نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په صوات کی د طالبانو شکست او د افغانستان د اسلامی امارت چوپتیا!
W.Wardak
06.06.2009
ستاسی په نظر ولی د طالبانو امارت د صوات د طالبانو په هکله هیڅ هم نه وایی، په داسی حال کی چی د صوات طالبانو اسلامی شریعت غوښتو، او مقابل کی د پاکستان اجیری اردو، د امریکا په اشاره بمباری پری وکړه، اوس خو داسی بریښی، چي طالبان = ای، اس، ای او د پاکستان پوځ نو ځکه د طالبانو امارت د صوات طالبانو په هکله داسی یو ، سیاست غوره کوی، چی پنجابئ لالا خفه نه شی.
Ghairat
07.06.2009
وردک صیب ، هغه چاچې طالب مشران د ISI استازي نه بلل ، هغوی دې اوس له دوی څخه پوښتنه وکړي چې دا ولې موخولې چئپې،
شونډې ګنډلې او عقلونه شنډ پاتې شول ؟؟؟؟
خوکله چې امریکا یانو د پاکستان له هوايي ډګرونوڅخه بم غورځنده طیارې پورته کولې او پخپله طالب أمارت یې بمبارولو
او را پرځولو نوهم دغوګوډاګیو له خپل بادارISI څخه یوه علني شانته ګیله قدرې ونکړای شوه ،نو اوس به د صوات د طالبانونوم څنګه په خوله واخلي ؟[color=blue:fedb1249ef]
بر عکس څه موده وړاندې اکرم الطالبین وجاهدالمجاهدین ملا عمر اعلام وکړ چې پاکستان یو اسلامي دولت دی او پر ضد یې
مقاومت نه دی روا، حال داچې شریعت په کې نشته او سوچه سیکولر انګریزي قانون په کې نافذ دی ۰
هو، تره کي، کارمل اونجیب له مسکو څخه، کرزی او اشرف غني له واشنګټن او ملا عمر له اسلام آباد څخه ګیله هم نشوه او نشي کولی!
او اسامه د پردیو قومونو په سر له ISI سره معمامله ګري کوي ، نو اوس تاسې کرانو لوستونکو قضاوتوکړئ چې آیا دوی ټول
له یوه سره د افغان ملت ددوښمنانو ګوډاګیان او دوستان نه دي ؟؟ او دغه جګړه CIA, او ISI او القاعدې په ګډه سره په افغان ولس ،
په ځانګړي ډول پښتنو باندې نه ده تپلې ؟؟؟[/color:fedb1249ef]
عبدالله صابر
07.06.2009
السلام عليکم
ښاغلو زماپه فکرخودسوات حالات اويادپاکستاني فوځ ظالمانه عمليات اوپه
دي هکله دافغانستان طالبانوغبرګون ته نه کومه اړتياليدل کيږي اونه ورته څه ګټه
رسولئ شي ،دطالبانواومسلمانانوخلاف جګړه خويوه نړيواله جګړه ده ،که هغه په
عراق ،صوماليه ،پاکستان اوياافغانستان کښ وي بي له شکه طالبان يی په درد
درديږي خوامادمرستې لاس يی په اوس وخت کښ نه ورسيږي ٠
دافغانستان قهرمانوطالبانوخوخپله خاوره اشغال شوي دوی دخپلې خاورې په خلا
صون لګيادي اودي ته وخت نه لري چي له وخت مخکښ په نړيوال اويانورومربوطو
حالاتوتبصره اوغبرګون وښيی ،دافغانستان دوښمنان هڅه کوي طالبان په ځيني
غيري ضروري اوګټه نه لرونکوموضوعاتومصروف اوله مقاومت څخه يی پام بلې
خواته واړه وي ترڅواشغالګران ته دمه ورکړل شي خوله نيکه مرغه دطالبانوقيادت
دي ټولوتوطيواودسيسوته پام دی اوپه اوس وخت کښ دوی له مقاومت اوهيواد
خلاصون پرته نورڅه نه پيژني اونه دچاملامتئ ته کوم اهميت ورکوي ٠
والسلام
شبيراحمد
08.06.2009
ټولوليکونکواولوستونکوته په ټوله مينه
السلام عليکم
کله چې مي دموضوع په لوستلوپيل وکړنودعبدالله صابرصېب خبري مي په زړه کې وې خويواځي دومره وايم چې داټود(آی اس آی )زامن دي نن که له صوفي محمدسره جنګېږي سبابه يې بياپه څنګ ورسره کېنولي وي
هیڅ مه پرې خفه کېږﺉ
===========================================
ګران صابرصېب نه پوهېږم چې زمازړه له تاسره ده اوکه ستازړه له ماسره ؟؟؟؟؟؟؟
ستاسوشبير
Ghairat
10.06.2009
