د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلامي نړۍ ته داوباما وينااو ستاسي نظرونه

محمد احمد حمي
05.06.2009

داوباما دوينا بشپړ متن ::

===============================================

زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسيسو ميلمه يم . الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعليماتود زده کړې مشعل و، او له يوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچينه ده . تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د ميلمه پالنې او د مصر د خلکو د ميلمه پالنې مننه کوم . زه همدا ډول وياړم چې ما له ځان سره د امريکا د خلکو نيک تمنيات او په امريکا کې د ميشتو مسلمانانو د سولې پيغام راوړي :
السلام عليکم .
زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسيسو ميلمه يم .
الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعليماتود زده کړې مشعل و، او له يوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچينه ده .
تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د ميلمه پالنې او د مصر د خلکو د ميلمه پالنې مننه کوم .
زه همدا ډول وياړم چې ما له ځان سره د امريکا د خلکو نيک تمنيات او په امريکا کې د ميشتو مسلمانانو د سولې پيغام راوړي :
السلام عليکم .
موږ په يو داسې وخت کې له يوبل سره ګورو چې د امريکا د متحدو ايالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ کړکيچ زيات شوي دي .
داسې کړکيچ چې په تاريخي قواوو کې رېښي لري او د اوسنيو پاليسيو په اړه له بحث پورته دي.

په اندونيزيا په جاکرتا کې پوهان او ژورناليستان يو ځاي د تلويزون له لارې د اوباما وينا ګوري او اوري.
د اسلام او لوېديځي نړۍ تر منځ اړيکې د پيړيو همکاري او د يوبل تر څنګ اوسېدل په خپله غېږه کې رانغاړي . خو شخړي او مذهبي جګړې هم په کې شاملې دي.
په ورستيو کې دا کړکيچ د هغه استعمار له کبله چې ډېر مسلمانان يې له خپلو حقونو او امکاناتو څخه محروم کړل ، او په سړه جګړه كې چې په ترڅ کې يې له ډېرو اسلامي هېوادونو سره پرته له دې چې ددې هېوادونو غوښتنې په پام کې ونيول شي ، د نورود نماينده او يا لاس پوڅو په توګه چلن وشو ، نور هم زيات شو.
پر دې سربېره مهم بدلونونه په نړېوال کېدو او متمدنه کېدو سره رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې د ډېرو مسلمانانو سره دا مفکوره پيدا شوه چې ګويا لويديځ د سنتي اسلام دښمن دي .
تندلارو ډلو دې کړکيچ ته د مسلمانانو د يو ځواکمن اقليت په منځ کې لمن ووهله .
په امريکا کې د سيپټمبر د يولسمې نېټې بريدونو ، او ددې تندلارو ډلو هغې هميشنۍ هڅې چې د ملکي کسانوپر ضد د تاوتريخوالي لپاره يې کوله ددې سبب شوه چې زما د هېواد (امريکا) په خلکو کې داسې مفکوره پيدا شي چې اسلام نه ېوازې داچې د امريکا ستر دښمن دي بلکې د بشري حقونو دښمن هم دي .
تر څو چې زموږ اړيکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځاي د کينې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځاي شخړې ته ترجيح ورکوي.
دې کار د وېرې او بې اعتمادۍ رېښې ټېنګې کړې .
تر څو چې زموږ اړيکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځاي د کينې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځاي شخړې ته ترجيح ورکوي . همکاري چې کولاي شي عدالت او ارامۍ ته د رسيدو لپاره له موږ ټولو سره مرسته وکړي .
دا د بې اعتمادۍ اوشخړې ګرداب بايد له منځه ولاړ شي.
زه دلته قاهرې ته ددې لپاره راغلي يم ،چې د امريکا د متحدو ايالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ د سولې لارې ولټوم . داسې سوله چې په دوه اړخيز درناوي او د دواړو خواو پر ګټو ولاړه وي .
سوله چې په دې حقيقت ولاړه وي، چې اسلام او امريکا له يوبله بيل نه دي اوضروري نه ده چې له يو بل سره په رقابت کې و اوسېږي .
په حقيقت کې دا د يوې سکې دوه مخونه دي چې ګډ ارزښتونه لري، د عدالت او پرمختګ ارزښتونه او د ټول بشريت لپاره د زغم او درناوي ارزښتونه.
زه پوهېږم چې بدلون په يوه شپه کې نه راځي . هېڅ وينا نه شي کولاي چې د کلونو بې اعتمادي له منځه يوسي ، او زه نه شم کولاي ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووايم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي يوو.
زه پوهېږم چې بدلون په يوه شپه کې نه راځي . هېڅ وينا نه شي کولاي چې د کلونو بې اعتمادي له منځه يوسي ، او زه نه شم کولاي ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووايم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي يوو.
خو زه باور لرم چې پر دې لاره د پرمختګ لپاره موږ بايد هغه څه چې په زړونو کې يې لرو په روښانه توګه ووايوو.
دا هغه مسئلې دي چې ډېر کله پرې ېوازې د تړلو دروازو تر شا بحثونه کېږي.
بايد پرلپسې هڅې وشي چې يو بل واورو، له يو بله زده کړو ، يو بل ته درناوي وکړو ، او په خپل منځ کې د ګډو ګټو لټه وکړو .
لکه پاک قران چې وايي: له خداي اګاه واوسۍ او تل حقيقت بيان کړﺉ .
دا هغه څه دي چې زه هڅه کوم همداسې وکړم ، هڅه کوم چې څومره چې کولاي شم رېښتيا ووايم .
هغې وظېفې ته پام چې زموږ په وړاندې ده، او ددې عقېدې پر بنسټ چې د انسانانو په توګه زموږ دمشترکوبشري ګټو ځواک تر هغه ځواک ډېر پياوړي دي چې موږ يو له بله جلا کوي.
ددې مفکورې يوه برخه ما له خپلو شخصي تجربو اخيستي . زه يو عيسوي يم خو زما پلار له يوي کينايي کورنۍ څخه وو چې له کلونو راهېسې مسلمان نسلونه په کې شامل وو .
کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونيزيا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلي دي.
په ځوانۍ کې مې د شيکاګو په ټولنيزوسازمانونو کې کار کړي چېرې چې ډېرو سوله او وقار په خپلو اسلامي عقايدو کې موندلي.
د تاريخ د يو شاګرد په توګه زه د اسلامي تمدن ژورو ته کېوتي يم. دا اسلام وو چې د الاذهر په شان موسيسو له لارې يې چې د اسلامي تعليماتو مشعل يې پېړۍ پېړۍ روښانه ساتلي په اروپا کې د ر رينسانس او روښانفکرۍ لاره هواره کړه .
کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونيزيا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلي دي
دا د اسلامي ټولنو يو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطيسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بري ، د ناروغيو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچينه اخيستې .
همدا اسلامي فرهنګ و چې د لوړو کونبدو او منارونو معماري يې رامنځ ته کړه ، او تلپاتې شعرونو يې زموږ موسيقي ښکلې کړه .
د خطاطۍ هنر او سوله ايزتفکر لپاره د ځايونو جوړول د اسلام له برکته رامنځ ته شوي
د تاريخ په بېلابېلو دورو کې اسلام په ژبه او عمل کې ديني زغم او د نژادونو تر منځ مساوات روښانه کړي دي .
زه په دې هم پوهېږم چې اسلام تل د امريکا د تاريخ يوه برخه هم وه ، لومړنۍ هېواد چې زما هېواد (امريکا) يې په رسميت وپېژندله مراکش و.
په ۱۷۹۶ عيسوي کال کې د طرابلس د تړون د لاسليک پر مهال زموږ دوهم ولسمشر جان اډمز ولېکل:

