نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکتر رمضان بشردوست
ع کريم حليمي
03.06.2009
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکتر رمضان بشردوست
http://bashardost.org/pashto.htm
http://bashardost.org/persian.htm
http://bashardost.org/English.htm
---------------------------------------------------------
http://bashardost.org/pashto_parliman.htm
---------------------------------------------------------
http://bashardost.org/pashto_khabari.htm
---------------------------------------------------------
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنوته د كانديد
ښاغلي ډاكټر رمضان بشردوست لنډه پېژندنه
ښاغلى رمضان بشر دوست د محمد علي زوى دى او په (۱۳۴۰) لمريز كال يې د غزني ولايت د قره باغ په ولسوالۍ كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ښاغلي بشردوست خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې د غزني ولايت د قره باغ او مقر په ولسواليو كې او همدارنګه د فارياب ولايت د ميمنې په ښار كې پاى ته رسولې دي.
د (۱۳۵۷) كال د مرغومۍ د اوومې نېټې له كودتا څخه وروسته د ايران هېواد ته مهاجرشو، چې د ليسې له فراغت څخه وروسته يې د پاكستان هېواد ته هجرت وكړ.
ډاكټر بشردوست په (۱۳۶۰) كال د پاكستان هېواد فرانسې ته د هجرت په نيت پرېښود او په فرانسه كې يې د سياسي پناه غوښتنه وكړه خو هېڅ كله يې هم د فرانسې د تابعيت غوښتنه ونكړه.
بشردوست په (۱۳۶۱) كال د فرانسې د دېژن په ښار كې په كار او د نوموړي ښار د ادبياتو په پوهنځي كې د ژبې په زدكړه پيل وكړ.
په (۱۳۶۳) كال كې يې د (فرانسوي ژبې عملي لومړۍ درجه تصديق پاڼه) د دېژن ښار له پوهنتون څخه تر لاسه كړه. (لومړى درجه سند)
په (۱۳۶۴) كال كې وروسته د آزموينې په وركولو څخه د ګرونوبل د ښار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شواو له (۱۳۶۸) كال كې يې د حقوقو او سياسي علومو ماسټري تر لاسه كړه. (دوهم سند)
په (۱۳۶۹) كال كې يې د ژان موني په پوهنتون كې د ديپلوماسۍ په څانګه كې خپلو زدكړو ته دوام وركړ او د(عالي تخصصي زدكړو) (له ماستر څخه لوړ) ديپلوم په ترلاسه كولو بريالى شو. (درېيم سند)
او خپل مونوګراف يې په شمالي افريقا كې د ديپلوماسۍ او جنګ په هكله وليكه.
په كال (۱۳۷۱) كې يې د (ټولوز پوهنتون) د سياسي علومو په برخه كې نوم وليكه او د (ژورې څېړنې د زدكړو) ديپلوم يې تر لاسه كړ. (څلورم سند)
او خپل مونوګراف يې د روسانو په واسطه د افغانستان د اشغال په وخت كې د نړيوال سازمان د رول په اړه وليكه.
او په (۱۳۷۲) كال كې يې په افغانستان كې د جنګ او ديپلوماسۍ په اړه د دوكتورا تېزس ليكل پيل كړل.
ښاغلي بشردوست په (۱۳۷۴) كال كې د ټولوز له پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د دوكتورا په اخيستلو بريالى شو. (پنځم سند) د نوموړي تېزس ۱۱۵۰ مخه دى چې په ځانګړي ډول يې په افغانستان كې د جګړې په وخت كې د امريكا، روسيې، پاكستان او ايران ديپلوماسي څېړلې ده.
