د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و هاج ساپي صاحب ، سوات تباه کيږي تاسو ولي چوپ ياست !

کريم
27.05.2009

تاسو دغه وروسته پاتي خبري چي د يو څو کتابو د ورانېدو په هکله مو را خيستي دي هغه يوې خواته پرېږدی ، ستاسو يې ددې څو کتابو سره څه !

هلته په سوات کي پر پښتنو باندي ستا د القاعدې او طالب په نامه لوی ناورين او قتل عام را شروع دی . د طالب او القاعده په نامه د سوات سيمه د دوه نيم ميليونه پښتنو نه خالي کيږي او دغه بېګناه پښتانه د پنجاپيانو د پوځيانو په ولکه کي ګروګان شوي دي ، تاسو چي د مقاومت، پښتونولی او جهاد خبري کوی په دې هکله بايد تاسو تازه تازه و يناوي وکړی، چي ددې تراژيدی پای به څه کيږي ؟ دا جهاد به څه شکل نيسي ؟! او مسلمان پښتانه بايد اوس اوس څه وکړي ؟!

په درناوی


و.افغان
27.05.2009

کریم صاحب !
سلامونه او نیکې هيلې مې ومنئ.
وروره ! زمونږ په خوله څوک پياز هم نه خوري.
او بيا هغه پښتانه چې چې دهر ټپ سره يي زمونږ زړه ټپي کیږي، دتور خامار
تورو زهرو دومره نشه کړيدي، چې زمونږ آواز هډو آوري نه، بلکه زمونږ دزړه آواز
بد شګوڼ ګڼي.

ورور جانه !
په لنډو يي درته خلاصوم، په سوات کې نه القاعده شته، او نه طالب.
دواړه طرف ته حکومتي مليشې دي.
په يوه بل ډز هم نه کوي، او نه ديوه بل سره جګړه کوي، او نه به جګړه وکړي.
امريکا لپاره مړي پکار دي، دحلالکې چرګان ورته پکار دي، چې بايد پنجابي
يي ورته تيار کړي، او دحلالکې چرګان يا دقربانۍ پسونه عام غريب او فقير
پښتون قام دی، چې مشران يي په سر معاملې کوي، او پنجاب ښه پوهیږي، چې
هيڅوک داسې نشته چې ددغه غريبو مسکينانو پوښتنه له هغوي وکړي.

هر څه چل او چال دپښتنو دتباهۍ لپاره په کار اچول شوي دی.

په کومو علاقو کې چې ويل کیږي، چې دطالب او دحکومت جګړه ده، ټول ځايي
خلک په دې پوهيږي، ډیرو سره يي ما خبرې کړي دي، ټول يي دا وايي، چې حکومت
دعامو خلکو کورونه بمباروي، عام خلک وژني، په رڼو سترګو يي ويني، بيا
يي هم ولي، له بي بي سي سره څو کسانو مرکه وکړه، چې مونږ له خپلو ښځو حتا
چې برقې ايسته کړي، چې دا په قهر اخته شوي مو ووينې چې مونږ عام خلک يو،
ښځې او ماشومان راسره دي، خو ددی سره سره يي بيا هم له هليکوپټره رسا رسا
وويشتو او مرګ ژوبله يي راوړوله.
پاکستان غواړي، چې نړيوالې ټولنې ته وروښايي چې دوي دامريکا لپاره ډير څه
وکړل، خپل دوه نيم مليونه خلک يي مهاجرت ته اړ کړل، ځکه خو دا ټول خلک
دفوځ دبمبارۍ او ويشتو له امله دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شو.
دپنجابيانو غوا هر وخت لنګه وي، لويديځ په دې ښه پوهیږي، چې دپنجاب خلک
دپښتنو سره دمور او میري چلند کوي، خو بيا هم پرې سترګي پټوي، ځکه چې
انګریز اول او آخر له پښتون څخه ويريږي، نه له پنجابي څخه چې په سوونه
کلونه دانګریز لاندې پراته وو، او دهغوي فزيکي آزادي (نه فکري) هم دپښتنو دلويو سرښندونو او قربانيو نتيجه وه.
پښتون چې څومره په شا مزله ته اړ کیږي، هغومره دپنجابي ګټه ده، او دپنجاب دظالمې
حکمرانۍ لړۍ به لا پسې اوږديږي، او دزړه د نارامۍ سلنه به يي کمیږي.