((متحده ايالات د مسلمانانو له قوانينو، دين او د ژوند له طرز سره هېڅ ډول دښمني نه لري. ))
د متحده ايالاتو د تاسيس راهېسې د امريکا مسلمانانو دا هېواد بډاي کړي دي . هغو زموږ په جګړو کې جنګېدلي ، زموږ په حکومتونو کې يې خدمت کړي ، د تورپوستانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې په مباريزو کې برخه اخيستې ، سوداګري يې پيل کړې ، د امريکا په پوهنتونونو کې يې درس ورکړي ، زموږ د سپورټ په ميدانونو کې يې لوبې ګټلي، د نوبل جايزې يې تر لاسه کړي ، زموږ تر ټولو لوړه ودانۍ يې جوړه کړې او د اولمپيک مشعل يې بل کړي دي.
دا د اسلامي ټولنو يو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطيسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بري ، د ناروغيو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچينه اخيستې .
او کله چې په دې ورستيوکې لومړي مسلمان د امريکا کانګرس ته انتخاب شو، نو پر هغه قران کريم يې د وفادارۍ لوړه وکړه چې د امريکا د دولت يو بنسټ اېښودونکي ټامس جفرسن په خپله کتابخانه کې ساتلي و.
نو پس زه له اسلام سره مخکې له دې چې هغې خاورې ته راشم له کومه ځايه چې يې ظهور کړي په درې نورو هېوادونو کې اشنا شوي يم.
دا تجربه زما دا باور نور هم زياتوي چې د امريکا او اسلام تر منځ بايد ملګرتيا پر هغه اساس وي څه چې په رېښتيا هم اسلام دي ، نه هغه څه چې اسلام نه دي .
او دا د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر په توګه زما مسوليت دي چې د هغو پر ضد مباريزه وکړم چې اسلام په ناسمه بڼه تعبيروي، هغه که هر چېرې وي.
خو همدا اصول بايد د مسلمانانو له خوا دامريکا په اړه هم ايجاد شي.
هماسې چې مسلمانان په دې خام تصور کې ځاي نه لري، د امريکا په اړه هم دا يو خام تصوردي چې ګوندې دا يوه ځان غوښتونکي امپراطوري ده.
د امريکا متحده ايالات په نړۍ کې د پرمختګ يوه سرچينه ده ، د داسې يو پرمختګ چې نړۍ يې تر اوسه بله نمونه نه ده لېدلې .
موږ د امپراطوريو پر ضد له پاڅونونو زېږېدلي يوو ، امريکا پر دې بنسټ چې ټولو مساوي حقونه لري رامنځ ته شوې .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او ددې هېواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن په قاهره کې د سلطان حسن جومات ته ورغلل.
موږ پېړۍ پېړۍ قربانۍ ورکړي او مباريزه مو کړې څودا ارزښتونه عملي بڼه خپله کړي. هم په خپلو پولو کې او هم په نوره نړۍ کې .
موږ د نړۍ د هر ګوټ له هر کلتوره، رنګ اخيستي او يو کلي مفهوم ته راغلي يوو ، يعنې د عمومي مفاهېمو څخه يو واحد مفهوم ته رسيدلې يوو.
ډېر زيات کار ترسره شوي چې څو يو افريقايي الاصل امريکايي د بارک حسين اوباما په نوم د امريکا ولسمشر شي .
خو دا يوازې زما شخصي کېسه نه ده . البته د امريکا ټولو خلکو ته د امکاناتو د رامنځ ته کولو خوب تر اوسه حقيقت ته نه دي رسېدلي، خو هر څوک چې ددې هېواد سرحدونو ته داخل شي نو دا هيلمندي ورته شته.
ډ ېر زيات کار ترسره شوي چې څو يو افريقايي الاصل امريکايي د بارک حسين اوباما په نوم د امريکا ولسمشر شي .
په دې که هغه اوه ميلونه امريکايي مسلمانان هم شامل دي چې په امريکا کې اوسېږي او د متوسط حد نه پورته عوايد او تعليم ته لاس رسي لري .
پر دې سربېره په امريکا کې ازادي د دين له ازادۍ نه شو بېلولي . له همدې امله په هر ايالت کې يو جومات شته او زموږ د سرحدونو دننه تر دولس سوو زيات جوماتونه فعال دي.
له همدې امله ده چې د امريکا حکومت محکمو ته مراجعه کړې څو د هغو ميرمنو او نجونو د حقونو دفاع وکړي چې غواړي اسلامي حجاب مراعت کړي . او هغوي مجازات شي چې ددوي دا حق نه مني.
نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې اسلام د امريکا يوه برخه ده . زما په عقيده امريکا په خپله خاوره کې دا حقيقت خوندي ساتي ، پرته له دې چې د چا دين، نژاد، او ټولنيز موقف ته پام وشي ، موږ ه ګډه هېله لرو چې په سوله کې ژوند وکړو، زده کړي وکړي شو او ابرومندانه ژوند وکړو.
له کورنيو ، ټولنې ، او خپل خداي سره مينه ولرو.
دا دي زموږ شريک ټکي، او داده د ټول بشريت هېله.
بېشکه چې د بشري مشارکت پېژندل زموږ دوظېفې پيل دي ، خو ېوازې کلمات د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولاي . دا اړتياوې به هغه وخت پوره شي چې موږ په راتلونکيو کلونکو کې په ميړانه عمل وکړو، او په دې ځان پوه کړو چې موږ له ګډو ستونزو سره مخ يوو او که چېرې يې په هواري کې پاتې راشو نو ټول درديږو.
مو ږ له ورستيو تجربو زده کړل که په يو هېواد کې اقتصادي سيستم کمزوري شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په يو هېواد کې يو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېداي شي.
ځکه موږ له ورستيو تجربو زده کړل که په يو هېواد کې اقتصادي سيستم کمزوري شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په يو هېواد کې يو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېداي شي.
که يو هېواد د اتومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي ، د اتومي بريدونو خطر د ټولې نړۍ لپاره زياتېږي.
کله چې د تندلارو وسلوالو يو ډله د يو غره په يو اړخ کې فعاله وي تر سمندورونو پورې غاړه خلک له خطر سره مخ کولاي شي.
کله چې په بوسنيا يا دارفور کې بې ګنا خلک وژل کېږي دا داغ زموږ ټولو پر ګډ واجدان لګېږي .
دا هغه لاره ده چې په يوويشتمه پېړۍ کې يې بايد د يو بل تر څنګ د اوسېدو لپاره خپله کړو او دا هغه مسوليت دي چې د بشر په توګه يې د يوبل په وړاندې لرو.
دا يو دروند مسوليت دي چې زموږ ټولو پر اوږو دي .
د نړۍ تاريخ له داسې حوادثو ډک دي چې ملتونويا قبيلو د خپلو ګټو لپاره يو بل استثمار کړي وي .
خو اوس نوي عصر دي او په دې عصر کې داسې کول خپله خپل ځان ماتول دي .
زموږ تر منځ اوسني پيوستون ته په پام د نړۍ هر هغه نظم به له ناکامۍ سره مخ شي چې په کې يو ملت يا د خلکو يوه ډله پر بل ملت په زور واکمنه شوې وي.
نو د ماضي په اړه زموږ نظر چې هر څه وي موږيې بايد زنداني و نه اوسو.
د ستونزو په وړاندې بايد په ګډه ودرېږو، او په پرمختګ کې بايد ټولو په شريکه برخه واخلو.
خو دا معني نه لري چې له موجودو کړکيچونو سترګې پټې کړو ، بلکې برعکس موږ بايد د کړکيچو سره په سمه توګه چلن وکړو، او پرېږدئ په ځينو مواردو کې چې موږ بايد په همدې روحيه ورسره چلن وکړو په روښانه او وا ضح ډول خبرې وکړم .
لومړنۍ مسله چې مونږ ورسره مخامخ يوو هغه خشونت اميزه تند روي ده چې بايد په هرشکل چې وي مبارزه ورسره وشي .
ما په انقره کې روښانه کړه چې امريکا هيڅکله هم له اسلام سره په جګړه کې نه ده او هيڅکله به هم نه وي . اما مونږ به د ټولو هغو تند لارو سر ه په دومداره توګه مقابله وکړو چې زمونږ امنيت يې د لوي ګواښ سره مخامخ کړي .
اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دي هيواد کې د پوځي اډو په لټه کي هم نه يوو دا د امريکا لپاره ډيره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کيږي
ځکه چې مونږ هم ټول هغه شيان ردوو چې د ټولو اديانو پيروان يې ردوي . لکه د بې ګناه نارينه وو، ښځو او ماشومانو وژل، او د جمهور ريس په توګه زما لومړنۍ وظيفه دا ده چې د امريکا د اولس ساتنه وکړم .
د افغانستان وضعيت د امريکا اهداف څرګندوي او ښيي چې مونږبايد يو له بل سره همکاري وکړو . څه باندې اوه کاله مخکې متحده ايالاتو د نړيوالې ټولنې په مرسته القاعده شبکې غړي او طالبان تر تعقيب لاندي ونيول.
دا کار مونږ د انتخاب له مخې ونه کړ مونږ په دوي پسې ولاړو ځکه چې دا يو ضرورت وو .زه خبريم چې ځينې کسان شته چې د سپتمير د يوولسمې پيښې تر پوښتنې لاندې راولي او يا هغه يو ښه کار بولي .
خو راځۍ چې څرګندې خبرې وکړو ، په هغه ورځ القاعده درې زره کسان ووژل ددې پيښې قربانيان بې ګناه نارينه ، ښځي او ماشومان وو چې يا امريکايان وو او يا د نورو ملتونو څخه وو . او داسې خلک وو چې هيچا ته يې ازار نه و رسيدلي .
خو بيا هم القاعده په ډيرې بې رحمۍ دغه انسانان ووژل او خپلې دغې حملي لپاره يې هم د اعتبار غوښتنه وکړه .
او حتي اوس هم غواړي چې په همدغه پراخه پيمانه نور خلک ووژني .
القاعده په ډيرو هيوادنو کي خپل پلويان لري او هڅه کوي چې خپل د نفوذ لمن نوره هم پراخه کړي . د ا داسي څه نه دي چې بحث دې پرې وشي بلکې داسي حقايق دي چې بايد پر ضد يې عمل وشي .
اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دي هيواد کې د پوځي اډو په لټه کي هم نه يوو دا د امريکا لپاره ډيره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کيږي، دا عمليات ډير لګښت لري او په سياسي لحاظ د هغو دوام هم ډير سخت کار دي .
مونږ به په ډيره خوشالۍ خپل هر عسکر بيرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسي تند لاري نه شته چې هدف يي د زياتو امريکايانو وژل وي .
خو له بده مرغه تر اوسه دغه شان حالت لا نه دي رامنځ ته شوي . همدا وجه ده چې مونږ د شپږ څلويښتو هيوادونو ايتلاف جوړ کړي او سره له دي چې ددي عملياتو خرڅ ډير زيات دي د امريکا ژمنه او تعهد به په دې لاره کې ضعيف نه شي .
مونږ به په ډيره خوشالۍ خپل هر عسکر بيرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسي تند لاري نه شته چې هدف يي د زياتو امريکايانو وژل وي .
په حقيقت کې مونږ او تاسې نبايد چې دا ډول تند لاري وزغمو. دوي په ډيرو هيوادنو کې خلک وژلي دي .
دوي د بيلابيلو اديانو پيروان وژلي دي او تر ټولو زيات يې مسلمانان وژلي دي ددوي دا کارونه د انسانانو له حقوقو ، د اولسونو د پرمختګ او له اسلام سره په هيڅ توګه د پخلايني وړ نه دي .
په قران شريف کې راغلي هر څو ک چې يو بيګناه انسان ووژني دا سې معني لري چې ټول بشريت يې چې وژلي وي او هر څوک چې يو انسان ته نجات ورکړي لکه چې ټول بشريت ته يې نجات ورکړي وي .
نو دغه د تريو ملياردو زياتو پيروانودغه لوي دين د هغو يو څو تنو له تنګ نظرۍ او کرکې نه ډير لوي او پراخ دي .
د خشنو تند لاروسره په مبارزه کې اسلام کومه ستونزه نه ده، برعکس اسلام د سولي په ټينګيدو کې يو مهم رول لري .
مونږ په دې هم پوهيږو چې د افغانستان او پاکستان ستونزې يوازې له پوځي لارو نه هوارېږي ،همدا وجه ده چې مونږ غواړو په راتلونکو پنځو کلونو کې له پاکستان سره هر کال يو نيم مليارد ډالره مرسته وکړو ، څو دوي له دې لارې ښوونځي او روغتونونه سړکونه او تجارتي موسسات رامنځ ته کړي.
او په سل هاوو ميلونه ډالره نور به له هغو کسانو سره مرسته وشي چې له خپلو کورنو څخه بي ځايه شوي دي .
همدا وجه ده چې ولې مونږ دوه اعشاره اته مليارده ډالره د افغانانو سره مرسته کوو چې خپل اقتصاد ورغوي او خپل اولس ته د ژوند لازمې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
اجازه راکړﺉ چې د عراق د مسلې په اړه هم يو څه ووايم . برعکس د افغانستان ، د عراق جګړه يوه د انتخاب جګړه وه چې هم يې زما په وطن او هم يې په ټوله نړۍ کې پر ضد مخالفتونه څرګند شول .
که څه هم زه فکر کوم د عراق ولس د صدام حسين د استبدادي حکومت په پرتله نن په يوه ښه حالت کې دي خو زه په دې هم پوهيږم چې د عراق پيښو مونږ امريکايانو ته هم ددې ضرورت څرګند کړ چې مونږ بايد د ديپلوماسۍ لاره غوره کړو او د امکان په صورت کې د خپلو ستونزو د حلولو لپاره نړيواله موافقه هم تر لاسه کړو .
په دې اړه زه د توماس جيفرسن خبرې راخلم چې وايي:
نن امريکا دوه مسووليتونه لري . يعني دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره يو ښه راتلونکي جوړه کړي، او بل دا چې عراق بايد عراقيانو ته پريښودل شي .