بشردوست په كال ۱۳۶۸ د اكسفورډ (O,I,S,E) د انګليسي ژبې له اكادمۍ څخه سند تر لاسه كړ. (شپږم سند)
او په كال ۱۳۶۹ يې د برايټون (G,E,O,S) دانګليسي ژبې له اكادمۍ څخه د انګليسي ژبې تصديق پاڼه تر لاسه كړه. (اووم سند)
ښاغلي بشردوست له كال ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د پاريس په پوهنتونونو كې د حقوقو، سياسي علومو، او ديپلوماسۍ په تدريس كې د همكار استاد په توګه دنده درلوده. او همدارنګه د پاريس له دارالوكالو سره يې همكاري كوله. بشردوست په ۱۳۸۱ كال كې د څو مياشتو لپاره په پاريس كې د افغانستان د سفارت درېيم سكرټر پاتې شو. خو په نوموړي هېواد كې يې د افغانستان له سفير سره د كلكو اختلافاتو په رامنځ ته كېدو له امله چې سفير غوښتل سفارت په يوه كورني سفارت بدل كړي، او بل دا چې د سفير د ډېرو لويو لګښتونو له امله بيت المال خوړل كېدو له دندې څخه ګوښه شو، او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په غوښتنه چې د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز جوړ كړي هېواد ته راوغوښتل شو او بيا وروسته له يوې مودې د بې سرنويشته او او اداري ميرزاقلمۍ څخه د نړيوالو سازمانو او نړيوالو كنفرانسونو د څانګې د مرستيال په توګه او وروسته بيا د لوديځې اروپا هېوادونو د سياسي ديپارتمنت د مدير په توګه د بهرنيو چارو په وزارت كې وټاكل شو.
په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوګانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوګانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستګاوو له شديد مخالفت او غبرګون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ او په ۱۳۸۴ كال د ملت د استازي په توګه په پالمان كې وټاكل شو او تر نن ورځې د ملت د استازي په توګه او په پوهنتون كې د افتخاري استاد په توګه د خپل ملت په چوپړ كې دى.
محترمو لوستونكو او ليدونكو!
د ټولو نه لومړي د نوي ويب سايټ دخلاصولو له امله تاسو ګرانو ليدونكو ته ښه راغلاست وايم.
دوهم داچي ددي لپاره چي دا ويب سايټ د دير وخت لپاره په پخواني پته فعال نه ؤ، له تاسو عزیزانو څخه ديره بښنه غواړم، مگر دا د ډیر خوشي ځاي دي چي په دي وروستيو وختونوكي دغه كوچني پنجره ددوهم ځل لپاره د افغانستان دټولو دوستانو او مينه والو لپاره خلاصه شوه.
زه به ډیره هڅه وكړم چي له محدودو امكاناتو څخه له استفادي سره سم د افغانستان د ټولو خلكو دردونه، کړاوونه، غوښتنی، هیلی او آرمانونه له قومي، مذهبي، دیني، ژبني، تنظیمي، سیمه ییزي، ایدیولوژي او نورو مسایلو څخه پرته تاسو ته منعکس کرم.
البته ستاسو د هیواد د خویندو او ورورنو همکاري او لارښوونه
زما لپاره ډیره ضروری ده. نو زما هیله له تاسو څخه دادی چی ما سره له هیڅ دول همکاری څخه ډډه ونکړی .
په درناوي
ډاکتر رمضان بشردوست
ملکري ملتونه:
پلان وزیر باید دانجوکانو په وراندي له پاروونکو ویناوولاس واخلي
ملکروملتونو سازمان د بدخشان په مرکز فیض آباد کي د آغا خان په انکشافي اداره وروستي برید غندلي دي .
دملکر وملتونو یو ویاند په کابل کي دغه راز دپلان وزیر رمضان بشر دوست خخه غوستي چط د غیر دولتي تولنو او اینجو گانو په ارٍه له پازونکو وینا وو حخه لاس واخلي دپلان وزیر رمضان بشر دوست دخپل کار له پیل حخه بیا تر ننه په پرلیسي تو که په غیر دولتي موسسو او اینجو کانو نیوکي کرٍي او دهغوی کاریي په افغانستان کي نیمکري او بی کتي بللی دی.
چراغ 22 حمل 1384
"په افغانستان كي اقتصاد تر وريزم روان دي "بشردوست
دوري 21 : كابل - چراغ
د افغانستان د پلان وزارت پخواني وزير ښا غلي رمضان بشر دوست چي نن د نوي ښار په پارك كي خبري كوي . وويل چي اوس مهال په افغانستان كي اقتصادي تروريزم روان دي ده د افغانستان د اقتصاد ي پراختيا په اړه دريم نړيوال كنفرانس چي په كابل كي دوري د مياشتي په ۱۵ مه نيټه پاي ته ورسيده تر كلكو نيو كولاندي وينو او زياته يي كره چي په دغه كنفرانس كي د انجوكانو استازوته دمخي په كتارونو كي ځاي وركړل شوي وو.
