د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښاغلی عبد الکريم خرم صاحب! کور دی ودان

و.افغان
26.05.2009

ايراني کتابونه د هلمند سېند خوراک شول

دغه کتابونه شپږ مياشتې وړاندې د نيمروز په ګومرک کې د سيمه ييزه چارواکو له خوا توقيف شوي وو .
د افغانستان د نيمروز والي وايي زرګونه هغه کتابونه يې، چې له ايرانه ورغلي وو، او شک و چې په افغانستان کې به قومي او مذهبي تربګنيو ته لمن ووهي، د کابل په لارښوونه د هلمن سېند ته غورځولي دي .
د نيمروز والي غلام دستګير ازاد وويل له دغو يوولسو عنوانونو کتابونه، ډېر يې جنجال زيږوونکي وو .

دغه کتابونه شپږ مياشتې وړاندې د نيمروز په ګومرک کې د سيمه ييزه چارواکو له خوا توقيف شوي وو .

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزير عبدالکريم خرم وايي چې د نيمروز چارواکو له خوا دغه کړنه د شيعه ګانو له مذهب سره هېڅ اړيکه نه لري، او دا هغه کتابونه وو، چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وو .

نيول شوو کتابونو خاوند ابراهيم شريعتي وايي دا مني چې کتابونه يې په ايران کې چاپ شوي خو دا خبره چې گواکې نيول شوو کتابونه د افغان کلتور خلاف او بي لاري کوونکي دي، په کلکه ردوي .

ښاغلى شريعتي تور لگوي چې کتابونه يې له ده سره د سليقوي چلند له مخې نيول شوي دي .

''دقيقآ په دغه برخه کې زموږ سره سليقوي او سياسي چلند شوى دى ، زه غواړم چې پوه شم ولې دغو وروڼو زما کتابونه ممنوعه شمېرلي دي، دا ډول کتابونه خو په افغانستان کې پرېمانه شته او پيدا کېږي . ''

د يو شمېر کسانو په وينا ايران هڅه کوي چې افغانستان ته د کتابونو د لېږد له لارې د دغه هېواد د خلکو پر کلتور خپل پراخ اغېز وشيندي .
په درنښت

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/05/090526_hh-iran-books-nimruz.shtml


watanmal
27.05.2009

ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

پدى به الله عالم وى چى د نيمروز ولايت چارواكو دغه كتابونه ولى سيند ته اچولى؟
د خبرو څرګنديږى چى ټول كتابونه ددى وړ نه وه چى تلف دى كړى شى ،
ددى لپاره چى د ايران له تخريب كارۍ څخه ملت پوه شى ،[color=darkblue:e5d38b33fd] ښه به داوه چى ددغه كتابونو
په اړه په تلويزنونو او راډيوګانو كى منظم پروګامونه جوړ شوى وه ،
او په محتوياتو ئى بحث شوى وه ،[/color:e5d38b33fd] ددى څخه ډير څه په لاس راتلل ،
خلك به هغه ټولو كتابونو ته متوجه شوى وه چى د فساد لپاره په هيواد كى خپاره شوى.

[color=white:e5d38b33fd]په افسوس سره بايد ووايم چى خرم صيب هغه كتابونه نه وينى چى هيواد ته راوړل كيږى
او د افغانانو مرتديدو لپاره ترينه كار اخيستل كيږى ،[/color:e5d38b33fd] د اطلاعاتو كلتور وزارت دى
وكتل شى د وزير څخه نيولى تر مامورينو پورى ئى لباس او شكل د افغانى كلتور تمثيل كوى ؟
كه د فرانسى ، يا هندى كلتور ؟ همدا وزارت په هيواد كى د كوم كلتور
خپرولو ته كار كوى؟ او د كوم كلتور ساتنه كوى؟
د هيواد تلويزنونو او راډيوګانو او مجلو او اخبارونو ته پام وكړۍ
چى د كوم قوم كلتور خپروى؟

ما په نورو ليكنو كى دا خبره كړى چى د ډيموكراسۍ اخلاقى طرف په ليبراليزم
يا فحاشۍ باندى ولاړ دى او د همدى لپاره د خرم په سرپرستۍ كى په هيواد كى
اكثره تلويزنونه ، راډيوګانى ، اخبارونه ، او مجلى كار كوى.

هغه لوستونكى چى كولوى شى ((( فاتح كاروان 4))) فلم چى د الهجرت سټيوډيو
لخوا تيار كړى شوى لاس ته راوړى ، په توجه سره دى ئى وه ګورى چى ترڅو
د افغانستان د ګوډاګى ادارى د اطلاعاتو او كلتور وزارت له هغه كارونو څخه
خبرشى د كومو لپاره چى دا وزارت په حقيقى توګه كار كوى.

په مينه
وطنمل


و.افغان
27.05.2009

دروند وطنمل صاحب:
خبرې مو پر ځاي دي، خو دا کار يي دستايلو وړ دی، په دی بايد پوه شو چې دايران
له خوا دکوم خير کتاب وطن ته نه راځي.
او له سوځيدو يي دی کار لا ډیر خوند وکړ، چې په هلمند سيند کې يي بیرته ايرانيانو ته ورخوشې کړل.

:) :)
په درنښت


عبد السلام
27.05.2009

وطنمل خان ! تاسو لیکﺉ:

[color=red:4c32c93ac4]ما په نورو ليكنو كى دا خبره كړى چى د ډيموكراسۍ اخلاقى طرف په ليبراليزم
يا فحاشۍ باندى ولاړ دى.[/color:4c32c93ac4]
خبره چیرته اوستا فکر چیرته!
دا دبربڼتیا او فحشا وسواس اوټول حواس دغو ټکو ته متوجې کول تل ددغو توکو څخه په محرمیت او هغه څیز په غوښتولو دلالت کوي ! خدای دې وګړی چې ددې محرومیت سره نوی مواجې!
اوکنه دا ددیمکراسۍ دشخصی احوالو یوه ډیره جزوی او په نه حساب ازادی ده. هغه څوک چې خپل فروج ساتې دهغو هم په کلکه ملا تړ کوي .
زمونږ دقدرنو خویند اومیندو چې په غربې دیمکراسی ملکو کې ژوندکوي چا دسر ویښته هم ندی لیدلی، اونه چا دې اړیې کړي چې سر دې لوڅ کړي.


هیښ
27.05.2009

سلامونه

دکتابونو په سوځولو او یااوبو ته اچولو دپردي کلتور اوفرهنګ دهجوم مخه نیول هغه هم دهغه چا دلوري چې عملاُئې دافغانی کلتور په ضد دپردیو دغلامئ کړئ په غوږو کې اچولې وی او دپردي کلتور درواجولو دپاره يې خپل روح او بدن دپردیو په خدمت کې نوکر کړئ  وي دعقل او منطق نه لیرې خبره ده او داډول اقدامات یوازې تبلیغاتي جنبه لري ،ترڅو زموږ ساده خلکوته ځانونه دافغانی کلتور غمخواره او مدافع وښئي او داسې ذهنیت خپور کړي چې مزدوره اداره دوطن په کلتوري مسائیلو کې دتصمیم او اقدام صلاحیت او قدرت لري او هغه کتابونه چې زموږ دکلتور او ثقافت سره په ټکر کې دي دهغې دتیتولو مخه نیسي.

دکتابونو سوځول اویاپه سیندونو کې غورځول چنګیزی میتوددئ چې په اوسنئ زمانه کې دهغه چا دلوري په کار اچول کیږي چه شخصي او پلان شوئ پروګرام لري او دکلتوري تهاجم سره د مقابلې موضوع ورته هیڅ ارزښت نه لري .

په ننئ زمانه کې چې نړئ یوکلئ ګرزیدلئ دئ او دافکارو ،نظریاتو او اندیشو دتبادلې دپاره جغرافیایي سرحدونه له منځه تللي دي داډول اقدامات یو احمقانه عمل دئ چې د عملي کوونکو په منافقت اوشیطنت باندې دلالت کوي .

دایراني کلتور په ملیونو جلده کتابونه ،رسالې ،اخبارونه اومجلې دهوا او ځکمې له لارې په رسمي او غیررسمي توګه افغانستان ته راداخلې شوي دي اودا پروسه بې له مزاحمته چالانه ده .
په افغانستان کې دتلویزیونوپروګرامونه او دهغې مصارف ددې بې فرهنګه وزیر تر سږمو لاندې دایرانیانو په وسیله تاءمینیږي او دایرانی کلتور دنشر او خپریدو دپاره دده په منجمت سره عامه او تامه شرایط او امکانات ورته میسر دي .
دافغانستان دتعلیمي نصاب جوړوونه په تهران کې ددې مزدورې ادارې په واسطه سرته رسیږی او افغاني مزدوران او جیره خوران دایراني بادارانو تر منجمنت لاندې په دې پروژه کې کار کوي .
دافغانستان په ټولو لویو ښارونو کابل ،کندهار،هرات ،مزارې شریف ،ننګرهار او نوروکې ایراني اجنټان په خلاص مټ دافغاني کلتور دمنځه وړلو له پاره لګیادي ا ودشیعه او سوني دنوي فتنې دمنځته راوستلو دپاره فعالیت کوی .
نو ددې فکتونو او حقایقو په لیدو اونظر کې نیولو سره دا خبره ښه جوته کیږي چې په نیمروز کې دڅو جلده کتابونو غورځونه اوبوته یوه تنظیم شوي ډرامه ده او دپردیو فرهنګونو او جنجالونو دمخنیوي دادعا سره لکه څنګه چې دا مزدور ئې ادعا کوي هیڅ تړاو نه لری او نه دادده دکورابادئ په دعا ارزي .

