د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بګرام له ترجمانۍ نه د کليسا تر اشپزۍ

رښتینی
28.05.2009

یو سړی چی ډیر خپه معلومیږی او پر مخ یی مصنوعی خندا خپره ده د کلیسا وړوکی رستورانت کې کار کوي. د هغه نوم عبدالصمد قریشي دی او ۳۲ کاله عمر لري. هغه د کابل پوهنتون څخه د انجينرۍ سند ترلاسه کړې او پخوا یی په افغانستان کې د امریکایي قواو لپاره د ترجمان په توګه دنده ترسره کوله.

هغه اوس په دی رستورانت کې خلکو ته د غذا راوړلو کار کوی او د هغه ملګري هغه ته د صمد پر ځای امریکایي ډوله نوم صام باندی غږ کوي

هغه له یو تن څخه پوښتنه کوي"صیب، عادي چرګ راوړم که مساله دار؟"

"مساله دار راوړه. خو زه ستا په لهجه سم نه پوهیږم ته د کوم ځای یې"

"د کابل ښار یم صیب"

- "څه شی؟

"صیب د افغانستان یم"

قریشي د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې د پناه وړونکو د یوې ځانګړې ویزې له لارې امریکا ته راغی. نوموړې ویزې د هغه عراقي او افغان وګړو لپاره ځانګړې شوې دي چې د امریکایي قواو سره کار کوي او د وسلوالو لخوا د مرګ د خطر سره مخ وي.

له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د وسلوالو، وژونکو او تښتونکو لخوا لږ تر لږه ۲۶۴ داسې ترجمانان وژل شوي چې په عراق او افغانستان کې یی د نظامیانو لپاره دنده ترسره کوله.

دغه ځانګړې ویزې ترجمانانو او د هغوی نږدې خپلوانو ته حق ورکوي ترڅو متحده ایالاتو ته داخل شي، د دایمي ویزې غوښتنه وکړي او بالاخره د امریکا تابعیت ترلاسه کړي، بې له دې چې د نورو پنا غوښتونکو په څیر بې کچه زحمتونه وګالي.

خو بیا هم یو پنا غوښتونکې باید له ګڼو پړاوونو څخه تیر شي. باید د عراق او یا افغانستان تبعه وي، مستقیما یې د امریکایي وسلوالو قواو سر ه لږ تر لږه د ۱۲ میاشتو لپاره د ترجمان په توګه دنده ترسره کړې وي، د یو جنرال او یا بل جګ پوړي پوځي افسر لخوا یې سپارښتنه وشي او د پخوانیو کړو وړو په اړه پلټنې یې سمې او اطمنان بخښونکې وي.

له قبلیدو وروسته بیا د نورو جنجالونو سره مخ کیږي. کله چې دلته راورسیږي نو ټوله تکیه یې د عامه خدمتونو په خیریه ادارو باندی وي او د کور، کار موندلو او روغتیایي اړتیاو ترلاسه کولو لپاره د بیا ودانولو د کومک د فډرالي ادارې په لومو کې نښلي. دوی ته وروسته څرګنده شي چې هغه مسلکي کارونه چې په خپل هیواد کې یې کول او یا یې د کولو پلان لرلو دلته یې یې نه شي ترسره کولې

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د بیا ځای پر ځای کولو د واشنګټن د ساحوي دفتر مشر ووډانګ وایي، " هغه مرستې چې نوموړي پنا وړونکي یی د بیا ځای پر ځای کیدو لپاره ترلاسه کوي د عراقیانو لپاره په اته میاشتو کې او د افغانانو لپاره په شپږ میاشتو کې پای ته رسیږي، چې په یو نوي هیواد کې چې دوی ورته خپل ژوند په خطر کې اچولې د نوي ژوند د پیلولو لپاره دا ډیر کم وخت دی."

نوموړی زیاتوي" دوی خپل ژوند او خپلې کورنۍ د خطر سره مخ کړې، زه فکر کوم چې کله دوی مونږ ته راځي او دا ځانګړې ویزه ورسره وي نو د دوي هیلې او امیدونه به څومره لوړ وي خو چې کله د حقیقت سره مخ شي نو دوی ته یې منل ډیر ګران وي"

ښاغلی قریشي په افغانستان کې په یو لوړ کور کې چې شپږ خونې یې لرلې د خپل مور او پلار، درې ورونو او د هغوی میرمنو او اولادونو سره یوځای اوسیده. دوی له کابل څخه د باندې یو بل کور هم لرلو. هغه ځانګړي کورسونه لوستي وو ترڅوانګلیسي پکې زده کړې. هغه اوس اوس د کابل پوهنتون له انجنرۍ څخه فارغ شوی وو کله چې د سپتمبر په ۱۱ ، ۲۰۰۱ کال کې ترورستي بریدونه ترسره شول.

