اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
آيا دا فتوا دافغانستان لپاره مناسبه ده؟
و.افغان
25.05.2009
درنو محترمو ورونو، او پتمندو خويندو !
دزړه له کومې سلامونه او نیکې هيلې مې ومنئ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دعراق داسلامي هيواد له اشغال کيدو وروسته دبرجسته، تکړه، مسلکي، او پوهو
علماوو څخه جوړه يوه کميټه رامنځ ته شوه چې هيئة علماء المسلمين نومیږي، نوموړې
کميټې په دی ستونځمنو حالاتو کې دعراقي سپيڅلې مقاومت، او دعراقي ولس لارښوونه او رهنمايي په غاړه واخیسته.
ددغې کميټې مشر شيخ حارث الضاري نوميږي، چې دعلم حديث متخصص دی، او دوکتورا په کې لري.
نوموړې کميټې په بار بار دمقاومت مجاهدينو ته لارښوونه کړېده، چې له هر چا مخکې
په ښکيلاګرو مرګونې ګوذارونه وکړئ، او له عراقي پاکې خاورې څخه يي ويستلو
ته اړ کړئ، البته دعراقي پوليسو، عراقي جيش، او حکومتې کارکنان وژل يي مطلقا حرام
ګڼلي دي، او هغه وخت ورته جواز ورکړې دی، کله چې دامريکايانو سره يو ځاي يا
بيل دمجاهدينو دوژلو لپاره راشي.
په دې مقابل کې يي له پوليسو او فوځ څخه غوښتې دي، چې خپلې دندې وپيژنې،
دپوليس او فوځ دنده دولس خدمت او دهغوي امن ساتل دي.
دا يي هم ورته ويلې دي، چې په هيڅ صورت تاسو ته جائز نه دي، چې په مجاهدينو
جګړه وکړئ، يا دهغوي په ضد له ښکيلاګرو سره مرسته وکړئ، او که چيرته مو دا
کار وکړ، او ووژل شوئ، نو مردار به له دی دنيا ځئ.
هيئة العلماء المسلمين ددی فتوا په سر ډیرې قربانۍ ورکړې، له ايراني او امريکايي
مليشو له خوايي ډیر مشران ووژل شول، وتښتول شول، تعذیب او شکنجه شول، څو
واره يي دفترونه له مينځه يوړل شول.
له بله اړخه ددی فتوا په سر دالقاعدې له خوا هم ډیر وګواښل شول، دايجنټانو
جاسوسانو، او صلیبیانو ټاپې پرې ولګيدې، خو دوي تر اوسه ما شاء الله هماغسې
دغره په شان په خپلو اسلامي او عراقي موقفونو کلک ولاړ دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دې فتوا کې څو ګټې دي:
۱- په مختلفو جبهو دمقاومت دځواکونو خواره واره ويشل شوي قوتونه به يواځې ښکيلاګرو ته متوجه شي، او هر ګوذار به يي په ښکيلاګرو باندې مرګونې وي.
۲- په انګریزانو به دهغوي دمشهور سياست لاره بندول شي، کوم سياست چې دوي
دهميش لپاره په دی منطقه کارولې دی، او ګټه يي هم ترې پورته کړيده.
(فرق تسد : تفرقه واچوه او حکومت وکړه)
۳- بين الأفغاني نزديکت رامنځ ته کول، چې پرته له شکه دافغانستان دټولو مصيبتونو
سر بين الأفغاني تفرقه ده.
۴- دملي اردو، پوليسو، او ښکيلاګرو دځواکونو تر منځ دشته درز لا پراخول، چې
بالآخره دمقاومت په بې سارې ګټې، او دښکيلاګرو په بې سکينده ماتې به تمام شي.
دروسانو داشغال په وخت به دافغاني اردو ډيرو عسکرو او صاحبمنصبانو مجاهدينو
ته دروسانو دقتارونو په هکله معلومات ورکول، نو څومره چې داسې شميرې ډیرې
شي، نو له يوه اړخه به افغاني ځواک خوندي وي، او ښکيلاګر به دبې ساريو شکستونو
سره مخ کیږي.
۵- بين الأفغاني قتل او قتال ته به دپاي ټکې کيښودل شي، دمقاومت له خوا عملياتو
کې دولسي وګړو مرګ ژوبله به ختمه شي، او دمقاومت او ولس تر منځ به اړيکه
لا نوره پياوړې شي.
۶- دبهرنيو استخباراتي تخريبي شبکو دتخریب لپاره به مرګونې ګوذار وي.
۷- ټولې تعليمي او ګټورې پروژې به خوندې پاتې شي، چې دا هم دمقاومت
او دولس ګټه ده، که چيرته مقاومت اوس له دی عاجز وي چې اوسني نسل ته دتعليم
نصاب، او مکتب زمينه برابره کړي، نو دروان تعليمي ساتنه يي تر هر چا دمخه
ايماني او وطني دنده ده، چې بايد تر سره يي کړي.
اته کاله کیږي، چې وطن مو اشغال دی، نو که ددغه اشغال سره تعليم هم له منځه يوړل
شي، نو ددی مانا داده چې څو نسله به جاهل راپورته کیږي، چې بالآخره دهمدې وطن،
دين، او مقاومت په زيان تمامیږي.
