل ملي سمبول کړي ، او تر شا ئې ملت او حکومت و دريږي او د ملي اواسلامي جرګو او شوار له لارو مجلسونه وکړي 
او نظرونه راټول کړي ، او د لوی جرګې، ارګ ، او خارجي قواوو مخته ئې 
کښېږدي ، او د لوی جرګې ،ارګ ،خارجي قواوو نظرونه واخلي بيا ئې ملت 
او ملي مبارزينو مخته کښېږدي ، د هغوی نظرونه او مشکلات راټول کړي 
او د لوی سرمايدارانو ، ملکانو ،اطرافي خانانو ، فرهنګيانو موافقې تراسته 
کړي  او   په ښو سياسي او عرفي تدابيرو سره د ملي تلويزون او ملي 
اخبارنو له لاري ټول ملت تر ږغ ورسوي 

خو دومره خبره ده چه داسي ملي سياسي حرکت 'Part Time Lover'
تر سره نشي رسولی او په  Lyrics هم ملي پخلاينه منځ ته نه راځي 
ايا شل داسي خلک جوړولی سو چه : تر خپلو نقدي ګټو تير ، اولادونه شاته
پرېږي ،د يوه يا دوو کالو لپاره اووه ورځي او شل ساعته د ورځي 
ملي خدمت ته ملاوتړي ،او دوه فيصده د سر تاوان ئې هم ومنلی وي 

ايا ښاغلی فاروق اعظم صاحب دې کارته امادګي لري 
فاروق اعظم خو يو جهادي شخصيت وو او د غرب ،او عربو د سرمايې 
او د خپل ايمان په زور ئې جهاد کاوه ، ايا نن ورځ فاروق اعظم
دې ته اماده دی چه يوازي د ايمان په قوه دا ملي او ديني واجبه وظيفه او 
کاروان د ساحل تر غاړي ورسوي ؟؟ که رب غوښتي وي 
http://www.youtube.com/watch?v=l97hg-5enHs 
درنښت

  

   


pattang
10.06.2009

حليمي صيب سلا مونه !
درسته خبره ده چې فاروق اعظم جهادي سړی دی ، هغه وخت او هم اوس جهاد
فرض دی ( په عاميانه ژبه) دا خودهر مسلمان وظيفه ده ٠داچې چا پيسې ورکولې
 داهم په اوله مرحله کې مهمه نده خو داچې پيسې ورکونکی څه قسم شرائط ږدي
هغه بايد له نظره کلک تېر شي٠
کمونيزم دغرب دوښمن، داسلام دوښمن - هدف يو وو .
د هغه وخت خبرې ... هغه وخت تېري دي ، فاروق اعظم د مجاهيدينو د جهالت په
هغه وخت کې چې هېواد يې ټوټه او په پاټکو تقسيم کړی وو اوبيا طالبان 
راپيداشول ځان لا پخوا يوې خواته که او خارج ته لاړ ٠
فاروق اعظم پا ټکي سوابق نلري !
هو دا چې اقدام او کړنلاره يې مخته ځي يانه هغه بله خبره او تر ډېرو عواملو پورې
تړلې ده ، خدای پاک دې موفق کړي٠
امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more