د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تاريخي مسؤوليت او تاريخي پرېكوڼ

larghonay laraway
04.06.2009

تاريخي پرېكون او تاريخي مسؤوليت
دا خو ټولو ته معلومه ده چې پښتانه جګړې ګټلو ته مور راوړې دي. هم په خپلو كې او هم له پرديو سره په جګړه كې ښه غښتلي دي خو له دې هم څوك سترګې نه شي پټولى چې تر هرې جګړې ګټلو وروسته يې په سياسي ډگر كې داسې ماتې خوړلې چې ورپسې يې بلې جګړې ته لاره هواره كړې ده.
راځئ چې دا ځل دې ناوړه دود او ناكام سياست ته د پاى ټكى كېږدو.
په دې معنى چې پښتانه بايد حالاتو ته فكر وكړي او وګوري چې هم په هيواد كې د ننه او هم له هيواده بهر غم يوازې د پښتانه په كور كې جوړ دى. يوازې پښتون وژل كېږي، شړل كېږي او شرمول كېږي. دې ته بايد ونه ګورو چې څو پيسه دوستو پښتنو ته يې وزارتونه او منصبونه وركړي او نور د هيڅ شي په غم كې نه دي بلكې نړۍ ته وښيو چې مونږ نه بې وجدانه يو، نه بې شعوره او نه هم بې عقله او له حالاتو او سياست نه ناخبره. بلكې په هر څه پوهېږو خو وس يې نه لرو نو يوازې دا مو په وس دي چې هيچاته به رايه نه وركوو. كه څوك كانديد وي يا چاته كمپاين كوي او يا غواړي رايه وركړي نو راځئ دا پېغور ورته وكړو چې شرمېږې نه چې په پښتنو داسې حال دى او ته رايه وركوې؟
ځكه په دې بايد پوه شو چې زمونږ رايې كوم ارزښت نه لري. كه مونږ وغواړو او كه ونه غواړو خو څوك چې د اوباما له خوا ټاكل شوى همغه به راځي. خو دا به په نړۍ كې يو تاريخي او له پنده ډك پريكون او زمونږ مسؤوليت وي.


رښتینی
04.06.2009

ښاغلی ورور لرغونی صیب ستړۍ مشی !

ګرانهه لرغونی ! ستاسو نظر په زړه پوری او ډیر معقول نظر ده البته
زماپه اند اوستاپه خبرو به دومره علاوه کړم چی په دی توګه به داشغالګرو
دملا غاښۍ مات شی دهغوی وارده شوی تش په نوم ډیموکراسی به په
شرمونووشرمیږی او ددی تش په نوم دیموکراتانو هواوی به هم ووځی
او نړیوالوته به مو یوداسی پیغام ورسولی وی چی هغوی ته به ثابته
شی چی افغانان نور له میړانی سره د عقل په ګاڼه هم پسوللی دی او لکه
څرنګه چی دمټو په زور سره دښمن ته ماتی ورکوی داراز په خپل عقل
او تدبر سره هم دنړی شیطانان ترټلی اوشړلی شی

زه ددی نظر له پاره مو یو داسی پراخ کمپاین چلولی وی چی ښه موثر او
اغیزمن ثابت شوی وی او الله دی وکړی چی زموږ پوهان لیکوالان او عالمان
دی ته پوره متوجه شی

په مینه


ډاکټر څپاند
04.06.2009

کاشکئ خو زموږ ملت باسواده وی اوپدی پوهيدلې چه رايه ورکول يانه ورکول
څه معنی لري٠
تر موږپخوا طالبانو او دپخوانيو کمونستانو يوې ډلئ چه ځانته ايندۀ نهضت
دموکراتيک وائی،داسی پريکړی کړې دي٠
طرحه مو ډيره عالي ده مګردتطبيق امکانات يی تقريبا صفر٠


عبدالله صابر
04.06.2009

السلام عليکم
ښاغلئ لرغونئ اوحامد صاحب
ډيره سمه اوپرځای خبره موکړي ده ،سل په سله دايقيني ده چي داشغالګروپه موجو
ديت کښ رايه ورکول دافغان غيرتي ولس سپکاوئ دی اودرايوله لارې دهيچاټاکل
کيدل بيخي ممکن نه دي نوڅومره خوندبه وکړي که له دا ډول شرموونکوانتخاباتو
سره پريکون وشي،زماپه فکرخومونږاوتاسو بايدترخپله وسه ددي جعلي انتخاباتو
لپاره دکمپاين کوونکوپرضد کمپاين وکړو اوخلک په دي وپوهول شي چي انتخا
باتوکښ ګډون اوانتخاباتولپاره کمپاين لوی حماقت اوبي شرمي ده ٠
والسلام


هیښ
04.06.2009

سلامونه

ډیره معقوله ،په ځائ،ضروري او لازمي پریکړه ده .
که څوک ځان ته افغان ،مسلمان ،وطنپرست،ملت پال ،ازاد او دیموکرات وائي اودظلم ،قتل عام ،تجاوز او بربریت سره تضاد ولري او انساني احساس ئې په بدن کې وجود ولري ،دې غوښتنې ته باید لبیک ووائي او دا دبې شرمئ او شیطانت نه ډکه دسیسه دانتخاباتو تر عنوان لاندې باید تحریم کړي او د خپلې رائې په نه ورکولو سره ددیموکراسئ ترنامه لاندې روان جنایت رسوا کړي.

هرشخص،سازمان ،تنظیم او تحریک که مذهبي اویا غیرمذهبي عقیده ولري په انتخاباتو کې دنه ګډون غږ ئې قابل دتقدیر دئ ،ځکه دادریځ ئې دیوې لویې بشري تراژیدي په ضد دئ چې دانسانیت ددښمنانو له لوري دانتخاباتو په بانه په افغان مظلوم وولس په تحمیلی او وحشیانه شکل جریان لري .

داخبره درسته ده چې دافغان وولس دسواد او سیاسي شعور کچه دومره نه ده چې ددې وحشیانو دشیطانت توطئې درک کړئ شي او که دخائینانو ددسیسو دپوهیدلو قابلیت ورسره وائ ،بیانو دا ډول غوښتنې ته هیڅ حاجت نه وو ،په خپله به ئې تصمیم نیولئ وو .
نو اوس دټولو هغه اشخاصو ،سازمانونو او ټولنو چې د خپل وولس،وطن ،کلتور، ازادئ ، خپلواکئ او بشر دوستئ سره دمینې او تعهد ادعا کوي دا وظیفه اومسؤلیت دئ چې خپلې ادعا ته دعمل جامه ورواغوندي او په خپلو نشراتو ،بیانیو ،لیکنو او جلسو کې دخلکو غوږونه خلاص کړي او د انتخاباتوتر نامه لاندې دوولس دبې عزتئ او سپکاوي په شیطاني توطئه ئې خبر کړي .

