د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مسلمانان دکافرانوبد نه بلکه خيريې غواړي

شبيراحمد
05.06.2009

مسلمانان دکافرانوبد نه بلکه خيريې غواړي

ديولسم ستمبرله بريده څوکاله وړاندي لاپه کفارواوپه ځانګړي ډول په امريکايانوکي داروحيه تقويه کېدله چې مسلمانان هغه څوک دي چې ستاسوپلرونه نېکونه اوحتی ستاسودمذهب بنسټ اېښودونکي يې هم په کرارندي پرېيښي هغوﺉ ته به يې هم ټونګ ( ضرر ) وررساوه اوپه خپله خوښه دالحادپه لاره تلوته يې نه پرېښودل .
ښايي په هغوﺉ کي ځيني داسي نامسلمان هم ووچې اسلامي اخلاقوپرې څه ناڅه اغېزکړی وي اومسلمانېدوته به يې زړه ښه کاوه ياپه بله اصطلاح زړه نازړه وو
خوکله چې هاغه ددوﺉ په خپل لاس جوړه شوي دستمبرديولسمي ډرامه تمثيل شوه اوايکټران يې دالقاعده کارکونکي وبلل شول ددې تېرايستونکي نوم کارونه ددوی له پاره په دې ګټه تمامېده چې که دوی يې پرځای دمسلمان نوم اخستی وای شايدمسلمانانويې دنه منلولاريونونه کړي وای اود(الکفرملت واحدة ) په مقابل کي مسلمان هم ( کبدن واحد ) شوي وای خودوی له خوراځراکت څخه په کاراخستلودغه غولونکی نوم غوره کړچې ددوی له پاره ترډېره حده خوراښه اودګټي په برخه کي ورته په تول پوره تمام شو .
لنډه داچې له دې ډرامې وروسته يې دخپل ملت شک يازړه نازړه توب هم په يقين ورواړاوه اوهم يې په مسلمانانودبريدکولواوله منځه وړلوله پاره يوه نه ځوابېدونکي بهانه جوړه کړه اودادی ترننه يې هغه شومي موخي اواهداف ۹۵٪پوره شوي هم دي
اوله خپل مفروض سره تقريباموافقت ته رسېدونکي دي .

دلته به دهغه ملګري يوه کيسه راواخلم چې امريکاته تللی ووهغه ويل :-
( يوه هوټل ته لاړم دمېزمخته لانوم کېنستی چې دهوټل باروالا ( خادم ) راته نېغ ودرېداوهغه پاڼه يې چې دخوراکونونومونه پکې ليکل شوي وراته په مخکي کېښودله اودی پخپله ولاړ،
يوبل سړی چې له دروازې يې زماپه خيال دچاانتظارکاوه اوپه ضمن کي يې زه هم څارلم کله چې ماهغه خوراکونه چې حلال راته ښکارېدل ټکمارک ياخوښ کړل نوسړی هم زمالورته وروپه ورو رانژدې کېده تردې چې زماانتخاب شوي خوراکونه يې ترنظرتېرکړي وو
دې سړي لاله وړاندي راباندي دمسلمان شک اخستی واوس يې نوشک په يقين واوښت
له سړي سره زمادخبروداورېدوتلوسه زياته شوه کله به يې لويي دروازې ته کتل اوکله زمالورته بلاخره يې زړه ښه کړاوزمامېزته په مخامخ چوکۍ کښېناست تعارف موسره وشو اوپه خورازړه غټولوسره يې راڅخه ددين پوښتنه وکړه
ماهم بې له ځنډه دمسلمان ځواب ورکړ
سړي يوڅوشېبې سرپه اثبات ښوراوه له لږځنډوروسته يې سرراپورته کړاوبې له کومي مقدمې يې راته وويل :-
ستاسومسلمانان نه غواړي چې مونږ ( ځان ته يې بټه (غټه ) ګوته ونيوله ) دي په نړۍ کي ژوندوکړو، اوبيايې په مسلمانوهيوادونولنډه رڼاواچوله .
څرنګه چې داددوی هيوادو اوزه هم خدای شته وېرېدم ځکه مي له سياسي خبروڅخه ډډه کوله اوکوشش مي کاوه ترڅويې بيرته ددين لورته راوګرځوم اوشکردی په خپل کوشش کي بريالی هم شوم .
ماورته وويل:-
محترما ! مسلمانان ستاسوبدنه بلکه خيرغواړي مسلمانان داسي ندي لکه څرنګه يې چې تاسي انګېرﺉ هغوی غواړي تاسودبرزخ اودوزخ له عذابه وژغوري، هغوی غواړي تاسوانسانيت ته راوبولي، اوغواړي تاسويې هم وروڼه شی ،هغوی ستاسوورورولي ته لېواله دي ،اوغواړي له پولواوسرحدونوپرته لکه په يوه کورکي سره واوسوخوږژوندتېکړومعاملې سره وکړواولکه ديوبدن په خپلوکي په يوه اوبل اندام سره وخوږېږو .
دلته نوماته هم دتبليغ موقع په لاس راغله اوددويوالوهېوادونوپه فحاشيواوبدکاريومي هم رڼاواچوله بدۍ مي يې ورته بيان کړې اوله دې څخه دځان ساتني ګټي مي هم له خوراتفصيل سره په مخکي ورته کېښودلې .
ده به هم کله وخندل اوکله به يې ګوړی ( خرېيلی ) سرپه اثبات وښوراوه ، په دې معمايې زه هم نه پوهېدلم اوده هم زماله خبرووروسته څه ونه ويل .
دډوډۍ له خوړلووروسته يې خپل ځای ته دورسره تلوغوښتنه راڅخه وکړه خوزه لکه څرنګه مي چې مخکي يادونه وکړه خدای شته وېرېدم اودنه تلوغذرمي ورته بيان کړ.
په دې کي زماملګری راورسېده اوکورته يې ورسره بوتلم )

