د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سياف پوهنتون

ابو جرير
24.05.2009

[color=blue:8f68f585ff]ټول افغان
يوه نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د غبرګولي ٣
[size=24:8f68f585ff]استاذ سیاف د دعوت د پوهنتون د تاسيس اجازه تر لاسه کړه [/size:8f68f585ff]حمزه مومند 24.05.2009 15:46

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د یو نوي پوهنتون د تاسيس اجازه ورکړه.

دا نوی پوهنتون د دعوت د لوړو زده کړو پوهنتون نومېږي او جهادي مشر او د ولسي جرګې غړی عبدرب الرسول سیاف به یې جوړوي. د دعوت پوهنتون د تاسيس اجازه پرون په پلازمېنه کابل کې د لوړو زده کړو د وزير محمد اعظم دادفر له خوا سیاف ته په یوه غونډه کې ورکړل شوه.

د اجازت د ورکولو په مهال د حزب وحدت غړی محمد محقق هم موجود و.

د یادونې وړ ده چې سیاف د روسانو سره د جهاد په دوران کې په پېښور کې د دعوت او جهاد په نامه پوهنتون لرلو.[/color:8f68f585ff]

هوكې! استاذ عبدرب الرسول سياف دروسانو سره دجهاد په دوران كې په پيښور كې د"دعوت او جهاد" په نامه پوهنتون لرلو چې په خپل وخت كې يو بې سياله پوهنتون وو، ددغه پوهنتون هر محصل په وينه كې به دجهاد جذبه په څپو وه چې دټول غرب لپاره دويرې او ډار باعث وګرځيد نو بالآخره دامريكا په اشاره پاكستاني حكومت دزياتو كوششونو څخه وروسته دتل لپاره وروتاړه.

خو كله چې دامريكا په مشرۍ په افغانستان باندې نظامي صليبي تجاوز وشو، او جهاد يو ځل بيا دافغانستان په هر فرد باندې فرض وګرځيد، دا ځل نو په جهاد كې استاذ عبدرب الرسول سياف ته كومه مادي نفعه او دنياوي مفاد په نظر نه ورته، نو هماغه وو چې دجهاد او مجاهدينو په مقابل صف كې ودريد. اوس نو د پوهاند سياف له جهاد سره حساسيت دې كچې ته ورسيد چې كله يې هماغه پخوانى پوهنتون بيرته پرانيست دجهاد ټكى يې هم ونه شو زغملى او يوازې ددعوت نوم يې ورته غوره كړ چې په همدې رقم به دهغو محصلينو چې په دې پوهنتون كې زده کړې كوي له زړونو څخه دجهاد مينه وباسي، ترڅو صليبي متجاوزينو ته دخپلې وفادارۍ يوه بله بيلګه وړاندې كړي..

خو سياف دې په دې وپوهيږي چې دده دغه كوششونه هيڅ ګټه ورته ونه رسوي پرته له دې چې دې ولس ته نور هم وشرموي. يريدون ليطفؤوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره الكافرون.


W.Wardak
24.05.2009

جریر صاحب، د استاد سیاف څخه ډیره مننه چي دا نیک کار یی وکړ، الله د په دی کار سره ورته تیر ګناهونه معاف کړی، خبره پاتی شوه د جهاد، کله چي سیاف صاحب محصلین په ساینس او دعوت کی وروزی، بیا خو جهادی ټریننګ شپږ میاشتی غواړی، هفه به بیا په پاکستان کی وکړی د هفه لپاره خو هسی هم کال دولس میاشتی داخله جاری هی! .خو که بیا دوی له ټریننګ وروسته له پاکستانی طالبانو سره دپاکستان دپوځ مقابل کی جهاد وکړی، مشر ملا صاحب به بیا خفه شی، لکه نن ورځ چي طالبان چوپ دی، او د صوات د مهاجرینو یا مجاهدینو په هکله هیڅ هم نه وایی.

پداسی حال کی چي د پاکستان پوځ او افغانی پوځ ته ډالر له یوه ځایه راځی.
خو افغانی پوځیان مرتدان دی، او پاکستانی پوځیان مسلمانان.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more