ددې ناولې دسیسې په ضد باید تر ټولو اول دجوماتونو ملا امامان خپل دیني فرض ادا کړی اود خطبو ،موعظو او دیني ارشاداتو په تر څ کې خلک ددې انتخاباتو په حراموالي خبر کړي .
همدارنګه دښوونځیو او پوهنتونونو شاګردان او محصلین ،استادان په خپل ماحول کې دانتخاباتو دتحریم غږ پورته کړي.
قومي مشران ،مخور او دنظر خاوندان باید نور دوولس په دې بده ورځ بې تفاوته پاته نه شی او که غواړي چې دبې غیرتو او مزدورانو په کتارکې ئې نوم ثبت نه شی نو دبایکاټ په کمپاین کې باید دوولس دخلاصون په پروسه کې شرکت وکړي.
ټول هغه شاعران ،لیکوالان،هنرمندان،ژورنالستان او روڼ اندي چې دازاد او بیدار وجدان لرونکي دي او دوولس او وطن غم او ښادي خپل ګڼي ،دپیسو او شهرت په مقابل کې ئې خپل ضمیر نه وي پلورلئ او دیوه ازاد ،خپلواک او سرلوړي وولس دحق خودارادیت په تفکر ایمان لري ،باید دمیډیا دټولو وسایلو او امکاناتو نه په استفادې سره ددې شیطانې لوبې
ناوړه عواقب او ترې راپورته کیدونکئ مصیبت واضح کړي او وولس په دې پوه کړي چې ددوئ په نه اشتراک سره په دې تش په نامه انتخاباتو کې به دوولس عزت او احترام په ځائ شی او داشغالګرانو او دهغوئ دمزدورانو چټلې هیلې او ارمانونه به په خاورو برابرشي .

مننه


pattang
04.06.2009

لرغونيه !
کاشکې ستا خبره ومنل شي که ستا خبره عملي شي نو دا به دکلک سياسي
سوټي وار د اشغالګرو او لاسپوڅيو په سرونو وشي او دابه په زړه پورې اخلاقي
او سياسي مختورنه د اشغالګرو او لاسپوڅيو لپاره وي ٠
خويوه شي ته دې فکر وي چې د افغان ملت ښايسته ګل ، خسريې ، فهيم ، دوستم
او نورو جنګي جنايتکارانو له کرزي سره خپل ملا تړ اعلان کړی دی٠
داشغالګرو د جاسوسي څانګې (cia اونور) به درايې تش صندوقونه ډک کړي او
داپورتني خائنين به له 10% څخه جعلي 70 % ته پورته کړي او دخپلې ميديايې پرو
پا ګندي په مرسته به ټاکنو ته قانونيت او اکسريت ور کړي ٠



ع کريم حليمي
05.06.2009

دعراق خلکو دا تجربه وکړه ،اخير پښېمانه شوه ، مجبوره شوه بيرته سياسي 
مېدان ته ورګډ شوه ، پښتنو پر خپله پښه تجربه مه کوئ ، په عراق کښي 
سونيانو خپله پښه سخته خوږ کړه ، چه د نوي تجربې په سترګه ورته ؤ نه 
ګورئ   
په درنښت 

http://www.youtube.com/watch?v=HdmH6fEHrMM


رښتینی
05.06.2009

حليمي صيب السلام عليكم

محترم حليمي صيب ته وا اوس خو نو بيخي روغی ر مټی پښي لرو؟؟

نن موږ هیڅ نلرو نن زمو ناموس بیخی په اسانه سره لوټل کیږی
غر ، هواره ، اسمان او زمکه مو ټول دپردیو په واک کی دی
دواک داخیستلو او لورولو ! ځای مو سپینه ماڼۍ ده نو په داسی
شرائطو کی انتخابات کومه مانا لری ؟!

لکه نورو وروڼو چی ویلی دی اصلا دا کار مشکل هم ده او له انتخاباتو
سره پریکون عملی نه بریښی او دا تقریبا یوه ارزو بریښی او که فرضا
پریکون وه هم شی اشغالګر په هرصورت یوډول پرتوګ ورته جوړولی شی
خو زموږ پوهان او لیکوالان باید دا منطقی دریځ غوره کړی او د اشغال د
ناولیو کړنی او دسیسی رسوا کړی او ولس ته سمه لارښوونه وکړی

نور خو هسی هرڅه د زورورو په لاس کی دی زورورڅښتن دی زور کم کړی


Ghairat
06.06.2009

[color=blue:74864eb8a9]د لرغون صیب خبره سمه صحیح او په زړه پورې ده، چې هیڅ الترناتیف نه لري خود هغه موخه دا نه ده چې له باران څخه پاڅیږو
او د ناوې (څڅوبي ) لاندې کښینو ۰مونږچې هرڅه کوو مشرتابه مو باید ملي وي ،
د سیاسي میدان دګټلو له پآره وي او سوله یېزه
سیاسي لار ،نه د جګړې لار تعقیب کړي! بی جګړې مقاومت ته سوله ییز پاڅون يا د عدم تشدد مبارزه وا يي چې یواځې د ټاکنو په تحریم
نشي بسیا کیدای، بلکې هدف یې د ملي خپلواکۍ رامنځته کول دي! دا مبارزه ډیره حسا سه ، ژوندۍ، ویښه او بیداره مبارزه ده
نو آن د ځنګلي ترینوقومونو سیاسي عقل په کې له پښوڅخه سرته راځي،نو
که هدف یې دملي واکمنۍ بیرته په لاس راوړل وي
پردي لاسونه هم په کې ځای نشي موندلی اوسیاسي واک او ډګر د مقاومت
په لاس کې پاتې کیږي !د پښتنو له پاره دا لار
ډیره اړینه او دتاریخي مجبوریت لار ده او زمونږ ټولې سیاسي ماتې ددغې لارې
له پریښودلو اوپه بی مغزه او بی شعوره ډول
جګړو ته دوردانګلو څخه راټوکېدلې دي! مونږ د قدرت له فکر څخه مخکی
عمل کړی نو ځکه دوښمن راڅخه واک ژر بیرته
له لاسه اخیستی او په داخلي جنګونو یې اخته کړي یو !