د هغه یو ګاونډی د طالبانو د حکومت د نسکوریدو وروسته د امریکایانو سره د باګرام په هوایي ډګر کې کار کولو . هغه قریشي ته وویل چې ترجمانانو ته اړتیا ده چې له دې وروسته هغه د امریکایي قواو لپاره ترجماني پیل کړه.

خو څو کاله وروسته طالبانو بیا سر راپورته کړ. دغه نوې جګړی تیر کال نږدې ۸۰۰۰ کسان وژلي، د طالبانو حملې څلور چنده زیاتې شوې او ډیرې بهرني پانګه اچونکي تیښتې ته مجبور شوي.

هغه افغانان چې د امریکایانو لپاره کار کوي کافر او وطن خرڅونکي بلل کیږي ځکه نو قریشي ته خپل راتلونکی تیاره ښکاره شو او امریکا ته د تللو لپاره یې د پنا وړونکو د ځانګړې ویزې غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، دا نه شي بیانولې چې د افغانستان پریښودل ورته څومره سخت وو پداسې حال کې چې له خپلې کورنۍ څخه له لسو ورځو څخه زیات نه وو بیل شوې. کله چې د خپلې کورنې سره د کابل هوایې ډګر ته راته نو دومره ډیر یې وژړل چې هیڅ پوه شوې نه وو چې څنګه هلته ورسید.

د کنساس ښار په یو رسټورانټ کې د یو پاکستاني سره مخ شو چې په یوه کلیسا کې یې د چرګانو یو رسټورانټ چلاوه. نوموړي ورته په خپل رسټورانټ کې د کار په اړه وویل. قریشي ورسره بله ورځ کار پیل کړ چې په اول کې به یې په یو ټوکر باندې میزونه پاکول.

کله چې په ړومبۍ ورځ له کار څخه کور ته راغې نو میرمن یې ترې وپوښتل چې څه کار کوې؟ هغه هیڅ ځواب ورنکړ او تر ډیره یې له ځانه سره ژړل، خو په بله بیرته کار ته لاړ.

یو سهار قریشي یو یهودي مسلکي مرکز ته ځي چې د پناوړونکو د ځای پر ځای کولو یوه خیریه اداره ده. دغلته د خپل قانوني وکیل لټه کوي ترڅو مرسته ورسره وکړي خو یوه ښځه ورته وایې چې نه پوهیږي هغه به چیرته وي

"هغه خو ماته ویلي وو چې نن ماسره دلته وګوره"

"ښه! نو هغه نن پلان لرلو چې تا سره خبرې وکړي؟"

"دا دریم څلورم ځل دی چې مونږ سره وخت ټاکو، دا سمه نه ده. ځه یو پلان ته اړتیا لرم"

"هو! واقعاٌ ته ورته اړتیا لرې"

قریشي یو بل وکیل ته ورځي او د خپل ټاکلي وخت په اړه ترې پوښتنه کوي

وکیل یوې تشې چوکۍ ته ګوته نیسي او ورته وايي هغه به تا سره وګوري، یو څو ثاني وروسته به راشي.

"زه کار ته ځم"

"بیا نو وروسته راشه، د اوس لپاره خپل ټول مشکلات شاته واچوه او له ورځې خوند واخله"

له کار څخه وروسته قریشي د خپل کور په یوه خونه کې ناست وو او خپل هغه دوستان وریادیدل چې امریکا ته تللي وو او بیرته افغانستان ته راستانه شول.

قریشي ترې پوښتلي وو چې ولې بیرته راغلئ، هغوی په ځواب کې ورته ویلې وو چې کله لاړې په خپلو سترګو به یې وګورې.

قریشي اوس بیرته کابل ته نشي ستنیدی ځکه د وسلوالو څخه د مرګ او یا تښتونې ویره لري.

هغه اوس باید هغه ځای کې واوسي چیرته چې کار وکولای شي، اګر که د میزونو پاکول هم وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له اصلاح انلین نه په مننه


ډاکټر څپاند
29.05.2009

حامدصيب،په ګوتودی برکت،
تاسو خو دميزدپاکولو داستان وليکه،خو زه به دقریشي صيب پشان دنورو
 مهاجرو ژوند ته اشاره وکړم٠يوبل افغان چه دټول فغان په سايټ کی ئی کله
ناکله مضامين هم خپريږي،په ډنمارک کی، خپلی ماندينی په کور کی يواځی
خوشی کړ او دخپل ګاونډی سره اوسيږی٠دګاونډي نه چه يو سپين پوټکی 
ډنمارکی دی يو حرمونی زوی لري٠نوموړی افغان،دڅو محدودو نقدی پيسو
داخستلو په بدل کی،ددی حرامي اولاد ساتنه هم کوی،ددی لپاره چه دده پخوانې
ماندينه وکولی شي چه د ډنمارکي سره تفريح او چکر ولګوی :oops: .