که څومره چيغې مونږ ووهو، چې پنجابي مو وژني، په سلګونه کلونه مو شاته
غورځوي، ستاسو په سر ډالرې ټولوي،
له خپل ورور سره مو جنګوي، خو بيا هم ددي ډير سرکوزي وايي، چې
دپاکستان دبچاو خبره ده، او پړه په افغانستان او امريکا وراچوي، خو زما عقيده
دا ده، چې دافغان دوست يواځې افغان کيدې شې، دلته پنجابي دبلا خولې ته
پښتانه وراچوي، ځکه چې ورته هر اړخیزه ګټور تمامیږي.

په سوات کې ټوله حکومتي مليشه ده، چې دلشکر طيبه والا يي ډیره برخه جوړوي،
او کله ناکله زمونږ په کونړ باندې هم ړانده توغندي راوروي، يواځې عام خلک وژني،
دامريکايانو لوي بيس دی، هغه نه ولي، او عام آخوا ديخوا هستوګنځايونو ولي،
نن يي دوه ځله داسعد آباد ښار ويشتلې دی، او ماشومان يي وژلي دي.

دطالب نوم دپاکستان لپاره نن سبا دسرو زرو په قيمت دی، پاکستان هيڅکله نه
غواړي، چې دپاکستاني فوځ يوه برخه چې دطالب نوم يي ورکړې دی، ختم کړي، پاکستان څنګه کولاي شي چې خپل فوځ په خپل لاس وولي؟؟!!

په جګړه کې له دواړو خواوو څخه يواځې عام خلک وژل کیږي، بې کوره کیږي،
له پوهې او تعليم څخه محرومیږي، او
نقل مکان ته مجبوریږي، دطالب په نامه او جامه مليشې دفوځي ښکاره معلومو
غونډونو مخ کې تيريږي راتيريږي، خو يو بل نه وولي.

رآځئ چې دفوځ دوياند اطهر عباس دخولې دڅرګندونو لنډ تحليل وکړو.
اطهر عباس وايي، چې دسوات په جګړه کې څه له پاسه دولس سوه 1200 طالب
جنګيالي مو وژلي دي.
نو وروڼو ! چې دولس سوه وژل شوي وي، نو دولس زره به زخميان وي، ددی دومره
عدد خلک څه شوه؟
چيرته پټ شو؟
عکسونه يي کومه دي؟
ويډيوګانې يي کومې دي؟
خپله ددی دولس سوه مړو قبرونه چيرته دي؟
څو ورځې وړاندې يي دبي بي سي څو خبريالانو ته اجازه ورکړه، چې دټاکلې مودې
لپاره دجګړې صحني ته لاړ شي، هغوي لاړل، دهيڅ څیز څرک نه معلوميدو، خو
ځينو اړخونو کې ځينې ودانۍ ړنګې شوې وي، په ځينو ځايونو دمرميو اثر ښکاريدو
بيا دوي وويل، چې غټ عمومي هسپټال ته لاړو، هلته مو له ډاکټرانو وپوښتل، چې
دا دومره مړي او زخميان چې اعلان شو، دا چيرته دي، نو هغوي راته وويل، چې مړي
او زخميان خو نشته، خو تیرې دجګړو ورځو کې دعامو خلکو شپږ اوه مړي دلته
هسپټال ته راوړل شوي وو.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
دا ټول دروغ دي، ډوګ پوګ دی، او له مونږ څخه مخکې امريکايان په دی مسئله
ښه پوهیږي، خو بيا هم پيسې ورکوي، په شا يي ټپوي، او ورته وايي چې:
تکړه شه، آفرين، وژنه يي؟
او دپنجاب تربيه شده فوځ خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
دا چې پايلې به يي څه راووځي، الله جل جلاله ته معلومه ده،
خو دومره ويلې شم، چې دپاکستان حکومت چې پښتانه وژني، کورونه يي ورانوي،
مهاجرت ته يي مجبوروي، او په مقابل کې يي په سر ډالر اخلي، دا به دپاکستان
لپاره ډیره خطرناکه لوبه وي، چې ددی امکان شته، چې نيم ځان يا ټول ځان په کې
وبايلي.

دپاکستان حکومت ډیر حريص دی، که چيرته په افغانستان کې ديوه مستقل آزاد
حکومت په لټه کي شي، نو ډير ژر به دی هدف کې کامياب شي، او دزوال له خطرو
به هم وژغورل شي، او که اوس هم په دې حرص کوي، چې ميم زرما ټوله زما په هر
څه خيټه اچول غواړي، نو که دا کار يي له لاسه وشو، نو غټه ګټه ده، خو دا خطر هم شته
چې دی هدف ته درسيدو په لار کې خپل سر وبايلي، هغه متل دی: چې غوږ يي ګټلو
سر يي په کې لاړ.

په هر حال، دستونځو يواځينې حل په اوسنۍ مرحله کې دادی، چې دپښتنو ملي
خوزښتونه او ديني خوزښتونه سره يو بل ته لاس ورکړي، دقدرت دويش په سره
سلا شي، دواړه اړخونه له افراط او تفريط نه لاس واخلي، دميم زرما ټوله زما له قانون ته دپاي ټکې کیږدي، که چيرته دا کار
وشي، نو دښکيلاګرو دويستلو ستونځه تر ډیره حده آسانيږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په درنښت


رښتینی
27.05.2009

وهاج صيب ښاغلي كريم اونورو وروڼو سلامونه می ومنئ

زماخو اصلا داد anp والو ته ډیره غصه راځی دوی اوس فعلا په
پښتونخوا حکومت هم کوی او څه موده مخکی همدی پښتنو دوی
دی حکومت ته رسولی وواو همدوی ته یی رایی ورکړی وی

خو اوس هغه پښتانه په لمبو کی وریتیږی او ددوی خولی ډالرو ور تړلی دی
دا لالا ګان او خانان خو داپنځوس شپیته کاله ددی ساده پښتنو په نامه خپل
خوړین او وروست سیاست پر مخ ولی خو ترننه یی دپښتنو په خیر یوګام هم
نه دی پورته کړی اوتل د شړشم ماروپنجابی سیاستوالو په وړاندی سرکوزی
پاته شوی دی

زموږ ځینی لیکوالان هم ددی پښتون دروهونکو پښتنو سیاستوالو ننګه کوی
او دپښتونخوا دازادی په اړه په دوی پوری هیلی غوټه کوی خو باور وکړی چی دا
هسی یوپوچ خیال او بی مانا فکر ده دا د تورلینګیو په کاسو را لوی شوی دی ولا
که لا د پښتون خوا په ښمر شی او لا به د پښتانه په دا بده ورځ کی دوی ته
دخیر توقع ولرل شی
په دی کی شک نشته چی دسوات په روانو تراژیدیو کی دوی فریق دی او دپښتنو
دقاتلانو ترڅنګ ولاړ دی
او دپښتنو په روانو او تیرو او راتلونکو وژنو او دربدریو کی همدا پښتانه !
سیاستوال او دا لالا ګان او فلانی خان او فلانی خان دلومړی صف مسولین او مجرمین دی الله دی دوی د جهنم برغولی کړی او .........


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more