ټولوته له سلامونووروسته :
صابر صیب خوپه ډیره بی صبرۍ سره تثبیتوي چې :
[quote:27e08cd4d4]ښاغلو زماپه فکرخودسوات حالات اويادپاکستاني فوځ ظالمانه عمليات اوپه دي هکله دافغانستان طالبانوغبرګون ته نه کومه اړتياليدل کيږي اونه ورته څه ګټه رسولئ شي [/quote:27e08cd4d4]
خودا څه معنی ؟ آیاستاسو په اند نه د سوات حالات دومره خراب اودومره د اندېښنې وړ دي چې په اړه یې طالبان غبرګون قدرې وښيي اونه هم د پاکستان د پوځ ظالمانه عملیات دومره ظالمانه بولئ چې په اړه یې طالبان غبرګون وښئ ؟؟؟؟
اوکه مطلب مو دادی چې لر طالبان ستاسې په اند نه دومره مسلمانان اونه دومره يښتانه دي چې د قومي او اسلامي ورورۍ له امله ورسره طالبان د ملاتړ اړتیا
احساس کاندي ؟؟؟؟ اوکه نه بر طالبان یې هم مسلملنان ، هم يې پښتانه اوهم طالبان بولي او ار ډیره د یوه اسلامي ، سیاسي او جتماعي هدف له امله د یوه جهاد د سنګر ورونه بولي،خو د خيل ګډ بادار ISI سره خو یې نونشي برابرولای،
نود ISI په مقابل کې یې ګوډاګیان نوم نشي اخستلای نو غبرګون ښودل ته خويې طبعا بیا نه اړتیا لیدله کیږي اونه کومه فایده کولاشي ۰ بالکل منطًقي لو روښانه ده چې د ګډ بادار په وړاندې دوه ګوډاګیان یوله بل سره نه ملاتو ښودلی شي،نه فایده کوي او به دې کبله اړتیا همودته نه لري !
[quote:27e08cd4d4]،دطالبانواومسلمانانوخلاف جګړه خويوه نړيواله جګړه ده ،که هغه په
عراق ،صوماليه ،پاکستان اوياافغانستان کښ وي بي له شکه طالبان يی په درد
درديږي [/quote:27e08cd4d4] افغان کرزی او پاکستانی زرداري خود يوې پښتنې خاورې د لر او بر
طالب جګړو سره ورونه کړل، خو لر او بر طالبان يې دومره هم سره نږدې نکړل
چې يو د بل سره لږ تر لږه اخلاقي پيوستون څرګند کړي (؟)، دابيګانګي هغه وخت امکان لري چې ددوی په نسبت يې د ISI سره اړيکي
لا ټينګې وي ٠
که همداسې وي نو بيا سمه ده چې يو بل ته يې [quote:27e08cd4d4]دمرستې لاس ... (نۀ)په اوس وخت کښ نه(وروسته) ورسيږي ٠ [/quote:27e08cd4d4]
[quote:27e08cd4d4]دافغانستان قهرمانوطالبانوخوخپله خاوره اشغال شوي دوی دخپلې خاورې په خلا صون لګيادي اودي ته وخت نه لري چي له وخت مخکښ په نړيوال ۰۰۰
حالاتوتبصره اوغبرګون وښيی [/quote:27e08cd4d4]
دا له ISI پرته بل کوم اود چا جبر دی چې د یوې خاورې خپل لر پښتون مسلمان او طالب ورورته د صومالیا نو،عراقیا نو او فلسطینیانو یا پنجابی طالبانو په سترګه پردي کتل کیږي او د هغوی پشان یې صرف نړیوال بولي؟؟؟؟
غلامي که د امریکایانووي ،که د نورو لویدیځوالو وي اوکه د ISI وي،غلامي ده اوير ضد یې باید هر اړخیز مقاومت وشي :
[color=red:27e08cd4d4]چې ذلت د غلامۍ لري په سر کې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ماته یودی پنجابی وي که افغان [/color:27e08cd4d4]
عادل عادل
11.06.2009
سلامونه
غیرت صیب
ISI ته د چا د غلامی په تورنولو یا ثابتولو کې د اشغالګرو لاسپوڅي نشي توجیه کیدای، پخوا هم داسې ځوانان ډیر وو چې روسي لاسپوڅئ ته یې د ولسي مقاومت پر ضد غاړه کیښوده او ترجیح یې ورکړه، ستاسو د ډول استدلال به یې کولو چې دواړه اطراف د آس دوه غوږونه دي، یوې خوا ته کمونیزم او بلې خواته امپریالیزم خو تاریخ به د افغاني سپیڅلي مقاومت په څیر هغه څه ثبتوي چې د لوړو معنوي ارزښتونو څخه ډک وي اود تیري کوونکو، خاینو او سرټیټو کړنې او پاتې شوني به په تورو پاڼو کې لیکي.