يو ډيرکم شمير مهاجرين په غربي نړۍ کی دعزت ژوند لري،ماباقي ټول دذلت
او ټيټو سترګو ژوند تيروي٠
لوی خدای (ج)دی مهربان شي چه په افغانستان کی سوله او ولسواکي رامنځ
ته شي،ترڅو،زموږ هيوادوال پردو ته له احتياج نه خلاس شي٠
کله ناکله که You tube ته سر ووهی،دابه درته جوته شي چه حتی په پاکستان
کی چه دځينو مسلمانانو په عقيده،يو اسلامي ملک دی،افغاني نجونې په ډير
ناوړه حالت کی تماشي ته عرضه شوي :oops: ٠

ددی مشکلاتو دحل اساسي لاره،ولسواکي ده٠په ولسواکي نظام کی کمونست،
امپرياليست او مسلمان ،دهغه قانون تابع دي چه خلکو پخپله خوښ،غوره
اوتفسير کړی دی٠
هلته خلقی دا اجازه نلري چه څوک دلمانځه دادکولو په "جرم"مجازات اواعدام
کړی :idea:
هلته "مجاهد"دااجازه نلري چه څوک د دی يا هغی ادارې سره،دکمک په جرم
مجازات يا اعدام کړي :roll: ٠
هلته طالب دا اجازه نلري چه د چاګيره متر کړي! :!:
او هلته کامل اودکرزي په شان انسانان(دمجاهد،طالب او دموکراسۍ دکثافاتو
مجموعه)داحق نلري چه کلي بمبارد شي او دی لا وازه خوله په چوکۍ ناست وي :x


شفق
30.05.2009

انجينر په هوټل كى ميز پاكونكى :

اشنايانو اهل علم په ولسواكي حكومت كې شه حقوق لري !!!!!!!!!!!!!!!!!!!
قريشي به اوس پوهيدلي وي چه په ولسواكي حكومت كي د اهل علمو
څومره قدر او عزت دي ددي پرځاي چې د مرګ څخه د امريكا تر لمني لاندي پټ شي
دا ورته بهتره وه چه توبه يي ايستلي وه او په خپل نوم او ضمير د غدر تور داغ صفا كولو
لپاره د مجاهدينو صف كي دريدلي وي او د خپل علم او كمال څخه په ګټه اخيستلو
د يرغلګرو مقابله يي كړي وه په يقين سره ويلي شم چه د دا ډول ذلت سره به نه وي مخ شوي
چي د كليسا په ريسټورنټ كي ميزونه پاك كړي كه قريشي او دته ورته ځوانان د كږو لارو څخه
وانه وړي همدا د ذلت ژوند به تيروي د عزت ژوند په اسلام كي دي غدر او بي غيرتي انسان د ذلت په ژوند اړوي

الله تعالى د سورة يونس په 27 نمبر ايات كي فرمايلي:

و الذين كسبوا السيئات جزاء سيئة بمثلها وترهقهم ذلة مالهم من الله من عاصم كأنما أغشيت وجوههم قطعاً من الليل مظلماً ....


beett
30.05.2009

سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !

ګومان کوم یو وخت به ښاغلی کرزی هم دمیز پاکی کار کړی وی ځکه
په امریکا کی دهوټل پرانستلو تر پوړ رسیدل شاید دبزنس نسبه لوړه
کچه وی بیا په تیره دیوه باندنی له پاره نو اوس له موږ له چا نه چا ته وژاړو؟؟


pattang
30.05.2009

انډيواله چاته مه ژاړه په درد دې نخوري ، لاس په توره چې هسې دې وژني نو
خلاصون دې يواځې مېړانه ، مقاومت,....., او بيا مقاومت دي، بل څه نه ٠

[quote:27ff933641="beett"]سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !

ګومان کوم یو وخت به ښاغلی کرزی هم دمیز پاکی کار کړی وی ځکه
په امریکا کی دهوټل پرانستلو تر پوړ رسیدل شاید دبزنس نسبه لوړه
کچه وی بیا په تیره دیوه باندنی له پاره نو اوس له موږ له چا نه چا ته وژاړو؟؟[/quote:27ff933641]


beett
30.05.2009

جناب پتنګ صاحب !