او داسې نورې ډيرې ګټې چې تاسو ټولو څخه يي وضاحت غواړم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو چې داسې ده، نو دافغانستان علما ولې په دی تړاو يو حرکت نه کوي، په کابل
جلال آباد، تخار، مزار شریف کندهار او نورو ولايتونو کې دښکيلاګرو داشغال
لاندې غلي ناست دي،دخپل دين، وطن او ولس مسئوليتونه يي ددي فانې نړۍ
دڅو ورځو ژوند لپاره هير کړي دي، هيڅ ډول حرکت نه کوي، آيا دوي دعراق
له علماوو ډیر پوه دي، چې دا رنګه موقف يي اختيار کړې دی، او که ددنيا ژونداو
ځانونه ورته دعراقي علماوو څخه ډیر خواږه دي.
ستاسو دمدللو، او عيني تحليلونو په انتظار.
په درنښت
ع کريم حليمي
26.05.2009
ډېر ګران او محترم استاد قاري صاحب ، درنو لوستوونکو
السلام عليکم و رحمه الله !
[quote:5f631a68e1]نو دافغانستان علما ولې په دې تړاو يو حرکت نه کوي [/quote:5f631a68e1]
دعراق خبره توره او سپينه ده ، اما د وطن خبره توره سپينه نه ده
زموږ په وطن کښي يو حکومت وو ، اوبل د طالبانو په نامه يو حرکت وو
چه اميرالمؤمنين ئې درلود ، په داسي حال کښي چه بيعت ئې نه وو اخستئ
اصلا ملاعمر اخوند د حرکت امير وو ، نه اميرالمؤمنين
د دواړو تر منځ جنګ روان وو ، نه جهاد، دواړو په قتل اوقتال اخته وه
او سياسي جنګ وو ، يعني د سياسي قدرت لپاره جنګېدل ،
نوکله چه جنګ سياسي وي ، جنګ سياسي حل ته ضروت لري
هيڅ شرعي فتوا دې جنګ ته د پای ټکئ نسي ايښولی
سياسي حل يعني
ټول علما دي کتابونه وتړي ، او په دغه ايه دي عمل وکړي
قال الله سبحانه وتعالى :- وإن طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فأصلحوا بينهما فإن بغت إحداهما على الأخرى فقاتلوا التي تبغي حتى تفيء إلى أمر الله فإن فاءت فأصلحوا بينهما بالعدل وأقسطوا إن الله يحب المقسطين
ټول د ملت علما او دنړۍ مسلمانان ، نن قات ژويي پراته دي ،
پړسېدلي باړخوګان
په درنښت
په درنښت
ع کريم حليمي
27.05.2009
هو ! صبغت الله مجددي لګيا دئ چه د تنظيمونو او" مجاهدينو " تر منځ
پخلاينه راولي ، اما هېڅکله به و نتوانېږي چه د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په سبب د دې چه : ښاغلی مجددي په طرف کي ولاړ دی ، د سياسي حل لپاره
" ثالث الخير " يا ثالث بالخير اشخاصو ته ضرورت سته
که سل علما د پخلاکېدو لاره مخ ته واچوي او نتيجه ورنکړي ،خبره به سپينه او توره سي نو بيا به فتوا صادريږي يا فتوا ورکړي چه کذا وکذا
ترڅو چه فأصلحوا بينهما ته کار نوي شوئ ، هره فتوا غلطه ده ، ولي چه
د غزا فتوا ورکول يو ساده خبره نده ، لمړی بايد يو طرف نامشروع ثابت شي او يا مخالف ئې باغي ثابت سي د حرکت خبره د منلو نه ده او د حکومت
خبره هم د منلو نده ، فتوا ورکوونکي ته لازمه ده ، چه لمړئ لمړي اخلاق
ستړي کړي ، نو بيا به پر دغو مصلحينو هم غزا واجبه سي او مؤمينين به
په طرف کي ودريږي ، تور او سپين به سره بېل سي
زه به هم يو طرف نيسم خامخا ، که خدای کول
--------------------------------------
كيف نخرج حب الدنيا من قلوبنا ؟؟
ټول افغانان حب د دنيا اخستي دي ، څنګه به دا د دنيا حب له زړه باسو
راسه تجربه به وکړو ! چه څونفره دې ته تيار دي چه خپل شخصي کار
پرېږدي او اسلامي او ملي کارته اوږه ورکړي (فأصلحوا بينهما )
دا دی 'ټول افغان' نن 2502 ثبت شوي سړي لري ، راسه چه وګورو
چه څونفره په خپل اصلي نوم ځان دې پروګرام ته معرفي کوي
دغه حديث په ياد لره چه
....انْطَلِقْ إِلَى أَرْضِ كذا وكذا ، فإِنَّ بها أُنَاساً يعْبُدُونَ الله تعالى فاعْبُدِ الله مَعْهُمْ ، ولا تَرْجعْ إِلى أَرْضِكَ فإِنَّهَا أَرْضُ سُوءٍ .......
Re: آيا دا فتوا دافغانستان لپاره مناسبه ده؟
رښتینی
27.05.2009
[quote:bf649e7896="وهاج ساپی"]درنو محترمو ورونو، او پتمندو خويندو !
دزړه له کومې سلامونه او نیکې هيلې مې ومنئ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دعراق داسلامي هيواد له اشغال کيدو وروسته دبرجسته، تکړه، مسلکي، او پوهو
علماوو څخه جوړه يوه کميټه رامنځ ته شوه چې هيئة علماء المسلمين نومیږي، نوموړې
کميټې په دی ستونځمنو حالاتو کې دعراقي سپيڅلې مقاومت، او دعراقي ولس لارښوونه او رهنمايي په غاړه واخیسته.
ددغې کميټې مشر شيخ حارث الضاري نوميږي، چې دعلم حديث متخصص دی، او دوکتورا په کې لري.