دپردیو کلتورونو دیرغل مخنیوئ هغه اشخاص ،سازمانونه او دولتونه کولائ شي چې خپله کلتوری استقلال ولري او په دې خبره ئې سر خلاص وي چې دخپل کلتور سره کلکه رابطه او ددې رابطې کلکه ساتنه او پالنه دیوه شخص ،سازمان او دولت دخپلواکئ اصلي ضامن او اثبات دئ .هرڅوک او دولت چې ددې اصل نه لیرې واقع شی،دیوه خپلواک شخص او دولت ادعائې پوچه او بې معنی ده.

دافغانستان تپل شوې اداره او دهغې تش په نامه دکلتور وزیرچې وجود ئې یوازې دپردیو په وسلو او پیسو سره منځ ته راغلئ او دوظیفې داشغال نه مخکې ئې لومړئ دخپلې غلامئ سند امضا کړئ ددې جراات ،واک ،صلاحیت او همت نه لري چې دپردیو کلتورونو درواجولو مخه ونیسي ،بلکه همدغه مزدوران دي چې په خپله مزدورئ سره ئې دافغاني کلتور درشد او غوړیدو مخه نیولې اودپردیو دفرهنګ دنشرولو دپاره ئې زمینه مساعده کړې ده .

مننه


و.افغان
27.05.2009

هيښ صاحب:
خبرې مو په ګل بدلې.
خو هر څه خپل قوانین لري، مطبوعات هم خپل قوانین لري.
زمونږ دولس دپوهې کچه ډيره ټيټه او په نشت برابره ده، دفکرې مناعی يا دفاعي ځواک نه لري.

که چیرته ولس دپياوړي دفاعي ځواک کچې ته ورسیږي، نو بيا ورته بايد دډير څه
دلوستلو زمينه برابره شي، بلکه په هغسې حال بيا
خپله هم کولاي شي چې دډيرو څیزونو لوستلو لپاره
لاسرسې پيدا کړي.
ــــــــــــــــ
زه له ښاغلې خرم څخه
دفاع نه کوم، خو دا کار يي دستايلو دی، ددی په ځاي چې تاسی
په عمومياتو وخت ضايع کړئ، کوښښ وکړئ چې دکلتور دساتنې او ورته دپيښ
شوو واقعي زيانونو په برخه کې
دقیق راپورتاژونه برابر کړئ، هغه که دايران په اړه وي، او که دنورو غربي هيوداونو
په اړه وي، کوم چې عيسويت، او الحاد لپاره کار کوي.

دا راپورونه به ښاغلې وزير صاحب ته ورسیږي، که هغه يي په وړاندې مثبت عکس
العمل څرګند کړ، نو دا کار به يي داسلاميت او افغانيت ښکارندوي وي، او که چيري
يي غوښتل چې دبوڅو لاندې اوبه تيرې کړي (لکه ستاسو له ليکنو چې ښکاري)
نو له يوه اړخه به يي دروغ او رښتيا، وطندوستي او وطنفروشي معلومه شي، او
له بله اړخه به دا کار ديوه مهم
تاريخي ثبوت يا خبر په حيث درج شي، له ضايع کيدو
به وساتل شي، او دګوډاګۍ ادارې دوطنفروشۍ يو بل اړخ به هم ټول ولس ته ښه
څرګند شي.

ځکه چې دخپل کلتور په وړاندې بې تفاوته پاتې کيدل،
دپردې فرهنګ پالل، او ورته وده ورکول، هم وطنفروشي ده، بلکه ډيره لويه وطنفروشي ده.

په درنښت.


کريم
27.05.2009

و هاج ساپي صاحب !

تاسو دغه وروسته پاتي خبري يوې خواته پرېږدی ، ستاسو يې ددې څو کتابو سره څه !

هلته په سوات کي پر پښتنو باندي ستا د القاعدې او طالب په نامه لوی ناورين او قتل عام را شروع دی . د طالب او القاعده په نامه د سوات سيمه د دوه نيم ميليونه پښتنو نه خالي او دغه بېګناه خلک د پنجاپيانو د پوځيانو په ولکه کي ګروګان شوه ، تاسو چي د مقاومت او جهاد خبري کوی په دې هکله بايد تاسو تازه تازه و يناوي وکړی، چي ددې تراژيدی پای به څه کيږي ؟ دا جهاد به څه شکل نيسي ؟! او مسلمان پښتانه بايد څه وکړي ؟!
په درناوی


و.افغان
27.05.2009

ايران به افغانستان کتاب می فرستد تا افغان ها باهم بجنگند"

خپروونکى: اصلاح انلاين EOL
Monday, 05 Rabi'ul Awal 1430دوشنبه, 02 March 2009 14:42
اصلاح انلاين، پژواک، سنی نيوز: (کابل) مسولين حکومتی و اعضای پارلمان در کابل می گويند ايران در اين اواخر کتاب های به افغانستان فرستاده که باعث تفرقه اندازی مذهبی و قومی در بين افغان ها می شود.‌

اين اتهامات بعد از آن تشديد يافت که عددی از کتاب های که از ايران به افغانستان از طريق نيمروز انتقال می شد،‌ توسط مسولين محلی در آن ولايت ضبط گرديدند.‌
محمد انور مرادى سناتور نيمروز و عضو کميسيون ديني و فرهنگى سنا ، بتاريخ ١٠ حوت در جلسه که عبدالکريم خرم وزير اطلاعات و فرهنگ نيز به آن دعوت شده بود ، تاکيد کرد تا جلو ورود همچو کتابها گرفته شود .

وى گفت که اکثريت همچو کتاب ها اختلاف ميان شيعه و سنى را به ميان مى اورد.

موصوف همچنان گفت که ايرانيها آنتن تلويزيون را درسرحد نيمروز نصب نموده که نشرات تلويزيون ملى را مختل نموده و نشرات خود اين کشور از تلويزيون ها پخش ميشود .

وزير اطلاعات و فرهنگ کريم خرم ورود کتابهاى ياد شده راتاييد کرد، اما افزود که به مجرد داخل شدن درافغانستان ضبط شده است .

وزير اظهار داشت که وزارت با والى نيمروز درتماس است وهيئت به رهبرى معين اين وزارت به آنجا رفته ونمونه اين کتاب ها را اورده است .

وزير افزود که کميسيون در مورد کار آغاز نموده و بعد از مطالعه کتب ، در مورد تصميم خواهد گرفت .

خرم گفت که بعد از تصميم کميسيون کتابهاى که خلاف است از بين برده ميشود ودرمورد آنتن هيئت تخنيکى کارميکند تا اين مشکل رفع شود .

وزير اطلاعات وفرهنگ افزود: (( ما از راه گمرک که کتابها واردميشود ،مشکل نداريم ، اما متاسفانه درحالت کنونى کشور ، راه هاى غير از گمرک است که نشرات چاپى داخل ميشود ومشکل به وجود مى آورد .))

امان الله عبيدى رئيس اطلاعات وفرهنگ نيمروز امروز به راسنه ها گفت که اين کتابها درحدود يکماه قبل توسط پنج تن از کتابفروشان شهر کابل از ايران وارد گرديده بود.

وى گفت که اين کتابفروشان ادعا دارند که همچوکتابها قبلاً هم وارد شده وهم اکنون درکتابخانه هاى شهرکابل وجود دارد ودرنمايشگاه که سال قبل در شهر کابل از طرف ايران گشايش يافته بود اين کتابها در ان به نمايش گذاشته شده بودند .

عبيدى گفت که اين کتابها ١٦٠ عنوان است که از جمله ١٥ عنوان آن مشکوک ميباشند .

وى افزود: (( ما فردا عناوين اين کتابها را به معين نشراتى وزارت اطلاعات وفرهنگ ميدهيم وآنها درکميته نظارت برکتابها که ١٣ عضو دارد آنرا بررسى نموده و درمورد آن تصميم خواهند گرفت .))

اما وى گفت که يک تعداد زياد اين کتابها ،کتابهاى کورسهاى انگليسى وديکشنرى انگليسى است .

قرار معلومات موصو ف ، به مجرد داخل شدن اين کتابها يک تعداد از علما نيز اطلاع يافتند وبدون اينکه کتابها را مطالعه کرده باشند اعلان کردند که اين کتابها اختلافات مذهبى وقومى مى اندازد.

رييس اطلاعات و فرهنگ نيمروز افزود: (( اما من پيشنهاد کردم که نخست اين کتابها را مطالعه نمايند وبعد ابراز نظرنماييدکه آنها درحال مطالعه هستند .))

قرار معلومات، کتابهاى وارد شده به گمرک نيمروز در١٧٥ کارتن و٦١ بورى ميباشد.

همچنان قانو ن رسانه ها که بعد از رد رياست جمهورى ، با دوثلث آرا از طرف ولسى جرگۀ درحدود چهار ماه قبل دو باره تصويب گرديده بود، تا حال چاپ نشده است .

شوراى ملى مصوبه قانون رسانه هاى همگانى را بعد از تصويب در ٩ فصل و ٥٣ ماده در قوس سال گذشته ( ١٣٨٦ ) غرض توشيح به رياست جمهورى گسيل کرد .

رييس جمهور بعد از آوردن تعديلات در جدى همان سال دوباره به شوراى ملى فرستاد و ولسى جرگه اين مصوبه را در ميزان سال جارى ، با دو ثلث ارا تصويب کرد که مطابق قانون اساسى توشيح شده محسوب ميشود .