نو راځئ د لاروي لار په دې شرط راونیسو، چې : د ټاکنو له تحریم نه مخکې په داخل اوخارج کې کمېټې جوړې کړو او په دایمي مقاومت ،
غونډو او مټینګونو، لاریونونو، اعتصابونو د ملي آزادۍ اود خپلواکۍ غږ پورته کړو ، دCIA واکمنۍ او د ISI او KGB لاسوهنو
او لاسلرنو ته د پای ټکی کیږدو! که تر ټاکنو پورې مو یوملي غورځنګ
رامنځته کړای شو ،چې دومره ژر ګومان نه کوم، نو تحریم
به یې هم یو طبیعي جز وګرځي ، خوکه غورڅنګ نه وي او په تحریم سره پیل هم نشي نو به ضرور بی ګټې هم وي!
نو نور وحت باید له لاسه ورنکړو او سوله ببې مقاومت راپیا کړو [/color:74864eb8a9]

[color=red:74864eb8a9]وړاندې د سرتاسر ملي سوله ییز مقاومت په لور![/color:74864eb8a9]


mehman
06.06.2009

دوستان گرانقدر سلام بر شما
باتوجه به حالات نا بسامان کشور تقاضای تحریم انتخابات قابل درک است .
ولی این واقعیت را نباید فراموش کردکه مسئول اصلی همۀ این مصایب خود ما افغان ها هستیم.
آیا به خاطر داریم که گاهی تلاش نموده باشیم تا اختلاف نظر های خود را از راه مفاهمه حل نمائیم؟
به قول معروف:
تو خود چون کنی اختر خویش رابد
مدار از فلک چشم نیک اختری را
کسیکه برای حل معضلات راه جنگ را اختیار میکند باید بداند که جنگ به غیر از تلفات انسانی و مالی دست آورد دیگری ندارد. تلفات جانی ومالی که خود ما بالای مردم خود روا دیده ایم به مراتب بیشتر ازان است که بیگانگان بر ما روا دیده اند.

ما بصورت متداوم صحبت از کسب آزادی مینمائیم ولی فراموش کردیم که ما در گذشته با تقبل تلفات سنگین این آزادی های نام نهاد رابدست آورده بودیم ولی دیده شد که صلاحیت و توانمندی آنرا نداشتیم تا آنرا حفظ نمائیم.
به نظر بنده آزادی واقعی آزادی از جهل و نا دانی است.

اگر متقاضیان تحریم انتخابات خود اساساً معتقد به نظام دموکراتیک هستند باید از خود بپرسند که تحریم انتخابات به جز از عقده کشائی شخصی دیگر چه سودی خواهد داشت؟
شاید بعضی ها بیندیشند که تحریم انتخابات میتواند به مشروعیت نظام آسیب برساند و منجر به فشار بین المللی شود.

کاربرد رأی مردم در انتخابات ریاست جمهوری، صرفآ انتخاب یک فرد به عنوان ریئس جمهور برای یک دوره است.
تجربه نشان داد که کشور ها به شیوه و نحو انتخابات چندان توجه ندارند، برای آنها منافع ملی شان قدامت دارد. این واقعیت سیاست است یعنی سیاست هنر ممکنات است نه تصورات ذهنی!!!
اگر کسی با انتخاب شدن مجدد آقای کرزی مخالف است میتواندتمام قدرت خود را به جای دعوت به تحریم انتخابات در راه ترغیب رای دهندگان برای کدام کاندید دیگر وقف نماید
بدون شرکت یا تحریم انتخابات نمی شود تمرین دموکراسی کرد، زیرا دموکراسی یعنی مشارکت فعال و اگر مردم یاد بگیرند که مشارکت نکنند و رای ندهند در واقع یاد میگیرند که ضد دموکرات باشند و خدا عالم است اگر همه مردم ضد دموکرات شدند، چه از دل اینها زاییده خواهد شد، یک نظام فوق العاده مستبد!

نمی شود با شرکت نکردن در انتخابات توقع تحول و تغییر تدریجی کشور را داشته باشیم و دموکرات و آزادی خواه هم باشیم، زیرا تاریخ مبارزات دنیا نشان داده است که تحولات تدریجی و مرحله به مرحله، بسیار پایدار تر از تحولات آنی و یک دفعه بوده اند، زیرا تحول آنی یک دفعه رخ می دهد و یک دفعه هم قابل فروریختن است و نمی شود ملتی را ضد تحول ساخت و بینش سیاسی اش را اندک ساخت و بعد از درون این ملت یک جامعه دموکراتیک در آورد ؟ مسلم است که یک ملتی که حاضر نیست اینقدر صبر و پایداری برای اصلاح درونی به خرج دهد، ملتی دموکرات نخواهد شد.

با تقدیم حرمت


larghonay laraway
07.06.2009

ټولو دوستانو ته سلامونه!
ښاغليو زما له پريكون څخه هدف دا نه دى چې زه ګواكې د انتخاباتو يا كوم بل ډيموكراټيك بهير مخالف يم او يا خداى ناخواسته د خپل قوم، ملت او هيواد وركه غواړم بلكې لكه څنګه چې دوستانو ورته اشاره كړې په سوله ايزه فضا كې لاريون يا مظاهره په خپله يو ډيموكراټيك عمل دى او د عدم تشدد لاره ده.
كه فرض كړو چې په انتخاباتو كې ښه رغنده ګډون وكړو نو ايا څه به وشي؟
اياپښتنو په تېرو انتخاباتو كې يو تاريخي او په پوره ليوالتيا ګډون ونه كړ؟ نو څه وشو؟ ورځ تر ورځ خرابي او كه دربدري؟ كه څوك له انتخاباتو اكثريت او اقليت معلوموي خو همغه بس دي كنه!
ايا د پاكستان په انتخاباتو كې د پښتونخوا په ځانګړې توګه پېښور، سوات، دير او ملاكنډ خلكو ګډون ونه كړ؟ ايا هلته حكومت هم د نيشنليانو نه دى؟ نو هغه د انګريزانو خبره (?So What ) ايا ورځ يې ښه شوه ؟
پښتنو وروڼو دا مونږ او تاسو ته يوه نړيواله دسيسه ده خو هرڅوك په هر وخت كې خپل مسؤوليت لري. دا چې په ټاكنو خپل برخليك څه چې خپل مافى الضمير هم نه شو څرګندولى نو د پريكون لاره يې غوره ده.
زما په نظر كه په انتخاباتو كې ګډون ونه كړو نو له يوې خوا به مو سياسي، شعوري او بې له تاوتريخوالي مبارزه كړې وي او له بلې خوا به مو ځانته د نړۍ پام را اړولى وي چې د افغانستان يواكثريت په ټاكنو كې ونډه وانه خيسته. ځكه چې دوى ته نړيوالې دسيسې جوړې دي او له ورځې بلې ته يې حالات خرابېږي.
په پريكون سره زمونږ اكثريت څوك په اقليت نه شي بدلولى. او د انتخاباتو د ګډون له لارې د پښتنو اكثريت او اقليت هم نه معلومېږي ځكه چې اوس هم درې برخې پښتانه په انتخاباتو كې ګډون نه شي كولى حتى كارټونه يې هم نه دي ترلاسه كړي.
تر ټولو غوره خبره دا ده چې خپل وجدان ته خو به نه يو ملامت چې ښه پوهېدو چې انتخابات زمونږ برخليك نه شي بدلولى خو بيا هم كمپاين كوو او د ګډون هيله يې كوو.
د انتخاباتو معنى خودا ده چې په يوهيواد كې يا حكومت نوى كوي او يا د همغه حكومت كار ته د دوام لاره لټوي ايا زمونږ رايى همداسې اغېز لرلاى شي؟
هيڅكله هم نه. باور وكړئ چې مخكې تر وخته همدا يو شخص ټاكل شوى دى او ځينو ته همداسې ويل شوي چې تاسو به انصراف كوئ او ځينو ته دا پروژه وركړل شوې چې تر پايه به معامله نه كوئ او نېغ به اودرېږئ چې ښاغلى اشرف غني له همدې ډول پروژې تطبيقوونكى دى. دا يوازې د دې لپاره چې د هغه بل لالا ټاكنو ته مشروعيت وركړي.
زمونږ او ستاسو مسؤوليت همدا دى چې د ميډيا له لارې، شخصي ليدنو كتنو له لارې او نورو امكاناتو ګټه واخلو او يوغوڅ پريكون وكړو.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