نوموړې کميټې په بار بار دمقاومت مجاهدينو ته لارښوونه کړېده، چې له هر چا مخکې
په ښکيلاګرو مرګونې ګوذارونه وکړئ، او له عراقي پاکې خاورې څخه يي ويستلو
ته اړ کړئ، البته دعراقي پوليسو، عراقي جيش، او حکومتې کارکنان وژل يي مطلقا حرام
ګڼلي دي، او هغه وخت ورته جواز ورکړې دی، کله چې دامريکايانو سره يو ځاي يا
بيل دمجاهدينو دوژلو لپاره راشي.
په دې مقابل کې يي له پوليسو او فوځ څخه غوښتې دي، چې خپلې دندې وپيژنې،
دپوليس او فوځ دنده دولس خدمت او دهغوي امن ساتل دي.
دا يي هم ورته ويلې دي، چې په هيڅ صورت تاسو ته جائز نه دي، چې په مجاهدينو
جګړه وکړئ، يا دهغوي په ضد له ښکيلاګرو سره مرسته وکړئ، او که چيرته مو دا
کار وکړ، او ووژل شوئ، نو مردار به له دی دنيا ځئ.
هيئة العلماء المسلمين ددی فتوا په سر ډیرې قربانۍ ورکړې، له ايراني او امريکايي
مليشو له خوايي ډیر مشران ووژل شول، وتښتول شول، تعذیب او شکنجه شول، څو
واره يي دفترونه له مينځه يوړل شول.
له بله اړخه ددی فتوا په سر دالقاعدې له خوا هم ډیر وګواښل شول، دايجنټانو
جاسوسانو، او صلیبیانو ټاپې پرې ولګيدې، خو دوي تر اوسه ما شاء الله هماغسې
دغره په شان په خپلو اسلامي او عراقي موقفونو کلک ولاړ دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دې فتوا کې څو ګټې دي:
۱- په مختلفو جبهو دمقاومت دځواکونو خواره واره ويشل شوي قوتونه به يواځې ښکيلاګرو ته متوجه شي، او هر ګوذار به يي په ښکيلاګرو باندې مرګونې وي.
۲- په انګریزانو به دهغوي دمشهور سياست لاره بندول شي، کوم سياست چې دوي
دهميش لپاره په دی منطقه کارولې دی، او ګټه يي هم ترې پورته کړيده.
(فرق تسد : تفرقه واچوه او حکومت وکړه)
۳- بين الأفغاني نزديکت رامنځ ته کول، چې پرته له شکه دافغانستان دټولو مصيبتونو
سر بين الأفغاني تفرقه ده.
۴- دملي اردو، پوليسو، او ښکيلاګرو دځواکونو تر منځ دشته درز لا پراخول، چې
بالآخره دمقاومت په بې سارې ګټې، او دښکيلاګرو په بې سکينده ماتې به تمام شي.
دروسانو داشغال په وخت به دافغاني اردو ډيرو عسکرو او صاحبمنصبانو مجاهدينو
ته دروسانو دقتارونو په هکله معلومات ورکول، نو څومره چې داسې شميرې ډیرې
شي، نو له يوه اړخه به افغاني ځواک خوندي وي، او ښکيلاګر به دبې ساريو شکستونو
سره مخ کیږي.
۵- بين الأفغاني قتل او قتال ته به دپاي ټکې کيښودل شي، دمقاومت له خوا عملياتو
کې دولسي وګړو مرګ ژوبله به ختمه شي، او دمقاومت او ولس تر منځ به اړيکه
لا نوره پياوړې شي.
۶- دبهرنيو استخباراتي تخريبي شبکو دتخریب لپاره به مرګونې ګوذار وي.
۷- ټولې تعليمي او ګټورې پروژې به خوندې پاتې شي، چې دا هم دمقاومت
او دولس ګټه ده، که چيرته مقاومت اوس له دی عاجز وي چې اوسني نسل ته دتعليم
نصاب، او مکتب زمينه برابره کړي، نو دروان تعليمي ساتنه يي تر هر چا دمخه
ايماني او وطني دنده ده، چې بايد تر سره يي کړي.
اته کاله کیږي، چې وطن مو اشغال دی، نو که ددغه اشغال سره تعليم هم له منځه يوړل
شي، نو ددی مانا داده چې څو نسله به جاهل راپورته کیږي، چې بالآخره دهمدې وطن،
دين، او مقاومت په زيان تمامیږي.
او داسې نورې ډيرې ګټې چې تاسو ټولو څخه يي وضاحت غواړم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نو چې داسې ده، نو دافغانستان علما ولې په دی تړاو يو حرکت نه کوي، په کابل
جلال آباد، تخار، مزار شریف کندهار او نورو ولايتونو کې دښکيلاګرو داشغال
لاندې غلي ناست دي،دخپل دين، وطن او ولس مسئوليتونه يي ددي فانې نړۍ
دڅو ورځو ژوند لپاره هير کړي دي، هيڅ ډول حرکت نه کوي، آيا دوي دعراق
له علماوو ډیر پوه دي، چې دا رنګه موقف يي اختيار کړې دی، او که ددنيا ژونداو
ځانونه ورته دعراقي علماوو څخه ډیر خواږه دي.
ستاسو دمدللو، او عيني تحليلونو په انتظار.