اما با گذشت بيشتر از چهار ماه از تصويب نهايى قانون رسانه هاى همگانى ( که حالا توشيح شده محسوب ميگردد ) تا هنوز اين قانون چاپ نه شده است ووزارت اطلاعات وفرهنگ هم از آن اظهار بى خبرى مينمايد .

وزير اطلاعات و فرهنگ در مورد اينکه تا حال چرا قانون رسانه ها چاپ نه ګرديده ؟ گفت : (( اين از حيطه کار وصلاحيت من برآمده ، من فکر ميکنم که اين قانون نه در وزارت است و نه در رياست دولت و بايد بپاليد که پيدا کنيد و جستجويش کار ما نيست.))

اما مولوى عبدالعزيز معاون کميسيون اموردينى وفرهنگى ولسى جرگه به خبرنگاران گفت قانون رسانه ها قانون نافذ است واينکه وزير اطلاعات وفرهنگ اطلاع ندارد جرم ديگريست که اين وزارت مرتکب ميشود .

وى گفت که کميسيون اموردينى وفرهنگى ولسى جرگۀ در مورد عدم چاپ قانون ياد شده از وزارت عدليه شفاهى خواهان معلوما ت شده بود و وزارت عدليه نبود بودجه عامل عدم چاپ اين قانون خوانده بود .

وى افزود که وزارت عدليه گفته که اگر بودجه دراختيار اين وزارت قرار بگيرد به زودى چاپ خواهند نمود.

در جلسه امروزى ، وزير اطلاعات و فرهنگ در مورد نشرات مبتذل شمارى از شبکه هاى تلويزيونى گفت : (( انتظارات ما از رسانه هااينست که ما يک ملت غريب ومجبوربه کمک هاى خارجى هستيم ورسانه ها نظربه وضعيت افغانستان وارزشهاى که اين ملت دارد نشرات کند .))
لیست کتاب های که در نيمروز ضبط شده اند:

۱.گفتار نراقی
۲.هزاره ها
۳.جنبش های اسلامی معاصر
۴.نهج البلاغه
۵.شکوفایی عقل
۶.اصول کافی
۷.شناسنامه ی افغانستان
۸.علوم قدرنی
۹.آموزش عقاید
۱۰حقوق اساسی
۱۱.تفصیر موضویی قرآن کریم
۱۲.اخلاق کارگزاران
۱۳.ترجمه ی غدیر
۱۴.کلام نور
۱۵.انسان به انسان

http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=1384&catid=3&Itemid=1384
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[color=white:fcf23bb3a9]
ښاغلې خرم صاحب:
په دی کار تاسو ته يو ځل بيا کورودانې وايم.

دپاک الله جل جلاله له دربار څخه درته دداسې لا نورو ښو کارونو توفیق غواړم.
خو يوه يادونه لرم، چې مسئوليت مو لومړۍ دخپل لوي رب په وړاندې، او بيا دخپل
ولس په وړاندې ډیر لوي دی، او دا کوم کار چې مو انجام کړې دی، دا ستاسو ددی
لوي مسئوليت يو وړوکې جز دی، نو اميد لرو، او دعا هم درته کوو، چې نور هم
خپل مسئوليت کلک په ايماني او وطني جذبه متوجه شئ.

زه تر اوسه محصل يم، خو دايراني مطبوعاتو په اړه کافي مطالعه لرم،که چيرته
دایران څخه دراغلو کتابونو، يا راتلونکو کتابونو په اړه څه پلټنې کوئ، او بايد چې ويي کړئ، نو زه شخصا تيار يم، او نور ملګري به هم له ځان
سره پيدا کړم، چې دغه کتابونه له نظره تير کړو، او دهر کتاب په اړه راپور تيار کړو
دا کار دلوي خداي جل جلاله درضا لپاره او بيا دخپل ولس دخدمت لپاره په مجاني
يا وړيا ډول تر سره کولاي شم.

په درنښت.[/color:fcf23bb3a9]


هیښ
28.05.2009

سلامونه
ښاغلئ ساپی صاحب!
ستاسو خبرې دهم په ګل بدلې شي ,خو بې سلامه کلام هم  خوند نه کوي٠
ستاسو دخبرو نه داسې ښکاري ،چې دافغانستان دتپل شوې ادارې په مزدورئ اوبلواکئ کې شکمن یاستئ او ګمان کوئ چې ددوئ په داډول ارایشي کړنو سره به دهغوئ دضد افغاني کړنوخائینانه څیره ښکلې شي او دموږ دټولنې کلتوري ارزښتونه به دبهرني تهاجم په مقابل کې محفوظ پاته شي او دتپل شوې ادارې په تشکیل کې هم ګواکي داسې کسان شته چې دملي ارزښتونوساتنې ته متعهد دي.
دا ستاسو خپل نظردئ او تاسو ددې واک او اختیار لرئ چې خپل نظر اظهار کړئ ولو که هغه دموجوده واقعیتونوسره سمون ونه لري.
تاسو وګورئ په یوه ټولنه کې چې دلوستلو اولیکلو کچه په سلو کې ډیره کښته وي او عامه خلک دلوستلو له لارې داطلاعاتو او معلوماتو دلاسته راوړلو له پاره دکتابونو څخه ګټه نه شي پورته کولائ ،نو دکتابونو وجود اونه وجود به څه اغیزه په خلکو کې ولري ؟دوولس مطلق اکثریت دکتاب نه دګټې اخستلو نه محروم دي او یوازې دکتابونو دمحتوا او مضمون نه په شفاهي توګه دنورو اشخاصو او وسایلو په مرسته خبریدئ شي .یعنې اشخاص لکه روحانیون ،معلمان ،باسوادان او نور تبلیغاتي ارګانونه او سازمانونه دخلکو دخبریدو وظیفه په غاړه لری ترڅو دخطابو ،بیانیو ،مجلسونو ،رادیوګانو او تلویزیونونو له لارې دا وظیفه سرته ورسوي .
په داسې ټولنو کې دتبلیغاتو اواذهانو ته دخبرتیا تر ټولو ډیره مؤثره او اغیزناکه وسیله او ل رادیو ده او بیا تلویزیون دئ ،ځکه دادواړه دعمومي ارتباط دپاره نه لوستلوته اړتیا لری او نه لیکلو ته یوازې دغوږونو او سترګوله لارې ئې هر څوک بې له کڼو او ړندو داستفادې لاندې راوستلئ شي او داغیزمنتوب ساحه ئې دټولنې دسواد په کچه پورې محدوده نه ده .
نو اوس ستاسو په اصطلاح ددې ښاغلي وزیر صاحب چې ستاسو په اصطلاح دستاینې وړاقدام ئې کړئ او په دې او هغه نامه ئې په سیند کې دکتابونو دغورځولو امر ورکړئ او دائې دافغاني دود او دستور خلاف بللي اوداګام ئې دیوې لانجې دمخنیوي دپاره ضروري بللئ،
ایاسترګې ئې نشته؟
او په غوږونوکې ئې امریکائې پنبه ایښې ده؟
چې داپه کابل او ولایاتو کې درادیو ګانو او تلویزیونونو غیر اسلامي ،غیر افغانی ،غیراخلاقی او ضدملي خپرونې او نشرات او دهغې نه راپورته کیدونکې زیانونه او ټولنیز فساد نه ویني او نه اوري،او دهغې دبندیدو او نشریدو مخه نه نیسي ،که نه داددوئ دمطبوعاتو په قانون کې مجازدي؟
ایا ددې رادیو ګانو او تیلویزیونونو تبلیغاتي تاوان او اثر ډیر دئ او که دیو څو جلده کتابونو ؟
که مسئله دازادئ دبیان او رسنیو وي نو په ازادئ کې یو بام ا و دوې هواوې نشته اودټولو سره باید یو شان چلند وشی .
دافغانستان په اصطلاح داسلامي جمهوریت ؟ په تلویزیونو کې دفساد درواجولو اوتشویقولو دپاره داطلاعاتو او فرهنګ وزیراو مربوطه ارګانونوئې کوم اقدام او تصمیم نیولئ دئ او یائې کنترول کړي دي؟
اوکه احیاناُیوڅوک دپردي فسادی کلتور دمخنیوي دپاره تصمیم ونیسي دهغوئ باداران اشغالګران به ئې عملي کولو ته پریږدي؟
ايا دامتجاوزین او اشغالګران ددې له پاره راغلي او په اداره کې داسي خلکو ته ځائ ورکوي چې هغه دافغاني کلتور دودې اوانکشاف له پاره کاروکړي او دپردیو دفرهنګي تجاوز مخه ونیسي؟
تاسو دیوه لوري نه افغانستان دمتجاوزینو له لوري اشغال شوئ بولئ او په ملي مقدراتو ئې دپردیو تسلط منئ اوتپل شوې اداره دصلیبیانو لاسپوڅي بولئ او دبلې خوانه دهغوئ داجیرانو کړه وړه منجمله ددې ادارې داطلاعاتو او کلتور وزیر داکړنه یوه لاسته راوړنه اودستاینې وړ بولئ . دا څه دول دریځ دئ ،چې له یوې خوائې ستایې او دبلې خوانه ئې رټې .حال داچې ملی ارزښتونو منجمله ملي کلتورته یوازې ازاداو خپلواک خلک وفاداره اومتعهد وي نه داشغالګرانو زرخریده نوکران او لاسپوڅي.
بل داچې هغه دپښتو متل دئ چې:ټول پټۍ ئې وخوړ اوته ئې لامږه نه بولې
په وطن کې دې دپردیو واک دئ ،
په لس هاووزره خلک دې ددې جانیانو دخیانت په وجه دبمونواو توپونو خوراک شول ،
په ټوله دنیا کې دې ددې وحشیانو دجنایت له امله دشهیدانو ،کونډو ،یتیمانو ،بورو اوبې پته شویو میرمنو دشمیر له نظره ریکورد قائیم شو،
دافغانستان هربوټئ او کاڼئ دشهیدانو په وینو رنګ شو ،
په هدیرو کې دانفرادي قبرونو نه ددسته جمعي ګورنو شمیر زیات شو،
په سپین ژیرو دجنسي تجاوز وشو ،دافغاني میرمنو هغه عزت اوپت چې حتی دافغانستان دښمنانو ورته دتعظیم او احترام سرونه ټیټ کړي ؤدهمدې لاسپوڅې ادارې په موجودیت او همکارئ سره تر پښو لاندې شو
وطن دتجاوزګرانو او اشغالګرانو په زندانو او محبسونو تبدیل شو ،.........
او په زرهاوونور غیر انسانی او غیر اخلاقې وحشیانه اعمال او جنایتونه چې لیکل او ثبتول ئې دیوه نسل دتوان نه وتلې خبره ده په افغانستان کې دوحشي یرغلګرو او اشغالګرواودهغوئ دبې ضمیره اجیرانو له لوري سرته ورسیدل او رسیږي او تاسو ددوئ په وطن فروشئ کې لا سوال لرئ ؟
زه خو دې په داډول دریځ سر ه مات او مبهوت کړم .
که دا ډول کړنې اوبرخوردونه دخپل وولس ،خپل وطن ،خپل کلتور ،خپل تاریخ ،خپلو مقدساتو سره لکه ددې مزدورې ادارې اراکینوچې وکړې اوکوي ئې ملي خیانت او وطنفروشی نه وي،نو څه به وي؟
په اخر کې ستاسو دلورینې او نصیحت نه :