Ghairat
10.06.2009

درنوورونو !
ښه خبره خو داوه چې یو یا څوتنه د نر ځامن مو دولسمشرۍ له پاره کاندید کړی وای او د هغوی کمپاین په حکومت او بهرنیانو تنقید او د هغوی ژر تر ژره
له افغانستان څخه دویستلو له غوښتنو څخه جوړوای ، په دې ډول به یې له دغه کمپاین څخه ګټه پورته کړی وای او له رایګیریو څخه یوه ورځ مخکې به دوی هم خلک د انتخاباتو سره پریکوڼ ته رابللي وای او په پريکوڼ به مو د بهرنیانو د ویستلو ملي غورځنګ رامنځته کړی وای ،کوم چې بیا په دوامداره توګه خپل سوله ییز مقاومت ته ادامه ورکړ ي اوورځ په ورځ پراخ شي ! تاسو په کې څه وایئ ؟؟؟
با ید په داخل کې ټولی کلتوري ټولنې غونډې کنفرانسونه اومیټنکونه پیل کړي او لاریونو ته امادګي ونیسي ! باید په بهر کې هم له دوی څخه ملاتړ پیل اود نړیوالو پام د افغانستان د ستونزې سوله ییز حل ته راوګرځوي !


larghonay laraway
14.06.2009

سلامونه!
په يو وار بايد پنځه واړه ګوتې په خوله ونه منډو. په يو لاريون يا پريكون د بهرنيانو ويستل هسې تش خوب او خيال دى. په يو لاريون او پريكون يواځې همدومره شونې ده چې خپل غږ نړۍ ته وښيو او خپل مسؤوليت ترسره كړو. په اوس وخت كې د بهرنيانو ويستل څه ګټه هم نه لري ځكه چې دلته كوم دفاعي ځواك نشته چې له افغانانو او افغانستان نه دفاع وكړي. د ګوتو په شمېر د خامكيو ځوانانو نازولې ملي اردو او ملي پوليس لرې چې هيڅ هم نه شي كولى. همدا راز كه بهرنيان ووځي نو بيا به د شمالي ټلوالې لنډغران راځي چې هم يې دمه كړې او هم د بهرنيانو په شرابو ښه مست شوې دي. مونږ نه غواړو چې بيا په هيواد كې يو ناورين رامنځته شي بلكې غواړو د موجوده حالاتو نه ګټه واخلو او نړۍ ته ځان وښيو. خو په جګړه نه بلكې زما په نظر په اوسمهال كې په يو سوله ايز پرېكون!


pattang
14.06.2009

اوخلکو دخدای دپاره داڅه حال دی زمونږ پښتانه ځانته هوښيار ان وايې خوځينې
يې يوه طبيعي ميراثي مريضي لري :
اول ملي وي ، بيا مداري شي او په اخر کې بيا ارتجاعي شي٠

لرغونيه زما درخصتي ورځ دې را په غم کړه :
اوس د شمال لڼډغر ندي په قدرت ? شراب نخوري ? دکرځ له مفعول کرزي نه بل
لنډغر شته ? خوښيږي دې چې په لوی کندهارکې اشغالګره قوه دزړو او ځوانانوسره
لواتت کوي ،ښځې پلټي ، دروازې متوي? غوښېږي دې چې دپښتنو له منطقو څخه
بنديخانه جوړه شوې ده ? څوک نه تلای شي نه راتلای شي په هرځایکې هوايې
بريدون مرګ او وژنه کېږي ٠
ولې په کوم حق په کومه ګناه ? ولې افغانستان داسلحې او دا قتصادي ستراتيږي
دساتني او عملي کولو ميدان دپښتون په وينه وګرزي? ٠
ملت به داشغالګرو او دټولو هغوی چې داشغالګرو سره عقيدوي کار کوي
پر ضد راپورته کېږيي اود وی به ټول له ملکه شړي ٠

لرغونيه اوس لکه چې د پلا ستيک کڅوړې نه خر څوې او په دالر بازي دې شروع
کړې ، ما نور هم داسې خلک پېژندل چې پختو ، پختو نارې به يې وهلې خو اوس
د اشغالګرو خوټې څټي ٠
زه ستا ټوله ليکنه نه تکراره ومه ، دغه لاره چې ته يې وړاندې کوې يو ارتجائي
تکتيک دی د بهرنيانو اشغال او دناپوهه جنايتکار ګوډاګي دولت عمر زياتوي
اودې حال او اشغال ته قانونيت ورکوې !
لر غونيه خپله چوکۍ ساتې ? (ځکه چې هم يې په نال وهې او هم په مېخ )???