نو موړي زياته كره په داسي حال كي چي زمونژ اقتصادي وده په تيه ولاره ده نو ځنكه به ديوه تن كلني عايد له ۲۰۰ څخه ۵۰۰ ته لوړ شي . رمضان بشر دوست د اقتصادي پراختيا كنفرانس يو ناكام كنفرانس كي بيا هم په هماغه ناكام اقتصادي پاليسي باندي تينكار وشو . كومه چي تير دري كاله په افغانستا ن كي روانه وه. نو موړي دافغانستان د اقتصادي پاليسي جورونكي د افغانستان دوكړو د ستونزو څخه بي خبره وكڼل . د بشر دوست په وينا سره دهغه كسانو كلڼي عايد به له ۲۰۰ دالر و څخه زيات وي او يابه ډيريژي . كوم چي دجمهوري رياست ماڼي تر خوااوشاه استو كن دي . بشر دوست دچارواكو څخه غوښتنه وكړه چي د انجوكانو په لاس جوړو شو يو ودانيو تسليمي دي تر هغه ودروي تر څو يو وطنپال كميسيون دهغي دارزيابي لپاره نه وي ټاكل شوي.
روزنامه هیواد تاریخ 27/7/1384
د اانجو ګانو قانون تصويب شو او تر دي وروسته
به دوۍ د خلكو په خدمت كي وي نه د پيسو را ټو لو لپا ره
با ختر : دپلان وزرت په افغانستان كي د نجيوكانو دقانون مسوده برابره كري ده . دغه قانون يوولس فصلونه او شپراو يا مادي لري . په هغي غونډه كي چي له همدي امله دپلان په وزارت كي جوړه شوي وه دانجيو كانو يوزيات شميررًیسانو اوژورنایستانو کدون کری وء. ډاكتر رمضان بشردوست په نړي او افغانستان كي دانجيوكانو دفلسفي او تاريخ دلنډيز له څيړني وروسته وويل : په افغانستان كي دانجيوكانو دكار او فعاليت نتيجه په مجموع كي منفي ده . ده زياته كره : په افغانستان كي انجيو نشته ،بلكي انجونيزم دي له دي امله دقانون دمسوده هدف دادي چي دغه سيستم پاي ته ورسول شي ،بدي اومضري انجيوكاني منحلي شي او انجيوكاني دي دافغانستان د محرومو خلكو په خدمت كي وي . ډاكتر بشردوست په نتيجه كي وويل : كه چيري دانجيوكانو دقانون دغه مسوده دحكومت له خواتصوير او عملي شي انجيوكاني به دخلكوپه خدمت كي وي .
پنيج شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۸۴ روز نامه چراغ
ډيړ خلك نه غواړي چي او سني كا بينه ډي خپل كاړ ته ډوام وړكړي
ډغبر ګولي ۱۱ مه كابل چراغ
د پلان پخواني زوزير رمضان بشر دوست نڼ ديوي خبري غونډي پر مهال چي دكابل دنوي بنار په پارك كي يي جوړه كري وه وويل چي دنړيوالي ټولي او د افغانستان دولت اوسني تګللا ره په افغانستان كي دخلكي په ګټه نه ده نو بايد دافغانستان جمهور ريس دافغانستان داساسي قانون د ۴۰ مي مادي په پام كي نيو لو سره دهيواد دسياسي ټولنزو او اقتصادي موضوعاتو په اره ،دخلكو نٰظرونو ته مراجعه وكړي . بشر دوست زياته كړه چي دوډټول پو نبتني په ټو ګه ۵۰۰ چاپي پاني په خلكو وشلي چي په هغو پا ڼو كي له خلكو څخه لس مهمي پونبتني شوي او خلكو دهغو پونبتنو په پاڼو كي دمهمو پونبتنو څخه ځني دادي .
۱- آيا تاسي غواړي چي اوسني كابينه دي خپل كارته دوام وركري ؟ چي ۲۲ ۹۲ په سلو كي خلك وايي خو يرازي ۷۷ ،۷ په سلو كي داوسني كابيني سره موافق دي .
۲ – تاسي غواړي چي دنړيوالني مرستي دانجو ګانو او ملگرو ملتونو په سلو لاس وركړي شي چي له دي سره هم ۴۴،۹۴ په سلو كي وګرړو خپل مخالفت نبودلي خو يوازي ۵۵،۳ په سلو كي ويلي چي مرستي دانجو ګانو او ملګرو ملتونو په لاس وركړل شي .