په درنښت[/quote:bf649e7896]
ټولوته سلامونه او نیکی هیلی
وهاج صیب زما په اند خو دافتوی زموږ دهیواد له پاره هم ډیره ګټوره ده
مقاومت باید ددی فتوی پر ګټو ښه غور وکړی او په خپلولو کی یی له هیڅ
ډول ځنډ نه کار وا نخلی او زموږ هغه وروڼه چی د مقاومت دملی کیدلو
خبره کوی زه وایم په دی فتوی سره به دهغوی ارمان هم پوره شی او د
مقاومت دټولمنل کیدلو له پاره به لاری هواری شی
پاته شوه د حلیمی صیب خبره نو دهغه له پاره دومره ویلی شم چی دا
فتوی او ددی په اړه نظر د هغو خلکو له پاره وړاندی کړل شوی دی
چی هغوی مقاومت پر حقه بولی او که فرضا څوک یی په حقه نه بولی
نو دهغوی له پاره بیا ستاسو نظر وړ دی او شاید دوهاج صیب موخه
همداوی .....
او که تاسو وایی چی داد دوو وروڼو جګړه ده نو بیا خو مو دا سره ....نی یومخ
له نظره وغورځول او دابه شاید دهغوی دفعال حضور له پاره سپکاوی ! وی او
شاید دوی هم پر دی خبره موافقه ونه ښیی !!
په مینه
عبدالله صابر
28.05.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
فتوا خوډيره ښه فتوا ده ،خوزماپه فکرعملي کول يی ترډيره حده داشغالګروپه ګوډا
ګيانويعني پوليس ملي اردوپوري اړه لري [color=blue:19045d6a68]،ځکه همدا پوليس اوفوځ داشغالګرو
تنخوا خواره اودهغوسترګې اوغوږونه دي ،که ددوی همکاري نه وي نواشغالګرو
ړانده اوکاڼه دي چي نه بياليدل کوی شي اونه اوريدل [/color:19045d6a68]،همدا علت دی چي اشغالګر
به هيڅکله هم پوليس او اردو ددي فتوا عملي کولوته پرينږدي نوځکه زه وايم چي
دافتوا مقاومت ته نه دی متوجه اوپوليس اواردو ته متوجه ده ،لومړئ بايد هغوی
وپوښتل شي چي اياداډول کارکولوته تياردي اوکنه؟ له هغه وروسته بيا مقاومت ته
مخ ورواړه ول شي ٠
والسلام
هیښ
03.06.2009
سلامونه او احترامونه
زما په نظر هغه فتواواجب الاجراده چې دقران کریم او نبوي ثیقه احادیثو په بنا او
دیوې معلومې ،منل شوې ،مرکزي او دبهرنی سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي او
امنیتي اغیز اونفوذ څخه پاک اوبې غرضه اسلامي مرجع له لوري صادره شوې وي.
داچې قران عظیم الشان دخدائ پاک مقدس کتاب دئ او احادیث درسول
الله(ص)داقوالو او کړنو مجوعه ده نودیوې فتواپه صادرولو کې باید ټول دیني
عالمان متفق القول وي او اختلاف ونه لري ،ځکه دادوه ماءخذونه واحد او واضح دي .
لاكن دبده مرغه اسلامي امت او دهغې په سر کې اسلامي عالمان او سکالران
دپورتنیو خصوصیاتو په اساس دیوه اسلامي واحدې مرجع دافتاء د جوړولو په
ملي او بین المللي کچه نه دي بریالي شوي او داسې مرجع تر اوسه نه ده تاسیس
شوې نواسلامي امت عموماُ او ملتونه خصوصاُ دفتواوو په برخه کې دیوې لویې
ستونزې سره مخامخ دي او لاره ځنې ورکه ده چې دکومې فتوا نه پیروي وکړي،
دشواهدو او دفتواوو دتعدد او تنوع نه داسې ښکاري چې یا ددیني عالمانو او
مجتهدینو برداشت او فهم دقران کریم او نبوي احادیثو نه یوشان نه دئ او یوله بل
سره توپیر لري او یا فتواوې ماوراءددې دوو ماءخذونونه دزمان او مکان په لحاظ
یو مصلحتي فیصله ده ،چې دهر مسلمان ملت دټولنې دسیاسی او اجتماعي
شرایطو سره برابره باید د جیدو ،متعهدو ،پرهیزګاره اومشهورو علماوو له لوري
صادره شي .په دې دواړو صورتونو کې فتواووې زما په نظر واجب الاجرا نه
ګرزي،ځکه متعددې او متنوع دي او دڅو تنو دمصلحت په اساس منځ ته راغلې
دي ،نو انتخاب او منل ئې په مسلمانانو پورې تعلق لري چې دخپلو ګټو په بنا
فیصله وکړي چې دکومې یوې نه پیروي او تقلید کوي.
افغانستان دنړئ داسلامي امت دبدن دیوه غړي په حیث ددې قاعدې څخه مثتثنی
نه دئ او دفتواوو دپریمانۍ له کبله ئې دردونه او ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي
، ځکه
دفتوا دصدور یوه مشخصه ،معینه او منل شوې مرجع وجود نه لري چې دټول
اسلامي افغاني ملت دپاره دخپل الهي او اسلامي مسؤلیت په اساس فیصله وکړي
او ټول مسلمان وولس په یوه لاره رهنمائې کړې .
علماوو هم نن ورځ دحق دویلو او تبلیغولو په ځائ دمعاملو او مصلحتونو لاره
نیولې او دخپل ایمان په اندازه په زدوبندونو او سیاسي کاروبارلګیادي.
په کابل کې ناست دیني عالمان ،پیران ،حضرتان ،شیخ الحدیثان او دالهیاتو
پروفیسوران او استادان دغربي وحشیانو دیرغل او اشغال دمشروع کولو له پاره
فتواووې صادروي او شپه اوورځ ئې خپلې ژبې او ضمیر ددې نامقدس خدمت
دپاره په کاراچولې دي.