داوه زمادملګري قيصه

اوس راځی چې موږهم په عملي ډول ددې په تياروکي ورک ملت خيراوښېګڼه وغواړو!!!
هغه داچې :-
= هغه وروڼه چې له دې ناپوهه انسانانو سره يوځای ژوندکوي اودبصيرت خاوندان دي بايدهڅه وکړي ترڅوداانعام بلکه له حيواناتوهم بدتردحيوانيت له شپوڅخه دانسانيت سپينوورځوته راوباسي .
=اوهغه وروڼه چې دانټرنټ اسانتياوي لري اوپه ياهوکي يې څوک ملګری جوړکړی وي بايددپېښوريانوپه اصطلاح دګپ شپ په ځای داسلام په ګټووټوورسره وغږېږي اودوحشت اوکرکي له دين څخه يې دميني اوورورولي دين ته روبولي .
=اوترټولوښه اواړينه داچې بش ،اوبامااونورومشرانوته يې اېمېلونه وکړي له دې لري يې له ظلم اوستم څخه بېزاره اودترحم اوخواخوږي ترغيب ورکړي اودې ورورګلوي ته يې وهڅوي .
=اوهغه ياران چې پورتنۍ اسانتيا نه لري بايدپه دې اړه سرخلاصي ليکونه ورته واستوي اوزموږخواږه دين ته په توګه چوپړووهي .

په داسوکولوسره به څه ووايم نو!!!!!!!!!
مطلب داچې ډېري ګټي اوپه زړه پوري پايلي به ولري .
تاسوڅه پکي وايي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ډاکټر څپاند
05.06.2009

ښاغلی شبير احمد صيب،سلامونه ومنۍ،
ما يوه ورځ يوه عيسوي مذهبه سړي ته داستاسو پشان وړانديز وکړ٠
هغه راته کړه چه
[color=white:1603771e8f] کور دی اباد،خوپه نني عصر کی موږ غير مسلمان وګړي
ډيره پوهه،کتابونه،نشرات،ټلويزیون،انټرنټ ٠ ٠ ٠،دا او دالرو٠
په تيرو زمانو کی چه دا وسايل نول،خلکو به په مستقيم ډول ديني تبليغات کول٠ اد دويم داچه،ستا جنت دی پر تا مبارک وي،زه پوه شه او زما کار٠
زه پخپله يو عاقل او بالغ شخص يم،که ضرورت می پيداشو زه به قران پخپله
ژبه يو ځل بيا مطالعه کړم."[/color:1603771e8f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more