ادبي ټوکې ټکالې
نادره ټوکه
وصيل پېروز
27.05.2009
..
امان افغان
02.07.2009
سلام :له ډیره وخته بعد
اشناستاټوکه می ډیره زیاته خوشه سوه رښتیاهم چی ډیره نادره ټوکه ده
هغه په دی نادره ټوکه ده چی تراوسه په فورم کی چاداسی ټوکه نده لیکلی
اوداسعادت ستاسوپه برخه شو
مسلم جان
02.07.2009
زما هم ډيره زياته خوښه شوه يقين دې وشه چې ډيره جالبه پريوته هيله ده په آينده كې هم راڅخه دغسې خندوونكي ټوكې ونه دريغوئ.
او دا ټوكه زما لخوا هم قبوله كړئ اميد دى چې خوښه مو شي
++++++++++++++++++++++++
په درنشت
beett
02.07.2009
زموږ دکلی یو ساده سړۍ په خره سپور و او له شاو خوا غونډو نه یی
بوټی راوړو نو په یوه غونډۍ په خره سپور خوت خره مخ پر لوړ روانه وه
او ده ځان سم نه و ټیګ کړی هغه و چی له خری لویدلی و ملګرویی ورته
وویل چی ولی له خری ولویدی ده ورته وویل : خره راتمامه شوه
اوس تاسو ته هم ټوکی درتمامی او ختمی شوی او په دی زمولوونکو
اپلتو موپیل وکړ که څنګه ....؟؟؟
امان افغان
07.07.2009
ښاغلۍ بیټ صاحب ښی چاری
ټوکه دی ښه په زړه پوری ده خونه پوهیږم چی داخوندیی ولی نه وکوته زما خیال دټوکوفورم ته نوۍ راغلۍ یی خیردۍ بلدبه شی خودومره کوه چی بل وار ټوکه دااسی ځاۍ کوه چی دماقبل سره ربط هرومروورکوه
په پښتنه مینه ستاسوورور افغان
امان افغان
07.07.2009
ښاغلۍ مسلم جانه خدای دی جوړلره
ماچی ستا اودوصیل صاحب دټوکوپرتله سره ورکړه نوداسی معلومیدل
چی ستا سعادت تروصیل صاحب زیات و
bazgar
29.09.2009
بيټ صيب ماته دوۍ دواړه هم ستاسي کليوال ښکاري.........
انجنربازگل
20.05.2010
سلامونہ
محترم وصیل صاحب فہ فورم کی دی ٹوکی شتہ خوستاوجودلہ ڈیرہ وختہ نستہ نہ پوھیژم چی ولی خدای خودی ژوندی لرہ تہ چی وی نودفورم دٹوکوبحث ژوندی وو خوچی لہ کلہ نہ تہ تللی یی نوفورم ھم بی خوندہ شوی دہ.
عادل عادل
23.05.2010
سلامونه
بازګل صیب لیکنه دې داسې ښکاري لکه کوم خزنده چې خوړلې وي :)
عتیق الله
23.05.2010
زه به درته د موږ د خپلی سيمی يوه سيمه ايزه ناره وليکم چی تر ټوکی به کمه نه وی.
سپينه خوله لکه د مېږې
ورته مړ دې کړم زارېږې
انجنربازگل
24.05.2010
سلامونه وصيل صاحب ڈیرشہ سوچی بیادٹوکومحفل تہ راغلاست مادرتہ ویلی وو چی تاسونہ یاست نوفورم ھیس خوندنہ کوی اوگورہ چی سنگہ فورم تہ راغلاست لہ راننوتوسرہ موپہ دروازہ کی یوہ ٹوکہ وکڑہ
زہ ڈیرخوشحال شوم چی یوزل بیافورم ستاسوفہ ٹوکومعطرشو خدای دی وکڑی چی دژوندتراخیری سلگیوراسرہ یاست ترسوموژفہ خندایو.
مشرپیروزصاحب تہ موسلامونہ وایہ
ستاسوورور اودیوی
غرمی دخوڑی شریک م ن
وصيل پېروز
28.05.2010
السلام عليکم
ياره بازګل جانه! چي ستادليکنې په لوستومي پيل وکړبس راته يادشوې وروستي شفر دي داکيسه نوره هم واضحه کړه ، ستالپاره دايوڅه درته ليکم که نه کيسه خوداسي ده چي مادټوکوپه برخه کي له هرډول ليکنې کولوڅخه ډډه کړې وه بياهم دتل لپاره دالله په امان .
كريم كامران
25.07.2010
[quote:0a212b081a="م . وصيل پېروز"] مادټوکوپه برخه کي له هرډول ليکنې کولوڅخه ډډه کړې وه بياهم دتل لپاره دالله په امان .[/quote:0a212b081a]
ياره پیروز صاحب ستاسو له خدای پامانۍ نه هم سمه د صبغت الله مجددي استعفاء جوړه شوې :lol: :lol: :lol:
ددومره کلکې خدای پامانۍ باوجود نن مې بیا دټوکو په برخه کې لیدئ چې لیکنه مو خوندي شوې وه خو دا مو پکې نه وو لیکلي چې دا مې وروستۍ لیکنه ده او دتل لپاره دخدای په امان :lol: :lol: :lol:
وصيل پېروز
26.07.2010
کريم کامران صاحب!
السلام عليکم
په رښتياهم ماله دې برخې سره مخه ښه کړې وه خوتاچي چيري زماليکنه ليدلې وه همدې حالت زه دې ته اړويستم چي له خپل پخواني موقف څخه تېرشم اودامي خپله وجيبه وګڼله اوزماددې موقف په ماتولوکي مهم رول دټول افغان دادارې ناخونده کړنې وې .
مجبور
tandar
31.07.2010
مجبور شوم چه زه هم خپل نظر ښکاره کړم٠
د اول نه تر اخره ستاسو په بحثونو کی ما دا سی یو څه ونه لیدل چه یا می خندلی وی او یا می ژړلی وی فقط وخت ضایع کیدل وه او سرګردانی وه نو زه فکر کوم چه دا ټولی قیصی د بیکاری نه دی٠