دوطن نه بهر فراري عالمان بیا دغربي او عربي بې مسؤلیته ،بې احساسه ،مادي
او طفیلي ژوند خوندونه وڅکل اود ودونو،ختمونو او فاتحو په غوړو محفلونو
کې ئې خپل زړونه یخوي او دسپیرو ،وږیو ،هردم شهیدو خلکواو ددوئ په برحقه
مبارزه او قهرمانئ باندې دتمسخر او جهالت فتواووې صادروي او دطوطیانو په
شان دغربیانودالقاعدې،آی،اس،آی ترانې تکراروي .
پاتې شوه هغه علما چې دوولس دبطن څخه رازیږیدلي دي او شیطاني هوسونو او
شوقونو نه دي مسخ کړي،راسخ ایمان ئې ددنیا شان شوکت نه دئ ضعیف کړئ ،
خپلې عقیدې ته ئې صادق او وفاداره دي او دخپل ژوند په بیه هم دحق دویلو نه
انکارنه کوي ،خپل دیني مسؤلیت او الهي فرض چې دظالم او متجاوز سره مبارزه
ده او دشر او فساد ختمول دي دپیسو ،قدرت او شهرت په مقابل کې له لاسه نه
ورکوي او ددې اصل په بنسټ دانسانیت او اسلامیت ددښمنانو سره دمبارزې او
مقاومت فتواووې ورکوي.
ددې ترڅنګ په ځینو نورو اسلامي ملکونو کې هم کله ناکله دعلمایې کرامو له
لوري دفتواوو دصادرولو شوق نه ددیني مسؤلیت په اساس بلکه دفتواوو دبازار
دګرمولو له پاره دخپلو جابرو او مستبدو حاکمانو په اشاره او امر پیدا شي ترڅو
په نمایشي توګه ځانونه داسلام او مسلمانانو غمخور او غمشریک وښئي،حال
داچې په خپله ددې مستبدو حاکمانو دتسلط دټینګولو اصلي کړۍ همدوئ دي.
اوس نو دفتواوو په دې ګڼ بازارکې د علماوو دبرکته اواهلیته هرڅوک دخپلې
خوښې او ګټې فتوااخلي او دخپل مخصد دلاسته راوړلو له پاره ئې استعمالوي.
په افغانستان کې چې دغربیانو تجاوز صورت موندلئ او وطن اشغال دئ هفه فتوا
دتائید او منلو وړده چې د افغان وولس دازادئ او خپلواکئ دلاسته راړلو او
دمتجاوزینو دوحشی لاسونو دلنډولو امر په کې شوئ وي ،ځکه په دې فتواکې
دظالم او متجاوزپه مقابل کې دریدل او ددې شیطاني شر ددفع کولو عمل دالله
(ج)دکتاب او درسول (ص) داحادیثو سره سل په سلو کې تطابق لري او فکر کوم
دا فتوازموږ صادقو ،مؤمنو ،ایمانداره ،مشهورو ،جیدو او خپلې عقیدې او ملي
نوامیسو ته وفاداره علمائې کرامو دغربي تجاوز په لمړي سر کې صادره کړې ده او
دافتوا دافغان وولس دغوښتنو ،اسلامي اوملي ګټو او ارزښتونو نه ددفاع
دداعیی سره کاملاُ برابره ده او دافغاني اسلامي امت دپاره دعملی کولو او منلو
دپاره کافي ده اودهغې دمحتوا په اساس په ټولو باندې داشغالګرانو او تیري
کوونکو په مقابل کې دسیاسی،نظامي ،کولتوري ،اقتصادي ،تحریري ،شفاهي
او قلمي جهاد دوجوب امر شوئ دئ ، او دمنلو او نه منلو په برخه کې ئې بهانو
اوکږو وږو دلایلو او یا دنویې فتواصدور ته حاجت نشته .
پاتې شوه دا موضوع چې په افغانستان کې دمزدورې امریکائې ملیشې چې په
ځان ئې دملي اردو،ملي امنیت او ملی پولیسو نوم ایښئ دئ په برخه کې څه ډول
برخورد او تعامل وشی.
زما په نظر په افغانستان کې دغربي استعمارګرانو دمستقیم تجاوز ،اشغال او
دافغانانو دعامه قتل اصلي عاملین ،مشوق اومرسته کوونکي داشغالګرانو
سیاسی اجیرا ن او همدغه ملیشې دي.همدغه مزدوران دمتجاوزینواو اشغالګرانو
لاس او پښې او سترګې دي چې دخپل وحشت ددوام دپاره ورڅخه کار اخلي.
دسیاسي اجیرانو او ملیشه اي اجیرانو وجود دشیطاني قدرت او اجورې په هدف
استواردئ ،هیڅ کوم انساني ،دیني ،ملی او اخلاقي اډیال ورسره نشته .دپیسو او
شیطاني قدرت دپاره هرې بې ناموسئ ،جنایت او خیانت ته هرکلۍ وائي .که ددوئ
داخائینانه وجود نه وائ نو غربیانو به دومره په اسانئ سره زموږ وطن نه وائ
اشغال کړئ او که ددوئ همکاری ورسره نه وائ دمتجاوزینو او اشغالګرانو تلفات
او خسارات به د اوس په تناسب څو چنده وو او دافغان وولس دقربانئ کچه به
ډیره ټیټه وه .
همدا اجیرې ملیشې داردو په یونیفورم کې امریکائي سلاح په اوږه د امریکائې تر
قومانده او امر لاندې دخپلو خلکو په شهیدانولو ،دافغانانو په ناموس
دوحشیانه تجاوزونواوتیریو، دکلیو او بانډو په جنایت کارانه بمباردولوکې
کلیدي او فعال غیرانساني او خائینانه اعمال سرته رسوي.همدا خائینان
دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دحراست او حفاظت له پاره دخپلو خلکو په مقابل
کې جنګیږي،همدایونیفورمي مزدورانو داشغالګرانو داشغال عمر اوږد کړئ دئ .