[quote:ed86abeef7] ددی په ځاي چې تاسی
په عمومياتو وخت ضايع کړئ، کوښښ وکړئ چې دکلتور دساتنې او ورته دپيښ
شوو واقعي زيانونو په برخه کې
دقیق راپورتاژونه برابر کړئ، هغه که دايران په اړه وي، او که دنورو غربي هيوداونو
په اړه وي، کوم چې عيسويت، او الحاد لپاره کار کوي. [/quote:ed86abeef7]
ډیره مننه او زه به
کوښښ وکړم چې په نظرکې ئې ونیسم اوتاسو ته هم دتاسو دعریضې :

[quote:ed86abeef7]ښاغلې خرم صاحب:
په دی کار تاسو ته يو ځل بيا کورودانې وايم.

دپاک الله جل جلاله له دربار څخه درته دداسې لا نورو ښو کارونو توفیق غواړم.
خو يوه يادونه لرم، چې مسئوليت مو لومړۍ دخپل لوي رب په وړاندې، او بيا دخپل
ولس په وړاندې ډیر لوي دی، او دا کوم کار چې مو انجام کړې دی، دا ستاسو ددی
لوي مسئوليت يو وړوکې جز دی، نو اميد لرو، او دعا هم درته کوو، چې نور هم
خپل مسئوليت کلک په ايماني او وطني جذبه متوجه شئ.

زه تر اوسه محصل يم، خو دايراني مطبوعاتو په اړه کافي مطالعه لرم،که چيرته
دایران څخه دراغلو کتابونو، يا راتلونکو کتابونو په اړه څه پلټنې کوئ، او بايد چې ويي کړئ، نو زه شخصا تيار يم، او نور ملګري به هم له ځان
سره پيدا کړم، چې دغه کتابونه له نظره تير کړو، او دهر کتاب په اړه راپور تيار کړو
دا کار دلوي خداي جل جلاله درضا لپاره او بيا دخپل ولس دخدمت لپاره په مجاني
يا وړيا ډول تر سره کولاي شم.

په درنښت.[/quote:ed86abeef7]

په هکله وایم چې کولائ شئ په سعودي عرب کې دتپل شوې ادارې دسفارت سره اویا مستقیماُددې ښاغلي وزیر سره په تماس کې شئ او دا وړاندیز مو ورسره مطرح کړئ،ځکه جناب وزیر صاحب به دومره وزګارنه وي چې دټول افغان دبحث فوروم ته سرراښکاره کړي او ستاسو دغه وړیا او داخلاص نه ډکه عریضه ولولي.

مننه


و.افغان
28.05.2009

محترم او ډیر ښاغلې هيښ صاحب:
ټولې خبرې مو پر ځاي دي، دتنقيد کومه خبره په کې نه وينم.
خو زمونږ دافغانانو يوه لويه ستونځه ده، چې دپښتو هغه متل پرې صدق کوي، چې
وايي: يا يي نه کوي، يايي دخره کوي.
زمونږ لويه ستونځه افراط دی، او داسلام نه درياضي مفهوم دی، چې 1+1= ۲، او بس، چې دځينو په آند د
نور ګنجايش هډو ځاي په کې نه ليدل کیږي.
نه وروره داسې نه ده.
تاسو چې اوس افغانستان کې اوسیږئ، نو که دمقاومت سنګر اوسئ، نو هم په
تاسو آفرين وايم، او که چيرته دعوي او کلتوري دفاع له دين او ولس څخه کوئ،
هم دشاباسي لايق ياست.

دا چې نن په کابل کې دامريکايي مستقيم پروګرام لاندې نيمه امريکايي، نيمه
ايراني، او نيمه افغانۍ اداره رامنځته شوي ده، نو دا بايد ددی باعث نشي، چې
داخل کې مونږ هر څه کلتوري اړخ په کامل توګه ايرانيانو او غرب پلوه علمانيانو ته پريږدو، دمقاومت په اوسني سختو حالاتو کې چې 10٪ يا 20٪ دکلتوري کار کولو
موقعه مساعده شي، بايد استفاده تري وشي، په کلي توګه له پامه ونه غورځول شي،
که چيرته دماشومانو دتعليم زمينه مساعديږي، بايد ترې استفاده وکړو، که په دولت
کې څوک دايراني کلتور دمخنيوي لپاره په رښتيا ګامونه اخلي، بايد نور هم تشويق
شي، ملاتړ يي وشي، همدارنګه که څوک دخلک کلتور په وړاندې بې تفاوته پاتي کیږي، او
پردي کلتورونو ته چوپړ وهي، نو بايد ولس ته معرفي کړاي شي، چې دلوي وطنفروش
په نوم يي وپيژني.
دا دهغې شرعي فقهي قاعدې لاندې راتلاي شي، چې وايي:
اهون الشرين، و اخف الضررين.
ژباړه: که سړې چيرته ددوه شرونو تر منځ راګير شي، نو هغه دی ترې اختيار کړي،
چې دشر ماده يي کمه وي، همدارنګه له دوه ضررناکو کارونو څخه هغه يو اختيار
کړي، چې ضرر يي له بل څخه کم وي.

زه دسياف دډيرو کارونو او سياسي تګلارو سره مخالف يم، خو دا چې نن پوهنتون
جوړوړي، اګر چې ددعوت په نوم يي جوړوي، دجهاد نوم يي ترې لرې کړی دی، د
پخواني اعلی پوهنتون نوم يي : جامعة الدعوة والجهاد وو، ددعوت او جهاد پوهنتون.
نو په دی هم زه ډير خوشاله شوم، يوه لوي انجاز يي ګڼم، او درب نه سوال کوم
چې داسي نور کوښښونه هم په لار واچول شي.

تاسو څه فکر کوئ، چې په دی اته کالو کې چې تير شو، وطن مو اشغال دی،
دټولې نړۍ کافر ورته راغلي دي، او مونږ دتعليمي او کلتوري کارونو څخه لاس
په سر شوي واي، نو دلته ددوه لويو ستونځو بلکه مصيبتونو دمنځ ته راتګ یقيني
پيښيدل توقع کيدل، يا دا چې دافغانانو نوي نسلونه به دجهل سره لاس او ګريوان
وو، او يا به يي خپل اسلامي او افغاني هويت له لاسه ورکړې واي، او پر ځاي به
يي غربي او ايراني هويت جذب کړي واي.
تاسو نور له افغانانو څه غواړئ چې څه وکړي، دادې له پاکستان څخه يي دسوټي
په زور وويستل، يواځې هغه څوک پاته دي، چې آخوا ديخوا پيژندګلوي لري، او
ځان لپاره يي قانوني اسناد برابر کړيدي.
ایرانيانو ورسره څه او څه ونه کړل، په عربي دولتونو کې يي چې کومه ورځ درسمي
اقامي وخت ختميږي،وار له مخه يي کډه ورباریږي.
تاسو نور له افغانانو څخه غواړئ؟ آيا همداسې جاهل پاتي شي، ؟
يا دهغوي دعلمي کچې له ډير ټيټوالي سره هم ترې غواړئ چې فاسد مواد مطالعه
کړي، هغه که ايراني وي او که غربي.
پرته له شکه چې فاسد مواد په يوه خالي الذهن يا ضعيف الذهن باندې ډير ژر اثر
کوي، او دماغ يي ورفاسدوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاتې شوه، دوزیر صاحب دعريضې خبره، نو لومړۍ خو دا چې تاسو څه خبر ياست،
کيداي شي، وزير صاحب کله کله ديخوا هم رادرومي، او زما موخه ددلته ليکلو څخه
يواځې دا نه وه، چې وزير صاحب يي وويني، بلکه موخه مې دا هم وه، چې په اوسني
حالت کې دی وروڼه هيڅ کار هم ناچیز نه ګڼې، هر هغه کار چې ددين او وطن په ګټه
تمامیږي، نو بايد لاس ورواچوي، حتا که هغه کار ددولت دکوم مسئول سره په
شريکه تماميداي شي، منطلب دا چې: په مواقفو يا دريځونو کې نرمي پکار ده،
دنرمۍ معنا دا نه ده چې سړې دی له خپلو مبادئو تير شي، نه ، مبادئ به ښه کلک نيسې، خو کله چې لاسته 100٪ ګټه نه راتله، نو په 50 ٪ هم قناعت کوه، يا چې
کله د100٪ تاوان سره مخامخ کيدي، او کولاي دی شول چې په 50٪ تاوان به ځان
له 100٪ تاوان څخه بچ کړي، نو بچ يي کړه.