( ( زه هيله من يم چې زمونږ د قدرت په ډيرېدو سره به زمونږ پوهه هم زياته شي . او مونږ دا زده کړه په هغه اندازه ‎‎ چې مونږ له خپل قدرت څخه لږه استفاده وکړو په هماغه اندازه به زمونږ په ګټه وي . ))
نن امريکا دوه مسووليتونه لري . يعني دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره يو ښه راتلونکي جوړه کړي، او بل دا چې عراق بايد عراقيانو ته پريښودل شي .
ما د عراق ولس ته روښانه کړې ده چې مونږ نه غواړو په عراق کې پوځي اډې ولرو، او نه هم د عراق پر خاوره او منابعو باندې کومه ادعا لرو.
د عراق حاکميت پر عراقيانو پورې اړه لري همدا وجه ده چې ما امر وکړ چې زمونږ جنګي غونډونه د راتلونکې اګست مياشتي پوري د جګړي له ميدان څخه ووځي او همدا وجه ده چې مونږ به هغه موافقې ته درناوي وکړ چې د عراق انتخابي حکومت سره مو کړې ده او د هغې پر اساس به خپل جنګي ځواکونه د جولاي تر مياشتې پورې د عراق له ښارونو وباسو، او بيا به خپل ټول ځواکونه په دوه زره دولسم کال کي په بشپړه توګه د عراق له خاوري وباسو .
مونږ به له عراق سره مرسته وکړو چې خپل امنيتي ځواکونه وروزي او خپل اقتصاد ورغوي .
خو مونږ به ديو دوست هېواد په توګه د يوه امن او واحد عراق ملاتړ وکړو . او هيڅکله به له هغه سره د يوه حاکم په توګه چلند ونه کړو .
اوبالاخره په داسې حال کې چې امريکا به هيڅکله د تند لارو خشونت ونه زغمي مونږ به هيڅکله هم خپل اصول له پامه و نه غورځووو .
د سپتمير يوولسمه زمونږ د هيواد لپاره يوه تر ټولو لويه روحي ضربه وه . هغه وېره او هغه غضب چې د دغې پيښې په نتيجه منځ ته راغلي د پوهي وړ دي .
خو په ځينو حالاتو کې ددي هم باعث شو چې مونږ د خپلو لوړو اهدافو او مفکورو پرضد عمل وکړو .
اوس په مونږ د مشخصو اقداماتو له لارې دغه لاره بدله کړو .
ما په يواړخيزه توګه د متحده ايالاتو له خوا پر شکنجه کولو بنديز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پيله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .
ما په يواړخيزه توګه د متحده ايالاتو له خوا پر شکنجه کولو بنديز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پيله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .
نو، امريکا به د نورو ولسونو د حاکميت په پام کې ساتلواو د قانون د حاکميت په ړنا کې له خپل ځان څخه د فاع وکړي . او مونږ به دا کار د هغو اسلامي ټولنو سره په شراکت کې وکړو چې هغوي هم ځانونه تر تهديد لاندې بولي.
هر څومره ژر چي تند لاري تجريد شي او په اسلامي ټولنو کې ددو ي مخنيوي وشي په هماغه اندازه ژر به مونږ ځانونه په امن کې احساس کړو .
د تشنج او اختلاف دوهمه لويه منبع چې غواړم بحث پرې وکړم هغه د اسراييليانو فلسطينيانو او د عربي نړۍ تر منځ ستونزه ده .
د اسراييل سره د امريکا ټينګې اړيکې ټولو ته معلومې دي . دا اړيکي نه ماتيدونکي دي. دا اړيکې پر فرهنګي او تاريخي اساساتو ولاړې دي .
د يهودانو لپاره ديوه ګډ کور غوښتنه په هغه تاريخې غمزې کې پرته ده چې هيڅوک يې نه شي ردولاي .
د پيړيو په اوږدو کې يهوديان په ټوله نړۍ کې تر تعقيب لاندې وو .
د يهودانو سره د ښمني په اروپا کې بالاخره د يوه بې ساري لوي قتل عام يا هولو کوست باعث وګرځيده.
زه سبا د يهودانو له هغه زندان څخه چې د جرمني په بوخنوالد کې دي ليدنه کوم .
دا يو له هغو زندانونو څخه وو چې په کې د نازيانو په دوره کې يهوديان شکنجه کيدل ، ويشتل کيدل او يا به د ګاز په ذريعه وژل کيدل .
شپږ ميليونه يهودان ووژل شول دغه شميره نن ورځ په اسراييل کي د ميشتو يهودان له نفوس څخه زيات دي .
له دې حقيقت څخه انکار کول بې اساسه جاهلانه او له کرکې ډک عمل دي .
اسرييل په فنا تهديدول او يا د يهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډير غلط کار دي . او يوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ايليانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي
اسرييل په فنا تهديدول او يا د يهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډير غلط کار دي. او يوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ايليانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي . او په عين زمان کې د هغې سولې مخنيوي هم کوي چې ددې سيمې خلک يې رېښتياهم په هيله دي .
د بلې خوا ددې حقيقت څخه هم انکار نشې کيداي چي فلسطيني ولس هم مسلمانان او هم عيسويان د يوه ګډ کور د درلودلو په هڅو کې ډيرې ربړې ګاللي دي.
د شپيتو کلونو راهيسې دوي د بې کورۍ درد زغملي دي، ددي زيات شمير د لويدېځې غاړې غزي او يا ګاونډي هيوادنو د مهاجرينو په کمپونوکې د سولي او امنيت په هيله ژوند کړي، خو هيڅکله ددوي هيله نه ده تر سره شوي .
دوي هغه ورځني لوي او واړه سپکاوي چې له اشغال سره تړلي دي زغملي دي . نو نور بايد هيڅ شک وجود ونه لري، د فلسطين د ولس لپاره نور دا حالت د زغم وړ نه دي . امريکا به هم ديوه باعزته ژوند دپاره د فلسطينانو دې برحقې غوښتنې ته شاه ونه ګرځوي او دوي ته به ددي فرصت چمتو کړي چې دوي خپل دولت جوړ کړي.

يو مصري د اوباما وينا په تلويزون ګوري
د لسيزو راهيسې په دې برخه پرمختګ په ټپه ولاړ دي . ددو ولسونو برحقي غوښتنې چې هر يو يې يو دردناکه تاريخ لري خو بيا هم ددوي ترمنځ يو جوړ جاړي ته رسيدل يو خيال ښکاري .
دا اسانه ده چي نورو ته ګوته ونيسو . که فلسطينيان دې ته ګوته ونيسي چې داسراييل جوړيدل د دوي د بې کوره کيدو باعث شو او اسراييليان دي ټکې ته ګوته ونيسي چې ددي هيواد په ټول تاريخ کې هم له دننه او هم دباندې له دښمنيو او حملو سره مخامخ وو ، او که مونږ دغه اختلاف ته له يوې خوا يا بلې خوا وګورو نو مونږ به د حقيقت په پيژندو کې راڼده پاتې شو.
يوازينۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې بايد د دوو دولتونو د جوړيدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراييليان او هم فلسطينيان په سوله او امنيت کې ژوند وکړي .
دا هم د اسراييل او فلسطينانو او هم د امريکا او نړۍ په ګټه ده . همدا وجه ده چې زه اراده لرم چې شخصا همدغه هدف ته د رسيدو لپاره په زياته حوصله مندي چې اړتيا ورته شته کار وکړم .
يوازينۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې بايد د دوو دولتونو د جوړيدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراييليان او هم فلسطينيان په سوله او امنيت کې ژوند وکړي .

هغه مکلفيتونه چې د لارې د نقشې په نوم د سولې د پلان په چوکاټ کي دواړو خواوو ورباندي موافقه کړې ده روښانه دي . ددي لپاره چي سوله راشي ددوي دپاره او زمونږ ټولو دپاره ددي وخت رارسيدلي چي خپلو مسووليتونو ته هم پاملرنه وکړو .
فلسطينيان بايد له خشونته لاس واخلي دخشونت او وژنو له لارې مقاومت غلط کار دي چې هيڅکله به هم مثبته نتيجه ونه لري . په امريکا کې تور پوستي د پيړيو په اوږدو کې د غلامانو په توګه د کمچينو ، سپکاويو او تبعيض سره مخ وو . خو دوي خپل بشپړ مساوي حقوق د خشونت له لارې تر لاسه نه کړل ، دوي په سوله ايزه توګه پر خپلو هغو اهدافو ټينګار کاوه چې د امريکا د تاسيس بنياد يې جوړاوه .
د جنوبي افريقا څخه تر جنوبي اسيا او دشرقي اروپا څخه تر اندونيزيا پورې همداسې شوې دي .

په دې داستان کې يوه ساده حقيقت پروت دي چي زور زياتي انسان هيڅ خواته نه رسوي . خشونت يعنې د ويدو ماشومانو په لور د توغنديو ويشتل او يا په يوه بس کې د يوې زړې ميرمنې وژل نه ميړانه ده او نه هم د قدرت علامه ده .