بناءً دافغان وولس اصلي ،مضر ،مهلک ،خطرناک او سرطاني مکروبي دښمنان په
اوله درجه او قدم کې همدا دانسان په جامه کې شیطانان او پلیدان دي .
په افغانستان کې سوله ،ارامي ،سیاسي ثبات او اجتماعي عدالت هغه وخت
عملي بڼه نیولئ شي ، چې پردیو ته دمزودورئ بازار وتړل شي او دپردیو
دمزدورانو او غلامانو سیاسي ،نظامي ،اقتصادي او فرهنګي ننګین ژوند او
دفعالیت ساحې ته دپائ ټکئ کیښودل شي او دخپلو خیانتونو او جنایتونوپه سزا
ورسول شي.
داهیله هغه وخت پوره کیږي چې په دین ،وولس او وطن مین خلک ددیني او ملي مصالحو او ارزښتونو په خاطر یو دبل سره صادقانه او مخلصانه همکاري او
اتحاد وکړي،دفکرونو او نظرونو اختلاف او توپیریو دبل په زغملو او تحمل سره
قبول کړي او دغه توپیرونه چې په یوه ټولنه کې طبیعی دی ددښمنانو دزهرناکه او
پراخه تبلیغاتو چې دمقاومت په جبهه کې دنفاق او درزاچولو او بدنامولو له پاره
روان دي دناوړه ګټې باعث ونه ګرزي او دافغانستان په دحساسه مرحله دتاریخ کې
خپل دیني او ملی رسالت او فرض چې دوطن ازادي اوخپلواکي ده او
داشغالګرانو او دهغوئ دمزدورانو دنجث وجود ورک کول دافغانستان دپاکې
خاورې نه دي په ایماندارئ سره ادا کړې.
مننه
عادل عادل
22.06.2009
سلامونه
زما پوښتنه داده چې پورتنئ فتوی د مکان او ظروفو په تغیر سره تغیر موندلای شي کنه؟
زما په نظر د عراق حالات د افغانستان په نسبت د پیل نه تر اوسه پورې ډیر پیچلي دي.
په عراق کې د یرغل ضد مختلف ګروپونه، اشخاص او سیاسي ډلې وجود لري،
هلته د بهر نه ستانه شوي عراقیان که هر څو هم د یرغلګرو سره ددوی د لاسپوڅې
ادارې په مکانیزم کې شریک دي خو ددې سره سره د مستقل موقف څښتنان دي،
عراق د اشغال شوي ملک په نوم پیژني او بهرنیانو ته یرغلګر وایي، په دپلوماسي
کچه کې یې نړیوالو ته د خپل ولس د ارادو تمثیل کړئ او د یرغلګرو وحشت یې
ددوی په میډیا کې د نړیوالو غوږونو ته رسولئ.
خو په تاسف سره د افغاني ټولنې ټول روڼ اندي (ډالر اندي) د یوه سره په زړه او
ځان صلیبي یرغلګرو ته تسلیم شوي، ددوی سندرې وایي، ددوی اصطلاحات
کاروي، د ولس په منځ کې ددوی په ګټه تبلیغات کوي، او د نړیوالو په وړاندې د
یرغلګرو په وحشت او بربریت پردې اچوي او ددوی حضور د ملت د ارادو خلاف د
بیاودانئ او دیموکراسئ تر نوم لاندې د یوې لازمي اړتیا د پروسې په بڼه
تصویروي.
په عراق کې پولیس او ملي اردو له مخکې موجود ول، چې خامخا مسلکي خلک
او د ملي او وطني احساساتو څښتنان به وي، خو په افغانستان کې د یرغلګرو په
راتګ سره د بې وسلې کولو تر پروسې لاندې د ملت ټول قاتلین او وحشي مجرمین
د پولیسو او ملي اردو لیکو ته شامل شول چې د خپل عادت له مخې په وحشت او
جرم کې د یرغلګرو تر څنګ یو قدم وړاندې روان دي.
د پورتنیوبین ا لافغاني او بین العراقي موقفونو د پرتلې نتیجه ده چې د
امریکایانو غاښ په افغانستان کې ماتیژي خو دوی خپل د وتلو پلان د عراق څخه
اعلانوي او په مقابل کې زمونږ ملک ته نور فوځیان استوي چې دا ټول زمونږ د
لاسپوڅو د غیرمسوولانه کړنو، موقف او رذیلانه تمثیلاتو حاصل بللئ شو.
په نتیجه کې عراقي فورمولونه په افغانستان کې نه چلیژي، هغه که د پورتني ډول
پستې فتواوې وي او یا هم د یرغلګرو د اربکیو فورمول.
عبد السلام
22.06.2009
داپوښتنې او دپورتنۍ فتوی په اړه پوښتنې باید دهغو دځان له خوا ټاکل شو
مفتیانو څخه وشی چې وهاج خان یې دخپلې خوښې ټکي دلته رانقل کړي.
ټولو ته ښکاره ده چې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هم اسلامی حکومت نشته ،او داهم
ټولو ته ښکاره ده چې دیو موحده اسلامې امارت چې دیو موحده مذهب پلوی وﺉ
لاد ډیر پخوا دمنڅه تللی دﺉ.