زما په نظر ISI ډیر خبیث سازمان او پست صفته شبکه ده، خو دا چې تاسو پرې په قسمي ډول د مقاومت د تقدس لوړې درجې او خپل دیني او افغاني فرض لوروئ نو دابه ستاسو د پټو سترګو نظر او د ویده ضمیر خامه زیږنده وي.
په هر حال احساسات مو تر هغو ډیر اوچت او د قدر وړ دي چې سترګې یې ړندې او ضمیرونه یې مړه دي.
Ghairat
11.06.2009
دروند ورور عادل صیب ته سلامونه اودرناوی!
[quote:92afd44103]زما په نظر ISI ډیر خبیث سازمان او پست صفته شبکه ده،[/quote:92afd44103]
کاش چې ملا عمر صیب کله همدومره قدرې هم ووايي چېISI ډیر خبیث سازمان یا پست صفته شبکه ده، د شوروي پر ضد جهاد له الف نه تر یا یورې ټول دISI له خوا تنظیم، کنترول او رهبري کېدۀ، ناوړه نتیجې یې له بري وروسته معلومې شوې چې ISI په خپل لاس زمونږ ملي اردو ړنګه اود تنظیمونوپه لاس یې افغانستان په کنډواله اوکثیرالامارات بدل کړ۰ د تنْیمونو بین الامارات مخالفتونه دISI د واحدې قوماندې په وړاندې دخنډ اوځنډ اړیز (سبب) کیده، په تیره بیا د رباني تنظیم ISI ته وفادار نه و ۰
نو ISI د CIA په مشوره اوملاتړ د کنډواله افغانستان د عام اوتام کنترول له پاره په خورا بیړه سره الټرناتیف غورځنګ رامنځته کړ او د پنجشیر تر مورګو پورې پرې ټوله کنډواله ونیوله او تنظیمونوته یې سقوط ورکړ!
جهادي تنظیمونو په ټول عمر کې ،نه له خپل سقوط نه مخکې اونه وروسته تر نن ورځې پورې ونشوکړای اونه به وکړای شي چې ISI وغندي، ځکه چې ټوله ضدملي مرداره یې له ISI سره پرته ده او سڼ هم نشي کولی!