په دي توګه څوک د اخلاقي قدرت ادعا نشې کولي . اوس د فلسطينيانو لپاره ددې وخت دي چې پر دې فکر وکړي چې څنګه کولاي شي خپل ژوند جوړ کړي؟ فلسطيني اداره بايدخپل د حکومت کولو توان پياوړي کړي . او داسي موسسې منځ ته راوړي چې دخپل ولس اړتياوو ته ځواب ووايي .

حماس د ځينو فلسطينيانو په منځ کې ملاتړي لري خو دوي مسووليتونه هم لري د فلسطينانو هدفونو ته د رسيدو لپاره يو رول لوبول او دا چې فلسطيني ولس سره متحد شي حماس بايد چې له خشونته لاس واخلي .

پخوانيو موافقو ته دې درناوي وکړي او د اسراييل د موجويت حق دې په رسميت وپيژني .

په عين زمان کي اسراييليان بايد وپوهيږي چې د فلسطينيانو حقوق هم د اسراييل د موجوديت حق په شان نه شي رديدلي . متحده ايالات د اسراييلي هستوګن ځايونو مشروعيت او دوام نه مني.

ددې هستو ګن ځايونو جوړول د پخوانيو موافقو سره په تضاد کې دي او سولې ته د رسيدو په لاره کې خنډ واقع کيږي . نو ددې وخت رارسيدلي چې د دې ډول هستوګنځايونو جوړيدل په ټپه ودرېږي .

اسراييل هم بايد خپلو مکلفيتونو ته پاملرنه وکړي او دا ومني چې فلسطينيان هم په خپله ټولنه کې د ژوند ، کار کولو او پرمختګ حق لري .
حماس د ځينو فلسطينيانو په منځ کې ملاتړي لري خو دوي مسووليتونه هم لري د فلسطينانو هدفونو ته د رسيدو لپاره يو رول لوبول او دا چې فلسطيني ولس سره متحد شي حماس بايد چې له خشونته لاس واخلي .
په غزه کي بشري بحران نه يوازې فلسطيني کورنۍ له برباديو سره مخ کوي بلکه د اسراييل د امنيت په ګټه هم نه دي . همدا شان په لويديځه غاړه کې د فرصتونو نشتوالي د سولې په ګټه نه دي .

د فلسطين په ورځني ژوند کې پر مختګ بايد د سولې د لاري يوه برخه وي . او اسرييل بايد د دغه پرمختګ د ‎پاره مشخص اقدامات وکړي .

همدا شان عربي دولتونه بايد وپوهيږي چې د عربو دسولي ابتکار يوه مهمه شروع وه خو ددوي د مسووليتونو پاي نه وو .

د عربو او اسراييلو تر منځ اختلاف نبايد چې نور ددې باعث شي چې د عربي هيوادنو خلک د خپلو نورو ستونزو او پرابلمونو څخه مخ وګرځوي پرځاي يې بايد دا د نويو اقداماتو باعث وګرځي او له فلسطيني اولس سره مرسته وکړي چې خپل موسسات جوړ کړي او ددي لارې خپل دولت په پښو ودروي .

سربيره پردې د اسراييل قانونيت بايد په رسميت وپيژندل شي او دهغو اقداماتو پر ځاي چې پخوا ددوي د خپلې ماتې سبب ګرځيدل د پرمختګ لاره غوره کړي .

امريکا به خپل سياستونه له هغو دولتونو سره يوځاي کړي چې دسولې لاره غوره کوي . او په څرګنده هغه څه ووايي چې اسراييليان ، فلسطينان او نور عربان يې په خپلو خصوصي مجلسونو کې وايي .

مونږ سوله نه شو تحميلولاي ، خو په خصوصي توګه اکثره مسلمانان په دې پوهيږي چي اسراييل به له منځه ولاړ نه شي . په عين شکل ډير اسراييليان د يوه فلسطيني دولت د منځ ته راتلو پر ضرورت پوهيږي ، نو ددې وخت رارسيدلي چې داسې عمل وکړو چي هر سړي يې په رېښتېنولي پوه شي.

ډيري اوښکي تويې شوي او ډيرې وينې تويې شوي نو زمونږ ټولو مسووليت په دې کي دي چې د هغې ورځې لپاره کار وکړو چې اسراييلي او فلسطيني ميندې بې له ويرې د خپلو ماشومانو د لوييدو شاهدانې و اوسي .

دهغې ورځې لپاره کار وکړو چې دغه مقدسه مځکه چې د درې لويو دينونو مقدس ځاي دي هاغسي چې خداي (ج) غوښتل د سولې په يوه سيمه بدله شي . يعني بيت المقدس هم د يهودو هم عيسويانو او هم مسلمانانو لپاره يو د امن ځاي شي، تر څو د ابراهيم ع ټوله اولاده هاغسي د ايسرا په کيسه کې راغلي يو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي .

دا هغه کيسه ده چې وايي موسي ع ، عيسي ع او محمد ص دري واړه يو ځاي د خداي(ج) عبادت وکړ .
دډيرو کلونو راهيسې ايران زما له هيواد سره مخالفت ښودلي دي ، او رېښتيا هم چې زمونږ تر منځ يو له هيجانه ډک تاريخ شته.

د تشنج دريمه منبع هغه ګډي ګټي ، حقوق او مسووليتونه دي چي ولسونه يي د اتومي وسلو په برخه کي لري . همدا مسله د متحده ايالاتو او ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د تشنج يوه منبع ده .

دډيرو کلونو راهيسې ايران زما له هيواد سره مخالفت ښودلي دي ، او رېښتيا هم چې زمونږ تر منځ يو له هيجانه ډک تاريخ شته . د سړې جګړي په منځينوکلونو کې متحده ايالاتو په ايران کې په ديموکراتيکه توګه د انتخاب شوي حکومت په راپرځولو کې رول ولوباوه .

د اسلامي انقلاب راهيسې ايران هم په ځينو اعمالو کې لکه د امريکايانو په برمته کولو او د امريکايي عسکرو او ملکي کسانو پر ضد د خشونت په اعمالو کې رول ولوباوه .

دا تاريخ ټولو ته ښه څرګند دي خو ددي پرځاي چي مونږ د خپل تير تاريخ اسير شو ما د ايران مشرانو او خلکو ته روښانه کړه چې زما هيواد چمتو دي چې د دوو هيوادونو په اړيکو کې د پرمختګ پر لور ګام واخلي .

پوښتنه اوس په دې کې نه ده چې ايران له څه شي سره مخالف دي؟ بلکې پوښتنه په دې کې ده چې ايران د څه ډول راتلونکې د جوړيدو په فکر کې دي .

دا به سخته وي چې د تيرو لسيزو بدګمانۍ له منځه لاړې شي خو مونږ به په ډير جرات او راستۍ سره په دې لاره کې ګام واخلو .

زمونږ د دوو هيوادنو تر منځ ډيرې مسلې دي چې کولاي شو بحث پري وکړو او مونږ حاضر يوو چې بې له قيد وشرطه د متقابل احترام پربنسټ مخ په وړاندي ولاړ شو . اما دا ټولو ته څرګنده ده ،کله چې د اتومې وسلو مسله منځ ته راځي نو مونږ يو ډير مهم ټکې ته رسيږو .

اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هيڅ هيواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سيستم پر يو بل اولس تحميل کړي .


دا يوازې د امريکا ګټې نه دي بلکې هدف دا دي چې په منځني ختيځ کې د اتومې وسلو د رقابت چي نه يوازې دا سيمه بلکې ټوله نړې ګواښوي مخنيوي وکړو .

زه د هغو خلکو په اعتراض پوهيږم چې وايي ځينې هيوادونه دا ډول وسلې لري يا ځينې نور يې نه لري . هيڅ ځانګړي هيواد بايد دا انتخاب ونکړي چي کوم هيوادونه اتومي وسلي ولري، همدا وجه ده چې ما په ډير تاکيد سره د امريکا د ا تعهد اعلان کړ چې غواړي په نړۍ کي هيڅ هيواد اتومي وسلي ونه لري .

دايران په شمول هر بل ولس بايد دا حق ولري چې سوله ايز اتومي انرژۍ ته لاس رسي ولري په دې شرط چې ټول هغه مسووليتونه ، چې د اتومي وسلو د مخنيوي په تړون کې راغلي دي په پام کې ونيسي. دا تعهد ددې تړون اصلي هدف دي . او ټول هېوادونه مجبور دي چې دا شرط ومني . نو زه هيلمن يم چې ددې سېمې ټول هېوادونه به همدا هدف تعقيب کړي.
څلورمه مسله چې زه غواړم ورباندې خبري وکړم د ديموکراسۍ مسله ده . زه پوهيږم چې په وروستيو کلونو کي د ديموکراسۍ دپياوړي کيدو په هکله د نظرونو اختلاف موجود وو او دغه اختلافاتو تر ډېره د عراق د جګړې سره رابطه درلوده .

اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هيڅ هيواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سيستم پر يو بل اولس تحميل کړي . خو دا به زما تعهد دهغو حکومتونو په وړاندې کمزوري نه کړي چې دخپلو ولسونو اراده تمثيلوي . هر ولس په خپل شکل او طريقې سره دغه اصل ته پرمختګ ورکوي .

چې دا طريقه د هر ولس په خپلو دودونو او عنعناتو کې ريښه لري . داسي نه ده چې ګواکې امريکا په دې پوهيږي چې څه شي د نورو لپاره ښه دي ؟

هغسي چي مونږ نه شو پوهيدلاي چې يو ځاي د سوله ايزو انتخاباتو نتيجه به څنګه وي؟ خو زه ډير کلک باور لرم چې ټول خلک د ځينو واقعي ارزښتونو په لټه کې دي، يعنې چې ددې توان ولري چې خپل فکر په ازاده توګه بيان کړي او يا ووايي چې د څنګه حکومت تر سيورې لاندې ژوند کوي .

د قانون پر حاکميت باندې بارو درلودل، مساوات ، عدالت د ټولو لپاره، د اسې حکومت چې د ټولو لپاره شفاف وي او له خلکو څخه غلا نه کوي او يا د خپلې خوښې د ژوند ازادي ولري . دا يوازې امريکايي هدفونه نه دي دا بشري حقوق دي او همدا وجه ده چې ددې ډول اهدافو څخه به مونږ په هر ځاي کې ملاتړ وکړو . ددې وعدې د تر سره کيدو لپاره يوه روښانه او مستقيمه لاره نشته .
امريکا د ټولو هغو خلکو د سوله ايزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوريدل کېږي . که څه هم مونږ له هغو سره په ځينو مواردو کې موافق هم ونه اوسو .