دغوو عراقی اویا عربو دینی علماو چې کومه فتوی دوهاج په قول ورکړی ، په اول
قدم کې د شخصی غوښتنو په اقتضا ،اوکه چیرته ډیر باتقوا وي نو دخپلې ټولنې
او ډلې د مذهبی ،عنعنوي اوسیاسی غوښتنو پر بنا ء یې ورکړی ده.
په اوسنی عصر کې ما ترنن ورځې دعربی مفتیانو په منځ کې تر اوسه پښتون او
افغان مفتی خو لا پریږده د کوم غیر عرب مفتی نوم هم کله ندی اوریدلی ! او نه
دومره ساده دي چې د وهاج اویا دهغه په شان نورو غیرعرب اسلامی علماو ته دې
دا اجازه ورکړي چې ددوي په ټولونو کې دې دافتا صلاحیت ولري.
نو که چیرته دفتواوو دقیاس معیار همداوي چې عربې اویا کوم بل محدوده ټولنیر
عنضر یې بارز عامل وي ، نه یواځې دا چې دا راز فتوا وي باطله، بلکې غوښتنې یې هم باطله دي.
[quote:cb2db1abf8="عادل عادل"]سلامونه
زما پوښتنه داده چې پورتنئ فتوی د مکان او ظروفو په تغیر سره تغیر موندلای شي کنه؟
زما په نظر د عراق حالات د افغانستان په نسبت د پیل نه تر اوسه پورې ډیر پیچلي دي.
په عراق کې د یرغل ضد مختلف ګروپونه، اشخاص او سیاسي ډلې وجود لري،
هلته د بهر نه ستانه شوي عراقیان که هر څو هم د یرغلګرو سره ددوی د لاسپوڅې
ادارې په مکانیزم کې شریک دي خو ددې سره سره د مستقل موقف څښتنان دي،
عراق د اشغال شوي ملک په نوم پیژني او بهرنیانو ته یرغلګر وایي، په دپلوماسي
کچه کې یې نړیوالو ته د خپل ولس د ارادو تمثیل کړئ او د یرغلګرو وحشت یې
ددوی په میډیا کې د نړیوالو غوږونو ته رسولئ.
خو په تاسف سره د افغاني ټولنې ټول روڼ اندي (ډالر اندي) د یوه سره په زړه او
ځان صلیبي یرغلګرو ته تسلیم شوي، ددوی سندرې وایي، ددوی اصطلاحات
کاروي، د ولس په منځ کې ددوی په ګټه تبلیغات کوي، او د نړیوالو په وړاندې د
یرغلګرو په وحشت او بربریت پردې اچوي او ددوی حضور د ملت د ارادو خلاف د
بیاودانئ او دیموکراسئ تر نوم لاندې د یوې لازمي اړتیا د پروسې په بڼه
تصویروي.
په عراق کې پولیس او ملي اردو له مخکې موجود ول، چې خامخا مسلکي خلک
او د ملي او وطني احساساتو څښتنان به وي، خو په افغانستان کې د یرغلګرو په
راتګ سره د بې وسلې کولو تر پروسې لاندې د ملت ټول قاتلین او وحشي مجرمین
د پولیسو او ملي اردو لیکو ته شامل شول چې د خپل عادت له مخې په وحشت او
جرم کې د یرغلګرو تر څنګ یو قدم وړاندې روان دي.
د پورتنیوبین ا لافغاني او بین العراقي موقفونو د پرتلې نتیجه ده چې د
امریکایانو غاښ په افغانستان کې ماتیژي خو دوی خپل د وتلو پلان د عراق څخه
اعلانوي او په مقابل کې زمونږ ملک ته نور فوځیان استوي چې دا ټول زمونږ د
لاسپوڅو د غیرمسوولانه کړنو، موقف او رذیلانه تمثیلاتو حاصل بللئ شو.
په نتیجه کې عراقي فورمولونه په افغانستان کې نه چلیژي، هغه که د پورتني ډول
پستې فتواوې وي او یا هم د یرغلګرو د اربکیو فورمول.[/quote:cb2db1abf8]
و.افغان
24.06.2009
محترم عبد السلام صاحب:
لومړئ خو ديادونی لپاره په دی ټينګار وکړم، چې اسلام يو متجدد دين دی، په دولي
علاقاتو کی، جګړييز سياستونو کی، او په ټولو نويو نوازلو کی په اجتهاد
او تجديد ولاړ دی، البته دا اجتهاد او تجدید په هر وخت کی اسلامي عامو اعتقادي
او اخلاقي اصولو ته ژمن وي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم په صلح الحديبية کی له مشرکينو سره په داسي بندونو
لاسليک کوي، چې عمر رضي الله عنه يي ذلت بولي، او لوي خداي جل جلاله يي
الفتح المبين بولي.
ددغی معاهدی يو بند داسی وو: که چيرته دمشرکينو له خوا کوم مشرک په اسلام
مشرف کيږي، او مديني ته په پټه را درومي، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم به
بیرته هماغه کس مشرکينو ته سپاري.
نو که چیرته افغانان سره خپل منځ کی روغه وکړي، يو واحد ملت جوړ شي، او مقاومت
کوونکی خپل ټول ګوذارونه ښکيلاګرو ته متوجه کړي، نو آيا دا به زمونږ لپاره ستره
کاميابي نه وي.
خو خبره په دی فتوا باندی دټولو اړخونو دسرونو خلاصولو کی ده، او دا سر خلاصونه
دعلماوو کار دی، چی دعراق علماوو په ډیره نره توګه دا وظيفه سر ته ورسوله، او رسوي يي.
خو زمونږ علما او موليان يا دصليب په غيږ پراته دي، ښکيلاګرو صليبيانو ته
معاهدين او مستأمنين وايي، او يا دنورو له خوا په ارادي او غير ارادي ډول
توجيهيږي، پوهه او په وضعه پوه خلک له هری خوا ترټل کيږي، تهديديږي، او وژل
کیږي.