ليکنې او پښتو ليکل هر څوک کوي اوشاعران هم ډېر دي خو تحليل دکار نتا ئيج
د يوه پروڅيس او عمليې ليکنه د هرچا کار ندی ?
زه له تانه يوه پوښتنه کوم :
هغه رژيم چې خپل اولس نوي جوړ کړی او داشغالګرو په خوښه جوړوي ايا د
اشغالګرو له تو وروسته هغه رژيم سياسي ، اقتصادي او تشکلاتي نور ژوند
کولی شي ? کولی شې چې مسال يې راکړې ? ايا داسې رژيم به تر ابده غلا م
نوي ? ايا اشغالګر به خپل پاتې ګوډاګيان هميشه سياسي او اقتصادي پالي ?

لرغونيه ! ته بايد پوه شې چې افغانان خپل ملت بايد په خپله جوړ کړي او له خپلو
غلطويونه کټه واخلي ترڅو چې په دولتي ، ملي اوملت جوړوني يې سر خلاص شي
سياسي او اقتصادي جوړښتونه ، فکر او زحمت يې کلتور او فرهنګ وګرزي ، په
خپلووينو او روزنه کې يې واخلي او دتاريخ په پاڼو کې يې وليکي٠

دالرې دې زما وي ،خو کونډې ،رنډې ، يتيمان ، مړي دې دستا وي پښتونه٠
دفاحشه توب او غلامي ميراث پښتانه نغواړي!

[quote:09cf1089e6="larghonay laraway"]سلامونه!
په يو وار بايد پنځه واړه ګوتې په خوله ونه منډو. په يو لاريون يا پريكون د بهرنيانو ويستل هسې تش خوب او خيال دى. په يو لاريون او پريكون يواځې همدومره شونې ده چې خپل غږ نړۍ ته وښيو او خپل مسؤوليت ترسره كړو. په اوس وخت كې د بهرنيانو ويستل څه ګټه هم نه لري ځكه چې دلته كوم دفاعي ځواك نشته چې له افغانانو او افغانستان نه دفاع وكړي. د ګوتو په شمېر د خامكيو ځوانانو نازولې ملي اردو او ملي پوليس لرې چې هيڅ هم نه شي كولى. همدا راز كه بهرنيان ووځي نو بيا به د شمالي ټلوالې لنډغران راځي چې هم يې دمه كړې او هم د بهرنيانو په شرابو ښه مست شوې دي. مونږ نه غواړو چې بيا په هيواد كې يو ناورين رامنځته شي بلكې غواړو د موجوده حالاتو نه ګټه واخلو او نړۍ ته ځان وښيو. خو په جګړه نه بلكې زما په نظر په اوسمهال كې په يو سوله ايز پرېكون![/quote:09cf1089e6]


larghonay laraway
14.06.2009

پتنگ صيب سلامونه مې ومنه . فكر كوم همداسې د پتنگ غوندې سوزيدلى يې. خو خير زه بايد روښانه كړم چې نه د بهرنيو اشغالګرو پلوى يم، نه د اوسني حكومت او نه د دوى له ناوړه او فاحشو كړنو دفاع كوم. همدا راز نه څوكۍ لرم او نه يې د ساتلو په غم كې يم. خو ما مخكې هم وويل چې مونږ بايد د عدم تشدد لاره ونيسو. چې زما په نظر په اوسنيو حالاتو كې يوه ښه او غوره لاره ده. ځكه كه منطقي فكر وكړو نو اوس زما او ستادومره وس نشته چې په زور څوك وباسو او يا يې راولو. باور وكړه تاسو خو دغه دى د يكشنبې رخصتي هم لرئ او معلومېږي چې ژوند مو ښه په مزو كې دى خو باور دې وشه كه په افغان بې وزلي ملت كې دومره شيمه پاتې وي چې د چا ګريوان ته لاس ورواچوي.پاتې خو له هيواده ويستل شوو.
پتنگ صيب بهرنيان نه زما او ستا په خوښه راغلي او نه يې زه او ته ويستلى شو. دا هم بايد ومنو چې هغه څوك چې اوس ورسره جنګېږي هغه هم زما او ستا په واك كې نه دي او نه زما اوستا د ملي او اسلامي ګټو له پاره ځانونه الوزوي. بلكې هغوى هم د كرزي غوندې لالاگان لري.
پتنگ صيب ټول كارونه په يو وار نه كېږي. كه دا ځل مونږ او تاسو يوازې همدومره وكړو چې خپل يو والى وښيو او له رايې وركولو تېر شو نو په راتلونكې كې دا هم كولى شو چې اشغالګر له هيواده وباسو او خپل زعيم په خپله وټاكو.
بيا هم زما نظر دى خداى دې وكړي چې په خوښۍ دې خپله رخصتي تېره كړې او كله چې دې ستړيا ليرې شوه بيا به يې سره ګالو.
مننه
ښه رخصتي


Ghairat
14.06.2009

لاروی صیب اول سلام او بیا دا عرض دی چې ښايې غلط پوه شوي یاست ۰
هدف خو یوه دوامداره سوله ییزه مبارزه ده، دملي آزادۍ له پاره د عدم تشدد د مبارزې لار نیول دی،کوم چې د یو، دوه ، درې او یا لس شلو لار یونوکار نه ، بلکې
د بهرني ځواکونو دویستلو په موخه د هر ډول سوله ییز سیاسي اداري ،کلتوري اوحقوقي دوامدارو مقاومتونو مجموعه ده ، چې کلونه کلونه دوام کوي او تر بري پورې څو لسیزې دوام کول س شي چې ستا دا ډیر اعلی وړاندیز د انتخاباتو سره
پریکنده ټولګړی پریکوڼ یې هم یو اړین او لاینفک جز دی ،کوم چې صرف
(درایګیریو) یوه مهمه ورځ دوام کوي ، اوهغم که د سوله ییز ملي مقاومت له پآره نه وي کوم ارزښت نشي لرلی ۰
دملي مقاومت هدف د یوه آزاد ملي اسلامي ولسواک حکومت رامنځته کول دي چې نه به پکې جنګ سلاران اونه د پردیو هیوادونو لاسپوڅي د هیڅډول پردی لاندې ځای ولري!
د چا دا اندیښنه هم چې ګواکې سوله ییز ملي مقاومت صرف د وسله وال مقاومت په یو اړخیزه ګټه تمامیږي ، مورد نه لري، ځکه سوله ییز مقاومت به یو سرتاسري ملي مقاومت وي چې روح او روان به یې خپلواکي اوملي ولسواکي ، اسلام اوترقي وي، که وسله وال مقاومت دا موخې او ځانګړنې خپلې کړي ګټه به ددواړو سره ګډې پاتې شي اوکه نه له سیاسي ګټې اوګټنې څخه به هم ضرور ګوښه اوتجرید پاتې شي!