۳ – تاسي غواړي چي بهر ني هيوادنه دي په افغانستان كي بند يخالي ؟ څواب: ۳۰ ،۹۸ په سلو كي دنه څواب وركري . او ۱۰۶۴ په سلو كي دبلي ځواب په همدي تو ګه په دغه پا ڼه كي ددايمي نضامي هډ و ، دبهر نيو مشاورينو دانجو ګانو دمنحل كيدو او داسي نوړو مهمو مو ضو عاتو په هكله پونبتل شوي چي ډيري خلكو ددايمي نظامي هدو دنه جړيدو ،دانجو ګانو دنمحل كيدو او دمشاورينو دشړلو په هكله خپلي رايي وركړي دي بشردوست وويل چي دوي به دغه ټول پونبتنو ته هيواد كي دوام ور كوي او بيا به يي دملګرو ملتونو، دامريكي سفارت او دافغانستان د دولت په واك كي ور كړي
ع کريم حليمي
03.06.2009
د ډاکتر رمضان بشردوست فیلمي بيانونه اوخبري
http://bashardost.org/persian_lectures39.htm
ع کريم حليمي
03.06.2009
گرانو هیواد والو!
تاسو شه پوهیژی، چی زه د لند کروزر لـه قوم، د دالر او کلـدار له گوند ، د روبـل او تـومان له تنظیم، دیـورواو پونـد له تبر، د درهم او ین له نژاد ، دسیاسی سوداگرانو له قبیلی، د دو که مارانـوله شونحی،ددرواغجنانو له لاری، دمتعصیبینو له دلی او دشاهـی مانـی دسیمی له اوسیـدونکوحخه نه یم نو راحـی نراو شحه، هلـک او انـجلی، زور او حـوان، بی وزله او شتمن ، پشتـون او تـاجک،ازبک او هزاره ،ترکمن او ایماق،پـشییاو نورستانی، سنی او شیعه، هندو او مسلمان د حان او هیواد په ژغور لوکی له مـاسره مـرستـه وکـری . وراندیزونه د مـرستیالا نو دتاکلو او د تگلاری په هکله اوکمپاین ته دمـرستی لپاره په لاندی آدرس:
پشنهادات به آدرس های ذیل :
E خیمه ملت ، سرک دارالامان، مقابل پارلما
E پارلمان ، سرک دارلمان، کابل افغانستان
E اbashardost@bashardost.org
کمک های مالی برای کمپاین ریاست جمهوری:
E حواله از طریق صرافی سرای شهزاده کابل
E یا جساب بانکی : ااا
beneficiary:
Ramazan Bashrdost
Account number:
0505701000461618 AFG
Swift Code:
AFIBAFKA
Account With:
Afghanistan international Bank (AIB)
Intermediate Bank:
Commerz Bank
Swift Code:
COBADEFFXXX
Account no:
400870105400 USD
pattang
04.06.2009
حليمي صيب سلام عليکم !
لدې ټولو څخه ماته بشردوست سپين او په هېواد مين سړی مالوميږي ٠
بشر دوست دخپل وزارت په وخت کې په ښاري سروېس کې ګرزېده٠
ع کريم حليمي
05.06.2009
ګران او مکرم پتنګ صاحب وعليکم السلام و رحمه الله !
[quote:653c63d353]لدې ټولو څخه ماته بشردوست سپين او په هېواد مين سړی مالوميږي ٠
بشر دوست دخپل وزارت په وخت کې په ښاري سروېس کې ګرزېده٠[/quote:653c63d353]
هو ! زه درسره موافق يم ، اما قومي سياست ئې دښمن دی ،
که پښتون وای ، چانس ئې درلودئ ، که داکتر صاحب اشرف غني
ئې خپلي کابنئ ته راجلب کړي ډېر به ښه کار وي ، او طبعا ئې بايد دعوت
کړي وزارت عدليې لپاره ، ولي چه حقوقدان هم دئ ،
اما دوی دوه د دوو جلا فکرونو او ديدګاوو خاوندان دي ، که يو اوبل تر ځينو
اصولو سره ور تېر سي ، او سره جوړ سي ، افغانستان به د تونل په پای
کښي روښنايي وويني
په درنښت
ډاکټر څپاند
30.06.2009
درنودوستانو،
دمحترم بشردوست تلويزيوني مناظره وګورۍ
http://afghanistannews.org/monazera.html