نو دا فتوا ما دشرعي تنقيد لپاره نه ده وړاندی کړی، ځکه چې شرعي تنقيد علمي قرآني
او حديثي رد غواړي، اونه بحث پر دی دی، چې فتوا دی څوک ورکړي، عرب او که غیر
عرب؟.
هو که څوک غواړي، چي په فتوا علمي او شرعي تنقيد وکړي، نو مهربانه دی شي.
اصلا خبره دفتوا داثر او پايلو څيړلو په هکله وه، چې تر کومه حده زمونږ سره
مرسته کولاي شي.
په درنښت
ع کريم حليمي
24.06.2009
ګران او مکرم استاذ قاري صاحب ، السلام علیکم ورحمة الله
فتواه د مذهبی خلکو و نظر او فرمان ته ویل کیږي ، فتواه ته هغه وخت ضرورت وي چه د یو حقوقي ،
عبادتي ، او اقتصادي .....ستونزه پېښه سي او قانوني حل لياره ئې علماء اوقاضی ته نوی معلومه او یائې دا لمړی ځل وی چه له داسی موضع سره ملت ، حکومت ، قاضي مخامخ کیږي ، نو قاضي یا امیر د عصر یا عوام الناس به د وطن مفتي ته ورغلل د ستونزي په باب به ئې فتواه و غوښته او دا د هغه عصر خبري دي چه کتابونه او فتاوا وي ، او حکومتي سیاسي قانین ، د ارضي قانین ، جزایی قوانین
جنګي او حربي قوانین ......علماء وو او مفتیانو او قانونګزارانو لا ټول اړخونه پوره نه وه لیکلي
ایا نن هم موږ سیاسي فتواه ته ضرورت لروو ؟؟؟ د اُخد ، غزوه خیبر یا فتح خيبر ، صلح حدیبیه
د هټلر جنګ وشو ، ویټنام جنګ وشو ، اول انګولا دوهم انګولا ، د روس او افغان جنګ ، د کوسوبو جنګ ، مغلو ، نافلیون ، .............پر دغو ټولو تجربو سربيره بیا هم موږ څه نه کړه زده ؟؟؟
نو تاسو فکر کوئ چه دامفتی صاحب بیا خپل نظر او اند له اسمانه اخلي ؟؟؟
ایا دغه مفتی صاحب خبر ندی چه د اول جهانی جنګ ، دوهم حهانی جنګ او اکثره اقتصادي رقابتونه
له زدکړی څخه قوانین لیکل شوی ،
څرنګه دا مفتیان داسی فتواوي نه ورکوی چه : هغه اسلامی ملکونه چه ټانکونه او جنګي الوتکي
نه جوړوي ګناه کاره او د قرآن څه سر غړونکي دي ، ولي دارنګه فتواه وي نه ورکول کيږي؟؟؟
غداران باشاهان به ئي انډاري راوباسي ، دا مفتیانو ته هم لنده ځمکه ور معلومه ده
بسم تعالی : وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ *
تخوفون ( به عدو الله وعدوكم ) چه خپله قوه او قوت ؤ نه لرو ، نو به خود او ارومرو د غم پر ټغر ناست یو ، یخ د خدای په روی نه ګرځی خو که د خره په ځل پر ځان واچؤ ګرځی
نن موږ د طب لپاره فتواه ته ضرورت لرو ، افغان قوم له وقایوي طب له مرحلې څخه تیریږي
نن سبا د انسان د بدن غړي او اجزاوي به په لابراتوارونو کښي جوړ سي نه فلزي بلکی عضوي
او بل سبا به انسان کاپي کیږی له قبر او مقبرېڅخه به دعلامه سید جمال الدین افغان DNA
راواخلي او بعنهو بكل صفاتو په یو چا به ئې و زېږوی ، داسي او داسي نورو فتواه ته ضرورت سته
ولي ؟ چه دا لمړی ځل دی چه موږ انسانان ورسره مخ کیږو
نوټ:۱) او دعباداتو او معاملاتو اجماع او اتفاق جميع رجال خو د حضرت عمر فاروق اعظم رضی اللہ عنہ ۹۹،۸۰٪ تکمل ته رسېدلي
فتواه ته ضرورت نسته دغه علماء دي اول وعتصمو بحبل لله، په اتفاق دي سي ، د نن ورځ اکثره دیني علماء اسلام نه لري ، په ایمان ئې رب عِلٌم لري او ایمان داره دي !!، اما اسلام ئې تریخيدلی وینم لکه زړه د سپیني خاسې بګړۍ ، سند مي هم هم دا دی داد مسلمانانو ټولني چه د غم پر ټغر ناست دي
اللَّهُمَّ اِنِّي اَعُوذُ بِكَ مِنَ الشِّقَاقِ وَالنِّفَاقِ وَسُوءِ الأَخْلاَقِ آمین یا رب العلمبن
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اقتباس
نو دا فتوا ما دشرعي تنقيد لپاره نه ده وړاندی کړی، ځکه چې شرعي تنقيد علمي قرآني
او حديثي رد غواړي، اونه بحث پر دی دی، چې فتوا دی څوک ورکړي، عرب او که غیر
عرب؟.
هو که څوک غواړي، چي په فتوا علمي او شرعي تنقيد وکړي، نو مهربانه دی شي.
اصلا خبره دفتوا داثر او پايلو څيړلو په هکله وه، چې تر کومه حده زمونږ سره
مرسته کولاي شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درنښت