larghonay laraway
15.06.2009

غيرت صيب ما هم همدا خبره كړې خو د يو كار لپاره يو هدف وي. زما د لاريون يا پركون څخه يوازې يو هدف مطلب دى او هغه دا چې نړۍ ته د پښتنو شعوري پوهه، عدم تشدد او يو والى وښيو. پاتې شوه د بهرنيانو ويستل، د يو خپلواك، اسلامي حكومت جوړېدل رښتيا هم يوه اوږده پروسه ده او زه ستاسو له خبرو سره موافق يم. خو كه چېرته مونږ پريكون وكړو او يا لاريون وكړو او ميډيا پوښتنه وكړي چې ولې؟
مونږ بايد ورته ووايو چې نړۍ له پښتنو سره ظلم كوي، په افغانستان او نړۍ كې د پښتنو پر ضد دسيسې روانې دي. انتخابات شفاف نه دي، مخكې تر مخكې سړى ټاكل شوى. زمونږ رايې ارزښت نه لر ي نو ځكه په دې انتخاباتو كې ګډون نه كوو، بلكې پرېكون كوو.
خو كه مونږ چېرته د يو لاريون يا پريكون بې شمېره لاملونه وښيو نو دا به يو ليونى هدف وي.
ځكه چې د يو كار لپاره دا منم چې مقاصد به ډېر وي خو هدف هيڅكله هم تر يو زيات نه وي.
كه ورته ځير شو نو د هدف معنى (Goal ) ده او همدغه ګول د فوټبال په لوبو كې هم كارېږي خو د يو ټيم لپاره يوازې يو گول وي. كه ګڼ شي نو نيم به يو خوا منډې وهي او نيم په نورو خواوو چې هيڅكله به هم ګډ هدف ته ونه رسېږي.
زمونږ او ستاسو اسلام ، وطن مو يو دى ، غم يو دى، درد مو يو دى. نو هدف مو هم بايد يو وي!
د ټاكنو له پريكون څخه بايد زمونږ همدا يو هدف وي چې نړۍ ته خپل يو والى، پوهه، شعور او عدم تشدد وښيو او بس.


Ghairat
15.06.2009

[color=blue:849ed5162f]لاروی صیب ستاسې د هدف اولاندې دلایلو سره سل په سلوکې موافقه لرم، خو وګورئ ستاسو خپل دلایل نه یواځې ستاسې
د موخې له پاره بسنه کوي، بلکې دملي غورځنګ رامنځته کول هم غواړي :[/color:849ed5162f][quote:849ed5162f]مونږ بايد ورته ووايو چې نړۍ له
پښتنو سره ظلم كوي، په افغانستان او نړۍ كې د پښتنو پر ضد دسيسې روانې دي. [/quote:849ed5162f]
[color=blue:849ed5162f]ولې، څه ظلم ، ظلم دا چې هغوی زمونږ هیواد اشغال کړی او د اشغال د غزولو له پاره د پښتنو پر ضد دسيسې جوړوي، او پښتانه
نه اشغال مني اونه یې دسیسې ،نوهم یې باید دسیسې شنډې اوهم له وطن څخه د هغوی د ویستلوغوښتنې وکړي ، په دسیسوکې یوه
هم جعلي رایګیرۍ دي، چې پریکوڼ ورسره آړین دي .

ولې جعلي ټولټاکنې د اشغال اواشغالګرو د شتون پایله ده، معلول دی،نه علت، نوکه معلول له منځه وړلومطالبه کوو او علت د له منځه وړلوغوښتنه ورسره نه ملګرې کوو یعنې معلول له علته بیلوو، آیا ځانونه نه تیر باسو؟ فرصت له لاسه نه ورکوو ؟ یا خپلې پښې په تبرګې نه وهو؟
وګورئ لاروي صیب تاسوته بهتره معلومه ده چې څومیاشتې دمخه په سلګونو کلتوري ټولنو، سیاسي او ټولنیزو سازمانونو او په
زر ګونوافرادو او مخورو شخصیتونو د سولې پّه نامه غونډې ، غوښتنې اولار یونونه تر سره کړل اوآن د ملګروملتونوله سازمان سره
يې خبرې وکړې، خو د ملي خپلواکۍ له غوښتنې پرته يې غوښتنز مطرح کړې ،نو ځکه یې ټولې هلې ځلې شنډې او بي نتيجې پاتې شوې، او تر ټولو بده يې لا
دا چې يخ کښيناستل او بيا يې د سولې نوم هم په خوله وانخيست :lol: :lol: :lol:
دا ولې ، داځکه چې دوی د جګړې علت چې د هيواد اشغال دی له پامه غورځولی و ، او سوله يې د ملي ازادۍ له غوښتنې څخه
بيله تصور کوله ، لکه دا جګړې چې له اشغال پرته منځته راغلې وي او افغانانو دغه اشغال منلی وي، نوددوی غوښتنو سیاسي بڼه نه درلوده او اشغالګرو هم ترې سياسي ويره نه لرله ،نو په تشو خبرو يې ځواب او لاره يې ترې ورکه کړه٠ خوبرعکس که دوی د بهرني ځواکونو دوتلو مطالبه د سولې سره تړلې وای نو تر څو پورې چې خپلواکې بيرته پلاس نه وای راغلې تر هغې پورې يی دسولې غورځنګ ته دوام ورکولی شو او سوچه سیاسي زور به یې درلوده ! همدغسې د پريکوڼ مسله هم ده، يواځې دا ځل نه ، بلکې د ملي خپلواکۍ د لاسته راوړلو
پورې د هرځل او هر ډول ټولټاکنو سره پرېکوڼ به د ملي ازادۍ د غورځنګ جز وي ، يواځې له دغه سياسي هدف او سياسي غورځنګ څخه استعمارچيان ويره لري، نه له نورو مقاومتونو او نورو غوښتنو څخه , ځکه د ملي ازادۍ غوښتنه ددې ټولو احتجاجونو دوحدت او پیوند مشترک ټکی دی هغوی ته تسلسل او ثبات ، ادامه، ژوند ، دینامیک او شتراتیزیک سیاسي هدف وربښي اوله هغې پرته ټول احنجاجونه ګوښي او منفردو ، دانګ وانګ او بی تړاوه ، بی اغیزې او بی نتیجې اکشنونه پاتې کیږي او پایله یې له مايوسۍ اوخواشینۍ پرته بل څه په لاس نه راځي !
لومړی د سازمان ورکولو یوه له غښتلې او پخه دایمي ملي کمیټه جوړه کړئ چې غونډې، احتجاجونه ، لاریونونه، پریکوڼونه، کنفرانسونه اومیټینکونه تنظیموي او د ملي نجات (خپلواکۍ) له پاره دواندار تبلیغ او فعالیت کوي۰
ددوی لومړی اکشن به له د ټولټاکنو سره پریکوڼ ته ټول مظلوم افغان ملت رابلل وي ،خو د پریکوڼ برخوال به چمتوکوي اوچمتو له به یې ساتي چې په نورو احتجاجونوته په صرف یو غږ سره راودانګي اوله یوه احتجاج څخه بل ته سوله ییز ملي غورځنګ پراختیا ومومي او ورځ په ورځ څپانده شي![/color:849ed5162f]
[color=red:849ed5162f]د عدم تشدد مبارزه اونورې دموکراتیکې مبارزې یواځې په هدف کې سره توپیر لري چې حتمأسیاسي دی، نه په طریقه، توګه اوخصلت کې :
د هغې سیاسي هدف ملي آزادي ده ! [/color:849ed5162f]