همدا دمسلمان صفت دی، مسلمان نرۍ لمدې او پستی لختې يا بوټي ته ورته دی، څومره
بادونه چې پري ولګيږي، هر اړخ ته يي واړوي، راواړوي، کله کږه شي، کله سيده شي، خو له منځه نه ځي.
او دکافر مثال لکه دوريجو دوچې کلکې ونې دی، داندکه باد سره نه خوزيږي،
نظر ته هم نسبتا ځواکمنه راځي،
خو دلږ تیز باد له لګيدو سره له بيخه ووځي.

په درنښت.


ډاکټر څپاند
28.05.2009

درنو هيوادوالو!
کله چه په افغانستان کي په مارکسستي-ليننستی کتابونو بنديز وو، هر روښان
انده ،تلاش کاوه چه دا کتابونه را پيدا وا يو ځل ئی له نظره تير کړی٠ مګر د ثور
له کودتا روسته چه بازارونه له سرو کتابو ډک ول،دخلکو زړه تری بد او چا ورته
نه کتل٠
له هغی ورځی چه ايراني کتابونه په سين لاهو شول، اکثر خلکو سره دا وسوسه
پيدا شوی چه پدی کتابو کی به څه ليکل شوی وي؟دقاچاقچيان بازار ګرم دي ٠
زما ديوه دوست په حواله چه په هرات کی ماموريت لري، هره ورځ ،عادي مسافرين
په لسګونو ټوکه داسی کتابونه دځانه سره له ايران نه راوړي٠دکتاب پلورونکو
په مغازو کی خلک فرمايش ورکوی،چه داکتابونه په هر ډول کيږی تر لاسه او
مطالعه ئی کړي٠په انټرنټ کی هم کافي امکانات موجودي٠
په غربي نړۍ کی په اګاهانه ډول،دداسی توکو ورادول ممانعت نلري،او چه هرشی
ازاد په لاس درځي،نو وسوسه له منځه ځي٠
که داطلاعاتو اوکلتور وزارت په رښتيا سره هم داسلام او دملت غم احساس
ولري،نوکولای شي چه په دولتي راډيو-ټلویزيون کی سالم او په زړه پوری
خپرونی شاملی کړی چه داکثريت (بيسواده)خلکو اذهان روښانه شي٠


عادل عادل
31.05.2009

سلامونه

...... ویل کیژي چې د کابل په ښار کې یوه کور ته غله لویژي او په ډاډه زړه د کور قیمتي شیان وړي او په یوه دیوال ورته لیکي چې ..... زنده باد تولسي...... دا ځکه چې غل د همدغې ډرامې د نشر په وخت دغې تیاره کور ته د ننه شوی و. په رښتیا چې زمونږ د ددین، کلتور، مال، عزت، عفت ، ................او حیا غلو ته ښایي چې د وزیر صیب څخه مننه وکړي.

محترم ورور وهاج صیب

ستاسو خبرې نه ردوم خو دومره درته ویلئ شم چې په لاسپوڅې اداره کې د یوه ټیټې رتبې مامور څخه ستاسو د ډول توقع کیدای شي، خو د وزیر، والي او ورته لوړپوړو ډالري اجیرانو په مردودیت او مطلقه غلامئ کې شک کول د سادګئ په پوله د خوب کولو په مثال دي.

ددې پر ځای چې ددغې معلوم الحاله خرڅ شووو څخه مننه وکړې هغوی ته د دوی مسخ شوې څیرې او شخصیتونه وروپیژنئ، دوی تر اوسه هم په خپل شاوخوا کې د مداحانو د موجودیت په سبب ځانونه مسلمان، باشخصیته، او مجاهدین احساسوي، په داسې حال کې چې د یوه اشغال شوي ملک د لاسپوڅې ادارې خرڅ شوي او پیژندل شوي قراردادي نوکران دي.

که تاسو ددغو ښاغلو یوه مجلس یا میلمستیا کې کینئ نو وبه ګورئ چې ددوی د خبرو محور فقط او فقط دا تشکیلوي چې:

درې منزله کور ؟، څو نمرې؟، چیرته؟، په څو ؟ چا واخیست؟ څاو همدې ته ورته


Temor lang
15.06.2009

تنها مردمان بی فرهنگ و اقوام جاهل با کتاب خوانی دشمنی می ورزند و دست به ریختن کتاب ها به دریا می زنند. این تعداد همان هایی اند که مکاتب را می بندند و دختران خود را خانه بند کرده اند. آیا جاهل کدام شاخ و دم دارد؟ نخیر! شاخ و دم جاهل در عملش ثابت می گردد. ولی این گونه کار های زشت تاثیرات معکوس داشته و باعث شرمساری بیشتر این افراد و اقوام جاهل خواهد گردید.


pattang
15.06.2009

ديوې لارې جاهل له پردي غلام ، مردګاو ، دپرديوله اجنټ او بې هويته انسان
نه ډېر شرف لري ٠ ځکه ناپوهي داويې لري خو بې هويتي ، مردګاوي هيڅ تداوي نلري ٠ اوس ښه غوږ کېږده دمغولې اويا سامانۍ مور اود عرب پلار زويه (تازي خانه) : په هر ملک کې قانون دی چې کتاب مخکې له چاپه د مطبعي له خوا لوستل کيږي اود اطلاعاتو او کلتور د وزارت د قانون او لوحې په اساس خپرېږي ٠
خاص هغه کتابونه چې له خارجه را واردېږي بايد حتمي او ضروري و اطلا عاتو دوزارت اجازه ولري او موافقه يې تر لا سه وي کړې وي .
ايا ستا دمور مېړه چې اېراني کتابونه يې را واردول او راوړل ، دا اجازه لرله ?
او که نه افغانستان دايران دشيعه ګانو يو ولايت ګرزېدلی دی ?
بل وار به دې ډېر سپک کړم که په عام صورت قام ته خبرې وکړې !!

[quote:5bda3abe85="Temor lang"]تنها مردمان بی فرهنگ و اقوام جاهل با کتاب خوانی دشمنی می ورزند و دست به ریختن کتاب ها به دریا می زنند. این تعداد همان هایی اند که مکاتب را می بندند و دختران خود را خانه بند کرده اند. آیا جاهل کدام شاخ و دم دارد؟ نخیر! شاخ و دم جاهل در عملش ثابت می گردد. ولی این گونه کار های زشت تاثیرات معکوس داشته و باعث شرمساری بیشتر این افراد و اقوام جاهل خواهد گردید.[/quote:5bda3abe85]


Temor lang
15.06.2009

پتنگ
جاهل بدتر از همه است. اگر از حقیقت چشم ‍پوشی نکنیم تعدادی از پشتون های دو سوی دیورند مانند دانه سرطانی باعث آشوب و پسمانی این منطقه گردیده اند. ایشان با دیدگاه های تنگ و کور کورانه خویش از اسلام قرن هاست که مردم خود و بقیه مردمان این مناطق را در تاریکی و جهالت فرو برده اند. ترس از کتاب یعنی ترس از آگاهی. مردم نا آگاه یعنی مردم کم سواد و کوتاه بین مانند خودت. بر آدم های نا آگاه مانند توست که دیگران می توانند خر سواری کنند و سرزمینت را به خاک و خون بکشانند. اگر امروز امریکا و انگلیس در خانه های تان است به دلیل جهالت، نادانی و دوری تان از کتاب و قلم است. اگر دیروز هم روس ها افغانستان را اشغال کرده بود دلیلش نا اگاهی و دوری تان از دانش و معلومات بود.

ای جاهل! کتاب برای خواندن است. در دانستن نیک و بد عیب نیست. در ندانستن عیب است.[quote:c894e79a2a="pattang"]ديوې لارې جاهل له پردي غلام ، مردګاو ، دپرديوله اجنټ او بې هويته انسان
نه ډېر شرف لري ٠ ځکه ناپوهي داويې لري خو بې هويتي ، مردګاوي هيڅ تداوي نلري ٠ اوس ښه غوږ کېږده دمغولې اويا سامانۍ مور اود عرب پلار زويه (تازي خانه) : په هر ملک کې قانون دی چې کتاب مخکې له چاپه د مطبعي له خوا لوستل کيږي اود اطلاعاتو او کلتور د وزارت د قانون او لوحې په اساس خپرېږي ٠
خاص هغه کتابونه چې له خارجه را واردېږي بايد حتمي او ضروري و اطلا عاتو دوزارت اجازه ولري او موافقه يې تر لا سه وي کړې وي .
ايا ستا دمور مېړه چې اېراني کتابونه يې را واردول او راوړل ، دا اجازه لرله ?
او که نه افغانستان دايران دشيعه ګانو يو ولايت ګرزېدلی دی ?
بل وار به دې ډېر سپک کړم که په عام صورت قام ته خبرې وکړې !![/quote:c894e79a2a]


pattang
15.06.2009

خبره ولې ولې بلې خواته بيايې ? زما او ستا بحث خو په رد شويو او بند شويو کتابونو باندې وو ، نو ته ولې بلې خواته ځې ?
که جاهلان مقايسه کيږي نو ستا شولګډيان او خام کله په اوله درجه کې راځي .
يوواردې ګرېوان ته سر ټيټ  کړه !