له ژړا می مطلب داده سی زه دا زموږ عروج او زوال !! یا لوړتیا او
زوړتیا ته هک حیران شوم ته خو ګوره دامریکایانو دترجمانۍ نه
په امریکا کی دکلیسا ترمیزپاکی پوری اویا دامریکا له
هوټلچیتوبه نیولی دافغانستان تر صدارته پوری !!!!!!!!!!

الله خو دی نور دا وطن راته اباد کړی که نه الله جل جلاله خبر دی
سی لا څه کانی به را جوړی شی !!


pattang
30.05.2009

اوس راغلې ده ،وروره چاره يې څه ? مونږ بايد يو شو خپل غږ پورته کړو٠

[quote:97b7914e19="beett"]جناب پتنګ صاحب !

له ژړا می مطلب داده سی زه دا زموږ عروج او زوال !! یا لوړتیا او
زوړتیا ته هک حیران شوم ته خو ګوره دامریکایانو دترجمانۍ نه
په امریکا کی دکلیسا ترمیزپاکی پوری اویا دامریکا له
هوټلچیتوبه نیولی دافغانستان تر صدارته پوری !!!!!!!!!!

الله خو دی نور دا وطن راته اباد کړی که نه الله جل جلاله خبر دی
سی لا څه کانی به را جوړی شی !![/quote:97b7914e19]


عبدالله صابر
31.05.2009

السلام عليکم
[quote:79d5100f6c]تاسو خو دميزدپاکولو داستان وليکه،خو زه به دقریشي صيب پشان دنورو
مهاجرو ژوند ته اشاره وکړم٠يوبل افغان چه دټول فغان په سايټ کی ئی کله
ناکله مضامين هم خپريږي،په ډنمارک کی، خپلی ماندينی په کور کی يواځی
خوشی کړ او دخپل ګاونډی سره اوسيږی٠دګاونډي نه چه يو سپين پوټکی
ډنمارکی دی يو حرمونی زوی لري٠نوموړی افغان،دڅو محدودو نقدی پيسو
داخستلو په بدل کی،ددی حرامي اولاد ساتنه هم کوی،ددی لپاره چه دده پخوانې
ماندينه وکولی شي چه د ډنمارکي سره تفريح او چکر ولګوی [/quote:79d5100f6c]

ښاغلئ ثبات ثابت صاحب داڅه لولم ،د پورته ليکنې په لوستلوخومي باوروکړه
حواس ګړبړشول ،داڅومره دافسوس خبره ده چي يوافغان له داډول نا ولي اوداووس
حالت سره مخ دی ،ددا ډول بي غيرته اوداووس خوکه سرپري کړل شي وايم چي
خنزيران به يی له وينوروان شي ،پکارده چي داډول بي غيرتان رسوا شي ،زمايو
ملګري چي جرمني ته تللئ وو دبهرنيوچارو وزيرسپنتاپه هکله يی ويل چي دده
کورنئ په اعلی درجه عياش فحاش اوپه يموکراسئ کښ غرقه يوه کورنئ ده ٠
ددي نه معلوميږي چي امريکايانو روغ خلک نه دي راوستلي بلکي تقريبا ټول يی
په غرب کښ پيژندل شوي دا ووسان دي اوبياڅوک خارجه وزير،څوک داخله ،څوک
دفاع اوڅوک جمهورريس دی ،داځکه چي دوی چي دخپلوښځوحراموني ساتي او
ښځه يی په خپله خوښه هرځای ته چکرونه وهي بياهم دوی نه يوه زره غيرت لري اونه
دشرم احساس بوی پکي وي نوداډول خلک دامريکايانوبهتريني اواعلی درجې
غلامئ وړدي ځکه خودهيوادخرڅول به هم دوی لپاره تردي هم اسان وي ،
په پای کښ زه غرب کښ ټولو اوسيدونکومسلمانانواوافغانانوته داپيغام ورکوم
چي دوی بايد داسلام په احکامواوپاک دين پوره پوره عمل وکړي اواسلامي زده
کړي اوتربيې لپاره په خپله کورنئ کښ يوځانګړئ وخت ولري ترڅودغربي ناولي
چاپيريال څړيکوڅخه خوندي اومحفوظ پاتي شي ٠

اودعبدالصمد قريشي کيسه دځانګړي اهميت له مخي دکراچئ نه خپريدونکي
امت ورځپاڼې هم له واشنګټن ټائمز څخه اردوته ژباړلي ده ٠

http://www.ummatpublication.com/2009/05/31/story9.html
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more