خو يوه موضوع روښانه ده، هغه حکومتونه چې ددې حقوقو ساتنه کوي تر نورو ډير باثباته ، بريالي او په امن کې دي . پر مفکورو فشار راوړل مفکورې له منځه نه وړي .

امريکا د ټولو هغو خلکو د سوله ايزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوريدل کېږي . که څه هم مونږ له هغو سره په ځينو مواردو کې موافق هم ونه اوسو . مونږ به همداشان د ټولو هغو سوله ايزو او انتخاب شويو حکومتونو ته چې د خپلو اولسونو حقوقو ته درناوي کوي هرکلي وايوو .

دغه وروستي ټکي ډير مهم دي ځکه داسې کسان شته ، کله چي په قدرت کي نه وي د ديموکراسۍ پلوي کوي خو کله چې بيا قدرت ته ورسيږي بيا په ډيره بې رحمۍ د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي . نو له همدې امله د خلکو په واسطه د خلکو حکومت هغه يوازيني معيار دي چې د هر چا په برخه کې چې په قدرت کې وي صدق کوي .

تاسو بايد خپل قدرت د خلکو د رضايت له لارې تر لاسه کړئ نه دا چې د زور له لارې . تاسو بايد د اقليت حقوقو ته درناوي وکړئ او د تحمل او جوړجاړي پر روحيه عمل وکړئ، تاسو بايد د خپل اولس ګټې او دسياسي بهير قانونيت د خپلو ګوندي ګټو څخه لوړ وبولئ . ددغو اساسي ټکو پرته يوازې انتخابات حقيقي ډيموکراسي نه رامنځ ته کوي .

پنځمه مسله چې مونږ يې بايد مطرح کړو د دين ازادي ده .
ما زغم او تحمل په خپله کله چي ماشوم وم په اندونيزيا کي وليد . هلته دين دارو عيسويانو په داسي يوه هيواد کي چي اکثريت يي مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .

اسلام د تحمل او زغم پراخه عنعنه لري دا مونږ د اندلس ا او کورډوبا په تاريخ کې وينو ما دغه زغم او تحمل په خپله کله چې ماشوم وم په اندونيزيا کې وليد . هلته دين دارو عيسويانو په داسې يوه هيواد کې چې اکثريت يې مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .

دا هغه روحيه ده چې مونږ نن ورته اړتيا لرو .په هر هيواد کې بايد خلک ددي ازادي ولري چې خپل دين انتخاب کړي او د خپل فکر، زړه او روح په پيروي خپل ديني فرايض پر ځاي کړي .

ديوه دين د پرمختګ لپاره د غه ډول زغم او تحمل ډير اساسي دي خو دغه زغم د ډيرو مختلفو لارو څخه له ګواښ سره مخامخ دي .

په ځينو مسلمانانو کې داسې يو فکر وجود لري چې د خپل دين لوړتيا د نورو اديانو پر ردولو کې بولي .

د بيلابيلو دينونو موجوديت يوه غنا ده چې بايد وساتل شي دا چې دا په لبنان کې د مارونايت لپاره ده يا په مصر کې د کوپس عيسويانو لپاره ده .

همدا شان بايد د اختلاف ليکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي، د سنې او شيعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کي دډيرو لويو زور زياتيو سبب شو ل.

د دين ازادي د خلکو د په ګډه ژوند کولو د توان لپاره ډير مهمه ده . مونږ بايد تل هڅه وکړو چې ددغه توان د ساتني لپاره لارې چارې پيدا کړو . د مثال په توګه په متحده ايالاتو کې د خيرات د ورکولو مقرراتو د مسلمانانو لپاره دا ستونزه رامنځ ته کړې ده چې نه شي کولاي د ذکات د ورکولو ديني مکلفيت پرځاي کړي .
همدا وجه ده چې زه غواړم له امريکايي مسلمانانو سره کار وکړم تر څو دوي وشې کړاي چې ذکات ورکړي .
بايد د اختلاف ليکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي، د سنې او شيعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کي دډيرو لويو زور زياتيو سبب شو ل.

همداشان دا هم مهمه ده چې لويديځ هيوادونه له داسې اقدماتو څخه ډه ډه وکړي کوم چې د خپلو مسلمانو وګړو د دينې مراسمو په تر سره کولو کې خنډ واقع کيږي . دمثال په توګه دا هيوادونه ټاکي چې يوه مسلمانه ښځه بايد څنګه جامې واغوندي او مونږ نبايد د ليبراليزم په پلمه د دينونو په مقابل کې خپل مخالفت پټ کړو .

په حقيقت کې دين مونږ بايد ټول سره يو ځاي کړي . همدا وجه ده چې مونږ داسي پروژې په امريکا کې لرو چې هدف يې په امريکا کې د مسلمانانو ، عيسويانو او يهودانو يو ځاي کول دي .

همدا وجه ده چې مونږ د عربستان د پادشاه عبداله د هلو ځلو چې غواړي د دينونو تر منځ د خبرو اترو زمينه مساعده کړي او يا دا چې د ترکيي مشران غواړي د تمدنونو تر منځ تفاهم منځ ته راوړي هرکلي کو و.

مونږ کولاي شو په نړۍ کې دغه ډول خبرې اتر ې او تفاهم د دينونو تر منځ هم منځ ته راوړو او دخلکو تر منځ يو پل جوړ کړو او بيا د اقداماتو لپاره لاره هواره کړو څه که دا په افريقا کې د ملاريا پر ضد مبارزه وي او که د يوې طبيعي پيښې وروسته د مرستو په رسولو کې وي .

شپږمه مسله چې غواړم ورباندې خبرې وکړم د ښځو حقوق دي زه پوهيږم چې پردې مسلې يو بحث روان دي . زه په لويديځو هيوادونو کې د ځينو ددې نظرمخالف يم چې وايي هغه ښځې چي غواړي خپل ويښتان پټ کړي د نورو سره مساوي نه دي .

خو زه په دې ټينګ باور لرم هغه ښځې ته چې د زده کړې اجازه نه ورکول کيږي هغه له مساواته محروميږي . او دا يو تصادف نه دي په هغو هيوادنو کې چې ښځې يي د لوړو زده کړو خاوندانې دي د غه هيوادونه تر نورو ډير سوکاله هم دي . اجازه راکړي څرګندي خبري وکړم د ښځو د مساوات مسله په هيڅ توګه يوازې د اسلام مسله نه ده .

زمونږ لوڼي کولاي شي زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړي

په ترکيي ، پاکستان ، بنګه ديش او اندونيزيا کې چې اکثريت خلک يې مسلمانان دي هلته ښځې د رهبرې لپاره وټاکل شوې . له بلي خوا د ښځو دمساوات مبارزه د امريکا او دنړۍ په ډيرو نورو هيوادوو کې د ژوند په ډيرو بر خو کې لا هم روانه ده .

زمونږ لوڼي کولاي شي زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړي . او زمونږ د ټولو عمومي سوکالې په دې کې ده چې ټول بشريت يعني نارينه او ښځو ته اجازه ورکړو چې په خپل ټول توان سره کار وکړي . زما په باور ښځې هم بايد د نارينه په شان د خپلو مساوي حقوقو لپاره ودريږي .

زه د ټولو هغو ښځو دپاره هم احترام لرم چې غواړي خپل ژوند په خپل عنعنوي رول کې تير کړي خو دا بايد ددوي خپل انتخاب وي .

همدا وجه ده چې متحده ايالات غواړي د هر هغه يوه اسلامي هيواد سره مرسته وکړي کوم چې نجونو ته د زده کړو زمينه برابروي او له ښځو سره مرسته کوي چې د مالي امکاناتو له لارې کار ومومي او وشي کولاي چې خپل ژوند د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي .

د اوباما د وينا په غونډه کې يو شمير ګډونوال د غوږيو په وسيله د اوباما د وينا ژباړه اوري

په پاي کي زه غواړم چي د فرصتونو او اقتصادي انکشاف په اړه هم بحث وکړم . زه پوهيږم چې د ډيرو کسانو لپاره د نړېوال کيدو يا ګلوبل ايزيشن مسله له تضادونو ډکه ده . انترنيت او تلويزيون خلکو ته معلومات او پوهه ورسوي خو په عين زمان کې جنسي تيري او بي ځايه خشونت هم ښيي . تجارت کولاي شي چې نوې امکانات او شتمني منځ ته راوړي .

خو په عين زمان کې په ټولنو کې د اخلال او تعغيراتو سبب هم ګرځي . د امريکا په شمول په ټولو اولسونو کې د غه تغير ويره منځ ته راوړې داسې ويره چې نوي پرمختګونه به ددي باعث وګرځي پر خپلو اقتصادي پريکړو ، سياسيتونو او يا په خپل هويت باندي کنترول له لاسه ورکړو . يعني ټول هغه شيان چې مونږ په ټولنه کې او يا په خپلو کورنيو ، خپلو دودونو او يا خپل دين کې هغه ته په لوړه سترګه ګورو .

خو زه په دي هم پوهيږم چې د انساني پرمختګ مخنيوي نه شي کيدلي . د پرمختګ او عنعناتو تر منځ تضاد بايد وجود ولري . داسي هيوادنو لکه جاپان او جنوبي کوريا خپلو اقتصادنو ته انکشاف ورکړ خو په عين وخت کي يي خپل ځانکړي فرهنګونه هم وساتل .
په پخوانيو وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نويو افکارو لوي مرکزونه وو .

دغه مسله د هغو مسلمانو هيوادونو په برخه کې چې له کولالمپور څخه تر دوبي پوري له لويو پرمختګونو سره مخامخ شوي دي هم صدق کوي .

په پخواني وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نويو افکارو لوي مرکزونه وو .

د اډيره مهمه ده ، ځکه چې مونږ نه شوکولاي چې يوه انکشافي ستراتيژي پر دې بنا کړو چې له مځکې څخه به څه راووځي . او نه دا ډول ستراتيژي دوام موندلي شي چې ځوان خلک بيکاره وي.
دخليج ډير هيوادونه دتيلو په نتيجه کې ډير بډاي شول او ځيني يي هڅه کوي چې د لا زيات انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي .

خو مونږ ټول بايد په دې و پوهيږو چې زده کړه او نوښتونه د يوويشتمې پيړۍ غوښتنه ده . خو په ډيرو اسلامي هيوادونو کې په دې برخه کې کافي سرمايه ګذاري نه ده شوې .

زه ټينګار کوم چې دغه ډول سرمايه ګذاري بايد زما په خپل هيواد کې هم وشي او څرنګه چې امريکا پخوا د خليج په هيوادنو کې زياتره تيلو او ګازو ته پاملرنه درلودله نن مونږ هڅه کوو چې خپلې اړيکې نورو برخو ته پراخې کړو .

موږ به د پوهنې په برخه کې خپل د تبادلې پروګرامونه پراخ کړو او تحصيلي بورسونه به هسې چې د هغه په اساس يووخت زما پلار امريکا ته راغي زيات کړو.

موږ به همداشان ډېر امريکايان وهڅوو چې په اسلامي هېوادونو کې زده کړې وکړي. سربېره پردې به هغه اسلامي محصلين چې د لوړو استعدادونو خاوندان وي په امريکا کې وروزو. موږ به په ټوله نړۍ کې د ښوونکو او ماشومانو لپاره د انټرنېټ له لارې د زده کړې امکانات برابر کړو او د زده کړې يوه نوې انټرنېټي شبکه به رامينځ ته کړو، ترڅو په کانزاس کې يو ځوان هلک وکولاي شي په قاهره کې له يوه ځوان سره اړيکي ونيسي.

د اقتصادي پرمختيا په برخه کې موږ به د داوطلبانه سوداګرو يوه نوې ډله مينځ ته راړو څو د اسلامي هېوادونو له سوداګرو سره له نژدې همکاري وکړي او زه به په خپله د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د يوې لويې غونډې مشري په غاړه واخلم څو موږ وکولاي شو، د تجارتي مشرانو ترمينځ ژورې اړيکې رامينځ ته کړو، او داسې اساسات او د ټولنيزو پانګونو په برخه کې د متحده ايالاتو او اسلامي ټولنو ترمينځ نژدې اړيکي ټينګ کړو.
يوه نړۍ چې په هغه کې حکومتونه د خپلو ولسونو خدمت وکړي او د خداي د مخلوق حقوقو ته درناوي وکړي. دغه ګډې ګټې دي او دا هغه نړۍ ده چې موږ يې په لټه کې يو. خو دغسې يوې نړۍ د جوړولو لپاره موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو.

د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې به موږ يو نوي صندوق جوړ کړو ترڅو په اسلامي هېوادونو کې د ټکنالوژۍ د انکشاف په برخه کې د دوي ملاتړ وکړو او د نظرياتو د انتقال په برخه کې به هم مرسته وکړو څو دوي وکولاي شي د خلکو لپاره د کار امکانات برابر کړي. موږ به په افريقا، منځني ختيځ او جنوبي آسيا کې عالي علمي مرکزونه پرانيزو او د ساينس په برخه کې به خپل استازي وټاکو څو د نوي انرژۍ د منابعو د انکشاف او د بې ضرره انرژۍ، پاکو اوبو، او د نويو زراعتي محصولاتو په هلوځلو کې مرسته وکړي.

زه همدا نن د اسلامي کنفرانس د سازمان په چوکاټ کې د يوې نوې نړيوالې مبارزې اعلان کوم څو د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ په له مينځه وړو کې مرسته وکړي. موږ به همداشان خپله همکاري د ماشومانو او ميندو د روغتيا په برخه کې د اسلامي ټولنو سره زياته کړو.
دا ټول کارونه بايد په ګډه او په يوه شراکت کې وشي.

امريکايان حاضر دي چې د خلکو او حکومتونو، ټولنيزو سازمانونو، د ديني او تجارتي مشرانو سره د نړۍ په اسلامي ټولنو کې يوځاي شي څو موږ ټول په ګډه د يوه ښه ژوند په لور وخوځېږو. دغه اهداف چې مايې يادونه وکړه، په اسانه نه شي ترلاسه کېداي. خو موږ دا مسووليت لرو چې د هغې نړۍ په استازيتوب چې موږ يې د جوړولو په هڅه کې يو، سره يو لاس شو، هغه نړۍ چې په هغه کې تندلاري نور ونشي کولاي زموږ خلک تهديد کړي، هغه نړۍ چې نور امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شوي وي، او اسراييليان او فلسطينيان خپل ځان


beett
05.06.2009

دومره سیکه نلرم سی ددی تور کو.... وینا ولولم او نه ضرورت ورته
لرم ځکه داپرون او نن دده دبړیڅو مرمۍ زما په هیواد والو کی سړی
شوی او لا یی باړونه چلیږی

تاسو اوموږ به ځنګه دفراه او لوګر دبی وزله او بیسیکه شهیدانو وینی
او دهغو دخپلوانو ناری سوری او انګولاوی هیری کړو ؟؟؟؟
داخو ددوی خبری دی عمل خو یی موږ دسر په سترګو وینو او موږ ته ددوی
دتورو ټوپکونو خولی سمی او ګوتی په ماشه دی !!!!

هو دا خو هوشیار خلک دی دعربو بامبړان او نرښځیان یی ټول په همدی
خبرو تیر ایستل که تاسو عربی اعلام او میډیا ووینئ هک پک به پاتی شئ
دعربو ډیر بی ضمیره او بی وجدانه لیکوالان او ان ملایان د اوباما وینا ته
ډیر زیات خوشاله دی

یوه کــــــــــ....یزن شیخ یی پرون لیکلی و چی ما چی د اوباما وینا واوریده
وویریدم چی هسی نه په نظیر نشی !!!!
داد سعودی لوی شیخ دی او دوی یی داعیه بولی !!
هغه دپتنګ ورور ټکی دلته دسړی په کار شی چی لانت په داسی
رهنما ګانو او نالت په داسی بی ضمیره نرښځیانو

حمیم صیب بښنه غواړم تاسو نظر غوښتی و خو ما د زړه بړاس وایست


ډاکټر څپاند
05.06.2009

درنوهيوادوالو
اوباما دفلسطينيانو دمقاومت غندنه وکړه،مګر دايی هير کړه چه صرف څو
مياشتي دمخه اسرايليانو، غزه بمبارد کړه،زرګونه ئی شهيدان او معيوب کړل
مګر ولې؟٠ له قاهری نه سيخ ديهودانو په اسطلاح د هولوکاست مرکز ته ورغی او د ګلانو ګيډۍ يي تقديم کړی٠
داخپل ٩/١١ او په هغی کی دڅه کم ٣زره وګړو وژل يی ډير ښه په ياد ول
مګر دسلګونو زرو افغانانو او عراقيانو وژل او شهادت ته ئی هسې يوه
اشاره هم ونکړه٠


کريم
06.06.2009

وړونو!
د اوباما اوس سد سر ته راغلی چي د مسلمانانو سره د جنايت کاره جورج بوش کارنامې امريکا ته څومره بدي پاېلې و درلودلې . هغه خو ان د پيغمبری دعوه هم وکړه او مسلمانان يې وحشيان او ټروريسټان وګڼل . دهغه مشهوره خبر چي يا به زموږ سره اوسی يا د ټروريسټانو سره چي مقصد يې مسلمانان وه د هيچا د ياده نه وزي . خو اوس د کاوبايي امريکا خصلت هر چا وپېژانده .
امريکا د تباهۍ خواته روان دی چي خدای يې د فرعونيت سزا ورکوي . د اوباما دغه غوړي نرمي خبري د امريکا د ماهيت خبري نه دي دا خبري د سر افګندګۍ او د مجبوريت خبري دي ولي عمل پکي به څوک و نه ويني . امريکا اوس يو زخمي درنده دی چي که روغ شي نو تر دې به لانور هم بده بلاشي .

ددغه هيواد درنده ګانو، د افغانستان په څېر پر مظلومو هيوادو خپل پوځي يرغل وکړ زموږ وطن يې را تباه کړ، پښتانه يې تکه تکه کړه ،په کابل کي يې يو څو دانې آريشګاوي او د مورده ګوی د سرینا غوندی هوټلونه جوړ کړل هغه يې و ښځو ته حقوق و ګنل، په حکومتي اداره کې يې د کرزي نه را نيولې بيا تر چپړاسي پوري د يوه سره غله، قاچاقبران، جنایت کاران، قاتلین او موردار خواره حراميان وطنپلوره دلالان مقرر کړه هغه ته يې ډيموکراسي او خپلواکي وويل، په ميليارډو ډالر يې د افغانانو د وژلو په موخه پر خپلو پوځيانو ولګول هغه ته يې مرسته او کومک ووايه، ،د جګړې اور يې په دا اتو کلو کي همداسي تازه وساته هغه ته يې بشر دوستي او سوله ساتنه وويل . افغان يې د افغانه سره د شمال او جنوب په دنامه، د شيعه او سني په نامه، د پښتون او تاجک او هزاره او ازبک په نامه، د فارسي او پښتو په نامه د پوهنتون او دانشګاه په نامه سره واچول هغه ته يې دوستي وويل ،
اوس چي امريکا و دېواله ته ودرېد نو بل مخ يې پر کښېښود، ياني نوې ستراتيژي يې غوره کړه، يعني د واقعي شيطنت لاره يې را واخيسته، ياني دا چي خر خو هماغه خر دی پالانه يې ور نوې کړه ! د بوش خبرو ته يې اوبامايي پرداس ورکړ او د خلکو د اغوا او خطا ايستلو لاره يې غوره کړه خو چي دمه راسته کړي هماغسي به پر نړۍ باندي خپله بابايي وکړي .