[quote:6dc260e41e="Temor lang"]پتنگ
جاهل بدتر از همه است. اگر از حقیقت چشم ‍پوشی نکنیم تعدادی از پشتون های دو سوی دیورند مانند دانه سرطانی باعث آشوب و پسمانی این منطقه گردیده اند. ایشان با دیدگاه های تنگ و کور کورانه خویش از اسلام قرن هاست که مردم خود و بقیه مردمان این مناطق را در تاریکی و جهالت فرو برده اند. ترس از کتاب یعنی ترس از آگاهی. مردم نا آگاه یعنی مردم کم سواد و کوتاه بین مانند خودت. بر آدم های نا آگاه مانند توست که دیگران می توانند خر سواری کنند و سرزمینت را به خاک و خون بکشانند. اگر امروز امریکا و انگلیس در خانه های تان است به دلیل جهالت، نادانی و دوری تان از کتاب و قلم است. اگر دیروز هم روس ها افغانستان را اشغال کرده بود دلیلش نا اگاهی و دوری تان از دانش و معلومات بود.

ای جاهل! کتاب برای خواندن است. در دانستن نیک و بد عیب نیست. در ندانستن عیب است.[quote:6dc260e41e="pattang"]ديوې لارې جاهل له پردي غلام ، مردګاو ، دپرديوله اجنټ او بې هويته انسان
نه ډېر شرف لري ٠ ځکه ناپوهي داويې لري خو بې هويتي ، مردګاوي هيڅ تداوي نلري ٠ اوس ښه غوږ کېږده دمغولې اويا سامانۍ مور اود عرب پلار زويه (تازي خانه) : په هر ملک کې قانون دی چې کتاب مخکې له چاپه د مطبعي له خوا لوستل کيږي اود اطلاعاتو او کلتور د وزارت د قانون او لوحې په اساس خپرېږي ٠
خاص هغه کتابونه چې له خارجه را واردېږي بايد حتمي او ضروري و اطلا عاتو دوزارت اجازه ولري او موافقه يې تر لا سه وي کړې وي .
ايا ستا دمور مېړه چې اېراني کتابونه يې را واردول او راوړل ، دا اجازه لرله ?
او که نه افغانستان دايران دشيعه ګانو يو ولايت ګرزېدلی دی ?
بل وار به دې ډېر سپک کړم که په عام صورت قام ته خبرې وکړې !![/quote:6dc260e41e][/quote:6dc260e41e]


Temor lang
15.06.2009

غلی شه جاهله٠ تول عمر دې په بیهوده خبرې تیر شو٠ 
[quote:d53b1e3366="pattang"]خبره ولې بلې خواته بيايې ? زما او ستا بحث خو په رد شويو او بند شويو کتابونو باندې وو ، نو ته ولې بلې خواته ځې ?
که جاهلان مقايسه کيږي نو ستا شولګډيان او خام کله په اوله درجه کې راځي .
يوواردې ګرېوان ته سر ټيټ  کړه ![/quote:d53b1e3366]


..Ahmadzai
16.06.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيښ وروره ډيرې ښې خبرې د وكړې زه ېې 100% تائيدوم.

وهاج صاحب
[color=darkred:89d7420400]دا څه دول دریځ دئ ،چې له یوې خوائې ستایې او دبلې خوانه ئې رټې [/color:89d7420400]

نن سبا عربو د إيران نه د ډيرې ويرې له أمله إسرائيلي يهودانو ته لاس ورغځولى او حلف ورسره كوي، پدې تمه كه إسرائيل د إيران مخه ونيسي أو عرب د إيران له شره خلاص كړي، أو دې يهودو په ټولو بدو سترګې څه چې عقل هم پټوي، دا كار د عربو په ډيرې پسماندګۍ أو پستۍ دلالت كوي، ځكه چې ټول وينو إسرائيلو په عربو كومې نخرې ونكړې أو څه نه كوي أو چې دې سره هم عرب ورسره حلف كوي أو ستا په منطق أهون الشرين يي بولي، أوله هر څه ورته تيريږي حماس قرباني كوي خو چې حلف مات نشي، زما په منطق دې ته ([color=darkred:89d7420400]هوان، مذلة، إنحطاط أخلاقي وسياسي و ديني و تقهقر الرجولة [/color:89d7420400]) ويل كيږي.
خو كيداى سي دې مرض مونږ ته هم سرايت كړی وي چې د يوه لاسپوڅي مردګاو وزير ته په دې چې يو څو د روافضو إبراني كتابونه ېې له منځه وړي ورته د دعا لاس پورته كړو أو كور وداني ورته ووايو.
دې ته لا كوم منطق ويل كيږي. عقيدة څه وايي. الولاء والبراء څه وايي.
إيران سره خو أمريكا أو صليبيان هم بد دي ، راځۍ چې د هغوۍ لاسونه هم مچو كړو .

أخي الكريم لا يأخذك تعصبك ضد الشيعة والإيرانيين في تجاوز مسلمات العقيدة والدعاء للخونه بالسلامة، إن ما يقوم به هذا الوزير الفاحش من نشر للفحش والدياثة في مجتمعنا المحافظ ليفوق وبكثير أثر تلك الكتب والتي قد لا يطالعها إلى القليل من أفراد المجتمع، و إن ما تقوم به إدارة هذا الوزير من تشويه لصورة المجاهدين والجهاد وتحسين وتجميل صورة العملاء و الحلف الصليبي والدعاية لهم لجرم أكبر من أن يغتفر بهذه السهولة، أرى من خلال متابعتي لك أن أرائك أخذت تأخذ منحى أخر غير الذي تعودناه منك و أصبحت مواقفك غير التي عهدناك بها .
أخي الكريم فظلاً راجع نفسك وبتمعن قد تكون مخطئاً.
نرجوا من الله لك العافية والسلامة والثبات على الحق.

په درنښت
أحمدزى


و.افغان
16.06.2009

ډاکټر جلال احمدزی صاحب:
داسی نه ده پکار، چې هر څه په لاس رانشي، نو له هر څه تير شو.
ايراني آخوندانو په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې ډير ژور کار روان کړيدی،
تاسو به خبر ياست، او که نه؟ ايراني آخوندانو دخپلو بچيانو نه ډير په نورو سنيانو
زور اچولې دی، دهغوي درسي حلقو ته اوس سني ځوانان حاضريږي، سني ځوانان ،
استاذان، او حتی ملايان ديوه کال دبلومې په نوم قم ته بوځي، او هلته تری سرکوزي
جوړوي، نو که دايراني مارمولکانو په عقيده نشي، نو کم نه کم دهغوي دعقيدی
دتبليغ او تبشیر مخه نه نيسي.
ايراني آخوندانو اوس ټولو په ديني جبهو، او ژبني تعصب جبهو دواړو پراخ کار
پیل کړی دی.
دوه کاله مخکې په مدينه منوره کی ایراني آخوندانو دتاجکانو ټول حاجيان نر
او ښځې ميلمانه کړي وو، او په خپلو خبرو کې يي و رته وويل، چې زمونږ او ستاسو
کلتور يو دی، ژبه مو يوه ده، دين مو يو دی.... مونږ يو بل ته ډیر نږدی يو، او بيا
په دی لړ هغوي ټول دشيعه مذهب عقيدي ته دعوت کړل، تاجکو صوفيٍ حاجيانو
چې له اسلامي دين څخه په اړه له تصوفه پرته بل څه نه پيژني، دتأييد سرونه هغوي
ته خوځول، په پاي کې يي پری سوغاتونه وويشل، او ددغی غوندي ويديويي ثبت
شوې کیسټ هم پری وویشلو، چې فورا په همدغه ساعت کې تيار شوې وو.

يو ملګرې می چې دقمبر دڅلور لارې په يوه مسجد کې ملا امام دی، راته وويل:
چې دی خلکو ډیر ملايان بوتلل، دډیرو ملايانو نومونه يي راته واخيستل، چې يو
يي مشهور ملا کوثر دی، ده وويل، چې په ما باندی هم دوي ډير کوښښ وکړ، خو
غاړه مې ورته کينښوده، حتا تر دی چې ډیر کوښښ يي وکړ، چې په څه مادياتو زما
خوله راوتړي.

هغه زياته کړه، چې دکنړ يو ملا يي هم بوتللی وو، څنګه چې دهغه ملا عقيدوي معلومات ډیر
ځواکمن وو، نو هيڅ تأثير يي پری ونشو کړاي، البته بر عکس هغوي خطره احساس
کړه، چې نوموړې ملا دمناقشو او بحثونو له لارې دهغوي هڅي په خپل قم کې
ورشنډوي، نو آخوندانو اعلان وکړ، چې دصحي ويرې له امله غواړو چې دټولو
شاګردانو معايني وکړو، له معايناتو وروسته کذبا وزورا يي په هغه کنړي ملا کې
دايډز مرض راوويست، او راويي شاړه، حال دا چې هغه روغ، جوړ، او له دی
مرض څخه خالي وو.

