د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لاس په توره عملي اوغيرتي ګام

pattang
27.05.2009

قدرمنو پښتنو / افغانانو وروڼو اسلام عليکم !
عزيزانو!
بحثونه ،ليکنې ....، زمونږکلتور او فرهنګ روزي ، پرېږدو به يې نه ، ځکه بيا به
نورخلک راتلونکي پښتني نسل ته بې فرهنګه وايې ، لکه نن يې چې مونږ ته په
غوږ ونو راوهي او ډبوي مو.
وروڼو !
[color=darkred:94bf53c50e]نن په پښتنو بر نا حقه ډېر بد حال روان دی او له هرې خوا ډبول
کيږي ، په نا موس يې شعوري تېری کېږي ، وزل کيږي او بې عزته کيږي ٠
مونږ په خارج کې ټول ورته ګورو ايا دا زمونږ او تاسو پلرني اوتاريخي احساسات
او مسئوليت قبلوي ? نه دا پښتون او حتا چې په نوم انسان وي نشي يې قبلولی ٠[/color:94bf53c50e]
[u:94bf53c50e]------------------------------------------------------------------------[/u:94bf53c50e]
[color=white:94bf53c50e]زما وړانديز دادی چی مونږ بايدژر تر ژره داسې يوه جرګه او مشر
تابه جوړه کړو چي هغه ټول/ ډېر افغانان په هره سياسي عقيده چې وي سره راټول
کړو او ددې پښتون اولس وژني غږ په لاريونو او ليکنو د نړۍ په هر ګوټ کې پورته
کړو ترڅو اشغالګر زمونږ هيواد او پښتانه پريږدي ، بيا د هر چا خپله سياسي
عقيده افغان اولس بايد په خپله ، خپله سياسي لاره وټاکي او له خپلو غلطويو څخه
يې زدکړي ، عبرت وا خلي لکه نورو ميليتونه او ملکونو ته چې دا حق وکړل شوی دی
٠ [/color:94bf53c50e]
[u:94bf53c50e]-------------------------------------------------------------------------[/u:94bf53c50e]
[color=blue:94bf53c50e]که څوک غواړي زما سره دې اړيکي ونيسي زه پر دې کار پسې خپل
فعاليت کوم او ډېر افغانان دې کارته اوس چمتو هم دې [/color:94bf53c50e]٠

ستاسو پتنګ


و.افغان
27.05.2009

دروند مشر ورور پتنګ صاحب:
ډیر ښه ګام دی، او پرته له عملي اقدام څخه هدف ته رسيدل نا ممکن دي.
زما په آند بايد دښاغلي ډاکټر فاروق أعظم دتخطيط لپاره عملي ګامونه پورته
شي، دهغه سره اړيکه ونيول شي، او دپلې کولو واضحه استراتيژي ورته کيښودل
شي.

او يوه بله مهمه خبره ده، دافغانستان لپاره دعراق په شان دتکړه، برجسته، او پوهو
علماوو يوه ځواکمنه آزاده کميټه پکار ده، دعراق دهيئة علماء المسلمين اثر په عراق
کې لږ وو، ځکه چې هلته ايران پلوه عراقي شيعه ګانو دحسين علیه السلام دانتقام په موخه
دسنيانو، لوي، وړوکې، ښځه، سړې، تور سرې او سپين ګيري له تيغ تيرول.

خو بيا هم دغې کميټې ډیرې برياوې لاسته راوړلې.

الحمد لله زمونږ هيواد کې دغه ستونځه نشته، دلته مشکل په عالمه طبقه کې دادی
چې يا دجهاد په نوم داستخباراتي شبکو په جال کې نښتي دي، او يا دعيش او نوش
په عشق کې کله ديوه ګوند سره، کله دبل ګوند سره، کله ديوه وطنفروش سره، او کله
دبل وطنفروش سره چنې وهي.

او کوم چې پاک، مخلص، او په وضعه پوه علما دي، داسلام او دوطن درد په زړه
کې ګرځوي، هغه له هرې خوا پيماليږي.
فالی الله المشــــــــــــــــــــــتـــــــــــکـــــــــــــــــــــــــــی.

او هغه چا رښتيا ويلي دي:
وهل أفسد الدين الا الملوک وأحبار سوء ورهبانها.
ژباړه: آيا له پادشاهانو، عالمانو، او ملايانو پرته بل چا دين فاسد کړيدې؟؟!!
نه، هيڅکله نه، بلکه همدغه خلک دي، چې ددنيا دعيش او نوش لپاره ددين
احکامو ته تغيير ورکوي، او خلک دوکه کوي.

(تفسير القرآن العظيم ابن كثير م/ت سامي سلامة/8 - (ج 4 / ص 138)
.تفسير القرطبي م دار إحياء التراث/20 مع التعليقات - (ج 8 / ص 120)
الوسيط محمد سيد طنطاوي - (ج 1 / ص 3219)
:البحر المديد أحمد بن عجيبة - (ج 1 / ص 126)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درنښت.


Ghairat
29.05.2009

د وهاج صیب په تایید دډاکتر فاروق اعظم د لارې ملاتړ په کار دی، دده د لیکنې لومړئ برخه هم راپیدا او دلته یې نشر کړئ، که اړینه شوه له لندن څخه به نوموړی د عملي ګامونو د پورته کولودمشورې او عملي پرانیستلو له پاره المان ته یوځل بیا راوغواړو، څو په ټوله آروپا کې د کړو اوعمل همغږي رامنځته او خوندي شي!


ډاکټر څپاند
31.05.2009

[quote:644af9b037]دروند مشر ورور پتنګ صاحب:
ډیر ښه ګام دی، او پرته له عملي اقدام څخه هدف ته رسيدل نا ممکن دي.
زما په آند بايد دښاغلي ډاکټر فاروق أعظم دتخطيط لپاره عملي ګامونه پورته
شي، دهغه سره اړيکه ونيول شي، او دپلې کولو واضحه استراتيژي ورته کيښودل
شي. [/quote:644af9b037]
[quote:644af9b037]د وهاج صیب په تایید دډاکتر فاروق اعظم د لارې ملاتړ په کار دی، دده د لیکنې لومړئ برخه هم راپیدا او دلته یې نشر کړئ، که اړینه شوه له لندن څخه به نوموړی د عملي ګامونو د پورته کولودمشورې او عملي پرانیستلو له پاره المان ته یوځل بیا راوغواړو، څو په ټوله آروپا کې د کړو اوعمل همغږي رامنځته او خوندي شي!
[/quote:644af9b037]
محترمو سلامونه،
که مهرباني وکی اوپه څرګنده وواياست چه:
-داډاکټر صيب فاروق اعظم څوک دی؟څه مثبت کارونه ئی سرته رسولي؟
څه تدابير لري؟څه لاسته راوړني لري؟
او ولی موږ دهغه ملاتړ وکړو؟٠
ايا فاروق اعظم صيب به هم درباني،صياف،احمدشاه مسعود،مجددي،ملاعمر
او داسی نورو په اسطلاح "جهادي شخصيتونو" پشان يوبل" سراب" وي اويا
دا چه يو ملتپاله مسلمان دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more