زموږ افغانانو وطن خو د اولياوو او لېونيانو وطن دی دلته هر فرعون چي راغلی دی او دغه ببر سري زيږه و پښتنو ته چي شمالي مزدوره ټلواله هغه ته بې فرهنګه فاشيټان، امريکايان هغوی ته ټروريسټان وايي نو هر چا چي په ناحقه زورولي دي نو خدای تعالی بس پوپنا کړي شرمولي او ذليل کړي يې دي . امريکا نن د ذلت خواته روان دی د اوبا ما دغه غوړي غوړي بېعمله خبري فايده نه کوي . د ظلم کاسه يې نسکوره ده، شیطان هماغه شيطان دی هغه هيڅکله د مؤمنانو سره دوست نشي کېدالای امريکا دي حق ته تن ورکړي او بس ددې وطنه دي کونه کاږي .
په درناوي


عبدالله صابر
06.06.2009

السلام عليکم

اسلامي نړئ ته داوبامه پيغام کارتون کښ وګورئ ٠

[img:b1696c76e8]http://www.eslahonline.net/images/stories/multimedia/Cartoons-Pictures/obama%20islamic%20world.jpg[/img:b1696c76e8]


شبيراحمد
06.06.2009

ټولوګډونوالوته

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ياره عبدالله صابرصېب په ګوتواوهڅودي برکت شه
په داټول فورم کي ستاګډون خوشاله کړم
ډېېېېېېېېره منننننننننننننننننه
اوژوندی اوسې


عبدالله صابر
06.06.2009

السلام عليکم 
شبيراحمده وروه ستانه هم ډيره ډيره مننه
خو امريکا اوناټودهم په ياد ولري چي که دمونږ لاسونه اوپښې يی رامات کړل نود
ددوی ملا موهم سورئ کړه ٠

[img:71b1d6a12b]http://www.eslahonline.net/images/stories/multimedia/Cartoons-Pictures/terresm-war.jpg[/img:71b1d6a12b]
والسلام


محمد احمد حمي
06.06.2009

ستاسي له نظرونو وړاندي كولو څخه يو نړۍ مننه
او عبد الله صابر صاحب خو بيا نور هم خوند په وكړ چي دشلو پاڼو اوږدې غوندي وينا خلاصه يې په يوه عكس كي راته ښكاره كړه ، كوردي ودان وي .

سوچه مينه او مننه


pattang
06.06.2009

انډيوالا نو سادګي ښه نده :
اوباما تور پوستکی افريقايې مهاجر دی ، هغه سياسي او اخلاقي جرئت نلري
او با ما دملۍ په شان ناست دی واک ټول د سپين پوستو او cia دی ، اوبامابه
هغه کاورون کوي کوم چې چيني ، بوش او نورو شروع کړي وو، اوکه نه د cia
د ټوپک ګولۍبه يې داسې له مغزو ووځي لکه د جان اف کېنيډي ٠ (john-F.-Kennedy ) له مغزو چې تېره شوه٠
لاس په توره خپله ازادي غواړۍ ٠


تکمیل بیانیۀ اوباما

mehman
07.06.2009

دوستان گرانقدر سلام بر شما

جهت تکمیل بیانیۀ پر اهمیت و پر محتوای آقای اوباما در قاهره توجه خوانندگان عزیز را به قسمت اخیر این سخنرانی معطوف میدارم:

رسیدگی به موضوع هائی که شرح داده ام آسان نیست. ولی ما مسئولیت داریم که به خاطر دنیائی که می خواهیم به هم بپیوندیم – دنیائی که در آن دیگر افراط گرایان مردم ما را به مخاطره نیافکنند و نیروهای امریکا بتوانند به کشورشان بازگردند؛ دنیائی که اسرائیلی ها و فلسطینیها هر کدام در کشور خویش باشند و انرژی هسته ای برای مصارف مسالمت آمیز به کار رود، دنیائی که در آن دولت ها به شهروندان خویش خدمت کنند و حقوق همه بندگان خدا محترم شمارده شود. این ها منافع متقابل است. آین است جهانی که می جوئیم ولی تنها متفقاً می توانیم به آن تحقق بخشیم.

می دانم که بسیاری مسلمان و غیر مسلمان می پرسند که آیا می توانیم این آغاز نوین را تحقق بخشیم؟ برخی شائقند که آتش نفاق بدمند و مانع پیشرفت شوند. برخی می گویند به زحمتش نمی ارزد چون محکوم به نفاق هستیم و تمدنها محکوم به برخورد با یکدیگرند. عده بیشتری ترجیح می دهند شکاک باشند که تغییر واقعی می تواند رخ دهد. ترس بسیار و عدم اعتماد بسیار زیاد است. اگر در بند گذشته اسیر بمانیم هرگز به پیش نخواهیم رفت.

این دنیا برای لحظه ای کوتاه در تاریخ متعلق به همه ماست. پرسش این که آیا فرصت آن را داریم که بر آنچه که ما را از هم جدا می کند تمرکز کنیم و آیا می توانیم خود را به یک تلاش – تلاشی پیگیر – برای جستن زمینه مشترک متعهد سازیم و به آینده ای که برای فرزندان خود می خواهیم تمرکز کنیم و به کرامت همه انسانها حرمت بنهیم؟

[color=blue:72521f7af5]اینها ساده نیستند. شروع کردن جنگ آسان تر از پایان بخشیدن به آن است. سرزنش کردن دیگران آسان تر از نگاه به نفس خویش است. دیدن تفاوت دیگران آسان تر از یافتن مشترکات آنها است. اما یک قاعده نیز وجود دارد که در دل هر دینی نهفته است که می گوید با دیگران همان کن که می خواهی با تو کنند. حقیقت از وجود ملت ها و اقوام فراتر می رود. این باوری است که جدید نیست، سیاه یا سفید هم نیست، مسیحی و اسلامی و یهودی هم نیست. باوری است که در گهواره تمدن تپیده و هنوز هم در قلوب میلیاردها انسان می تپد. آن ایمان به دیگران است و آن چیزی است که مرا امروز به اینجا کشانده است.[/color:72521f7af5]

ما این قدرت را داریم که جهان را آنگونه بسازیم که می خواهیم اما تنها در صورتی که شجاعت آغازی نوین داشته باشیم وبه خاطر داشته باشیم که چه نوشته شده است.

قرآن کریم به ما می گوید: «ای مردم، ما شما را مرد و زن حلق کردیم و شما را به ملت ها و قبائلی مبدل ساختیم تا یکدیگر را بشناسید.

تلمود به ما می گوید: «تورات کلاً برای اشاعه صلح است.»

انجیل مقدس به ما می گوید: «برکت بر آنان باد که صلح می آورند و آنان که فرزندان خداوند خوانده می شوند.»
مردم جهان می توانند در صلح و صفا زندگی کنند. می دانیم که مشیت الهی این است. اکنون باید وظیفه ما در کره خاک همین باشد. متشکرم. خداوند به شما آرامش عطا کند.

با تقدیم حرمت


شبيراحمد
08.06.2009

ټولوګډونوالوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالله صابرصېب یوځل بیادي په ګوتوبرکت
ټوکه : شایدستاله لګول شوي عکس سره څه ناڅه سمون وخوري
موږچې واړه وونوپه يوه اوبل به مودغه سوال ډېرکاوه
هغه څه شی دی چې هلالوې يې هم ته اوژاړې هم ته ؟
که دچابه ځواب نه وزده نوپرې پوره به شوه اوکه زده به يې ونوداځوابه يې راکاوه
په لوړاوخوشحاله غږ-- پیازدی پیازدی --- خنداخندا

اوس ناټواونورهم هغه چاته ورته دي چې پيازميده کوي هم دی اوورته ژاړي هم
دوﺉ که مخته ددوﺉ په اصطلاح دهشتګروژني اوورکوي يې نوله شاڅخه په خپله هم په خپله وسله سوري سوري شول
================================================
محترم پتنګ صېب ته هم سلامونه
ګرانه ټول کارونه ددې سي ای اې اودآی اس آی دي
خوموږبایدورته څه لاره ولټوو
آخرله دې تورلېنګيانواوتورکو......سره څه کول په کاردي
مننه اوکورودانی
ستاسوشبير


watanmal
08.06.2009

ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.

د لعين اوباما خبرى مى ولوستى ، په اړه ئى د قرآن كريم پدى اياتونو بسنه كوم:

وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (البقرة204)

[color=darkblue:e640df4308]وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ (البقرة205)[/color:e640df4308]
وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (البقرة206)

[color=white:e640df4308]ژباړه:[/color:e640df4308]

په انسانانو كى څوك داسى دى چى د هغه خبرى د دنيا په ژوند كى تاسى ته ډيرى ښى ښكارى
او هغه پر خپلى نيك نيتۍ باندى په وار وار الله شاهد نيسى خو په حقيقت كى هغه د حق ډير سخت دښمن دى.

[color=darkblue:e640df4308]او كله چى بيرته وګرځى نو په ځمكه كى ټولى هلى ځلى ددى لپاره وى چى په ځمكه كى فساد خور كړى
كښتونه لوټ كړى او انسانى زوږ ذات له منځه يوسى حال دا چى الله نه خوښوى فساد.[/color:e640df4308]

او كله چى وويل شى ده ته چى وويريږه له الله څخه نيسى دى غرور – عار او ننګ په كولو د –
ګناه نو پس كافى دى ده لره دوزخ او هغه ډير بد استوګنځى دى.

په مينه
وطنمل


watanmal
08.06.2009

سلامونه مى قبول كړۍ

محترم عبدالله صابر صيب كوښښ مى وكړو چى ستاسى لخوا وركړى شوى كاريكارترونه وه ګورم
خو نه پوهيږم چى ولى كامياب نه شوم نو د موضوع اړوند ځما سره دغه كاريكاترونه وه
دلته به ئى راوړم كه تكرارى وه نو بښنه غواړم

[img:7cf8a65628]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2009/6/4/1_918642_1_28.jpg[/img:7cf8a65628]

هغه خلك چى په سرونو ئى صفرونه وى د عقل حال ئى همدا وى.