دغه ډول یې تر دې بالکل زیاته مرسته اومستقیم کنترول له طالبانو سره او په طالبانو باندې لرلی او لري یي ، قدرت ته یې رسول، له سقوط سره یې له امریکا سره موافقه کول اوله دې سره سره د امریکا له جیو پولیتیکي جنګي پلان سره سم قدرت ته د بیرته رسولو په تمه ساتلو طالب مشر تابه ته له ISI نه بلا تشبه د قدرت یو رحمان اوقهار سازمان جوړ کړی ، چې د سقوط په وخت کې ورته توبې اود قدرت په وخت کې ورته سجدې کوي ۰
خو ساده او قهرمان طالب خپل مشر تابه ته لاس په نامه تابع دی او له دې خبار هم نه دی ، چې ددوی جګړه هم امریکا یانو د ISI په لاس روانه کړې ده اوپه ګډه پرې
لر او بر يښتانه ځپي ، ددې خبرې خورا ښه تایید دوهاج ساپي صاحب تازه لیکنه ده چې وايي :
[color=yellow:92afd44103]«څه وخت وړاندې دمومند ايجنسۍ دګنداو څخه راغلو ځينو
پښتنو ويل، چې دګنداودپوليسو په يوه تاڼه به هره شپه
ډزې کيدلې، او دشپې له رارسيدو دمخه به يو مشر کرنیل تاڼې ته راغې، او پوليسو ته به يي وويل، چې کيداي شي، طالبان دشپې په
تاسو حمله وکړي،که هغوي ډزې پيل کړې، نو تاسو يي
له کارتوسو ځان ساتۍ،خو هغوي رسا رسا مه ولئ، ديوه څه وخت لپاره به ډزې وکړي، بيرته به ځي.دغه کس وويل، چې طالبان به
رښتيا هم دکرنل صاحب دخبرې مطابق دشپې راغلل،خو پوليس به يي رسا رسا ويشتل، البته پوليسو ته امر وو، چې هغوي رسا رسا
ونه ولي، خو آخر پوليسان نور تنګ شول، يو څه په کې زخميان هم شول. بله ورځ بيا هغه کرنل راغۍ، او هغه مخکينۍ خبره يي وکړه،
چې طالبان دشپې راځي، خو تاسې به يي نه ولئ. البته دا ځل ورته دپوليسو مشر په زړه کې اچولې وه، نوکله چې طالبانو دشپې حمله
پیل کړه، دوي هم متبادلې ډزې پیل کړي، او طالبان يي رسا رسا وويشتل، ويي وژل،سبا يي چې کتل ، نو په مړو کې هغه کرنیل هم پروت وو.
نو اوس تاسو وواياست، چې مل څوک دی او غل څو ک دی؟؟؟؟ »[/color:92afd44103] نو اوس د طالب دمقاومت په اړه دا پوښتنه را پورته کیږي چې دا :
[color=white:92afd44103]د غلام د غلامانو غلامي ده ۰۰۰۰ که رښتیا دا د طالب قهرماني ده ؟؟؟؟ [/color:92afd44103]
دلته هم ګورئ چې تر کومه تاسې د مقاومت د تقدس خبره کوئ، نو تقدس صرف د الله سبحانه وتعالی سره ښايي او[color=yellow:92afd44103]معمولأ[/color:92afd44103]
د بنده ګنده د کار نامو ستا ینتاړی نشي ګرځیدای ۰
عادل عادل
11.06.2009
سلامونه
غیرت وروره ستا خبرې او نیوکې ډیرې بې وخته دي، پدې ډول خبرو سر خوږول او غوږ ګرول د وطن اشغال ته دوام بښي. د لاسپوڅو ِغوبل خو په خپلو سترګو وینئ چې څو ډالرو غوایمه کړي او د ولس ارادې ، ملي او اسلامي ارزښتونه ورځ تر بلې تر ناولو پښو لاندې کوي.
تاسو هیڅکله دخپلو نیوکو او خدای مکړه قسم خوړلي مخالفت په څنګ کې د روان ناورین نه د وتلو عملي لارې چارې نشئ وړاندې کولئ په داسې حال کې چې . انتقاد کول ډیر اسانه کار دی.
Ghairat
11.06.2009
عادل خانه ور وره دا خبرې به اوس عملي نه وي خو له حقیقت نه ډګې او عمل د تېروتنو اوناورینونو له تکرار څخه ساتي نو له چاندي زرو څخه ډیره ګټه لري۰
تاسېکه د لر طالب په مشرۍ کې دISI څخه انکار کوئ نو د (( غل څوک دی اومل څوک دی)) تر سرلیک لاندې د وهاج صیب لیکنې ته څه ځواب لرئ.؟؟ اوکه انکار ترې نه کوئ نو بر طالب هم بیا د ISI له رهبرۍ اوکنترول لرنې څخه نشئ مبرا ګڼلی، خو بیا هم په عملي اړخ کې راځئ چې د اشغالګرو دویستلو له پاره لاسونه سره ورکړو او په داخل اوخارج کې د بهرني ځواکونودویستلو غږ پورته کړو! سوله ییز مقاومت اووسله وال دواړه د یو اومشرک دوښمن پر ضد یو د بل بشپړونکی دی په دې شرط چې له طالب څخه د ISI لاس قطع شي ، خوپه سوله ییز مقاومت کې باید ځنډ ونه کړو !