افغانستان نږدی دی، چې
دايران يو ولايت وګرځي، کرزي دی خلکو ته څومره رشد ورکړ، پنځه شپږ وزارته يي
اوسنئ دوره کې ورکړ، همدرانګه دپنځو وزارتونو وعده يي ورسره راروانه دوره کړيده،
له دی پرته په اوسنئ دوره کې يي هم يو څوولسوالۍ ورته ولايتونه کړل، او اوس
يي ورسره دنورو و لسواليو دعوا کړيده.
که چيرته ديو مسئول له خوا دايراني آخوندانو په ضد کوم ايجابي اقدام کيږي، نو
بايد ملاتړ يي وشي، که چيرته نمايشي اقدام وي، نو بايد ته واضح شي،
چې دغه مسئول دبهرني کلتور دحمايت او نشر لپاره څومره آزادي نورو ته
ورکړېده.
زه خو له وطن څخه ليري یم، که چيرته تاسو په وطن کې ياست، او کولاي مو شول
چې دايراني آخوندانو او دهغوي کړنو او تحرکاتو په اړه څيړنې وکړئ، بازار ته
ولاړ شئ، دهغوي کتابونه راونيسئ، ويي ګورئ، کتابتونونه يي وګورئ، او بيا
يي په اړه يو موثق راپور تيار کړئ، نو ډیره مؤثره به تمامه شي، دغه راپور به
همدغه وزیر ته وړاندې کړو، چې وګورو وزیر صاحب په خپلو کړنو کې څومره
رښتينې دی، او څومره نه دی، که نور هيڅ نه وي، دغه راپور به دګوډاګۍ ادارې
دوطنفروشۍ يو بل دليل پاتی شي، اګر چې نور دليلونه هم ډیر دي، او ولس به
دایراني آخوندانو شيطانتونو ته پامځیر شي.

پاتی شوه، دولاء او براء خبره، نو خبرو مو صحي دي، خو دومره اضافه کول غواړم،
ولاء او براء ددعا منافي نه ده، په هغه حال کې چې دمسلمان لپاره وي، او پرته له
شکه چی وزیر صاحب مسلمان دی، کافر نه دی، او دمسلمان په اړه دولاء او براء
دا قاعده ده چې: تحبه بما فيه من الخير، و تبغضه بما فيه من الشر.
د کافرو په وړاندی بيا ولاء او براء داده: چې البراءة من الشرک وأهله.
خو دا براءت ددی سره تضاد نه لري، چې ته دهغوي دهدايت او ايمان راوړلو دعا
وکړي،
هو، که چیرته دی په کور، وطن، حمله وکړي، نو بيا دعا نه، بلکه په راکټ او توپ
يي ووله.
دمقاومت جنګيالي خو ددنيا دزبر ځواکونو سره په جنګ اخته دي، نو له هغوي څخه
مونږ دهر څه غوښتنه نشو کولاي، او نه يي پری وسعه رسيږي، او که نه پکار دا وه
چې دهر فسق، مجون، او بدکاریو مخه يي نيولاي، او هر ديني او کلتوري يرغلګر
ته يي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې واي، نو دا کار دحکومت دځينو مسئولينو
له لاسه کيداي شي، نو بايد استفاده تری وشي، طبق القاعدة الفقهية: أهون الشرین
وأخف الضررین.
پاتی دعربو، ایرانيانو، او اسرائيلو خبره، نو هغه له دی قاعدې سره هيڅ تړاو نه لري.

په درنښت


pattang
16.06.2009

له چنګېزه هم بل جاهل شته چې په خبره نه پو هيږي ?

[quote:e393a69751="Temor lang"]غلی شه جاهله٠ تول عمر دې په بیهوده خبرې تیر شو٠ 
[quote:e393a69751="pattang"]خبره ولې بلې خواته بيايې ? زما او ستا بحث خو په رد شويو او بند شويو کتابونو باندې وو ، نو ته ولې بلې خواته ځې ?
که جاهلان مقايسه کيږي نو ستا شولګډيان او خام کله په اوله درجه کې راځي .
يوواردې ګرېوان ته سر ټيټ  کړه ![/quote:e393a69751][/quote:e393a69751]


ابو جرير
16.06.2009

السلام عليكم
آيا له امريكا نه داتمه كوئ له دهر ديني او كلتوري يرغل مخه دې ونيسي؟ دكرزي داراې او امريكا څه فرق شته؟.

عجيبه ده!! صليبي يرغلګرو چې كله دطالبانو دواكمنۍ پر مهال ددنيا په يو کونج کې دااحساس كړه په بل كونج (افغانستان) كې يوازيني هغه څوك چې افغانستان له هر ديني او كلتوري يرغل څخه ژغورلى شي او دهمدې هدف لپاره راپورته شوي دي اوخپل دين او كلتور پر سر هيڅ قسم سودابازۍ ته تيار نه دي هغه طالبان دي، نو دا يې هيڅكله ونه شوه زغملى او دطالبانو دحكومت دنسكورولو لپاره يې ټوله نړۍ په خوښې يارضا له ځانه سره ودروله او له نيمه اتومي بمونو سره يې شپيته قسمه عسكر افغانستان ته رامرش كړل، او پرځاى يې دخپلې خوښې يو سمبوليك ګوډاګی او لاسپوڅی حكومت جوړ كړو، چې په هره کوچنۍ او لويه چاره كې نيغ په نيغه دامريكا له سفارت څخه هدايات، پلانونه او نقشې اخلي.

نو آيا دا به ډير سطحي نظر نه وي چې دامريكا تر نظر لاندې همدا اداره دې زمونږ دين او كلتور راته له خارجي يرغله وساتي؟!

امريكا چې ددين او كلتور ساتونكي ددنيا په بل سر كې نه شي تحمل كولى ددوى په مستعمره كابل كې به يې څنګه وزغملى شي؟ دكابل په اداره كې دامريكا تر زنې لاندې ناست وزير به په كوم منطق دا صلاحيت ولري زمونږ سپيڅلى دين او كلتور دې وژغوري او دخدمت لپاره يې كوششونه وكړي؟

دساذج عقل خاوند به له دغو ساختګي وزيرانو او ولسمشرانو څخه ددين او هيواد دګټو دتامينولو اميد ولري.


Temor lang
16.06.2009

برادر احمدزی
بنده با نظریات شما کاملآ موافق میباشم. اشخاصی در دولت کرزی هستند که با به دریا انداختن کتاب های دینی شیعه گان میخواهند دل عرب های وهابی و مقام های امریکایی را خوش سازند. این مزدوران نمیدانند که بیش از پانزده درصد مردم افغانستان شیعه مذهب و بیش از پنجاه درصد مردم فارسی زبان. این گونه سیاست ها به جز ضرر به افغانستان هیچ ارمغان دیگری ندارد. وزیر فرهنگ و تعداد دیگری از پشتون های فروخته شده در دولت آدم های پست و فروخته شده اند که به جز خدمت به منافع انگلیس و عرب مصروفیت دیگری ندارند. این ها روز تا روز به زبان ها و فرهنگ های مردم افغانستان صدمه وارد کرده و تا حال کدام خدمت بزرگی از ایشان در این راه ندیده ایم.
[quote:a68220fa9a="jalal ahmadzai"]السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيښ وروره ډيرې ښې خبرې د وكړې زه ېې 100% تائيدوم.

وهاج صاحب
[color=darkred:a68220fa9a]دا څه دول دریځ دئ ،چې له یوې خوائې ستایې او دبلې خوانه ئې رټې [/color:a68220fa9a]

نن سبا عربو د إيران نه د ډيرې ويرې له أمله إسرائيلي يهودانو ته لاس ورغځولى او حلف ورسره كوي، پدې تمه كه إسرائيل د إيران مخه ونيسي أو عرب د إيران له شره خلاص كړي، أو دې يهودو په ټولو بدو سترګې څه چې عقل هم پټوي، دا كار د عربو په ډيرې پسماندګۍ أو پستۍ دلالت كوي، ځكه چې ټول وينو إسرائيلو په عربو كومې نخرې ونكړې أو څه نه كوي أو چې دې سره هم عرب ورسره حلف كوي أو ستا په منطق أهون الشرين يي بولي، أوله هر څه ورته تيريږي حماس قرباني كوي خو چې حلف مات نشي، زما په منطق دې ته ([color=darkred:a68220fa9a]هوان، مذلة، إنحطاط أخلاقي وسياسي و ديني و تقهقر الرجولة [/color:a68220fa9a]) ويل كيږي.
خو كيداى سي دې مرض مونږ ته هم سرايت كړی وي چې د يوه لاسپوڅي مردګاو وزير ته په دې چې يو څو د روافضو إبراني كتابونه ېې له منځه وړي ورته د دعا لاس پورته كړو أو كور وداني ورته ووايو.
دې ته لا كوم منطق ويل كيږي. عقيدة څه وايي. الولاء والبراء څه وايي.
إيران سره خو أمريكا أو صليبيان هم بد دي ، راځۍ چې د هغوۍ لاسونه هم مچو كړو .