[img:7cf8a65628]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2009/4/10/1_905956_1_34.jpg[/img:7cf8a65628]

كه صليبيان فكر كوى چى مونږ به سلام ته په استسلام غاړه كيږدوه نو خوب دى اوبو ته تير كړى
د حل لاره د افغانستان څخه د صليبيانو په ټيټو سترګو او خړو مخونو تيښته ده ، په مصر كى د
لعين اوباما خبرى د يرغلګرو په كڅوړه كى ورستى غشى دى ، هغه ورځ ډيره لنډه ده چى ټول
صليبيان سره د خپلو حواريينو د ګدړو په شان تيښته وكړى. إنهم يرونه بعيداً و نراه قريبا

په مينه
وطنمل


کريم
08.06.2009

د دعوت په ويبپاڼه کې دغه ليکنه هم خپره شوېده چې دلته يې کټ مټ راوړم :

د اوبا ما خبري د ريا او تذوير خبري دي

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=1268

بارک اوباما د امريکا جمهور رئيس د قاهرې د الازهر په پوهنتون کي د اسلام او اسلامي هيوادو سره د اړيکو په هکله خبري کړي دي . دغه خبري په رسمي او ملکي کړيو کي پراخ انعکاس موندلی دی . ډير دا پوښتنه کوي چي اوباما ولي داخبري اوس وکړلې؟
څه پېښه شوه چي د بوش د ټيم ترڅنګه هغوی چي تر دا څلورو مياشتو مخکي دبوش پر خپل خره سپاره وو اوس د اوباما په ژبه داسي د خبرو په ټون کي ظاهري بدلون راولي چي ته به وايې هيڅ نه دي پېښ شوي ؟
آيا يوازي د خبرو ټون بدل سوی دی او که په عمل کي هم د امريکا اشغال ګرانه پاليسي او د هيوادو د هستيو د لوټېدو کرکټريې هم بدلون موندلی دی ؟

زموږ عام خلک د بارک ا وبا دغه وروستی لشمي او د غوړه مالی خبري صادقانه نه ګڼي او په دې باور دي چي که امريکا رشتيا داسي وي او د ملتونو او هيوادونو و خپلواکۍ او ملي حاکميت ته درناوی لري نو مهرباني دي وکړي زموږ په وطن کي دي د پښتنو د بې عزتی او عام قتل نه لاس واخلي، پر ملکي کسانو دي خپلي بې شرمانه بمبارۍ و دروي، زموږ دوطن غرور، زموږ خپلواکي او زموږ د هيواد ملي حاکميت او ارضی تماميت ته دي احترام وکړي ، زموږ هيواد ته دي د يوه مستقل هيواد په سترګه وګوري. د استعمارچيانو چمونه دي نه راسره کوي . خو که وايي دا او کوي هغه څه چي موږ ټول يې د سر په سترګو وينو ، موږ ته د کرزي غوندي لاسپوڅي په واشنګټن کي را ته ټاکي خو درواغجن انتخابات بيا په کابل کي راته کوي ،نو په دې خبره دي دوی ښه سرخلاص کړي چي دا جګړه به تر قيامته روانه وي او د ختمېدو تمه دې نلري . اوباما به د خپلوتشو خبرو په بيان سره ددې وطنه څخه خير نشي تر لاسه کړای، خو که بيا د سړو غوندي د دوستانو په څير دلته زموږ د امنيت ساتل غواړي نو د افغانانواو پښتنو سره دي هماغسي چلند وکړي چي ځانته يې غواړي ! خپل ډرګيان دي دلته د سوله ساتونکو په نامه نه راليږي! او د کابل دولتي اداره دي د غلو ، جنايت کارانو او مافيايي ډلو نه پاکه او ددې وطنپلورو ډلو د ملاتړ نه دي هم لاس په سرشي .

زموږ خلک په دې هم پوهيږي چي امريکا د اسلامي هيوادونو سره نيژدې کېدل ددې د پاره نه غواړي چي ګني هغوی دي د اسلام او مسلمانانو د غمه مړه وي . اسلامي هيوادونه د طبيعي زيرمو د خدای د نعمتو لويه ذخيره او سر چينه لري . ددنيا د تيلو، ګاذو او سرو زرو عظيمي منابع همدلته پرتې دي ، امريکا په خپلو لښکر کشيو کي د کرزی يا حسنی مبارک غوندي د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګيانو په نصبولو سره دغه منابع غواړي ځانته کش کړي او پر هيوادو يې تسلط قايم کړي . کله دیموکراسی ورته بانه کړی، کله بشری حقوق را پورته کړي، کله ترویزم بانه کړي کله دا کله هغه بانه کړي نو په دې خو هر څوک پوهيږي چي مقصد يې د اسلامي هيوادو د طبيعي ذخايرو لوټول دي . اوباما بايد موږ ته ډيکټې ونکړي چي موږ خپل هيواد څرنګه بايد اداره کړو ، يا د خپل اسلام احکام څه خېل تطبيق کړو يا د خپلو ښځو او مړو سره د خپلو اولادو او کورنيو سره څه ډول چلند وکړو. دا خبري يې په امريکا څه ؟

اوباما بايد پوه وي چي د نړۍ ملتونه او عام ولسونه خره نه دي . هغوی په هر څه پوهيږ ي . امريکا که خپله ګټه او امنيت لټوي نو افغانستان او نور هيوادونه هم خپله ګټه او امنيت لټوي . ستا هيواد امريکا چي د خپلو ګټو لپاره زموږ ښکلی هيواد دا دېرش کاله د جګړو په اور کي و سوځاوه نو پرون خو د ټروريزم سره جګړه نه وه او همدغه خلک د شورويانو څخه دخپل وطن د خپلواکۍ د پاره جنګېدل اوس چي تاسو زموږ وطن اشغال کړ، نو تاسو څرنګه شرم نلری ،دغه خلک چي بيا هم د خپل وطن د خپلواکۍ د پاره جنګيږي او ستاسو د مافيايي ډلو او د جنايت کارانو ستاسو نوکرانو شړل غواړي تاسوهغوی ته ټروريسټان او افراطيان واياست .؟

مسلمانان په دې پوهيږي چي د اوباما خبري څومره د امريکا د کړو نه ليري خبري دي، د ريا او دوه مخۍ خبري دي، د ملتو د ذلت خبري دي ، يعني ولسونه په دې پوهيږي هغه څه چي اوباما وايي تر شا يې څوک ولاړ دي او په راتلونکي کي د څه کولو هدف لري؟!

لنډ وخت باد به د نړۍ خلکو ته لا نور هم دا ثابته شي چي امريکا څومر پر کږه لاره روان او د شیطنت خوی يې غوره کړی دی . هغه به ضرورد خپلو اعمالو د پايلو ننداره ګوري . انشاء الله .

پاچاګل


عادل عادل
11.06.2009

سلامونه

مهمان خانه

امي یک ګپیشه بسیار پخته ګرفتي که : خاتمه جنګ دشوارتر از اغازش است

جای پخته بودن این ګپ در ذات و محتوی جمله نیست بلکه به زعم شما غم خوردن سرنوشت حلقه بګوشان و غلامان دون همت است که اشغال کشور را در مقابل دو لک ډالر قبول کرده تا حال غرق کیف و میل و عیش و عشرت و تملیک و تدلیک و ......... عیاشي و فحاشي و ........ نفاق و خصومت با اسلام و مسلمانان و نزدیکي با دشمنان خدا بسر میبرند.

تشویش تان بسیار بجاست، بدو دلیل اول اعمال و نیات خصومانه تان، دوم شک بر ناجوانمردانګي بادارتان که در نیمه راه ایلای تان نکنند.

خطاب خطیب اسود از سرزمین فراعنه به مسلمانان نه بلکه بر علیه مسلمانان بود و هیچ دردې از جهان اسلام را مداوی نخواهد کرد.


mehman
11.06.2009

دوستان گرانقدر سلام بر شما !
[quote:6ad6d88071="عادل عادل"]سلامونه

مهمان خانه

امي یک ګپیشه بسیار پخته ګرفتي که : خاتمه جنګ دشوارتر از اغازش است

[/quote:6ad6d88071]
جناب عادل ! با پهلوی هم گذاشتن کلمۀ " عادل" اگر چندین بار تکرار هم شود انسان عادل شده نمی تواند مگر اینکه انسان بالای موضوع مورد بحث قضاوت عادلانه نماید.
ببیند دوست عزیز، من به گفتۀ شما امي یک ګپیشه[color=blue:6ad6d88071] نه [/color:6ad6d88071] بلکه من بعد از همین جمله متن ذیل را [color=blue:6ad6d88071]نیز [/color:6ad6d88071]اقتباس کرده بودم:
[color=blue:6ad6d88071]سرزنش کردن دیگران آسان تر از نگاه به نفس خویش است. دیدن تفاوت دیگران آسان تر از یافتن مشترکات آنها است. اما یک قاعده نیز وجود دارد که در دل هر دینی نهفته است که می گوید با دیگران همان کن که می خواهی با تو کنند. حقیقت از وجود ملت ها و اقوام فراتر می رود. این باوری است که جدید نیست، سیاه یا سفید هم نیست، مسیحی و اسلامی و یهودی هم نیست. باوری است که در گهواره تمدن تپیده و هنوز هم در قلوب میلیاردها انسان می تپد. آن ایمان به دیگران است و آن چیزی است که مرا امروز به اینجا کشانده است.[/color:6ad6d88071]
نمی دانم که شما با اظهارات فوق آقای اوباما چه مشکلات دارید؟ انسان میتواند از آظهارات آقای اوباما استقبال نماید و بگویدکه ما منتظر عمل هستیم.
وما افغانها هم میتوانیم و باید در هر عملی مسالمت آمیزیکه منجر به خروج قوت های بیگانه گردد سهم خود را ادا نمائیم.
آیا این به مصلحت ما افغانها است که به اصطلاح " زور کم قهر بسیار " به هر قیمتیکه شود به جنگ ادامه بدهیم؟
آیا ازین جنگ ویرانگر خسته نشده اید که اکنون دامنۀ تباهی آن به آنسوی خط منفور دیورند کشیده شده و پایان آن هم قابل پیشبینی نیست؟
[quote:6ad6d88071]تشویش تان بسیار بجاست، بدو دلیل اول اعمال و نیات خصومانه تان، دوم شک بر ناجوانمردانګي بادارتان که در نیمه راه ایلای تان نکنند. [/quote:6ad6d88071]

آیا این را میدانید که بدون علم بلکه از روی ظن و گمان چیزی را به شخصی نسبت دادن بهتان و تهمت و گناه کبیره است ؟

[quote:6ad6d88071]خطاب [color=green:6ad6d88071]خطیب اسود[/color:6ad6d88071] از سرزمین فراعنه به مسلمانان نه بلکه بر علیه مسلمانان بود و هیچ دردې از جهان اسلام را مداوی نخواهد کرد.[/quote:6ad6d88071]

جای تعجب است که در یک جملۀ تبعیض آمیز از اسلام ومسلمانان صحبت مینمائید!
آیا میدانید که دين اسلام دين تبعيض نژاد نيست و در اسلام همه مردم مساويند و امتياز نزد خداوند(ج) صرف تقوی است؟

با تقدیم حرمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more