د ښاغلي پتنګ صیب د پرانستی بحث [color=yellow:9f9b43f9f9]غیرتي اوعملي ګام [/color:9f9b43f9f9] او د لاروي صیب دبحث [color=white:9f9b43f9f9]تاریخي پریکوڼ [/color:9f9b43f9f9]موخه هم همدا ده !
اشغالګراو ښکیلاکـــګر خو تل دیني آزادي ساتي ولې ملي آزادي له منځه وړي ، پر هند د انګلیسي استعمار په ۲۰۰ کلنه موده کې اسلام او هندوییزم دواړه په څپوکې وو، تر څو چې دوه پیړۍ وروسته بیا د ګاندي په مشرۍ په کې دملي أزادۍ غورځنګ پیل او بري ته ورسید، چې البته مسلمانانو هم په کې بیا خپل مذهبي رول هم ولوباوه، خو له پیل څخه تر پایه د هند د ملي آزادۍ غورځنګ و!
زمونږهدف هم باید ملي آزادي او خپلواکي وي چې له منځه تللې ده !
ابو جرير
13.06.2009
ګومان مې نه شي چې په سوات كې طالبانو شكست خوړلى وي؟ دا هسې تبليغات دي چې دښمنان يې كوي.
ته خو دهمدې isi دتبليغاتو او پروپيګندو ښكار راته وبريښيدې دكومې سره چې طالبان مساوي ګڼي!!!
Ghairat
13.06.2009
[quote:31aaa0337b]ته خو دهمدې isi دتبليغاتو او پروپيګندو ښكار راته وبريښيدې دكومې سره چې طالبان مساوي ګڼي!!![/quote:31aaa0337b]
جریر صیب طالبان نه، د طالبانو[color=yellow:31aaa0337b]مشري [/color:31aaa0337b]د isi سرخوړلو په لاس کې ده او په دې ډول سره یې ټول طالب غورځنګ کلک د تیز له رګ څخه نیولی او په برخلیک یې لوبې کوي!
شبيراحمد
18.06.2009
دبحث ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانوپه سوات کي به دطالبانودماتېدوپه هکله يوازي دومره ووايم چې
پرون له ډېوه راډيوسره ديوه پاکستاني چارواکي مرکه وه چې په لړکي يې خوراډېري پوښتني ترې وشوې يوه سړي چې نوم يې عبدالبصيروچارواکي ته وويل چې
زه لاتراوسه په سوات کي دننه اوسېږم ترډېره يې په حالاتوخبريم
دلته چې دطالبانوFMچېنل خپروني کولې هماغه شان لالګيادی که طالبان ختم وای بايدچېنل يې هم ورسره له منځه تللی وای
اوبل داچې
کوم طالبان چې زه يې پېژنم لاتراوسه زمونږدسيمي په دوکانوکي ګرځي راګرځي اوټول په تن روغ اوپه خېټه ښه ماړه دي
که طالبان ختم وای نوبايددالس شل کسان هم دلته نه ګرځېدای
اوداسي نوري سپيني سپني يې ورته وکړې چې ترڅويې دپروګرام دکوربه له خواخبري پرې شوې
اوبې ځوابه پاتي شوې
قضاوت په خپله وکړﺉ
ستاسوشبير
Ghairat
20.06.2009
[quote:9aae21fec8]تاسو هیڅکله دخپلو نیوکو او خدای مکړه قسم خوړلي مخالفت په څنګ کې د روان ناورین نه د وتلو عملي لارې چارې نشئ وړاندې کولئ په داسې حال کې چې . انتقاد کول ډیر اسانه کار دی.[/quote:9aae21fec8]
عملي لار خو پر الله تعالی او خپل ملت ډډّ ه لګول دي ، له ملت څخه مشوره، مرسته اوملاتړ اخیستل دي،نه په ISI نه CIAنه KGB اونه په بل کوم بهرني جهنمي استخباراتي سازمان تکیه کول ، دا صرف د ملت دوښمنو اجیرو ډلو ټپلوکار دی چې ډیر ژر بهرنیو استخباراتوته لاس غځوي لکه کمونستانو، جهادي تنظیمونو ، طالبانو او اوس د کرزي خیلو ګوډاګی حکومت ، چې هر یو په خپل وار په ملت اود هیواد په ملي آزادۍ ناورین راګډ کړی و اود هغه غځول غواړي! ناورینونه د بهرني لاس کار دی،که دا لاس د هر بهرني ځواک وي معنی او نتیجه یې د روان ناورین يا غځول يا صرف بدلول وي ، نه لنډه ول او له منځه وړل! نو ورونو، د اسلام په نوم هم زمونږ د ملت د یوه بهرني دوښمن ګوډاګیتوب نشي توجیه کیدلای، بلکې برعکس که طالبان د پاکستان پرضد راپورته شي نور ملت به د لویدیځوالوپر ضد راپورته شي او دا احمد شاهي غږ به ورسره غبرګ کړي :
[color=red:9aae21fec8]افغانان دې واړه لاس سره یوکاندي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ چې مونن غزا هر لوري شاوخوا ده ![/color:9aae21fec8]
خود طالبانو له پاره دا سې یوملي پاڅون ناممکن دی :
http://www.youtube.com/watch?v=MDbGn4jTTGI
Lotfollah
04.07.2009
د طالبانو په وړاندې د پاکستانیانو نظربدل شوی
د نړۍ د خلکو نظرونه په نوم نشریې بیا په پاکستان کې د طالبانو په وړاندې د خلکو نظرته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په دې هیواد کې د عامو خلکو نظر د طالبانو پرضد شوی خو لا هم د امریکا په اړه منفي نظر شته .
په دې لیکنه کې ویل شوي چې اکثره پاکستانیان اوس پاکستاني طالبانو او دغه راز القاعده ته د پاکستان پرضد د یوه مهم ګواښ په سترګه ګوري چې دا له تېرو اتلسومیاشتو سره لوی توپیر ښيي او په سوات کې د طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ اوحکومت د جګړې د ملاتړ ښودنه کوي .
په نظرپوښتنه کې ویل شوي چې یو لوی اکثریت فکرکوي چې طالبان ، چې هڅه کوي د افغانستان حکومت وپرزوي ، باید پرې نښودل شي چې په پاکستان کې ځالې او اډې ولري .
خو د دې مانا دا نه ده چې د پاکستان د خلکو نظر د امریکا په وړاندې بدل شوی . د پاکستان د ولس یو لوی اکثریت د امریکا په وړاندې منفي نظر لري. کابو په دوو کې دوې برخې پاکستانیان وايي چې دوی پر ولسمشراوباما باور نه لري.او زیات شمېرنور په پاکستان کې د امریکا د بې پېلوټو الوتکود حملو مخالف دي
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=%D9%85%D8%B7%D8%A8%D9%88%D8%B9%D8%A7%D8%AA%D9%88%D8%AA%D9%87%DA%A9%D8%AA%D9%86%D9%87&article=12819
و.افغان
04.07.2009
په پاکستاني طالبانو اعتماد کول دعقل سره دښمني ده،
او له هغوي دا تمه کول چی دتور استعمار له پنجو نه به دپښتنو ځمکه پاکه کړي، هسې
په بادو کی ځان وهل دي.
دپاکستان پښتنو طالبانو ته پکار دي چی داسلامي شريعت نافذولو دشعار سره
دملي آزادۍ غږ پورته کړي، او دتل لپاره دانګریزو دبچوړو له پنجو څخه خپله
خاوره آزاده کړي.
داسی به عام ولس هم ورسره ملګرې شي، دآي اس آي دجادو پنجره کی دا تور مخي
خپله راګير شي، او دانګریز او پنجابو دلسګونو کلونو
ګوډاګيانو ته به غاښ ماتوونکی ګوذار وکړي، او دا مردار ټغر به يي ورټول کړي.
او که داسی ونه شي، نو دپاکستاني طالبانو له خوا داسلامي شريعت دنفاذ دعوا يا
غوښتنه هم 100٪ دروغ، او غير واقعي غوښتنه ده، بلکه د آي اس آي يو بل دام دی،
چی اوسه پوری لوبه همداسی روانه ده.
په درنښت