أخي الكريم لا يأخذك تعصبك ضد الشيعة والإيرانيين في تجاوز مسلمات العقيدة والدعاء للخونه بالسلامة، إن ما يقوم به هذا الوزير الفاحش من نشر للفحش والدياثة في مجتمعنا المحافظ ليفوق وبكثير أثر تلك الكتب والتي قد لا يطالعها إلى القليل من أفراد المجتمع، و إن ما تقوم به إدارة هذا الوزير من تشويه لصورة المجاهدين والجهاد وتحسين وتجميل صورة العملاء و الحلف الصليبي والدعاية لهم لجرم أكبر من أن يغتفر بهذه السهولة، أرى من خلال متابعتي لك أن أرائك أخذت تأخذ منحى أخر غير الذي تعودناه منك و أصبحت مواقفك غير التي عهدناك بها .
أخي الكريم فظلاً راجع نفسك وبتمعن قد تكون مخطئاً.
نرجوا من الله لك العافية والسلامة والثبات على الحق.

په درنښت
أحمدزى[/quote:a68220fa9a]


..Ahmadzai
17.06.2009

السلام على من إتبع الهدى
تيمورلنګ
[quote:e1b971e811]
--------------------------------------------------------------------------------

برادر احمدزی
بنده با نظریات شما کاملآ موافق میباشم. اشخاصی در دولت کرزی هستند که با به دریا انداختن کتاب های دینی شیعه گان میخواهند دل عرب های وهابی و مقام های امریکایی را خوش سازند. این مزدوران نمیدانند که بیش از پانزده درصد مردم افغانستان شیعه مذهب و بیش از پنجاه درصد مردم فارسی زبان. این گونه سیاست ها به جز ضرر به افغانستان هیچ ارمغان دیگری ندارد. وزیر فرهنگ و تعداد دیگری از پشتون های فروخته شده در دولت آدم های پست و فروخته شده اند که به جز خدمت به منافع انگلیس و عرب مصروفیت دیگری ندارند. این ها روز تا روز به زبان ها و فرهنگ های مردم افغانستان صدمه وارد کرده و تا حال کدام خدمت بزرگی از ایشان در این راه ندیده ایم.

[/quote:e1b971e811]
تيموريه چنګيزية په خړو أوبو كې كبان نيسې ها ها ها ها
د محترم وهاج صاحب دپښو ګرد أو د دنيا ټول شيعيګان زما په نزد برابر ندي
د أفغانستان په مورد دې معلومات سم نه دي هسې خوشبينه يي .
د أفغانستان 70% خلك سني أفغانان دي نور پاتې يي ټول نه پاړسيوانان او نه هم شيعة دي، څه طاجيك څه أوزبك , تركمن، قزاق، إيماق، نورستاني, عرب،أو دچنګيز أولاده مغول هزاره دي، چې دا خلګ نه يوه ژبه او نه يوه عقيده لري.
زما إختلاف وهاج صاحب سره د لاسپوڅي وزير خرم صاحب ته د دعاء په سر وو نه د شيعګانو مرتدانو د صيغې د بچانو په سر, په هغه مورد كې مونږ سره متفق يو.
د دغو كتابونو په تخريبولو سره متفق يو أو دا يو ښه كار ده چې دغه لاسپوڅي تر سره كړ خو دا د دې جواز نه راكوي چې دعاء ورته وكړو ځكه چې د دې وزير نور كارونه د إسلام د دائرې بهر دي د نواقض الإسلام د أتم ناقض سره برابر دي او هغه د مظاهرة الكفار و إعانتهم على المسلمين.
دې كې د وهابيانو څه دخل نسته، پوهه سنيان ټول پدغه عقيده دي، دې عمل سره أفغانستان ته بغير له شكه ګټه رسيږي نه تاوان ، إيران زمونږ سرسخته دښمن او حريف ده، هم د عقيدې او هم د ژبې او كلتور له لحاظه.
نو تيمورية زړه به دې يخ نسي ، أو ستا په چاره پتنګ ښه پوهيږي.
أحمدزى


pattang
17.06.2009

اقائې شتر مرغ تيمورې لنګ !
انډيواله ستا عادت دی پورته ګورې خو يوار کته خپل ځان او خپلو پښو ته دې
و ګوره په چټلي او بې منطقې کې نيښتی يې:
ايا دې کتابو داطلاعاتو او کلتورله وزارته اجازه اخيسې وه ?
ته څه خبر يې اوتا داحصايه له کومه کړه چې هزاره 15 % او فارسي ژبي له 50 %
څخه هم زيات دي?? دا ستا احصايه د شورائې نظار دستميانو يو خوب ليدل
وو چې دخپل دوران په وخت کې يې نړۍ ته په درواغو ور پېژندلې وه٠
لوده خانه ټول پښتانه کومو چې ښونځی لوستلی په پاړسوخبرې کوی شي او هم هغه
پښتانه چې له دېګانانو سره نږدې ژوند کوي په پاړسو پوهيږي نو ايا داسې خلک
هم په دېګانانو کې را ځي ??
حقيقت داسې دی :
په افغانستان کې14 - 15% تاجک ، ٩ % هزاره او ٦ - ٥ % اوزبک ژوند کوي ٠
داخوبونه د ې ريښتيا نشي ځکه چې په حقيقت ندي ولاړ ٠
ګوډه منافقه يوې موضع له بلې سره ګډوې او لکه د لوستوڼي مار هر چيرته نمک
حرامه زهري حمله کوې ٠

[quote:4372cee3fa="Temor lang"]برادر احمدزی
بنده با نظریات شما کاملآ موافق میباشم. اشخاصی در دولت کرزی هستند که با به دریا انداختن کتاب های دینی شیعه گان میخواهند دل عرب های وهابی و مقام های امریکایی را خوش سازند. این مزدوران نمیدانند که بیش از پانزده درصد مردم افغانستان شیعه مذهب و بیش از پنجاه درصد مردم فارسی زبان. این گونه سیاست ها به جز ضرر به افغانستان هیچ ارمغان دیگری ندارد. وزیر فرهنگ و تعداد دیگری از پشتون های فروخته شده در دولت آدم های پست و فروخته شده اند که به جز خدمت به منافع انگلیس و عرب مصروفیت دیگری ندارند. این ها روز تا روز به زبان ها و فرهنگ های مردم افغانستان صدمه وارد کرده و تا حال کدام خدمت بزرگی از ایشان در این راه ندیده ایم.
[quote:4372cee3fa="jalal ahmadzai"]السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيښ وروره ډيرې ښې خبرې د وكړې زه ېې 100% تائيدوم.

وهاج صاحب
[color=darkred:4372cee3fa]دا څه دول دریځ دئ ،چې له یوې خوائې ستایې او دبلې خوانه ئې رټې [/color:4372cee3fa]

نن سبا عربو د إيران نه د ډيرې ويرې له أمله إسرائيلي يهودانو ته لاس ورغځولى او حلف ورسره كوي، پدې تمه كه إسرائيل د إيران مخه ونيسي أو عرب د إيران له شره خلاص كړي، أو دې يهودو په ټولو بدو سترګې څه چې عقل هم پټوي، دا كار د عربو په ډيرې پسماندګۍ أو پستۍ دلالت كوي، ځكه چې ټول وينو إسرائيلو په عربو كومې نخرې ونكړې أو څه نه كوي أو چې دې سره هم عرب ورسره حلف كوي أو ستا په منطق أهون الشرين يي بولي، أوله هر څه ورته تيريږي حماس قرباني كوي خو چې حلف مات نشي، زما په منطق دې ته ([color=darkred:4372cee3fa]هوان، مذلة، إنحطاط أخلاقي وسياسي و ديني و تقهقر الرجولة [/color:4372cee3fa]) ويل كيږي.
خو كيداى سي دې مرض مونږ ته هم سرايت كړی وي چې د يوه لاسپوڅي مردګاو وزير ته په دې چې يو څو د روافضو إبراني كتابونه ېې له منځه وړي ورته د دعا لاس پورته كړو أو كور وداني ورته ووايو.
دې ته لا كوم منطق ويل كيږي. عقيدة څه وايي. الولاء والبراء څه وايي.
إيران سره خو أمريكا أو صليبيان هم بد دي ، راځۍ چې د هغوۍ لاسونه هم مچو كړو .

أخي الكريم لا يأخذك تعصبك ضد الشيعة والإيرانيين في تجاوز مسلمات العقيدة والدعاء للخونه بالسلامة، إن ما يقوم به هذا الوزير الفاحش من نشر للفحش والدياثة في مجتمعنا المحافظ ليفوق وبكثير أثر تلك الكتب والتي قد لا يطالعها إلى القليل من أفراد المجتمع، و إن ما تقوم به إدارة هذا الوزير من تشويه لصورة المجاهدين والجهاد وتحسين وتجميل صورة العملاء و الحلف الصليبي والدعاية لهم لجرم أكبر من أن يغتفر بهذه السهولة، أرى من خلال متابعتي لك أن أرائك أخذت تأخذ منحى أخر غير الذي تعودناه منك و أصبحت مواقفك غير التي عهدناك بها .
أخي الكريم فظلاً راجع نفسك وبتمعن قد تكون مخطئاً.
نرجوا من الله لك العافية والسلامة والثبات على الحق.

په درنښت
أحمدزى[/quote:4372cee3fa][/quote:4372cee3fa]



ع کريم حليمي
18.06.2009

ایراني صفوي اخوند ټول سنیان حرامیان ګڼي، پدې چې ولې عمر ته درناوی لري

http://www.youtube.com/watch?v=B2d5BHmWk-c&eurl=http%3A%2F%2Fwww%2Efa


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more