larghonay laraway
16.06.2009

سلامونه!
غيرت صيب كور دې ودان او زه درسره موافق ځكه يم چې د دواړو درد يو دى خو يو شي ته بايد پاملرنه وكړو چې دا هيواد يوازې د پښتنو نه دى. دلته نور داسې خلك هم شته چې د دوى قومندان (مسعود) همغه وخت امريكا ته سيمه ډبوله چې هوايي ځواكونه تاسو راولئ او ځمكنى (پنځلس زره ) پوځ زه دركوم. همدا راز دلته د يو ستر جهادي ګوند رهبر امريكايانو ته د مچ غوندې لاسونه مروړل چې (بمباري كمزورې ده او بايد قوي شي) په همدې ترتيب ډېر پښتانه چې اوس په واك كې دي، څوكۍ لري، وزارتونه، رياستونه او حتى د ريس جمهور په څوكۍ كېنول شوى دى. كه مونږ اوس له همغې وروستۍ پوړۍ پيل وكړونو ډېره به راته ستونزمنه شي. مونږ اوس يوازې خپل يو والى او شعوري هڅه ښيو چې هغه له ټاكنو سره پركون دى.
وروره زه بيا هم وايم چې هدف څو ډوله دى. يو شونى او ممكن هدف وي، يو ارماني هدف وي او بل ليونى هدف وي.
يو هغه هدف دى چې ورته رسيدل شونې دي. مونږ كه اوس هغه د كليوالو خبره په خپل ايمان ګوتې ووهو نو ايله همدومره كولى شو چې يو شمېر خلك له ټاكنو پرېكون ته چمتو كړو او نړۍ ته خپل غږ ورسوو.
بل ارماني هدف دى. اراماني هدف زمونږ همدا دى چې يو اسلامي،خپلواك، پرمختللى او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان دى. چې دا يوا اوږده مبارزه غواړي او انشاء الله كوو به يې.
درېم ليونى هدف دى. ليونى هدف دى ته وايي چې هغه د پښتو متل دى وايي ( زور دې د ملخ او لگېږې په مخ) ليونى هدف دې ته وايي چې يوڅوك نه خپل امكانات سنجوي، نه خپل زور او طاقت ته ګوري بلكې داسې يو هدف ټاكي چې هغه ته رسيدل ناشونې وي.
غيرت صيب، پتنګ صيب او نورو دوستانو باور وكړئ چې هرڅومره تراخه بحثونه سره وكړو خو دا د نظر جزئي بېلوالى او اختلاف دى خو زمونږ او ستاسو ټولو هدف يو دى خو راځئ چې د دې ټولټاكنو سره د پريكون لپاره يوازې د همدې لپاره وكړو چې خپل يو والى تر ډېرې اندازې پورې ثابت كړو او نړۍ ته خپل غږ ورسوو. له يو پريكون څخه دومره سترې او بې شماره هيلې بايد ونه لرو .
راځئ چې په راتلونكې كې د بحث فورم ملګرو ته څرګنده كړو چې له څومره خلكو سره مو د دې پرېكون په اړه خبرې كړي او څومره راسره موافق دي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


Ghairat
16.06.2009

محترم لاروی صیب اوګرانو دوستانو !
زه هم همدا وایم چې زمونږ دولت اجیر دی، حکومت اجیر دی، زمونږ هر لوړ پوړی مامور اجیر دی، زمونږ ټول کادرونه اجیر دي، زمونږ اردو اجیر ده آن زمونږ شوری هم اجیره ده ، زمونږ هیڅ شی ملي نه دی او ټول دولتي ساختار مو له مقننې نیولې تر اجرائیې او قضی پورې ټول د امریکايي او لویدیز استعماراجیران دي، نودا ټولټاکنې یواځې دملت د تیرایستنې له پآره کیږي چې علت یې هم اشغال اونتیجه یې هم د اشغال غزول اواوږدول دي ،نوله دې کبله یې بیکات ( پریکوڼ ورسره کول) په هر افغان، په تیره بیا پښتنو باندې واجب دی!
نو اوس باید لاس په کار شئ، د پریکوڼونو ، لاریونونو او احتجاجونو یوه غښتلې،
بیطرفه ملي کمیټه له مجربو پوهو او غښتلوملي اوکاري شخصیتونوڅخه جوړه کړئ !


pattang
16.06.2009

افرين غيرت صيب زما دزړه خبرې د کړې دي په قلم دې برکت شه .

[quote:c737873f57="Ghairat"]محترم لاروی صیب اوګرانو دوستانو !
زه هم همدا وایم چې زمونږ دولت اجیر دی، حکومت اجیر دی، زمونږ هر لوړ پوړی مامور اجیر دی، زمونږ ټول کادرونه اجیر دي، زمونږ اردو اجیر ده آن زمونږ شوری هم اجیره ده ، زمونږ هیڅ شی ملي نه دی او ټول دولتي ساختار مو له مقننې نیولې تر اجرائیې او قضی پورې ټول د امریکايي او لویدیز استعماراجیران دي، نودا ټولټاکنې یواځې دملت د تیرایستنې له پآره کیږي چې علت یې هم اشغال اونتیجه یې هم د اشغال غزول اواوږدول دي ،نوله دې کبله یې بیکات ( پریکوڼ ورسره کول) په هر افغان، په تیره بیا پښتنو باندې واجب دی!
نو اوس باید لاس په کار شئ، د پریکوڼونو ، لاریونونو او احتجاجونو یوه غښتلې،
بیطرفه ملي کمیټه له مجربو پوهو او غښتلوملي اوکاري شخصیتونوڅخه جوړه کړئ ![/quote:c737873f57]


ابو جرير
19.06.2009

داشغال په موجوديت كې دانتخاباتو دشفافيت تمه كول ليونتوب دى،
او دانتخاباتو له لارې هيواد له اشغاله ژغورل ترټولو ستر ليونتوب دى.


