نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کوم ملا منصور؟
تورپکي
02.06.2009
سلامونه ګرانو وطندارانو،
نیږدی دری ساعته مخ کښی الجزیرا راپور کښی ویل شوی دی چی د بریتانیا قوواو ملا منصور وژلی دی. ده به کوم ملا منصور وی؟
ملا منصور دادالله؟
که ملا منصور دادالله وی، اول دی خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر لخوا د خپلې وظيفې څخه ايسته شوی وو ځکه چې ده اوامر نه منل. ملا محمد عمر مجاهد ویلی وو چې منصور دادالله نور هغه واک نه لري چې پخوا يې درلود. د دغه فرمان له مخې، منصور دادالله ته له دې وروسته هيڅوک د امارت د يوه قوماندان په سترگه نه گوري. دا خبر د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر په ۲۹ ورکړى وا.
او بیا ملا منصور دادلله - د فروری په ۱۱ دی ۲۰۰۸ کال کی پاکستان په کويته ښار کې نيول شوی وو.
خو اوس زما پوښتنه دا ده چی ده ملا منصور چی وژل شوی دی ملا منصور دادالله دی او یا ده بل څوک دی؟ که ده ملا منصور وی نو دی ځه وخت خوشی شو ، ځنګه، او اوس د بریتانیا قوواو ته چه په لاس ورکړی؟
وسلام
ستاسو خور تور پـېــــــکۍ
Re: کوم ملا منصور؟
pattang
02.06.2009
خورې غم يې مه خوره !
الله دې دا مجاهد وبخښي ، په وطن مړ شه ٠
که منصور نوي ځای به يې بل منصور نيسي او جهاد به تر هغو پورې روان وي
چې ملک مو له پردويو څخه ازاد شي ٠
[quote:4a2c63a9cc="تورپکي"]سلامونه ګرانو وطندارانو،
نیږدی دری ساعته مخ کښی الجزیرا راپور کښی ویل شوی دی چی د بریتانیا قوواو ملا منصور وژلی دی. ده به کوم ملا منصور وی؟
ملا منصور دادالله؟
که ملا منصور دادالله وی، اول دی خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر لخوا د خپلې وظيفې څخه ايسته شوی وو ځکه چې ده اوامر نه منل. ملا محمد عمر مجاهد ویلی وو چې منصور دادالله نور هغه واک نه لري چې پخوا يې درلود. د دغه فرمان له مخې، منصور دادالله ته له دې وروسته هيڅوک د امارت د يوه قوماندان په سترگه نه گوري. دا خبر د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر په ۲۹ ورکړى وا.
او بیا ملا منصور دادلله - د فروری په ۱۱ دی ۲۰۰۸ کال کی پاکستان په کويته ښار کې نيول شوی وو.
خو اوس زما پوښتنه دا ده چی ده ملا منصور چی وژل شوی دی ملا منصور دادالله دی او یا ده بل څوک دی؟ که ده ملا منصور وی نو دی ځه وخت خوشی شو ، ځنګه، او اوس د بریتانیا قوواو ته چه په لاس ورکړی؟
وسلام
ستاسو خور[/quote:4a2c63a9cc]
شبيراحمد
06.06.2009
محترموسلامونه مي ومنی
وايي دبازځاله نه بې بازه کېږي
داسي ډېرمنصوريان به په دارشي خولوی خدای به يې بل منصورپه ځای ودروي
کورموودان اودامنصوريان دي خدای ژوندي لري
watanmal
07.06.2009
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
حقيقت دى چى شهيدان د مقاومت د چراغ تيل دى ، اسلام د الله لخوا هغه غوره كړى شوى
دين دى چى د حفاظت ذمه وارى ئى خپله كړى بختور همغه دى چى الله تعالى ئى د دين
د كارونو لپاره قبول كړى .
پورته ذكر شوى ملا منصور د ملا دادالله ورور نه دى په بينوا كى لاندى خبر ولولۍ:
==========================
دخپریدو نیټه 2009-06-04 م
تېره ورځ په هلمند کي دمیشتو انګرېزي ځواکونو یوه ویاند نیک ریچرد
او دهغو ی ددفاع وزیر ویلي وه ، چي د طالبانو دوخت دهوانوردۍ وزیر
او په هلمند کي ددوی دځواکونو پرضد جنګېدونکی قومندان ملامنصور ئې وژلی دئ .
دبریتانیا ددفاع وزیر په دې هکله ویلي وه ، چي دادبریتانیايي ځواکونو لپار ه
یو ستر بری وو، ځکه چي ملا منصور په ډېرو بریدوکي ښکېل ګڼل کېده .
خو دطالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي دتېري ورځي دعملیاتو په هکله ویلي
دي ، چي ددوی دجنګیالیو څخه دوه کسان دانګرېزي ځواکونو دچورلکو دبمباریو
لامله وژل سوي ، چي یو یې دبادغېس اوسېدونکی و، چي په مخابره کي به ئې د منصور ږغ کاوه .
نوموړی زیاتوي ، چي ملا اختر منصور اوس هم ژوندی دئ ، او خپل ورځني فعالیتونه پر مخ بیايي .
http://www.benawa.com/details.php?id=26437
============================
په مينه
وطنمل