Ghairat
19.06.2009

[quote:b79b76eb9b]داشغال په موجوديت كې دانتخاباتو دشفافيت تمه كول ليونتوب دى، [/quote:b79b76eb9b]دانتخاباتو له لارې هيواد له اشغاله ژغورلو ادعا خوچا هم نه ده کړې، خود شفافیت د خوندي کیدوله پآره باید د کاندیدانو وړاندیزونه عملي شي،اوکه دوی کوم وړاندیز ونه لري نو معنی یې داده چې د شفافیت په تضمین باور لري،نو په دې صورت کې تاسې څه فکر کوئ چې د بل چا تنقیدونه به په دې آړه بیخي بیځایه نه وي ؟


Helmand.M
02.07.2009

پينځه نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د چنګاښ ١١
د جمهوري رياست له پاره څوک وړ دی؟

ډاکټر محمد امین واکمن
30.06.2009 08:47
د جمهوري رياست انتخاباتو ته له دوو مياشتو کم وخت پاتې دی او درې تنه مخکښ کانديدان لري: حامد کرزی، ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله.
افغانان بايد فکر وکړي چې دغو درېوو کسانو کې کوم يو غوره کانديد دی. حامد کرزی چې په تېرو اوو کلونو کې ولسمشر و، ټولو خلکو ته معلوم شو چې نه يوازې د افغانستان مشکلات يې حل نه شو کړی، بلکې ستونزې يې لا پسې زياتې کړې. ځکه ده د مشرۍ وړتيا نه لرله. د دې پر ځای چې هېواد د افغان په نامه يو موټی کړي، هغه يې لا پسې قومونو باندې ووېشه. یو مثال یې ملي سرود دی چې د ټولو قومونو نومونه په کې ځای پر ځای کړل او د ملي وحدت پر ځای يې ملي انتشار ته لاره هواره کړه.
ده د هېواد اکثريت (پښتانه) په فرهنګي او اقتصادي لحاظ سخت وځپل. د پښتو ژبې د تعميم له پاره يې هېڅ پروګرام تطبيق نه کړ. ټول يې ګورو چې د هېواد په شمال کې پښتانه خپلو سيمو ته نه پرېښودل کېږي خو د کرزي حکومت يې کومه پروا نه لري.
د پښتنو پر سيمو باندې بهرنيانو جنګ پيل کړی دی. دا جنګونه په افغانستان او پښتونستان کې په زغرده روان دي خو د کرزي حکومت يې ننداره کوي. ده نورو لږه کيو ته وده ورکړه، کابل اوس د لږه کيو مرکز او د ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د ايران د نفوذ سيمه ګرځېدلې ده. د دوی فرهنګ او سياسي نفوذ په کې ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دی. د ښاغلي کرزي په حکومت کې له خارجي مرستو څخه معقوله ګټه وانخيستل شوه. ټوله تکيه يې ملي ضد عناصرو، قاچاقچيانو، رشواتخورو او ټوپکمارو باندې ده.
د کرزي بهرني سياست هم ناکام دی. سرحدي سيمې يې ټولې پاکستان او ايران ته حواله کړې دي او د پښتونستان له موضوع نه تېر شوی دی. لنډه داچې کرزی يو ناکام جمهور رئيس دی او که بيا انتخابېږي نو دا به د افغانستان د جنازې اخيستو په معنا وي.
دغه راز، ډاکټر عبدالله هم يو کانديد دی. دی د شمالي ټلوالې غړی او وفادار شخص دی. د افغانستان خلک شمالي ټلواله ډېره ښه پېژني چې هره نادوده يې له دې ملک سره کړې ده. دوی د ډاکټر نجيب الله د سقوط پر مهال د ملګريو ملتونو د سولې پلان تس نس کړی او په اويايمو کلونو کې يې يوازې په کابل کې شپېته زره کسان وژلي دي. دوی هم د افغانستان شتمني لوټلې او هم يې زيات خلک وژلي دي. دوی په زرګونو طالبان چې ورته تسليم شوي وو په کانټينرونو کې شهيدان کړي دي او نورې ډېرې نه بښونکې نادودې يې له دې وطن او ملت سره کړې دي. لنډه دا چې ډاکټر عبدالله هم خلکو ته د منلو وړ نه دی.
بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی دی. اشرف غني د متحدو ايالتونو د يوه نامتو پوهنتون جان هاپکنز استاد دی. ده د افغانستان له پاره يو لس کلن پلان د يوه کتاب په بڼه په پښتو او دري ليکلی چې ژر به چاپ شي. دی د افغانستان، سيمې او نړۍ په باره کې يو جامع نظر لري. دی هېواد ته په کوم خيانت کولو متهم نه دی. دی يو جدي او قاطع شخص دی او که له هېواد پالو، ملي او مجربو اشخاصو سره واک ته ورسېږي نو اميد دی چې د هېواد مشکلات به حل کړي.
زه د افغانستان له ټولو ملي او ولسواکو عناصرو، منورينو او عام ولس څخه هيله کوم چې په راروانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او کله چې د رأيو صندوقونو ته ورځي نو د وجدانی قضاوت په حکم دې ده ته رأيې ورکړي او خپل تاريخي او ملي رسالت دې ادا کړي.


ډاکټر څپاند
03.07.2009

[quote:ce74322cfa]ډاکټر محمد امین واکمن
30.06.2009 08:47
د جمهوري رياست انتخاباتو ته له دوو مياشتو کم وخت پاتې دی او درې تنه مخکښ کانديدان لري: حامد کرزی، ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله. [/quote:ce74322cfa]

دښاغلي واکمن صيب نه يو څو پوښتنې؟
دواکمن ګوند(افغان ملت)دکرزي ملاتړ کړی او کوي ،او دکرزي په ټولو جناياتو
کی برخمن دي٠
کله چه واکمن دمخکښ کانديد په اړليکنه کوله،کوم معيارونه ئی په نظر کی
نيولي؟ که دی دانټرنټ داحصائی له مخه غږيږي ،اول ايد پوه شي چه يوکم شمير
افغانان انټرنت ته لاس رسی لري،او دويم داچه په دی کم شمير کی بياهم 
رمضان بشردوست او حبيب منګل تر کرزي او عبدالله دمخه دي٠
او که دواکمن دادعا منبع BBC,CNN,Aljazeera او داسی نور داخلي او خاجي
خبرځايونه وي،نو داسي بريښي چه واکمن صيب د خپلو ويناوو او ليکنو
 واکمن  ندی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more